بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الجن د منتخبو آیتونو شرح د جن سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د پېري په نامه په سترګو نه ليدونکيو ژویو په اړه خبرې کوي.ددې سورت آيتونو ته چې کوم شان نزول روايت شوى، د احقاف سورت له ( ٢٩) تر( […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د سورة الجن د منتخبو آیتونو شرح
د جن سورت ټوليزه منځپانګه:
دا سورت د پېري په نامه په سترګو نه ليدونکيو ژویو په اړه خبرې کوي.ددې سورت آيتونو ته چې کوم شان نزول روايت شوى، د احقاف سورت له ( ٢٩) تر( ٣٢) آيتونو له شان نزول سره پوره همغږى دى او راښيي، چې دواړه په يوې پېښې پورې اړوند دي (نمونه، 25: 97 مخ)
قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿۱﴾ = ووايه : وحې راته شوې ده، چې څو تنه پېريان ورته غوږ شول؛ نو (خپل قوم ته) يې ويل : په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) واورېد،
1_ د پېري پنځون: جن (پېرى) لكه چې له لغوي مفهومه يې معلومېږي، يو موجود دى، چې نه ښكاري او په قرآن كې ډېرې ځانګړنې ورته يادې شوې دي: 1_ د اور له لمبې پيدا شوى دى(رحمن_15). 2_ پوهه او ادراك لري، حق له باطلو بېلولاى شي او د منطق او استدلال قدرت لري(د جن سورت آيتونه). 3_ مكلفيت او مسووليت لري(د جن او رحمن سورتونو آيتونه). 4_ يو شمېر يې صالح مؤمنان او يو شمېر يې كافران دي(جن_11). 5_ حشر، نشر او معاد لري(جن_11). 6_ اسمانونو ته يې د ورننووتو غوږ ايښوولو او خبر اخستو وس درلود او د حضرت محمد (ص) تر بعثت روسته له دې چاره منع شول(جن_ 9). 7_ له ځينو انسانانو سره يې اړيكه نيوه او له ځينو پټو خوالو، چې خبر ول، انسانان يې پرې بېلارول(جن_68). 8_ ځينې يې له سرباندي ځواكه برخمن دي؛ لكه چې په انسانانو كې هم دغسې وګړي شته(نحل_39). 9_ د انسانانو د ځينو اړتياوو د پوره كولو وس لري( سبا_12 او 13). 10_ پر ځمكه د انسانانو تر پنځون وړاندې پيدا شوي(حجر_ 27)… او نورې ځانګړنې. پردې سربېره. د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي (د خلكو د انګېرنو پر خلاف، چې تر انسانانو يې غوره بولي)، چې انسان تر پېري غوره دى؛ په دې دليل، چې مسلمانو پېريانو پر بشري پېغمبر(ص) ايمان راووړ او ورپسې ولاړل. له آره آدم ته پر شيطان د سجدې واجبېدل پر پېري د انسان د غوراوي دليل دى؛ ځكه شيطان په هغه پېر كې د پېريانو له مشرانو و(كهف_50). عوامو او ناپوهو وګړيو يې په اړه ډېری ګږنې او انګېرنې – خرافات جوړې كړي، چې له عقل او منطق سره اړخ نه لګوي؛ نو ځكه يې يوه خرافي او نامنطقي څېره پيدا كړې، چې نامه یې اخستل كېږي؛ نو د انسان ذهن ته يو شمېر کږنې او انګېرنې ورځي؛ لكه هېښنده او وحشتناكې څېرې لري، لكۍ او سومان لري، موذي، كينه كښ او بدچلنه دي او په څېر يې نور موهومات. په هر حال قرآن په تېرو ځانګړنو سره د پېري له شتونه خبر كړي يو او هم يې نشتون ته كوم عقلي دليل نلرو؛ نو ځكه يې بايد ومنو او له ناوړو او ناروا مخونو ډډه وكړو او د عوامو له کږنو او انګېرنو لاس پرېمينځوو. (نمونه، 25: 154 مخ.)
وَأَنْ لَوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُمْ مَاءً غَدَقًا ﴿۱۶﴾ = او داچې كه دوى [= پېريان او انسانان] د (ايمان) پر لار ټينګ ودرېږي؛ نو هرومرو به یې په پرېمانه اوبو (او توکیزو او مانیزو برکتونو) خړوب كړو!
لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَنْ يُعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ﴿۱۷﴾ = چې په دې (پراخ نعمت) يې ازمېيو او څوك چې د خپل پالونكي له يادونې مخ واړوي (؛نو) پر (سخت او) زياتېدونکي عذاب يې اخته کوي!
16 او 17_ په پرېمانه نعمتونو ازمېښت: قرآن مجيد پردې مطلب ټينګار كوي، چې ايمان او تقوا نه يوازې د مانيزو بركتونو سرچينه، چې د توکیزو ارزاقو، د نعمت پرېمانۍ، ابادۍ او توکیز بركت لامل هم دى. ددې آيتونو له مخې، څه چې د نعمتونو د پرېمانۍ لاملېږي، پر ايمان درېدل او څوار – استقامت دى او نه پخپله ايمان؛ ځكه لنډ مهاله ايمان دغسې بركتونه ښوولاى نشي. مهم، پر ايمان او تقوى څوار او زغم دى، چې په دې لار كې د ډېرو پښې ښويېږي. په 17 آيت كې دې واقعيت ته اشاره شوې، چې د نعمت له پرېمانۍ مطلب، د وګړيو ازمېښت دى، چې ايا د پېسمنۍ – غرور او غفلت لاملېږي يې يا د وېښتيا، مننې او خداى ته د ډېرې پاملرنې. له دې ځايه څرګندېږي، د الهي ازمېښت له مهمو وزلو يو هم، د نعمت پرېماني ده او اتفاقاً په نعمتونو ازمېښت په كړاوونو او سختيو تر ازمېښته خورا سخت او پېچلى دى؛ ځكه د نعمت د پرېمانۍ طبيعت؛ ناغېړي، غفلت، لټي او په خوندونو او شهواتو كې ډوبېدل دي. دا كټ مټ هغه څه دي، چې انسان له خداى لرې كوي او د شيطان هڅو ته مخه پرانځي. يوازې هغوى د نعمت د پرېمانۍ له نامطلوبو عوارضو خوندي پاتېداى شي، چې همېش یې خداى ياد وي. هېر يې نكړي او په همېش يادونې، د زړه خونه د شياطينو له ورننووتو وساتي. (نمونه، 25: 122 مخ.)
وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ﴿۱۸﴾ = او داچې جوماتونه يوازې د الله دي؛ نو (پكې) له الله سره بل څوك مه بلئ (او مه نمانځئ).
18_ جوماتونه يوازې د خداى دي: داچې دلته له مساجدو (جوماتونو) څه مطلب دى، ډول ډول تفسيرونه شوي دي: 1_ مطلب هغه ځايونه دي، چې خداى ته پكې سجده كېږي، چې پوره مصداق یې، مسجد الحرام او بل مصداق يې نور جوماتونه او پراخ مصداق يې، هغه ځايونه دي، چې انسان پكې لمونځ او خداى ته سجده كوي او د پېغمبراکرم (ص) ددې حديث له مخې ((ماته ګرده ځمكه د سجدې ځاى او د پاكوالي وزله (تيمم) شوې ده)) ټول ځايونه رانغاړي. په دې توګه، دا آيت د عربو مشركانو ته يو ځواب دى، چې د كعبې خونه يې بوتځى كړې وه او هم د بېلارې مسيحيانو كړنو ته يو ځواب دى، چې په تثليث پسې تللي او په خپلو كليساوو كې يې، درې ګونې خدايان لمانځل. قرآن وايي، ټول عبادتځايونه يوازې د خداى دي او بې له الله چاته پكې سجده كړاى نشو او بې له هغه د بل لمانځنه منع ده. 2_ له مساجدو مطلب د سجدې اوه ګوني غړي (تندى، د لاسونو ورغوي، زنګنونه، او د پښو كټې ګوتې) دي. دا غړي بايد يوازې خداى ته پر ځمكه كېښوول شي او دا چار بې له الله بل چاته روا نه دى. دا تفسير د امام جواد (رح) نه له روايته اخستل شوى دى؛ البته لومړى تفسير د آيت له ظاهر سره سازګاري لري او شونې ده، چې دويم تفسير د آيت په مفهوم كې پراختيا وي. (نمونه، 25: 124 مخ.)