بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه لومړۍ زده کړه: دین څه دی؟ دین د اند، ګروهې، لارې او کړنلار په مانا دی؛ که لار په حقه وي، که په باطله. قرآن کریم بوتنمانځو ته وايي: (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ [1]= ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.) نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

لومړۍ زده کړه: دین څه دی؟

دین د اند، ګروهې، لارې او کړنلار په مانا دی؛ که لار په حقه وي، که په باطله. قرآن کریم بوتنمانځو ته وايي: (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ [1]= ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.)

نو د هر چا لار، کړنلار، دود او دستور یې دین دی؛ خو مهمه داده چې په حق لار او حق دین پسې ولاړ شو.

د حق دین نښې:

حق دین، هغه دین دی، چې له عقل سره سمون وخوري.

بوتنمانځو به له ډبرو او لرګیو بوتان توږل او نمانځل یې. قرآن ورته وايي: دا چار مو له عقل سره سمون نه خوري .

)(قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ=[2] ايا هغه څه نمانځئ، چې پخپله مو توږلي دي ؟!)

شونې ده په دې کږه او ناسمه لار مو پلار نیکونه هم تللي وي؛ خو نباید پرې ولاړ شو؛ لکه څنګه چې بوتنمانځو خپلو چارو ته د مخونې په پار ویل: )(إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ [3]= په حقيقت كې خپل پلرونه مو پر يوه دين موندلي او بېشكه موږ يې لارويان يو)(

حق دین هغه دی، چې د پالونکي پنځګر له لوري وي؛ نه د نورو له لوري.

دې بېلګې ته پام وکړئ:

هره دستګاه او کومه مهمه وزله چې جوړه شي او بازار ته راشي؛ نو معمولا لارښود کتاب ورسره وي، چې له هغه دستګاه د ګټنې لار یې ښوولې وي.

انسان هم چې خدای پنځولی دی، لارښود کتاب لري، چې خدای د آسماني کتاب په بڼه را استولی دی. د محصولاتو لارښود کتاب هغه کس لیکي، چې هغه محصول یې طراحي کړی او جوړ کړی وي؛ نو زموږ ژوند ته هم باید هغه الله کړلار راکړي، چې موږ یې پنځولي یو،له اړتیاوو مو خبر دی او د ستونزهواري وس مو لري.

حق دین هغه دی چې د انسان ټولو اړتیاوو ته کړلار ولري؛ جسم او روح ته، دنیا او آخرت ته، وګړي او ټولنې ته.

حق دین هغه دی، چې عمل کول پرې د ودې او غواروي لامل ګرځي او وخت تېرېدنه یې ناچله نه کړي او احکام یې د تل لپاره تازه او په زړه پورې وي.

دیني احکام؛ لکه ایکي یو الله لمانځنه، له پاکو او سپېڅلیو خلکو لاروي، د خلکو حق په پام کې نیول، ګټور خواړه، زده کړه او کار، د نورو درناوی او له بېوزلیو سره مرسته کول. چې یو له دې احکامو ځنې هم د کوم ځانګړي وخت او ځای لپاره ځانګړي نه دي؛ بلکې د تل لپاره په هر ځای او وخت کې ژوندي دي.

د امام حسین تل ژوندۍ وینا، چې و یې ویل: ((هیهات منا الذلة)) هېڅکله به ذلت ته غاړه کېنږدم؛ که څه پخپله او ځوځات مې شهیدان شي. دا شعار په ټولو ځایونو او وختونو کې د ټولو انسانانو لپاره ښکلا لري او له چلنه نه غورځېږي.

هو! له خدایه مننه، چې په لمانځه کې ده،

د لوږې څکل او د لوږو یاد، چې په روژه کې دی،

له مال، ځان او دینه دفاع، چې په جهاد کې ده،

د بېوزلیو لاسنیوی، چې په خمس او زکات کې دی،

نېکیو ته د خلکو رابلل، له چټلیو او ناوړه کړنو د نورو خلاصون ته هڅې، چې په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې دي،

د پاکۍ سپارښتنه، چې په اودس، غسل کولو او د نوکانو په اخستلو او سر اوڅېرې په پاکولالي کې ده،

ادب رعایتول، سلام اچول او بې بلنې یو ځای ته نه ورتګ، د موروپلار، خپلوانو او ښووندانو درناوی او پر ژمنه وفا، چې دیني کړنلارې دي،

او په زرونو نورې دیني کړنلارې، هېڅکله ناچله کېږي نه او د لمر په څېر د دین په آسمان کې ځلېږي او ټولو ته مانیزه انرژي وربښي.

هغوی چې له دیني کړلارو ګټنه نه کوي او له کوټلي دینه نه برخمنېږي؛ نو دوه لارې یې په مخ کې دي:

یا دې په خپل اند او سلیقه عمل وکړي، چې نن یا سبا به پښېمانه شي.

یا پر بشري قوانینو اډانه وکړي، چې د محدودو انسانانو له انده او یا د هغو کسانو له فکره راولاړ شوي، چې د خپلو ځاني غوښتونو او ظالمانو په لومو کې ښکېل دي.

نن د بشرحقوقو لپاره تر ټولو مهم ځای، ملګري ملتونه دي؛ خو ځینو هېوادونو؛ لکه آمریکا پکې د وټو حق لري؛ یعنې که د نړۍ د ټولو هېوادونو استازي یو هوډ ونیسي، امریکایان یې کولای شي، په یوازې ځان رد کړي. دا زموږ په پېر کې د بشرحقوقو څېره ده.

خو په قرآن کې لولو: (( قانون، د خدای حق دی او ان پېغمبر  حق نه لري، له ځانه یو ټکی پکې وراضافه کړي او که داسې وکړي؛ نو خدای به یې د ژوند رګ پرې کړي.[4]))

هو! لکه څنګه چې یو رنځور د خپلې روغتیا لپاره د طبیب لارښوونو ته غاړه ږدي او لکه څنګه چې موږ خپل موټر د جوړولو لپاره مستري ته ورکوو؛ نو نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره باید الهي احکامو ته غاړه کېږدو.

هغه خدای چې تر طبیب او مستري په زرونو ګرایه پوه  او پر انسان لوراند او لورین دی؛ یوازې هغه خبر دی، چې انسان څرنګه یو موجود دی او کوم چار یې چې په ګټه دی، هغه یې فرض یا مستحب کړی دی او څه یې چې په ګټه نه دي، هغه یې حرام یا مکروه کړي دي.

سربېره پردې چې الله لارښود کتاب را استولی دی، د بشر لاس یې د پېغمبرانو، سپین لمنو او عادلو امامانو په لاس کې ورکړی دی.

قرآن کریم هغه دین یو بشپړ دین ګڼي، چې پر ښو احکامو درلودو سربېره، د ټولنې مشري هغه ته ور وسپاري، چې بشپړ کمالات ولري. د مایده سورت په درېیم آیت کې لولو)(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ = نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ)) نن مې دین دربشپړ کړ؛ او دا هماغه ورځ وه، چې رسول الله (ص) له خپل روستي حج نه په راستنېدو کې په ((خم غدیر)) نومي ځای کې ودرېد او د خپل پالونکي په حکم یې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس راپورته کړ او خلکو ته یې وویل: (( من کنت مولاه فهذا علی مولاه[5])) د چاچې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی.

دویمه زده کړه: له نعمتونو یې پنځګر پېژندل

ځان ته ګورم، وینم، چې پخپله مې ځان نه دی جوړ کړی؛ نو یو پنځګر لرم.

زما پنځګر باید یو پوه وسمن وي، له ما سره مینه ولري، زما له ټولو اړتیاوو خبر وي او په پوره کولو یې وسمن وي.

هغه زما لوراند پنځګر څښتن دی.

هر نوزېږی، چې دې نړۍ ته راځي، لومړی څیز، چې اړتیا ورته لري، خواړه دي؛ خو هېڅوک هم نه پېژني او د یوه کار د کولو وس هم نه لري!

که ټول متخصصان سره راټول شي او وغواړي د دې نوزېږي د خوړو لپاره یوه لار وټاکي؛ نو څه به کوي؟ خواړه به یې څه وي؟ کوم توکي باید ولري او د تودوخې په کومه درجه کې دې وساتل شي؟ څوک یې چمتو کړي او څنګه دې نوزېږي ته ورکړل شي؟

د نوزېږي یوازې یو کار زده او هغه هم تی رول، نه څه ژوولی شي او نه پوکی ورکولای شي.

تر موره به څوک مهربانه او د مور تر شیدو به کوم خواړه غوره وي؟ نوځکه د نوزېږي خواړه د مور  تر سترګو او څارنې لاندې دي، چې مور وکولای شي د خپل نوزېږي ساتنه وکړي او خواړه یې له مینې او محبت سره مل وي. خواړه هم تل چمتو وي او سړولو او ګرمولو ته اړتیا هم نه لري.

که دا دومره نعمتونه نه ول؛ نو څه به کېدل؟

که مور شیدې نه درلودای؛ که ماشوم د روولو پر ځای پوکی ورکول؛ که یې نشول کولای، چې په ژړا خپله لوږه څرګنده کړي؟ که د نوزېږي ټولې اړتیاوې د مور په شیدو کې نه وې او که د مور مینه لږه وای او د یوه داسې دروند مسوولیت منلو ته چمتو نه وه؛ نو بیا؟

کومه پوهه او ځواک دی، چې وکولای شي، په دې اړتیاوو یې سر خلاص شي او په دقیقه توګه ټولې پوره کړي؟

څښتنه! زه خو په خپلو اړتیاوو نه پوهېدم او نه مې موروپلار خبر ول، چې کوم خواړه راته په کار او ګټور دي.

تر زېږېدو د مخه دې د مور تی راته له شیدو او د مور زړه راته له مینې او د مور ژوند دې زما په پلار تامین کړ.

غوره خواړه دې راکړل، چې په خورا ساده لار خپلې اړتیاوې پوره کړم.

څښتنه! ددې پېرزوینو دې منندوی یم.

مل مې شه، چې له دې ټولو نعمتونو دې په ښه توګه ګټنه وکړم، هېر دې نه کړم، له موروپلار سره مې نېکي وکړم او لکه څنګه چې ته راته ښه څښتن یې، زه دې هم ښه بنده ووسم.

نوزېږي ته د مور د شیدو د ارزښت په باب قرآن کریم وايي : ((وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ [6]=او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي . (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي .))

پېغمبراکرم (ص) وايي: (( کوشني ته غوره خواړه د مور شیدې دي.[7]))

دیني عالمان هم وايي: که د مور روژه کېدل، ماشوم ته یې شیدو ورکولو ته تاوان رسوي؛ نو روژه پر مور فرض نه ده؛ ځکه د کوشني تغذیه کول د رمضان میاشت تر فرض روژې مهمه ده.

درېیمه زده کړه: د الله ځواک او حکمت

ټول مخلوقات، د الله د ځواک نښې دي.  غر، بیدیا، سمندر، ځمکه، لمر، سپوږمۍ او په آسمان کې ستوري؛ خو په مخلوقاتو کې ځنې یې ځانګړې ځانګړنې لري؛ د بېلګې په توګه: خدای چې انسان وپنځاوه، سترګې یې له څلېښینو اوبو ورجوړې کړې، غوږونه یې له کورپاندوکیو او ژبه یې له غوښې. کوم ځواک کولای شي له څلېښینو اوبو لیدځواک، هډوکي ته اورېدځواک او غوښې ته ویناځواک ورکړي؟

د بشر جوړ کړي ډېری څیزونه، څه موده روسته له کاره غورځېږي؛ خو د انسان د بدن غړي تر ډېرې مودې کار کوي.

د تاریخ په اوږدو کې میلیاردونه بشر وپنځول شول؛ خو په دې دومره انسانانو کې له پیله تر اوسه، ان د دوو انسانانو د ګوتو کرښې هم سره یو شان نه دي، حال داچې ډېر تکړه هنرمندان تر څو هنري آثارو ډېر آثار نه لري!

انسان له خاورې یوازې خټه، خښته، کاشي، سرامیک او څه نور محدود توکي جوړولای شي، نور څه ترې نشي جوړولای؛ خو الله په یوه بڼ کې، له همدې خاورې، هم خوږه مېوه؛ لکه کجوره او توت او هم تروه مېوه؛ لکه لیمو او هم خوږه تروه مېوه؛ لکه انار او مالټه پنځوي.

په قرآن کریم کې لولو:

((او په ځمكه كې څنګ په څنګ پرتې ټوټې دي او (همداراز) د انګورو بڼونه، كښتونه او د كجورو ګډ بنسټې او بېل بنسټې ونې دي، چې په يو ډول اوبو خړوبېږي! او حال داچې ځینو ته مو پر ځینو نورو د خوراک له پلوه غوراوی ورکړی، بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (څرګند) دلايل دي، چې عقل كاروي .[8]))

هو! ځینې خلک مېوه یوازې نس ډکولو ته غواړي؛ خو هوښیاران ددې ټولو ښکلاوو او هېښتیاوو په لیدو سره د خپل ایمان اروا تازه کوي او د الله د ځواک نښې پکې ویني؛ ځکه له یوه ډول اوبو او خاورو یوازې د یوه ډول خوند تمه کولای شو؛ خو د الله ځواک داسې دی، چې ډول ډول خوندونه، رنګونه او بڼې ترې پنځوي.

الله حکیم دی؛ یعنې ټولې چارې یې پر ځای، سمې او موخه لري او یو بې موخې چار هم نه کوي، ان هغه چارې چې زموږ له انده ترخې او کړوونکې دي، هرومرو دلیل ورته شته دی. د بېلګې په توګه: که انسان درد او رنځ نه احساساوه؛ نو یوځلي به یې بدن له کاره غورځېده؛ خو درد په بدن کې د خطر او رنځ اخطار او نښه ده.

دردونه او رنځونه انسانان درملو جوړولو او علمي پرمختګونو ته هڅوي او د درد او رنځ تر سیوري لاندې انسان د خپلې روغتیا په قدر پوهېږي.

دردونه پر دردېدونکي انسان د خپلوانو احساسات او عواطف رانرموي، رنځونه د انسان د تکبر او غرور کچه راکښته کوي او له الله سره د انسان اړیکه پیاوړې کوي او روغ وګړي فکر او اند ته اړباسي، چې د خپلې روغتیا په ګټه او قدر پوه شي.

یو ځل بیا دې کرښو ته پام وکړئ!

د الله ټولې چارې په خپل ځای کې عالمانه دي او روغتیا او رنځ یې زموږ د ودې لپاره ایښي دي.

که روغتیا تولید ډېروي، رنځوري ترحم ډېروي.

که روغتیا د ودې لامل ده، رنځوري الله ته د ورنږدېدو لامل ده.

هو! الله ځواکمن ذات دی؛ خو د ځواک مانا دا نه ده، چې هر هغه څه وکړي، چې زموږ خوښه وي او یا یې ترې غواړو؛ بلکې الله خپل ځواک په هغه ځای کې کاروي، چې عالمانه او حکیمانه وي.

تاسې دا ځواک لرئ، چې خپل کمیس څېرې کړئ؛ خو دا کار نه کوئ. الله یې ځواک لري، چې یو کس بې زده کړې، عالم کړي او د یوه بزګر له زحمت پرته، محصولات رامنځ ته کړي او بې درمل او ډاکټره، رنځو ته شفا ورکړي؛ خو دا کار نه کوي؛ ځکه چې حکیمانه چار نه دی؛ ځکه دا چار د اندونو، هڅو او اړیکو د ځوړ لاملېږي.

څلورمه زده کړه: له الله سره اړیکه

تر الله پېژندو روسته مو لومړۍ دنده، له الله سره اړیکه ده او داچې د هغو نعمتونو په پار ورسره مینه ولرو، چې راکړي یې دي.

که څوک د عکاسۍ یوه کمره راډالۍ کړي؛ نو د ژوند تر پایه ورسره مینه کوو او نه یې هېروو. الله راته د عکاسۍ دوه پرمختللې کمرې راکړې دي. دوه ښکلې سترګې، چې ټول عمر پرې لرې، نږدې او له هر اړخه عکاسي کوو. یوه سپکه، کوچنۍ، ظریفه، ښکلې او په مناسب  او کلک ځای کې ايښوول شوې کمره. الله دا دوه کمرې په دوو چوغړندو کې ایښي دي، چې په مناسبه توګه وساتل شي او باڼه او وریزې یې پرې جوړې کړي، چې د بهرنیو توکیو او اضافي رڼا د ورننووتو مخه ونیسي.

دې کمرو له هومره کوشنیتوب سره، موږ له نړۍ سره په اړیکه کې کړي یو او موږ کولای شو د نړۍ هېښتیا او ښکلاوې پرې ووینو.

دا کمرې زموږ او پوهانو ترمنځ، د هغوی د کتابونو د  لوستو له لارې اړیکه جوړوي، له خطرو مو ساتي، د مطالعې له لارې مو پوهه ډېروي او په سترګو هر څه پېژندلی شو. هره ورځ په زرونو انځورونه اخلي؛ خو ستړتیا نه لري.

د ستر الله په هر نعمت کې چې فکر وکړو، له خپل پنځګر سره مو مینه ډېرېږي. دا مینه مو، له الله سره ړومبۍ اړیکه ده.

بله اړیکه، د لوراند الله مننه ده. که د یوې کمرې ډالۍ مننه غواړي؛ نو د سترګو په شان ښکلې ډالۍ خو څو ګرایه مننه غواړي.

د الله مننه په څه کې ده؟

د الله مننه په دې کې ده، چې سترګې پاکې وساتو. په چټلیو اوبو څېره و نه وینځو. په ډک نس مطالعه و نه کړو. که په یوه ځای کې بسیا رڼا نه وي او کوم کتاب چې توري یې واړه وي، مطالعه یې نه کړو، چې سترګې مو خرابې نشي. په سترګو ګناه و نه کړو او څوک و نه وېروو.

موروپلار ته په مینه کتل عبادت دی. قرآن او کعبې ته کتل عبادت دی. دیني عالمانو او مشرانو ته کتل عبادت دی. د الله له نېکو بندګانو سره لیدل کتل عبادت دی او که مړه شوي دي، د قبرونو زیارت یې عبادت دی.

د (الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [9]) ویل ژبنۍ مننه ده؛ خو د مننو غوره ډول، لمونځ کول دي. قرآن کریم وايي: (فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ .الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ=[10] نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.((

لمونځ په ټولو آسماني ادیانو کې و.

رسول الله (ص) وویل: (( په هغه دین کې خیر نشته، چې لمونځ پکې نه وي.))

په رښتیا که لمونځ نه وي، د نورو ښېګڼې چارسازه نه دي؛ لکه څنګه چې که ستنه نه وي؛ نو په تار ګنډل نه کېږي.

که ټرافیک پولیس له یوه موټر چلوونکي د چلولو لایسنس وغواړي او هغه یې و نه لري؛ نو ټرافیک پولیس یې دروي او جریمه کوي یې، ان که د پوهنتون لسانس او یا کوم بل مهارت هم ولري.

راځئ! هره ورځ د څو شېبو لپاره له خپل پنځګر الله سره خبرې وکړو. رښتیا!

له هر چا سره خبرې کوو؛ خو له الله سره خبرې نه کوو؟

موږ له الله سره مینه لرو او څوک چې له چا سره مینه لري، زړه یې ورسره خبرې کول غواړي.

داچې موږ ټول انسان په منظمه توګه له الله سره خبرې وکړو؛ نو الله انسان ته لارښوونه کړې، چې ټول یوه لوري، مخ پر قبلې، له پاکو بدنونو او جامو سره، په روښانه زړه، په نږه نیت او په یوه ژبه لمونځ وکړو.

لکه څنګه چې د نړۍ د هر هېواد پیلوټ چې غواړي، د هر هېواد له هوايي ډګر سره اړیکه ټینګه کړي؛ نو په انګریزۍ ورسره خبرې کوي. موږ هم باید خپل لمونځونه په عربۍ وکړو. هو! یوه ژبه، د الله لمانځو د یووالي نښه ده.

دا لمونځ به هغه مهال ډېر زموږ د ودې او پرمختګ لامل شي، چې د جومات په څېر په یوه سپېڅلي ځای او په خپل وخت په جمعه ترسره شي؛ خو په دې شرط، چې د لمانځه ترڅنګ د بېوزلیو لاسنیوی هم وکړو او په لمونځونو کې مو دعاوې هم ورته وکړو.

هغه چې لمونځ کوي، ته وا خپل لاسونه یې د الله په لاسونو کې ايښي او په یوه کلکه رسۍ یې منګولې لګولې دي او هغه به پر هره ستونزه لاسبری شي، چې پر کلکه الهي رسۍ یې منګولې لګولي او خپل لاسونه یې د الهي ځواک په لاسونو کې ورکړي دي.

قرآن کریم وايي: (وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ[11]= او په صبر او لمانځه (له خدايه) مرسته وغواړئ)

رسول الله (ص) او امامان به چې له کومې ستونزې سره مخ شول؛ نو لمانځه ته به یې پناو وروړه او له لمانځه او د الله له ذکره به یې مرسته غوښته.

لمونځ دومره ارزښتمن دی، چې د عاشورا پر ورځ په کربلا کې، سره له دې چې امام حسین د دښمن تر غشیو او نېزو لاندې و؛ خو بیا یې هم لمونځ و نه ځنډاوه.

 پینځمه زده کړه: لمونځ، د الله مننه ده

په هر ځای کې ټول انسانان، چې چا ورسره مینه وکړه؛ نو له هغه چا سره مننه کوي، چې مینه یې ورسره کړې ده، ان یو کوشنی ماشوم، چې خبرې هم نشي کولای، که ډالۍ ورکړو؛ نو په موسکا مو مننه کوي. ان که له کوم څاروي سره مینه وشي؛ نو د مینې د څرګندونې لپاره یو عمل ترسره کوي.

موږ وینو، چې ټوله هستي – که جماد دی که نبات او که حیوان- د ورکړې پر وړاندې راکړه لري؛ خاورې ته دې چې دانه ورکړه، بوټي او ونې درکوي، که اوبه او سره دې ورکړه، مېوه، لرګي او د ونې سیوری درکوي. څاروي ته چې واښه ورکړې، شیدې درکوي، مرغانو ته چې دانه ورکړې، هګۍ درکوي او د هغوی دا ورکړه یې طبیعي مننه شمېرل کېږي؛ نو ولې انسان له الله مننه نه کوي؟

چا راسره د الله هومره مینه کړې ده؟

چا راته تل ځلنده او وړیا لمر راکړی دی؟

الله رازده کړل، چې څنګه له اوبو، خاورې، بوټیو او څارویو ګټنه وکړو. که ټول حیوانات وحشي ول او موږ نه شول کولای، چې ګټنه ترې وکړو؛ نو څومره ستونزې به مو درلودای؟

الله دومره پر موږ  لوراند او لورین دی، چې یوې نېکۍ ته مو لس ثوابونه راکوي؛ خو که بد چار راځنې وشو؛ نو یوازې د هماغه کار هومره حساب راسره کوي؛ نو آیا نه ښايي چې له داسې یوه مهربان او لوراند الله سره خبرې وکړو؟ هو! لکه څنګه چې الله د قرآن له لارې له موږ سره خبرې کړې دي، موږ هم باید په لمانځه خبرې ورسره وکړو.

البته ټول خبر یو چې الله مو مننې ته اړمن نه دی او دا مننه زموږ په خپله ګټه ده. د بېلګې په توګه: که وایو چې کور مو مخ په لمر جوړ کړئ، په دې مانا نه ده، چې لمر مو کور ته اړتیا لري؛ بلکې مخ په لمر خونه زموږ په خپله ګټه ده. که ټول خلک مخ په لمر او یا مخ په سیوري کور جوړي کړي؛ نو پر لمر هېڅ اغېز نه کوي؛ خو که مخ په لمر مو خونه جوړه کړه؛ نو د لمر له رڼا او تودوخې به برخمن شوو او که مخ په سیوري خونه جوړه کړو؛ نو د لمر له رڼا او تودوخې به بې برخې شوو.

لکه څنګه چې د زده کړیال درس ویل او د ښووند زده کړې ته یې پام او د پوهې زده کړه، له ښووند څخه مننه ده؛ خو ددې مننې ګټه زده کړیال ته رسي، نه ښووند ته.

د الله لمانځل زموږ په خپله ګټه دي.

که یوه کوشني، خپل لاس یو مشر ته ورکړ؛ نو ځان پیاوړی بولي او ځان د هر ډول خطر پر وړاندې د هغه ځواک له لامله خوندي بولي. لمونځ کوونکی، له الله سره په خبرو او د هغه په بندګۍ، ځان د هغه د پېرزو تر سیوري لاندې کوي؛ نو ځکه هېڅکله ځان یوازې او پردی نه بولي. دا حالت ان د الله د کور او جوماتونو لپاره هم دی. د بېلګې په توګه، هغوی چې جوماتیان دي، هېڅکله ځان یوازې نه مومي، ان که جومات یې له  کوره په لرې سیمه کې وي، خلک جومات خپل ملاتړ او مل بولي. له هم جوماتیانو سره په آشنايۍ ځان له یوازېتوبه راباسي. جوماتیان ملګرو موندلو ته په ده او هغه پسې نه ځي؛ ځکه په جومات کې له هغو ایمانوالو وګړیو سره ملګري کېږي، چې د الله د خوښۍ لپاره، ټول پاک او په اودس کې، یوه لوري ته، د یوه امام جماعت په ټاکلو سره، بې له کومو تشریفاتو او امتیازه، په رورولۍ، یو د بل ترڅنګ، په یوه ژبه، د ایکي یو الله عبادت کوي.

شپږمه زده کړه: لمونځ

داچې مسافر په بیدیاوو کې ورک نشي او روغ رمټ خپل مقصد ته ورسي، دولت ورته لارې او واټونه ټاکلي دي او په هغو واټونو او لارو کې لوحې او نښې لګوي، ټرافیک پولیس یې ګومارلي دي، چې د موټرو ځغاسته وڅاري. که دا چارې نه کېدې؛ نو مسافرو به لارو ورکوله او هر څوک به یوې خوا ته تلل او ټول به په زحمت کې وو.

الله هم که د پېغمبرانو او اسماني مشرانو له لارې، د بندګۍ او لمانځه لار یې د انسانانو د ودې او کمال لپاره نه وه ټاکلې؛ نو هر څوک به یوې خوا ته ورتله او الله به یې هغسې لمانځه، چې څنګه یې پخپله غوښتل.

داچې ټول خلک په یوه نېغه او سمه لار ولاړ شي؛ نو د لمانځه لار یې له یو لړ نښو او احکامو سره راښوولې ده؛

لومړی: حکم یې کړی، چې په اودس او پاکوالي او د زړه له کومې له خدای سره خبرې وکړو.

دویم: الله د لمانځه فرضونه په ۲۰ ټکیو کې ایښي دي، چې زده کړه یې ټولو ته آسانه وي. دا ټکي هم مانا لري، هم قالب او هم شرنګ.

درېیم: حکم یې وکړ، چې ټول خلک دې یوه لوري ته لمونځ وکړي، چې زړونه او فکرونه خپاره واره نشي.

څلورم: حکم یې وکړ، چې ټول خلک په یوه ژبه له  الله سره خبرې وکړي؛ لکه څنګه چې د نړۍ د هر ګوټ پېلوټان، له هوايي ډګرونو سره یوازې په انګریزۍ ژبه اړیکه نیولی شي.

په لمانځه کې له پاکو جامو سره د کعبې پر لوري درېږو او په عربي ژبه له  الله سره خبرې کوو.

د لمانځه لومړی ټکی (الله اکبر) دی؛ یعنې الله تر ټولو خورا ستر دی، تر  اند او خیاله ستر دی، تر لیدنیو او اورېدنیو ستر. چاچې الله ستر وموند، هر څه ورکوشني شي. د فوټبال لوبې یو لوبغالی په پام کې ونیسئ، تر هغه چې په لوبغالي کې یو، د لوبغالي ځمکه راته خورا ستره ښکاري؛ خو که په الوتکه کې سپاره شوو او والوځو او له بره ور وګورو؛ نو لوبغالی به راکوشنی شي او څومره چې الوتکه پورته ځي، ځمکه راکوشنۍ شي. انسان کولای شي دومره پورته والوځي، چې ټوله ځمکه ورته د یوه نخود هومره شي. هو! څومره مو چې پر الله ایمان ډېر شي او هر څومره چې الله ستر مومو، د نړۍ ستر ځواکونه مو په نظر کې کوشني کېږي.

په دعاوو کې هم لولو: (( داچې الله د مسلمانانو په زړونو کې ستر دی، نور څیزونه یې په نظر کې کوشني دي.[12]))

یو دیني مشر وویل: (( آمریکا زموږ هېڅ هم نشي کولای.)) ځکه هغه پر الله دومره ایمان درلود، چې آمریکا یې په سترګو کې بیخي کوشنۍ وه.

اوومه زده کړه: الهي عدل (نیاو)

حضرت مولا علي کرم الله وجهه وویل: ((هر څه په خپل ځای کې ایښوولو ته او په غوره بڼه د هر کار ترسره کولو ته عدل وايي.[13]))

البته مهمه ده، چې په دې پوه شو، چې عدل په هر ځای کې د مساوات په مانا نه دی. عادل ښووند هغه نه دی، چې ټولو زده کړیالانو ته یو شان نمرې ورکړي؛ بلکې هغه ښووند عادل دی، چې هر زده کړیال ته یې خپلې نمرې ورکړي.

عادل ډاکټر هغه نه دی، چې ټولو رنځورانو ته یوه شان نسخه ولیکي؛ بلکې هغه طبیب عادل دی، چې هر رنځور ته یې د رنځ له مخې درمل ورکړي.

الله، عادل حکیم دی؛ یعنې عدل یې د حکمت پر بنسټ دی.

د الله عدل؛ یعنې داچې الله د یوه ژوي حق هم نه لتاړي، له دې خو به تېر شو، چې یوه ژوي هم له پیله پر الله یو حق هم نه درلود، چې ولتاړل شي. موږ خو مخکې نه وو او نه مو څه درلودل، چې راځنې واخستل شي او یا تېری راباندې وشي.

لارڼاوي ته یوې بېلګې ته پام وکړئ:

د ((ادب)) په ټکي کې ((الف)) ولاړ، ((دال)) کوږ او ((ب)) پرته ده؛ نو که دې توریو عقل او شعور درلودای، پر لیکوال یې د نیوکې حق درلود؟ آیا ((الف)) حق درلود، چې پر لیکوال نیوکه وکړي، چې زه دې ولې پر پښو درولی یم او ((دال)) نیوکه وکړي، چې زما ملا دې کږه کړې او یا ((ب)) ووايي، چې زه د سملولې یم؟ نه ! هېڅکله نه! ځکه دا توري له مخکې نه وو او موږ یې پورووړي هم نه یو. هوښیار او د موخې خاوند لیکوال دا توري یو د بل ترڅنګ ایښي او ددې په پامنیوي چې هر توری یو غږ لري او له ګډونه یې د ((ادب)) ټکی جوړېږي.

په پنځونه کې هم یو جماد، یو نبات، یو څاروی او یو یې انسان دی او څلور واڼه ډلې یې په سلوګونو بېلګې، بڼې، رنګونه او ځانګړی اغېز لري. علیم او حکیم الله دا مخلوقات وپنځول او د یوې سترې موخې لپاره یې یو د بل ترڅنګ کړل (لکه د ((ادب)) د ټکي په څېر) او داچې یو یې هم له مخکې موجود نه و؛ نو یو یې هم د نیوکې حق نه لري.

بله بېلګه:

که یو ستره غالۍ په چاقو ټوټې ټوټې کړو؛ نو د غالۍ پر خاوند تېری شوی دی؛  ځکه دې غالۍ له ځانه ستروالی درلود؛ خو که یوه سړي له پیله یو کوشنی ټغر اوبدلی وي؛ نو په دې بڼه کې کوم تېری نه دی شوی؛ ځکه دې ټغر له مخکې کوم ستروالی نه درلود، چې ستروالی مو ترې اخستی وي. پردې سربېره، تېری خو به هغه مهال وي، چې له ستر او کوشني ټغر نه مو یو شان تمه وي؛ خو که له هر څه، په خپله اندازه تمه ولرو؛ نو په دې بڼه کې تېری نه دی شوی. د بېلګې په توګه: که یو کس ته زر افغانۍ او بل ته لس زره افغانۍ ورکړو او ورته مو وویل چې بوره وپېره او دا دواړه په دې پیسو بوره وپېري. دلته د دواړو ثواب یو شان دی؛ ځکه دواړو یو شان پر خپله دنده عمل کړی دی. که یوه یې د بل په پرتله لږه بوره راوړې، لنډون یې نه دی کړی؛ ځکه پیسې یې لږې وې.

تردې بېلګو روسته پوهېږو، چې د الله د عدالت مانا دا نه ده، چې ټول انسانان د اورلګيد او یا هم د صابون د قوطۍ په شان یو شان وي؛ بلکې همداچې الله بېلابېل څیزونه یې پنځولي او له هر یوه یې مناسبه تمه درلودلې، عادل دی.

څوک چې ډېر برخمن دی، پازوالي یې هم ډېره ده؛ لکه که په یوه موټر کې مو ډېر تېل واچول؛ نو له هغه موټره د ډېر مسافت وهلو او ډېر بار وړلو تمه هم کېږي.

الله ټول مخلوقات په یو لړ حکیمانه توپیرونو پنځولي دي او هر موجود ته یې، کمال ته د رسېدو لپاره مناسبه لار ټاکلې ده او خپل هر حکم ته یې ثواب یا عذاب ټاکلی دی او د یوه توکم او بل توکم او د یوه ټبر او بل ټبر او د یوه وګړي او بل وګړي ترمنځ یې هېڅ ډول تبعیض نه دی کړی.

هر انجینیر، د ودانۍ د لاندېنیو پوړونه سیخ او اوسپنه ډېره اچوي او دا تېری نه دی.

هر ښووند د زده کړیالانو د مهارت او د پوښتنو د ځواب پر بنسټ نمرې ورکوي او دا تېری نه دی.

د موټر جوړولو په فابریکه کې نټ او بولټ کوشني خو ټایرونه ستر جوړېږي او له هر یوه یې یوه تمه کېږي؛ خو دلته یو کس هم د فابریکې څښتن ته ظالم نشي ویلی.

په هستۍ کې توپیرونه، د الله د ځواک نښې دي؛ لکه څنګه چې خدای په قرآن کریم کې وايي: ((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ[14]= او (د ځواک) له نښو یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او ستاسې د ژبو او رنګونو ( توپير او) بېلابېلوالى دى.))

اتمه زده کړه: ټولنیز  عدل (نیاو)

الله پخپله عادل دی اوموږ ته یې هم د نیاو (عدالت) او نېکیو حکم راکړی دی، (إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ = په رښتینه كې الله د عدل او ښېګڼې کولو امر كوي.)[15]

که موروپلار د خپلو اولادونو ترمنځ په عدالت چلن و نه کړي، اولاد یې خوابدېږي؛ که موږ هم په عدالت چلن و نه کړو، خدای او خلک به راځنې خوابدي شي.

موږ باید د هر چا حق رعایت کړو. که کوم ځوان په جومات کې ناست وي او له خپل ځایه پاڅول کېږي؛ نو هر څوک چې د هغه پر ځای لمونځ وکړي، لمونځ یې سم نه دی؛ ځکه د هغه ځوان پر حق یې ظلم کړی دی او پر داسې ځای ولاړ دی، چې حق یې نه و.

پېغمبر اکرم (ص) اوبه وڅښلې، یو ځوان یې ترڅنګ ناست و، له آنحضرت (ص) نه یې وغوښتل، چې پاتې اوبه د تبرک او شفا لپاره هغه ته ورکړي، تردې غوښتنې روسته، هغه مشران، چې د پېغمبر اکرم (ص) تر څنګ ناست وو، هغوی هم ورته غوښتنه وکړه؛ نو آنحضرت (ص) ورته وویل : (( داچې دې ځوان تر تاسې مخکې غوښتنه کړې وه؛ نو وار باید رعایت شي)) نو لومړی یې اوبه هغه ځوان ته ورکړې.

ژرنده که د پلار ده خو په وار ده. د وار رعایت کول، عدالت دی.

مولا علي کرم الله وجهه یوه مورکۍ ولیده، چې دوه کوشنیان ورسره دي او یوازې درې کجورې لري، هر کوشني ته یې یوه کجوره ورکړه او درېیمه کجوره یې پر منځ نیمه کړه، چې د ماشومانو ترمنځ پر عدالت چلن وکړي، آنحضرت دغه مور ددې عدالتي چلن لپاره وستایله.

بې اجازې د نورو له ماله ګټنه یې پر حق تېری او ظلم دی.

خلک بې پته کول، پر هغوی تېری کول دي.

بل ته ناسمه نامه اخستل او نامه یې سپکول، وهل ډبول او ان وېرول تېری دی.

تر ټاکلې اندازې ډېر د دولتي توکیو لګول، پر ټولنه تېری او ظلم دی.

پر خلکو تېری، نه بښل کېدونې ګناه ده. ان که یو ځوان له یوې ونې بې اجازې مېوه وخوړه، باید د ونې څښتن راضي کړي او نشي ویلای: داچې بالغ نه یم؛ نو غاړه مې نه بندېږي.

هغه چې بالغ شوی نه دی، لمونځ او روژه پرې فرض نه ده؛ خو د خلکو د مال، ځان او پت درناوی پرې واجب دی، ان پر ژڼیو.

په ټولنه کې د عدالت رعایتول له کورنۍ پیلېږي او په ټولنه کې د عدالت د رعایتولو په پار باید یو د بل حقوق په کور، ښوونځي، واټونو او کوڅو کې رعایت کړو.

هو! اسلام د حقوقو د رعایت په پار، نه اولاد ته اجازه ورکوي، چې د موروپلار د استراحت مزاحم شي او نه موروپلار ته اجازه ورکوي، چې پر اولاد بې ځایه غوسه شي. نابالغتوب او ژڼی توب، د نورو د حقوقو د نه رعایتولو پلمه نشي کېدای.

څرګنده شوه، چې ماشومان او ژڼی باید تر  ځوانۍ مخکې، له اسلامي اخلاقو سره آشنا شي.

نهمه زده کړه: د بشر لارښودان

الله په قرآن کریم کې وايي : هر امت ته یو پېغمبر دی. (وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ=  او هر امت ته يو استازى دی)[16] الله هېڅکله خلک بې لارښود او آسماني مشره نه دي پرېښي. (وِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ=او هر قوم ته يو لارښود دى)[17]؛ یعنې په هر وخت او ځای کې باید خلک ژوندی لارښود ولري، چې دا ژوندی لارښود یا پېغمبر دی یا یې ځایناستی. باید سر مو خلاص وي، چې   انبیاء یوازې په یوه ځانګړي سیمه کې نه وو، هر چېرې چې امت و، یو لارښود هم ورته و. هغه الله چې پر خلکو لوراند او لورین دی، هېڅکله خلک بې لارښوده نه پرېږدي او هېڅکله ځمکه بې حجته نه پاتېږي.

که څه انسانان کله په اند، عقل او کله په پوهه او مطالعې او کله په مشوره او کله په احساس او وجدان او کله پخپله او د نورو په  تجربه، کولای شي حق لار پیدا کړي؛ خو کله حق لارې پیدا کول دې اړتیا لري، چې له تېرو،  اوسنیو او راتلونکیو انسانانو، همداراز  د خپل ځان په باب پوهه ولري؛ خو دا پوهه یوازې د انسانانو له پنځګر څښتن سره ده او زموږ پوهه او تجربه نه ور رسي.

نو ځکه سره له دې چې انسانان له خپلې پوهې، عقل او تجربې ګټنه کوي، هر یو یې په خپل ژوند کې په سلونو ځل په خپلو کړنو پښېمانېږي. د انسان پښېماني ددې چار  څرګندوی ده، چې د انسان پوهه، عقل او تجربه نیمګړې ده. دا پښېماني له پخوا راهیسې وه، ده او وي به.

اوس چې مو د سر په سترګو د پرمختللیو او روسته پاتې هېوادونو د لوستو او نالوستو وګړیو تېروتنې او پښېمانۍ ولیدې؛ نو څرګندېږي، چې انسانان باید داسې لارښودان ولري، چې په کمالاتو کې تر نورو انسانانو غوره وي. په وجود کې یې تېروتنه، سرغړونه، پښېماني، ناپوهي، وېره او شک نه وي او په هر اړخیزه توګه خلک پرې ډاډمن وي او امین وګړي وي.

الله ورته په کمالاتو، معجزاتو، د بیان په ځواک، پراخې سینې، صبر، پوهې او مړانې، پر نورو غوراوی ورکړی وي. خلک یې په لاسونو کې لاسونه ورکړي او د هغوی په لارښوونو خپل دنیا او آخرت ښېرازه کړي. دا لارښودان، اسماني پېغمبران دي.

یوازې پېغمبران نه پښېمانېږي؛ ځکه خبره یې د الله خبره ده او الله هېڅکله نه پښېمانېږي. پوهه یې د الله له پوهې ده او د الله پوهه راایساره نه ده او ناپایه ده.

انبیاء له خلکو ځنې، له خلکو سره، په خلکو کې او د خلکو په څېر ژوند کوي.

په کوڅو او بازارونوکې ګرځېدل؛ (وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ= په بازارونو كې ګرځېدل)[18]  او هر حکم چې یې کاوه، لومړی یې پر خپل ځان پلي کول. په خلکو کې رښتین او امین ول او د خلکو د هدایت لپاره یې زحمتونه ګالل.

خلک یې خپل روڼه ګڼل؛ (إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ= چې یې رور هود ورته وويل)[19] او چا ته یې اجازه نه ورکوله، چې په ستاینو یې غوړه مالي وکړي. ځانونه یې پخپل ورځني بشري ژوند کې، د ټولو خلکو په څېر ګڼل؛( قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ= ووايه : زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم)[20]

ټولو انبیاوو یوه موخه او دنده درلوده، چې الله لمانځنې ته د خلکو رابلل، د سرغړوونکیو او ظالمانو او د خرافاتو(کږنو او انګېرنو) له لاروۍ د خلکو ژغورل او د هغو دودونو له منځه وړل، چې له عقل سره سمون نه لري.( وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ= او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ولمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛)[21]

ټولو انبیاوو خلکو ته د عبادت او لمونځ سپارښتنه کوله. قرآن کریم د حضرت ابراهیم (ع) له خولې وايي: (رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ= پالونكيه! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه، ستا د  قدرمن كور ترڅنګ مېشت كړه،چې لمونځ وكړي؛)[22]

الله حضرت موسی (ع) ته وايي : (وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي= و مې لمانځه او يادښت ته مې لمونځ كوه .)[23]

حضرت عیسی (ع) وايي: (وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ= الله د لمانځه سپارښتنه راته کړې)[24]

نو د ټولو انبیاوو یوه ګډه کړلار دا وه، چې په لمانځه خلک د الله عبادت ته راوبلي.

که الله انسانان بې پېغمبره سرایله پرېښي ول؛ نو هر انسان به د خپلې سلیقې او د پوهې د څومره والي له مخې، ځان ته یوه لار ټاکله او په دې لار کې به د ظالمانو دباوونو، هره ورځ، وسوسو او خیالونو یوې لوري ته راکاږل. هره ورځ انسان پر یوه لار ځي او په سبا یې پښېمانه وي. نن له یوه سره ملګری شي او سبا ورسره وران وي. نن یوه ورځ غوره ګڼي او سبا یې یوه بله. الله هېڅکله انسان داسې پر خپل حال نه پرېږدي.

الله په قرآن کې وايي: (وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ= او هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل : ((الله پر هېڅ بشر کوم څیز نازل كړى نه دی .)))[25]

آیا شونې ده، چې الله هغه انسان، پر خپل حال سرایله پرېږدي، د هستۍ غوره مخلوق دی او سپین لمنی لارښود ور وا نه ستوي؟ هېڅکله داسې نه ده.

الله په قرآن کریم کې وايي: (إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى= په يقين، [د بندګانو] لارښوونه يوازې زموږ (پر غاړه) ده،)[26] لنډه داچې انسان د هستۍ تر ټولو غوره موجود دی؛ یعنې له جماداتو، نباتاتو او څارویو غوره او هر څه  یې ګټنې ته پنځول شوي دي. که الله په پېغمبرانو بشر ته لارښوونه و نه کړي، هر څه به تویې ولاړ شي. لکه که د یوه ښوونځي مدیر، چې ټولګي ته ښووند و نه ټاکي او زده کړیالان پر خپل حال پرېږدي؛ نو د ښوونې او روزنې وزارت ټوله بودجه به تویې ولاړه شي. نړۍ ښوونځی دی، چې انسانان یې زده کړیالان دي او انبیاء یې ښووندان دي؛ خو داسې ښووندان، چې پر هر څه پوهېږي، هېڅکله ګناه نه کوي، د الله غوره بندګي کوي، پر خلکو زړه سواند دي، پر ځان د بشر لارښوونې ته هر ډول کړ مني، له هېچا د هېڅ لاسباړې تمه هم نه لري؛ (قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا= ووايه : ((چې زه (ددې رسالت) څه اجر (او لاسباړه) درځنې نه غواړم،)[27]

د الهي احکامو په پلي کولو کې مخکښ دي، په خپله بلنه کې څوک نه مجبوروي؛ بلکې په استدلال/سول او نرم خوی بلنه ورکوي.

پېغمبران هم خلک د اخروي نړۍ جنت او د دنیا نېکمرغۍ ته رابولي او هم خلکو ته د هغوی د سرغړونو په باب ګواښنګري کوي.

هغوی چې په انبیاوو پسې ورځي؛ نو پر نېغه، بې خطره، بې تېروتنې او هیله بښاندي لار به تللي وي؛ خو هغوی چې له پېغمبرانو خپله لار بېله کړې؛ نو هره ورځ یې بهرني ظالمان وسوسې، خیالونه او دنننۍ هیلې، دودونه او ټبریز او سیمه ایز تعصبات، هرې خوا ته راکاږي او دنیا او آخرت یې تباه کوي.

نو راځئ، هغسې چې الله پر پېغمبرانو سلام کوي، موږ ورته سلام وکړو:

سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ=په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي[28].

(سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ = پر ابراهيم سلام!)[29].

(سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ= سلام پر موسى او هارون!)[30].

(سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ = سلام دې وي پر الياسين!)[31]

او په پای کې، د اسلام پر پېغمبر هم هغسې سلام کوو؛ لکه په لمانځه کې چې پرې کېږي:

((السلام علیک ایها النبی و رحمه الله وبرکاته)).

لسمه زده کړه: د رسول الله (ص) اخلاق

الله په قرآن کریم کې وايي : ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[32]= او په رښتيا ته ستر خويونه لرې.))

مولا علي کرم الله وجهه وايي:

(( ښه خوی هغه دی، چې که خپلو غوښتنو ته ورسېدې، راضي ووسې او که ور و نه رسېدې، غوسه نشې. ښه خوی هغه دی، چې  له خلکو سره په چلن کې کینه و نه لرې او د هغوی په تریو تندي، ته هم خپل تندی تریو نه کړې او له همده سره بیا مړی ژوندی او تګ راتګ هم ولرې، که څه هغه ستا په څېر نه وي او هغه وبښې، چې تېری یې درباندې کړی وي.))

امام حسن وايي:

(( ښه خوی د هر ښه کار پیلامه ده.))

امام صادق وايي:

(( لکه څنګه چې د لمر تودوخه چټلۍ (میکروبونه) له منځه وړي، ښه خوی د انسان تېروتنې له منځه وړي.  ))

ښه خوی هغه دی، چې انسان یې تل او ټولو ته وکاروي. د بېلګې په توګه: ټولو ته سلام او درناوی وکړي.

نو هغه چې یوازې خپل ښووند ته سلام کوي او درناوی یې کوي؛ نو دې کار ته یې ښه خوی نه ویل کېږي.

رسول الله (ص) ان پر ماشومانو هم سلام کاوه. ماشومانو ته به یې خپله نامه اخسته. له عادي وګړیو سره به یې مشوره کوله، دعا به یې ورته کوله او د هغوی لاسنیوی به یې کاوه.

په یوه سفر کې د سفر ملګرو غوښتل، خواړه چمتو کړي او هر یوه یې یوه دنده پر غاړه واخسته. رسول الله (ص) وویل: نو زه به خوړو چمتو کولو ته د اور بلولو خس راوړم. ملګرو یې وویل: موږ به دې پر ځای کار وکړو. آنحضرت (ص) و نه منله او و یې ویل: که غواړئ، چې خواړه درسره وخورم؛ نو زه هم باید په دې چار کې ونډه ولرم.

زموږ ګران پېغمبر به له بېوزلیو سره یوه دسترخوان ته کېناسته، روغبړ به یې ورسره کاوه، ان که چا به یوه کجوره هم ورکوله، منله به یې او تل به موسکی و.

یوولسمه زده کړه: له رسول الله (ص) او کورنۍ یې سره مینه

 انسان هغه ته ورلېوالېږي، چې مینه یې ترې لیدلې وي او څومره چې نېکۍ ډېرې او غوره وي، هومره مینه هم ورسره ډېرېږي.

اوس ګورو، چې چا راسره ډېره مینه او پېرزو کړې ده، چې سم یې وپېژنو او مینه ورسره وکړو او په لاروۍ یې ملاتړ شو.

تر الله روسته، چې پنځولي یې یو او د روغتیا، پوهې، اند، عقل او هوښیارۍ نعمتونه یې راکړي، له ځمکې، هوا، بوټیو او څارویو د ګټنې اجازه یې راکړې، هېچا هم د رسول الله او د هغه  د ځایناستیو هومره موږ ته چوپړ نه دی کړی.

د هغو پوهو او علومو په پار، چې د الله له لوري یې رازده کړي دي، پر موږ هم د ښوونې او هم د روزنې حق لري؛ ځکه په خویونو، صبر، مړانه او تقوا کې راته بېلګه دي او هم یې له راتلونکي خبر کړي يو.

که موروپلار راباندې د کور، کالي او ډوډۍ په پار حق لري؛ نو رسول الله (ص) او اهلبیت یې راباندې د ښیون، تقوا او اخلاقو په پار ډېر حق لري؛ ځکه د هستوګنی په ځای، اغوستن او خوړو کې انسان له حیواناتو سره یو شان دی؛ هغوی هم یو ډول د هستوګنځی، اغوستن او خواړه لري؛ خو انسان د ښیون، ودې او تقوا درلودو په پار پر حیواناتو غوراوی لري او دا غوراوی مو د اسماني مشرانو د لارښوونې له لامله دی.

هغوی چې له الهي مشرانو خپله لار بېله کړې، که څه په علم او صنعت کې پرمختللي وي؛ خو  علم او صنعت یې د بشر د ژغورنې لامل شوی نه دی. نن لودیزه نړۍ په صنعت کې پرمختللې؛ خو په دې صنعت پر نوره نړۍ بدمعاشي کوي؛ ځکه له تقوا او اخلاقو لرې شوي دي.

ټول امامان مو شهیدان شوي دي، چې رازده کړي: (( تر روستۍ سلګۍ به ظلم او تېري ته غاړه کېنږدو))

ساده ژوند یې درلود، چې رازده کړي: ((له اسراف او تجملاتو ځان لرې وساتو))

 د الله عبادت یې کاوه، چې ((د بندګۍ دود او لار رازده کړي.))

هغوی په خپل عمل، عدالت- نیاو او تقوا رازده کړه، تر څو انسان د نااهلو له بېلګه کولو وژغوري.

رسول الله (ص) وویل : 

(( زه او علي د ددې امت پلرونه یو.[33]))

که پلار مو د جسم په فکر کې دی، الهي مشران  مو د جسم او روح په فکر کې دي.

په یوه حدیث کې راغلي دي :

(( ښوونکی هم د انسان پلار دی.))

په قرآن کریم کې لولو:

(( حضرت ابراهیم د خلکو پلار دی.[34]))

الله په الهي مشرانو، خلکو ته خپل نعمتونه رااستوي، موږ هم باید د هغوی له زحمتونو خبر ووسو، ورسره مینه وکړو، زیارت ته یې ورشو او د احکامو لاروي یې وکړو؛ ځکه د هغوی احکام د الله احکام دي او له هغوی لاروي له الله لاروي ده او له هغوی سرغړونه له الله سرغړونه ده.

دولسمه زده کړه: نبوي کورنۍ (اهلبیت)

لکه څنګه چې کتاب او ښوونکي دواړو ته اړتیا ده؛ قرآن او امام دواړو ته اړتیا ده.

رسول الله (ص) څو څو ځل ويلي دي : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبیه څیزونه پرېږدم او ځم؛ یو یې قرآن (چې د ژوند قانون دی) او بل یې اهلبیت (چې ددې کتاب ښوونکي دي). ))

بیا یې وویل: (( قرآن او اهلبیت مې له یو له بله بېل نه دي، دا دواړه یو د بل ترڅنګ د تل لپاره ښیونوزلې دي.[35]))

په دې زده کړه کې له نبوي کورنۍ سره، چې هماغه الهي مشران دي، پېژندګلوی پیدا کوو.

لکه څنګه چې رسول الله (ص) او قرآن د خدای له لوري دی؛ نو د قرآن ښوونکي هم باید د خدای له لوري وټاکل شي، چې ددوی ترمنځ بېلتون رانشي.

الهي مشر (امام) باید د قرآن بېلګه وي. امام رضا وايي: (( زموږ د ټولو خبرو سرچینه قرآن دی.))

علي (ک)

د نبوي کورنۍ د امامانو لومړی یې حضرت علي کرم الله وجهه دی، چې څو څو ځل د رسول الله له لوري خلکو ته ورپېژندل شوی دی او د ژوند په پای کې چې کله له حج څخه راستنېده؛ نو د الله په حکم یې په یوه پرتمینه غونډه کې، د ماسپښین تر لمانځه روسته، په خم غدیر کې په یوه وینا کې ټولو ته وروپېژنده.

علي کرم الله وجهه د قرآن هینداره ده؛ که په قرآن کې د لمانځه او عبادت حکم شوی دی؛ نو خورا غوره لمونځ او عبادت به هغه کوه، هغه په لمانځه نه ستړی کېده؛ لکه څنګه چې کب په لامبو نه ستړی کېږي.

که قرآن پلارمړیو ته د درناوي حکم کوي، آنحضرت د پلارمړیوپلار و او هغوی ته به یې پخپله خواړه وړل.

که قرآن د علم سپارښتنه کوي؛ نو د آنحضرت پوهه دومره وه، چې پخپله یې ويل: ((څه چې پوښتئ، ځواب یې لرم[36].))

که قرآن د کار و کوښښ سپارښتنه کوي، هغه د کجورو بڼونه جوړ کړل.

که قرآن د مړانې سپارښتنه کوي؛ نو حضرت علي له ستروکفارو سره په جګړه کې داسې توره وهلې، چې توره وهل یې د ټولو عبادت کوونکیو تر عبادته غوره ګڼل شوې ده.[37]

 حضرت علي په کورني ژوند، اولاد روزنه او د مظلومانو په لاسنیوي کې تر رسول الله (ص) روسته ساری نه درلود.

همداچې رسول الله (ص) امامت ته وټاکه، خلکو مبارکي ورکړه او په ځانګړیو مراسمو کې یې ورسره د وفادارۍ ژمنه وکړه. نه یوازې په ژوند کې؛ بلکې ان په شهادت يې ټولې ښېګڼې ځان ته ځانګړې کړې وې؛ د بېلګې په توګه: په خورا غوره ورځو (رمضان میاشت)، په خورا غوره شپو (د قدر شپې)، په خورا غوره ځای (د جومات محراب) په خورا غوره عبادت (لمونځ)، په خورا غوره حالت (سجده) کې یې په شهادت ځان الله ته وروسپاره.

بي بي فاطمة زهرا

حضرت علي کرم الله وجهه داسې ځانګړنې لري، چې بل یو څوک یې هم نه لري؛ لکه: د فاطمه الزهرا په څېر کورودانې لري، چې د فاطمه الزهرا مقام ته یوه ښځه هم نه ور رسي؛ نو مناسبه به وي، چې د حضرت فاطمه د مقام په باب یو څه ووايو:

کومه ناوې په خپله ورا کې د خپل واده جامې بېوزلې ته ورډالۍ کوي او وايي : ((لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ [38]= له سره به د نېكۍ (حقيقت) ته و نه رسئ؛ چې درته ګران څيزونه مو (د خداى په لار كې) لګولي نه وي )).

حضرت فاطمې داسې د خپل پلار پالنه کوله، ته وا مور یې ده، نه لور یې. کفارو به یې چې د پلار سپکاوی وکړ او خپه به یې کړ؛ نو د یوې مهربانې مور په څېر به یې خپل پلار دلاسه کاوه، چې رسول الله(ص) به ورته ویل ((فداها ابوها[39])) یعنې ((پلار دې له دې اولاده ځار شي.))

حضرت فاطمه دومره زړه سواندې وه، چې زوی یې امام حسن وايي: مور به مې ټوله شپه نورو ته دعاوې کولې. ورته مې وویل: مورې! ولې ځان ته دعا نه کوې؟ و یې ویل: (( الجار ثم لدار[40])) لومړی ګاونډی بیا د کور خلک؛ یعنې لومړی نور او بیا ځان.[41]

 حضرت فاطمه هغه څوک ده، چې زوی یې امام حسین په کربلا کې وویل : زه زور ته غاړه نه ږدم؛ ځکه د فاطمه الزهرا زوی یم.

داسې لور یې روزلې وه، چې په ویناوو یې د امویانو د پاچاهۍ سټې یې ولړزولې.

حضرت فاطمه مېرمنو ته د زده کړې ځانګړی ټولګی درلود. له خپلې چوپړیالې ((فضه)) سره به یې په ګډه کارونه کول. له مېړه یې هېڅکله بې ځایه غوښتنه و نه کړه. د اسلام لپاره مدینې ته مهاجره شوه. په خندق او احد غزاګانو کې د مسلمانانو او خپل پلار ملاتړې وه. د خپل روژه ماتي خواړه یې ((پلارمړي))، ((مسکین)) او ((بندیوان)) ته ورکړل. په نبوي جومات کې په وینا یې له خپل امام نه دفاع وکړه.

نه د فاطمې له علي پرته بل څوک مېړه کېدای شو او نه علي ته له فاطمې پرته بل څوک کورودانېدای شوه. که حضرت مریم د یوه عیسی مور وه؛ خو حضرت فاطمه د ۱۱ عیسی وو مور وه. حضرت فاطمه حجاب ته خورا ارزښت ورکاوه.

دیارلسمه زده کړه: امام حسن او امام حسین (حسنین)

داچې انسان تل لارښود ته اړمن دی، (لکه اوبو، خوړو او هوا ته  چې اړمن دی) امامت او مشري د یوه ځانګړي وخت لپاره نه ده؛ بلکې د لمر په څېر د تل لپاره د هدایت او ښیون په وړانګو عقلونه او اندونه رڼا کوي.

امام حسن د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ دویم امام دی، په رمضان میاشت کې، درې کاله روسته له هغه وزيږېد، چې رسول الله (ص) مدینې ته مهاجر شو، نیکه یې ورته په غوږ کې اذان وکړ او عقیقه یې ورکړه.

په کوشنیتوب کې یې د قرآن آیتونه او د خپل نیکه ویناوې اورېدې او په کور کې به یې مور ته ویلې او هر مهال به چې حضرت علي، حضرت فاطمه پوښتله: (( دا آیتونه دې له کومه اورېدلي؟)) ویل به یې: (( له حسن نه مې اورېدلي دي.))

امام حسن ډېر متواضع او مخ ماتی و. یوه ورځ یوه ډله ماشومانو، چې یوازې وچه ډوډۍ یې درلوده، امام حسن یې مېلمه کړ. آنحضرت هم ومنله او بیا امام حسن هغوی مېلمانه کړل. چا به چې ورسره ناوړه چلن وکړ، سینه یې ورته پراخوله. یوه ورځ یو شامي سړي د امام حسن سپکاوی وکړ او و یې کنځه، امام چوپ پاتې شو او چې کله پوه شو، چې هغه د نشتمنۍ او بېوزلۍ له لامله تنګلاسی دی، و یې ویل: (( که لار دې ورکه کړې، چې لارښوونه دې وکړم، که وږی یې، چې موړ دې کړم او که اړتیا لرې، چې درپوره یې کړم؟)) هغه سړي په خېجلتیا وویل : (( خدای په خپله ښه پوهېږي، چې څوک امام وټاکي.))

امام حسین د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ درېیم امام دی، د درېیم هجري کال، شعبان میاشت په درېیمه نېټه زيږېدلی دی.

نیکه یې ورته په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ کې یې ورته اقامه وویله. د وحې پرښتې ورته الهي پيغام راووړ، چې نامه یې حسین ده. نیکه یې د زوکړې پر اوومه ورځ پسه حلال کړ او د پسه غوښه او سپین زر یې پر بېوزلیو وویشل.

سلمان فارسي (رض) وايي:

رسول الله (ص) به امام حسین پر خپل زنګانه کېناوه، ویل یې: ((ته امام، د امام زوی او امامانو پلار یې. نهه امامان ستا له ځوځاته دي، چې روستی یې قایم دی.))

امام حسین، چې کوشنی و، رسول الله (ص) په غېږ کې رانیوه، ښکلاوه یې، ویل یې :

(( حسین منی و انا من حسین[42]= حسین له ما ځنې او زه له حسین ځنې یم.))

په کوفه کې وچکالي وه، خلک حضرت علي کرم الله وجهه ته ورغلل او له وچکالۍ یې سر وټکاوه. آنحضرت خپل زوی امام حسین ته وویل: ((پاڅه او دعا وکړه.)) امام حسین پاڅېد، الله یې وستایه او پر رسول الله (ص) یې تر درود روسته د ورښت دعا وکړه. د آنحضرت د دعا له پای ته رسېدو سره سم، وریځې راپیدا شوې او ورښت وشو.

په صفین جګړه کې د حضرت علي کرم الله وجهه لښکر تږی شو، ځینې په اوبو پسې ولاړل؛ خو تش لاس راستانه شول. امام حسین له خپل پلاره په اجازې په اوبو پسې ولاړ او را یې وړې. حضرت علي په ژړا شو، وپوښتل شو: ولې ژاړې؟ و یې ویل: همدا کس چې نن یې مسلمانان خړوب کړل، په راتلونکي کې به په کربلا کې د اوبو ترڅنګ تږی شهید شي.

امام حسین د امام حسن د امامت او مشرۍ په پېر کې وویل:

(( امام حسن مې رور او امام دی او زه یې لاروی یم.))

امام حسین یو وخت د خپل نيکه پر اوږو سپور ګرځېده او یو وخت په کربلا کې د اسونو تر پښو لاندې ولتاړل شو؛ خو مهمه داده، چې په دواړه حالتونو کې له الله خوښ و او ویل یې: (( الهی رضا برضاک))

امام حسین چې کوشنی و او نیکه یې د اختر لمانځه ته تله؛ نو له ځان سره یې وړه او له رسول الله (ص) سره یو ځای یې تکبیر (( الله اکبر)) وایه. په کوم ځای کې چې په کار وه، چې رسول الله (ص) چا ته ښېراوې او مباهله ورسره وکړي؛ نو هلته هم حسین ورسره و.

نیمه شپه وه، امام حسن له خوبه راپاڅېد، اوبه یې وغوښتې، پر هغه شپه رسول الله (ص) د فاطمه الزهرا په کور کې مېلمه و، راپاڅېد او دې ماشوم ته یې اوبه راوړې. په همدې ترڅ کې امام حسین هم راویښ شو او اوبه یې وغوښتې؛ خو آنحضرت (ص) لومړی اوبه امام حسن ته ورکړې. فاطمې بي بي وپوښتل : حسن درباندې ډېر ګران دی؟ رسول الله (ص) وویل: (( دواړه راته یو شان دي؛ خو وار د حسن و، اوبه لومړی هغه غوښتې وې.))

امام حسین د ظالم حکومت پر وړاندې په مړانه ودرېد او چمتو شو، چې پخپله، ملګري یې، ان تی روی نوی زېږی یې شهیدان شي؛ خو ظلم او ظالم ته یې غاړه کېنښووله او ټولو انسانانو ته یې وښووله چې: ((عزت، د حق پر لار په تګ کې دی او د حق په لار کې شهادت، د باطل په لار کې تر ژونده غوره دی.))

ان په کربلا کې ځوانانو؛ حضرت قاسم وویل : (( که داسې وي، چې ځواک او واک له امویانو سره وي؛ نو ما ته مرګ تر شاتو خوږ دی.))

هو! ژوند هغه مهال خوږ دی، چې مشر، قانون او اخلاق الهي وي.

څوارلسمه زده کړه: خپره شوې لورنه (امام مهدي)

 (( بسم الله الرحمن الرحیم)) آیت یوسل و څورالس ځل په قرآن کې بیاځلي شوی دی- یوسل و دریالس ځل د سورتونو په پیل کې او یو ځل د نمل سورت په آیتونو کې- یوازې په دې آیتونو کې ۲۲۸ ځل د لورنې په ځانګړنې ستایل شوی دی. پردې سربېره، په نورو آیتونو کې الله ډېری ځل په دې ځانګړنه ستایل شوی دی.

ددې آیتونو له ټولګې، دا مهم او ټولیز آر راڅرګندېږي:  ((د انسان او نړۍ د پنځون بنسټ لورنه ده))؛ نو په هر ځای کې باید ددې آر په لټه کې ووسو.

د رسول الله په بعثت کې د الله لورنه

الله په قرآن کې رسول الله ته وايي : ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ[43]= او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې. ))

خدای د اسلام پېغمبر او نور پېغمبران ځکه مبعوث کړي دي، چې انسانان له خپلې لورنې برخمن کړي.

د آنحضرت (ص) اوصیاء او ځایناستي هم د رسول الله لارې ته دوام ورکوونکي دي. د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ دولسم امام؛ حضرت مهدي هم ټولو انسانانو ته د پالونکي د پراخه لورنې یوه وړانګه ده.

په ((آل یاسین)) زیارت کې چې د امام مهدی پهه باب دی، لولو: ((والرحمه الواسعه[44]))، سلام دې پر تا وي …. ای د پالونکي پراخه لورنې.

حضرت جابر (رض) له رسول الله (ص) نه روایت رانقل کړی، چې امام مهدي پکې په ((رحمة للعالمین)) یاد شوی دی.[45]

هو! هغه امام دی او پر ځمکه د الهي لورنې او پېرزو پلي کولو ته د الله زېرمه ده.

رسول الله (ص) د امام مهدي په باب وايي :

(( تاسې ته د مهدي زېری درکوم، هغه به زما په امت کې مبعوث شي، هغه مهال چې خلک یو له بل سره ډېر اړپېچ لري او هېڅه به کوټلي نه وي او ټیکاو به نه لري، هغه به ځمکه له عدل او نیاو ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده. اسمان مېشتي او ځمکمېشتي به ترې خوښ شي، شتمني به په سمه توګه پر خلکو وویشي.))

یو سړي وپوښتل: رسول الله! د شتمنۍ د سمې ویشلو څه مانا ده؟

آنحضرت (ص) وویل: ((یعنې په عدالت به شتمني پر خلکو ویشي.[46]))

همداراز امام مهدي په ((غیبت صغری)) کې په یوه لیک کې خپل یوه ځانګړي ملګري ته لیکلي دي: (( زه د ځمکمېشتو د هوساینې لامل یم.[47]))

هو! امام مهدي ځمکمېشتو ته  د الهي لورنې او پېرزو یوه وړانګه ده او که د جګړې او تورې خبره یې هم کېږي؛ نو دا چار  یې هغه ظالمانو او سرغړاندو ته دی، چې د الهي لورنې د پلي کېدو پر لار خنډ دي.

پینځلسمه زده کړه: اخروي نړۍ

شاوخوا ته چې ګورو؛ نو ترسترګو کېږي، چې هر څه په خپل ځای کې ایښوول شوي دي. که ماشوم بېوسې دی؛ نو موروپلار د هغه مینې له کبله چې ورسره لري یې، پالنه یې کوي او ټولې ستونزې یې ورهواروي. توکاڼې ترخې یا تروې نه دي، چې و مو نه کړوي او اوښکه تروه ده، چې سترګه وساتي.

الله د لاس پر ګوتو ډېر پوټکی ایښی دی، چې په راکت کولو کې ستونزه و نه لري، زنګون یې هم داسې پنځولې، چې راکت کړای شي. د سترګو وریځې، باڼه، ګاټي او کاسه ټول داسې پنځول شوي، چې سترګه مو خوندي وي. شونډې مو نرمې دي، چې په اسانۍ خبره وکولای شو او د خوړو پر مهال خواړه له خولې راتویې نشي. له ځمکې سره د لمر واټن یې داسې اوډون کړی، چې و مو نه سوزوي. خاوره یې راته وړیا چاڼخونه ګرځولې، چې چټلۍ اوبه ورننوځي؛ خو رڼې او پاکې ترې راووځي، هر څه ته چې ګورو، د خدای ځواک او واک پکې وینو؛ نو آیا شونې ده، چې هغه الله چې زموږ بدن او په ټوله نړۍ کې یې دومره ښکلا، هنر، صنعت او حکمتونه ایښي دي، تر څه مودې روسته، د انسان په مړینې سره، هر څه ته د پای ټکی کېږدي؟

آیا له ځان سره ویلای شو، چې انسان نوزېږی، ژڼی، ځوان،پوخ منګی، ورپسې بوډا شي او په مړینه یې دوسیه وتړل شي او هر څه یې پای ته ورسي؟

یوې بېلګې ته پام وکړئ:

که یو څوک ډېرو خلکو ته مېلمستیا وکړي او پر دسترخوان په خورا نظم ډول ډول خواړه، څښاک، سبزیانې او مېوې کېږدي؛ په مېلمستون کې یې ښکلا ته ډول ډول پردې او څراغونه راځړولي وي؛ خو مېلمانه یو بل ته د درناوي پر ځای پر یو بل یرغل وکړي، یو د بل حق تر پښو لاندې او ولتاړي او تر څه مودې روسته، شخړه پای ته ورسي، دسترخوان راټول، څراغونه بند او مېلمستیا پای ومومي؛ نو آیا خلک به دې سړي ته چې دا مېلمستیا یې چمتو کړې وه، نه وايي، چې زحمتونه دې تویې ولاړل او مېلمستیا دې هڅې وه؟ آیا داسې نه ده، چې له دې مېلمنو یوه ګټنه شوې وه او د مېلمستیا یوه موخه وای؟

تردې بېلګې روسته، خپلې زده کړې ته ورځو.

ځمکه خپور شوی دسترخوان دی، چې ډول ډول خواړه، مېوې، رنګونه، خوندونه، سیندونه، غرونه، کانونه او ښکلاوې پرې ايښوول شوې دي او ځمکمېشتي د څه مودې لپاره په دې ستر کور کې دي. ځینې خلک ظالمان او ځینې مظلوم دي. که تر څه مودې روسته ټول مړه شي او د لمر څراغ تت شي او دسترخوان راټول شي؛ نو په دې پنځون کې څه ګټه ده؟ که له خوړو انسان جوړ شي او انسان ومري او خاورې شي او هېڅ ډول ثواب او عذاب نه وي او بد او ښه خلک ټول یوځای ورک او پوپناه شي؛ نو دا پنځون به څه موخه ولري؟ که موږ چمتو نه یوو، چې بې موخې دسترخوان خپور کړو؛  نو حکیم الله هم بې موخې انسان نه پنځوي.

الله حکیم دی، تردې چې زموږ درېدو ته یې د پښو تلی جوړ کړی دی او د بشر هر څه یې پنځولي دي. موږ نشو ویلای چې هر څه بشر ته پنځول شوي دي؛ خو بشر یوازې خوړو او ویدېدو ته پنځول شوی دی؛ نو باید یو ((حساب و کتاب)) او ((ثواب و عذاب)) وي او لکه څنګه چې په مني کې د ونو پاڼې رژېږي او بېرته رازغونېږي او لکه څنګه چې تر ویدېدو روسته بېرته راويښېږو، باید بیاځلي انسان راژوندی شي، چې د خپلو ښېګڼو او بدیو حساب ورسره وشي؛ البته د ښېګڼو او بدیو د لاسباړې یوه برخه په دې نړۍ کې هم ورکول کېږي؛ خو آریز ثواب او عذاب په هغه نړۍ کې دی.

د مړي راژوندي کېدل؛لکه له خوبه راپاڅېدل او د هېرې خبرې د رایادولو په څېر دي. هماغه الله چې موږ یې پنځولي یوو، کولای شي تر مرګ روسته مو بیاځلي راژوندي کړي.

لکه څنګه چې څوک د لومړي ځل لپاره یو موټر جوړ کړي، کولای شي پورزې یې یو له بله جلا او یو ځل بیا یې سره ونښلوي. لکه څنګه چې  موږ کولای شو، خښته بېرته خاوره او بیا هماغه خاوره بېرته خښته کړو. آیا داسې نه ده، چې د ماشوم غاښونه پرېوځي؛ خو پر ځای یې بیاځلي کلک غاښونه راوځي؟ ان که د انسان د بدن یوه کوچنۍ ذره وي، پر یوه انسان باندې اوړي. تاسې د انګور د تاک یوه پینځه سانتي متره ښاخ پرې کوئ، په ځمکه یې ټومبئ او کرئ یې، بیا هماغه کوچنۍ قلمه پر ستره ونه واوړي.

نو هغه الله چې یوه کوچنۍ قلمه ونه کولای شي او د غاښونو تر لوېدو روسته د اوږد ژوند لپاره بیاځلي کلک غاښ راویستلی شي او په مني کې رژېدلې ونې په پسرلي کې بیا زرغونولی شي او ویده بېرته راويښولی شي؛ نو مړي هم بېرته راژوندي کولای شي؛ ځکه که بیا یې راژوندي نه کړي او انسان په مرګ ورک او پوپناه شي؛نو د هغې بې ګټې مېلمستیا په شان به وي، چې مېلمانه یو پر بل تېری وکړي او دسترخوان راټول شي.

شپاړسمه زده کړه: ثواب او عذاب

الله د خپلو پېغمبرانو له لارې، له هغو کسانو سره یو لړ ژمنې کړې دي، چې پر الله، قیامت او پېغمبرانو ایمان لري.

ژمنه یې کړې، چې په جنت کې به د تل لپار ژوند ولري او له ډول ډول مېوو، خوړو، خوښیو او خوندونو چې څه غواړي، ګټنه ترې کولای شي. په جنت کې درد، غم، کړاو او خپګان نشته. هلته ناروا خبره نه کېږي. هغوی چې په دې دنیا کې د الله احکام منلي، په خورا غوره ډول مېلسمتیا ورکول کېږي. مېلمه پالان یې هم خورا ښکلي او ښایسته دي.پر جنتي اوبو، نېرونو او جنتي مېوو موږ نه پوهېږو؛ ځکه موږ  چې په دنیا کې له هر ښه څيزه څو ځل ګټنه وکړو؛ نو زړه مو وهي. د بېلګې په ټوګه، سېلانیانو ته هغه ښارونه او ځایونه په زړه پورې دي، چې تر اوسه نه وي ورغلي؛ خو په خپله د هغه ځای، ځایي خلکو ته کوم په زړه پورې توب نه لري؛ خو په جنت کې، سره له دې چې جنتیان د تل لپاره دي؛ خو هره کتنه چې کوي، خوند ترې اخلي.

خو هغو کسانو چې په دې دنیا کې ناوړه چارې کړې وي؛ په خبره او یا په زور یې خلک کړولي وي او د الله له نعمتونو یې ګټنه کړې وي؛ خو د الله مننه یې نه وي کړې، د الله د احکامو د پلي کولو پر ځای یې له ((غیرالله)) لاروي کړې وي، نه یې لمونځ کړی وي او نه یې د پېغمبرانو خبره منلې وي، له خپل موروپلار سره یې ناوړه چلن کړی وي، د نورو حق یې لتاړلی وي، پر خپلو ناوړه کړنو پښېمانه شوي نه وي او بښنه یې نه وي غوښتي؛ نو دې ډول خلکو ته دوزخ چمتو شوی دی. د دوزخ اور هېڅکله نه سړېږي.

په قرآن کې لولو:

(( جنتیان، دوزخیان پوښتي: څه دوزخیان کړئ؟ ))

هغوی ځواب ورکوي:

لومړی وايي: ((قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ[48]= موږ له لمونځ کوونکيو ځنې نه وو،))

 دویم وايي: ((وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ[49]= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول،((

درېیم وايي: ((وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ[50]= او تل له باطل پالو سره ملګري او يوه خوله وو،((

څلورم وايي: ((وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ =[51] او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله،((

کله انسان په یوه شېبه کې چاقو په خپله سترګه ورټومبي؛ خو د تل لپاره ځان ړندوي، د برښنا په لوڅو مزو کې ګوتې وهي او مري؛ نو ګناه او په سترګه کې چاقو ورټومبل یوه شېبه وي؛ خو اغېز یې تر تله پاتېږي. په دنیا کې هم شونې ده، چې انسان په یوه شېبه کې سرغړونه او ګناه وکړي؛ خو د تل لپاره ځان د الله په قهر و عذاب اخته کړي.

اوولسمه زده کړه: د پنځګر ویناوې (حمد سورت)

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

تل او په هر ځای کې، چارې مهم وګړي پیلوي. د بېلګې په توګه: د یوې مهمې ودانۍ بنسټ ډبره د هماغې سیمې یو ستر شخصیت ږدي. د کارخانې په پرانستو کې پټۍ یې یو مهم او اوچت شخصیت پرې کوي. په جګړه کې د یرغل حکم د ستر مشر له خوا ورکول کېږي؛ نو موږ مسلمانانو ته به غوره دا وي، چې خپلې چارې د الله په نامه پیل کړو، چې پوهه، ځواک او مینه یې تر هر چا غوره ده.

د قرآن لومړی آیت په (( بسم الله)) پیلېږي. نورو پېغمبرانو هم خپلې چارې په (( بسم الله)) سره کولې. د خوړو ، سفر، ویدېدو، موټر کې سپرېدو په پیل کې د(( بسم الله)) ویلو سپارښتنه شوې ده.

(( بسم الله)) له الله سره د آشنایۍ، پناه وروړو او له هغه د مرستې غوښتو نښه ده.

همداچې انسان وايي : (( د لوراند او لورین الله په نامه))؛ یعنې خدایه! پر تا ایمان لرم، درسره مینه لرم، له تا مرسته غواړم او په نامه دې خپلو چارو ته الهي رنګ ورکوم.

الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

ستاېنه يوازې نړۍ پال الله ته ده.

((رب)) هغه چا ته ویل کېږي، چې هم د یوه څیز څښتن وي او هم یې په وده او روزنه کې ونډه لري. الله هم د هر څه څښتن دی او هم هر څه ته وده ورکوي. ((الْحَمْدُ للّهِ)) د مننو غوره ډول دی.

انسان د ښېګڼو پر وړاندې مننه کوي او الله د ټولو ښېګڼو سرچینه ده.

هو! که له یوه زده کړیال نه د ښه سبق لوستو په پار مننه کوو؛ نو باید د هغه سبق له سرچینې، چې ښووند یې دی، هم مننه وکړو.

الله د هر څه لپاره د ودې او روزنې ځانګړې لار ټاکلې؛

د هندواڼې زڼي ته وده ورکوي، چې هندواڼه شي.

د شاتو موچۍ ته یې ورزده کړي، چې پر کوم څیز کېني او څنګه شات جوړ کړي. د موچۍ په بدن کې درې ډوله کارخانې دي؛ د شاتو جوړولو کارخانه، د زهرو جوړولو کارخانه او د موم جوړولو کارخانه، موچۍ ته یې د ځالې جوړولو هنر هم ورزده کړی دی.

نور چې یو څه جوړ کړي؛ نو پرېږدي یې او ځي ترې. د بېلګې په توګه: هغه چې غالۍ اوبدي او یا یوه ودانۍ جوړوي، خپل جوړ کړي نورو ته ورکوي او په خپله په بلې غالۍ او ودانۍ پسې ځي؛ خو الله چې هر څه پنځولي، د یوې شېبې لپاره یې هم یوازې نه دي پرېښي او غافل ترې نه دی.

قرآن وايي : ((وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ [52]=او موږ هېڅکله له خپلو مخلوقاتو غافل نه وو. ))

الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ

(هغه الله چې ) لوراند او لورين دى.

ددې دوو کلیمو جرړه د خدای لورنه او رحمت دی. الله ((رحمان=لوراند)) او ((رحیم=لورین)) دی.

د الله د لورنې څو بېلګو ته اشاره کوو:

پنځون یې لورنه ده.

روزي ورکول یې لورنه ده.

روزنه یې لورنه ده.

د الله له لوري د ګناهونو بښنه یې لورنه ده.

همداچې ښو کارونو ته لاس ثوابونه او بد کار ته یوه سزا ورکوي، لورنه یې ده.

الله د موروپلار په زړه کې د اولاد مینه اچولې ده.

الله انسان ته عقل، پوهه او حافظه ورکړې ده.

الله انسان ته سترګې، غوږونه او ماغزه ورکړي دي.

د لمر ځلا، د بوټو زرغوني او د څارویو رام د هغه له لوري دي.

زموږ پوهه، ځواک او ژوند د هغه په لاس کې دی.

الله چې دومره لوراند دی؛ نو غوره ده، چې ستاینه یې وکړو. مینه ورسره وکړو، په لمانځه او دعا ورسره خبرې وکړو، خبره یې ومنو او سروغړونه ترې و نه کړو.

مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ

 ( هغه الله چې ) د جزا د ورځې مالك (او واكمن) دى .

که څه الله په هر ځای کې د هر څه مالک دی؛ خو د قیامت پر ورځ انسان ښه پوهېږي، چې الله مالک دی. انسان تل تذکیرې او پېژندپاڼې ته اړمن دی؛ خو په عادي حالت کې دا اړتیا نه درک کوي؛ خو له هېواده د بهر تلو او یا راستنېدو پر مهال، په ښوونځي کې نوم لیکنې پر مهال، په پوهنتون کې د نوم لیکنې پر مهال، له بانک نه د پيسو اخستو پر مهال او دې په ورته چارو کې انسان تذکیرې او پېژندپاڼې ته اړتیا پیدا کوي او په دې وخت کې یې تر هر وخته ډېره اړتیا ننګېري.

په قیامت کې هم چې شتمني، کورنۍ، علم، مقام او دوستان د انسان لپاره څه نشي کولای؛ نو انسان په خپل ټول وجود سره پوهېږي، چې بې له الله بل هېڅوک هم واک او ځواک نه لري او پر هغه ورځ پوهېږي، چې مالک او څښتن یوازې الله دی. (مَـالِكِ يَوْمِ الدِّينِ)

الله هم زموږ پنځګر او هم پالونکی دی او هم یې ډول ډول رحمتونه رالېږلي او هم مو په قیامت کې یوازې له هغه سره سروکار دی.

نو یوازې الله لمانځو او مرسته ترې غواړو.

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

(پالونكيه!) يوازې تا لمانځوو او يوازې له تا مرسته غواړو.

هر څوک په یو چا پورې تړاو لري، ورسره مینه کوي، مرسته ترې غواړي، غږ پرې کوي او خپلې ستونزې ورته وايي. انسان هم په لمانځه کې لومړی وايي : خدایه! ته خورا لوراند او لورین یې .(بسم الله الرحمن الرحیم)

بیا وايي: ته مو پالونکی یې (رب العالمین)

راتلونکې او قیامت ستا په واک کې دی (مالک یوم الدین)

نو موږ یوازې ستا بندګي کوو او یوازې له تا مرسته غواړو (ایاک نعبدو و ایاک نستعین)

یا الله! ((غیرالله)) یا یې څه له لاسه نه کېږي، یا نه ګټه رارسولای شي او نه تاوان.

یا مو غږ نه اوري.

یا مو له اړتیاووخبر نه دي.

یا راسره مینه نه لري، چې مرسته مو وکړي.

یا لږه مرسته کوي.

یا د یوې شېبې لپاره مرسته کوي.

یا یې د مرستې په پار منت راږدي.

یا مو د خپلې مرستې په پار مریېنې او ذلت ته راکاږي.

نو ای الله! د ((غیرالله)) پرځای یوازې ستا بندګۍ ته غاړه ږدو (ایاک نعبد) او یوازې له تا مرسته غواړو. (ایاک نستعین)

اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ

موږ ته سمه لار راوښيه ؛

انسان د جماداتو په شان راکد کېدای نشي. انسان اند لري، خبرې کوي، خواړه خوري، ملګري ټاکي، کتاب لولي، دنده ټاکي؛ نو ټول انسانان باید په اند، خبرو او کړنو کې یوه لار غوره کړي. انسانان په لار ټاکنه کې تېروځي او پښېمانېږي. انسانان باید پر داسې لار روان شي، چې سمه وي او کږه نه وي او سمه لار هماغه نېغه لار ده، چې د (اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ) په غونډله کې یې له الله غواړو، چې موږ هغې نېغې لارې ته ورسیخ کړه؛ هغه لار چې د دنیا او آخرت نېکمرغي پکې وي؛ هغه لار چې پېغمبران او د الله غوره بندګان پرې تللي دي، هغه لار چې کږلېچونه، پېچومي، تېروتنې او پښېمانۍ پکې نه وي.

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ

د هغو لار چې لورنه دې پرې کړې،نه (د هغو لار) چې غوسه شوى پرې يې او نه د بېلارې شويو لار !

شونې ده، هر څوک خپله لار، اند او کار سم او پرحقه وګڼي؛ خو له الله غواړو،چې زموږ لار د پېغمبرانو، صالحانو، شهداوو او رښتینو لار وګرځوي. هو! شته داسې کسان، چې الله ډول ډول نعمتونه ورکړي؛ خو ناشکره او ورکلاري شو او یوه ډله یې په همدې نړۍ د الله پر قهر او عذاب اخته شوي دي.

موږ له خپل الله دوه څیزونه غواړو:

یو داچې نېغې لارې ته مو ورسیخ کړي، د هغو کسانو لار، چې نعمت یې ورکړی دی.

دویم داچې موږ د الله نعمتونه، په خپله ناشکرۍ، ګناه او کږلارۍ د خدای پر قهر بدل نه کړو.

هو! د الله نعمت یو ډول خیر دی او سمه ګټنه ترې بل څیز دی؛ د بېلګې په توګه: پوهه او لیکنه د الله نعمت دی؛ خو کولای شو د الله له دې نعمتونو ناوړګټنه وکړو او د مینې د لیک پر ځای پرې کنځا ولیکو.

حمد سورت ته تر یوې ځلغنده کتنې روسته، اوس یو بل آیت څېړو:

له نورو سره زموږ نېکي لاملېږي، چې الله مو نعمتونه راډېر کړي[53]. البته که د الله نعمتونه نورو ته ور ایثار کړو؛ نو هم به مو د نعمتونو شکر پر ځای کړی وي او هم به یې د تلپاتنې لامل شوي یو؛ لکه څنګه چې الله وايي:

((وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ [54]=او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه.))

هو! له نورو ښېګڼه کول، الهي حکم دی، چې کول یې ستر ثوابونه لري.

له نورو سره نېکي کول، د انسانانو ستونزې هواروي او د ټولنې د وګړیو ترمنځ برابري او روري رامنځ ته کوي.

له نورو سره نېکي کول لاملېږي، چې که کومه ورځ موږ په ستونزو کې یو؛ نو هغه به راسره مرسته کوي، چې نېکي مو ورسره کړې ده. له نورو سره نېکي کول، له خدایه د مننې یو ډول دی.

له نورو سره نېکي کول، هر ډول مینه، چوپړ، ملاتړ او مرسته رانغاړي.

اتلسمه زده کړه: د پنځګر وینا (والعصر سورت)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیم

وَالْعَصْرِ ﴿١﴾ إِنَّ الإنْسَانَ لَفِی خُسْرٍ ﴿٢﴾ إِلا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿٣﴾

ژباړه:

د لوراند او لورين الله په نامه

    1    پر زمانې قسم!     2    بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.    3    خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

وخت خورا مهم او ګران دی او الله یې په ټولو وختونو قسم خوړلی دی، د بېلګې په توګه:

(والفجر[55]) په سپېده داغ قسم!

(والصبح[56]) پر سهار قسم!

(والضحی[57]) پر غرمه قسم!

(والنهار[58]) پر ورځ قسم!

(والعصر[59]) پر مازیګر قسم!

(والیل[60]) پر شپه قسم!)

(وَ اللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ[61]) ! او پر شپه قسم، چې (لمن راټوله او) شا كړي!

د ګټنې او تاوان توپیر

الله تر قسم خوړو روسته وايي:

((إِنَّ الإنْسَانَ لَفِی خُسْرٍ = بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.))

که توکي وي او بیه یې راټیټه شي، تاوان دی. د بېلګې په توګه که سره زر ارزانه شي؛ نو وايي، چې څښتن یې ((ضرر)) کړی دی؛ ځکه سره زر شته؛ خو بیه یې راټیټه شوې ده؛ خو که توکي او پانګه دواړه له منځه ولاړه شي، وايي، چې ((خسارت)) یې کړی دی. د بېلګې په توګه هغه یخ پلوری، چې ګهاک و نه لري؛ نو دلته د یخ بیه راټیټه شوې نه ده؛ بلکې پانګه اوبه شوې ده.

که انسان له خپل عمره سمه ګټنه و نه کړي؛ نو پانګه یې له منځه تللې ده؛ ځکه د انسان عمر یې تر ټولو لوړه پانګه ده.

که مال یې له منځه ولاړ شي؛ نو پر ځای یې نور راتلای شي؛ خو تللی عمر بېرته نشي راتلای.

((إِلا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا  بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ))

خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

قرآن کریم وايي: (( پر زمانه او روزګار قسم، چې انسان د اوبه کېدو او تویېدو په حال کې دی؛ یعنې هره شېبه یې ځي او بېرته نه راګرځي؛ خو هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ښې چارې کوي، چې د عمر له لاسه ورکولو پر وړاندې یې د ایمان او ښو کړنو پانګه لاس ته راوړې ده.

پر الله، قیامت او آسماني پېغمبرانو ایمان، پر حق او حقه لار ایمان دی.

په حدیث کې راغلي دي: (( ایمان لس درجې دي؛ د ځینو ایمان په ټیټه درجه کې دی او د ځینو په لوړه درجه کې دی.))

د بشپر ایمان نښه داده:

 انسان تر هغه څه چې په خپل لاس کې یې دي، پر هغه څه ډېر ډاډ ولري، چې له الله سره دي. د بېلګې په توګه: و نه وايي: ((داچې زده کړه مې کړې او ښې نمرې مې اخستي؛ نو نېکمرغه به شم.)) و نه وايي : (( داچې پلار مې شتمن دی؛ نو ښه او هوسا ژوند به ولرم.))؛ ځکه شونې ده د انسان ټوله پانګه په یوه شېبه کې له منځه ولاړه شي.

موږ باید له خپلو شونتیاوو او هڅو ګټنه وکړو؛ خو فکر و نه کړو، چې هرکاره یو. کله د برښنا ټوله لینکشي سمه وي، ګروپونه سم وي؛ خو له برج نه برښنا پرې شوې وي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي: ((و مې لیدل، چې هوډونه ګډوډېږي؛ نو پوه شوم، چې یو الله شته، چې له بلې لارې د چارو سمونه کوي.[62]))

له خپلو هڅو دې لاس پر سر نشو؛ خو باید ومنو، چې زموږ  هڅې، اند او کړلارې د الله د ارادې په مخ کې ډپېدای نشي.

معمولا په قرآن کریم د (آمنوا) کلیمې ترڅنګ د (عملوا الصالحات) کلیمه راغلې، تر څو ووايي، چې ((ایمان)) باید له ((نېکو کړنو)) سره مل وي.

که موروپلار خپل اولاد ته ووايي، چې مینه درسره لرم؛ خو خپل اولاد ته کوم کار و نه کړي؛ نو اولاد به وايي، چې دا لا څنګه مینه ده، چې له عمل سره مل نه ده؟

قرآن کریم، رسول الله(ص) ته وايي : (( خلکو ته وویاست، چې که له الله سره مینه لرئ؛ نو له ما لاروي وکړئ.[63]))

مینه او ایمان باید له عمل سره مل وي؛ هغه هم له نېک عمل او ښو کړنو سره؛ هغه هم ټولې هغه ښې چارې چې د کولو زمینه یې وي؛ نه داچې ځینې ښې کړنې وکړو او ځینې یې نه.

که پوړۍ یوازې یو یا دوه پاټکي درلودل؛ نو موږ یې بام ته نشو خېژولای.

که رنځور د طبیب په یوازې ځینو خبرو عمل وکړي؛  نو روغ به نشي. که یو ماشوم وزیږېد او یوازې لاس و پښې او سر یې وده وکړه او د بدن نور غړي یې وده و نه کړي؛ نو دا ماشوم به سم ژوند ونشي کړای.

ایمان او عمل د ستنې او تار په شان دي، یو ځای چې وي؛ ګڼدل کولای شي.

((وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)) 

او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

الله په دې سورت کې وايي: ټول خلک د یخ په څېر اوبه کېږي او تاوان کوي؛ خو هغه انسانان چې ایمانوال او نېکچاري وي؛ ځکه څومره چې یې عمر کمېږي؛ اپوټه یې ایمان او نېکې کړنې زیاتېږي. د سورت په پای کې وايي: یوازې په خپل فکر کې کېدل کافي نه دي؛ بلکې باید به بشپړه زړه سواندۍ، نورو ته هم پر حق لار د تلو سپارښتنه وکړي (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ) او په یوه ځل او دوو ځلو دې زړه نه خوشحالوي؛ بلکې  د حق پر سپارښتنه دې تل ټینګار وکړي او که چا یې خبرې ته غوږ کېنښود؛ نو نهیلېږي دې نه؛ بلکې دومره مقاومت او صبر دې وکړي، تر څو نور هم د حق لارې ته راواړوي، د هغه چا په څېر، چې غواړي یو لرګی مات کړي؛ نو دومره تبر وهي، چې مات یې کړي او هېڅکله نه وايي، چې څو تبرونه مې ووهل؛ خو مات نشو؛ نو لاس پر سرېږم. (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)

نولسمه زده کړه: د پنځګر وینا (درې نعمتونه)

الله په قرآن کې وايي:

((أَیَحْسَبُ أَنْ لَمْ یَرَهُ أَحَدٌ. أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَیْنَیْنِ. وَلِسَانًا وَشَفَتَیْنِ[64]= آيا (انسان) انګېري، چې هېچا ليدلى نه دى (چې ښېګڼه يې نه ده كړې) ؟! آيا دوه سترګې مو وركړې نه دي؟! او يوه ژبه او دوې شونډې؟!))

انسان ويني؛ خو داسې خیال کوي، چې خدای به یې نه ویني؟!

آیا هېر کړي مو دي، چې خدای سترګې ته څو ساتندویان ګومارلي دي؟

اوښکې تروې دي، چې دننه سترګه وساتي او وریځي، باڼه او سترغلي چې د سترګې سپرګي دي.

د سترګې انځور اخستنه، اوډونولو ته اړتیا نه لري، ستړیا نه لري، هم ساده انځور اخلي، هم رنګي. آیا د انځور اخستو دستګاه چې له څلېښینو اوبو جوړه شوې او په میلیونو انځورونه اخلي، پنځګر نه لري؟

پر انځور اخستنې سربېره،په سترګو د غوسې او مینې څرګندونه کېږي.

سترګه د انسان د ښکلا وزله ده. انسان په یوه سترګه نشي کولای، چې واټن، ژوروالی او مسافت په ښه توګه درک کړي. سترګه د وګړیو د پېژندو وزله ده.

 که د انسان غوږونه، شونډې او خوله تړل شوې وي، پېژندل کېږي؛ خو که پر سترګو یې پټۍ وي او وتړل شي؛ نو نه پېژندل کېږي.

سترګې نور خلک اغېزمنوي، د استاد له سترګو د زده کړیال د سترګو حیا.

(وَلِسَانًا وَشَفَتَیْنِ= او يوه ژبه او دوې شونډې؟!)

ژپه په دوو شونډو کلیمې جوړوي او بې شونډوو ډېری کلمات او غږونه نشي جوړولی.

بېلابېلې لهجې او ژبې د الله د ځواک له نښو ځنې دي. انسان د جملاتو او کلیماتو په جوړولو کې محدودیت نه لري.

په ژبه خوند څکل کېږي.

د خدای په ځواک، هومره اوبه، چې د حرکت، خبرو او ژوولو لپاره په کار دي، په خوله کې په اتومات بڼه جوړېږي، چې ژبه په ويښه او خوب کې لمده وي.

د خولې د اوبو تولید نه لږ دی نه ډېر، چې له خولې راتویې شي او نه دومره لږ دی،چې انسان دې اړ کړي، چې تل د اوبو ترڅنګ ووسي.

د خولې د اوبو خوند خوږ دی او بڼه یې داسې ده، چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

ژبه خواړه د ژوولو لپاره غاښونو ته ورکوي؛ خو پخپله تر غاښونو لاندې نه راځي. ژبه خواړه څاري او تر خوړو روسته،  خوله جارو کوي.

شونډې هم الهي نعمت دی. په ښکلې او منحني بڼه دي، په همدې شونډو ماشوم د مور تی روي، انسان پرې خبرې کوي، پوکی ورکوي، هوا پرې په آسانۍ او وړیا توګه ننباسي او وباسي.

رښتیا که شونډې یو د بل د پاسه نه وای او پرانستې وای؛ نو انسان څومره بدرنګېده، د خوړو او څښلو پر مهال به یې خواړه او اوبه له خولې راتویېدې او له خورا ستونزو سره به مخ و.

الله په قرآن کې څو څو ځل ويلي دي: که نعمتونه مو اپوټه کړي وای، تاسې به څه کول او چا ته به مو پناه وروړه او چا به مو ستونزه هواروله؟ د بېلګې په توګه: په ملک سورت کې لولو: ((قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِين=ووايه : ((ما خبر كړئ، كه (د سيمې) اوبه مو [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛نو څوك  درته روانې او خوندورې اوبه راولي؟!)) ))

شلمه زده کړه: د پنځګر وینا (له سختیو به نه ډارېږو)

الله په قرآن کې وايي:

((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا .إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا[65]=  نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته،په رښتینه كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته،))

انسان دې داسې نه کوي، چې له ستونزو، سختیو او کړاوونو سره د مخېدو پر مهال یې یوازې ظاهر وویني؛ بلکې باید ومنو، چې له سختیو سره آسانۍ هم شته دی.

بزګري سختونزمن چار دی؛ خو که انسان ومني، چې محصولات او مېوې یې د کار په پای کې وي؛ نو دې ستونزو ته غاړه ږدي.

زده کړه، کار کول، د نورو چوپړ او دې ته ورته چارې ستونزمنې دي؛ خو عالمېدل، پر خپلو پښو درېدل او محبوبېدل ورسره دي.

لمونځ کول او په تېره د سهار لمانځه ته جومات ته تګ خورا ستونزمن چار دی؛ خو د الله د رضا او خورا ډېرو ثوابونو را یادول یې د ستونزو ګالل اسانوي.

نابرده رنج گنج میسر نمی شود        مزد آن گرفت که جان برادر کار کرد

که پوه شو، چې د سختیو او ستونزو ګالل، د الله د خوښۍ لامل دی، موږ به یې وزغمو؛ لکه که پوه شو چې د رنځ درملنه مو په پلانیو ترخو درملو کې ده؛ نو هرومره یې خورو.

که پوه شو، چې ټولو بریالیو وګړیو، د ژوند تراخه څکلي دي؛ نو موږ به یې هم وڅکو.

که پوه شو، چې سختۍ او کړاوونه مو هوښیاروي او له بې توپیرۍ او بې خیالۍ مو ژغوري او که پوه شو، چې صبر او مقاومت د الله د خوښۍ لامل ګرځي؛ نو په خورا خوشحالۍ سره، سختیو او ستونزو ته ورغاړې وځو.

یوویشتمه زده: اسلامي اخلاق (دروغ)

داچې دورغ داسې یوه ګناه ده، چې ویلو ته یې وخت،  ځای، ځواک، پیسو او وزلې ته اړتیا نشته؛ نو انسان پرې ژر اخته کېږي.

شته داسې نا اهله وګړي، چې خلکو ته د دروغو ژمنې ورکوي، خلک له ځان سره کوي او حکومت پرې کوي.

په دورغو ویلو انسان خورا خطرناکې کړنې کوي. د یوسف علیه السلام وروڼو په دورغو خپل پلار ته وویل: (( که یوسف د سیل لپاره راسره ولېږې؛ نو موږ به یې خیرغواړي او ساتونکي یو.)) تر هغه روسته یې په دورغو وویل: (( هغه لېوه خوړلی دی، ان د شپې شپې خپل پلار ته ورغلل او و یې ژړل.))

په زرونو ښه انسانان، د نااهلو د دروغ  ویلو له لامله ښکېل او ان وژل شوي دي او یا په بند کې بندیوان شوي دي. ټول پېغمبران، دورغ ویل ګناه ګڼي.

امام حسن عسکري وايي: (( دروغ د نورو ګناهونو کونجي ده.))

لکه څنګه چې د یوسف علیه السلام وروڼو په خپلو دروغو خپل یو رور وتښتاوه او په څاه کې یې ورواچاوه او پلار یې چې پېغمبر و، په لسونو کلونو یې ویرجن او غمجن کړ.

امام صادق وايي: (( ملګري مو د رښتیا ویلو له لارې وپېژنئ، نه د هغوی د عبادت له لارې؛ ځکه کله ځینې وګړي عبادت کوي، لمونځونه کوي، روژې نیسي؛ خو خبره یې دروغ وي.))

که انسان دروغ ووايي او خبره اپوټه کړي؛ نو د نورو خلکو فکر او عمل هم اپوټه کوي.

دروغجن بېوزلېږي؛ ځکه د بېلګې په توګه، که یوه هټیوال یو څه وپلورل او په دورغو یې وویل، چې دا توکی روغ دی؛ خو که هغه توکی نیمګړی یا روغ نه و؛ نو بل ځل ترې څوک سودا نه اخلي او په خپلو همدې دروغو خپل ګهاک له ځانه توري کوي او بېوزلېږي.

دورغجن بې حیا کېږي؛ ځکه نورو ته چې یې دروغ ورڅرګند شول؛ نو آبرو یې ځي او بې آبرو او بې پته انسانان پر بې حیا چارو لاس پورې کوي.

دورغ لیکل، د دورغ ویلو په څېر دي او ګناه ده.

که یو ډاکټر رنځ تشخیص نه کړي او رنځور ته نسخه ولیکي؛ نو دروغ یې لیکلي دي.

کله موږ د تفریح او سات تېرۍ لپاره نورو ته دروغ وایو، نورو ته دروغ رانقلوو او کله په دروغو یو ناروا چار د یوه ولایت خلکو ته نسبت ورکوو.

دروغجن تل په تشویش کې وي، چې هسې نه دروغ یې نورو ته معلوم شي او بې پته شي.

په روایاتو کې راغلي دي: (( له دورغجن سره ملګرتیا مه کوئ)) خلک چې د دورغجن له دروغو خبر شي، له هغه لرې کېږي او ژوند پرې ورتریخېږي.

داسې باید و نه کړو، چې څه مو واورېدل، نورو ته یې ووایو؛ ځکه ډېری اورېدل شوي، دروغ وي.

ماشوم او کوچني ته هم دروغ ویل حرام دي. اسلام سپارښتنه کوي، چې ان په ټوکو کې هم دروغ مه ویاست.

د دروغو ډولونه:

کله یو موټر چلوونکی په ځانګړیو څراغونو او په پرله پسې هارنډونو خلکو ته داسې څرګندوي، چې په موټر کې مې رنځور دی، حال داچې داسې نه ده، چې دا کار یې یو ډول دروغ دي.

کله انسان په خپلو کړنو دروغ وايي، د بېلګې په توګه په خپله ژمنه عمل نه کوي، یا خپل سر د ښه والي یا بد والي په نښه خوځوي، حال داچې هغسې نه دی، چې څنګه څرګندونه کوي.

البته په هر ځای کې رښتیا ویل هم جایز نه دي، د بېلګې په توګه: که څوک مو وپوښتي: پلاني په ما پسې بد ویلي که نه؟ که موږ دلته رښتیا ورته ووایو، چې هو بدې ردې یې درپسې ویلي؛ نو د دوو کسانو ترمنځ فتنه رامنځ ته کېږي؛ نو دلته به رښتیا نه وايو.

په یوه حدیث کې راغلي دي: (( که له کوچني سره مو کومه  ژمنه کړې وي؛ نو پوره یې کړئ، چې دروغجن نشئ.))

دروغ اورېدل هم ګناه ده، قرآن کریم وايي: ((مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر دروړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.[66] ))

دوه ویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (ژبه)

ژبه کوچنۍ؛ خو کارونه ستر کوي.

ترڅو چې چا خبرې نه وي کړې؛ نو نیمګړتیا او هنر یې پټ وي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي: (( د انسان مقام یې تر ژبې لاندې پټ دی.[67]))

الله په قرآن کې وايي : ((وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ=او يوه ژبه او دوې شونډې؟![68]))

د نېکیو سرچینې

دلته د ژبې په باب د الله ځینو احکامو ته اشاره کوو:

په ژبه د خدای عبادت وکړئ، یاد یې کړئ او مننه یې وکړئ

په ژبه کتاب الله ولولئ.

په ژبه خلک نېکیو ته راوبلئ.

په ژبه خلک له بدیو منع کړئ.

په ژبه د ظالم خلاف غږ پورته کړئ او له مظلومه ملاتړ وکړئ.

په ژبه پر خلکو سلام ویاست او زړونه نږدې کړئ.

په ژبه خلک ښاد کړئ.

په ژبه ورزدکړه وکړئ.

په ژبه اذان وایو.

باید له خلکو سره ښې خبرې وکړو.

موروپلار ته ترخه خبره و نه کړو.

د خلکو خوالې بربنډې نه کړو.

تر شوني بریده قسم و نه خورو.

داسې څه و نه وايو، چې نور پرې خپه کړو.

په خبرو کې انصاف ولرو.

د هغه کار ژمنه له چا سره ونکړو، چې له وسې مو پوره نه وي.

د ژبې ځنې ښه آثار:

د ګناهونو سرچینه:

دلته د ژبې ځینو ګناهونو ته اشاره کوو:

په ژبه بل ته پېغور ورکولای شو او له ځانه یې خپه کولای شو. (وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ[69]=  افسوس دې وې پر هر بدژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! )

په ژبه په بل پسې خبرې او سپکې سپورې ویلای شو.

په ژبه ظالم هڅولای شو.

په ژبه یو کس کږلارولای شو.

په ژبه بل سپکولای شو.

په ژبه د دښمن په ګټه ګړېدای شو.

په ژبه چټیات ویلای شو او د نااهلو ستاینه کولای شو.

په ژبه د بل خواله بربنډولای شو.

هو! ژبه د کونجي په څېر ده، یو لوري ته په حرکت ورکولو، ور پرانځي او بل لوري ته په چورلولو، ور تړلی شي. هغه ژبه، چې هومره عبادتونه پرې کولای شو، ډېری ګناهان هم پرې کېږي.

درویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (سلام اچول)

((سلام)) د الله یوه نامه ده؛ یعنې الله یوه نیمګړتیا هم نه لري. لکه څنګه چې د ((سبحان الله)) مانا هم داده، چې الله یوه نیمګړتیا هم نه لري.

د جنت یوه نامه ((دارالسلام)) ده؛ یعنې هغه کور، چې هېڅ ډول درد، رنځ او کړاو پکې نشته.

الله پر خپلو نېکو بندګانو ((سلام)) کوي. په قرآن کې لولو:

سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ= په نړيوالو كې دې پر نوح سلام وي[70].

(سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ = پر ابراهيم سلام!)[71].

(سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ= سلام پر موسى او هارون!)[72].

(سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ = سلام دې وي پر الياسين!)[73]

الله پر حضرت نوح، حضرت ابراهیم، حضرت موسی، حضرت هارون او ټولو پېغمبرانو سلام کوي.

پېغمبرانو، په تېره حضرت محمد (ص)، ټولو ته، ان پر کوچنیانو سلام اچاوه. الله خپل استازي ته وايي:

((او چې كله هغوى درشي، چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو ورته ووايه : (( سلام پر تاسې! ستاسې پالونكي، رحمت پرځان فرض كړى، داسې چې، كه له تاسې څوك په ناپوهۍ كې یو بد كار وكړي، روسته توبه ترې وباسي او ځان سم كړي (؛ نو الله پرې لورېږي؛ ځكه) هغه لورین بښونكى دى .[74]))

په قیامت کې پرښتې پر جنتیانو ((سلام)) وايي.

اسلام د دوو مسلمانانو د لیدو پر مهال ((سلام)) مطرح کړی دی.

((سلام)) خورا کوچنۍ کلیمه ده؛ خو ډېرې ماناوې لري.

((سلام)) د برکت او خطرو د لرېوالي په مانا  د ی.

((سلام)) د لېوالتیا او ښادۍ نښه ده.

((سلام)) نورو ته خورا ارزانه او ارزښتمنه ډالۍ ده.

((سلام)) د نورو درناوی دی.

((سلام)) زړه آراموونکی دی.

((سلام)) د مینې د ډېرېدو لامل او پر یوه مسلمان د بل مسلمان لومړنی حق دی.

((سلام)) روغتیا ته رابلنه او له خطرو ځان ژغورنه ده.

((سلام)) ددې څرګندوی دی، چې انسان کبرجن او کنجوس نه دی.

((سلام)) کول هم خلک ښادوي او هم ګناهونه بښي او هم ثوابونه زیاتوي.

((سلام)) اچول د الهي حکم پلي کول دي.

((سلام)) اچول د خدای ذکر دی.

((سلام)) اچول د امنیتت کونجي او د نورو لاسنیوي ته ور پرانستل دي.

پر ((سلام)) اچولو خلکو ته  وايو: ((راباندې ګران یې، په زړه کې مې درته کینه نشته.))

((سلام)) اچول یو ډول الهي ادب دی، چې الله ټولو پېغمبرانو ته ورزده کړی دی.

موږ په لمانځه کې هم پر حضرت محمد(ص) سلام وايو:

((السلام علیک ایها النبی و رحمة الله و برکاته)). همداراز  په هر  وخت او ځای کې چې څومره د الله ښه او صالح بندګان دي، سلام پرې وايو: (( السلام علینا و علی عباد الله الصالحین))

څوک چې مخکې سلام کوي، هماغه پر الله ګران دی او څوک چې سلام نه کوي، کنجوس دی.

د ((سلام)) اچوونکي ثواب تر جواب ورکونکي اویا ګرایه ډېر دی.

د خلکو ترمنځ چې ((سلام)) اچول لږ شي؛ نو دښمنۍ او کینې پکې ډېرې شي.

په یوه حدیث کې راغلي دي: (( د هغه چا د خبرې ځواب مه ورکوئ، چې بې له ((سلام)) کولو خبرې پیلوي او ان هغه وګړي بیخي خپلو مېلمستیاوو ته مه راغواړئ، چې د ((سلام)) په ځوابولو کې کنجوسي کوي.))

غوره ده کوچنیان خپلو مشرانو ته ((سلام)) وکړي، هغوی چې روان دي پر ناستو ((سلام)) وکړي، لږ خلک پر ډېرو خلکو ((سلام)) وکړي او شتمن پر بېوزلیو سلام وکړي.

هڅه وکړئ، چې په ((سلام)) کولو کې د خلکو ترمنځ توپیر و نه کړئ، پر لوړ غږ  سلام وکړئ او د خلکو د سلام ځواب په ښه توګه ورکړئ، په ټولنه کې ((سلام)) کول دود کړو.

په یوه حدیث کې راغلي دي: د سلام دودول، د الله د بښنې، د ځان روغ پاتېدو او تر نورو د غوراوي لامل ګرځي.

سلام کول مستحب دی؛ خو ځواب یې فرض دی.

اسلام سپارښتنه کوي، نورو ته سلام واستوئ. رسول الله (ص) خپل یوه ملګري ته وویل: ته د اوږد عمر څښتن یې او زما سلام امام باقر ته ورسوه، چې زه یې نه ګورم.

اسلام وايي: ناوړچاریو، چټي ویونکیو او کفارو ته سلام مه کوئ.

هیله  ده تر خبرو او هرې ناستې مخکې سلام وکړو، د بېلګې په توګه: چې کله په تیلیفون خبرې کوو، د (Hello ) پر ځای ((سلام علیکم)) ووایو. چې کله ټولګي یا بل ځای ته ورننوځو، سلام وکړو. تر ځانه کوچنیو او هغوی چې زموږ تر لاس لاندې دي او ان هغوی چې نه پېژنو، سلام پرې وکړو؛ لکه د جمعې د لمونځ امام، چې د خطبو په پیل کې پر ټولو سلام کوي.

په قرآن کې ډېر آیتونه د سلام اچولو په باب راغلي دي. که چا راباندې سلام واچاوه؛ نو موږ یې باید په خورا غوره توګه ځواب ورکړو.

هو! په یوه کلیمه کې هم د اړیکو لپاره دومره نور او برکت نشته، سلام اچول باید زموږ یو روږد شي.

څلرویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (حجاب)

لکه څنګه چې بوټان پښې ساتي او جامې بدن ساتي. بدن یوازې له سړو او تودوخې نه ساتل کېږي، څومره چې بدن په مناسبه توګه وپوښل شي، روغتیا به ډېره او څومره چې د لوڅتوب پر لوري ځو، ډېری فتنې او فساد به مو مل وي. پوښل د سړي او ښځې لپاره واجب او د پېغلو لپاره خو بیخي اړین دی.

کوم څیزونه چې ګرانبیه او ارزښتمن وي؛ نو انسان یې بې پوښښه هر چا ته نه ورښيي. پر ګرانبیه ماشینونو او ګرانبیه توکیو یو ډول پوښ وي.

که لوڅ او لغړتوب دود شو؛ نو هر څوک به غواړي، چې خپلې ښکلاوې ښې او ډېرې وښيي او څومره چې ښکلاوو ته پام ورډېر شي؛ نو انسان له خپلو سترو موخو غافلېږي.

تاسې که ښوونځي ته د تګ پر مهال د څیزونو پر لیدو بوخت شئ؛ نو یا به له ټولګي پاتې شئ او یا به مو په ټولګي کې فکر له هغو ښکلیو څیزونو سره وي، چې پر لار مو ورلیدلي دي.

لیدل اسان چار دی؛ خو اغېز یې د انسان پر اروا پاتېږي.

ښو موخو ته د وررسېدو لپاره اسلام سپارښتنه کړې، چې خپرو ورو  چارو ته پام و نه کړو.

یو څو بېلګو ته پام وکړئ:

اسلام وايي: ((له خوړو خوند اخستو ته مو پام خپلو خوړو ته کړئ.[75])) هغوی چې د خوړو پر مهال ټلویزون او  هاخوا او دېخوا ګوري؛ نو له خپلو خوړوو بشپړ خوند نه اخلي.

د انځور، مجسمې، پرانستې ور او د انسانانو په مخ کې لمونځ مه کوئ؛ ځکه دوی ته کتل مو خپلې آریزې موخې، چې له الله سره خبرې او اړیکه دي، لرې کوي.

په زده کړې، مطالعې او ازمېینه کې چې څومره خپل شاوخوا ته ګورو؛ نو بریا به لږه وي.

داچې هر څوک خپلې موخې ته ورسي او فکر یې وا نه لوځي؛ نو اسلام ټولو ته حکم کوي، چې له خپلو ښکلاوو دې بهر ګټنه نه کوي او کوڅې او واټونه دې داسې وي، چې هر څوک په جدي توګه په خپل کار پسې وي، تر څو خپلې موخې ته ورسي.

څومره چې پلوشې ډېرې وي او څومره چې شاوخوا ته ګورو؛ نو له خپله هوډه مو یو څه راکم کړي دي؛ لکه د اوبو لښتی، چې شاوخوا ته ترې اوبه ولاړې شي؛ نو پټي ته یې لږې اوبه رسي.

هر کال په میلیونو موټروانۍ پېښې د موټرچلوونکي د فکر الوتو له لامله رامنځ ته کېږي. که تاسې یوازې پخپلو جامو او کار کې کار ولرئ؛ نو غم به مو نه وي؛ خو که له کوره راووتئ او هر موټر او جامو ته مو پام شو، یا مو له نورو سره حسادت وکړ؛ نو یا کړېږئ او یا به خپل موروپلار ته بدبین شئ او به مو الله ته لېوالتیا لږه شي.

دا په ټولنه کې له نامناسب پوښښ سره د ګرځېدو او چشم چرانۍ د تاوانونو یوه څنډه ده.

قرآن وايي: ((پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى.[76]))

هغه الله چې پنځولي یې یو او سترګې یې راکړي او زموږ خوند اخستو ته یې ان اسمانونه په ستوریو پسوللي، که موږ ته یې وویل، چې ځان وپوښئ او هر څه ته مه ګورئ؛ نو زموږ د خیر خبره یې کړې ده.

که الله هضمي سسټم راکړی او ډول ډول خوندورې مېوې یې راته وپنځولې؛ خو که راته یې وویل، چې د خنځیر غوښه مه خورئ او شراب مه څښئ؛ نو زموږ په خیر یې خبره کړې ده.

لکه څنګه موروپلار په خپلو ټولو هڅو، ټول هغه امکانات چې په وس کې یې وي، موږ ته راچمتو کړي؛ نو که سپارښتنه وکړي، چې په یوه ځانګړي څيز او چار پسې ولاړ نشو؛ نو زموږ په خیر یې خبره کړې ده.

په نړۍ کې چې هر هېواد له حجاب، پوښښ، عفت او پاکلمنۍ لرې شي؛هومره پکې د جرمونو کچه هم لوړېږي. بې بندوباره هلکان او نجونې د لوچکو وګړیو ښکار کېږي او ناوړه ګټنه ترې کېږي.

زموږ هلکان او نجونې باید پوه شي، چې ښوونځی او روغ چاپېریال هغه ځای دی، چې انسان پکې خپله آریزه موخه ورکه نه کړي او د انسان استعدادونه او وړتیاوې پکې خپرې ورې نشي.

اسلام ځینې وګړي ((محرم)) او ځینې وګړي ((نامحرم)) ګڼلي دي؛ نو که موږ وغواړو، چې د الله ښه بندګان ووسو؛ نو هغسې چې هغه ویلي، باید هغسې جامې واغوندو او هر ځای چې یې راته ویلی، پټ او و یې پوښو. هلکان هم باید داسې جامه و نه کړي، چې لوچک وګړي ورته په بده سترګه وګوري.

قران کریم وايي: ((او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى.[77]))

 د هلک او نجلۍ او سړي او ښځې بې حجابه او بې حریمه اړیکه او یو ځای کېدل د دواړو د زړه او اروا پاکي ټکنۍ کوي.

پینځه ویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (څو روغتیايي سپارښتنې)

((وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ. وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ[78]=   او پالونكى دی ستر ګڼه، او جامې دې پاكې کړه،))

مهمه خو داده، چې الله د تکبیر د حکم ترڅنګ (وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ= او پالونكى دی ستر ګڼه) وایي: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ= او جامې دې پاكې کړه)؛  یعنې پاکوالی یې د تکبیر او عبادت ترڅنګ راوړی دی.

اسلام هم د بدن د پاکوالي او هم د جامو د پاکوالي سپارښتنه کړې ده.

په اوداسه کې مخ و لاسونو وینځل او په غسل کې د ټول بدن وینځل ځکه دي چې خلک تل پاک و سوتره وي.

که یو څوک په سړو اوبو اودس وکړي او بیا مخ وچ نه کړي؛ نو ثواب یې ډېر دی، ځکه کېدای شي څومره چې څوک په یخو اوبو اودس کوي، هومره یې تازه والی ډېر وي. د نوکانو پر پرې کولو او مسواک وهلو خورا سپارښتنه شوې ده، رسول الله (ص) وايي:  ((که پر خلکو سخته نه وه؛ نو مسواک وهل به مې واجب کړي ول.))

له آنحضرت (ص) سره به تل مسواک و.

په یوه حدیث کې راغلي دي: (( الله چټلیو خلکو ته غوسه کېږي.))

الله پاکوالی   او ښکلا خوښوي او سپارښتنه یې کړې، چې تر وسې باید پاک ووسئ. پاکوالی له رنځونو مخنیوی هم دی.

پاکوالی او له رنځونو مخنیوی د ټولو دنده ده.

پاکوالی او له رنځونو مخنیوی یې تر درملنې اسان او کم بیه دی.

پاکې جامې د انسان پر اروا او زړه اغېز کوي او غم او خپګان له منځه وړي.

سپارښتنه شوې چې هغه مهال حمام ته ولاړ شئ، چې نه وږي وسئ او نه مو نس ډک وي او له حمامه چې راوځئ؛ نو سر مو وپوښئ، ان که دوبی هم وي.

په هره اونۍ کې د جمعې د ورځې غسل کوئ؛ یعنې لومړی سر او ورمېږ او د بدن ښی اړخ او ورپسې یې کیڼ اړخ ووینځئ.

 هر څوک باید د ځان لپاره ځانګړی مسواک، ځانپاک او ږومنځه ولري او نور دې ترې ګټنه نه کوي.

اسلام په سخته منع کړي یو، چې متیازې به په ځان کې نه ساتئ او خورا سپارښتنه یې کړې چې ډېر روانو اوبوو او شنو بوټو ته ګورئ.

تر هغه خواړه مه خورئ، څو سم وږي شوي نه یاست او مخکې تر هغه چې بشپړ ماړه شئ، له خوړه لاس پر سر شئ.

مېوې تر خوړو مخکې ووینځئ.

اسلام وايي: وړه مړۍ اخلئ او ډېره یې جوئ او هغه مهال مو په عمر کې نه شمېرلېږي، چې پر خوړو بوخت یاست؛ یعنې په خوړو کې بیړه مه کوئ.

معده د ډېری رنځونو کور دی. له ډېرخورۍ ځان وساتئ؛ ځکه د انسان نس یې دښمن دی، د کمخوره انسان بدن روغ وي.[79]

شپږویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (روغتیایی احکام)

اسلام پاکوالي او روغتیا ته خورا ارزښت ورکوي.

رسول الله (ص) خپلې جامې په یوه دیګ کې اچولې او بیا یې خوټولې، تر څو د پاکوالي لوړه درجه یې ساتلې وي.

د حضرت محمد (ص) شعار دا و: (( پاکوالی د اسلام ستنن ده.))

بل شعار یې دا و: (( پاکوالی د ایمان برخه ده.[80]))

داچې په اسلام کې د تورو جامو اخستو سپارښتنه نه کېږي، شونې ده دلیل یې دا وي، چې ناپاکي او خیری پر تورو جامو نه ښکاره کېږي او انسان یې وینځلو ته نه اړ ایستل کېږي.

د حضرت محمد (ص) د ژوند په باب راغلي دي، چې پاکوالي، روغتیا او له رنځه د مخنیوي په برخه کې خورا هڅاند و او نور ته یې هم ددې چار سپارښتنه کوله.

اسلام سپارښتنه کوي چې:

پر هغو  اوبو ځان مه وینځئ، چې یو ځل پرې مخکې چا ځان وینځلی وي.

د خلکو ان د دښمنانو د څښاک اوبه مه چټلوئ.

تر خوړو روسته یې لوښي ژر ووینځئ او تر وینځلو روسته یې چپه کېږدئ.

خواړه دومره ګرم مه خورئ، چې خوله مو وسوځوي.

تر غوړو خوړو روسته یخې اوبه مه څښئ.

تر خوړو مخکې مو لاسونه ووینځئ، وینځلي لاسونه مه وچوئ؛ ځکه کېدای شي پر هغه ټوکر چې لاسونه وچوئ، ککړتیا ولري.

د څارویو پاتې شوني خواړه مه خورئ.

غاښونه مو په یوه پاک څیز خلال کړئ.

ماښام او هغه مهال چې رڼا لږه وي، مطالعه مه کوئ.

په بیړه خواړه مه خورئ او مړۍ مو کوچنۍ اخلئ.

کجورې، زیتون، انځر، انار، سبزیانې، حبوبات، غوښه او شات وخورئ؛ خو چې اسراف پکې و نه کړئ.

خواړه باید په ناسته او داسې وخت کې وخوړل شي، چې حرکت و نه لرئ.

خواړه چې خورئ؛ نو ورګوئ، چې اشتها مه ورته زیاته شي.

خوړو ته تر خوړو مخکې په زیر وګورئ، چې کوم مضر څه پکې نه وي.

دسترخوان ته چې ناست یاست؛ نو خپلو خوړو ته ګورئ، د بل ته نه.

خوړو ته مو زیر شئ او په چمتو کولو کې یې د الله له ځواکه مه غافلېږئ، چې الله یې چمتو کولو ته څنګه له ټولې هستۍ کار اخستی او څنګه یې جوړ کړي دي؟ له خاورې او بې رنګه اوبو یې بېلابېلې مېوې له بېلابېل خوندونو سره پنځولي دي.څنګه یې خواړه د انسان له معدې او هضمي سسټم – غونډال سره همغږي کړي دي. د بېلګې په توګه: په غنمو یا مڼه کې باید څومره ګلوکوز، څومره اوبه او څومره کانيز توکي وي.

خوړو ته زیر شئ، چې تر هضم او جذب روسته څنګه پر غوښه، هډوکو، غاښونو، وېښتانو، وینه، پر ترخو اوښکو او خوږو توکاڼو بدلېږي.

خوړو ته زیر شئ، چې څومره انسانان یې په چمتو کولو کې زیار ګالي او موږ باید د هغوی زحمتونه تویې نه کړو.

خوړو ته زیر شئ، هغه ځواک (انرژي) چې یې تر خوړو روسته لاس ته راوړو، په سمه ځای او لار کې ولګوو.

خوړو ته مو زیر شئ او سوچ وکړئ، چې آیا دا خواړه نور خلک هم لري که نه یا په میلیونو انسانان وږي او له دې خوړو بې برخې دي؟

خوړو ته زیر شئ او په چمتو کولو کې یې له لمر، ورښت، اوبو، خاورې، باد او نورو لاملونو مه غافلېږئ.

اسلام تر خوړو مخکې، خوړو پرمهال او تر خوړو روسته ته روغتیایي احکام لري.

تر خوړو روسته ځینې احکام یې دادي:

۱-تشې او ډکې متیازې په ځان کې مه ساتئ او ژر اودسماتي ته ځئ.

۲-په ولاړه تشې متیازې مه کوئ؛ ځکه بدن او جامې نجسوي او هم په ولاړه په بشپړه توګه متیازې نه تشېږي او د متیازو په پیپ کې یو څه متیازې پاتېږي.

۳-مخ په قبله، شا په قبله، د خلکو په مخ کې، مخ په لمر، باد او سپوږمۍ متیازې مه کوئ.

۴-د اوبو په نېرونو، ویالو، ډنډونو، د ونو بیخ، په کوڅو، لارو او واټونو کې متیازې مه کوئ.

۵-تر متیازو کولو روسته باید استنجا وکړو او ځان په اوبو پاک ووینځو.

۶-تشناب مو د کور په لرې برخه کې جوړ کړئ.

۷- تر ویدېدو مخکې هرومره تشناب ته ولاړ شئ.

اووه ویشتمه زده  کړه: اسلامي اخلاق (ادب)

که انسان پانګه، پوهه، ښکلا او عقل ولري؛ خو ادب و نه لري؛ نو دا هر څه له لاسه ورکوي او خلک به ترې خپه او الله به ورته غوسه وي. هو! (( د عالم او عاقل ارزښت یې په ادب کې دی.[81]))

هغه چې ادب لري، سپکې سپورې نه وايي، کنځل  نه کوي، غیبت نه کوي، ورانه خوله نه خوځوي او تور نه لګوي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي:

(( هغه چې ادب لري، تر هغه غوره دی، چې مشهوره کورنۍ لري؛ خو ادب نه لري.[82]))

امام صادق وايي:

(( که موروپلار خپل اولاد په ادب وروزي، تر هغه غوره دی، چې اولاد یې بې ادبه وي؛ خو بې ادبه اولاد ته پانګه او مال زېرمه کړي.[83])) او بیا یې وویل: (( انسان ادب ته تر مال او شتمنۍ ډېره اړتیا لري.[84]))

امام باقر خپل زوی سپارښتنه کوي:

(( له بې ادبو وګړیو سره ملګرتیا به دې خراب کړي.)) او (( هغه چې د خولې برغولې نه لري او هر څه وايي؛ نو ژر به پښېمانه شي.[85]))

له خلکو سره مو وینا او کړنې باید داسې وي؛ لکه څنګه چې خوښېږو، چې د خلکو وینا او کړنې هماغسې له موږ سره هم وي.

رسول الله (ص) وايي:

(( په غوسه کې څوک مه ادبوئ[86])).

ځکه شونې ده په داسې وخت کې ادبول له وهلو، ډبولو او سپکاوي سره مل وي، چې پایله به یې اپوټه وي.

له باادبه وګړیو سره ملګرتیا به دې باادبه کړي. د علم زده کړه هم په ادب اغېزمنه ده. د نورو درناوی د هغوی د ادبولو لامل ګرځي.

د ادب لومړی ځای دادی، چې د الله ادب ولرو، د الله نامه په ستریا واخلو، بې اودسه د الله او رسول الله پر نامه او قرآن شریف لاس کېنږدو او که په ستونزه کې راګېر شوو؛ نو لامل یې الله  و نه ګڼو. د بېلګې په توګه: که خوبوړي وو، یا مو موټر خراب و او یا مو ټرافيکي قوانین پلي نه کړل او پېښه مو وکړه؛ نو و نه وايو، چې الله راپېښه کړه.

قرآن کریم په څو ځایونو کې وايي:

((خداى پرې تېرى کړی نه دى ؛ بلكې دوی پر ځانونو تېرى كوي [87].))

قرآن کريم په فجر سورت[88] کې وايي:

[خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!)) هېڅكله داسې نه ده! (کړه وړه مو سم نه دي)؛ بلكې پلارمړي نه پالئ، او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، او (له مشروعو او نامشروعو لارو) ميراث راټولوئ او خورئ يې،او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له لامله يې ډېر ګناهونه كوئ).]

د الله په نسبت ادب دادی، چې د لمانځه پر مهال مو جامې پاکې او ښکلې وي، بدن مو هوسا وي نه ستړی، مسواک مو وهلی وي، د الله د بندګانو او جوماتونو درناوی وکړو، چې د الله کورونه دي.

د بوډاګانو په نسبت ادب

امام حسن او امام حسین په ماشومتوت کې یو بوډا وکوت، چې اودس کوي؛ خو سم یې نه کاوه، غوښتل یې پوه یې کړي؛ خو په تشویش کې شول، چې که ورته ووايي، چې سم اودس نه کوې؛ نو خېجله به شي؛ نو د هغه ادب په پار، چې درلود یې، بوډا ته یې وویل: موږ دوه کوچنیان به اودس وکړو؛ نو ته مو وڅاره، چې د چا اودس سم دی؟ دې دوو کوچنیانو د بوډا په مخ کې اودس وکړ. بوډا وویل: ستاسې د دواړو اودس سم دی، زما اودس ناسم دی.[89]

د موروپلار په نسبت ادب

د موروپلار په نسبت ادب دادی، چې خپل غږ مو د هغوی تر غږه لوړ نه کړو، په مینه ور وګورو، مننه یې وکړو، خبره یې ومنو، پر لار چې ځي، مخې ترې نه شو او بې اجازې یې چېرې ولاړ نه شو.

د نامسلمانانو په نسبت ادب

که د کورنۍ له غړیو، ګاونډیانو او ټولو خلکو سره په ادب وچلو؛ نو پر ټولو به ګران یو. امام صادق یو ملګری درلود، چې خپل مريي ته یې سپکې سپورې خبرې وکړې. امام له ډېر خپګان خپل ځان ته سپېړه ورکړه او و یې پوښتل: ولې دې خپل مریی داسې ناروا تورن کړ؟ ملګري یې وویل: هغه مې مریی او مور یې هم مسلمانه نه ده. امام وویل: ان نامسلمان او ان مریی هم ناروا تورنولی نشې، ما خو ته با ادبه ګڼلې، اوس چې دې داسې بې ادبي وکړه؛ نو له ما لرې شه.

 اته ویشتمه زده کړه: د فراغت وختونه

انسان دې خپل شواروز د څو څیزونو لپاره وویشي:

۱-د کار او زده کړې لپاره.

۲-د عبادت او خدمت لپاره.

۳-د خوب ا و دمې لپاره.

۴-د تفریح لپاره.

ځکه که تفریح نه وي؛ کار، زده کړې، چوپړ او عبادت ته به مو سمه ډډه نه لګي. په اسلام کې د ګټورو ورزشونو- ادمان؛ لکه د اس سپرلي، غشی ویشتنه او لامبو سپارښتنه شوې او دې ډول چارو ته یې سیالۍ هم ایښې وې او پخپله رسول الله (ص) به هم پکې ګډون کاوه او ګټونکيو ته به یې ډالۍ او انعامونه هم ورکول. هغه مهال یې ګټونکیو ته د کجورې ونه او بلاربه اوښه ورکوله او تاسې ښه خبر یاست چې کجوره هغه مېوه ده، چې تر ډېرې مودې یې ساتلی شې، بې له دې چې ورسته شي او له پاڼو او لرګیو یې هم خورا ډېرې ګټې کېدای شي.

اوښه چې لنګه شي؛ نو له بچي، ورګو، شیدو او همداراز روسته یې له پشم هم ګټنه کېږي او بار هم وړی شي.

په اسلامي ورزشونو کې کنځل او کینه نه وي. اسلام د ښځې او سړي دواړو لپاره ورزش اړین ګڼي او موروپلار ته سپارښتنه کوي، چې اولادنو ته مو غشی ویشتل دفاع ته او لامبو ځان ژغورلو ته ورزده کړئ.

اسلام د ډېری چارو ثواب د تګ، حرکت او کوښښ پر بنسټ، چې یو ډول ورزش دی، ایښی دی. د بېلګې په توګه وايي: هر ګام چې د خپلوانو لیدو یا د علم زده کړې یا په جومات کې د لمانځه لپاره اخلئ، ثواب لري؛ یعنې ثواب او انعام یې د ورزش پر بنسټ، چې ګام اخستل دي،ایښی دی او نه دي یې ویلي، چې هر ټکی چې زده کوئ او د خپلوانو هره لیدنه چې کوئ، ثواب لري؛ بلکې ویلي یې دي: هر ګام چې ددې چارو لپاره پورته کوئ؛ نو څرګنده ده، چې پلی ګرځېدل (ګام پورته کول) خورا ساده، عمومي،ارزانه او د ټولو په لاسرس کې ورزش دی او د ځینو ثوابونو بنسټ هم پرې ایښوول شوی دی.

نوکان اخستل، د جمعې پر ورځ غسل او پاکوالی، دیني غونډو ته تلل، د دوستانو او خپلوانو لیدو ته تلل، مړی ژوندی کول او د جمعې په لمانځه کې برخه اخستل، د رخصتۍ د ورځې احکام دي.

د جمعې ورځ د مسلمانانو یو اختر ګڼل کېږي.

د جمعې د ورځې لمونځ یو عبادت دی؛ خو نورې ځانګړنې هم لري:

۱-د ماسپښین د لمانځه پر ځای کېږي.

۲-د ماسپښین فرض لمونځ څلور رکعته؛ خو د جمعې دوه رکعته دی.

۳-د جمعې د لمانځه امام دوه خطبې او ویناوې لري، چې د دواړو ترمنځ یوه شېبه کېني. دا دوه خطبې د دوو فرض رکعتونو پر ځای حسابېږي او امام جمعه باید خلک تقوا او له ګناه لرې کېدو ته راوبلي او په خپلو ویناوو کې هغه څه خلکو ته ووايي، چې د وخت اړتیا وي.

۴-د خطبو اورېدل لازم دي.

۵-امام جمعه باید خپلې خطبې په ولاړه ووايي او وسله او یا یې ورته څيز په لاس کې وي.

موږ باید په خپلو رخصت ورځو کې خپلې ټولې وګړیزې او ټولنیزې نیمګړتیاوې جبیره  کړو، هم خپل جسم ته رسېدګي وکړو او هم روح ته. هغې اړینې زده کړې، چې د کار او زده کړې پر مهال مو وخت ورته نه و کړی، په رخصتیو کې یې جبران کړو. له هغو هنرونو او کسبونو مه غافلېږئ، چې سبا ورځ مو له بېوزلۍ ژغوري، په تېره هغه هنرونه او کسبونه، چې پر هنر او کسب سربېره، وټيزه ګټه هم ولري. د بېلګې په توګه: ګنډل، اوبدل، لاسي صنایع او داسې نور چې تاسې،کورنۍ او هېواد ته وټیزه ګټه ولري. په رخصتیو کې هرومرو یوه فن او هنر زده کړئ.

ورزش هم باید له اخلاقو، مینې او چوپړ سره مل وي،  نه پر نورو ویاړنې او کړولو سره.

اسانه اسلامپوهنه (د ژڼیو- ځوانانو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآيتي

ژ باړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

[1] . کافرون/ ۶ آیت

[2] . صافات/۹۵

[3] . زخرف/۲۳

[4] . حاقه: ۴۴-۴۶ آیتونه.

[5] .اصول کافي، لومړی ټوک، ۴۲۰ مخ.

[6] . بقره/ ۲۳۳

[7] . عیون اخبار الرضا، دویم ټوک، ۳۴ مخ.

[8] . وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (رعد/۴)

[9] . حمد/ دویم آیت

[10]. قریش ۳-۴

[11] . بقره/۴۵

[12] . بحارالانوار، ۶۴ ټوک، ۳۱۵ مخ.

[13] . نهج البلاغه، ۴۳۷ حکمت.

[14] .روم/۲۲

[15] . نحل /۹۰

[16] . یونس/۴۷

[17] .رعد/۷

[18] .فرقان/۲۰

[19] . شعراء/۱۲۴

[20] .کهف/۱۱۰

[21] . نحل/ ۳۶

[22] . ابراهیم/۳۷

[23] . طه/ ۱۴

[24] . مریم/۳۲

[25] . انعام/۹۱

[26] .لیل/۱۲

[27] .انعام/۹۰

[28] . صافات/۷۹

[29] .صافات/۱۰۹

[30] .صافات/۱۲۰

[31] .صافات/۱۳۰

[32] . قلم/۴

[33] . بحارالانوار، ۱۶ ټوک، ۳۶۴ مخ.

[34] .حج/۷۸

[35] . وسایل،۲۷ ټوک، ۳۳ مخ.

[36] . ژباړن: د پښتو غزل بابا؛ امیرحمزه خان شینواری وايي: (( ښار یې دی احمد علي دی باب د علم         لمر محمد دی، علي مهتاب د علم))

[37] . بحارالانوار،۳۹ ټوک، ۲ مخ.

[38] . آل عمران/ ۹۲ آیت.

[39] . بحارالانوار، ۴۳ ټوک، ۸۶ مخ.

[40] .وسایل/ اووم ټوک، ۱۱۲ مخ.

[41] . ژباړن: دا خبره زموږ د خلکو د هغه ناسمې خبرې اپوټه ده، چې وايي: (( اول ځان دې بیا جهان دی)).

[42] . بحارالانوار، ۴۳ ټوک، ۲۷ مخ.

[43] . انبیاء/ ۱۰۷ آیت.

[44] . بحارالانوار، ۵۲ ټوک، ۱۷۱ مخ.

[45] ، کلینی، محمد بن یعقوب، الکافي، لومړی ټوک، ۵۲۷ مخ.

[46] . کشف الغمه/ دویم ټوک، ۵۷۱ مخ.

[47] . کتاب الغیبه، شیخ طوسي، ۲۹۲.

[48] . مدثر/ ۴۳ آیت.

[49] . مدثر/۴۴

[50] . مدثر/۴۵

[51] . مدثر/۴۶

[52] . مؤمنون/۱۷ آیت.

[53][53][53] . که په مېلمستیا کې یې له  مېوو ډک لوخی راووړ، که موږ یوازې په خپله مېوه راواخلو؛ نو لوخی به له موږ لرې او د نورو په مخ کې به یې کېږدي؛ خو که مېوه یې موږ ته راوړه او یوه مېوه ترې هغه ته ورکړو، چې ښي اړخ ته مو ناست دی او یوه مېوه ترې هغه ته ورکړو، چې کیڼ لوري ته مو ناست دی؛ نو تر هغه چې موږ په خپله نورو مېلمنو ته مېوه ورکوو؛ نو کوربه به د مېوو لوخی زموږ په مخ کې ایښی وي؛ نو همداسې، تر هغه چې موږ د خدای له بندګانو سره نېکۍ کوو؛ نو د الله د نېکیو لوری به موږ یو او پر موږ به خپلې نېکۍ رالوروي. قرآن کریم وايي : ((إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ اسراء/ اووم آیت = که نېکي وکړئ، له ځان سره به مو کړې وي.))

[54] . قصص/ ۷۷ آیت.

[55] . فجر/ لومړی آیت

[56] تکویر/ ۱۸ آیت

[57]  ضحی/ لومړی آیت

[58]  شمس/ ۳ آیت

[59]  عصر/ لومړی آیت

[60]  لیل/ لومړی آیت

[61] . مدثر/۳۳ آیت

[62] . بحارالانوار، ۸۳ ټوک، ۱۸۹ مخ.

[63] . آل عمران/ ۳۱ آیت.

[64] ، بلد/۷-۹ آیتونه.

[65] . انشراح ۵-۶ آیتونه.

[66] . حجرات/ ۶ آیت.

[67] . نهج البلاغه/۳۹۲ حکمت.

[68] . بلد/۹ آیت.

[69] . همزه/ لومړی آیت.

[70] . صافات/۷۹

[71] .صافات/۱۰۹

[72] .صافات/۱۲۰

[73] .صافات/۱۳۰

  1. [74] . انعام/ ۵۴= وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ .

[75] . عبس/ ۲۴ آیت.

[76] . احزاب/۵۹ آیت.                                          

[77] . احزاب/۵۳.

[78] . مدثر/۳-۴ آیتونه.

[79] ژباړن: هغه چې بسیارخور شي، بسیارخوار شي.

[80] .  بحارالانوار، ۵۹ ټوک، ۲۹۱ مخ.

[81] .غررالحکم،۴۸ مخ.

[82] . غررالحکم،۲۴۸ مخ.

[83] . اصول کافي/ اتم ټوک، ۱۵۰ مخ.

[84] .غرر الحکم، ۲۴۷ مخ.

[85] .تحف العقول/۳۷۶ مخ.

[86] .اصول کافي، اووم ټوک، ۲۶۰ مخ.

[87] . آل عمران/۱۱۷(وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)

[88] . فجر/۱۵-۲۰ آیتونه.(( فَأَمَّا الْاِنْسانُ إِذا مَا ابْتَلاهُ رَبُّهُ فَأَکْرَمَهُ وَ نَعَّمَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَکْرَمَنِ.وَ أَمّا إِذا مَا ابْتَلاهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَهانَنِ.کَلاّ بَلْ لاتُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ. وَ لاتَحَاضُّونَ عَلى طَعامِ الْمِسْکِینِ. وَ تَأْکُلُونَ التُّراثَ أَکْلاً لَمّاً. وَ تُحِبُّونَ الْمالَ حُبّاً جَمّاً))

[89] .بحارالانوار، ۴۳ مخ، ۳۱۹ مخ.

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • نظرات و تجربیات شما

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظرتان را بیان کنید