بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له موروپلار سره نیکي وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿احقاف/۱۵﴾ = […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
له موروپلار سره نیکي
وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿احقاف/۱۵﴾ = او انسان ته مو له خپل موروپلار سره د ښېګڼې سپارښتنه كړې؛ مور يې په سختۍ د یو پیټې په څېر پر ځان زغملی او په تکلیف يې زېږولى او د پر ګېډه كېدو او له تي پریکون يې دېرش مياشتې دی، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ((پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم.))
انسانه! له مورو پلار سره دې نيكي وكړه: دې آيت، ټول انسانان له مورو پلار سره نېكۍ كولو ته وربللي او ددې مطلب هڅونې ته يې هغو سختيو ته اشاره كړې، چې مور یې د دوه ځانۍ (امیندوارۍ)، زېږون او تي وركولو پر مهال زغمي.
پام مو وي، چې دا آيت د دوه ځانيتوب لږ تر لږ وخت (؛يعنې شپږ مياشتې) او پرې سربېره د تي وركولو حد اكثر وخت (يعنې دوه كاله= 24 مياشتې) ته اشاره لري، چې ټولې دېرش مياشتې كېږي.
په تاريخ كې ډېر ځل ښوول شوي، چې ځينو ښځو تر شپږو مياشتو دوه ځانيتوب روسته زېږون كړى او اولاد يې هم روغ رمټ پاتې شوى دى. (الميزان تفسیر، 18: 205 مخ)
په هر حال مور دېرش مياشتې (دوه ځانيتوب او تي وركولو وختونه) د خپل اولاد په باب ستره سرښندنه او فداكاري كوي.
د څاڅكي د غوټه كېدو له لومړيو ورځو، د مور حالت اوړي او يو په بل پسې تكليفونه ورباندې ورځي، چې هومره جنين وده مومي، د مور له تنه ډېر مواد اخلي او ان پر هډوكيو او اعصابو يې اغېز پرې باسي. كله يې خوب، خواړه او دمه ګډوډېږي او د دوه ځانيتوب په روستيو وختونو كې تلل، ان كېناستل او پورته كېدل ورته ستونزمنېږي؛ خو په زغم او له اولاد سره د مينې په پار، چې به زېږېږي او په غېږ كې به ورته خاندي، دا ټولې نادودې زغمي.
د زېږون وخت د مور د ژوند سختې شېبې دي، تر دې، چې كله مور خپل ځان تر اولاد بلهاروي.
په هر حال، دا دروند بار، چې ځمكې ته ورسېد، بل سخت پېر پيلېږي؛ د شپې او ورځې د خپل اولاد څارنه، داسې پېر، چې مور بايد د خپل كوچني ټولې اړتياوې پوره كړي. كه درد لري، د درد ځاى ښوولاى نشي او كه له لوږې، تندې، تودوخې او يخنۍ په تكليف دى؛ خو ويلاى یې نشي؛ خو داچې وژاړي او مور بايد په څېړنه، ځيرنه او زغم يوه يوه اړتيا يې په ګوته او ورپوره يې كړي.
داچې دلته قرآن د مور له كړاوونو خبره كوي او د پلار په اړه څه خبره نشته، په دې پار نه ده، چې پلار مهم نه دى؛ بلكې داچې د مور برخه ډېره ده؛ نو ډېره ډډه پرې وهل شوې ده؛ له همدې لامله په رواياتو كې هم د مور په باب ډېر ټينګار شوى دى.
بل ټكى داچې آيت پر څلوېښت كلنۍ ټينګار كوي؛ ځكه انسان غالباً په څلوېښت كلنۍ كې د عقلي كمال پړاو ته رسي او ويلي دي، چې ډېرى پېغمبران په همدې عمر كې پر نبوت ټاكل شوي دي. په يو حديث كې راغلي: ((چې څوك څلوېښت كلن شي او له ګناه توبه ونه كاږي؛ نو شيطان يې پر مخ خپل لاس وركاږي او وايي: پلار مې له دې هغه ځار، چې بيخي نه ژغورل كېږي.)) (نمونه تفسیر، 21: 326 مخ)