تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ام الكتاب يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ (رعد/۳۹) = الله چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده . دا آيت يو ټوليز او عمومي قانون څرګندوي، چې په اسلامي رواياتو كې […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ام الكتاب

يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ (رعد/۳۹) = الله چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده .

دا آيت يو ټوليز او عمومي قانون څرګندوي، چې په اسلامي رواياتو كې هم اشاره ورته شوې، دا چې د نړۍ د موجوداتو او بېلابېلو پېښو پلي كېدل دوه پړاوونه لري:

 يو، پرېكنده پړاو دى، چې بيخي بدلون پكې راتلاى نشي او په دې آيت كې پر ((ام الكتاب)) تعبير شوى دى؛ بل مشروط او ناپرېكنده پړاو دى، چې بدلون پكې راتلاى شي او دې ته د ((محو او اثبات)) پړاو وايي.

كله دې دواړو ته ((لوح محفوظ)) او د ((محو او اثبات لوح)) هم وايي. ته وا له دوى په يوه كې، چې څه پكې كښل شوي، بيخي پكې ونجون- ادلون بدلون نه راځي؛ خو شونې ده، چې په بل لوح كې يو څيز وكښل شي او بيا لرې او محو شي او پر ځاى بل څه وليكل شي.

 حقيقت دادى، چې كله يوه پېښه له وزلو او نيمګړو علتونو سره يې په پام كې نيسو؛ لكه زهر په پام كې نيسو، چې انسان وژني، وايو چې څوك يې وخوري مري؛ له دې ناخبره، چې دا زهر يو ((زهر ضد)) هم لري، كه پر وخت يې وخوري اغېز يې له منځه وړي او خنثى كوي. دلته دا پېښه؛ يعنې د زهر خوړو له لامله مرګ، پرېكنده اړخ نلري او ځاى يې د ((محو او اثبات لوح)) دى، چې نورو پېښو ته په پامنيوي، ادلون بدلون پكې راتلاى شي.

 خو كه داسې پېښه په پام كې ونيسو، چې ټول علتونه او شرايط يې پوره او خنډونه يې له منځه تللي وي؛ نو دا يوه پرېكنده پېښه ده او ځاى يې په ((لوح محفوظ)) او ((ام الكتاب)) كې دى. په دې څرګندنه، په دې اړه ډېرى پوښتنې ځوابېږي.

 د قرآن په ځينو آيتونو او همداراز په رواياتو كې لولو، چې پلانی كار د پلاني اغېز او پايلې لاملېږي؛ خو كله دغسې يوه پايله نه وينو؛ ځكه د هغې پايلې پلي كېدل، شرايط يا خنډونه درلودل، چې د شرط د نشتوالي له لامله يا د خنډ د شتون له لامله عملي نشوه.

همدغسې د لوح محفوظ ، لوح محو و اثبات د پېغمبرانو او امامانو د علم په برخو كې، چې ډېر روايات راغلي، د مخكې توضيح په پامنيوي سره پوره څرګندېږي. د بېلګې په توګه له اميرالمؤمنين علي (ک) روايت شوى، چې پېغمبر اكرم (ص) يې ددې آيت په اړه وپوښت. پېغمبر اکرم (ص) وويل:

 (( زه ددې آيت په تفسير ستا او تر ځان روسته امت سترګې روښانوم؛ په سمه توګه له اړمنو سره مرسته، له مورو پلار سره ښه كول او د هر ښه چار كول، بدمرغي پر نېكمرغۍ اړوي، عمر اوږدوي او د خطرونو مخه نيسي))

 له دې حديثه پوهېږو، چې نېكمرغي او بدمرغي يو حتمى چار نه دى. ان كه څوك د خورا بدمرغو انسانانو په ليكه كې وي، د خپل چلن په اړولو، خير ښېګڼو ته پر مخ كولو، په تېره د خداى له مخلوق سره په مرسته، خپل برخليك اړولاى شي؛ ځكه ددې چارو ځاى، د ((محو او اثبات لوح)) دى او نه ام الكتاب؛ البته دا حديث د آيت يو مصداق ښوول شوى، چې په څرګند مثال مطرح شوى دى[1].

پېغمبراکرم مسلمانان د ښوچارو کولو او د ناوړه چاره نه کولو ته هڅولي دي : (( خداى تعالى ( په لوح محفوظ کې ) ښې او بدې چارې کښلي بيا يې ( پرښتو او خلکو ته) ويلي دي؛نو څوک چې د ښه کار د کولو هوډ وکړي ؛خو ويې نه کړي؛ نوخداى ورته پوره يو ښه کار ليکي اوکه هوډ يې وکړ او ويې کړ؛نو خداى ورته لس ښه کارونه او تر اوياوو پورې ثواب ليکي؛بلکې څو څو ګرايه او که د ناوړې چارې هوډ وکړي؛ خو ويې نه کړي؛نو خداى ورته يو پوره ښه کار ليکي او که هوډ يې وکړي او ويې کړي؛نوخداى ورته يوازې يو بد کار ليکي.)) (ناصف ١\٥٢)

[1] نمونه،10: 241مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!