تبلیغات

په پوځي چارو کې د معاد ونډه قرآن شريف وايي : يوه ډله بني اسرائيل پېغمبر ته يې راغلل،و يې ويل : هوډ مو کړى د خداى په لار کې له تېري کوونکي دښمن سره جګړه وکړو؛خو دې کار ته يو غښتلي قومندان ته اړتيا لرو. پېغمبر يې ورته وويل :فکر نه کوم،چې جنګيالي ياست! […]

په پوځي چارو کې د معاد ونډه

قرآن شريف وايي : يوه ډله بني اسرائيل پېغمبر ته يې راغلل،و يې ويل : هوډ مو کړى د خداى په لار کې له تېري کوونکي دښمن سره جګړه وکړو؛خو دې کار ته يو غښتلي قومندان ته اړتيا لرو. پېغمبر يې ورته وويل :فکر نه کوم،چې جنګيالي ياست! هغوى ورته وويل: دا دومره تېرى،چې راباندې دښمن کوي؛نو هرومرو بايد د خداى په لار کې جنګيالي او توريالي شو. پېغمبر يې ورته وويل :خداى ستاسې لپاره طالوت مشر ټاکلى دى،چې پر پوځي چارو پوه او تکړه پياوړى ځوان دى.

پردې مهال د خداى ددې حکم پر وړاندې خلک پر دوو ډلو وويشل شول: ځينې داسې شول،چې په هماغه پيل کې هسې غړمبېدل او همداچې د جګړې ډهول ووهل شول؛نو دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ کړې او خپل شا ته يې هم و نه کتل او له دې حکمه يې سرغړونه وکړه. بلې ډلې د بولندوى مالي بېوزلي پلمه کړه او جګړې ته له تګه يې سروغړاوه.بلې ډلې سره له دې،چې ژمنه يې کړې وه ،چې په دې الهي ازموينه کې به له پراخې سينې کار واخلي؛خو بې صبري يې وکړه او ناکام شول.(٤٠) بلې ډلې سره له دې،چې د جګړې د حکم د اورېدو پر مهال ونه وېرېدل؛خو همداچې د دښمن غټ لښکر يې وليد؛نو مورال يې لاسه ورکړ،و يې ويل:نن د مبارزې طاقت نه لرو؛خو دلته يوازې يوه وړه ډله وه،چې پر معاد يې ايمان درلوده او په ((كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ)) (٤١) شعار سره يې پر دښمن يرغل وکړ او د دښمن ملا يې ماته کړه . دا کيسه ( د بقرې په سورت کې له ٢٤٩ آيت نه تر ٢٥١ آيت پورې د جالوت او طالوت په نامه راغلې ده ) په جګړه او پوځي چارو کې پر دښمن د بر لاسۍ راز پر معاد ايمان دى؛ځکه وايي : ((الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست