تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په اسلامي ټولنه کې ټول پر نېکیو امر او له بدیو منع ته اړ یو د ټولنې ټول وګړي انسانان دي، که لارښوونه ورته ونشي او بېلاریتوب یې ور په ګوته نشي او په اړه یې «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» ونشي؛ نو شونې ده چې تل خپل بېلارېتوبونه سم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په اسلامي ټولنه کې ټول پر نېکیو امر او له بدیو منع ته اړ یو

د ټولنې ټول وګړي انسانان دي، که لارښوونه ورته ونشي او بېلاریتوب یې ور په ګوته نشي او په اړه یې «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» ونشي؛ نو شونې ده چې تل خپل بېلارېتوبونه سم وبولي. ټول اړ دي چې د خپلو ایماني روڼو له اړخ د حق خبره په مینه واوري او عمل پرې وکړي او هیڅوک هم له دې چاره مستثنا او بې پروا نه دی. علي (ک) په صفین کې په يوې وینا کې، ځان هم له دې چاره مستثنا کړی نه دی :

فلا تكفوا عن مقاله بحق او مشوره بعدل فانى لست فى نفسى بفوق ان اخطى و لا آمن ذلك من فعلى. الا ان يكفى الله من نفسى ما هو املك به منى، فانما انا و انتم عبيد مخلوقون لرب لا رب غيره

«د حق خبرې کولو یا دعدل سلامشورې راکولو ځنې ډډه را څخه مه کوئ؛ ځکه د خطا او تېروتنې ورهاخوا نه یم؛ خو دا چې خدای مې بسیا شي؛ ځکه زه او تاسې د هغه پالونکي بندګان یو چې بې له هغه بل پالونکی نشته»

څه چې وویل شو، البته د هغو واکمنو په اړه دي چې له خپل امت سره دوستان دي او په دوستۍ کې یې حق خبره اوري او ورونه یې پرانستي چې د خلکو حق خبره ورورسي. علي (ک) په همدې خطبه کې خلکو ته ویل، هاغسې راسره مه چلېږئ چې له جبارانو سره چلېدئ، د هغوی پر وړاندې مو چې کوم ملاحظات او کتنې درلودې، زما پر وړاندې یې مه لرئ.

و لا تتحفظوا منى بما يتحفظ به عند اهل البادره

او روسته یې وویل:

و لا تظنوا بى استثقالا فى الحق ان يقال لى

«مه انګېرئ چې حق اورېدل به راته ګران وي، ځکه چا ته چې د حق اورېدل ګران وي، پر حق عمل کول به ورته خورا ستونزمن او ګران وي.»

دا په واکمنۍ کې د علي (ک) چلن او سپارښتنې وې او دا هم حق او بلکې د خلکو مکلفیت دی چې په دې مهم چار لاس پورې کړي. دا مطلب د هغو نظامونو په هکله دی چې د واکمنو او اولس ترمنځ دوستي وي، د یو بل خبرې اوري او مؤظف دي چې حق واوري او عمل پرې وکړي.

«معروف چار» یعنې د عامو د طبع خوښه او «منکر چار» یعنې د عامو د طبع ناخوښه

 پر نېکیو امر او له بدیو منع یو لړ معلوماتي بنسټونو ته اړمن دی. یعنې انسان باید پوه شي چې «ښه» او «بد» کوم دي. بېشکه، جاهل حق نلري، دې کار ته ورننوځي؛ نو ځکه لازم دي یو نظام ولرو چې دا خبرتیاوې عمومي فرهنګ ته ور دننه کړي او خلک ورو ورو ومومي چې «ښه» او «بد» کوم دي. له آره قرآن چې د «معروف» او «منکر» تعبیر کارولی؛ خورا مناسب او زړه راښکونی تعبیر دی. «معروف» یعنې څه چې عرف (او دود) یې خوښوي او منکر «منکر» یعنې څه چې عرف ترې نټه کوي او بد یې ګڼي. تقریباً دا دواړه اصطلاحات د عمومي خوښې (پسند) او ناخوښۍ (ناپسند) پر مانا دي. له دې مانا ګټنه کېږي چې دا «بد» او «نېکي» باید ولسي او عام فرهنګ ته ور دننه کړای شي چې د خلکو د خوښې او ناخوښې برخه وګرځي. په رښتینه کې پر نېکیو د امر او د بدیو له منع یو مهم خاصیت همدا دی چې معروف، معروف کړي او منکر، منکر کړي؛ یعنې داسې وکړي چې ښکلې چارې له عامه او ولسي ذوقه پردۍ نکړي او بدې چارې د عامه او ولسې ذوق بدې راشي. په بله وینا عام خلک لومړی باید دا چارې وپېژني او دویم د ذوق، درک او موندنې د فرهنګ درلودونکي شي، چې خود په خوده د چارو د طبع په صرافۍ کې معروف جذب او منکر وشړي.

په دې وخت کې ویلای شو چې ټولنه مو، داسې یوه ټولنه شوې چې پکې پر نېکیو امر کېږي- یعنې معروف خپل ځای نیسي- او له منکره نهې کېږي- یعنې منکر ځای نیوای نشي او تل د ټولنې له خوښې او پسند سره پردی دی. په دې حال کې د ټولنې خاوره د نېکیو ودې ته حاصلخیزه ده او د بدیو ودې ته مجال نه ورکوي.

پر نېکیو امر او له منکره منع د همدې دلیل له مخې د امت یووالی خوندي او تامینوي. هغه خلک چې یو له بل سره پردي دي، د یو بل پر وړاندې حساسیت نه ښیي، د نورو ښه او بد په ځان پورې اړوند نه بولي او یو بل په یوې بېړۍ کې سپاره او په خپل برخلیک کې اغېزمن نه بولي؛ نو جوته ده چې دا خلک به خپاره واره وي او د یووالي او اتحاد له برکته به بې برخې وي.

په نوې نړۍ کې ستر ټولنیز تحولات، د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» طریقې بنسټیزې بیا کتنې ته اړمنوي

زموږ په پېر کې ټولنېزې اړیکې، ډېرې اوړېدلي او له تېرو ټولنیزو اړیکو سره یې توپیر پیدا کړی دی. نن انسانان په نویو اړیکو یو له بل سره نښلي چې په تېرو کې نه وې؛ نو د همدې دلیل له مخې موږ باید د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» طریقې له سره تعریف کړو. البته په خپل ځان کې د دې حق او مکلفیت اصل ډېر مهم دی او اجرا کول یې (لکه چې مخکې وویل شو) د هیڅ مقام په اجازې ورکولو نه تمېږي. مسلمان یوازې په مسلمانوالي د دې حق درلودونکی او پر دې مکلفیت مکلف دی.

خو مهم دا دی چې نوی پېر او نوې ټولنیزې اړیکې وپېژنو او پر نېکیو امر او له بدیو منع په دقیقه مانا ځای ته راولو او دا مهمې چارې پر خپل سم ځای کینوو.

د معروف پلي کېدو ته پر ټولنې واکمنې اړیکې او قوانین باید وپېژنو

 یوازې پر دې پوهېدل چې لمونځ نه کول یا غیبت کول منکرات دي، دا ښه چار دی؛ خو نباید ګومان وکړو چې دا منکرات یوازې د نفې او منفي د نښې په ورزیاتېدو په اسانۍ پر معروف اوړي. نباید وانګېرو چې د بې لماځه امر بالمعروف دا دی چې «لمونځ وکړه!» یا د غیبت کوونکي امر بالمعروف دا دی چې «غیبت مه کوه!» د هغو انسانانو د پوهې کچه چې له ټولنیزو اړیکو، علت او معلولونو ورپورته کېږي، له ټولنې د منکراتو جرړې ښه را ایستای شي.

ړومبی باید د مورینو منکراتو جرړه راوباسو

یو شمېر منکرات د نورو منکراتو مورینې دي او یو شمېر یې زوکړې او بچي دي. ان کله دا منکرات د داسې چارو زوکړې او بچي دي چې په ظاهره منکر نه دي. لکه ډېری کسان د بېکارۍ له لامله غیبت کوي؛ خو که پر کار بوخت شي، ښایي ډېرې لږې چټي خبرې وکړي، شونې ده چې بېکاري په ظاهره د منکراتو کومه برخه نه وي؛ یعنې په یوه رساله کې هم بیکاري له ګناهونو شمېرل شوې نه ده. البته په روایاتو کې لرو:

ان الله يبغض الشاب الفارغ‏

«خدای بېکاره ځوان دښمن بولي.»

خو معمولاً دا روایات د فقهاوو له اړخ اخلاقي روایات ګڼل ګېږي؛ خو چې دا بېکاري تر دې بریده ورسي، په رښتنونې، بېکاري یو ډېران دی چې د منکراتو ډول ډول حشرې پرې راټولېږي او ترې تغذیه کېږي. د عربي شاعر په وینا:

ان الشباب و الفراغ و الجده        مفسده للمرا اى مفسده‏

درې لاملونه دي، که یو لاس شي، ډېر فساد به راولاړ کړي؛ یوه ځواني بله بېکاري او دا بله یې پانګوالي ده. حقیقتاً د دې درې واڼو یو ځای کېدل له منکراتو ځنې دي.

هو، که ددې منکر زیږو ګڼو عواملو ټولګه په زغم و نه پېژندل شي او سمه لاره چاره ورته و نه سنجول شي، له منکراتو مخنیوی به اومړې بڼه خپله او مطلوبې پایلې به ورنکړي.

د منکراتو د جرړو ایستو لپاره باید زغم خپل کړو

قرآن وایي:

تواصوا بالحق و تواصوا بالصبر

د صبر سپارښتنې یوه مانا دا ده، چې ژر پایلو اخستو ته به انتظار نه کاږو.

صد هزاران كيميا حق آفريد        كيميايى همچو صبر آدم نديد

دا صبر، هم په وګړېزو چارو او هم په جمعي چارو کې ډېره کارسازې کیمیا ده. بشري ټولنه، ماشین نه دی؛ بلکې د بشري وګړیو ټولګه ده چې ګڼ عوامل پکې اغېزمن دي. نباید وانګېرو چې په دې ترڅ کې هغه عامل چې کاروو یې په اسانۍ به د نورو عواملو پر ټولګه غلبه وکړي. دا بې ځایه انتظار دی. په تېره چې وګړی ژر پایلې اخستو ته هم پرتمه وي. دا انتظارات وګړی ناکاموي او بلکې د خولې خوند یې پیکه کوي. نو ځکه تل باید په «امر بالعروف او نهی عن المنکر» کې پر پوهې، سمې او دقیقې ښاندې (پېژندنې) سربېره زغم هم ولرو. کله ځینې منکرات د تاریخ په اوږدو کې په یوې ټولنې کې دومره جرړې ټینګې ځغلولي، چې د سعدي په وینا:

بيرون نمى‏توان كرد الا به روزگاران

کله د یوې ټولنې په زړه کې د یو چار کېنولو ته سل کاله کار شوی؛ نو ځکه جرړې را ایستو ته یې سل کاله لازم دي. نباید انتظار ولرو چې حق خبره به له خپلې لارې په مازې وړاندې کولو سره بې درنګه پایله ورکړي او د منکر جرړه را وایستل شي او که حق خبر بې لارې وویل شي؛ نو چار خو به خورا ستونزمن شي. خدای هستي په ځانګړي ډول جوړه کړې او که څوک د دنیا د کار په طریقه پوه نشي، ناکام به شي.

که څوک د خپلې ټولنې جوړښت او تاریخ و نه پېژني او پوه نشي چې پر کومې خاورې تخم شیندي، بې پایلې هڅې به یې کړې وي. ان شونې ده وانګېري چې پر خپل مکلفیت یې عمل کړی دی؛ خو په واقع کې څه په لاس ورغلي نه دي:

و بمانده دور از مطلوب خويش        سعى ضايع، رنج باطل، پاى ريش‏

څوک چې غواړي دا فریضه ترسره کړي، باید پوه شي چې عقلمن، عبث او بې عقله کار نکوي او تخم په بېدیا کې نه کري. که «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» وظیفه او واجب چار دی؛ نو سریزه به یې هم واجبه وي. نن د دې واجب چار سریزې د تېرو په پرتله ډېرې پراخې شوي؛ نو ځکه د دې سریزو پېژندنه فرض ده، که څوک له دې سریزو سره پوره پوه نه وي؛ نو له خپل چاره به اپوټه پایله واخلي.

دین ارزښتونه درزده کوي او د مناسبو طریقو راسپړل د انسانانو پر غاړه دي

 مهم ټکی دا دی چې دین انسانانو ته ارزښتونه ورزده کوي؛ خو طریقې دې خپله انسانان زده کړي او البته دا طریقې ناپایه چارې دي او هر پېر کې نوې کېږي او نوې بڼه مومي. پر نېکیو امر او له بدیو منع دوه ارزښته او فریضې دي چې دین را پرغاړه کړي او له واجباتو ځنې دي چې باید عمل پرې وکړو؛ خو پر دې چارو د عمل کولو طریقه- یعنې د معروف د دودولو طریقه او د منکرو له منځه وړل- داسې څیز نه دی چې پر تمه اوسو، شریعت یې ټولې څانګې راښوولې وي. دا چار رزق ته ورته دی. مؤمن مکلف دی چې د حلال رزق په ګټلو پسې ووځي چې سوال ته اړمن نشي؛ خو نباید له شریعت څخه انتظار ولرو چې د پیسو ګټلو لارې چارې راوښیي او فی المثل وټاکي چې د رزق ترلاسه کولو ته څنګه کسبګري وکړو په کوم ځای کې هټۍ جوړه کړو، څه وپېرو او څه وپلورو …. دا هغه چارې دي چې انسان یې باید له خپل حال سره ور پیدا کړي. زموږ په بحث کې هم مساله همداسې ده. باید تل مو «امر بالعروف او نهی عن المنکر» په پام کې وي؛ خو د عملي کولو طریقه یې باید د خپلې ټولنې د ډول له مخې اټکل او چمتو کړو.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست