تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نبوي سیرت لنډه څېړنه   د پېغمبر اکرم (ص) د سيرت د لنډې څېړنې ته دوه مهمې مسالې څېړو: ۱- انساني غريزې او دين ته د بشر د اړتيا جرړې. ۲- د بعثت پر عصر او د اسلام له را ښکاره کېدو مخکې عربي نړۍ. انساني ځواکونه او غريزې يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نبوي سیرت لنډه څېړنه  

د پېغمبر اکرم (ص) د سيرت د لنډې څېړنې ته دوه مهمې مسالې څېړو:

۱- انساني غريزې او دين ته د بشر د اړتيا جرړې.

۲- د بعثت پر عصر او د اسلام له را ښکاره کېدو مخکې عربي نړۍ.

انساني ځواکونه او غريزې يې

 انسان د بدني، مادي نفساني او معنوي ځواکونو ټولګه ده. انسان حیواني، انساني او تر حيواني غرايزو ورهخوا غرېزې لري. د دې ځواکونو هره ډله د خپلو حالاتو په تړاو اړتيا لري، او دا غريزې هم د همدې غرايزو په تړاو غوښتنې دي او پالونکي د ځمکې پر مخ د انسان ټولې اړتياوې پيدا کړي.

وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا…. (جاثیه/۱۳) = او الله له خپل لوري د اسمانونو او ځمكې د ټولو څيزونو(ګټې) درته اېل كړي.

د پورته وينا په پامنيوي، څرګنديږي چې انسان، لارښوونو ته اړين دی چې څنګه له هغو څيزونو، چې ورته پنځول شوي سم برخمن شي، لکه چې وروښوول شي.

څنګه د خپلې خېټې اړتياوې له روغ او ګټور خوراک څښاک پوره کړي، نه له زيانمنو، څنګه جنسي غريزه د پاکلمنۍ له لارې مړه کړي، نه د زنا او مهلکې یا هلاکوونکې هم جنس بازۍ له لارې او څنګه د ځانمنی له غريزې سمه ګټنه وکړي، چې نورو ته يې زيان ور ونه رسي.

انسان ته بايد په دې ګردو چارو کې وروښوول شي، چې څنګه اعتدال او منځلاري خپله کړي له افراط او تفريطه ډډه وکړي، چې د وجودي ودې بهير يې د انساني کمال تر بريده ورسي. له همدې لامله د انسان پالونکي، انسان ته د پېغمبرانو له لارې د «اسلام» دين وروښود او اسلام يې د خاتم الانبياء(ص) په لېږلو انسان ته ورپوره کړ او ويې ويل:

….. الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ….. (مایده/۳) = نن مې ستاسې دين در پوره کړ.

په راتلونکيو ويينو کې څېړو، چې خدای تعالی خپل استازي ته کومې وزلې ورچمتو کړې وې، چې اسلام خلکو ته ورتبليغ کړای شي او هم اسلام د نړۍ تر وروستۍ ورځې په خلکو کې پاتې شي، همداراز څېړو چې پېغمبراکرم(ص) د خدای په حکم په دې لار کې څه هڅې کړې دي.

د دې څېړنو زمينې چمتو کېدنې ته، له اسلام مخکې د عربي ټولنې د حالاتو څېړنه اړينه ده.

 له اسلام وړاندې د عربي ټولنې وضع

له اسلام وړاندې د عربي ټولنې د حالت څېړنې ته د درېيو چارو څېړنه لازمه ده.

۱- د عربو اصل او نژاد (آر او خېل)

۲- له اسلام وړاندې د عربو ديني، فرهنګي او ټولنوټیزه (اقتصادي او اجتماعي) وضع.

۳- د نبي اکرم (ص) تر بعثت او هجرت مخکې د مکې او مدينې وضع.

د عربو اصل او نژاد (آر او خېل)

وايي اعراب، د نوح عليه السلام د زوی، سام له خېله دي. ټول عربان په آر (اصل) کې د عدنان او قحطان په دوو ځوځاتونو ويشل کيږي، چې شرح يې دا ده:

۱- د عدنان ځوځات: دوی د ابراهيم عليه السلام د زوی اسماعيل عليه السلام ځوځات دی، دوی په آر کې په مکه او بيا د نجد په سیمو او چې تر بعثت وړاندې په مکه کې ول، د قريشو ټبر نه و.

۲- د قحطان ځوځات: دوی د يعرب بن قحطان لړۍ ده په آر کې ميشت ځي يې د يمن سيمې وې وروسته يې لس ټبرونه شام، عراق او مدينې ته ولېږدېدل، هغوی چې مدينې ته ورغلل، د اوس او خزاج دوه ټبرونه وو[1].

 له اسلام مخکې د عربو ديني، فرهنګي، ټولنوټیزه (اجتماعي اقتصادي) وضع

په جزيرة العرب کې ديني وضع:

په عربي ټاپووزمي او چاپېريال کې يې د پالونکي له لوري د خلکو هدایت ته درې شريعته راغلي وو، چې د خاتم الانبياء(ص) تر بعثت وړاندې يې لارويانو درې واڼه اړولي ول.

 (۱) د ابراهيم، خليل الرحمن (ع) شريعت

په قرآن او نبوي حديث کې د دې شريعت د لارويانو نامې «حنيف»  او جمع يې «احناف» او «حنفاء» دي، «حَنَفَ» په عربي ژبه کې حق ته له باطلو ځنې د مخ اړونې پر مانا ده[2] – او «حنيف» يعنې حق ته له باطلو ځنې مخ اړوونکی. په قرآن کې دا نامه له «مسلم» لفظ سره يو ځای راغلې ده.

مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِنْ كَانَ حَنِيفًا مُسْلِمًا (آل عمران/۶۷) = ابراهيم يهودي او مسيحي نه و؛ بلکې حقپال مسلمان و.

تر ابراهيم وروسته، زوی يې اسماعيل (ع) او ورپسې يې اولاده د ابراهيم پر شريعت وو او په «حنفاء» و کې شمېرېدل. لومړي تن چې د حضرت ابراهيم شريعت یې واړو، د اسماعيل له ځوځاته «عمر و بن لمحي» و. نوموړی شام ته په يوه سفر کې د «بلقاء[3]» سيمې يو ښار «قاب» ته ورسېد، دلته د عمالقه قوم بوتپالی و، عمرو ترې وپوښتل: دا څه لمانځۍ؟ ويې ويل دا بوتان دي اورښت ترې غواړو، راوروي يې، پر غليم برلاسي غواړو، لاسنيوی مو کوي!  عمر وويل: يو يې راکړئ، د «هبل» بوت يې ورکړ او مکې ته يې راووړ او ويې دراوه، او خلک يې د هبل لمانځنې او درناوي ته اړ کړل او په ابراهيم دين کې يې نور نوښتونه هم راوړل[4].

تر دې وروسته په قريشو او د اسماعيل د ځوځات په ټبرونو کې بوتپالي خپره شوه؛ خو په داسې حال کې چې دوی د تاريخ د خورا ستر بوتماتي ابراهيم اولاده وه.

په دې توګه د ابراهيم لارويانو اخر- چې د زوی يې اسماعيل له اولادې ځنې وه او مکه ميشتي ول- د هغې کعبې ګرد چاپېره – چې د بشري تاريخ ستر بوتماتي، دا يکي يو الله لمانځنې ته جوړه کړې وه- د عربو مشهور ترين بوتان ودرول، ترې راچورېدل او اړتياوې يې ترې غوښتې.

له دې حالاتو سره، قريشو ځانونه د ابراهيم شريعت وارثین ( پاتوړي)، د کعبې کونجي والا او د بيت الله د حاجيانو مېلمه پالي ګڼل او له همدې لامله يې ځانون د آدم د ځوځات غوره وګړي بلل.

د عربانو نور ټبرونه هم بوتپالي وو، خو ډېرو لږو يې د يهودو او نصاراوو دين ته ورمخه کړې وه او دې ټولو (بوتپالو) د بيت الله حج کاوه؛ خو د حج مراسم يې هم، څه چې ابراهيم خليل الله راوړي وو، اړولي وه.

دوی څلور مياشتې، حرامې ګڼلې او جګړې يې پکې نه کولې چې دا وې: «ذی قعده»، «ذی حجه»، «محرم» چې په دوی کې حج ته ورتلل او راستنېدل او په «رجب» مياشت کې عمرې ته ورتلل.

په دې څلورو مياشتو کې د عربي ټاپو وزمې خلک په امن کې اوسېدل او که چا پکې د خپل پلار قاتل هم ليده، څه غبرګون يې نه ورښووه. په دې موده کې يې له سوداګرۍ هم ګټنه کوله او په خپلو بازارونو کې يې پېر پلور کاوه.

د قريشو او نورو بوتپالوعربانو دې ته هيڅ پام نه و، چې د ابراهيم حنيف شريعت اړول شوی تر دې چې څلورو لاندې وګړيو يې، د بوتپالنې په يوه موسم کې دې تحريف او اړونې ته ورپام شو:

تر بعثت وړاندې څلور تنه حکيمان: ورقه بن نوفل، عبيد الله بن جحش، عثمان بن حویرث او زيد بن عمرو بن نفيل، يو بل ته یې وويل: قوم مو بېلارې شوی او زموږ د پلرونو، ابراهيم پر دين نه دي، دا ډبرې څه دي چې ترې چورلي او اړتيا ترې غواړي، سره له دې چې دوی سترګور او اورېدونکي نه دي؟! راځئ په ښارونو کې د ابراهيم حنيف د دين په لټه کې شو.

په پايله کې له دوی ځنې ورقه او عثمان، مسيحيت ته ورمخه کړه، عبيدالله اسلام راووړ، بيا مرتد او مسيحي شو، او زيد بن عمرو بن نفيل بوتپالي او د قريشو نوښتونه (بدعتونه) پرېښوول او په کعبې کې يې قريشو ته په لوړ غږ وويل: تاسې د ابراهيم پر دين نه ياست[5].

د دې څلور تنو کار، قريشو ته يو سپيناوی او يوه روښانګري وه او د خاتم الانبياء(ص) بعثت ته د دوی د ذهن چمتو کول وو.

 (۲) د حضرت موسی بن عمران (ع) شريعت

د موسی بن عمران شريعت که څه په پيل کې په سينا غره کې پرې ورنازل شو؛ خو مخاطب قوم يې (بني اسرائيل) بيت المقدس ته د مسافرت پر حال وو، قبله او ديني مرکز يې په شام کې بيت المقدس و.

د يهودو قوم، بني اسرائيل، چې د دې شريعت وارثین (پاتوړي) وه، له نورو امتونو سره له جګړو  وروسته، د پېغمبر اکرم(ص)  تر بعثت وړاندې ډېر لږ يې په يمن کې ورکنومي اوسېدل او نور ډېر لږ يې د شام په ځينو ښارونو کې ميشت وو او ډېر يې په مدينه او چاپېريال کې د خيبر، وادي القری او تيما ( شام ته نژدې) په سيمو کې اوسېدل.

لکه څنګه چې د ابراهيم(ع) شريعت اړول شوی و، د موسی(ع) شريعت او اسماني کتاب؛ تورات يې هم اړولی شوی و. پردې سربېره همدا اړول شوی تورات هم د يهودو له ولسونو سره نه و؛ بلکې د هارون(ع) له ځوځاته له ديني مشرانو سره يې څه ليکنې وې او په دې توګه يې د دې ليکنې يوه برخه هم پټوله، دوی ډېر د موسی شريعت په ځينو شعارونو پابند وو؛ لکه د بيت المقدس قبله توب، د شنبې ورځې رخصتي او د هارون اولادې روحانيت. د دې دينې مشرانو په شتو ليکنو کې هغه خبرونه او زيري روغ جوړ او بې لاسوهنو پاتې و، چې پکې د بني اسرائيلو پېغمبرانو د خاتم الانبياء(ص) د بعثت په باب کړي وو او د پېغمبر(ص) ځانګړنې يې هم په ګوته کړې وې؛ ځکه دې خبرونو او زېريو يې – د پېغمبر(ص) تر بعثت وړاندې- د دوی له ورځنیو مصالحو او ګټو سره څه ټکر او تضاد نه درلود، نو ځکه مدينه ميشتي يهودي عالمانو، د خاتم پېغمبر(ص) د بعثت او په مدينه کې يې د اوسېدو په باب ډېرې خبرې اترې کولې او دا يې اوسيانو او خزرجيانو ته د عالمانه وړاندوينو په توګه ويل.

 (۳) د عيسی بن مريم(ع) شريعت

عيسی بن  مريم تر موسی(ع) وروسته په بيت المقدس کې مبعوث شوی و او خپله له بني اسرائيلو ځنې و. اسمان ته تر عروج او ورختلو وروسته يې شريعت د نورو دواړو شرايعو په څېر سخت واوړېد، تر دې چې لارويان يې په درې ګونو خدايانو: پلار زوی (عيسی) او روح القدس ګروهن (معتقد) شول، د شنبې رخصتي يې پر يکشنبې واړوله… په دې توګه له مسيحيته هم بې له څو شعارونو لکه قبله او د صليب درلودل، چې ګروهن وو، مسيح يې پرې سولۍ کړی، څه نه و پاتې.

خو له دې سره سره هغه زېری چې تر حضرت مسيح مخکې پېغمبرانو او خپله حضرت مسیح د خاتم پېغمبر(ص) په باب کړي وه، په دې پار چې د دوی له ورځنيو مصالحو او ګټو سره په ټکر کې نه و؛ نو د نصاراوو په ديني کتابونو او له عالمانو سره بې له اړونې پاتې و او په هر ځای کې د نصاراوو عالمانو د خاتم پېغمبر(ص) د راتلو وړاندوينه کوله.

د جزيرة العرب مسيحيان، په شام کې اوسېدل او يوازې ډېر لږ يې په يمن اوعراق کې ميشت وو. د دوی د شيخانو (راهبانو) څو يې د شام او مکې پر لار پراته وو، چې کله ناکله يې له سوداګريزو کاروانونو سره تماس نيوه او د خاتم پېغمبر(ص) د بعثت خبرې يې کولې.

 د درې ګونو اديانو د لارويانو خپلمنځي چلن

يهودو او نصاراوو يو له بل سره پخوانۍ کينه او دښمني درلوده، قرآن يې خبرې را اخلي:

وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ ….. (بقره/۱۱۳) = او يهوديانو وويل : ((مسيحيان پر حق نه دي)) او (همداراز) مسيحيانو وويل : ((يهوديان پر حق نه دي)) حال دا دواړه ډلې اسماني كتاب لولي.

بوتپالو هم ځانونه پر حق ګڼل او هم يې کتابيان، خو د يهودو يې ډېر درناوی کاوه او دوی يې ړومبي کتابيان ګڼل.

[1] وګورۍ: ابن کلبي، مختصر جمهرة انسان العرب+ ابن حزم، انساب، د عربانو د اوسېدنې د ځایونو پر پوهېدو لپاره وګورئ: عمر رضا کحاله، قبايل العرب

[2] په عربي ژبه کې «حنف» د «جنف» پر وړاندې دی، چې مانا يې له حق څخه د باطل خوا ته مخ وراړول دي، وګورئ: مفردات الفاظ القرآن

[3] بلقاء، د شام او  (مدينې ته نژدې) د وادي القری ترمنځ يوه سيمه وه، وګورئ: په معجم البلدان کې د «بلقاء» او «ماب» شرح.

[4] وګورئ: ابن هشام، السيرة النبويه: ۱ټ، ۸۱- ۸۲ مخونه، د عمرو بن لحي او عبادة الاصنام قيصه.

 [5]  ابن هشام، السيرة النبويه: ۱ټ، ۲۴۲- ۲۴۷ مخونو کې د زيد د حالاتو شرح په تفصيل کې راغلې ده

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!