بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (٧) حکمت: د اقتصادي سرښندنې او اخرت پالنې ځانګړنې (اخلاقي، اقتصادي) حضرت علي (ک) وايي : الصَّدَقَةُ دَوَاءٌ مُنْجِحٌ وَ أَعْمَالُ الْعِبَادِ فِي عَاجِلِهِمْ نُصْبُ أَعْيُنِهِمْ فِي آجَالِهِمْ . د خيرات ورکړه ګټور درمل دى او د بندګانو نننۍ کړنې یې سبا په مخ کې ځلېږي . (٨) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
(٧) حکمت: د اقتصادي سرښندنې او اخرت پالنې ځانګړنې (اخلاقي، اقتصادي)
حضرت علي (ک) وايي :
الصَّدَقَةُ دَوَاءٌ مُنْجِحٌ وَ أَعْمَالُ الْعِبَادِ فِي عَاجِلِهِمْ نُصْبُ أَعْيُنِهِمْ فِي آجَالِهِمْ .
د خيرات ورکړه ګټور درمل دى او د بندګانو نننۍ کړنې یې سبا په مخ کې ځلېږي .
(٨) حکمت: د انسان د بدن هېښنې (علمي، انساني فيزيولوژي)
حضرت علي (ک) وايي :
اعْجَبُوا لِهَذَا الْإِنْسَانِ يَنْظُرُ بِشَحْمٍ وَ يَتَكَلَّمُ بِلَحْمٍ وَ يَسْمَعُ بِعَظْمٍ وَ يَتَنَفَّسُ مِنْ خَرْمٍ.
د انسان د بدن له ځانګړنو به هک پک شې، چې په يوه ټوټه “وازده” ویني، په “غوښه” خبرې کوي، په “هډوکي” اوري او له يوې “سوړې” ساه وباسي!!
(٩) حکمت : د دنیا د وړاندې وروسته کېدو پېژندنه (ټولنيز، سياسي)
حضرت علي (ک) وايي :
إِذَا أَقْبَلَتِ الدُّنْيَا عَلَى أَحَدٍ أَعَارَتْهُ مَحَاسِنَ غَيْرِهِ وَ إِذَا أَدْبَرَتْ عَنْهُ سَلَبَتْهُ مَحَاسِنَ نَفْسِهِ .
دنيا چې چا ته ورمخه کړي؛ نو د نورو ښېګڼې ورسپاري او چې ور شا کړي (؛نو) خپلې ښېګڼې هم ترې اخلي.
(١٠) حکمت: له خلکو سره ژوند دود (اخلاقي، ټولنيز)
حضرت علي (ک) وايي :
خَالِطُوا النَّاسَ مُخَالَطَةً إِنْ مِتُّمْ مَعَهَا بَكَوْا عَلَيْكُمْ وَ إِنْ عِشْتُمْ حَنُّوا إِلَيْكُمْ
له خلکو سره داسې چلن وکړه، چې که ومرې درپسې وژاري او که ژوندى يې په مينه درپسې راشي.
(١١) حکمت: له دښمن سره چلندود (سياسي، اخلاقي)
حضرت علي (ک) وايي :
إِذَا قَدَرْتَ عَلَى عَدُوِّكَ فَاجْعَلِ الْعَفْوَ عَنْهُ شُكْراً لِلْقُدْرَةِ عَلَيْهِ .
که پر دښمن دې لاسبرى شوې؛ نو بښنه يې د خپلې بريا شکرانه کړه.
(١٢) حکمت د ملګرو موند دود (اخلاقي، ټولنيز، روزنيز)
حضرت علي (ک) وايي :
أَعْجَزُ النَّاسِ مَنْ عَجَزَ عَنِ اكْتِسَابِ الْإِخْوَانِ وَ أَعْجَزُ مِنْهُ مَنْ ضَيَّعَ مَنْ ظَفِرَ بِهِ مِنْهُمْ.
هغه خورا بېوسى دى، چې ځانته ملګرى نشي مونداى او تردې خو هغه لا ډېر بېوسى دى، چې خپل ملګري او دوستان له لاسه ورکړي.
(١٣) حکمت: د الهي لورنو ګټندود (اخلاقي، مانیز)
حضرت علي (ک) وايي :
إِذَا وَصَلَتْ إِلَيْكُمْ أَطْرَافُ النِّعَمِ فَلَا تُنَفِّرُوا أَقْصَاهَا بِقِلَّةِ الشُّكْرِ.
د پالونکي د لورنې نښې، چې درکې راڅرګندې شوې، په ناپاسلۍ – ناشکرى يې مه لرې کوئ.
(١٤) حکمت : له خپلوانو سره چلندود (اخلاقي، ټولنيز)
حضرت علي (ک) وايي :
مَنْ ضَيَّعَهُ الْأَقْرَبُ أُتِيحَ لَهُ الْأَبْعَدُ .
چا چې خپلوانو يې پرېښود، پردى به يې په خلاص غېږ ومني.
(١٥) حکمت: له تېروتو سره چلن دود (ټولنيز اخلاق)
مَا كُلُّ مَفْتُونٍ يُعَاتَبُ .
حضرت علي (ک) وايي :
هر تېروتی ټبسورولاى نشو.