تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

خداى چېرته دى

يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام : تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟ و يې […]

مه غوسه کېږه

  يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل کې ول […]

زړې جامې مه اغوندئ

حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې […]

د همسفر حق

حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال له “کوفې” نه،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،د يو کار لپاره بهر ووت.ساتندويان يې له ځان سره نه وړل او په هغه ورځ هم ساده او يوازې ووت.په راستنېدو له يو کتابوال سره يو ځاى شو.هغه سړي،چې حضرت علي (ک) نه پېژانده؛ نو له يو بله […]

په ماشومانو لورنه

پېغمبراکرم د لمانځه لپاره جومات ته روان و،په لار کې کوچنيان پر لوبو بوخت وو،پېغمبر اکرم يې،چې وليد؛لوبې يې بس کړې او ورمنډې يې کړې،پېغمبراکرم په مينه ومنل او دوى پر پېغمبر ورختل او په خوشحالۍ يې ويل :(( کُن جَمَلى= اوښ مې شه)) پېغمبر هم په عاجزۍ ټيټ شو او پر اوږو او شا […]

د پېغمبر اکرم (ص) د ځيګر ټوټې غاړکۍ

  حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) روايتوي : د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ، ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو پوخمنګی سړى راغى، چې شلېدلې جامې يې پر تن وې ويې ويل: وږى يم كالي مې نشته څه راكړئ. رسول اكرم ورته وويل: اوس څه نه لرم د فاطمې كور ته ولاړ […]

فاطمه او د قيامت ورځ

حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده،په دې باب حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي: زما لور فاطمه به په قيامت کې په داسې حال كې راپاڅي،چې په ((اب حيات)) پسوللي كالي به يې اغوستې وي او ټول مخلوق به ورګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې ټول حيران […]

برکتي کور

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د “خندق” په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې […]

د خداى لپاره مو کوم کار کړی دى

درې تنه پر لار روان وو،چې باران پرې راکېوت او په غره کې يو غارته ننووتل،ناڅاپه له غره ډبره راولوېده او د غار خوله يې ټپه کړه او دوى پکې بند پاتې شول. يو بل ته يې وويل:هر يو دې فکر وکړي،چې د خداى لپاره يې کوم کار کړی دى او د هماغه له مخې […]

له شرابو ځان وژغورئ

په پخوانيو زمانو کې يوه بې لارې ښځه پر يوه سړي مينه شوې وه،ښځې ورپسې خپله وينځه ولېږله،چې د شهادت لپاره دې راشي.سړى له وينځې سره راغى او په هر وره به، چې ننووته؛نو وينځې ورپسې ور تاړه،څو هغې کوټې ته ننووت،چې ښکلې ښځه له مريي سره ناسته وه او د شرابو منګوټى يې تر […]