تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : www.andyal.com

د زمزم چينه څنګه پيدا شوه؟

ابراهيم عليه السلام،د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره،هاجره بي بي او خپل زوى اسماعيل (ع) پرېښود. ډېر وخت تېر نه و، چې د حضرت هاجرې او اسماعيل (ع) خوراك و څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول . د زوى حال يې بد شو،مور يې […]

پلار مړي خوشحالوم

حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى او له دې […]

زړه سواند او لوراند

يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته وپېره! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې وپېرلې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه او ساده جامې وې؛ نو […]

تنخواه

( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر نه روايتوي: چې کله عقيل ( د حضرت علي ورور ) له حضرت علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو حضرت علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې . عقيل ټينګار وکړ . حضرت […]

ماليات

عبدالملک بن عمير روايتوي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده راکړه او راته يې وويل : څوک د مالياتو اخستو لپاره په کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د دوبي او ژمي له […]

د مسلمانانو د واکمن خواړه

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو د کور د وره مخې ته يې […]

پر پېر پلور څارنه

ابي مطر وايي :له جوماته راووتم،چې يو سړي غږ وکړ : که مسلمان يې؛نو لمن دې راټوله کړه،چې هم تقوى ته نږدې ده او هم دې جامې پاکې پاتې کېږي او له سره دې پورته کړه _ کېداى شي اوږده ويښتان او يا بې ماډله خولې يې درلوده _ شا ته مې چې وليدل؛نو ګورم […]

سلاکار

يو سړى يې حضرت عمر (رض) ته راووړ،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم،چې […]

عجيب الخلقه

يوه ښځه يې حضرت عمر ته راووړه،چې يو ماشوم يې زېږولاى و، چې تر پنډو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه خېټې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه د دوو اولادونو د ارث برخه غوښته . حضرت عمر (رض) اصحاب راټول کړل،چې مشوره ورسره وکړي؛خو […]

نرښځى

يو سړي له “نرښځي” سره،چې هم يې د ښځې او هم يې د سړي عورت درلود، واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وزېږېد او پخپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې […]