تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خوشحال بابا انبیاء تر محمد پورې معلوم دي لکه ستوري تر آفتاب پورې معدوم دي مرتبه یې تر آسمانه ده بلنده د براق یې د اسمان دپاسه سلوم دی که توریت دی که انجیل دی که زبور دی دا همه د ده په نام سره مرقوم دی محمد یې د […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خوشحال بابا

انبیاء تر محمد پورې معلوم دي

لکه ستوري تر آفتاب پورې معدوم دي

مرتبه یې تر آسمانه ده بلنده

د براق یې د اسمان دپاسه سلوم دی

که توریت دی که انجیل دی که زبور دی

دا همه د ده په نام سره مرقوم دی

محمد یې د غبرا خلقه بولی

کروبی یې ‌ذاکران د احمد نوم دی

په طفیل یې پیدا شوی دوه جهانه

په ما زاغ یې و نظرو ته مذموم دی

په معجزه یې د قمر کمر دوه نیم کړ

په اعجاز کې که پولاد و چاته موم دی

چې د عرش یې په نعلینو بډایي شوه

چې د پښو یې خاورې نه شول هغه شوم دی

یک تنها یې مهم آغاز کړ

د دښنو فکر نه وو چې هجوم دی

بادشاهان یې واړه ځان ګنړی مریونه

که د چین دی که د هند دی که د روم دی

په افلاس کې به د جهل خوارو زار شي

چې د شرع له دولته یې محروم دی

شرګشته د ضلالت په تِه کې ګرځي

چې دښنه یې د خسرانویا د زوم دی

هر اصحاب یې لکه ستوری د هدی دي

د هدی د لار ښیون کاند نجوم دی

که خلاف یې د اصحاب په منځ کې وشي

د مفهومو کار هغو زده چې مفهوم دی

چې په جنګ کې د علي له لوریه ومړل

په هغو باندې ګواهي له چه مرحوم دی

په یزید باندې لعنت شه په اعوان یې

چې په تیغ یې د نبي نمسی مظلوم دی

د امت یې برګزین دي اثناعشر

په بزرګۍ کې د همه جهان مخدوم دي

د خوشحال خټک دې حشر له هغو شي

چې دوستدار د پنج تن پا چهارده معصوم وي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!