تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

تر مړينې وروسته ژوند

کېداى شي چې تاسې د ((شرى راماكرشنا)) د ښكاركېدو پركيسه باور و نه كړئ؛ خو داسې بېلګې هم شته چې اروا د بدن په بڼه خپلو خپلوانو او دوستانو ته راښكاره شوي . ((فلاماريون)) يوفرانسوي ستوری پوه و او سترنابغه و، چې مانیزې- معنوي او روحاني ځانګړنې يې هم درلودې، د مړينې پرمهال اتيا كلن […]

ولې له مړينې وېرېږو؟

غواړم چې تاسې ته د مړينې د منځپانګې په اړه څه ووايم،((بېكن)) وايي: لكه څرنګه چې ماشومان له تپې تيارې وېرېږي، خلك هم په همدې څېر له مړينې وېرېږي . موږ په اصل كې له ناپېژندل شويو څيزونو ويرېږو؛ ځكه نه پوهېږو چې د مړينې پر مهال به څه پېښېږي . نه پوهېږو “مړينه” چې […]

مړينه د خوږ خوب په څېر ده

يوې خور راته وويل: د مړينې په هكله چې فكر كوم؛ نو له وېرې مې ټول وجود لړزېږي . ډېرخلك له مړينې وېرېږي او څه، چې له تاسې غواړم دا دي چې : له مړينې مه وېرېږئ؛ مړينه يو طبيعي څيز دى او پردې سربېره يو ډول خوښوونكې ازموينه هم ده او د ويده كېدو […]

مړينه د لمر پرېوتو غوندې ده

لمر چې په يوځاى كې پرېوځي ؛نو په بل ځاې كې راخېژي يا په بله وينا: لمر هېڅ وخت نه لوېږي ؛ په همدې توګه “مړينه” هم يو ډول ظاهري وهم دى . څه ته چې په دې نړۍ كې “مړينه” وايي، په بلې نړۍ كې نوې ” زېږېدنه” ده؛ ځكه چې ژوند پاى نه […]

د وخت غوښتنه

د وخت غوښتنه

د ټولنۍ د بربادى لاملونه

حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل : څلور څيزه دي، چې که يو يې هم کوم کور ته ورننوت؛ نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج) برکت به يې اۤباد نه کړي : خيانت،غلا،د شرابو څښل او زنا . (نهج الفصاحه ) لنډه شرح : پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى […]

واقعي اختر

حضرت علي (ک) وويل : د هغو کسانو اختر دى،چې روژې او عبادتونه يې د څښتن (ج) په درګاه کې قبولې شوي وي او هره ورځ، چې پکې ګناه ونشي؛نو اختر دى.   لنډه شرح : تر يوې مياشتې روژې نيولو روسته،جشن په حقيقت کې پر نفس د لاسبرۍ جشن او له څښتن (ج) څخه […]

قرض الحسنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ (الحدید/۱۱) ژباړه : هغه څوك دى،چې خداى ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د خداى له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې هغه څو ځل ورزياته كړي او ورته عزتمنه بدله ده؟!  څوك دى، چې د خداى په نامه […]

هغه هر وخت په يو نوي كار او شان كې دى

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ) ( الرحمن/۲۹) ژباړه : په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي،له هغه يې غواړي (او) هغه هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى .  دا آيت، پراخ مفهوم لري، چې په دې نړۍ كې هر ډول پنځون او […]

فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

خداى په دې آيت، ټول انسانان او پېريان له دې واقعيت سره مخامخوي، چې د خداى د نعمتونو په باب غور وكړي او خپل عقل وپوښتي، چې د خداى كوم يو نعمت انكارېدونكى دى او كه نه دى؛ نو ولې د خپل نعمت ولي ونه پېژني، ولې يې سپېڅلي درشل ته سر نه كښته كوي؟ […]