جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت موسى عليه السلام   په پخوا زمانه كې د”مصر” پر هېواد يو ظالم پاچا واكمن و،چې پرخلكو، په تېره بيا پر”بني اسراييلو” يې خورا ظلم كاوه. هغه يو ځانمنی او بې لارې انسان و او ځان ته  يې خدای وايه، هغه د خپلو مامورينو، عبادتځايونو او روحانيونو په مرسته چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت موسى عليه السلام

 

په پخوا زمانه كې د”مصر” پر هېواد يو ظالم پاچا واكمن و،چې پرخلكو، په تېره بيا پر”بني اسراييلو” يې خورا ظلم كاوه. هغه يو ځانمنی او بې لارې انسان و او ځان ته  يې خدای وايه، هغه د خپلو مامورينو، عبادتځايونو او روحانيونو په مرسته چې مكار او چلیان خلك ول د غريبو او عوامو خلكو پر مالونو خېټه اچولې وه او په زور يې د هغوى مالونه اخستل او ځان ته يې لوى او ښکلې ماڼۍ جوړولې. هغه مهال يې د” مصر” پاچايانو ته”فرعونان” ويل .

يوه ورځ يو پالي فرعون ته ورغى،ورته يې وويل: باداره! د وړاندويوونكیو د وينا له مخې؛ ډېر ژر به د”بني اسراييلو” په ټبر كې يو ماشوم وزېږېږي ،چې پاچاهي او ماڼۍ به مو نسكوره كړي .

“فرعون” د پالي پر خبرو خورا غوسه شو، د وېرې رپ پرې ولګېد او حکم يې وكړ : هر ماشوم،چې په بني اسراييلو کې وزېږېد؛نو ځاى پر ځاى يې  ووژنئ .

په همدې سختوشرايطو كې”يوكابد” د”عمران”  مېرمن”حضرت موسى” عليه السلام وزېږاوه .”حضرت موسى” عليه السلام ،چې وزېږېد؛ نو پر مور يې د وېرې رپ ولګېده ،چې زوى يې د”فرعون” ماموران د”بني اسراييلو” د ماشومانو  په څېر ونه وژني . هر څنګه  چې ول؛خو مور يې”حضرت موسى” عليه السلام درې مياشتې وساته؛خو وروسته پوه شوه ،چې د”فرعون” مامورينو كور په كور تالاشي او لټون پيل كړى دى . د “حضرت موسى” عليه السلام مور دومره وېرېدلې وه ، چې بېخي يې ماغزو كار نه كاوه،چې اوس څه وكړي؟ په دې وخت كې د مهربان څښتن له اړخه ورته الهام وشو ، چې ماشوم په يو صندوق كې كېږده او د”نيل” په سيند کې يې ورخوشې كړه! موږ به يې په خپله وساتو. مور يې زوى په صندوق كې كېښود او د څښتن پر توكل يې د “نيل” په سيند كې خوشې  كړ.

د ماشوم صندوق د اوبو د پاسه روان شو، مور يې هماغسې ورته ولاړه وه ،چې صندوق يې له سترګو پناه شو. د حضرت موسى عليه السلام خور  د”نيل” د سيند تر غاړې په صندوق پسې روانه وه،چې ناڅاپه صندوق هغې ويالې ته مخه كړه،چې ماڼۍ ته بهېده .”فرعون” او  مېرمن يې”آسيه” ددې ويالې پر غاړې ناست وو ،چې سترګې يې پر صندوق ولګېدې او مامورينو ته يې وويل : صندوق له اوبو را ونيسئ . صندوق يې،چې راووړ او خلاص يې كړ؛ نو ګوري ،چې ماشوم پکې پروت دى . فرعون بې ځنډه حكم وكړ ،چې سر يې له تنې بېل كړئ؛ خو داچې د “فرعون” د  مېرمنې”آسيه” زامن نه كېدل؛ نو له”فرعونه” يې وغوښتل،چې دا ښكلى ماشوم به خپل زوى كړو . “فرعون” د”آسيه” وړانديز ومانه او حكم يې وكړ ،چې د ماشوم لپاره يوه دايه راوړئ؛ خو”حضرت موسى” عليه السلام د يوې دايې تى هم وانه خست. د”حضرت موسى” عليه السلام خور ،چې هلته ځان رسولى و، په هوښيارۍ يې “فرعون” او آسيه ته وويل : زه يوه ښځه پېژنم،چې دا ماشوم روزلاى او شيدې ورکولاى شي .

ولاړل او ښځه يې راوسته،”حضرت موسى” عليه السلام يې د ښځې تي ته واچاوه، ښځې “حضرت موسى” عليه السلام ته تى وركړ. “فرعون” دا ماشوم داسې ښځې ته وسپاره،چې حقيقي مور يې وه؛ خو څوك پرې خبر نه وو،  چې دا ښځه يې مور ده.

 “فرعون” دې ښځې ته معاش وټاكه،چې ماشوم لوى كړي.

“يوكابد” د تي وركولو د وخت  تر پوره كېدو وروسته “حضرت موسى” عليه السلام “آسيه” ته وسپاره.

“حضرت موسى” عليه السلام د “فرعون” په ماڼۍ كې ژوند كاوه او لوى شو. اشرافي ژوند يې وكړ؛ خو يوه شېبه هم د خلكو د ستونزو او انسانانو له غمه غافل او بې پروا نه شو.

يوه ورځ “حضرت موسى” عليه السلام په بازار كې تېرېده ،چې ګوري د دولت يو مامور او د “بني اسراييلو” د  ټبر يو سړى سره نښتي وو، “بني اسراييلي” ، چې”حضرت موسى” عليه السلام وكوت؛ نو مرسته يې وغوښته . “حضرت موسى” عليه السلام هم د سړي مرستې ته ورغى او د دولت له مامور سره لاس و ګرېوان شو او په سوك يې د دولت مامور وواهه ،چې ومړ. “حضرت موسى” عليه السلام له دې پېښې خورا خپه شو او له څښتنه يې وغوښتل ،چې و يې بښي.

 څښتن هم “حضرت موسى” عليه السلام له مظلومه د دفاع لپاره وباښه. چې کله”حضرت موسى” عليه السلام پوه شو،چې پوليس ورپسې ګرځي؛ نو په بيړه او وېره له ښاره ووت او د “مدين” پر لور (د “حجاز” او “شام” په منځ كې دى) ولاړ.”حضرت موسى” عليه السلام ،چې مدين ته ورسېد؛ نو څو كسان يې وليدل ،چې د يوې څاه شاوخوا ته راټول شوي او د هر يو،چې زور ډېر و؛ نو خپل لوښى  يې بې واره له اوبو ډكاوه،چې ددې خلكو تر څنګ دوه نجونې هم  ولاړې وې،چې وار به يې را ورسېد؛ نو بل به نيوه.

 حضرت موسى عليه السلام مخې ته ورغى او له څاه يې بوكه راډكه كړه او د دوو نجونو لوښي يې ډك كړل او ور يې كړل،چې دا دوه نجونې د حضرت “شعيب” (پېغمبر) لوڼې وې. هغوى چې كور ته ورسېدې؛ نو پلار يې په حيرانتيا وپوښتلې : لوڼو! څنګه نن تر نورو ورځو ژر كور ته راغلئ؟

نجونو ورته كيسه وكړه. حضرت “شعيب” د کيسې  تر اورېدو وروسته خپله يوه لور په “موسى” (ع) پسې ولېږله ،چې “حضرت موسى” عليه السلام مېلمه كړي .

 د “شيعب” لور ولاړه او په شرم او حياء يې “حضرت موسى” عليه السلام كور ته راوبله،ورته يې وويل : پلار مې غواړي مننه  مو وكړي .

“حضرت موسى” عليه السلام ورسره روان شو،كور ته چې  ورسېدل؛ نو “حضرت موسى” عليه السلام ورته خپله كيسه وكړه. حضرت “شعيب” وليدل ،چې”حضرت موسى” عليه السلام يو پاك، امين او  غښتلى ځوان دى؛نو ورته يې وويل : غواړم  يوه لور مې درواده كړم؛خو شرط يې دادى،چې لس كاله به راسره په چارو كې مرسته كوې او رمه به مې څروې .

 “حضرت موسى” عليه السلام د حضرت “شعيب” وړانديز  ومانه  او له “صفورا” سره يې واده وكړ او پر كار بوخت شو.

 “حضرت موسى” عليه السلام له حضرت “شعيب” سره تر لس كالو كار كولو وروسته خداى په اماني وكړه او له خپلې مېرمن سره د “مصر” پر لوري روان شو. د “سينا” د غره تر څنګ يې احساس کړل،چې لار يې وركه كړې ده؛ ناڅاپه يې د غره تر څنګه اور وليده. د ښځې يې خېټه وه او له يخنۍ ړچېده؛ نو ورته يې وويل : دلته کېنه!ځم،چې اور درته راوړم،چې ګرمه شې .

د اور پر لوري روان شو،چې ورنږدې شو؛ نو يوه شنه ونه يې وكته،چې په اور كې سوځي،وايې : زه دې پالونکى يم او ته مې پر پېغمبرۍ ټاكلى يې . ” موسى”! دا څه دې په لاس كې دي؟

“حضرت موسى” عليه السلام ورته وويل : دا زما همسا ده.

څښتن ورته وويل : پر ځمكه يې وغورځوه!

“حضرت موسى” عليه السلام خپله همسا پر ځمكه ګوزاره كړه،چې همسا پر ښامار بدله شوه. “حضرت موسى” عليه السلام له وېرې وتښتېد؛خو څښتن ورته وويل : “موسى”! اوس دې لاس په ګرېوان كې ننباسه او بېرته يې راوباسه.

“حضرت موسى” عليه السلام خپل لاس په ګرېوان كې ننايست او چې را ويې ايست؛ ټوله دښته رڼا شوه.

څښتن ورته وويل : ” موسى”! ځه اوس “مصر” ته ولاړ شه او “فرعون” زما عبادت ته راوبوله او همداسې ولاړ شه او “بني اسراييل” د “فرعون” له ظلم او تېري خلاص كړه.

“حضرت موسى” عليه السلام ورته وويل : پالونکيه! ددې كار لپاره مې زغمناک کړه، ژبه مې روانه کړې،چې په اسانۍ خبرې وكړاى شم او اجازه راكړه ،چې ورور مې”هارون” زما مرستيال شي .

مهربان څښتن د “حضرت موسى” عليه السلام وړانديز ومانه ورته يې وويل:”موسى”! له خپل ورور “هارون” سره “فرعون” ته ورشئ او ورو ورو يې د حق لارې ته راوبلئ، په نرمه ژبه ورسره خبرې وكړئ او ترې وغواړئ ، چې د “بني اسراييلو” له ځورولو لاس واخله؛ ګنې نو د څښتن په قهر به ككړ شې.

 “حضرت موسى” عليه السلام او “هارون” “فرعون” ته ورغلل،چې “حضرت موسى” عليه السلام وويل : څښتن زه پېغمبر كړى يم او تا يې عبادت ته رابلم .

“فرعون” وپوښت : څښتن دې څوك دى؟

“حضرت موسى عليه السلام” ورته وويل :څښتن مې هغه دى ،چې ټول موجودات يې پنځولي , ځمكه او اسمانونه يې پنځولي او که چا پرې ايمان رانه ووړ؛ نو پر عذاب به يې اخته شي.

“فرعون” وويل : كه رښتيا وايي ،چې پېغمبر يې؛ نو معجزه دې راوښيه .

“حضرت موسى” عليه السلام لاس په ګرېوان كې دننه كړ،چې را و يې ايست؛ نو هلته دومره رڼا شوه ،چې د ټولو سترګې يې وبرېښولې او بيا يې خپله همسا پر ځمكه وغورځوله ،چې ښامار ترې جوړ شو.

“فرعون” وويل : ته او ورور دې کوډګر ياست! زه داسې كسان پېژنم ، چې دا کارونه  تر تاسې ښه كوي، كه غواړئ؛ نو يوه ورځ وټاكئ او خلك به هم را وغواړو،چې د خلكو په مخ كې يې دروښيي ،چې تر تاسې ډېر ښه کوډګر دي .

“حضرت موسى” عليه السلام ددې كار لپاره د اختر يا مېلې ورځ وټاكله . هغه ورځ ،چې ټول خلك په ښار كې را ټول شوي ول؛ نو “فرعون” حکم وكړ ،چې کوډګر خپل كار پيل كړي .

کوډګرو پاڼو راواخست او ډېر ماران يې په مېدان كې خوشې كړل . حضرت موسى عليه السلام احساس كړه ، چې خلك په وېره كې دي؛نو خپله همسا يې پر ځمكه ګوزاره كړه او همسا ښامار شو او ټول ماران يې وخوړل .

کوډګر پوه شول ،چې د حضرت موسى عليه السلام كار جادو نه دى او ټولو پرې ايمان راووړ بيا د “بني اسراييلو” ټبر، بيا د “فرعون” ځينو خپلوانو؛ لكه د “فرعون” مېرمن “آسيه” ايمان راووړ؛ خو “فرعون” هماغسې بې لارې پاتې شو او ايمان يې را نه ووړ.

حضرت موسى عليه السلام د “فرعون” د لارښوونې لپاره ډېر كوښښونه وكړل؛ خو د فرعون ظلمونه او تېري ورځ پر ورځ ډېرېدل او حضرت موسى عليه السلام هوډ وکړ ،چې “بني اسراييل” له “مصره” وباسي .

 همدا وو،چې “حضرت موسى” عليه السلام او پلويان يې د شپې ووتل؛روان وو،چې د “سره سمندر” غاړې ته ورسېدل،كتل يې ،چې فرعون او “لښكريان” يې په دوى پسې په بيړه را روان دي،چې په دې وخت كې ځينو “بني اسراييلو” نيوكې پيل كړې،و يې ويل: “موسى”! داده زموږ د خلاصون لار؟! مخې ته مو سمندر او شا ته مو د “فرعون” لښكر دى؛ اوس به څه كوو؟

په دې وخت كې څښتن”حضرت موسى” عليه السلام ته وحې وكړه،چې همسا پر اوبو ووهه!

 “حضرت موسى” عليه السلام اوبه پر همسا ووهلې او په سمندر کې وچه كلكه لار جوړه شوه او “حضرت موسى” عليه السلام او پلويان يې روغ رمټ له سمندره تېر شول او د “فرعون” ټول لښكر په سمندر كې ډوب شو. تر دې   پېښې وروسته “بني اسراييلو” د “سينا” په دښته كې ژوند پيل كړ او داچې هغوى الهي قانون ته اړتيا درلوده؛ نو له حضرت موسى عليه السلام يې كتاب وغوښته . “حضرت موسى” عليه السلام هم له خدايه وغوښتل،چې قوم ته يې كتاب را ولېږي .

مهربان څښتن ورته وويل : “موسى”! ځان پاك كړه، دېرش ورځې روژه شه او بيا د “سينا” غره ته راشه،چې در سره خبرې وكړم .

“حضرت موسى” عليه السلام د څښتن د حکم  تر پلي كولو وروسته خپل ورور “هارون” خپل ځايناستى وټاكه او پخپله له اويا تنو “بني اسراييلو” سره د “سينا” غره ته روان شو.

غره ته چې ورسېدل؛نو څښتن ورته وويل : لس ورځې نور هم روژه شه او په تمه شه!

پر څلوېښتمه ورځ “حضرت موسى” عليه السلام وويل : خدايه! زما قوم غواړي،چې تا وويني.

څښتن ورته وويل:”موسى” ته او هغوى نشئ كولاى،چې ما ووينئ! غره ته وګوره.

حضرت موسى عليه السلام غره ته وكتل،چې الهي رڼا غر دړي وړي كړ. “حضرت موسى” عليه السلام له وېرې بېسده شو او پر ځمكه راوغورځېد او چې په سد کې شو؛ نو هغه تختې يې را واخستې،چې الهي حكمونه پرې ليكل شوي ول،شكر يې وايست او ولاړ.

د “بني اسراييلو” قوم په تمه و ،چې “حضرت موسى” عليه السلام به  تر دېرشو ورځو وروسته راستون شي؛ خو د “حضرت موسى” عليه السلام غيبت د الهي حكم له مخې وځنډېد،چې په دې وخت كې يو “سامري” د “حضرت موسى” عليه السلام له ځنډه ناوړه ګټنه وكړه او خلكو ته يې وويل : “حضرت موسى” عليه السلام نور نه راستنېږي؛نو غوره به وي،چې تاسې هر يو ځان ته خداى وټاکئ.

يوه ډله ناپوهه او بې لارې “بني اسراييلو” ددې سړي خبره ومنله. “سامري” هم “سره زر” را ټول كړل او يو “خوسى” يې جوړ كړ ،چې رمباړې يې هم وهلې او “بني اسراييلو” يې هم د خداى پر ځاى عبادت پيل كړ.

 “حضرت موسى” عليه السلام، څښتن د خپل قوم له دې كاره خبر کړ او  د هغوى پر لور ور روان شو. “بني اسراييلو” ،چې”حضرت موسى” عليه السلام وليد؛ نو و يې ويل : ” موسى”! موږ سخت پر خپلو كړنو پښېمانه يو! او له څښتنه را ته بښنه وغواړه.

 “حضرت موسى” عليه السلام هم له څښتنه وغوښتل ، چې و يې بښي او څښتن هم وبښل .

څه موده وروسته څښتن حکم وكړ ،چې “بني اسراييل” سپېڅلې سيمې (بيت المقدس) ته كډن كړه او هلته د تلو لپاره بايد له”كنعانيانو” سره وجنګېږي؛ خو “بني اسراييلو” وويل : “موسى”! موږ به هلته ولاړ نه شو او له چا سره به و نه جنګېږېږو!

“حضرت موسى”عليه السلام وليدل ،چې هغوى له “كنعانيانو” سره جګړې ته غاړه نه ږدي؛ نو څښتن ته يې وويل : خدايه! دا خلك دې خبرې نه مني او زه هم نور نه پوهېږم ،چې څه ورسره وكړم؟

څښتن وويل : “بني اسراييل” د ” تبه” په  بيديا كې پرېږده،چې همدلته څلوېښت كاله سرګردانه شي،چې زاړه او مړه شي او يو بل نسل راشي،چې جنګيالي وي .

“حضرت موسى” عليه السلام “بني اسراييلو” ته کلونه  کلونه په اسماني كتاب (تورات) لارښوونه وكړه او د خپل ورور  تر مړينې وروسته په هماغه دښته كې ومړ  .

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!