تبلیغات
آرشیو :

نرښځى

نرښځى يو سړي له “نرښځي” سره،چې هم يې د ښځې او هم يې د سړي عورت درلود، واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وزېږېد او پخپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر […]

قاضي

قاضي حضرت علي بن ابيطالب وايي : رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې هر يو بل […]

خداى چېرته دى

خداى چېرته دى يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام : تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې […]

مه غوسه کېږه

مه غوسه کېږه يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل […]

زړې جامې مه اغوندئ

زړې جامې مه اغوندئ حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې […]

د همسفر حق

د همسفر حق حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال له “کوفې” نه،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،د يو کار لپاره بهر ووت.ساتندويان يې له ځان سره نه وړل او په هغه ورځ هم ساده او يوازې ووت.په راستنېدو له يو کتابوال سره يو ځاى شو.هغه سړي،چې حضرت علي (ک) نه پېژانده؛ نو […]

د خداى لپاره مو کوم کار کړی دى

د خداى لپاره مو کوم کار کړی دى درې تنه پر لار روان وو،چې باران پرې راکېوت او په غره کې يو غارته ننووتل،ناڅاپه له غره ډبره راولوېده او د غار خوله يې ټپه کړه او دوى پکې بند پاتې شول. يو بل ته يې وويل:هر يو دې فکر وکړي،چې د خداى لپاره يې کوم […]

له شرابو ځان وژغورئ

له شرابو ځان وژغورئ په پخوانيو زمانو کې يوه بې لارې ښځه پر يوه سړي مينه شوې وه،ښځې ورپسې خپله وينځه ولېږله،چې د شهادت لپاره دې راشي.سړى له وينځې سره راغى او په هر وره به، چې ننووته؛نو وينځې ورپسې ور تاړه،څو هغې کوټې ته ننووت،چې ښکلې ښځه له مريي سره ناسته وه او د […]

حضرت زيدبن حارثه (رض)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پېغمبراکرم: زيد مې زوى دى،هغه له ما او ما ته له هغه ارث رسي. حضرت زيدبن حارثه (رض) د سبا باد پر دښته لګېده،د ټبر خلک پر خپلو ورځنيو چارو بو خت وو. حضرت زيد له خپلې مور “سعدى” سره د خپلوانو ليدو ته د “طى” ټبر ته تللى و،چې په […]

حضرت ارقم بن ابى الارقم (رض)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت ارقم بن ابى الارقم (رض) تر هغه پورې،چې مسلمانانو لا دومره زور او واک نه درلود؛نو رسول اکرم د دريو کالو په موده خلک په پټه اسلام ته رابلل او لمانځه ته به غرونو او درو ته تله. په همدې ورځو کې،چې رسول اکرم له خپلو يارانو سره لمونځ کاوه؛نو […]