بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (نحل/۱۱۲) ژباړه : خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (نحل/۱۱۲)
ژباړه : خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛خو د خداى د نعمتونو ناشكري يې وكړه او خداى (هم) د خپلو كړنو له امله د لوږې او وېرې خوند پرې وڅاكه .
تر دې آيت لاندې، له يو معصوم څخه روايت شوى، چې : دا آيت د هغه قوم په باب نازل شوى، چې د ((ثر ثار)) په نوم يو رود پكې بهېده او له امله يې ځمكه شنه، ښېرازه او بركتي وه. دومره په نعمتونو كې ډوب شول، چې د خداى د نعمتونو ناپاسلي – ناشكري يې وكړه، تر دې، چې د اوړو په خمبيره يې خپلې چټلۍ پاكولې او ويل يې: خمبيره نرمه ده (او بدن مو نه ځوروي). نو ځكه يې پر الهي نعمتونو ناشكري وكړه او سپك يې وګڼل، چې له امله يې خداى پرې رود وچ كړ او په پايله كې وچكالي پرې راغله؛ تر دې، چې خداى د هماغو ناپاكو خمبيرو خوړو ته اړين كړل او پر ويش به يې شخړه كوله[1].
دا آيت او روايت، په الهي نعمتونو كې ډوبو وګړيو او ملتونو ته يوه ګوتڅنډنه او اخطار دى، چې پوه شي هر ډول اسراف او تبذير او د نعمتونو ضايع كول د خداى پر وړاندې جريمه لري او ډېره لږه سزا يې ددې نعمتونو اخستل دي. له همدې امله په اسلامي رواياتو كې دې موضوع ته ډېره پاملرنه شوې ده. تر دې، چې له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( پلار مې (امام باقر) پردې خپه كېده، چې په خوړو ككړې ګوتې په لاسپاكي پاكې كړي؛ بلكې د خوړو د درناوي په پار يې څټلې؛ يا كه ترڅنګ يې ماشوم و او په كاسه كې يې څه پاتې و، كاسه يې ورپاكوله او پخپله يې ويل: كله كېږي، چې له دسترخوانه څه لږ شانته خواړه لوېږي؛ خو زه يې راټولوم….)) بيا امام باقر د هغه قوم داستان، چې د الهي نعمتونو په تېره د ډوډۍ ناشكري كړې وه اوڅار- مطرح كړه [2] .
رسول اکرم (صلي الله علیه و آله وسلم) فرمايي :
- تر ټولو ګناهونو د نعمت د ناشکرۍ سزا ډېر ژر وي[3] .
- د نعمت له ناشکرۍ ځان وساتئ،چې ناشکري د بدمرغۍ لامل دى [4].
- درې ګناهونه دي،چې سزا يې ژر انسان ته ورترغاړې کېږي او تر آخرته نه ځنډېږي:
- د موروپلار عاق کېدل
- پر خلکو تېرى
- ناشکري [5].
- امنيت او روغتيا دوې (داسې ) لورنې دي،چې ناشکري يې کېږي[6] .
- درې ګناهونه د چټک عذاب لامل دي،چې عذاب يې بېخي نه ځنډېږي :
- عاقول
- پر خلکو تېرى
- د نېکۍ ناشکري (ښه هېرونه [7])
- رسول اکرم په هرې مړۍ ويل: خدايه! ستاېنه ځانګړې ستا ده،چې خواړه دې راکړل او په اوبو دې ماړه کړو؛ نو ستاېنه او حمد يوازې ستا دې، بې له دې، چې ستا ناشکري وکړم او يا له تا لاس واخلم او يا دا چې ځان بې له تا بې اړی وبولم.[8]
د حضرت علي (ک) وینا
د هغوی په ځواب کې چې د بیت المال په یو رنګ وېش یې نیوکه درلوده
اما بعد؛ خلکو! سکه موږ د خپل پالونکي،معبود او ولي نعمت منندوی یو، چې خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې بې زموږ له وسې او ځواکه په خپل پاسلنې او درښتن – منت او فضل راولورول، چې ازمېښت مو کړي، ایا پاسګر – منندوی یو که نه؟
نو څوک چې پاسلېیلي – منندوی شول، ورزیات یې کړل او چا چې ناپاسلي – ناشکري وکړه، عذاب یې کړل او ګواهي لم، چې یوازې الله نمانځوړ دی، ایکي یو او شریک نلري، ایکي یو او مړ خوا دی او ګواهي لم، چې محمد یې بنده او استازی دی، چې بندګانو، ښارونو، ساکښو او څارویو ته یې رحمت رالېږلی او یو راپېرزو کړی نعمت یې دی او پاسلنه – منت او احسان یې راسره کړی دی. صلی الله علیه و اله وسلم [9] .
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
[1] الميزان تفسیر، 12/ 376
[2] نمونه تفسیر، 11/ 435
[4] (تفسيرالامام العسکري : ٤٤٧)
[5] ( مستدرک الوسايل ١٢\ ٣٦٠)
[6] (بحارالانوار ٧٨\١٧٠)
[7] (الامالي للطوسي :١٣مخ )
[8] (سنن النبي)
[9] تحف العقول
-
ټیګونه:
- www.andyal.com