تبلیغات

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې بداء د اهل سنتو په روايتونو کې هم په ډول ډول بڼو او نومونو راغلې،چې انفاق او دعا د انسان برخليک بدلوي او دا بدلون هماغه څيز دى،چې د شيعه عالمانو په اصطلاح کې ورته بداء وايي او د بېلګې لپاره دوه روايتونه راوړو : ۱_ “سليمان” وايي:(( […]

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې هم په ډول ډول بڼو او نومونو راغلې،چې انفاق او دعا د انسان برخليک بدلوي او دا بدلون هماغه څيز دى،چې د شيعه عالمانو په اصطلاح کې ورته بداء وايي او د بېلګې لپاره دوه روايتونه راوړو :

۱_ “سليمان” وايي:(( د خداى استازي وويل: بې له دعا هېڅ لامل الهي قضا اړولاى نشي او له خلکو سره بې له احسان او نيکۍ بل څه د انسان عمر نه شي زياتولالى.)) [1]

۲_”ثوبان” وايي: د خداى استازي وويل:(( یوازې احسان او نېکي د انسان عمر ډېرولاى شي او یوازې ښيرا او ناوړه کړه الهي تقدیر اړوي او ګناهونه انسان له الهي نعمتونو بې برخې کوي.)) [2]

په شيعه وو کې “بداء” پر همدې ماناراغلې؛لکه چې د اهل سنتو په رواياتو کې ده .

طيالسي،احمد،ابن سعد او ترمذي يو روايت لري،چې لنډيز يې د طيالسي په عبارت کې داسې دى : رسول اکرم وويل : خداى تعالى حضرت آدم (ع) ته د هغه ځوځات وروښود، آدم په هغوى کې يوه نوراني څېره وليده، و يې وويل : خدايه ! دا څوک دى؟ خداى ورته وويل : دا ستا زوى “داوود” دى ! آدم وويل : خدايه ! عمر يې څومره دى؟ خداى ورته وويل : شپېة کاله ! آدم وويل : خدايه عمر يې ډېر کړه ! خداى ورته وويل : نه کېږي؛خو داچې له خپله عمر دې پرې ورزيات کړې . حضرت آدم وويل : عمر مې څومره دى؟ خداى ورته وويل : زرکاله ! آدم وويل : ما خپل څلوېښت کاله عمر وروباښه …

د حضرت آدم د مړينې مهال،چې راورسېد او د روح قبضولو پرښتې، چې ورته راغلې؛نو حضرت آدم ورته وويل : له عمره خو مې څلوېښت کاله پاتې دي ! ورته يې وويل : تاخو پخپله هغه داوود ته بښلي دي ![3]

داروايت د(( يمحوا الله مايث ويثبت وعنده ام الکتاب )) له معاديقودى.

داهل بيتوامامانو(( محواواثبات )) ته (( بداء )) ويلې ده، چې دخداى په مرسته يې څېړو:

 

[1] . صحيح ترمذي ؛۸/ ۳۵۰ .

[2] . ابن ماجه۱/ ۲۴،حاکم، مستدرک (۱/ ۹۳ ) او احمد حنبل ،مسند (۵/ ۲۷۷ او ۲۸۰، ۲۸۲ ) حاکم په مستدرک کې ددې روايت کره توب کره کوي او “ذهب”ي هم پرې نيوکه نه ده کړې.

 

[3] . طيالسي ، مسند، ٣٥٠مخ ، ٢٦٩٢ حديث+ اما احمد حنبل سيد١ټ ، ٢٥١، ٢٩٨او ٣٧١ مخونه + ابن سعد طبقات، ١ټ، ٧-٩ مخونه لومړۍ برخه دارويا چاپ + ترمذي سنن ، ١١ټ ، ١٩٦او ١٩٧ مخونه داعراف سورت په تفسيرکې +بحارالانوار٤ټ ، ١٠٢او ١٠٣ مخونه په ډېرلږ توپيرله امام باقرروايت کړى دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست