تبلیغات

اسلام او نوى ژوند( ۱)   د وخت غوښتنې ما د “انسان او برخلیک” د کتاب په سريزه کې د مسلمانانو د لوېدنې- انحطاط مسئاله څېړلې وه او د مسلمانانو د لوېدنې لاملونه مې په درې برخو کې د څېړلو وړ ګڼلې ول : د اسلام برخه، د مسلمانانو برخه،د پردیو برخه . په هغه […]

اسلام او نوى ژوند( ۱)

 

د وخت غوښتنې

ما د “انسان او برخلیک” د کتاب په سريزه کې د مسلمانانو د لوېدنې- انحطاط مسئاله څېړلې وه او د مسلمانانو د لوېدنې لاملونه مې په درې برخو کې د څېړلو وړ ګڼلې ول : د اسلام برخه، د مسلمانانو برخه،د پردیو برخه .

په هغه سريزه کې له اوویشتو موضوع ګانوهمدا موضوع ده او ژمن وم،چې د “اسلام او د وخت غوښتنې” په نامه بېله څېړنه راوباسم او وار له مخه مې ډېر یادداښتونه هم ورته چمتو کړي دي.

د مقالاتو په دې لړۍ کې ټول مطالب،چې د رسالې په بڼه وي، نشم رانغاړلای او د ګرانو لوستونکیو ذهن به د موضوع په اړه روښانه کړم .

د “مذهب او پرمختګ” موضوع تر ټولو زیات او مخکې له دې،چې موږ مسلمانانو ته نوموتې- مطرح وي،د نورو مذهبو لارویانو ته نوموتې ده. د نړۍ ډېری روڼ اندو؛ځکه مذهب ته شا کړه، چې فکر یې کاوه مذهب او نوی ژوند يو له بل سره اړخ نه لګوي . چوپیا- سکون،ټالېدنه – توقف او له تحرک او بدلون سره مبارزه یې د یندارۍ لازمه ګڼله او په بله وینا: یوشانتوالی او د شتو بڼو ساتنه یې د مذهب ځانګړنه پتېیله .

د هند لومړي وزیر”نهرو” د مذهب ضد ګروهه درلوده او په یو دین او مذهب یې هم ګروهه نه درلوده. له ویناوو یې ښکاري چې د مذهب د یوشانتوالي اړخ له مذهبه بېزار کړی و .

“نهرو” د عمر په وروستیو کې پخپل وجود او نړۍ کې تشوالی احساسوي او ګروهمنېږي،چې دا تشوالی یې بې له مانیز- معنويځواکه بل څه نشي ډکولای . په عین حال کې د مذهب له همدې جمودي او یوشانتوالي حالته یې وحشت درلود،چې فکر یې کاوه په هر مذهب کې شته دی .

هندي ژورنالیست “کارانجیا” له “نهرو” سره د عمر په وروستیو کې مرکه کړې او ښايي دا یې د نړۍ د مسایلو په اړه وروستى نظر وي .

“کارانجیا” په هغه ځای کې،چې د “ګاندي” په اړه ورسره مرکه کوي،وايي: ځینې پرمختللي روڼ اندي ګروهمن دي،چې “ګاندي” په احساساتي،مانیزو- معنوي، او روحاني ګروهو،د علمي سوسیالیسم په اړه ستاسې لومړنۍ ګروهې کمزورې او رپېدونکې کړی .

“نهرو” وايي: د مانیزو او روحاني لارو ګټنه هم لازمه او هم ښه ده او زه تل په دې اړه له “ګاندي” سره هم ګروهه وم او نن له دې وسایلو ګټنه نوره هم اړینه ګڼم؛ځکه نننی تمدن، چې له مانیزې تشوالي سره مخ دی، باید له پرونه لا زیات ورته مانیز او روحاني ځوابونه ولټوو.

“کارانجیا” يې د مارکسیسم په اړه پوښتي او “نهرو” د مارکسیسم ځینې کمزورتیاوې په ګوته کوي او د هماغه روحي لارو چارو په اړه خبرې کوي .بيا “کارانجیا” وايي: نهرو صېب! دا چې تاسې اوس د اخلاقي او روحي لارو چارو په هکله وینا کوﺉ؛نو دا ستاسې او د پروني جواهر لعل نهرو(د ځوانۍ وخت د نهرو) ترمنځ توپېر نه رامنځ ته کوي؟څه چې ویاست دا انګېرنه رامنځ ته کوي،چې نهرو صېب د عمر په وروستي ماښام کې د خدای په لټې پسې راوتلی دی .

نهرو: هو! زه بدل شوی یم،په اخلاقي او روحي لارو چارو مې ټینګار بې پاملرنې او د ناپوهۍ له مخې نه دی……… بیا وايي: اوس دا مسئله رامنځ ته کېږي،چې اخلاق او روحیات به څرنګه لوړې کچې ته رسوو؟ په ځواب کې وايي : څرګنده ده،چې دې موخې ته مذهب شته؛خو په خواشینۍ مذهب د لنډ فکرۍ په بڼه او له یو لړ وچو او قالبي حکمونو د لاروۍ او د ځینو ټاکلو تشریفاتو د ترسره کونې تر بریده راټیټ شوی دی. یوازې ظاهري بڼه او بهرنى پوښ یې پاتې دی،حال دا چې رښتینې مفهوم او روح یې له منځه تللی دی.

 

اسلام او د وخت غوښتنې

په ادیانو او مذاهبو کې د اسلام په څېر یو دین هم د خلکو د ژوند په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې . اسلام پخپلو قوانينو کې یوازې په یو لړ عبادتونو،ذکرنو او اخلاقي نصیحتو بسیا نه ده کړې او؛ لکه څرنګه چې له خدای سره یې د بندګانو اړیکې بیان کړي،همدا شان یې په بېلا بېلو بڼو د انسانانو ترمنځ د اړیکو اصلي لیکې او د یو بل پر وړاندې یې د وګړیو دندې او حقوق هم بیان کړي دي . اسلام چې دا شان دین دی؛نو له وخت سره یې د انطباق پوښتنه تر نورو ډېره رامنځ ته کېږي .

 

د بهرنیانوپه اند؛له وخت سره د اسلام د اړخ لګونې ځانګړنه

ډېرو بهرنیو لیکوالونو او پوهانو د ټولنیز او مدني قوانینیو له اړخه اسلام تر څېړنې لاندې نیولی او اسلامي قوانین یې د یو لړ مترقي قوانینو په بڼه ستایلي او د دې دین د ژوندیتوب،تلپاتېتوب او د وخت له پرمختګو سره د قوانینو د انطباق د وړتیا ځانګړنه یې ستایلی ده.

ازاد اندی او نامتو انګلیسي لیکوال “برنارد شاو” وايي :

“تل مې د عجیبه ژوندیتوب له امله د “محمد” د دین خورا درناوی کاوه. زما په اند اسلام يوازېنى دین دی،چې د ژوند پر بدلېدونکيو او بېلابېلو حالاتو د کابو کېدو او توافق او له بېلابېلو پېړیو سره د مخامخېدو وړتیا لري . داسې وړاندوینه کوم : له هم دا اوسه یې نښې راپیدا شوي،چې د “محمد” ایمان به سبانۍ اروپا ته د منلو وړ وي . د منځنۍ پېړیو ملایانو د تعصب او ناپوهۍ له مخې د “محمد” دین تک تور انځوراوه او هغه یې د کینې او عصبیت له مخې د مسیح ضد انځور کړی و . ما د دې فوق العاده سړي په هکله څېړنې کړي او دې پایلې ته رسېدلی یم،چې نه یوازې د مسیح ضد نه دی؛بلکې باید د بشریت ژغورونکی ورته وویل شي . زما په ګروهه : که د هغه په څېر کس د نوی نړۍ واکوال شي؛نو د نړۍ د ستونزو په هوارۍ کې به داسې توفیق تر لاسه کړي،چې د بشر د هیلې سوله او نېکمرغي به رامنځ ته شي .”

ډاکتر “شبلی شمیل”، توکیز پاله ‏عربي لبنانی دی .هغه په لومړي ځل د “ډاروین” “بنیاد انواع” د الماني له “شرح بوخنر” سره یوځای د مذهبي عقایدو پر ضد د وسیلې په توګه عربۍ ته وژباړه .

دا چې هغه ماتریالیست دی،د اسلام له اعجابو او ستاېنې ډډه نه کوي او له وخت سره د اسلام د انطباق او د ژوندي دین په توګه یې ستايي .

نوموړي د “فلسفه النشوء و الارتقاء” کتاب په دویم ټوک کې د “القران اوالعمران” په نامه یو مقاله راوړې،چې دا مقاله یې د هغه خارجي په رد کې کښلې،چې اسلامي هېوادو ته یې سفر کړی و او اسلام یې د مسلمانانو د ړنګېدنې- انحطاط لامل ګڼلی و.

“شبلي شمیل” هڅه کوي،چې په دې مقاله کې ووایي : د مسلمانانو د کوږوالي لامل خپله اسلام نه؛بلکې د اسلام له ټولنیزو ښوونو د مسلمانانو کوږوالی دی او هغه شمېر لویديځوال،چې په اسلام بریدونه کوي یا خو اسلام نه پېژني او یا یې ورته نیت خړ دی او غواړي، د ختیځ والو د بدبینولو له لارې هغه قوانین،چې پخپل لاس یې جوړ کړي، دوی ته د بندګۍ جغ ورترغاړې کړي .

زموږ په پېر کې دې پوښتنې عمومیت موندلی،چې ایا اسلام د وخت له غوښتنو سره همغږی دی که نه . ما،چې له بېلابېلو پوړو او په تېره بیا د لوړو زده کړو او نړۍ ليدلو سره ناسته پاسته درلوده،دا ‏‏تر هر مطلب ډېر پوښتل کېږي .

 

نېوکې

کله هم خپلې پوښتنې ته فلسفي رنګ ورکوي،وايي: په دې نړۍ کې هر څه د بدلون په حال کې دي،څه هم یو شان او ثابت نه پاتې کېږي،بشري ټولنې هم له دې قاعدې مستثنی نه دي او دا څرنګه شونې ده،چې یو لړ ټولنیز قوانین د تل لپاره ثابت او باقي پاتې شي؟

که دا مسئاله یوازې له فلسفي اړخه وڅېړو،ځواب یې روښانه دی .

څه چې تل د بدلون په حال کې وي،نوي او زړېږي،رسېدنه – رشد او راټیټېدنه – انحطاط لري،ترقي او تکامل لري او دا ټول د همدې نړۍ مادي ترکیبات او مواد دي؛خو د جهان قوانین ثابت دي . د ساري په ډول : ژونديو ژويو د ځانګړي قوانینو له مخې تکامل کړی او کوی یې او پوهانو د تکامل قوانین بیان کړي دي . په خپله ژوندي ژوي،تل په تغییر او تکامل کې دي؛خو د تغییر او تکامل قوانین څرنګه؟که څه هم د تغییر او تکامل قوانین،متغییر او متکامل نه دي او زموږ خبره د قوانینو په هکله ده. په دې اړه توپیر نه کوي،چې نوموړی قانون،طبیعي قانون وي یا هم وضعي او قراردادي قانون؛ځکه ممکن یو وضعي او قراردادي قانون له طبیعت او فطرته سرچینه اخستې وي او د وګړیو او بشري ټولنو د تکاملي لارې ټاکوونکی وي .

خو هغه پوښتنې چې وايي،اسلام د زمانې له غوښتو سره اړخ لګوي که نه؛نو دا یوازې ټولیز او فلسفي اړخ نه لري . تر ټولو زیاته پوښتنه چې بیا بیا تکراریږي دا ده،چې قوانین د اړتیاوو په برخه کې وضع کېږي او د بشر ټولنیزې اړتیاوې ثابتې او یکنواختې نه دي؛نو ټولنیز قوانین هم نشي کړای ثابت او یو شانته اوسي .

دا څومره ښه پوښتنه ده او د اسلام د سپېڅلي دین له اعجازه یوه ډکه برخه دا هم ده،چې هر پوه مسلمان او پوهان پرې ویاړي او هغه دا چې اسلام ،ثابتو وګړیزو او ټولنیزو اړتیاوو ته ثابت قوانین او لنډمهالو او متغییرو اړتیاوو ته یې متغییره وضع په پام کې نېولې او تر کومه برېده،چې په دې مقالې پورې اړه ولري،د خدای په مرسته ‏به یې وڅېړو.

 

خپله وخت له څه سره منطبق شي؟

تر دې مخکې،چې مطلب ته ورننوځو،دوه ټکیو ته اشاره لازمه ګڼم :

هغوی چې د وخت د پرمختګ،تکامل او د وضع د بدلون خبره کوي،انګېري که په ټولنیزه اوضاع کې هر بدلون راشي،په تېره بیا که له لویدیځه یې سر چینه اخستې وي؛نو تکامل او پرمختګ یې باید وګڼو او دا تر ټولو لار ورک اند دی،چې ننني خلک پرې اخته دي.

دا خلک انګېري،دا چې د ژوند اوزار او وسایل ورځ پر ورځ بدلېږي او مکمل د نیمګړي ځای نیسي او دا چې علم و صنعت د پرمختګ په حال کې دی؛نو ټول بدلونونه،چې د انسان په ژوند کې رامنځ ته کېږي؛ یو ډول پرمختګ دی او هر کلي یې باید وشي،د وخت جبر دی او که وغواړو که نه خپل ځای پرانېزي،حال دا چې ټول بدلونونه،نه نېغه په نېغه د علم و صنعت پایله ده او نه هم ضرورت او جبر شته .

په هماغه کچه،چې علم د پرمختګ په حال کې دی،د بشر داړن او هوسي طبیعت هم بیکاره نه دی ناست .علم او عقل،بشر د نېکمرغۍ پر لوري پر مخ بیايي او د بشر داړن او هوسي طبیعت په دې هڅه کې دی،چې بشر،فساد او کوږوالي ته راکاږي او له علمه ځان ته اوزار جوړ کړي او خپل شهواني او حیواني هوسونو ته یې وګوماري .

وخت په هماغه کچه،چې پرمختګ او تکامل مومي،فساد او کوږوالی هم لري . د وخت له پرمختګ سره باید پرمختګ او فساد او له کوږوالي سره یې باید مبارزه وکړو.مصلح- سمونپال او مرتجع – اوړندوکی دواړه د وخت پر خلاف پاڅون کوي،په دې توپیر، چې مصلح – سمونپال د وخت د کوږوالي او مرتجع-اوړندوکی یې د پرمختګ پر ضد پاڅون کوي . که وخت او بدلونونه یې د ښو او بدو ټولیز مقیاس وګڼو؛نو خپله وخت او بدلونونه یې په کوم مقیاس وتلو؟ که هر څه له وخت سره تطبیق کړو؛نو خپله وخت له څه سره تطبیق کړو؟که بشر په هر څه کې لاس تړلی د وخت او بدلونو تابع وي؛نو د بشر د ارادې فعاله ،خلاقه او جوړونکی ونډه چېرته ولاړه؟

انسان،چې د وخت پر سپرلۍ ‏سپور او د حرکت په حال کې دی،ان یوه شېبه دې هم ددې سپرلۍ له لارښوونې او مشرۍ څخه نه بې پروا کېږي . هغوی چې تل د وخت د بدلون خبرې کوي او د وخت له لارښوونې او مشرۍ غافل دي،د انسان ګړندۍ ونډه یې هېره کړې او د هغه اس سپاره په څېر دی،چې ځان یې اس ته سپارلی وي .

انطباق که نسخ؟

دویم مطلب،چې یادونه یې دلته اړینه ګڼم دا دی،چې ځینو د “اسلام او د وخت غوښتنې”ستونزه په ډېر ساده او اسان فرمول هواره کړې ده. وايي د اسلام دین،تلپاتې دین دی او له عصر او وخت سره د انطباق وړ دی . همدا،چې وپښتو ددې انطباق کیفیت- څرنګوالى څرنګه دی او فرمول یې څه دی؟ وايي : ګورو که د وخت اوضاع بدله شوه،سملا سي هغه قوانین نسخ کوو او پر ځای یې بل قانون وضع کوو او وايي : “ د ادیانو دنیوي قوانین باید نرموالی ولري او د علم له پرمختګ او د تمدن له پراختیا سره همغږی وي او له وخت سره دا شان نرموالی نه یوازې د اسلام له ښوونې پر خلاف نه دي؛بلکې له روح سره یې اړخ لګوي .”

نوموړی لیکوال بیا لیکي : “ دا چې د وخت غوښتنې د بدلون په حال کې دي او هر وخت نوي قانون ته اړتیا لري او د اسلام مدني او ټولنیز قوانین د عربي جاهلیت له ساده ژوند،عنعنو او عادتو سره برابر دي او له اوسني وخت سره اړخ نه لګوي؛نو پر ځای یې نن باید نوي قوانین وضع شي .”

داسې کسان دې وپوښتل شي :که له وخت سره د انطباق د وړتیا مانا،د منسوخېدو وړتیا یې وي؛نو کوم قانون دی،چې ددې مانا له مخې له وخت سره د انطباق وړ نه دی؟!

له وخت سره د اسلام د انطباق د نرموالي د وړتیا دا مخونه داسې ده؛ لکه،چې څوک ووايي :کتاب او کتابتون له عمره د خوند اخستنې تر ټولو ښه وسیله ده؛خو دا چې توضیح ترې وغواړې،وایي : دا ځکه انسان چې د خوند هوس وکړي،سملاسي کتابتون پلوري او په پیسو یې د مزو چړچو ټغرغوړوي . نوموړی لیکوال وايي : “ د اسلام ښوونې درې ډوله دي : لومړی ډول یې د عقایدو اصول دي؛لکه “توحید”،”نبوت” او “معاد” او…‏ . دویم ډول یې د لمانځه، روژې، اوداسه، طهارت او حج سريزې دي او درېم ډول یې هغه قوانین دي،چې د خلکو په ژوند پورې تړاو لري . لومړی او دویم ډول یې د دین له برخې دي او خلک تل باید ورته پاملرنه وکړي؛خو درېم ډول یې د د ین برخه نه ده؛ځکه دین د خلکو له ژوند سره سروکار نه لري او پېغمبر هم دا قوانین،چې د دین برخه وي او د رسالت دنده یې وي،له ځانه نه دي راوړي؛ځکه یې دې مسایلو ته هم لاس وراوږد کړ،چې واکمن و؛ که نه د دین شان یوازې په دې کې دی،چې خلک لمونځ،روژې او عبادت ته راوهڅوي، د خلکو له دنیوي ژوند سره د دین څه کار؟”

زه یې باور نشم کړای ! یو کس،چې په اسلامي هېواد کې اوسېږي، د اسلام له منطقه به دومره بې خبره وي .

خو آيا قرآن د انبیاوو او مرسلینو موخه نه ده بیان کړې؟ قرآن په ډاګه وايي :

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ(حدید/۲۵)‏ “په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي .”

قرآن ټولو انبیاوو ته ټولنیزعدالت د اصلي موخې په توګه بیانوي .

که په قرآن عمل کول نه غواړﺉ،ولې ستره ګناه کوﺉ او پر اسلام او قرآن تور تړﺉ؟ زیاتره بدمرغۍ،چې نن بشر ورسره لاس و ګرېوان دی دا دي‏،چې خپل يوازېنى ملاتړی قانون او اخلاق؛یعنې دین یې له لاسه ورکړی . نیمه پېړۍ کېږي،چې موږ له دې خبرو سره اشنا یو او هغه دا چې اسلام ښه دی؛خو په دې شرط،چې په جوماتو او معابدو پورې محدود وي او له ټولنې سره کار ونه لري . دا خبره د اسلامي هېوادو له پولو هاخوا راپورته شوې او په ټولو اسلامي هېوادو کې تبیلغ شوې . ددې خبرو د ویوونکیو اصلي موخه دا ده :

“ اسلام ترهغې چې د کمونېزم پر وړاندې ولاړ وي او مخه یې ونیسي،باید پاتې شي؛خو په کومو ځایو کې،چې د لویدیځ له ګټو سره ټکر لري؛ باید له منځه ولاړ شي.”

د لویدځوالو له نظره د اسلام عبادي مقررات باید پرځای وي؛څو په مناسب وخت کې وکړای شو خلک د کمونېزم پر وړاندې په دې پلمه راوپارو،چې یو الحادي او د خدای ضد سیستم دی؛خو د اسلام ټولنیز مقررات،چې د مسلمانانو د ژوند فلسفه ده او مسلمانان یې په درلودو د لویدځوالو پر وړاندې شخصیت او خپلواکي احساسوي او د لویدیځوالو د حریصې هاضمې پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي؛نو باید له منځه ولاړ شي .په خواشینۍ سره ددې تز منځ ته راوړوونکي ‏د فیل په غوږ کې ویده دي .

لومړی دا چې څوارلس پېړۍ کېږي،چې قرآن “ نومن ببعض و نکفرُ ببعض” له اعتباره غورځولی او اعلان کړی یې ده،چې د اسلام مقررات یو له بله نه بلېدونکي دي.

دویم : ګومان کوم،وخت یې رارسېدلی،چې مسلمانان نور په دې ټګیو برګیو ونه غولېږي . د خلکو د نيوکې ځواک راویښ شوی او په ورو ورو د پرمختګ او ترقۍ(،چې د بشر د علمي او فکري ځواک د راغوړېدنې زېږنده ده) او فساد او کوږوالی توپیرولای شي؛که څه هم له لویدیځه یې سرچینه اخستې وي .

د اسلامي هېوادو خلکو تر پخوا لا زیات د اسلامي ښوونو په ارزښتو پوه شوي او دې ته رسېدلي،چې د ژوند يوازېنۍ خپلواکه فلسفه یې اسلام او اسلامي مقررات دي او په هیڅ قیمت به یې له لاسه ورنه کړي. مسلمان اولس پوه شوی،چې د اسلامي قوانینو پر ضد ډنډورې استکباري ټګي برګي ده .

درېم : ددې تز نوچاري- ابداع باید پوه شي،اسلام هله وسمن دی،چې د الحادي او غیر الحادي سیستم پر ضد ټینګ ودرېږي،چې د ژوند د فلسفې په بڼه پر ټولنې حکومت وکړي او یوازې په جوماتو او معابدو پورې ایسار نه وي .کوم اسلام یې،چې په جومات پورې ایسار کړی وي؛لکه څرنګه چې دا کار لویدیځو افکارو ته ډګر خالي کوي؛نو همدا شان د لویدیځ ضد افکارو ته به یې هم خالي کړي . کوم تاوان،چې نن لویدیځ په ځینو اسلامي هېوادو کې ورکوي، د همدې تېروتنې پایله ده.

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!