تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو منع خواري او کړاونه غواړي  حضرت لقمان خپل زوى ته وايي: يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۶) = يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بدعمل) وي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو امر او له بديو منع خواري او کړاونه غواړي

 حضرت لقمان خپل زوى ته وايي:

يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۶) = يه زما زويکه! كه د اوري (غوښتو) د دانې هومره (نېك یا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پرښه) يا د اسمانونو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو الله يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې الله با خبر ژور ليدونكى دى.

حضرت لقمان پوهېږې چې د خلکو له هوسونو سره مخالفت او له سرغړونو يې منع کول د هغوى ازادي له منځه وړي او هغوى به يې هرومرو پر وړاندې دريځ ونيسي، په تيره بيا د زلمى پر وړاندې.

څوک چې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي؛نو خپلې هيلې ته نه رسي. ډېرو دې الهي فرېضې ته شا کړې او ګومان کوي،چې خطر لري عمر به يې لنډ شي او تاوان به وکړي.

 حضرت علي (ک) وايي:(( پر نېکيو امر او له بديو منع؛ نه مړينه رانږدې کوي او نه روزي کموي.[1] ))

خو دا خلک بې خبره دي او کله به هم خپلې هيلې ته و نه رسي؛ځکه که پر نېکيو امر او له بديو منع ته يې شاکړه؛ نو اشرار به پرې واکمن شي او اشرار پر مالونو او خلکو زړه نه سوځوي.[2]

د بې عقلۍ نښه :

ځينې هغه ته عاقل وايي،چې پر امر او منع او څارنه کې لاس نه وهي. اسلام بې پروا خلکو ته د بېعقله،کمزوري او مبعوض لقب ورکوي. په يو حديث کې راغلي: (( خداى پر کمزوري او بې عقله مسلمانانو غضب کوي او دا هغه کسان دي،چې له بديو منع نه کوي.)) حضرت ابوذر غفارى (رض) د شام پر والي نيوکه وکړه او له بې ځايه لګښتونو سره يې يې مخالف و. والي درېيم خليفه (رض) ته ليک وليکه: که غواړې چې حکومت زموږ په لاس کې وي؛نو ابوذر له منځه وباسه؛ځکه موږ يې رسوا کړي يو او هېڅ ابرو يې راته نه ده پرېښې. خليفه (رض)،حضرت ابوذر ربذې ته وشاړه او و يې ويل : څوک به له ابوذر سره نه ځي او نه به ورسره “په مخه ښه” کوي ؛ خو حضرت علي، امام حسن او امام حسين (رضى الله عنهم) چوپتيا ماته کړه او حضرت ابوذر يې بدرګه کړ. د بدرګه کولو پر مهال درې واڼو حضرت ابوذر ته ډاډ ورکاوه،حضرت علي (ک) ورته وويل: ابوذره ! تا د خداى لپاره غږ پورته کړ او دا چې هغوى دې رسوا کول؛نو دوى د خپل حکومت له نسکورېدو وېرېدل. ته هم د خپلې چوپتيا له ګناه وېرېدې او غږ دې پورته کړ. د قيامت پر ورځ به څرګنده شي،چې ګټونکى به څوک وي .حضرت ابوذر په ربذه کې چې سر يې د خپلې لور په لمن کې ايښې و،داسې وصيت وکړ او ومړ: ((لورې! څو شېبې روسته زه له دنيا ځم،ځان به کابو کړئ،زما تر مړينې روسته د غونډۍ سرته وخېژه،يو ډله به را روانه وي او پکې به د”مالک اشتر”(رض) په نوم يو سړى هم وي،ورته ووايه : ابوذر د پېغمبر اکرم يار و او واکمنان يې له بديو منع کول او له همدې کبله مړشوى دى)).

مالک اشتر په ډېر درناوي د حضرت ابوذر جنازه راوخېسته او و يي ويل: خدايه ! ابوذر د پېغمبراکرم له اصحابو ځنې و او ستا خالص بنده دى او ستا په لار کې يې پر نېکيو امر او له بديو په منع کې هڅې کړي او لاس يې له دينه وا نه خېست؛ و يې شاړه، له ژونده يې بې برخې کړ او په پاى کې ځانته ومړ.[3]

پوښتنه: که ستونزې او وهل ټکول راغلل؛ نو څه به کوو؟

له يوې خوا د اسلام دين اسان او مبارک دين دى او قرآن وايي:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (بقره/۱۸۵) = رمضان هغه مياشت ده، چې هغه قرآن پكې نازل شوى، چې خلكو ته لارښود، د سمې لارې نښې او د حق او باطل توپيرونکى دى؛ نو كه له تاسې چا دا مياشت وليده؛ نو و دې يې نيسي او كه څوك ناجوړه يا مسافر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې ونيسي. الله درته اساني غواړي، نه ګراني (موخه داده) چې دا ورځې پوره كړئ او داچې الله سمه لار درښوولې په لويۍ وستايئ او ښايي شكر يې وکړئ.

په اسلام کې اصول او قاعده داده،چې د دندې په ترسره کولو کې به وهل او ټکول نه وي؛بلخوا پر نېکيو امر او له بديو منع د روژې او نمانځه په شان نه دي؛ ځکه “امر و منع” د خلکو په کارونوکې لاسوهنه او له هوسونو سره يې مبارزه ده. دا دوه دندې د اندېښنو،نښتو او تاوانو لامل ګرځي. دلته پر نېکيو امر ته پاملرنه وکړو او که تاوانو او کړاونو ته يې ؟

ځواب: قرآن پر نېکيو امر او له بديو د منع ستونزو ته پاملرنه کوي او وايي:

يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۷) = يه زما زويکه! نمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.

که د کړاوونو او سختيو له کبله پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا کړاى شي؛نو هر ظالم به خلک وځپي.

انبياوو، اولياوو او د حضرت ابوذر په شان کسانو د حق د ژوندي کولو او د باطل د له منځه وړو په لار کې څومره سختۍ او کړاوونه وزغمل؛خو اوس چې زموږ وار راغى؛نو د خطر او تاوانونو خبرې کوو او پخپلو سترګو د فساد خپرېدل وينو او چوپ کېنو؛دا د نه منلو وړ ده؛نوځکه د(( حزر او حرج)) قاعده په عادي مسايلو کې ده؛لکه چاته چې اوبه تاوان لري؛نو د اودس پر ځاى دې تيمم ووهي؛خو د اسلام ځينې حکمونه د کړاوونو او سختيو پر بنسټ اېښوول شوي دي؛لکه روژه او جهاد چې انسان پکې بايد سختۍ او کړاونه وزغمي. قرآن وايي:

وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (نساء/۱۰۴) = او (هېڅكله) د دښمن په لټه او څارلو كې لټي او سستي مه کوئ (؛ ځكه) كه تاسې رنځ او كړاو ګالئ؛ نو دوى هم په څېر مو كړاو ګالي؛ خو تاسې له خدايه د هغه څه هيلمن ياست، چې دوى نه دي او الله پوه حكيم دى .

بې کړاونو جهاد او بې صبره روژه بيخي ناشونې ده ؛نو د “حرج” قانون يوازې د عادي مسايلو لپاره دى او د هغو دندو لپاره نه دى،چې په ذاتي ډول سخت او کړمن وي؛لکه د مالګې ذاتي تريووالى. د “حرج” قانون د عادي مسايلو لپاره دى؛نو ځکه پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بايد لانجې او حرج نه ؛بلکې د(( اهم او مهم )) شمېرانې – محاسبات رامنځ ته شي. بايد وګورو په هر ځاى کې چې ستونزه اهمه وه؛نو بايد ټول مهم څيزونه ترې ځار شي. د ساري په توګه : اسلام د امام حسين تر ژونده غوره دى. امام حسين شهيدېږي،څو اسلام ژوندى پاتې شي،په هر ځاى کې چې بدي او منکر کېږي؛ بايد منع شي او که ضرر او خطر يې درلوده؛بايد و يې سنجوو چې بدي او ګناه په کومه کچه کې ده او ضرر او خطر يې په کومه کچه کې دى او خطر ته ورغاړې کېدونکي څوک دي؟ کله داسې ګناه کېږي،چې صغيره وي.که وغواړو چې منع يې کړو؛نو تاوان يې ډېر دى؛ نو دلته له منع يې بايد لاس واخلو. که يومهم کار او واجب له لاسه روان وي او يا کومه مهمه بدي ترسره کېږي او که زموږ چوپتيا او سرغړونه دلته د تيري کوونکيو د زړورتيا او د سپېڅليو ارزښتونو د سپکاوۍ،پر دين او علماوو د خلکو د ګروهې د کمزورتيا او د اسلامي پت د لتاړېدو لامل وي؛نو دلته بايد خطر ته ورغاړې وځو او له بديو منع وکړو .

د مخاطبانو دندې :

پر نېکيو له امرکوونکيو سره بايد مينه او دوستي ولرو. چا ته چې امر و منع کېږي؛بايد پوه شي چې د نورو لخوا ماته نصيحت کول راسره د زړه سوي او مينې نښه ده او زه بايد له داسې کسانو سره مينه وکړم.پر خلکو د انبياوو يوه نيوکه دا وه: تاسې ولې له نصيحت کونکيو سره مينه نه کو‌ئ؟:

فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَمَا كَانُواْ مُؤْمِنِينَ (اعراف/۷۲) = نو (په پاى کې) هود او ملګري يې مو په خپل رحمت وژغورل او د هغو خلكو سټه مو وايسته، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ول او ایمان راوړونکي نه ول

امام صادق (رح) وايي:((هغه مې غوره دوستان دي،چې راته مې خپل عيبونه راډالۍ کړي.[4]))

امام صادق (رح) نيوکه ډالۍ او نيوکه کوونکى خپل غوره ملګرى بولي . هو ! واقعي ملګرى هغه دى،چې ومو ژړوي او د غفلت له خوبه مو راويښ کړي.قرآن وايي: دښمنان ستاسې د غفلت هيلمن دي.راوېښېدل که د کړاوونو په قيمت هم وي؛نو ارزښت لري. قرآن وايي : چې پر تاسې ترخې پېښې راځي؛د ترخو او پرېشانيو په څنګ کې برکتونه هم وي او هغه دا چې له خوبه مو راويښوى او خداى ته مو پام کېږي او دا ستاسود توبې او استغفار لپاره يوه وسيله ده:

وَلَقَدْ أَرْسَلنَآ إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ (انعام/۴۲) = او په رښتيا موږ تر تا مخكې امتونو ته (پېغمبران) لېږلي؛ (او چې كله له دې پېغمبرانو سره په مخالفت كې ودرېدل؛ نو) په كړاوونو او ستونزو مو اخته كړل؛ ښايي (راويښ شي او الله ته زارۍ او عاجزي وكړي او حق ته) غاړه کېدي!

حضرت علي(ک) وايي:(( د چا چې نصيحت کوونکي نه خوښېږي؛نو خير به يې نه وي. ))

 ځينې ګناه ډېر غره کړي وي او که دوى ته پر نېکيو امر او له بديو منع هم وشي؛نو کوم اغېز پرې نه کوي،پر داسې کسانو قرآن کلکه نيوکه کوي:

وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (بقره/۲۰۶) =  او چې ورته وويل شي : ((له خدايه ووېرېږه!)) (ننګ يې) ګناه ته پاروي؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى.

ځينې ډلې شته؛که ورته پند ورکړاى شي؛نو پند نه اخلي:

وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ (صافات/۱۳) = او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني.

ځينې ګومان کوي: که له خپلو سرغړونو لاس واخلي؛ نو يو ډول شا تګ به يې کړى وي او کمزوري شوي به وي،حال دا که انسان په هر ځاى کې پر خپلې سر غړونې پوه شي او سملاسي ترې لاس واخلي؛نو دا ارزښت دى. دا واند- خيال ورته هغه وخت را پېداکېږي چې پر نېکيو امر کوونکى د ټولنيز مقام او لوست له اړخه په ټيټه کچه کې وي .په داسې حالتونو کې له دوو لارو حق منل کېداى شي؛يو دا چې انسان د حق له کبله حق ته غاړه ږدي او بله دا چې تر ځانه د کوچني د حق خبره مني. حضرت علي (ک) وايې: (( څوک چې پر موږ زړه خوږوي؛نو پر داسې کسانو بېځايه شک کول د شا تګ نښه ده. )) (( چا چې درته نصيحت او موعظه وکړه؛نو مه يې وېروه.))

څوک چې ګومان کوي،پر سمه لار دى او لارښوونې ته اړتيا نه لري؛نو د خداى پر ځاى به يې شيطان منلى وي:

فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلاَلَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ اللّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ (اعراف/۳۰) = يوې ډلې ته يې سمه لار ورښوولې ده او پر بلې ډلې (چې وړتيا يې نه درلوده) بېلاري ثابته شوې ده؛ (ځكه) دوى د الله پرځاى شيطانان (خپل) پالندويان نيولي او انګېري، چې پر سمه لار يو.

دا منافقين وو چې له بديو به منع کېدل؛نو په غرور سره به يې ويل: په ټولنه کې يوازې موږ سمونپالي يو:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (بقره/۱۱) = او چې ورته وويل شي : ((پر ځمكه فساد مه كوئ)) وايي: (( موږ خو يوازې سموونكي يو.))

او دا کفار وو چې کله به ورته پېغمبرانو لارښوونه کوله؛نو د منلو پر ځاى به يې ويل: د انبياوو موخه، پر موږ د هغوى وياړېدل دي چې قرآن وايي:

فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاء اللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ (مومنون/۲۴) = او د قوم هغه مشران يې چې كافران شوي وو، وويل : (( دا سړى خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر دى،غواړي لوړتیا درباندې ولري،كه خداى غوښتلاى (چې كوم پېغمبر راولېږي)؛نو پرښتې به يې رالېږلې واى،موږ هېڅكله له خپلو نيكونو داسې (څه) اورېدلي نه دي (چې بشر دې د پېغمبر په توګه راشي).

که کوم رور يا خور تاسې ته ورم- پند درکړ؛ نو ځېل مه کوئ؛ ځکه کبر شيطان د خداى له درشله وشاړه.

 يوې ځېلي ډلې پېغمبر ته وويل: نو موږ به پخپله لار روان يو که راته نصيحت وکړې او که نه:

قَالُوا سَوَاء عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ الْوَاعِظِينَ (شعراء/۱۳۶) = ورته یې وويل : (( (ځان خوشې مه ستړى كوه) پر موږ بې توپيره ده، چې نصيحت راته وكړې كه ونه كړې.

په دې دنيا کې د دوى د بې پروايئ سزا به په قيامت کې داسې وي، چې کله د دوزخ په اور کې وغورځول شي او د ژغورنې لپاره به چغې او سورې وهي؛خو څوک به يې اواز نه اوري؛نو له ځان سره به وايي: نن مو څوک چغې نه اوري،که چغې ووهو او که ونه وهوو؛نوڅه توپير به و نه لري. انسانان کولاى شي،د خداى د بندګۍ او له پېغمبرانو په لاروۍ او د الهى مشرانو او سول – منطق په منلو تر پرېښتو هم اوچت او لوړ شي؛خو کبر کوي او دې برید ته رسي، چې قرآن يې داسې راپېژني:

صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَيَرْجِعُونَ (بقره/۱۸) = (دوى) كاڼه، ګونګيان او ړانده دي؛ نو (له بېلارېتوبۍ) نه راګرځي.

د غفلت له کبله،دوى تر ځناورو هم ناوړه دي:

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (اعراف/۱۷۹) = او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي . (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ) .

د داسې کسانو زړونه تر تيګو هم سخت دي؛ځکه کله ناکله خو د تيګو له غاړو لږى اوبه راوځي؛خو دا سخت زړي له سره نه خوځي:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (بقره/۷۴) = بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى .

[1] نهج البلاغه – ٥٦خطبه

[2] بحار ٩٧\٧٢

[3] نهج البلاغه \ ١٣٠

[4] بحار٧٤\٢٨٢

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!