تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   په مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه لیکوال : شيخ سالم الصفار   نهم څپرکى سيره او د بشر حقوق   اوتريشى خيتځ پوه “ژوزفاوبرمان” ( 1884_1956 ز) د حضرت محمد (ص) په اړه  په خپل کتاب (( مهدالاسلام )) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

په مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه

لیکوال : شيخ سالم الصفار

 

نهم څپرکى

سيره او د بشر حقوق

 

اوتريشى خيتځ پوه “ژوزفاوبرمان” ( 1884_1956 ز) د حضرت محمد (ص) په اړه  په خپل کتاب (( مهدالاسلام )) کې ليکي :

 ((سيره ليکونکيو او څېړونکيو ته د “محمد” د ژوند او شخصيت څېړل ګران کار دى؛ځکه ناپېژندل شوى او پياوړ‌ى نبوغ يې درلود او وړومبى تن و،چې  په دې  ساده  جمله ((ټول مسلمانان سره برابر دي)) يې ټول توپېرونه  پاى کړل او ديارلس پېړۍ مخکې يې دا ستره ستونزه په همدې ساده ټکيو هواره کړه؛خو اوس ورته سوونه غونډې جوړېږي او کتابونه ليکل کېږي؛خو ګټه نه لري او زما په خيال دا مساله به تر بلې پېړۍ همداسې کړکېچنه پاتې وي.))

 

د بشر د حقوقو بنسټونه

سره له دې،چې د بشر حقوق د لويديځ په افکارو کې ځانګړى ځاى لري؛خو په خواشينۍ،چې دا موضوع هم د ازادۍ او مساوات د موضوع ګانو په څېر،ددې پر ځاى چې د خلکو د سوکالۍ او هوساينې لامل شي، تر ډېره حده د خلکو د کړاو او پرې د تېري لامل شوى؛ځکه د مادي ليد نظر پوهانو،انساني ټولنې،ددې نيمګړو او خامو نظرياتو ازمېښتون کړى دى .

 ډېرى لوېديځوالو د بشر د حقوقو په اړه  “ژان ژاک روسو” ته مخه کړې،چې په اتلسمه پېړۍ کې په “اروپا” کې د وړومبي روزنيز ښوونځي بنسټګر و. “روسو” پر عمومي حقوقو ټينګار درلود او د ازادۍ د بنسټونو د پياوړتيا او پلي کولو ته د ملاتړ پيدا کولو په هڅه کې و؛خو لکه څرنګه چې مو وويل،د مادي اصولو د نيمګړتياوو او غلطيو له امله،ترې راولاړ نظريات يوازې غولوونکي تبليغات وختل. يو له  دې  مبهمو مفاهيمو د انسان  د ازادۍ په اړه  نظريه ده،چې د انساني حقوقو په ليکه کې نه ځايېږي؛ځکه  د قانون ډېرى پوهان  باوري دي چې:((وګړي ته،چمتو  شويو امکاناتو ته ازادي وايي، چې زورور پرې له تېري ژغوري .)) (189)

 او ډېرو يې پوهانو په اړه  ويلي دي: (( ازادي يوه ښېګڼه ده،چې  له  نورو ښېګڼو راته د ګټو اخستو لار هواروي . )) (190)

له مادي نظرياتو سره د اسلام د نظر توپېر او پرې غوره والى دادى،چې اسلامي احکام په ټولو برخو؛(لکه  د بشر حقوق،ازادي او عدالت) کې پر ټاکلو بنسټونو ولاړ دي او هر يو يې په حقوقي کړيو،ژمنو او ځانګړو واجباتو کې ځاى پر ځاى شوي او قانوني  چوکاټ او ملاتړ لري  .

  مادي اصولو،تېرو مطرح شويو ارزښتونو ته پام نه دى کړى؛نو ځکه د پلي کېدو ضمانت نه لري،تردې چې د ازادۍ،عدالت او مساوات په څېر سپېڅلي مفاهيم، چې د انسان په فطرت کې ريښه لري؛د فرانسې په پاڅون  کې،چې د مادي پوهانو له اړخه د هغوى د منل شويو ارزښتونو له مخې مطرح  شول او سره  له دې،چې ډېر زحمتونه ورته ګالل شوي  وو او پلي کولو ته يې ډېرې وينې  توى  شوې؛خو لا تر اوسه  په  بشري  ټولنو  کې نه دي منل شوي.

له ويل شويو مطالبو څرګندېږي،چې د بشر د حقوقو اصول  د انسان د پيدا کوونکي له لوري د اسلام له تشريعاتو سره سم ښوول شوي؛نو ځکه نه يوازې  له دينه بېلېدونکي نه دي؛بلکې له اسلامي واجبو حقوقو ګڼل کېږي؛لکه د مورولۍ حق،د ماشومتوب حق ،د کارګرانو حق او نور حقوق .

بېلابېلو انساني ډلو د تاريخ له پيله  تر اوسه پر دوو  لارو ګام اېښـى: ځينو د الهي استازيو بلنه  منلې،چې انسان پر ځمکه د خداى خليفه بولي او ټولې کړلارې يې له هر ډول تېري او زبېښاکه د انسان  خلاصون دى او ځينې هم د شيطان لاروي شوي او له پوهې او وخت سره يې د همغږۍ په ادعا يې توکم پالنه،غرور او لويي جامه کړې ده.

 دويمې ډلې د شلمې پېړۍ په وړومبيو کې پر بشريت لومړى او دويمه نړيواله جګړه وتپله،چې پايله يې”هيټلري نازيزم” او د لويديځ پانګوالي وه،چې بېوزلي او مستضعف هېوادونه يې ښکېل او وزبېښل.

د منطق پوهانو ويلي: ((په منطقي قضاياوو کې، پايله د ډېرو پرېوتو سريزو تابع ده.))

 په خواشينۍ بايد ووايم،چې دې موضوع په ځينو ټولنيزو چارو کې هم صدق کړى؛ځکه ددې پر ځاى،چې د رښتينو پېغمبرانو رښتين لارويان،د بشري ټولنو د لارښوونو مخکښان شي،د وسلې سوداګر په دې لار کې مخکښ شوي،چې په واقعيت کې جنګي جنايت کاران هم دي. هغوى د بشر ضد موخو پلي کولو ته وروسته پاتې هېوادو ته د ايدئولوژۍ او افکارو سياست خپل کړى، چې يو له دې پر ١٣٢٧ل کال (١٩٤٨٩ز)په “دسمبر” کې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته، په “ملګريو ملتونو” کې د “بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې” تصويبول وو.

 ددې اعلاميې د جوړوونکيو تېرايسته به هله درته څرګنده شي،چې ان  ددې اعلاميې تر تصويب وروسته،د هېوادو له ښکېل او د ملي شتمنيو له لوټلو يې لاس وا نه خست او بايد ووايم،چې ددې اعلاميې متن يو اړخيز او پر مادي ليد ليکل شوى او ډېر مواد يې  مبهم  او توضيح  ته اړ دي. (191)

 

هغه حقوق چې مادي فکر يې نه پېژني

څه مو،چې وويل،ترې څرګندېږي ،چې موږ د نړۍ نورو ملتو ته د اسلامي احکامو او پوهاوي په ور پېژندنه کې لټي کړې او دا خبره مو يې غوږونو ته نه ده رسولې،چې  په  اسلام کې  د بشر حقوق د بشر د حقوقو تر نړيوالې اعلاميې خورا پراخ دي.

بايد ووايم،چې د بشر د حقوقو په اعلاميه  کې د ځينو نېمګړتياوو لامل دادى ،چې له مادي فکره اخستل شوي او مادي فکر وس نه لري،چې د انسان ټول حقوق وپېژني او و يې ښيي.(192)

  کوم دلايل،چې د پېغمبرانو د راتلو اړتيا جوتوي؛يو يې هم د “پېرزوينه” ده؛ځکه چې کله ګروهمن شول،چې انسان نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره د انبياوو لارښوونې ته اړتيا لري او الهي دين له انسان سره،د خداى پېرزوينه ده او خداى تعالى د لورېنې سرچينه ده؛نو په طبيعي توګه دې خبرې ته رسو،چې د انبياوو بعثت يوه اړتيا او د الهي پېرزوينې غوښتنه ده.

 په اسلام کې د بشر پر حقوقو له رڼا اچونې مخکې  پکار ده ځينو هغو حالاتو ته په لنډو اشاره وکړو،چې بشر ورته په طبيعي توګه د تکامل لپاره اړتيا لري؛لکه مادي اړتياوې،عقلي اړتياوې، اخلاقي اړتياوې  او قانوني اړتياوې.

 

الف_مادي اړتياوې:

د انسان ټولې طبيعي اړتياوې؛ لکه خواړه، جامه، روغتيا، کور، کالي، امنيت او څه چې يې ژوند خوندي ساتي او همداسې جنسي اړتياوې او د اولاد درلودل، چې د نسل د پايښت لامل دى.

 ب_عقلي او معنوي اړتياوې:

 لکه د فکر ازادي،عقلي پراختيا،په پيداېښت کې ځيرنه او له څيزونو منطقي انځور درلودل.

 ج _اخلاقي اړتياوې:

 يا د انسان طبيعي تنده،چې هر يو په ځانګړي ډول ماتېږي؛لکه سمې روزنې ته اړتيا،د اخلاقي او ښکلا خوښونې د حس ودې ته مناسبه فضا جوړول، څه چې له انساني فطرت سره ناسازه وي،ترې کرکه درلودل،مينه اولورنه ،دين او خداى ته لېوالتيا.

 د_ د متمدنې  ټولنې وړ قانون ته اړتيا:

ټولنيز ژوندکول د انسان اړتيا ده؛نو ځکه قانون ورته پکار دى او بشر هغو قوانينو ته اړتيا لري،چې په لنډ مهاله توګه ورته چارې سمبال کړي او هم هغه همېشني قانون ته اړتيا لري،چې د پرمختګ  او تمدن  لامل  شي.

په بله وينا ويلاى شو،چې بشر نېغې لارې ته اړ دى،چې د نېکمرغۍ لپاره يې فطري  لېوالتيا پلي کړي او همدا اړتيا  يې د غوره قانون  په لټې پسې هڅوي.

 

 يو اړخيز توب

د بشر د حقوقو د مدعيانو د فلسفې او مفکورو تر څېړولو وروسته دا واقعيت راڅرګندېږي،چې هغوى هر يو د انسان يو اړخ  ته  پام کړى او قانون يې ورته وضع کړى او دا خبره د “داروين”،”فرويد”، “ماکياولي” او ان د “بروکلي” په نظرياتو کې هم ښکاري او هم په پانګواله ټولنو کې،چې جګړه بلوونکي او خونړي پرې واکمن دي.

دلته ((لا يزم)) هم سرګردان دى او کله يو خوا او کله بلخوا سر ښکاره کوي،چې له بېلابېلو ښوونځيو راټول کړاى شويو نظرياتو ته تاييد او ملاتړ پيداکړي او په دې هڅه کې زياتره وخت تېروځي او بيا ټګي برګي کوي او په همدې اړه کله په طبيعي رابرسېرونو،تاريخ او په شرايعو کې  درغلۍ او تېرايستنه لاس پورې کوي؛لکه چې د “داروين” د نطرياتو ثابتولو ته يې له همدې شيطاني  لارې  کار واخست؛نو ځکه ډېر پوهان د((نئاندرتال)) (١٩٣) انسان د سر د کوپړۍ پر واقعيت شکمن شول او ځينو عالمانو يې دا ځانګړى شکل ناروغي او يا طبيعي لاملونه وګڼل. هغوى د اديانو تاريخ واړاوه او اسلام يې د بشر د حقوقو مخالف وښود؛خو څه چې حضرت “محمد”(ص) راوړل،بشر ته د ژوند بشپړه کړلار ده؛هغه د حقيقت او رښتياوو په وسله،د  حق  او  رښتياوو څرګندوونکى  و.(١٧٧)

دا تلپاتې دين،انسان  د  ثابتو حقوقو  خاوند بولي او په  ډاګه وايي:

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى‏ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً(اسرا / ٧٠)=او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته  موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي .)) (194)

  او انسان ته يې خورا ارزښت ورکړى او وايي :

((مِن أَجْلِ ذلِكَ كَتَبْنَا عَلَى‏ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيراً مِنْهُم بَعْدَ ذلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ(مائده/ ٣٢)=د همدې (وژنې) له امله موږ پر بني اسرائيلو دا فرمان ليكلى و چې : كه چا يو انسان له قصاص يا پر ځمكه له فساد خپرولو پرته وواژه؛ نو لكه چې ټول خلك يې وژلي وي او څوك،چې يو انسان له مرګه وژغوري؛لكه چې ټولو خلكو ته يې ژوند وربښلى وي او په يقين بني اسراييلو ته زموږ استازيو څرګند دلايل راوړل (؛خو) بيا هم ډېرى يې تر دې وروسته په ځمكه كې له پولو واوښتل. ))

 

د داوړو اعلاميو پرتلنه

نړۍ تر سختو تجربو او خونړيو جګړو وروسته پر ١٩٤٨ ز کال (١٣٢٨ل) له ټولو نيمګړتياوو سره په ملګرو ملتونو کې  ((د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه)) تصويب کړه.

 ددې خبرې په  پامنيوي،چې  اسلام د ژوند ټولو اړخونو ته په هر وخت کې سمې کړلارې لري او د انسان حقوقو ته يې ځانګړى پام دى؛ نو پر  ١٩٧٩ز کال (١٣٥٩ل) د اسلامي هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو په لسمه ناسته کې پرېکړه وشوه،چې د اسلامي کارپوهانو يوه ډله دې په  اسلام کې د بشر د حقوقو لايحه جوړه کړي؛د دې کړلارې پلي کول يوولسمې ناستې ته وځنډول شو او ورپسې دا کار د اسلامي هېوادو د مشرانو  ناستې ته ور پرغاړه  شو او بيا د “بنګله ديش” په پلازمېنه “ډاکار” کې  پرې  ټينګار وشو،چې په پاى کې پر    ١٩٨٩ز کال (١٣٦٩ل)  کې  د”تهران”  په  کنفرانس کې ددې  اعلاميې وروستى متن ((د بشر د اسلامي حقوقو)) په نامه  وليکل شو  او بيا د اسلامي هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو په نولسمه ناسته کې په “قاهره” کې تصويب شو.

په لاندې جدول کې دا اعلاميه د بشر د حقوقو له نړيوالې اعلاميې سره پرتله شوې ده.

 

 

د بشر نړيوال حقوق اسلامي  بشري حقوق د حقوقو شرح ګڼه
١ ماده ١ ماده، م بند په انساني کرامت کې د برابرۍ اصل 1
نېغه پکې  نه دي راغلي ؛ خو مفهوم يې په نورو  موادو کې رانغاړل شوى دى ١ ماده _ م او ف بندونه له هغه حق برخمنېدل، چې له ايمان او صالحو کړو لاس ته راځي. 2
نېغ پکې  نه دي راغلي ؛ خو مفهوم يې په نورو  موادو کې رانغاړل شوى دى نېغ پکې  نه دي راغلي ؛ خو مفهوم يې په نورو  موادو کې رانغاړل شوى دى د شرع او قانون پر وړاندې د مساوات حق او د ټولو تبعيضونو نفې 3
لومړۍ موضوع په ٣،٧،٨،او ١٠ مادو کې راغلي او دويمه موضوع پکې  نه شته دواړه موضوع ګانې په دويمه ماده او په  ب  بند کې راغلي د  ژوند حق او له ذيلانځه د ماشوم د غورځولو حرمت او د بشري ژوند د سرچينې د له منځه وړو بنديز 4
پکې   شته ٢ مه ماده ، ٦ بند د انسان د جنازې حرمت 5
د مادې په ترڅ کې نه دى راغلى؛ خو په متن کې راغلى ٣ مه ماده په جګړو کې د  زړو ښځو او سړيو او د  ماشومانو د ساتلو حق ٦
پکې  نه شته ٣ ماده ،  ب  بند د انسانيت حق او په  جګړو کې د کر ځمکو ته تاوان نه رسول او  غېر پوځي ځايونه  نه  ورانول ٧
٢٢  ماده ٢ مه ماده ،   د  بند پر ژوند اوتر مرګ  وروسته د انسان د ابرو او کرامت د حق خوندېينه ٨
١٦ ماده ٥  مه ماده  ،   الف   بند بې له کوم توپېر او توکمه د کورنۍ په جوړولو کې د ازادۍ حق 9
١٦ ماده او نورې مادې ٦ مه ماده او نورې مادې په انساني کرامت ، ټولنيز شخصيت او اقتصادي استقلال کې د ښځې او د سړي  د حقوقو مساوات 10
په دې بڼه پکې  نه ده راغلې ٦ مه ماده د سړي  له نفقې د کورنۍ د وګړيو ګټه اخستل ١١
25مه ماده _ب بند ٧مه ماده، الف  بند د ساتنې او روزنې له اړخه د ماشوم حق 12
٢٥مه ماده ؛ خو د مور پر ګېډه ماشوم پکې  نه دى راغلى ٧ مه ماده، الف  بند د مور پر ګېډه د ماشوم او د مور  حق ١٣
٢٦مه ماده ، ج بند ٧ مه ماده ، ج بند د ماشوم د څه ډول روزنې لپاره د پلار او پالندوى حق يې ١٤
پکې  نه شته ٧ مه ماده ، ج  بند پر اولاد د مور او پلار حق او  پر يو بل  د خپلوانو حقوق ١٥
١٥ مه ماده پکې  نه شته د مليت او د تابعيت د انتخاب حق 16
په بېلابېلو مادو کې راغلې ده ٩ مه ماده ، الف بند نورو ته د ژمنې په راپيدا کېدو کې له قانوني او شرعي حقه برخمنېدل او په خپله يي هم منل 17
٢٦ مه ماده ٩ مه ماده ، الف  بند د تکامل او پرمختګ په موخه د زده کړې حق ١٨
په ٢٩مه  ماده کې ورته لنډه اشاره شوې ده ٩ مه ماده ، ب  بند د ديني او دنيوي زده کړې حق ١٩
پکې  نه شته ١٠ مه ماده له فطري دين د لاروۍ حق ٢٠
٤ مه ماده په بل تعبير سره ١١ مه ماده ، الف بند د ازادۍ حق ٢١
په دې بڼه پکې  نه ده مطرح شوې ١١ مه ماده ، الف بند د خپلواکۍ حق او د ښکېلاک له بنده ځان خلاصول ٢٢
١٢ او ١٤ مادې ١٢ مه ماده د هستوګنې د ځاى بدلول او ځاى  پر ځاى کېدل او د پناه اخستو حق ٢٣
٢٣،٢٤،٢٥  مادې ١٣ مه ماده د کار په انتخاب کې د ازادۍ حق ٢٤
په دې بڼه پکې  نه دي مطرح شوي ١٤ مه ماده د مشروع کسب  حق او د ربا تحريم ٢٥
په دې بڼه پکې  نه ده مطرح شوې ١٥ مه ماده د مالکيت حق  او د مالکيت د سلب تحريم او د اموالو مصادره ٢٦
٢٧ مه ماده ١٦ مه ماده له علمي او ادبي توليداتو د ګټې اخستو حق 27
٢٩ ماده له محدودې مانا  سره ١٧ مه ماده ، الف بند د سپېڅلي  اخلاقي چاپېريال د درلودو حق ٢٨
٢٥ مه ماده ١٧ مه ماده ، ج بند د ټولنې د سلامتيا د څارنې حق ٢٩
٢٥ مه ماده ١٧ مه ماده ، ج بند په ټولو برخو کې د شرافتمن  ژوند کولو حق ٣٠
٣،١٢،٢٢ مادې ١٨ مه ماده د وګرني،ديني، کورنۍ،پت او مالي  امنيت حق ٣١
١٢ مه ماده ١٨ مه ماده ،ب بند په  هستوګنه ،کورنۍ ،مالي چارو او اړيکو کې د خپلواکۍ حق ٣٢
١٢مه ماده ١٨ مه ماده،ج بند د کور او  استوګنځي حرمت ٣٣
٢٤ ماده ١٣ ماده د تقاعد حق او له رحصتۍ ګټه اخستل ٣٤
٨ او ١٠  مادې ١٩ مه ماده ،ج بند محکمې ته د مراجعې او د حق اخستو حق 35
١١ مه ماده ١٩ مه ماده ، ه بند (( د برائت د اصل)) له قاعدې د ګټې اخستو حق 36
٥،٩،١١،١٤ مادې ٢٠ او ٢١ مادې په تصرفاتو او چلن کې د ازادۍ حق،د انسان را ايسارول او کړول منع دي او د هغې چارې چې سپکوي يې مخنيوى 37
١٨،١٩، ٢٧ مادې ٢٢ مه ماده ، الف  بتد د راى د ازادۍ حق 38
پکې  نه شته ٢٢ مه ماده ، ب بند پر نېکيو امر او له بديو د منع حق 39
پکې  نه شته ٢٢ مه ماده ، د سپکاوي پر مهال  له خپلې عقيدې  دد فاع حق  او د ارزښتونو د سپکاوي بنديز او د  هرې فتنې اچولو  مخنيوى 40
٢١ ماده ، الف ، ب ،ج   بندونه ٢٣  مه ماده په  اداري سازمانو،سياسي ټولنو کې د ګډون او د منصبونو د سمبالښت حق 41
١٨ او٢٨ مادې ١٠ مه ماده  له لازمو څرګندونو سره د عقيدې ازادي ،امنيت او د عقيدې له امله د اضطراب نه  درلودو حق 42
١٩ مه ماده ١٠ مه ماده  له لازمو څرګندونو سره د عقيدې ازادي ،امنيت او د عقيدې له امله د اضطراب نه درلودو حق 43
٢٠ مه ماده ٢٣ مه ماده د سوله ييزو  ټولنو او ډلو د جوړولو حق 44
٢٣ مه ماده ،د بند ٢٣ مه ماده په  اتحاديو او تشکيلاتو کې د ګډون حق 45

 

 

د بشر حقوق په خيال يا واقعيت کې

د مادي ښوونځيو لارويان،چې کله د اسلام له پرمختلليو او بشپړو قوانينو سره مخ شي او په خپله هم دا ارزښتونه نه لري؛نو د خپل زاړه عادت له مخې،په ناوړو تبليغاتو لاس پورې کوي.د ساري په توګه:د الهي پېغمبرانو کړه وړه او معجزې افسانې او خرافات ګڼي او د عمومي افکارو غولولو ته پراخ او غټ غټ شعارونه؛ لکه د بشر حقوق او د ژوند د چاپېريال د ساتنې  شعارونه ورکوي؛خو  په عمل کې  هر  څه  تر پښو  لاندې  کوي.

موږ مخکې  په دې اړه  خبرې وکړې او اوس د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې د مسئلو روښانولو ته  لاندې  ټکيو  ته د قدرمنو لوستونکيو پام  را  اړوم :

١_ددې اعلاميې منځ  ته  راوړونکي،دا اعلاميه  قانوني او  الزامي  نه ګڼي او په دې اړه  مېرمن “روزولت” د ملګرو ملتونود وخت رئيسه  وايي: ((د بشر د حقوقو نړيواله  اعلاميه نړيوال تړون نه دى او پلي کولو ته يې هېڅ  قانوني ژمنه نه شته؛ بلکې د حقوقو يوه ټولګه ده،چې  له  انسان سره ټينګ تړاو لري او البته په نړۍ کې يې پلي کول غوره چار ده.))

وګورئ : العلامه جعفري،الحقوق العالمية للانسان (ص ٥٠)

د همدې نه کارولو له  امله،د هېوادو د اساسي او عمومي قوانينو مفسران،تل د عمومي ازاديو او د لږکيو او مهاجرو د حقوقو په باب وارخطا شوي دي. (19٥)؛ ځکه له دومره ارزښت سره ،دا اعلاميه يوازې پر  اخلاقي  سپارښتنو اړول شوې ده.

٢_ د نړۍ سترو ځواکونو،ډېرى نړيوال سازمانونه،په تېره بيا ملګري ملتونه خپل  لوبڅي کړي دي.

دا سازمانونه پر دې سربېره،چې له جګړې په مخنيوي کې هېڅ اغېزمنه ونډه نه لري، ادعا کوي له  لوږې، کډوالۍ او ناروغيو سره د مبارزې لپاره مالي وس هم نه لري؛خو ددې موسسو د چارواکو پر سترو سترو غلاوو پردې اچوي او چې غلاوې يې راښکاره شي،يوازې په ګوښه کولو يې بسيا کوي او پر ځاى  يې له بدو بتر کسان راولي؛خو د اسلام پېغمبر،چې په مدينه کې مېشت شو؛نو پر خلکو يې د بشر د حقوقو او انساني کرامت زېرى وکړ او له زبېښاک، زور او بندګۍ يې د ټولو طبقو خلاصون وغوښت او په ډاګه يې وويل:

(( انسانان ټول د ږومنځې د غاښو  په څېر برابر دي او بايد ټولو ته د پرمختګ او تکامل لار پرانستې وي،واکمن او رعيت ټول مساوي حقوق لري  او د دولت د شتون  فلسفه د خلکو  خدمت دى.))

د رسول اکرم  نه يوازې  انساني کرامت ته پام و؛بلکې د څارويو حقوقو ته يې هم  پام و  او چې  و يې ليدل يو اوښ له بار سره په تړليو ګوڼدو ملاست دى؛نو په خپګان يې وويل:

 ((د اوښ خاوند چېرې دى؟ ورته ووياست،چې په محکمه کې دې محاکمې ته چمتو  وي.)) (١٩٦)

او ويې ويل:((هر څاروى،چې په ناحقه ووژل شي؛نو د قيامت پر ورځ به خپل وژونکى محاکمه  کوي .)) (١٩٧)

٣_ د بشر د حقوقو د ادعا د دروغو بل شاهد دادى،چې په اسلامي هېوادوکې يې ګوډاګيانو د نوښت او له وخت سره د همغږۍ په پلمه اجازه ور نه کړه،چې د بشر حقوق د پېغمبر اکرم د سيرت پر بنسټ پلي شي. د ساري په توګه: چې کله په  “تهران” کې د اسلامي هېوادو کارپوهانو د اسلامي بشري حقوقو د اعلاميې يوه ماده تصويب کړه، چې پر بنسټ يې اسلامي هېوادو دنده درلوده،چې ددې اعلاميې پلي کولو ته لازم شرايط چمتو کړي؛د اسلامي هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو نولسمه غونډه جوړه شوه او دا ماده يې تصويب کړه؛ خو د مسلمان مېشتو هېوادو د لائيکو حکومتو استازيو د نيوکو له امله دا ماده له اعلاميې وغورځول شوه؛ځکه ويل يې: يوازې هغه  اسلامي بشري حقوق مني، چې په هېواد کې يې له  جاري قوانينو سره اړخ لګوي.

تاريخ وايي: هغه مهال چې “وحشي مغول” پر اسلامي هېوادو برلاسي شول؛ نو د الهي دين پر حقانيت وپوهېدل او د مغلوب ملت دين يې ومانه ؛خو دا د خداى له دينه بې خبر،نه يوازې د حقيقت په لټه او منلو پسې نه دي؛بلکې په ډول  ډول اوزارو ددې دين د جرړو په را  ايستو  پسې  دي او په دې لار کې جګړې او په هر ډول تېري لاس پورې کولو ته چمتو دي او بشر دوستانه شعارونه يې يوازې د خلکو غولولو ته دي.

اسلام، ازادي د مسئووليت په منلو او د شرعي ضوابطو په  چوکاټ کې مني او دا هغه  خبرې  دي،چې په تېرو څپرکيو کې مو ورته اشاره وکړه او په همغو څپرکيو کې مو هم د بې چوکاټه ازادۍ زيان ته هم اشاره وکړه.

 زموږ په وخت کې،چې د “نړيوالېدو” او ((نړيوال کلي)) خبره مطرح ده؛نو د مادي ښوونځيو د پام  وړ ازادي د  لا  پسې نورو ډله ييزو وژنو د وسلو  او د فضا او د ژوند د چاپېريال د ککړېدو لامل شوې او نړۍ يې تر پخوا زياته هم په پوپنا کېدو ګواښلې،په تېره بيا چې د “عالم” او “پوه” په نامه ددې وسلو له جوړوونکيو  مننه او قانوني ملاتړ کېږي او پرې وياړي .

 

 د بشر د حقوقو داعلاميې سترې نيمګړتياوې

ددې اعلاميې نيمګړتياوې دادي:

١_د ټولنيزو حقوقو فلسفي بنسټونو ته يې پام نه دى کړى.

 ٢_ د حقوقي مادو او سريزې ترمنځ يې د منطقي ترتيب نه شتون.

 ٣_د انسان ځاني کرامت يې له هغه غوراوي نه دى بېل  کړى،چې د صالح عمل او زهد له لارې يې لاس ته راوړي.

 ٤_ټولو انساني حقوقو ته يې اشاره نه ده کړې؛لکه د ژوند حق،د انسان د جنازې درناوى او د انساني ژوند د سرچينې د پوپنا کولو د تحريم حق.

 ٥_هغو  اخلاقي مسايلو ته يې اشاره نه ده کړې،چې بايد په جګړو کې رعايت شي.

 ٦_ د مېړه او ښځې د حقوقو،واده په مسئلو او د ښځې او مېړه د دين د توپېر په  ماده کې يې ابهام  دى او څرګنده نه ده.

 ٧_د  مور و پلار او نورو خپلوانو حقوق پکې  نشته.

 ٨_د ښکېلاک په نفې کې د بشر حق ته  پکې  اشاره نه ده شوې.

 ٩_ د اخلاقي او بافضيلته ټولنې د درلودو د حق په اړه  پکې  څه  نه دي راغلي.

 ١٠_ د بيان بې شرطه د ازادۍ روا ګڼل،چې په ځينو ځايو کې ستر زيان هم اړولاى شي.

مخکې له دې،چې ددې اعلاميېو ترمنځ پر توپېرونو اوږد بحث وکړو؛د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې د چمتو کوونکيو د ليد توپېر ته اشاره کوو:

 قانون پوهان وايي: ((حق يو مصلحت دى،چې قانون يې ملاتړ کوي))؛خو ديني پوهان وايي:((حق يو مصلحت دى،چې انسان يې شرعاً د تر لاسه کولو مستحق دى.)) ددې دواړو تعريفونو ترمنځ ډاګيز توپېر شته.

 

د دوو اعلاميو توپېر

١_اسلامي اعلاميه د انسان ځاني کرامت له هغه کرامته بېل ګڼي،چې د معنوي تکامل او صالحو کړنو له لارې يې لاس ته راوړي او دا هغه روښانه ټکى دى،چې په نړيواله  اعلاميه کې يې ځاى  تش دى .

٢_د اسلامي اعلاميې ټينګار پردې ټکي دى،چې ټول خلک د خداى کورنۍ ده، چې دا لومړى په انساني کرامت کې د ټولو انسانانو يو رنګى او تساوي څرګندوي او ښيي،چې يوازې له حقوقي اړخه مسئلې ته نه دي کتل شوي او د ټولو کرماتو سرچينه کريم خداى دى.

 دويم دا چې د انسانانو ترمنځ خداى ته،په معنوي نږدې کېدو کې سيالي ده، چې اوزار يې رښتين ايمان او ښه کړه وړه دي؛خو نړيواله اعلاميه د هستۍ په اړه  داسې ليد نه لري.

 ٣_ د اسلامي اعلاميې دويمه ماده،ژوند الهي پېرزوېنه او ډېر ارزښتمن ګڼي او ساتل يې په هره شونې وسيله لازم ګڼي،چې ددې الهي پېرزوينې موخه پلي شي؛خو په نړيواله اعلاميه کې ژوند ته داسې ژوره کتنه  نه ده شوې،که  څه هم ټينګار کوي، چې انسان د عقل او وجدان خاوند دى،چې دا نېکه  خبره ده او په واقع کې پر يو  څرګند حقيقت په ټپه درېدل دي؛بې له دې،چې مقتضياتو ته يې پکې  اشاره  شوې وي.

 ٤_دا چې په اسلامي اعلاميه کې د ژوند د سرچينې له منځه وړل تحريم شوي،دې  ښکلي حقيقت ته اشاره ده،چې  ژوند الهي ډالۍ ده او بايد دوام ومومي او همداسې په دې اعلاميه کې د[((د بشري ژوند دوام تر هغه چې خداى وغواړي))] عبارت،پردې خبره ټينګار کوي ،چې د انسان ځان بايد له هر ګواښ او خطره وساتل شي او هېڅ څوک د خپل ځان مالک نه دى او څوک  د ځان  وژنې حق  نه لري.

 په  نړيواله اعلاميه  کې داسې مطالب  نه دي  راغلي؛خو  مفهوم  يې  له  ځينو مادو راايستاى  شو؛خو  بايد دې  خبرې  ته مو  پام  وي،چې په  حقوقي مباحثو  کې مبهم عبارتونه اغېزمن نه دي او مسائل بايد په ډاګيز او پرېکنده وويل شي،چې د هرې ناوړې ګټې مخنيوى وشي.

 حقيقت خو دادى، چې د اسلام هومره يو دين او ښوونځى هم انسان  ته دومره  پام نه لري. په دې اړه  د خداى استازى (ص) وايي :

 ((د خداى په نزد د ټولې نړۍ پوپنا کېدل،تر هغې  وينې لږ ارزښت لري،چې پر ناحقه  تويه شي.)) (١٩٩) .

 ٥_ د اسلامي اعلاميې په اوومه ماده کې له انساني جنينه د ملاتړ خبره راغلې،چې دا خبره په نړيواله اعلاميه کې نه ده راغلې.

 ٦_ په اسلامي اعلاميه کې د انسان جنازه محترمه شمېرل شوې او څوک حق نه لري سپکاوى يې وکړي او څيرې يې کړي؛خو دا چې طبي چارو ته وي او شرعي جواز ولري؛خو په نړيواله اعلاميه کې دا موضوع نه ده راغلې.

 ٧_د بشر په اسلامي حقوقو کې په جګړه کې د اخلاقي ارزښتونو پامنيوى څرګند ښوول شوي او وايي:((څومره چې کېداى شي،ژوندي موجودات دې وژغورل شي او د انسان درناوى دې ان تر مرګ وروسته هم وشي،دکورنۍ درناوى وشي اود ونو او د کښت وړ ځمکو او د هستوګنځيو ته دې زيان و نه رسي؛خو په نړيواله اعلاميه کې دا ستره نيمګړتيا ليدل کېږي؛نو ځکه غربي پوهانو دا نيمګړتيا د ((ژنيو)) په تړون  له  منځه  يووړه .

  ٨ _ دواړه اعلاميې يوه خوله دي،چې واده او کورنۍ د بشري ټولنو اصلي ستنه ده او دواړه وايي ټولنه او دولت بايد د کورنۍ ملاتړي وي او هم يوه خوله دي،چې واده  د سړي  او ښځې طبيعي حق دى او نه ښايي د پوټکي،رنګ،مليت  او توکم بېلوالى د واده خنډ شي؛خو يو لړ توپېرونه پکې  شته، چې لاندې مو ورته اشاره کوو :

الف_اسلامي اعلاميې واده د ټولنې د جوړونې بنسټ ګڼلى؛خو نړيوالې اعلاميې دې مطلب ته اشاره نه ده کړې.

 ب_د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه،د ښځې او سړي حقوق برابر ګڼي،چې دا تساوي په حقوقو،نفقه،مهر او طلاق کې ده؛خو اسلامي بشري حقوق وايي:د ښځو حقوق د دندو هومره يې دي،چې ورته ورسپارل شوې دي او ښځه خپلواک ټولنيز شخصيت او اقتصادي استقلال لري او خپل نوم او نسب ساتلاى شي،ساتنه او د ژوندلګښت يې پر سړي دى.

 ج_اسلامي اعلاميه دولت ته دنده ورکوي د واده په لار کې پراته خنډونه له مخې لرې کړي او اسان  شرايط ورته  برابر کړي؛خو په دې اړه  نړيواله اعلاميه چوپ ده.

 د_نړيواله اعلاميه په واده کې د سړي او ښځې ديني يووالى،د واده په لار کې خنډ ګڼي او وايي، چې بايد له مخې يې لرې شي؛خو اسلامي اعلاميه پرې ټينګار کوي؛ځکه د ښځې او مېړه ديني يووالى پر يو خداى او يو پېغمبر د ايمان  هومره ضروري دى  او دکورنۍ د پياوړتيا  لامل دى او که  داسې نه وي؛نو ټولې هغه موخې به په سيند لاهو شي، چې  واده ته په پام کې نيول  شوي دي .

٩_ پر نړيوالې اعلاميې د اسلامي اعلاميې يو بل غوره والى دادى، چې په اوومه ماده کې يې د مورو پلار او خپلوانو  حقوق راغلي دي.

 ١٠_ اسلامي اعلاميې،ټولو انسانانو ته په ټولو پړاوونو کې د ښوونې روزنې له حقه برخمنېدل په رسميت پېژندلى او ددې مادي پلي کول يې د دولت او ټولنې دنده ګڼلې؛خو نړيواله اعلاميه وايي،چې لومړنۍ زده کړې بايد وړيا او په زور وي او د ښوونې نورو پړاوونو ته د ننووتو شرايط دې ټولو ته يو شان چمتو شي.

 ١١_ په اسلامي اعلاميه کې د روزنې موخې دا دي:

 د انسان د شخصيت انډول او تکامل،پر خداى د ايمان پياوړتيا او د ټولو وګړنيو او ټولنيزو حقوقو او واجباتو رعايت کول دي؛خو په نړيواله اعلاميه کې دا موخې دادي:

   د انسان د شخصيت بشپړ تکامل،ازاديو او حقوقو ته د درناوي زياتوالى ، بېلابېلو عقيدو ته درناوى او د ښه تفاهم روحيي پيدا کول،مينه کول او د سولې ساتلو ته کوښښ.

 ١٢_د اسلامي اعلاميې په لسمه ماده کې په ډاګه راغلي،چې اسلام د بشر له الهي فطرت سره اړخ لګوي او چاچې کوم انسان په زور د فطرت  له بهيره واړاوه؛ نو د هغه  د ځانخبرۍ مخه يې نيولى او مسخ کېدو ته يې شرايط ور چمتو کړي دي .

 زموږ په نظر دا ځانګړنه يوازې په  اسلام  پورې ځانګړې ده؛ځکه نور اديان  تحريف او اړول شوي او تر ډېره يې خپل کمال له لاسه ورکړى دى .

 مادي او الحادي ښوونځيو هم انسان څارويتوپ ته ورنږدې کړى؛خو نړيواله اعلاميه انسان ته د دين بدلول جايز ګڼي.

 ١٣_د اسلامي اعلاميې يوولسمې او د نړيوالې اعلاميې څلورمې مادې انسان ته د ازادۍ حق مطرح کړى؛خو په داوړو کې خورا توپېر دى؛ځکه  اسلامي اعلاميه  ښکاره وايي،چې انسان په طبيعي  توګه ازاد پيدا شوى او هر ډول مريينه او زبېښل يې منع دي او ازادي د خداى دعبادت طبيعي پايله  ګڼي،چې  د ناپوهانو د پوهېدنې پر خلاف،له عبادته مراد،خداى ته ستروالى ور بښل نه دي؛ځکه هغه مطلق غني دى؛خو نړيواله اعلاميه د انسان هر ډول اسارت او خواري او د مريينې نظام ناروا بولي، بې له دې چې د ازادۍ بنسټونه او د انسان او خداى تر منځ اړيکې روښانه کړي.

 ١٤_د بشر اسلامي حقوق هر ډول ښکيلاک په کلکه نفې او تحريموي او ملتونو ته يې د خپلې لارې د ټاکنې،ازادۍ او خپلواکۍ حق په رسميت پېژندلى او له ملتونو سره يې د ازادو ملتونو مرستې واجب ګڼلي؛خو نړيوالې اعلاميې دې خبرې ته اشاره نه ده کړې او له دې مهمې موضوع غلې تېره شوې،چې دا بې پامي، لومړى د هغې اعلاميې د ليکونکيو د پرېوتيو موخو ښکارندوى ده  او دويم داچې دا شبهه پيدا کوي،چې ددې اعلاميې جوړونکو په پام کې درلوده،چې د ښکيلاکګرانو پر خلاف د پاڅونو مخنيوى وکړي.

 ١٥_ اسلامي اعلاميې د هېوادو مليت يا تابعيت ته اشاره نه ده کړې؛ځکه د ډول ډول مليتونو جوړېدل، د سياسي بدعتونو پايله او د اسلامي امت د تفرقې لامل دى او په اسلامي نړۍ کې د يووالي مخنيوى کوي.

 ١٦_دواړو اعلامېو انسان ته د پتمن کار د درلودو حق کره کړى؛خو اسلامي اعلاميه دا ځانګړنه لري،چې له کارګره غواړي،په ځير ټينګ کار وکړي  او له دولته  غواړي که د کارګر او د کاروال ترمنځ اختلاف رامنځ  ته  شو؛ نو  په ښه نيت دې اختلاف حل کړي او په عدالت او  بې پلوۍ، حق  د حق  خاوند ته  ورکړي.

 ١٧_د اسلامي اعلاميې په څوارلسمه ماده کې د کسب او سوداګرۍ مشروع  حق ته اشاره شوې او د سوداګرۍ ناوړه لارې؛لکه سود،دوکه او ځان او نوروته تاوان رسول يې تحريم کړي؛خو نړيوالې اعلاميې  پر دې مسئلو نيوکه  نه ده کړې.

 ١٨_د اسلامي اعلاميې په پينځلسمه ماده کې د مالکيت د مشروعو لارو پر اړتيا  ټينګار شوى،چې مالکيت بايد ځان،نورو يا ټولنې ته د تاوان رسولو لامل نه شي او د مالکيت پر مشروعيت او تاوان نه رسولو دومره ټينګار،له پانګوالۍ او ښکېلاکه دکرکې اعلان دى،چې د مالکيت او ازادې سوداګرۍ په پلمه يې د نورو ملتونو د  اقتصاد ملا ماته کړې  او ملي شتمنۍ يې لوټ کړې دي.

 ١٩_د اسلامي اعلاميې  په اوولسمه ماده کې له اخلاقي ارزښتونو د برخمنېدو د حق خبره راغلې؛خو نړيوالې اعلاميې دا خبره نه ده په ډاګه کړې،که څه هم په نهه وېشتمه ماده کې يې راغلي:

 (( د اخلاقي مسايلو رعايتول،د وګړيو د ازاديو پوله ټاکلاى شي))؛ خو د همدې جملې  په  پاى کې د ((ديموکراټيکې ټولنې )) عبارت، له  اخلاقو مراد د نورو د ازادۍ رعايت دى،نه هغه انساني ارزښتمن خويونه او صفات،چې اديانو پرې  ټينګار کړى دى.

 ٢٠_ اسلامي اعلاميه پر انسان د پوهانو او ډاکټرانو د نطرياتو تجربه کول مجاز نه ګڼي؛خو د وګړي په خوښه،چې ورته خطر نه  وي.

 ٢١_د اسلامي اعلاميې په شلمه ماده کې يې هغه استثنايي قوانين تحريم کړي، چې له انساني کرامته مخالف وي او انسان وځوروي؛خو په نړيواله اعلاميه کې دې  سترې  موضوع  ته  اشاره نه ده شوې .

٢٢_ځينې فکر کوي،دا چې نړيوالې اعلاميې بې قېد و شرط د انسان  ازادي  مطرح  کړې؛نو تر اسلامي بشري حقوقو به غوره  وي؛خو  زموږ په نظر همدا مساله د دې اعلاميې د نيمګړتيا او ابهام نښه ده؛ځکه په نړيوالو ويناوو کې نه شو کړاى، چې له داسې عباراتو کار واخلو،چې اخلاقي آثار له منځه وړي او يا داچې د حقايقو څېره بد رنګه ښيي او يا د نورو د مقدساتو سپکاوى پکې  وشي؛ نو ځکه د اسلامي اعلاميې په دوه وېشتمه ماده کې د وګړيو ازادي د شرعي اصولو او قوانينو په چوکاټ کې  په رسميت  پېژندل  شوې ده.

 ٢٣_ د اسلامي اعلاميې بله غوره ځانګړنه،انسان ته “پر نېکيو امر او له بديو د منع”  حق په رسميت پېژندل دي؛دا اصل ددې لامل دى،چې انسان په کوم ځاى کې اوسېږي؛د هغه څه پر وړاندې بې توپېره نه شي،چې په چاپېريال  کې يې تېرېږي.

 ٢٤_ په اسلامي بشري حقوقو کې،دې ښکلي حقيقت ته اشاره شوې، چې  پر خلکو  واکمني امانت دى او هر ډول خپلسري او ځان مني سخته حرامه ده؛خو په نړيواله اعلاميه کې دا مطلب نشته.

 ٢٥_ ددې دوو اعلاميو بل توپېر دادى،چې د اسلامي اعلاميې ټولې مادې د اسلام له احکامو سره همغږي دي؛خو په نړيواله اعلاميه کې د وګړي ټولې ازادۍ يې په دې شرط منلي،چې د  نورو له  ازاديو سره په ټکر کې نه وي.

 ٢٦_په اسلامي اعلاميه کې راغلي: ددې اعلاميې د ټولو مادو د تفسير او د توضيح مرجع اسلامي شريعت دى؛خو نړيوالې اعلاميې د خپل ابهام  ټکيو ته مرجع نه ده ټاکلې او همدا مسئله ددې لامل شوې،چې مادې يې د بېلابېلو تفسيرونو لوبڅي شي او خپل اغېز له  لاسه  ورکړي؛لکه څرنګه چې له ښکېلاک سره په مبارزه کې ددې اعلاميې د مادو په باب ناسم تفسيرونه ښوول شوي،چې  پر بنسټ يې پر هغو ملتونو د (( ترهګرو)) نوم پرې اېښوول کېږي،چې د خپلو ملي شتمنيو د لوټ مخه نيسي.

 

بنسټيز توپېرونه

مخکې مو وويل،چې ډېر مادي اصول او مفاهيم يوازې بې لاروونکي او غولوونکي تبليغات دي،چې تر ننه سم او څرګند تعريف نه لري او همدا خبره په انساني مسئلو کې د پوهانو ترمنځ د ډول ډول ښوونځيو او درزونو لامل شوې ده.

 د بشر د حقوقو اعلاميه همداسې ده،چې په ملګرو ملتونو کې په ١٣٢٧ل  ١٩٤٨ز کې تصويب شوه او پياوړى فلسفي بنسټ نه لري؛خو د بشر د اسلامي حقوقو بنسټ اسلام دى. د ساري په توګه: د اسلامي اعلاميې  په  لومړۍ ماده  کې د انسان د ځاني کرامت موضوع راغلې،چې لاندې دلايل لري:

الف_ انسان ته د ټولو موجوداتو غاړه اېښوونه:

 دا څه چې په اسمان او ځمکه کې دي، د انسان په واک کې او ورته تابع دي،چې دا د خداى د ورکړې او د انسان د ذاتي کرامت نښه ده  او قرآن کريم دې مطلب ته  په دې  آيتونو کې  اشاره کړې ده:

 ((اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّماءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ(ابراهيم/۳۲)= الله هغه دى چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړل او له اسمانه يې اوبه وورولې،چې په دې اوبو يې ستاسې د روزۍ لپاره (له ځمكې ډول ډول) مېوې رايستلې او بېړۍ يې تاسې ته اېل كړې،چې په سمندر كې په حكم روانې شي او (همداراز) سيندونه يې درته ايل كړل؛))

((وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ(ابراهيم/۳۳)= او هغه تل په يو شان روان لمر و سپوږمۍ (ګټې) تاسې ته اېل کړې او (همداراز) شپه و ورځ يې ستاسې تابع كړل ؛))

((أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَا فِي السَّماوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلاَ هُدىً وَلاَ كِتَابٍ مُنِيرٍ( لقمان/۲۰)=ولې نه وينئ، چې خداى په اسمانو او ځمكه كې ټول څيزونه تاسې ته اېل كړي دي او خپل ښكاره او پټ نعمتونه يې پر تاسې پراخه لورولي او بشپړ كړي دي؟!خو ځينې خلك د خداى په باب، بې له دې چې كومه پوهه او لارښوونه او روښانه كتاب [ولري] ناندرۍ وهي.))

ب_ د انسان خداى پلټونکى فطرت:

 د خداى پلټنه د انسان په خټه او ذات کې اغږل شوې ده او د انسان د شخصيت درناوي ته يو ډول روحي خواړه او اسماني مائده ده او قرآن  په دې اړه  وايي:

 ((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفاً فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(روم /٣٠)=نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه، دا فطرت دى، چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي، په الهي پيداېښت كې ادلون بدلون نشته؛دا هماغه سم دين دى؛خو زياتره خلك نه پوهېږي.))

ج_د انبياوو بعثت:

 د خداى له لوري،د پېغمبرانو او اسماني کتابو رالېږل،د انسان د درناوي او د هستۍ له رازونو سره اشنايي يې ده. په دې اړه  قرآن وايي:

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قوي عَزِيزٌ( حديد /٢٥) = په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او تر هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

په قرآني آيتونو کې تر پلټنې وروسته،د اسلام له نظره،د انساني ځاني کرامت؛ د انسان اکتسابي حق دى او د کړو وړو له امله يې نه دى؛بلکې يو ديني فکر دى،چې انسان ته د اسلام د ځانګړي پام ښودونکى دى.

 اسلام د بشر حقوق، د سترو دولتو،ګوندو او د ملګرو ملتو ډالۍ نه ګڼي؛بلکې فطري او انساني ارزښتونه يې ګڼي،چې د حکيم خداى له  لوري انسان  ته ورکړل شوي او قرآن کريم هم د پاک نبي په سيره کې پرې ټينګار کړى او څوک د بشر د حقوقو په  اړه   پر انسان  احسان نه شي کړاى.

 مسلمان چې کله هم د خپل حق د لاس ته راوړو لپاره هلې ځلې کوي؛ نو په دې يې کوي،چې لوى خداى ورته ټاکلى؛ځکه ګروهمن دى،چې د هستۍ خاوند لوى خداى دى:

 ((لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً وَلِلّهِ مُلْكُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ ( مائده /١٧)= هغوى چې وويل:(( همدا مسيح د مريمې زوى خداى دى ))؛ نو په يقيني توګه چې كافر شول؛ ورته ووايه:(( كه خداى وغواړي،چې مسيح د مريمې زوى، د هغه مور او د ځمكې ټول هستوګن هلاك كړي؛ نو څوك يې مخه نېولاى شي؟(هو) د اسمانو او ځمكې او څه چې د دوى ترمنځ دي، واكمني يې د خداى ده . څه چې غواړي پيدا كوي يې (ان د مسيح په څېر بې پلاره انسان) او هغه پرهرڅه قادر دى.))

 او انسان پر ځمکه د خداى يوازېنى ځايناستى دى:

((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَتَعْلَمُونَ(بقره /٣٠) = (هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتوو ته وويل:((زه پر ځمكه ځايناستى،خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتوو) وويل:(( (پالونكيه!)ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويونه ككړ وو،كه د دغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا په سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه،چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږئ.))

نو کړاى شي خپل حق وغواړي.

داچې موږ خداى د هستۍ مالک ګڼو او عقيده لرو،چې خداى انسان پر ځمکه خپل ځايناستى کړى او په رښتيا يې دنيا اخرت ته د کرځاى ټاکلې او که د لوى خداى عبادت د خپل همت له مخې وګڼو؛نو دا باور به  مو په  ذهن کې رازرغون  شي،چې ټول حقونه د خداى دي،نه د اوربلوونکيو ښکېلاکګرو،چې په تېري يې د کمزوريو ملتونو مالونه لوټلي او بيا د همدې لوټليو توکيو ډېره ناڅيزه برخه  د بشر دوستانه مرستو په نامه رالېږي او بيا يې په همدې هېوادو کې لوټي.

 دلته خبرو ته  پاى ټکى ږدم او له لوى څښتنه توفيق غواړم او توکل پرې کوم .

 

189_ عطيه دکتر نعيم؛ مساهمه في دراسه العامه  للحريات:161 مخ .

190_ دکتر سعاد الشرقاوي؛ نسبته الحريات العامه و انعکاساتها علي التنظيم القانوني:5مخ ) 

191_ محمد علي تسخيري؛ حقوق الانسان بين الاعلانين الاسلامي والعالمي.

192_ جمال الدين محمود؛الاسلام والمشکلات السياسيه المعاصر،15 مخ

١٩٣_نئاندرتال د المان د ((دوسلدرف)) ښار ته نژدې د يوې درې نوم دى،چې پر ١٨٥٦ز(١٢٣٥ ل) د انسان د سر يوه کوپړۍ يې وموندله او هغه يې څلويښت زره کلنه وبلله او نئاندرتال انسان يې ونوماوه.

19٤_ (نهج البلاغه :72 خطبه )

19٥_ بدوى ثروت؛ النظم السياسية الاسلام والمشکلات السياسيه المعاصره،٢٢٤مخه راخستې دى.

19٦_ بحارالانوار:٧ټوک ،٣٧٦ مخ.

19٧_( کنز العمال : ٣٩٩٦٨)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست