بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غزل بابا د امام حسین په ویر کې د حسين قرباني اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو شو تازه د زړه زخمونه محرم شو يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو لاسوا مې لـه دې دمه د زړه غم شو نن به نه ګڼې دا غم […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
غزل بابا د امام حسین په ویر کې
د حسين قرباني
اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې لـه دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونی دی
ګويا هر پروسكال يې سګنی دی
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دويْ ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوی كال دی
په اول چې زړه خفه شي بيا خوشحال دی
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلی په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د مئين د زړه په تل کې
مينه نه پرېږدي تراوۀ په خپل محل کې
لوئی زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياگء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب لاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاگء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخکې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام لـه محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو کې افضل شو
اخر کې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو
خو لـه دې چې مستفيد شي يو معيار دی
كه پوهېږې درته وايم ايثار دی
كه نيكه په انبيا و کې بهتر و
نو نمسی په امامانو کې سرور و
كه نيكه د نبوت د اسمان نمر و
نو نمسی په قربانۍ کې روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت کې لا ثاني و
نو نمسی په فربانۍ کې لا فاني و
قرباني يې هم بيا داسي قرباني وه
خود پخپله چې خپل ځان لره ثاني وه
لوږه تنده لا چاري وه پريشاني وه
د نېزو غشو د تورو، ارزاني و ه
يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو
څه لـه اوره پاتې نه شوې په خېمو کې
د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو کې
څه پړوني يې ټومبلي په نېزو کې
څه اوچت د كربلا په بړبوكو کې
بې حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو
په اكبر د نېزو غشو پر هرونه
په سلګو د اصغر پلار ته نظرونه
د قاسم د ادرك عمي اوازونه
د عباس پرې شوی سر او مړوندونه
زيات د دې نه هم زغملو ته تيار دی
خو بېعت د يو فاسق نه يې انكار دی
چې يوازې پاتې شوی په دې حال کې
فرق يې نشته دی ذره په استقلال کې
لا زياتی يې تنګسو اوكړه په كمال کې
كړې جمال يې شمعې بلې په جلال کې
چې ښكاره ترې كله كله پريشاني شي
غواړي داچې يې كامله قرباني شي
دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پکې غالب ملكيت و
حق يې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دی قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بې د دويْ نه دومره توان و
په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و
چې يې نېت د تګ و كړی لـه يثربه
اصحابانو ورته وې عالي نسبه
ته چې درومې دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دې اس نيولی لـه جلبه
ته خبرې د يزيد چې څومره زوردی
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دی
هم په دويْ کې عبدالله ابن عمر و
هم پکې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلی يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسین کې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغی په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځائی مې د اولاد د شهادت دی
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دی
تعجب دی لـه اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان د خدائی په نوم لـه سره تېر و
خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې
نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالگي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو اّه سرد شي
چې ټولی د دوو اوياو يې شهيد كړ
اسلام دوه او يا ټوټې يزيد پليد كړ
يو ټولی يې د ساداتو پرې مزيد كړ
مسلمان يې تفرقې وته رسيد كړ
وس هغه په درې اوياو کې ناجي دی
چې لـه صدقه حسني او حسیني دی
په فلك د قربانۍ کې منور شو
متحد يې كړل بڅري جوړ ترې نمر شو
په ايثار کې رهنما د هر بشر شو
د ادمه نه تر دې دمه سرورشو
كه يې سيال د قربانۍ وي نبي كوم دی ؟
كه يې مثل د ايثار وي ولي كوم دی ؟
ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو
خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته
نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته
ميړني پېغمبري زلمي اتلس
ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس
كربلا کې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر کې به اتلس زره قامه
وايه څوك به يې شي سيال لـه خاص و عامه
د خدائی پۀ لار کې چې حرمت هم پائمال نۀ شي
حق د ايثار پوره كول پۀ سر او مال نۀ شي
كۀ يې ثاني پۀ رسالت کې د بابا نشته
پۀ قربانى کې بۀ هيڅوك د حسين سيال نه شى
په ابتدا کې غم كول پۀ انتها شي سرور
كال يې لا زوړ وي چې زړا پۀ نوي كال نۀ شى
حسين بۀ نۀ كړو پرې ګذار چې چا به څنګ وركړ
وه يې منشا چې جلال هم يې بې جمال نۀ شى
د قربانى پۀ نازكيو يو امام پوهه ؤ !
پۀ داسې وخت کې استقلال سره هم سوال نۀ شي
د حسيني غازيانو صف د مزكې پوزه كيښوه
مخ د دعوې د استخلاف چې بې جمال نۀ شې
د بې مثال په در كښى ښۀ شى بې مثال ايثار
هغه مثال دى، څۀ مثال چې بې مثال نۀ شې
چې حال يې هم د قربانى د حال محل نۀ لري
د هغه حال ظاهرول پۀ قيل و قال نۀ شي
د كال په مخکې د حسين د وينو سرۀ دي حمزه !
هغه بې نوره وي ماتم چې په كوم كال نۀ شي
●●●
نبي كۀ محمد د كل جهان دپاره دی
حسین د ژوند چينه د كل انسان دپاره دی
نعره د رسالت پۀ كور نسيم كړه د اجل
نۀ دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دی
مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر
اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دی
باران د اوښكو وكړه كۀ پرې زړۀ جمع كوې
حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دی
يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توی
دا ستوری مقدس خو د اسمان دپاره دی
هر كال د قربانۍ نه نوی كيږي د مسلم
مثال د حسین ژوند د مسلمان دپاره دی
ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان
زړګی چې پيدا شوی د ارمان دپاره دی
اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت
وركوټی كسی ژوند د هر چشمان دپاره دی
مسلم د حسین ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل
په خدائی چې كل جهان د مسلمان دپاره دی
دليل دغه قراّن دی په اولاد د محمد
اولاد د محمد هم، د قراّن دپاره دی
ايثار به د هغويْ كړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسین يې د عنوان دپاره دی
عظميه قربانى
فلكه پېر او خوره واپس هغه لمحې راوله
پۀ كربلا کې هغه ټكندې غرمې راوله
دي تويې شوې پۀ دې غم كې د هر چا اوښكې
لا به توئيږي ستا د ستورو نه سېوا اوښگكې
د نن انسان چې د اسلام شان و شوكت اوويني
د محمد د اهل بېتو شجاعت اوويني
چې ورته ځلند شي معيار د قربانۍ د حسین
چې زړبودۍ کې ورعيانې شي ځوانۍ د حسین
چې يې سپېڅلي دين دپاره كړو خپل ځان قربان
د خپلې خونې ميړني ښكلي ځوانان قربان
چې يې سرتورې شوې عصمت او د عفت خاتونې
چې دين دپاره وې زوكړې د جنت خاتونې
هغه حسین چې يې ساقي دی د كوثر بابا
چې يې والي دی هم سيد د بحرو بر بابا
درېيمه ورځ ده چې پرې بندې دي اوبۀ د فرات
ژبه يې اوچه ده خو بيا هم پرې روان صلوات
د تندې زور ؤ ماشومان وو همه سر پۀ ژړا
دلته پۀ كريكو سكينه ، هلته اصغر په ژړا
پۍ پکې چرته چې د مېندو يې سينې اوچې وې
لۀ درېيو ورځو چې اوبۀ نۀ وې چينې اوچې وې
دا انتها ده د ستم د پېغمبر پۀ اولاد
داسې جفا د ظالمانو د حېدر پۀ اولاد
-
ټیګونه: