تبلیغات
آرشیو :

بداء يا د تقدير او الهي ارادې اړيکې

  ولې د بداء په اړه بحث کوو؟ “بداء” هماغه نسخ ده؛خو په دومره توپير چې “نسخ” د “تشريع” او “قانون اېښوونې” په برخه کې ده؛خو “بداء” په “تکوين” او”پيدايښت” کې ده؛يعنې د نسخې بدلون ته “بداء” وايي،چې په تکوين کې راشي او که په احکامو او قوانينو کې راشي ورته “نسخ” وايي او داچې […]

بداء د اهل بيتو د امامانو په رواياتو کې

  بداء د اهل بيتو د امامانو په رواياتوکې په بحارالانوار[1] کې له حضرت امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي : ((خداى ،چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر بندګى اقرار،هغه ته د هر ډول شريک اوسيال نفې کول او داچې خداى چې هر څه وغواړي،رامخې ته کوي يې او […]

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې بداء د اهل سنتو په روايتونو کې هم په ډول ډول بڼو او نومونو راغلې،چې انفاق او دعا د انسان برخليک بدلوي او دا بدلون هماغه څيز دى،چې د شيعه عالمانو په اصطلاح کې ورته بداء وايي او د بېلګې لپاره دوه روايتونه راوړو : ۱_ “سليمان” وايي:(( […]

بداء يا الهي محو او اثبات

بداء يا الهي محو او اثبات لومړى : د بداء لغوي مانا بداء په لغت تکې دوه ماناوې لري : ١- ((بدا الا مر بدوا وبداء))؛يعنې:دا موضوع څرګنده او ښکاره شوه؛ نو د ((بداء)) يوه مانا((ښکاره کېدل )) دي . ٢_ ((بداء له فى الامرکذا))؛يعنې په دې موضوع کې ورته دغسې رايه پيدا شوه ؛نوې […]

د اووم هجري کال پېښې

د اووم  هجري کال پېښې پېغمبر اکرم (ص) نړيوال رسالت اعلانوي د حديبې تړون پېغمبر اکرم د جنوب  له لوري (مکه) له يرغلونو ډاډمن کړ او د  همدې تړون برکت و،چې د عربو ډېرو مشرانو د خداى دين  ومانه ؛نو ځکه پېغمبر اکرم  وخت غنيمت وګاڼه او د خپل وخت د شاوخوا واکمنانو او سياسي […]

د خيبر جګړه

د خطر مرکز يا د خيبر اوسپنيز سنګر  د خيبر جګړه له هغې ورځې،چې د اسلام ستورى په مدينه کې په ځلا شو؛نو تر قريشو زيات،يهودو له اسلام سره کينه راواخيسته او د اسلام ځپلو ته يې ملا وتړله او په لار کې يې ورته خنډونه جوړول پېل کړل. هغه يهود،چې د مدينې په شاوخوا […]

فدک

 فدک “فدک”،”خيبر” ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر “خيبر” وروسته د “حجاز” د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د “خيبر” د “وادي القرى” او د “تيما” د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه […]

د قضاء عمره

د قضاء عمره مسلمانانو،چې د حديبيې د سولې تړون لاسليک کړ؛نو يو کال وروسته کړاى يې شول، درې ورځو ته له يوې تورې سره مکې ته ولاړ شي. يو کال تېر شو او وخت يې رارسېدلى و،چې مسلمانان له دې تړونه ګټه واخلي او اوه کاله وروسته خپلوان او وطن ووينې او د خداى د […]

د موته جګړه

د اتم هجري کال پېښې  د موته جګړه د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د “حجاز” په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او “قريش” د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نه شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام “شام” ته […]

د مکې فتح

د مکې سوبه د مکې د سوبې کيسه د اسلام د تاريخ خوږه کيسه ده او په عين حال کې د اسلام د پېغمبر د سپېڅليو موخو څرګندونکې او د ښو اخلاقو ښوونکې ده. په دې  څپرکي کې به پر ډاګه شي،چې پېغمبر اکرم او پليوني يې د حديبې پر تړون ولاړ وو او د […]