د مړينې ډولونه
د مړينې ډولونه ١_ د زړه مړينه قرآن شريف هغوى مړه بللي،چې بې توپيره روح او د زړه قساوت ولري او خپل استازي ته وايي : إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى(نمل/۸۰)= البته ته نه (شې کړاى چې خپله خبره دې) د مړيو غوږ ته ورسوې (٧٢) حضرت علي د هغوى په هکله،چې په دنيا پورې يې […]
د ساه ورکولو ډولونه
د ساه ورکولو ډولونه په روايتونو او آيتونو کې څلور ډوله ساه ورکول ښوول شوي دي : ١_هغه ښه وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي : حضرت علي وايي: ښو خلکو ته د مړينې پر مهال زېرى ورکول کېږي، چې سترګې يې روښانېږي او له مړينې سره يې مينه پيدا کېږي او په اسانه ساه ورکوي […]
ځلکدن او مړينه
ځلکدن او مړينه مړينه د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرات کارول شوي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو : د خداى استازى وايي : له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ،د مور له ګېډې د ماشوم د راوتو په څېر،له تيارو،تنګسو او دباوونو […]
له معاده د انکار انګېزې
له معاده د انکار انګېزې ١_ له مسئووليته تېښته قرآن شريف وايي : بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ(قيامت/۵)= انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (ازاد وي او د قيامت د محاكمې له وېرى پرته) ټول عمر په ګناه كې تېركړي. (٥٣) ٢_ د خداى پر علم او ځواک ايمان نه درلودل د […]
پر معاد ايمان د ټولو کمالاتو ملاتړ دى
پر معاد ايمان د ټولو کمالاتو ملاتړ دى ډېرى کمالونه ،سرښندنې،اخلاقي فضايل له ساده ژوند او د ډول ډول ناوړو فشارونو د زغملو له امله د انسان ګوتو ته راغلي دي .هغه اهرم، چې وکړاى شو،دا ستر پېټی پرې اوچت کړو او دا دومره سختۍ وزغمو،يوازې پر قيامت ايمان دى . پر معاد […]
بېوزليو ته پام کې د معاد ونډه
بېوزليو ته پام کې د معاد ونډه د حضرت علي ورورعقيل،چې بال بچه داره بوډا و،حضرت علي ته راغى ،و يې ويل : له بېت الماله مې برخه ډېره کړه . حضرت علي يوه ګرمه سوځونکې اوسپنه عقيل ته رانږدې کړه .عقيل له وېرې خپل لاس شاته کړ او حضرت علي ورته وويل :که ته […]
له طاغوتيانو سره په چلن کې د معاد ونډه
له طاغوتيانو سره په چلن کې د معاد ونډه فرعون غوښتل حضرت موسى کليم الله بې پته کړي؛نو دې چار ته يې له ټولو ښارونو جادوګران او ساحران راوغوښتل او دې ساحرانو،چې تر دې مهاله پر معاد ايمان نه درلود او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول تر دې،چې ټولو وويل : ((إِنَّ […]
په پوځي چارو کې د معاد ونډه
په پوځي چارو کې د معاد ونډه قرآن شريف وايي : يوه ډله بني اسرائيل پېغمبر ته يې راغلل،و يې ويل : هوډ مو کړى د خداى په لار کې له تېري کوونکي دښمن سره جګړه وکړو؛خو دې کار ته يو غښتلي قومندان ته اړتيا لرو. پېغمبر يې ورته وويل :فکر نه کوم،چې جنګيالي ياست! […]
په وټيزو چارو کې د معاد ونډه
پر معاد د ايمان ونډه په وټيزو چارو کې د معاد ونډه قرآن شريف هغوى ته چې راکړه ورکړه لري وايي:افسوس دې پر کم پلورو وي،هغوى چې غواړي له خلکو پېري؛نو پوره يې اخلي او چې پلوري يې؛نو لږ پلوري او بيا وايي : أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ. لِيَوْمٍ عَظِيمٍ(مطففين/۴،۵)= ايا هغوى ګومان نه […]
د معاد دويم دليل د خداى حکمت دى
د معاد دويم دليل د خداى حکمت دى که قيامت نه وي؛نو د انسان او هستۍ پيدايښت بېځايه او د الهي حکمت پر خلاف به وي . آيا خداى،چې سل ځل په قرآن شريف کې ((حکيم )) ويل شوى او د حکمت نښې يې په هر ځاى کې وينو؛لکه :د سترګو باڼه او وريزې،د پښې […]