تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت داود عليه السلام تر هغې ،چې د “عهد” صندوق له بني اسراييلو سره و؛ نو په جګړو کې يې برى په برخه و او ډېر ښه ژوند يې درلود. د عهد په صندوق کې د حضرت “موسى” عليه السلام همسا،د “تورات” پاڼې، د  حضرت”هاورن” پګړۍ او زرين تشت و؛ خو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت داود عليه السلام

تر هغې ،چې د “عهد” صندوق له بني اسراييلو سره و؛ نو په جګړو کې يې برى په برخه و او ډېر ښه ژوند يې درلود.

د عهد په صندوق کې د حضرت “موسى” عليه السلام همسا،د “تورات” پاڼې، د  حضرت”هاورن” پګړۍ او زرين تشت و؛ خو له هغه وخته،چې بني اسراييلو د څښتن له عبادته لاس واخست او پر بدو او رټلو چارو يې لاسونه پورې کړل؛ نو عربو په جګړه کې مات کړل او د عهد صندوق يې هم له ځان سره يووړ.

د عهد د صندوق له لاسه ورکولوسره سم بني اسراييل خپاره واره او وشيندل شول او کلي په کلي او ښار په ښار در په در خاورې پر سر شول .

تردې چې څښتن “سيموئيل” پېغمبر کړ او د بني اسراييلو شيندل شوى  ټبر يې بېرته را ټول او يو موټى کړ او د څښتن په حکم يې “طالوت” د هغوى پاچا کړ.

په دې هکله وايي : يوه ورځ ،چې طالوت په خپل پلرني پټي کې پر کار بوخت و ،چې “خره” يې بې درکه شول  او له خپل مريي سره د خپلو خرو په لټه کې شول او دې پلټنې څو ورځې دوام وموند ،چې بې له کومې پايلې د “صوف” سيمې  ته چې د حضرت “سيموئيل” ښار و ورسېدل .

مريي وويل :” ښه به وي،چې د څښتن پېغمبر ته ورشو او  د بې درکه شويو خرو درک ترې وپوښتو.”

حضرت “سموئيل” ته ورغلل او ځانونه يې ور و پېژندل ، چې “سيموئيل” (ع) هم “طالوت” وپېژانده او پاچا يې کړ او خلکو ته يې وويل : ددې نښه ،چې “طالوت” د څښتن له لوري ټاکل شوى، د عهد صندوق دى ،چې همدا اوس به يې پرښتې راوړي؛ خو ښه به وي،چې د صندوق ليدو ته له ښاره بهر ووځئ .”

خلک په بيړه له ښاره ووتل او د عهد په صندوق کې يې هماغه نښې وکتې ،چې حضرت “سيموئيل” ورته ويلې وې؛ نو ځکه خلکو “طالوت” خپل پاچا ومانه .

“طالوت” د واکمنۍ پر تخت له کېناستو سره سم تکړه او غښتلى لښکر راټول کړ،چې له “جالوته” د بني اسراييلو هغه خاوره بېرته واخلي ،چې د بنې اسراييلو دښمن و او د هغوى پر خاوره يې قبضه کړې وه، څه به مو سر خوږوم؛ له څه وخت تېرېدو وروسته جګړه پيل شوه او له دود سره يې سم ړومبى په خپله “جالوت” ميدان ته راودانګل او جګړې ته يې سيال وغوښت .

د “طالوت” له لښکره څو کسان ډګر ته ورغلل؛ خو د يو هم پرې زور و نه رسېد او ووژل شول .

دلته د “داود” په نامه يو ښکلى تنکى ځوان و ،چې پلار يې “ريشنا” له څلور وروڼو سره د طالوت ملاتړ ته را لېږلي وو، په ګوټ کې ولاړ و او ننداره يې کوله  او پلار يې ورته ويلي وو ،چې و هلکه! ګوره پام دې وسه ،چې په جګړه کې برخه وانخلې ،چې ته لا د جګړې نه يې او ستا دنده يوازې دا ده،چې هره ورځ مې د جګړې  له احواله خبر کړې .

“داود” يو غيرتي ځوان و؛ نور يې د صبر کاسه ډکه شوه او صبر يې ونشو کړاى،راغى او له “جالوت” سره جګړې ته يې له “طالوته” اجازه وغوښته.

“طالوت” ور مخکې شو،ورته يې وويل : بچيه! ته لا ځوان يې پرېږده هغوى دا کار وکړي ،چې تر تا يې مټې غښتلې دي .

حضرت “داود” (ع) په خپل ښکلي غږ او په بشپړ درناوي “طالوت” ته وويل : جګړه د ايمان په مټ ګټل کېږي! همدا څو ورځې مخکې مې هغه “سرکوزى” وواژه ،چې زموږ پر کلي يې يرغل کړى و او همداراز هغه لېوه مې وواژه،چې زما د پلار د رمې  د داړلو په تکل کې و.

“طالوت” ،چې ددې ځوان  رښتينولي،ايمان او اراده وکته ؛ نو سملاسي يې حکم وکړ : وسله او د جګړې جامې دې ورته راوړل شي .

 حضرت”داود” (ع) په پوره ډاډ وويل :” زه هېڅ شي او چا ته اړتيا نه لرم او همدا “چپنډه” ،چې را سره ده پر دښمن ور دانګم.

“جالوت” هم ،چې وليدل يو تنکى ځوان يې مخې ته ورغلى،د کبر له خندا شين شو او په ملنډو يې وويل :” بې له تا بل څوک نه وو،چې راسره يې سيالي کړې واى! ځه ولاړ شه! نه غواړم  ستا  په څېر تنکى ځوان ووژنم؛ نو ښه به وي،چې دوه خپلې اودوه پردۍ کړې او چټک خپل ځاى ته ستون شې .”

 حضرت داود سره له دې ،چې يو تنکى ځوان و؛ خو په مړانه يې وويل :” د ايماني  ځواک په وسله سمبال يم او پرې جنګېږم او ګورو به ،چې څوک به مري او له دې خبرې سره سم يې يو کاڼى په چپنډه کې کېښود او د “جالوت” پر لور  يې ور بر واهه او کاڼى نېغ ورغى او د “جالوت” پر سر ولګېد او د وينو نېز پرې رامات شو.

 حضرت داود” تکړه او چابک ځوان و او بې ځنډه يې په چپنډه کې بل کاڼى کېښود او له دې ګوزار سره سم يې “جالوت” له  اسه پر ځمکه پړمخ را ګوزارکړ او ځاى پر ځاى ومړ،چې د “جالوت” له مرګ سره سم يې لښکر د جګړې له ډګره وتښتېد او ډېر هم د “طالوت” سرتېرو ووژل او جګړه بني اسراييلو وګټله .

 تردې پېښې وروسته حضرت “داود” پر مېړني، ننګيالي او جنګيالي پېژندل کېده او هره ورځ يې د نوم او مېړنتوب اوازه خپرېده .

“طالوت” د “مکيال” په نامه لور درلوده ،چې حضرت “داود” ته يې ورواده کړه او “طالوت” د واکمنۍ په چارو کې حضرت “داود” خپل سلا کار وټاکه .

د “طالوت” تر مړينې وروسته حضرت “داود” يې ځايناستى شو او د سلطنت پر چارو سربېره، خداى(ج)، حضرت “داود” خپل پېغمبر هم کړ.

حضرت “داود” عليه السلام خپل الهي حکومت تر “شام”،”فلسطين” او د مديترانې د سمندر تر  کڅه خپور کړ،چې په واکمنۍ کې يې ټولو خلکو په پوره عدالت او امنيت کې ژوندکاوه . په نظم يې پېغمبري او واکمني کوله او نظم يې په خپل ژوند کې هم پلى کاوه. ورځ يې پر څو برخو ويشلې وه؛ يو برخه يې د خلکو د  ورمندون او د ستونزو د هوارۍ او لارښوونې لپاره، يوه برخه د عبادت لپاره او بله يې د خپلو چارو د تر سر ته رسولو لپاره ځانګړې کړې وه.

حضرت “داود” په عبادت کې ډېر پرېکندتوب درلود؛ يوه ورځ به روژه او بله ورځ به بوزه و او په خپل ښکلي غږ يې الهي کتاب؛ “زبور”لوسته او د تلاوت غږ يې دومره ښکلى و،چې الوتونکي اوڅاروي به ترې را تاوېدل او همداسې د څښتن په حکم اوسپنه به هم په لاس کې يې اوبه کېده او پر هر بڼه به اوخته .

سره له دې،چې حضرت داود پاچا و؛ خو خپله ګټلې  يې خوړه او بيت المال ته يې سترګې خړې نه وې .

د حضرت “داود” په وخت کې يو بل پاچا هم و ،چې “شداد” نومېده؛ هغه هم ځان د “فرعون” په څېر د خلکو څښتن ګاڼه او له خلکو يې غوښتل ،چې عبادت يې وکړي.

څښتن حضرت “داود” (ع) ته حکم وکړ ،چې “شداد” ته ورشي او د خداى(ج) عبادت ته يې را وبلي . حضرت “داود” هم ورغى او د څښتن عبادت ته يې راوباله او ترې ويې غوښتل،چې له ځانمنۍ لاس واخلي ، چې د قيامت پر ورځ جنتي شي .

“شداد” په سپکاوي او ملنډو وويل :”داوده”! ته مې ، چې کوم جنت ته رابلې، زه به يې په همدې دنيا کې جوړ کړم ،چې پوه شې د خداى جنت ته دې اړين نه يم او بيا يې امر وکړ،چې يوه ځمکه وټاکئ ،چې ښه بوى ولري او بيا يې په سلګونو استادان او په لکونو کارګران را ټول کړل او کلونه کلونه تېر شول،چې خپل جنت جوړ کړي؛ په دې جنت کې ښکلې او سترې له سرو، سپينو او زمرودو ماڼۍ جوړې شوې وې ،چې سارى يې نه درلود؛ د شيدو او اوبو د ويالو تر څنګ يې د سرو او سپينو ونې هم جوړې کړې وې؛ په بڼونو کې يې د خاورو پر ځاى مشک، زعفران او عنبر وشيندل او همداراز په ويالو کې يې ګران بيه کاڼي مېده کړل؛ نو چې کله جنت پرانستو ته چمتو شو؛ نو ددې ورځې لپاره يې له ډېرو سيمو ښکلې نجونې او هلکان راوستل .

د جنت د پرانستو وخت را ورسېد او “شداد” له خوشحالۍ په خپلو جامو کې نه ځايېده څو هغه جنت وويني ،چې کلونه کلونه يې په جوړولو تېر کړي وو؛ راون و ،چې بڼ ته ورننوځي . بڼ ته لا نه و ننووتى ،چې غښتلى سړى يې مخې ته راغى ،چې په حيرانۍ يې وپوښت :” څوک يې؟”

سړي وويل : ” عزرائيل” يم او راغلى يم ،چې ساه دې واخلم .

د “شداد” ژبه له وېرې کلکه ودرېده او بيا يې وويل : هيله کوم ،چې څو شېبې اجازه را کړئ ،چې خپل جوړ کړى جنت ووينم او بيا مې که ساه اخلې؛ نو وا يې خله .

حضرت “عزرائيل” وويل : داسې نشي کېداى او ځاى پر ځاى يې ترې ساه واخسته او يوه داسې چغه يې ووهله ، چې په شاوخوا کې ټولې نجونې او هلکان له وېرې مړه شول .

همدا وو ،چې “شداد” ونشو کړاى هغه جنت وويني ،چې کلونه کلونه ورته په تمه و او پر الهي عذاب ککړ شو.

يوه ورځ حضرت “داود” د عبادت په محراب کې پر عبادت بوخت و،چې دوه پرښتې د دوو سړيو په بڼه  راغلې.

حضرت “داود”،چې پر عبادت بوخت و او ناڅاپه يې وليدې؛ نو ووېرېد،چې ګنې وژلو ته يې راغلي دي؛ نو هغوى هم،چې وليدل “داود” وېرېدلى دى،ويې ويل : د خداى پېغمبره! مه وېرېږه! موږ د ورمندون (قضاوت) لپاره راغلي يو،چې اړپېچ مو هوار کړې .

 حضرت”داود” ورته وويل :  ستونزه مو څه ده؟

يو وويل : دا مې ورور دى،چې نهه مېږې لري او زه يوه لرم،اوس غواړي  دا يوه هم رانه واخلي؛ نو تاسې ووياست ،چې زما د ورور دا کار سم دى که نه؟

حضرت “داود” چوپ ناست و او خبرو ته يې غوږ و او بې له دې،چې فکر وکړي او هغه بل ورور يې هم وپوښتي، بې ځنډه يې وويل : دا ورور دې ظالم دى،چې پخپله نهه مېږې لري او بيا هم غواړي له تا دا يوه هم واخلي .

تر اوسه لا د  حضرت”داود” (ع) خبره پاى ته نه وه رسېدلې ،چې دواړه موسکي او ورک شول .

 حضرت”داود” (ع) پوه شو،چې هغوى د څښتن له لوري  امتحان اخستو ته راغلي ول .

په دې ازمېينه کې چې کله حضرت “داود” پوه شو؛ بې له دې ،چې هغه بل ورور يې هم وپوښتي او په بيړه يې  ورمند کړى؛ نو پښېمانه شو او سر يې پر ځمکه کېښود او د سپرلي د باران په څېر يې له سترګو اوښکې را روانې شوې او زار زار په ژړا شو او له خدايه يې وغوښتل ،چې و يې بښي .

وايې  : حضرت “داود” څلوېښت ورځې ژړاګانې او زارۍ وکړې،چې څښتن يې توبه قبوله کړه او و يې باښه .

حضرت “داود” (ع) تر 71 کالو ژوند وروسته تر ميلاد (٩٦٢) کاله مخکې ومړ.

قبر يې په “بيت المقدس”کې د “فلسطين” په هېواد کې دى او د پېغمبرۍ او سلطنت وخت يې څلوېښت کاله و.

څېړونکى : ګرانو ! ګورو،چې څومره الهي پېغمبران د “فلسطين” په سپېڅلې خاوره کې ښخ دي،چې نن پرې صهيونستانو(اسراييلو)قبضه کړې ده او مسلمانان او په تېره بيا عربي هېوادونه ددې ناموس په تر لاسه ورکولو اوس هم چوپ پاتې دي او په همدې اسلامي عربي هېوادونو کې يې ډېرى له اسراييلو سره پوځي او وټيز تړونونه هم لري .  

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!