تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه حمزه بابا او تصوف لیکنه : استاد ناګار سريزه: د تصوف مثبتو اغېزو ختيز ادب له فحشاء، بېځايه ستاينو او غندنو وژغوره. ځينو ځانگړنو شعر او تصوف سره لازم او ملزوم کړل؛ دواړه له بهرنۍ تجربې سره تړلي او له وجدان سره اړه لري. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

حمزه بابا او تصوف

لیکنه : استاد ناګار

سريزه:

د تصوف مثبتو اغېزو ختيز ادب له فحشاء، بېځايه ستاينو او غندنو وژغوره. ځينو ځانگړنو شعر او تصوف سره لازم او ملزوم کړل؛ دواړه له بهرنۍ تجربې سره تړلي او له وجدان سره اړه لري. که شاعرۍ تصوف راښکونکى او اغېزناک و اغېزمن کړ، نو تصوف هم شاعري له عمق (ژورتيا) او رښتينولۍ سره غاړه غړۍ کړه. همدا لامل دى، چې د هر ستر ختيځوال شاعر عارفانه جذبه او احساس برلاسى ښکاري.

د غزل پرمختيا د تصوف له تاريخه پيلېږي. تصوف له جذباتو او وارداتو سره اړيکې لري او درس يې عشق او مينه ده. تصوف که څه هم په درېيمه هجري پېړۍ کې څپاند ؤ، خو اوج يې پنځمه پېړۍ ده او دغه وخت د غزل د ترقۍ لومړنى پسرلى دى. اسلامي تصوف زموږ د غزل پخوانى مضمون دى، ځکه خو علامه شبلي نعماني (رح) په شعر العجم کې وايي، چې تصوف د شعر ويلو لپاره ښه دى. حقيقت همدا دى، چې يوازې دري ژبو شاعرانو نه، د اردو او پښتو ژبو شاعرانو چې تصوف د خپلې وينا لپاره مضمون ټاکلى، د شاعرۍ حق يې اداء کړى دى، لکه ميرزا خان انصاري، عبدالرحمان بابا او حمزه شينوارى.

تصوف ډېر نوي الفاظ، اصطلاحات او تلمېحات ژبې ته راوستل؛ په دې لړ کې يو يو لفظ د رنگارنگو خيالونو د لېږد وسعت پيدا کړ. د شعر د هنري غوښتنو له مخې د ښکلاييز احساس لپاره د غزل فورم ډېر مناسب وخوت. دغه جمالياتي احساس يا د ښکلا مشاهده چې کومو شعراؤ ته ډالۍ شوې، زياتره يې صوفيان وو. له تصوفه د حمزه شينواري موخه تش شاعرانه تصوف نه دى، هغه صوفي او تصوف يې د شاعر نه، د يوه صاحب حال صوفي تصوف دى. دا تصوف تش د علمي او فلسفي خواؤ سره غاړه غړۍ نه، بلکې له عملي او الهامي ادراکاتو سره هم تړلى دى. د دغې مشاهدې په الفاظو انځور حمزه بابا داسې لوړ ادبي مقام ته رسولى، چې په معاصر پښتو ادب کې يې د حمزه بابا مکتب بللى شو.

موخې:

دغه ليکنه څرگندوي، چې تصوف، فلسفه او شعر تر څه وخته چې د مراقبې او مشاهدې واټن دى، سره غاړه غړۍ وي. فلسفه بيا د استدلال لاره نيسي، تصوف د محويت، استغراق او کشف بلې نړۍ ته ځي. خو شعر په داسې حال کې چې د فلسفې له ژورې مشاهدې گټه اخلي، د تصوف د کشفي نړۍ پيغامونه ورسره وي، په خپله د عاطفې او احساس له رنگينو نه د بوډۍ ټالونه (شنه زرغونه) جوړوي. د ليکنې موخه دا ده، چې ښه شعر يوازې رنگين الفاظ او قافيه بندي نه ده او نه ستر شاعر د بيت جنگۍ په ذهني لوبه سترېدلى شي. د شاعرۍ لپاره د سخت رياضت اړتيا وي، چې تصوف (د نفس تزکيه) يې ښه بېلگه ده. ډاډمن يو، چې لوستونکى (مينه وال) به له دې څو کرښو همدغه مفهوم او محتوا ومني.

حمزه بابا او تصوف:

د تصوف په باب دوې ستونزې شته، يوه دا چې دغه نوم په نبوي (ص) دور کې نه ؤ، خو د دې غبرگون اسلامي پوهانو داسې کړى، چې په عظيم الشان قرآن کې دغه نوم ((تزکيه)) راغلى، د صحابه کرامو (رض) پر وخت ((احسان)) ياد شوى او بيا د تابعينو په عصر کې ((تصوف)) ونومول شو. (١)

ياقوت په ((معجم البلدان)) کې ليکي، چې عبادت کوونکيو ترسايانو ښځو ته د عراق په موصل ښار کې په عربي اشعارو کې ((صوفيه)) ويل شوي، چې مذکر يې ((صوفي)) دى. دوى به وړينې جامې اغوستلې. په عربي ژبه کې د ((تفعل)) د باب چلند داسې دى، چې د ډلو او فرقو له نومونو او صفتونو څخه مصدر جوړوي، لکه له مجوسي څخه تمجس، له افغاني څخه مفغن…. نو له صوف، صوفي څخه ((تصوف)) جوړ شو. (٢)

د تصوف بله ستونزه دا ده، چې د نفس تزکيه (تصوف) په منسوخ شويو اديانو او يوناني فلسفه کې هم شته، خو شکل او ماهيت يې تخريب شوى دى.

نوميالي عالم امام غزالي (رح) وايي، چې يوناني فيلسوفانو له انبياء کرامو غلا کړې ده. د ختيځ سترگور فيلسوف علامه اقبال (رح) په يوه ليک کې مولانا سيد سليمان ندوي (رح) ته ليکي: ((خواجه بهاء الدين نقشبند (رح) او حضرت مجدد الف ثاني (رح) ته د زړه له کومي درناوى لرم، ځکه دوى تصوف له بدعتونو وژغوره.))

د حضرت محي الدين عبدالقادر جېلاني (رح) هدف هم اسلامي تصوف له عجميت نه پاکول وو. (٣)

له دې ښکاري، چې مسلمانو پوهانو تصوف ته تل پام اړولى، څرگنده تقوا يې ظاهري فقه او تصوف يې باطني فقه گڼلې ده. قرآن هم حکم کوي، چې له پټو او ښکاره گناهونو ځان وساتئ. پټ گناهونه له زړه سره اړيکې لري، چې د نفس له پرلپسې رياضت او پاکۍ پرته يې مهارول ناشوني دي.

د حمزه بابا په خټه کې له ازله فلسفيانه تفکر، عرفاني مشاهده او د تخيل رنگيني گډ راغلي وو. قلندر مومند وايي: ((که څه هم زما مطالعه د تصوف ضد ده، خو زه د حمزه تصوف ځکه ځان ته راښکلم، چې پښتون تصوف ښکاري.))

دا د حمزه د هنر کمال دى، چې په خپل شعري ځواک د تصوف غوندې يو وچ مضمون هم داسې رنگين کولى شي، چې ذوقونه وتخنوي او حيرانوونکې دا ده، چې د حمزه بابا د مرشد سيد عبدالستار شاه (رح) استاد او پير عبدالعظيم بابا (رح) هم د مراقبې پر وخت داسې په زمزمو ؤ: ((پښتانه راغلل که څه!؟ زه خو د کشمير په غرونو کې د پښتنو اوازونه اورم.)) (٤)

د حمزه د زړه قبله د دغسې حقبينو اولياؤ په پاملرنه د حق پر لوري سمه شوه؛ د خپل مرشد په نغوته يې له اردو شاعرۍ پښتو ته مخه کړه. په پښتو ادب کې د ځانگړي ښوونځي بنسټگر او تلپاتې نوم يې وگاټه. د عرفان سمندر ته د ورگډېدا په باب وايي: ((په ١٩٣٠ کال د فلم جوړولو وروسته له هنده پېښور ته راغلم. څو ورځې وروسته سيد عبدالستار شاه پاچا (رح) زما د پلار فاتحې ته راغى- د يخنۍ شپې وې- تر لس نيمو بجو پورې ورسره کېناستم، بيا کور ته لاړم. تر ډېره خوب رانغى، ناڅاپه لکه روح مې چې وځي، تندى مې خولې او د زړه حرکت مې کمزورى شو، په وارخطايۍ سره پاچا صاحب ته ورغلم. ويې پوښتل: [ولې؟]

ورته ومې ويل چې: [مرم.]

په موسکا يې وويل: [مُوْتُواْ قَبْلَ اَنْ تَمُوْتُواْ.]

بيا يې راته اوبه دم کړې او بېرته کور ته لاړم.

دا د مرشد ړومبۍ توجه وه، چې زه يې د ناسوت له ډول ډول رنگينو نه بلې نړۍ ته راوستم.)) (٥)

له افغان او افغانستان سره د تودې مينې په باب وايي: ((تر قوالۍ وروسته به زما شيخ مشهور قوال ميران بخش ته وېل: [د غازي امان الله خان سندره هم ووايه.] دا هغه وخت ؤ چې غازي پاچا مخلوع شوى او په ايټاليا کې مهاجر ؤ.

[الهم نصرة ام مولانا سلطان – الملک الغازى امان الله خان.])) (٦)

حمزه بابا لکه څنګه چې پښتو غزل کې نوي رجحانات داخل کړل او د معاصر او کلاسيک شعر واټن يې رالنډ کړ، حال يې د ماضي په رنگونو کې د مستقبل لپاره ځلانده پيغام کړ او همداسې يې په تصوف کې هم نوې نوې تجربې وکړې.

د تصوف په باب وايي: ((د تصوف ډېر تعريفونه شوي، چا ورته د فاضله اخلاقو او چا ورته د رباني عشق حصول ويلى دى. حضرت شيخ عبدالقادر جېلاني (رح) وايي چې د خداى (ج) او بنده تر منځ د حجابونو لېرې کول تصوف دى، خو زما خپل تعريف چې د ټولو اقوالو مصداق دى، دا دى چې د انسانيت له عنصر نه د ملکيت او حيوانيت تسلط پورته کول او دواړه د انسانيت تابع کول تصوف دى.)) (٧)

په انسان کې دغه درې واړه عناصره شته، که پرې ملکيت غالب شو، نو په يوه کونج کې به عبادت کوي، نور څه نه؛ دا رهبانيت دى او که پرې حيوانيت غالب شو، نو ټولنه به گډه وډه کړي، لکه هټلر او نور. ملکيت د پرښتو خوى دى. د ملکيت غلبه به يې عشق دومره سخت کړي، چې مجذوب به شي او د دنيا له کاروباره به ووځي. د اسلام مقدس دين انسانيت غواړي او همدغه د تصوف هدف دى.

حمزه بابا وايي:

مه مې ملک کــــــــــړه – مه مې حيوان کړه

مه مې ټول عشق کړه – مه مې نسيان کړه

زه مســـــــــــلمان يم – اوسط مې خوښ دى

زما خــــــــــــــــــــــــــالقه! – ما خو انسان کــړه (٨)

په تصوف کې تر ټولو کړکېچنه ربړه وحدت الوجود دى. حمزه بابا (رح) وايي چې په دې نظريه کې د کم نظر خاوندان د شِرک او حلول گومان کوي، حال دا چې دغه نظريه له دغو شيانو نه بېخي پاکه ده، لامل يې دا دى، چې د وجود حقيقي مانا يې په ذهن کې نه راځي. له ذهن نه يې ماديت او جوهريت نه وځي او د وجود مجرد تصور يې په ذهن کې نه راځي. وجود نه روح دى، نه ماده، نه عرض دى، نه جوهر، بلکې د حق ذات او وجود يو شى دى.

د يو وجود نه مراد دا دى، چې په حقيقت کې يو د حق وجود شته او دا څه چې موږ ته موجود ښکاري، په خپله هېڅ وجود نه لري، بلکې د هماغه يو وجود مظاهر دي. خداى (ج) واجب الوجود او انسان متصف بالوجود دى. او په پايله کې وايي چې د ټولو موجوداتو حقيقت يو ذات دى او بس.

د خپل دې شعر په باب:

عشقه! له پوهې نه ستا هم دى اوچت

داسې مقام ته رســـــــــــــــــــــېدلى يمه

وايي: ((دا د وحدت د مرتبې شعر دى، عشق دويي غواړي، عاشق له معشوقه ضروري ده، چې پرې مين شي. حال دا چې په دې مقام کې ما يوه [انا] محسوسوله او دلته هم زه ؤم، زما نه پغير نور هېڅ نه وو، نو ځکه دا مقام د عشق له پوهې نه اوچت دى.)) (٩)

حمزه بابا (رح) د وحدت الوجود له پېړيو پېړيو راروان تعريف ((همه اوست)) خطا او ناسم بولي او په دې گروهه دى، چې د کايناتو د هر څه وجود د خداى (ج) له وجوده شته شوى دى او دغه د وحدت الوجود مانا ده.

وجداني کيفيتونه او واردات که څه هم د حمزه بابا په شاعرۍ کې پېچلي ښکاري، خو په دې کيفيتونو او وارداتو کې جدت آفريني زياته ده؛ دغه جدت يې شاعرۍ ته تصوف بښلى دى، ځکه هغه سخته مراقبه او تزکيه چې د عرفان لپاره اړينه ده، شاعري ورته له هر څه زيات ضرورت لري. يو لوړ خيال او ژور فکر په ادراک کې راوستل او دغه مشاهدې ته سندريز رنگونه ورکول، خامخا ابهام او ايهام زېږوي، خو دا د حمزه بابا د فن کمال دى، چې ژوندي، متحرک او رنگين الفاظ يې له مانا پرته هم د لوستونکي ذوق په راښکون کې ساتي.

مولانا جلال الدين رومي بلخي (رح) يو حديث منظوم کړى دى:

بشنو خبر صادق از گفتۀ پيغامبر

اندر صفت مؤمن المؤمن کالمزمر

مؤمن د ((مزمار)) د ساز آلې غوندې دى، دننه (بطن) يې چې خالي نه شي، اواز يې نه ښکلى کېږي. (١٠)

حمزه بابا خو د يوه فقير غوندې له نړۍ نه رخصت شو، خو د حديث شريف له مخې يې تشې گېډې (فقر) اواز ډېر خوږ کړى دى. دا اواز د هرې زمانې او هر نسل لپاره پيغامونه لري، يو وخت به داسې هم راشي، چې حمزه پېژندنه مو په تدريسي نصاب کې شامله شي. حمزه بابا ته پاچا خان د نيم قام دماغ، وزير محمد گل خان يې بابا، قلندر مومند يې نابغه، ارواښاد کامل يې خپل مربي، بخارايي عالم موسى جار الله يې له مصري اديبانو لوړ گڼي. د اردو ژبې مشهور عالم رئيس امروهوي يې خپل استاد، ملک عبدالرحمن او سيد طاهر بخاري يې ((غوث)) او ((فرد)) بولي. سعيد گوهر وايي: ((له خوشحال او رحمان نه چې کوم شاعر جوړېږي او له شاه ولي، رومي او اقبال نه چې کوم مفکر، هغه حمزه (رح) دى؛ رحمة الله عليه.)) (١١)

پايله:

تصوف که په کلاسيکه دوره کې وڅېړل شي، نو د پښتو ادب روح ښکاري. زموږ ټول ستر شاعران لکه ميرزا خان انصاري، عبدالرحمان بابا، کاظم خان شيدا او…. له دغه وياړه برخمن وو. د تصوف اغېزه دومره پراخه او شديده وه، چې پښتو شاعران ترې يا شعوري او يا په ناځانخبري ډول اغېزمن شول. خو کله چې وار امير حمزه شينواري ته ورسېد، پر شاعرۍ يې تصاحب دومره برلاسى ؤ، چې د حمزه بابا پر تصوف رنگين غزل حمزه د يوه ادبي ښوونځي سرلارى او د ده په خپله وينا ((ترې پيدا د شاعرانو په سرحد يوه تپه شوه)) يوازې لره پښتونخوا نه، چې بره يې هم د خيال په سمند فتحه کړه.

وړانديزونه:

پر تصوف سربېره د زمانې هغه روح او غوښتنه چې د حمزه بابا په شاعرۍ او فن کې شته، حمزه پوهنه دې د پوهنتوني دورې په نصاب کې شامله شي. د حمزه له مطالعې سره ادب، شعر، فلسفه او تصوف تړلي دي. په دې ډول شونې ده، چې له يوې خوا به محصلين او لوستوال له خپلو تاريخي ارزښتونو سره اشنا شي او له بله اړخه به د غوره فن پر رموزو او تلپاتو ديني، ټولنيزو او کولتوري حقيقتونو خبر شي.

Abstract:

The research that is conducted in this article regarding the Sufism and mysticism of Hamza Baba is not merely grounded on philosophical issues. The innovation that Hamza Baba has introduced and glorified in the history of Pashto poetry is his overall innovative poetry and his innovations particularly in Ghazal. The rays of Hamza Baba’s innovative Ghazal have touched the thoughts and poetry of contemporary young generation. It is not only Ghazal that has influenced the young generation; created should be given to the philosophy that nourishes in his Ghazal. Sufism and philosophy are the two bases that have bestowed strength to his keen observation in his poetry. His philosophical thoughts and Sufism have mingled the stream of poetry with sympathy and have shaped an unsurpassed form. What theory and innovation have bestowed him a permanent position in the realm of Pashto poetry? In this piece of research an attempt has been to made to answer the above stated question so that we come to know about his theology and the mystery of beauty in his poetry.

اخځليکونه:

١- داؤد، پروفيسر داور خان. (١٩٩٦). حمزه شينوارى کا ايک مطالعه. جدون پرېس: پېښور.

٢- ندوي، سيد ابو الحسن علي. (١٩٧٩). تزکيه و احسان. مجلس نشريات اسلام: کراچۍ.

٣- نفيسي، سعيد. (١٣٦٨). سرچشمۀ تصوف در ايران. کتابفروشى فروغى: ايران.

٤- ندوي، عبدالسلام. (٢٠٠٨). اقبال کامل. اردو بازار: لاهور.

٥- ډاکټر مسعود. (٢٠١٤).بله دنيا. يونيورسټي بُک ايجنسي: پېښور.

٦- شينوارى، امير حمزه. (٢٠٠٤). نقش حيات. جدون پرېس: خيبر بازار- پېښور.

٧- شينوارى، امير حمزه. (٢٠٠٤). نقش حيات. جدون پرېس: خيبر بازار- پېښور.

٨- شينوارى، حمزه. (١٣٤٥). ننگيالى پښتون- د خوشال خان د فلسفي او تصوفي اشعارو خوا. پښتو ټولنه: کابل.

٩- صميم، محمد آصف. (١٣٨٧). د حمزه شينواري کليات- درېيم ټوک. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت.

١٠- ډاکټر مسعود. (٢٠١٤).بله دنيا. يونيورسټي بُک ايجنسي: پېښور.

١١- انماري شيمل، ترجمۀ ډاکټر فريدون. (١٣٨٠). من بادم و تو آتش. انتشارات توس: تهران.

١٢- ناګار، فضل ولي. (١٣٨٤). پښتو غزل- د پوهنيارۍ رساله. د ژبو او ادبياتو پوهنځى- ننگرهار پوهنتون.

په درنښت پښتو ادبیات

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!