تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د يمن د والي کولو پر مهال حضرت معاذ بن جبل (رض) ته د رسول الله (ص)  سپارښتنې معاذه ! د هغه سيمې خلكو ته قرآن وښيه،پر ښاېسته او نېكو اخلاقو يې وروزه . نېك او بد هر يو په خپل ځاى كې وټاكه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د يمن د والي کولو پر مهال

حضرت معاذ بن جبل (رض) ته د رسول الله (ص)  سپارښتنې

معاذه ! د هغه سيمې خلكو ته قرآن وښيه،پر ښاېسته او نېكو اخلاقو يې وروزه .

نېك او بد هر يو په خپل ځاى كې وټاكه ( ښو او بدو ته په يوه سترګه مه ګوره ).

د څښتن حكم پرې پلى كړه. د څښتن په كار او مال كې له هېچا مه وېرېږه؛ځكه نه ولايت ستا دى او نه مال (چې هغه په خپله خوښه مصرف كړې)امانتونه يې بېرته وركړه،كه لږ وي او كه ډېر.

د مدارا او ګذشت كړنلار له لاسه مه وركوه؛خو  د چا حق تر پښو لاندې نه کړې او هغه ناپوهه دى،چې وايي : د څښتن له حقه تېر شوم.كه په كوم كار كې له نيوكې وېره وي؛نو مخكې له مخكې د هغه كار مصلحت او حكمت خلكو ته بيان كړه.چې بې ځايه نيوكې درباندې نه کوي .

د جاهليت ټول دودونه له منځه يوسه،بې له هغوى چې اسلام تاييد كړي وي .

اسلام ټكى ټكى خلكو ته وښيه .

خپل ځان ډېر پر لمانځه بوخت كړه،چې د دين د اصولو تر منلو وروسته تر ټولو غوره ركن دى .

خلكو ته د څښتن او اخرت يادونه وكړه،د وعظ او نصيحت لاروي كوه،چې د څښتن خوښو كارونو ته لا پسې نور هم غښتلى شى.

د اسلامي ښوونو خپرولو ته هرې لورې ته ښوونكى ولېږه .

 د هغه څښتن عبادت وكړه،چې ورستنېدل دې يې پر لور دي او د څښتن په كار كې د هېچا له رټنې مه وېرېږه .

 تا ته له څښتن د وېرې ،رښتيا ويلو،پر ژمنه او تړون درېدنه، امانت ساتنه،خيانت نه كول،پسته ژبه ،سلام كول ،د ګاونډي خيال ساتل،پر پلار مړيو زړه سوی،نېک عمل ،د هيلو لنډوالی ،له اخرت سره مينه ،له حسابه وېره،د ايمان لاروي،په قرآن كې تدبر ،غوسه سړې اوبه اړول، او د تواضع  سپارښتنې كوم .

ګوره ،چې كوم مسلمان ونه كنځې او د ګناهكار لاروي ونه کړې .

له عادل امامه سرغړونه و نه کړې .

 رښتين مه تكذيبوه. دروغجن مه دروغجنوه او په هر ځاى كې چې يې،څښتن مه هېروه .

د هرې پټې او ښكاره ګناه  په خاطر توبه وباسه.

  معاذه!كه داسې نه واى،چې كاته مو د قيامت له ورځې مخكې واى؛ نو خپل وصيت به مې درته لنډ كړى واى؛خو  داسې  وينم،چې نور به يو بل ونه وينو.

معاذه ! ځان پوه كړه ،چې په تاسې كې به تر ټولو هغه پر ما ګران وي،چې څنګه چې رانه بېل  شوى وي، را سره وويني[1].

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  یوه روایتي ټولګه ده.

[1]  (پورته منبع)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست