حضرت داود عليه السلام
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت داود عليه السلام تر هغې ،چې د “عهد” صندوق له بني اسراييلو سره و؛ نو په جګړو کې يې برى په برخه و او ډېر ښه ژوند يې درلود. د عهد په صندوق کې د حضرت “موسى” عليه السلام همسا،د “تورات” پاڼې، د حضرت”هاورن” پګړۍ او زرين تشت و؛ خو […]
حضرت موسى عليه السلام
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت موسى عليه السلام په پخوا زمانه كې د”مصر” پر هېواد يو ظالم پاچا واكمن و،چې پرخلكو، په تېره بيا پر”بني اسراييلو” يې خورا ظلم كاوه. هغه يو ځانمنی او بې لارې انسان و او ځان ته يې خدای وايه، هغه د خپلو مامورينو، عبادتځايونو او روحانيونو په مرسته چې […]
د نور سورت تفسیر
د نور د سورت پېژندګلوي دا سورت څلورشپېته ايتونه لري او په مدينه کې نازل شوېدى . د نوم ايښوولو لامل يې هم ددې سورت پنځ دېرشم ايت دى چې خداى ته د اسمانونو او ځمکې نور وايي . پدې سورت کې پر عفت او پاکلمنۍ خورا سپارښتنې شوې ؛نو په راوايتونو کې سپارښتنه شوې […]
كړنې يې د انسان همېشنۍ ملګرې وي
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنشُوراً (اسراء/۱۳) ژباړه : او موږ د هر انسان برخلیک په خپله غاړه كې يې ورځوړند كړی دی او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو،چې (تیار) پرانستى يې ويني (دا يې هماغه کړنليک دى) . په […]
شهوت، مست شتمن او الهي امر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ( اسراء/۱۶) ژباړه : او چې وغواړو يوه سيمه تباه كړو؛نو لومړى د سيمې “مترفينو (مخورو) ” (او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛بيا نو چې دوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو وړ […]
د روح څرنګتیا
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا ( اسراء/۸۵) ژباړه: او د ((روح )) (د څرنګتيا) په باب دې پوښتي، ووايه : ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده […]
داسې دعاء، چې د انسان په زيان وي
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولًا ( اسراء/۱۱) ژباړه : او انسان (د بيړې له امله) په هغه شان بدي غواړي؛لکه چې نېكي غواړي او انسان تل (د خيروشر په غوښتو كې) بيړندى دى. په دې آيت كې دعاء پراخ مانا لري، چې هر ډول غوښتنه رانغاړي؛ كه […]
د نعمت د ناپاسلۍ – ناشكرۍ سزا
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (نحل/۱۱۲) ژباړه : خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) […]
د پاسلنې – شکر حقیقت
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهیم/۷) ژباړه: او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!)) ېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په […]
د ښوون- زیتون، كجورې او انګور ځانګړنې
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (نحل/۱۱) ژباړه : خداى په همدې اوبو كښت زیتون او كجورې او انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي،بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده . شونې ده، وپوښتل شي، چې […]