تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر   الزلزلة سورت تفسیر بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه إِذا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزالَها«1» وَ أَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقالَها«2» وَ قالَ الْإِنْسانُ ما لَها«3» یَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبارَها«4» بِأَنَّ رَبَّکَ أَوْحی لَها«5» یَوْمَئِذٍ یَصْدُرُ النّاسُ أَشْتاتاً لِیُرَوْا أَعْمالَهُمْ«6» فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

  الزلزلة سورت تفسیر

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزالَها«1» وَ أَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقالَها«2» وَ قالَ الْإِنْسانُ ما لَها«3» یَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبارَها«4» بِأَنَّ رَبَّکَ أَوْحی لَها«5» یَوْمَئِذٍ یَصْدُرُ النّاسُ أَشْتاتاً لِیُرَوْا أَعْمالَهُمْ«6» فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّهٍ خَیْراً یَرَهُ«7» وَ مَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّهٍ شَرًّا یَرَهُ«8»= چې ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي.  او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي. او انسان ووايي:(( چې پر دې (ځمكې) څه شوي (چې داسې لړزېږي)؟! ))  پر هغه ورځ دا (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي؛ځكه چې پالونكي دې وحې (= الهام) ورته كړې ده. پر هغه ورځ خلك ډلې ډلې (له قبرونو) راوځي،چې د خپلو كړنو (پايلې) وروښوول شي؛ نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي،وبه يې ویني . او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي، وبه يې ویني.

 

ټکي:

* له «أَثْقالَها»مراد، مړي دي، چې په قیامت کې یې ځمکه دباندې راوباسي؛ لکه څنګه چې په یوه بل آیت کې وايي: «وَ أَلْقَتْ ما فِیها وَ تَخَلَّتْ[1]» 

*په قیامت کې د خلکو شتون، خورور دی؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «أَشْتاتاً»، «کَأَنَّهُمْ جَرادٌ مُنْتَشِرٌ[2]»، «کَالْفَراشِ الْمَبْثُوثِ(([3] په قیامت کې د خلکو بېل بېل شتون، یا دې ته دی، چې هر څوک له هغه مشر سره دی، چې په دنیا کې یې ټاکلی یا داچې نېکان له بدانو بېلېږي.

*په قیامت کې د الله په اراده، جمادات هم خبرې کوي؛ نه یوازې ځمکه؛ بلکې د انسان د بدن غړي یې هم پرخلاف ګواهي وايي. «وَ قالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَیْنا قالُوا أَنْطَقَنَا اللّهُ الَّذِی أَنْطَقَ کُلَّ شَیْءٍ[4]» 

*په روایتونو کې راغلي چې په بېلابېلو ځایونو کې لمونځ وکړئ؛ ځکه هغه ځای په قیامت درته شهادت وايي[5].

په روایت کې راغلي: په بیدیاوو کې هم اذان ویاست؛ ځکه هره ډبره او لوټه مو چې غږ اوري، په قیامت مو ګواه دي.

 * حضرت علي کرم الله وجهه په بیت المال ویشنې پسې دوه رکعته لمونځ کاوه او ځمکې ته یې ویل: «اشهدی انی ملئتک بحق و فرغتک بحق(([6] ځمکې! ګواهي ورکړه، چې ته مې له بیت الماله د حق پر بنسټ ډکه او بیا مې د حق پر بنسټ تشه کړې.

*په روایتونو کې راغلي دي، چې د ځمګې خبر ورکول داسې دي چې وايي: پلاني،په پلاني وخت کې، پلانۍ کړنه زما له پاسه ترسره کړه[7].

* «مِثْقالَ» له «ثقیل» څخه اخستل شوی او د درنې تلې په مانا دی او د «ذَرَّهٍ» کلیمه یا د خورا کوچني مېږي په مانا ده او یا په هوا کې د شیندل شویو سپکو ذرو په مانا ده؛ البته نن اتوم ته هم ذره وايي.

خو په هر حال، مراد ترې د وزن د واحد تر ټولو کوچنۍ ذره ده.

 * په روایتونو کې لولو: یو بېدیانی د پېغمبر اکرم جومات ته ورننووت او و یې ویل: «علمنی بما علمک الله» له هغه څه رازده کړه، چې الله درزده کړي! آنحضرت یې یو کس قرآن ورزده کړې ته وګوماره. ښووند یې ورته د (إِذا زُلْزِلَتِ..) سورت ولوست؛ نو همدا چې (فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ …)؛ نو بیدیاني وویل: بسیا دي راته او ولاړ. پېغمبر اکرم وویل:«رجع فقیها[8]»

*په لقمان سورت کې هم، لقمان خپل زوی ته وايي: که د ږدن د وزن هومره نېکه یا بده کړنه ولرې، که په ډبره کې دننه، د اسمان په څوکو او یا په ځمکه کې وي، الله به یې په قیامت کې درته حساب کړي. «یا بُنَیَّ إِنَّها إِنْ تَکُ مِثْقالَ حَبَّهٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَکُنْ فِی صَخْرَهٍ أَوْ فِی السَّماواتِ أَوْ فِی الْأَرْضِ یَأْتِ بِهَا اللّهُ[9]»

*په قیامت کې د ځمکې ګواهي او شهادت، ددې څرګندوی ده،چې ځمکه همدا اوس په آګاهانه توګه زموږ چارې درک کوي او په الهي حکم او وحې پرې ګواهي وایي.

 * ښاغلي حسان په خپل دېوان کې زلزال سورت په نظم کړی دی:

این زمین در آن زمان پر بلا

ناگهان چون زلزلت زلزالها

از درونش اخرجت اثقالها

با تعجب قال الانسان مالها

مردگان خیزند بر پا کلّهم

تا همه مردم یروا اعمالهم

هر که آرد ذرّهً خیراً یره

یا که آرد ذرّهً شرّاً یره

آن زمان خورشید تابان کوّرت

کوههای سخت و سنگین سُیّرت

آبها در کام دریا سجّرت

آتش دوزخ به شدت سعّرت

چون در آن هنگام جنّت ازلفت

خود بداند هرکسی ما احضرت

 

*پر ځمکې د زلزلې وراضافه کېدل «زلزالها» هم د زلزلې د عظمت او ستریا خواله ده او هم یې پر ټوله ځمکه د خپرواوي. د حج سورت په لومړي آیت کې هم ددې زلزلې ستریا اوڅار شوی دی: «إِنَّ زَلْزَلَهَ السّاعَهِ شَیْءٌ عَظِیمٌ» د نهج البلاغې په ۱۵۷ خطبه کې هم لولو:«عباد الله احذروا یوما تفحص فیه الاعمال و یکثر فیه الزلزال و تشیب فیه الاطفال» د الله بندګانو! له هغې ورځې وډار شئ چې ټولې کړنې پکې وڅېړل شي، زلزلې ډېرې شي او ماشومان (د هغې ورځې د سختۍ د اوږدوالي په پار) بوډاګان شي.

 

پېغامونه:

1- د قیامت په درشل کې د ځمکې ستره زلزله هرومرو او پرېکنده چار دی. «إِذا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزالَها» ( د ((اذا)) کلیمه هغه مهال کارېږي، چې یو چار هرومرو پېښېدونی وي)

2- معاد بدني دی.( په ځمکه کې د انسان بدن ښخ شوی، چې رابهر کېږي، نه روح یې) «أَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقالَها»

3- قیامت د انسان د حیرانۍ ورځ ده. «قالَ الْإِنْسانُ ما لَها»

4- هستي شعور لري. «یَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبارَها»

5-ځمکه د قیامت پر ورځ یوه ګواه ده. «یَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبارَها»

6-په قیامت کې د هر ډول نټې لار تړل شوې ده. «لِیُرَوْا أَعْمالَهُمْ»

7-ټول خلک په الهي عدل نیاوتون – محکمه کې یوشان دي.(فَمَنْ یَعْمَلْ … فَمَنْ یَعْمَلْ …)

8- الهي سزا او ثواب د کړنو له مخې ورکول کېږي.(فَمَنْ یَعْمَلْ … فَمَنْ یَعْمَلْ …)

9-کړنه که څه کوشنۍ هم وي، حساب و کتاب لري؛نو مه ګناوې کوشنۍ ګڼئ او نه عبادتونه. «مِثْقالَ ذَرَّهٍ»

10-پر هغه ورځ د کړنو انځورنه او لیدنه یې پخپله عذاب یا خوند دی. «یَرَهُ»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

[1] .انشقاق،4.

[2] .قمر،7.

[3] – قارعه،4.

[4] .فصّلت،21.

[5] مجمع البیان تفسیر.

[6] .لئالی الاخبار،ج 5،ص79.

[7] نورالثقلین تفسیر.

[8] نمونه او نورالثقلین تفاسیر.

[9] لقمان،16.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!