بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام حسن (رض) ته د وصیت پاڼې په لیکلو کې د علي (ک) دود او ملاحظات حضرت علي (ک) وايي : أَيْ بُنَيَّ إِنِّي لَمَّا رَأَيْتُنِي قَدْ بَلَغْتُ سِنّاً وَ رَأَيْتُنِي أَزْدَادُ وَهْناً بَادَرْتُ بِوَصِيَّتِي إِلَيْكَ وَ أَوْرَدْتُ خِصَالًا مِنْهَا قَبْلَ أَنْ يَعْجَلَ بِي أَجَلِي دُونَ أَنْ أُفْضِيَ إِلَيْكَ بِمَا فِي […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
امام حسن (رض) ته د وصیت پاڼې په لیکلو کې د علي (ک) دود او ملاحظات
حضرت علي (ک) وايي :
أَيْ بُنَيَّ إِنِّي لَمَّا رَأَيْتُنِي قَدْ بَلَغْتُ سِنّاً وَ رَأَيْتُنِي أَزْدَادُ وَهْناً بَادَرْتُ بِوَصِيَّتِي إِلَيْكَ وَ أَوْرَدْتُ خِصَالًا مِنْهَا قَبْلَ أَنْ يَعْجَلَ بِي أَجَلِي دُونَ أَنْ أُفْضِيَ إِلَيْكَ بِمَا فِي نَفْسِي أَوْ أَنْ أُنْقَصَ فِي رَأْيِي كَمَا نُقِصْتُ فِي جِسْمِي أَوْ يَسْبِقَنِي إِلَيْكَ بَعْضُ غَلَبَاتِ الْهَوَى وَ فِتَنِ الدُّنْيَا فَتَكُونَ كَالصَّعْبِ النَّفُورِ وَ إِنَّمَا قَلْبُ الْحَدَثِ كَالْأَرْضِ الْخَالِيَةِ مَا أُلْقِيَ فِيهَا مِنْ شَيْءٍ قَبِلَتْهُ فَبَادَرْتُكَ بِالْأَدَبِ قَبْلَ أَنْ يَقْسُوَ قَلْبُكَ وَ يَشْتَغِلَ لُبُّكَ لِتَسْتَقْبِلَ بِجِدِّ رَأْيِكَ مِنَ الْأَمْرِ مَا قَدْ كَفَاكَ أَهْلُ التَّجَارِبِ بُغْيَتَهُ وَ تَجْرِبَتَهُ فَتَكُونَ قَدْ كُفِيتَ مَئُونَةَ الطَّلَبِ وَ عُوفِيتَ مِنْ عِلَاجِ التَّجْرِبَةِ فَأَتَاكَ مِنْ ذَلِكَ مَا قَدْ كُنَّا نَأْتِيهِ وَ اسْتَبَانَ لَكَ مَا رُبَّمَا أَظْلَمَ عَلَيْنَا مِنْهُ أَيْ بُنَيَّ إِنِّي وَ إِنْ لَمْ أَكُنْ عُمِّرْتُ عُمُرَ مَنْ كَانَ قَبْلِي فَقَدْ نَظَرْتُ فِي أَعْمَالِهِمْ وَ فَكَّرْتُ فِي أَخْبَارِهِمْ وَ سِرْتُ فِي آثَارِهِمْ حَتَّى عُدْتُ كَأَحَدِهِمْ بَلْ كَأَنِّي بِمَا انْتَهَى إِلَيَّ مِنْ أُمُورِهِمْ قَدْ عُمِّرْتُ مَعَ أَوَّلِهِمْ إِلَى آخِرِهِمْ فَعَرَفْتُ صَفْوَ ذَلِكَ مِنْ كَدَرِهِ وَ نَفْعَهُ مِنْ ضَرَرِهِ فَاسْتَخْلَصْتُ لَكَ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ نَخِيلَهُ وَ تَوَخَّيْتُ لَكَ جَمِيلَهُ وَ صَرَفْتُ عَنْكَ مَجْهُولَهُ وَ رَأَيْتُ حَيْثُ عَنَانِي مِنْ أَمْرِكَ مَا يَعْنِي الْوَالِدَ الشَّفِيقَ وَ أَجْمَعْتُ عَلَيْهِ مِنْ أَدَبِكَ أَنْ يَكُونَ ذَلِكَ وَ أَنْتَ مُقْبِلُ الْعُمُرِ وَ مُقْتَبَلُ الدَّهْرِ ذُو نِيَّةٍ سَلِيمَةٍ وَ نَفْسٍ صَافِيَةٍ وَ أَنْ أَبْتَدِئَكَ بِتَعْلِيمِ كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ تَأْوِيلِهِ وَ شَرَائِعِ الْإِسْلَامِ وَ أَحْكَامِهِ وَ حَلَالِهِ وَ حَرَامِهِ لَا أُجَاوِزُ ذَلِكَ بِكَ إِلَى غَيْرِهِ ثُمَّ أَشْفَقْتُ أَنْ يَلْتَبِسَ عَلَيْكَ مَا اخْتَلَفَ النَّاسُ فِيهِ مِنْ أَهْوَائِهِمْ وَ آرَائِهِمْ مِثْلَ الَّذِي الْتَبَسَ عَلَيْهِمْ فَكَانَ إِحْكَامُ ذَلِكَ عَلَى مَا كَرِهْتُ مِنْ تَنْبِيهِكَ لَهُ أَحَبَّ إِلَيَّ مِنْ إِسْلَامِكَ إِلَى أَمْرٍ لَا آمَنُ عَلَيْكَ بِهِ الْهَلَكَةَ وَ رَجَوْتُ أَنْ يُوَفِّقَكَ اللَّهُ فِيهِ لِرُشْدِكَ وَ أَنْ يَهْدِيَكَ لِقَصْدِكَ فَعَهِدْتُ إِلَيْكَ وَصِيَّتِي هَذِهِ
« زويه! چې ومې ليدل بوډا شوى يم او مخ پر کمزورۍ يم؛ نو د وصيت په کښلو کې مې درته بېړه وکړه او اخلاقي ارزښتونه مې درته پکې په نښه کړل او همداراز ځکه مې په کښلو کې بيړه وکړه، چې هسې نه اجل مې راشي او خپلې خوالې مې درسره نه وي کړې او يا لکه څنګه چې بدن کمزورېږي، دغسې اند هم دى يا مخکې تردې، چې ورم مې درته کړى وي، ځاني غوښتنې دې درباندې لاسبري شوې وي او دنيا دې پر ځان مین کړي او منل یې درته ستونزمن شي؛ ځکه د تنکيو ژڼو زړونه د ناکره ځمکو په څېر دي، چې هر تخم کرلو ته چمتو دي. زه هم مخکې تردې چې سخت زړى او پند نه منونکى شې او عقل دې نورو څېزو ته څوبمن – لېوال شي،يو څه ادب درښيم، چې په ټوله هڅه پرکار لګيا شې او هغه ګټه تر لاسه کړې، چې تجربه کاران يې غواړي او په خپل محک يې ازمېیلې ده او دې ته اړ نشې، چې پخپله لار تجربې پيل کړې. په دې باب د ادب هغه څیزونه درښيم، چې تر ډېر زغم وروسته مو لاس ته راوړي او هغه حقايق، چې ما ته ناڅرګند ول،چې درښکاره شي.
زويه! سمه ده چې د پخوانيو هومره مې عمر نه دى کړى؛ خو کړنې مې يې وکتلې او په حالاتو مې يې غور وکړ او په اثارو کې يې وګرځېدم، تردې چې يو له هغوى ځنې شوم؛ بلکې د تاريخ له څېړنې یې ته وا له پيله تر پايه ورسره وم ؛نو د هغوى د ژوند څرګندې او خوږې برخې مې له ناڅرګندو او ترخو برخو بېلې کړې او ځان مې یې پر ګټورو او زيانمنو چارو پوه کړ، بيا مې د هغوى مهم او ارزښتناکه څيزونه او هره ښکلې او خوږه پېښه درته غوره کړه او ناپېژندل شوي او مجهول څیزونه مې يې يوې خوا ته کړل؛نو لکه څنګه چې لوراند پلار خپل اولاد ته ښه خوښوي،زه دې هم ددې آر په لاروۍ په ښو ادبي څيزونو روزم؛ لکه څنګه چې د ځوانۍ پېل دې دى او روزګار ته دې نوې مخه کړې، نيت دې پاک او نفس دې له چټليو سپېڅلى دى.
د روزنې په پيل کې مې هوډ وکړ، چې د متعال څښتن کتاب د آيتونو له شنلو- تفسير سره درزده کړم او د اسلام شريعت او د حلالو او حرامو احکام يې دروښيم او پر نورو څيزونو لګيا نشم؛خو وډارېدم، څه چې د خلکو د ګروهو او اندونو د اړپیچ – اختلاف لامل شو او چارې يې ورشکمنې او شبهه ناکې کړې؛ نو هسې نه چې ته هم په دې ګړنګ کې وګوزار شې. په پيل کې مې نه غوښتل دې لارې ته دې راکاږم؛ خو له ځان سره مې غور وکړ، چې پوهېدل دې تردې غوره دي، چې ټولنيز ورکاوي ته تسليم شې او هيلمن يم خداى د بريا توفيق درکړي او سمه لار دروښيي؛ ځکه مې خپل وصيت درته داسې پېیون – تنظيم کړى دى.»
دا عبارات په وصیت لیکلو کې د علي (ک) د انګېزو او ملاحظاتو ګزارش دی. د ښوونې، ادبونې او تادیب غوره وخت، هماغه دی چې علي (ک) ویلي؛ یعنې هغه وخت چې لومړي؛ ویاند تر اوسه له اندیز اړخ پیاوړی او ځواکمن دی او له خبرو یې چې کومې پوښتنې راولاړېږي، ځوابولای یې شي او د نظر او بدن له کمزورۍ سره مخ شوی نه دی، او دویم دا چې اورېدونکی تراوسه ځوان او نیت یې سم دی او پر ګډوډ خیالاتوو سر نه دی او ویاند ته یې پوره پام وي چې څه وایي. علي (ک) ویلي، چې دواړه شرطونه یې رعایت کړي دي.
امام غزالي (رح) هم په خپلو آثارو کې، چې کله د ښوونې او ادبونې خبرې کوي، د دې ټکیو ځینې برخې یادوي. ړومبي ټکي ته یې چې د واعظ یا معلم اندیز پوخوالی دی، کومه اشاره نه ده کړې؛ خو دویم ټکی چې ځواني او د اورېدوونکي ذهني تمرکز دی، پوره یې ورته پاملرنه ده او په تېره معلمانو او ښوونکیو ته یې سپارښتنه کړې چې هسې نه د کار په پیل کې چې کله ښوونه او ادبونه پیلوﺉ، د متکلمانو په دود، بېلابېلې رایي او نظریات راکتار کړﺉ او ووایئ چې په دې برخه کې زید دغسې ویلي، محمود هاغسې ویلي او ……… چې دا طریقه او دود، زده کړیال ګنګسوي؛ بلکې په پیلامه کې له مختلف فیه چارو ډډه وکړﺉ او له هغو چارو یې پیل کړﺉ چې په یو ډول سلیم عقل ته د منلو وړ وي. نو چې ړومبي بنسټونه کېښوول شو، ورپسې د بېلابېلو ویناوو د ویلو وخت رارسي. په دې شرایطو کې،له بېلا بېلو ویناوو، ګټنه هم کړای شو. کله دې ټکي ته نه ورپامېږي او ځینې انګېري، چې مازې د بېلا بېلو ویناوو اورېدل، برکتي وي او وګړي چې بېلابېلې ویناوې واوري، ښه یې غوره کوي او ذهن به یې متحجر او یو طرفه نشي.
پر دې نظر نیوکه هم شته. له اختلافاتو ګټنه هم روش او دود غواړي او هم داور. وګړی باید د ښه رای د غوره کولو لپاره کچه، معیار، ضابطه او دود ولري. نوی زده کړیال به د اختلافاتو د اورېدو په پار ، نه یوازې عالم نشي، چې ذهن به یې مغشوش او ټکنی شي. په دې اړه راروسته ګړېږو.
طفل را ګرنان دهی برجای شیر
طفل مسکین را از آن نان مرده ګیر […]
مر پر نارُسته چون پرّان شود
لقمه هر ګربه درّان شود
(مثنوی)
حضرت علي (ک) زیاتوي :
وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ أَحَبَّ مَا أَنْتَ آخِذٌ بِهِ إِلَيَّ مِنْ وَصِيَّتِي تَقْوَى اللَّهِ وَ الِاقْتِصَارُ عَلَى مَا فَرَضَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ وَ الْأَخْذُ بِمَا مَضَى عَلَيْهِ الْأَوَّلُونَ مِنْ آبَائِكَ وَ الصَّالِحُونَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِكَ فَإِنَّهُمْ لَمْ يَدَعُوا أَنْ نَظَرُوا لِأَنْفُسِهِمْ كَمَا أَنْتَ نَاظِرٌ وَ فَكَّرُوا كَمَا أَنْتَ مُفَكِّرٌ
« زويه! پوه شه ددې وصيت د عملي کېدو ډېری برخه، چې ښه مې ايسي؛ له خدايه ډار، د فرايضو ترسره کول او پر هغې لارې تلل دي، چې پلرونه او د کورنۍ صالحان دې پرې تللي؛ ځکه هغوى تل په خپلو چارو کې اندنه کوله، چې ته هم بايد هماغسې وکړې او له ځان سره يې غور کاوه، چې ته هم بايد هماغسې وکړې.»
یعنې لکه څنګه چې ته د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن یې، دوی هم ول، هم د خپل فکر او وجدان ګرېوان نیولی وو؛ نو ځکه د لارې په پیل کې د تېرو او سلف صالحینو ټینګ سنت او دود ټینګه تکیه ګاه ده. لازم نه دي چې خپله هر څه تجربه کړې او له همدې پیله ځان د نظریاتو په جګړه کې ورګوذار کړې او د ړومبیو له تجربو او اندنو دروغجنه استغنا او بې پروايي وکړې. کورنۍ دې د وحې او نبوت کورنۍ ده او کوم صالحان چې په دې کورنۍ کې اوسېدلي، غوره تکیه ګانې دي، چې په مټ یې ړومبي ګامونه اخستای شې.
حضرت علي (ک) مخکې زیاتوي :
ثُمَّ رَدَّهُمْ آخِرُ ذَلِكَ إِلَى الْأَخْذِ بِمَا عَرَفُوا وَ الْإِمْسَاكِ عَمَّا لَمْ يُكَلَّفُوا فَإِنْ أَبَتْ نَفْسُكَ أَنْ تَقْبَلَ ذَلِكَ دُونَ أَنْ تَعْلَمَ كَمَا عَلِمُوا فَلْيَكُنْ طَلَبُكَ ذَلِكَ بِتَفَهُّمٍ وَ تَعَلُّمٍ لَا بِتَوَرُّطِ الشُّبُهَاتِ وَ عُلَقِ الْخُصُومَاتِ
«چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې چې پخپله پر حقايقو پوه شي؛لکه چې هغوى پوه شوي ول؛ نو هڅه کوه، چې په پوهې او علم هر څه ترلاسه کړې،نه دا چې د شبهاتو په ګړنګ کې ولوېږې»
یعنې په شبهاتو او خپرو ورو ویناوو پسې مه ورځه، دوی به دې ولوټي او کوم ځای ته به دې و نه رسوي. هڅه وکړه چې په ژورې پوهېدنې او دقیقي ښوونې لار ومومې.