بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي. ðحجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. ðد بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده. ðد برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالوپرښتو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه
په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي.
ðحجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي.
ðد بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده.
ðد برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالوپرښتو ته درناوی او د سنتو یوه برخه ده.
ðځان غوړول پوټکی نرموي، دماغي او عقلي ځواک زیاتوي.
ðروانې اوبه غسل او اودس آسانوي؛ د وېښتانو جړپړي لرې او رنګ تازه کوي.
ðپه خطمي ګل د سر وینځل خیری لرې کوي او چټلي پاکوي.
ðپه اوداسه کې د خولې او پزې وینځل، خوله او پزه پاکوي.
ðد انفیه کارول د سر د روغتیا او د بدن د شفا لامل او د سر د ټولو دردونو درمل دی.
ðنوره بدن غښتلی او تن پاکوي.
ðد نوکانو پرې کول د سترو رنځوریو مخه نیسي او روزي پراخوي.
ðد تخرګونو د وېښتانو خرېیل، بدبوی له منځه وړي، پاکوونکي او له سنتو ځنې هم دي.
ðتر خوړو وړاندې روسته د لاسونو وینځل روزي زیاتوي.
ðڅوک چې الهي درشل ته د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره دعا کوي؛ نو په هر اختر کې غسل کول ورته پاکوونکی او له نبوي سنتو لاروي هم ده.
ðد شپې پاڅېدل د بدن د روغتیا او د پالونکي د خوښۍ لامل، د الهي لورنو په درشل کې کېدل او د پېغمبرانو پر خویونو منګولې لګول دي.
ðد مڼې خوړل، معده پاکه او خوشبویوي.
ðد کندر ژول، غاښونه ټینګوي، بلغم او دخولې بدبوی له منځه وړي.
ðپه جومات کې له سپیده داغه تر لمر راختو پورې کېناستل په روزۍ پسې له منډو وهلو غوره او اغېزمن دي او په چټکه د روزۍ د چمتو کولو لامل ګرځي.
ðد بهي خوړل کمزوری زړه غښتلی کوي، معده پاکوي، هوښ تېزوي، ډارن زړوروي او اولاد ښکلی کوي.
ðپه هر سباناري کې د ۲۱ دانو سرو موېزو/ وسکو خوړل، بې له مرګه د هرې رنځورۍ درمل دي.
ðد رمضان پر لومړۍ شپه د مېړه او مېرمنې کوروالی مستحب دی؛ ځکه خدای ویلي دي:
ðد روژې په شپو کې له خپلو مېرمنو سره کوروالی ورته حلال شوی دی[1].
ðبې د سپینو له ګوتې بله ګوته مه پر لاسوئ؛ ځکه رسول الله ویلي دي: خدای دې هغه لاس پاک نه کړي، چې اوسپنیزه ګوته یې پر ګوته وي، که د چا پر ګوته د الله پاک کومه نامه کښل شوې وي؛ نو په کیڼ لاس دې یې نه پر ګوته کوي چې استنجا پرې کوي.
ðچې کله هندارې ته ګورئ؛ نو وواست: د خدای شکر دی، چې یې پنځولی، ښه یې پیدا کړی او په ښه بڼه یې انځور کړی یم او څه یې چې په نورو کې بدرنګ کړي، په ما کې یې ښکلي کړي او په اسلام یې غزتمن کړی یم.
ðهغه رور، چې ستاسې لیدو کتو ته راځي، ځان ورته وپسولئ؛ لکه چې یو پردي ته ځان سینګاروئ، چې ښه مو ایسي په غوره څېره مو وویني.
ðپه هره میاشت کې درې ورځې روژې نیول او د شعبان میاشتې روژې، د سینې وسوسې او د زړه اندېښنې له منځه وړي.
ðپه سړو اوبو استنجا کول بواسیر له منځه وړي.
ðد جامو پاکول، غمونه څنډي او د لمانځه شرط دی.
ðسپین وېښته مه باسئ، چې رڼا ده او څوک چې په اسلام کی خپل وېښتان سپین کړی؛ نو په قیامت کې یې رڼا همدا سپین وېښتان دي.
ðمسلمان دې په جنابت کې نه ویدېږي؛ بلکې بې اودسه دې نه ویدېږي، که اوبه و نه مومي؛ نو په خاوره دې تیمم وکړي؛ ځکه د مؤمن روح د خدای لوري ته ورخېژي، خدای یې مني او برکت ورکوي، که پردې مهال یې مرګ رارسېدلی وي؛ نو ښکلې بڼه ورکوي او که عمر یې پاتې وي؛ نو له امینو پرښتو سره یې تنې ته ورستنوي.
ðمسلمان دې قبلې ته د خولې توکاڼې نه توکوي او که په تېرو کې یې دا چار وکړ؛ نو له خدایه دې بښنه وغواړي.
ðانسان نه ښايي د سجدې ځای پو کړي او هم نباید په خوراک څښاک کې پوکی وکړي او نباید له تعویذ او ورسره دعاوو سره ومري.
ðپه لار کې اودسماتي ته مه کېنئ، د بام له پاسه په هوا او په روانو اوبو کې میتیازې مه کوئ، که چا دغسې وکړل او څه زیان ورورسېد؛ نو بل دې نه پړوي؛ ځکه اوبه او هوا هستوګن لري. ðهوا ته لکې میتیازې مه کوئ او د باد مخې ته هم.
ðپړ مخ مه سملئ، د کسالت، ناغېړۍ، خوله وازئ او چورت په حالت کې به لمانځه ته نه درېږئ. بنده چې خدای ته درېږي؛ نو خپل (دنیوي) اندونه دې راکم کړي؛ ځکه له لمانځه یې د زړه د حضور هومره برخه رسي. په هېڅ ځای او هېڅ حال کې د خدای یاد مه پرېږدئ. ðپه لمانځه کې له قبلې مخ مه اړوئ، که یې واړو، خدای وایي:بنده! راته مخ کړه، چې تر بل هر مخ درته غوره یم.
ðپر دسترخوان د خوړو خسڼي راټول کړئ، که څوک یې د شفا په نیت وخوري؛ نو د خدای په اذن هر درد ته شفا ده.
ðد خامتا جامې واغوندئ، چې د پېغمبر اکرم جامې وې او آنحضرت بې اړتیا وړینې یا د وژغونو جامې نه اغوستې.
ðکه څوک تر خوړو روسته خپلې ګوتې وڅټي؛ نو خدای وایي: خدای دې برکتي کړه.
ðښکلا د خدای خوښېږي او ښه یې ایسي، چې په خپل بنده کې د خپل نعمت اغېز وویني.
ðله خپلو خپلوانو سره اړیکه وساتئ، که څه په سلام اچولو وي؛ ځکه خدای یې امر کړی دی: او له خپلوانو سره د اړیکو له پرېکونې ډډه وکړئ[2].
ðخپله ورځ داسې مه تېروئ چې دغسې او هاغسې مې وویل او دغسې او هاغسې مې وکړل؛ ځکه ګومارل شوي مو کړنې څاري [ او په کړنلیکونو کې یې لیکي] په هر ځای کې خدای یادوئ.
ðپر پېغمبر او آل یې درود وواست؛ ځکه که آنحضرت په درناو کړئ؛ نو خدای مو دعا قبلوي.
ðتاوده خواړه پرېږدئ، چې ساړه او د خوړو شي. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته یې تاوده خواړه راوړل، و یې ویل: پرېږدئ ساړه او د خوړو شي، خدای تاوده خواړه راباندې نه خوري، برکت او خیر په سړو خوړو کې دی، نه په تودو کې.
ðخپلو کوشنیانو ته مو ګټور مطالب ورزده کړئ، چې مخالفان لاسبري پرې نشي.
خلکو! خولې مو کابو کړئ، حق ته کټ مټ غاړه کېدئ امانت [ خپلو خاوندان ته] وروسپارئ که څه د پېغمبرانو وژونکي وي. بازار ته ورشئ، هلته چې خلک په پېر پلور لګیا دي؛ نو خدای ډېر یاد کړئ، چې دا دود د ګناهونو کفاره او د حسناتو د زیاتوالي لامل دی او له غافلانو مه وسئ.
ðبنده ته روا نه ده، چې په رمضان میاشت کې سفر وکړي؛ ځکه خدای ویلي: نو که له تاسې چا دا میاشت ولیده؛ نو ودې یې نیسي[3].
ðد مسکراتو په څښلو او پر بوټانو باندې په مسح کې تقیه نشته.
ðهسې نه په اړه مو غلو وکړئ، یوازې وواست: دوی خدای روزلي بندګان دي، بیا مو فضایل څرګند کړئ، زموږ مینوال دې زموږ چلن خپل کړي او ځان ساتي او پرهېزګار دې وسي، چې ځان ساتنه او تقوا په دنیا او آخرت کې غوره وزله ده.
ðزموږ له بد ویوونکیو سره ناسته ولاړه مه کوئ او د دښمنانو په مخ کې مو په ښکاره مه ستايئ، چې دا مو راسره د مینې څرګندوونکې ده او لاملېږي، چې واکمن مو په تنګسه کې ونیسي او خوار او ذلیل مو کړي.
ðله رښتینولۍ مه تېرېږئ، چې د ژغورنې لامل دی.
ðهغه ته څوبمن او لېوال وسئ، چې له خدای سره دي، د خدای رضا او طاعت ولټوئ او په دې لار کې زغمناک وسئ.
ðدا څومره بده ده، چې مؤمن په بې پتۍ کې جنت ته ورننوځي، په ورلېږل شویو ناوړو کړنو، موږ په قیامت کې د خپل شفاعت لپاره مه په تکلېفوئ. په قیامت کې ځانونه دښمنانو ته مه رسوا کوئ او تاسې چې مدعیان یاست، د خدای پر وړاندې مقام او منزلت لرو؛ نو د دې بې ارزښته دنیا په پار، ځان دروغجن مه معرفي کوئ، د خدای پر احکامو منګولې ولګوئ او له څه سره چې مو مینه ده، د وررسېدو لپاره یې یوازې هومره واټن دی، چې د ځنکدن پرمهال حضرت پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ورته راشي او څه چې له خدای سره دي، غوره او پاتېدوني دي او پر خدای قسم، د خدای له لوري، به نوموړي بنده ته زېری راوړل شي، چې سترګې به یې روښانه او د متعال خدای د لیده کاتو څوبمن به شي.
ðخپل کمزوري روڼه سپک مه ګنئ، څوک چې مؤمن سپک کړي، خدای یې سپکوي او په قیامت کې یې نه یو ځای کوي او تر منځ یې بېلتون راولي؛ خو چې توبه وکاږي.
ðکه څوک د خپل رور په اړتیا پوه شو؛ نو مخکې تردې چې په خوله یې راشي، اړتیا یې ورپوره کړي او دې ته دې یې نه اړباسي، چې خپله اړتیا ورته ووایي.
یو د بل لیده کاتو ته ورشئ، یو پر بل ولورېږئ، د منافق په څېر مه وسئ، چې څه وایي؛ خو کوي یې نه.
ðواده وکړئ، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: ((د چاچې ښه ایسي، زما د سنتو لاروی وي؛ نو واده دې وکړي؛ ځکه واده مې له سنتو ځنې دی، اولاد وغواړئ، چې پر ګڼوالي مو ویاړم، اولادونه مو د زناکارو او لېونیو ښځو له تي ورکولو وساتئ؛ ځکه شیدې د مور روحي ځانګړنې او بدني رنځورۍ تي خور ته ورلېږدوي. ))
ðتورې جامې مه اغوندئ، چې د فرعون جامې وې.
ðد غوښې د غوټو (غدواتو) (له خوړو) ډډه وکړئ، چې د جذام رنځورۍ رګونه راپاروي.
د دین په احکامو کې قیاس و نه کړئ، چې په دین کې قیاس نه ځاییږي او داسې خلک به رامنځ ته شي، چې په دین کې به قیاس وکاروي او دوی د دین دښمنان دي؛ شیطان ړومبی تن و، چې قیاس یې وکاراوه.
ðد تېرو څوکو بوټان مه پر پښو کوئ؛ ځګه فرعون ړومبی تن و، چې دغسې بوټان یې پر پښو کړل.
ðله شرابخورو سره مخالفت وکړئ.
ðخرما وخورئ، چې د دردونو شفا ده[4].
ðد رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ویناوو پسې ولاړ شئ، چې یې وویل: څوک چې ځان ته د ګدایۍ او سوال یو ور پرانزي، خدای به یې تشلاسۍ ته ورمخ کړي.
ðډېر استغفار وواست، چې روزي راولي.
ðچې له وسې موکېږې، ښې چارې مخکې ولېږئ، چې پر سبا به یې ومومئ.
ðله شخړې او لانجې ډډه وکړئ، چې شک راولاړوي.
ðڅوک چې له خدایه د څه اړتیا پوره کول غواړي؛ نو په درېیو ساعتونو کې دې یې وغواړي: (لومړی) د جمعې ورځې په یوه ساعت کې؛ ( دویم) ماسپښین مهال، چې باد لګي اود اسمان ورونه پرانستل کېږي او رحمت راکېوځي او الوتونکي په نغمو او چغارو شي؛ (درېیم) د شپې روستی ساعت، چې سبا کېږي او دوه پرښتې غږ کوي: کوم توبه کوونکی شته، چې توبه یې قبوله کړم؟کوم سوالګر شته، چې ورکول شي؟ ایا کوم بښنه غوښتونکی شته، چې وبښل شي؟ ایا کوم اړمن شته؟ نو د دې الهي بلونکي بلنه ومنئ.
ðد سپیده داغ او لمر راختو ترمنځ د روزۍ په لټه کې شۍ، چې ( د روزۍ تر لاسه کولو لپاره) پر ځمکه تر ګرځېدو اغېزمنه ده او دا هماغه وخت دی، چې خدای د خپلو بندګانو ترمنڅ روزي ویشي.
ðپراخۍ ته سترګې پر لار وسئ او له الهي رحمته مه نهیلېږئ؛ ځکه پراخۍ ته انتظار د خدای ډېر خوښېږي او بل هر چار چې مؤمن یې تل ترسره کوي، د ګهیځ تر دوه رکعته لمانځه روسته، پر خدای بروسه وکړئ، چې په دې وخت کې هیلې پوره کېږي.
ðله تورو سره [الهي امن] حرم ته مه ورننوځئ، تورې ته مخامخ لمانځه ته مه درېږئ؛ ځکه قبله امن ده.
ðچې حج ته ولاړ شئ، د پېغمبر اکرم زیارت ته ورشئ، چې دا [ د خدای له لوري] یو امر دی او نه ورتګ یې جفا ده.
ðد حقوالو قبرونو ته ورشئ او هلته له خدایه روزي وغواړئ او مړي مو په لیدو خوشحالیږي.
ðسړی باید د مورو پلار د قبر ترڅنګ ورته تر دعا روسته [ له خدایه] خپله اړتیا وغواړي.
ðد سترې ګناه وس مو چې نه رسي (؛ نو) لږه ګناه هم کوشنۍ مه بولئ؛ ځکه کوشنۍ راټولېږي او په پای کې غټېږي.
ðاوږدې سجدې وکړئ، چې د خدای اطاعت به مو کړی وي او ژغورل شوي به یاست.
ðمرګ، له قبرونو راپاڅېدل او د خدای پر وړاندې درېدل پرېمانه یاد کړئ، چې دا یادو نه کړاوونه درباندې اسانوي.
ðد چا سترګې چې خوږېږي، که آیة الکرسی د شفا په نیت ولولي؛ نو انشا الله رغېږي.
ðله ګناه ډډه وکړﺉ، چې هره ناوړه پېښه او د روزۍ کمښت د ګناه له لامله دی، ان د پوټکي ګرول، پښه په تیږه لګېدل او کړاو. خدای تعالی وایی: د خپلو کړنو له مخې هر ډول مصیبت در رسي او خدای یې له زیاترو تېرېږي [5] د خوړو پر وخت، خدای ډېر یاد کړئ او خبرې مه کوئ، چې خواړه د خدای له نعمتونو او روزیو ځنې دي او شکر یې درباندې لازم دی، مخکې تردې چې کوم نعمت مو له لاسه ووځي، ښه ورسره وچلېږئ ( قدر یې وپېژنﺉ او شکر یې وباسئ) ځکه نعمت له لاسه وځي او د خپل خاوند په اړه ګواهي ورکوي، چې څنګه ورسره چلېدلی دی.
ðڅوک چې د خدای له لږې روزۍ راضي وي؛ نو خدای د ده په لږ عمل هم راضي وي.
هسې نه [ به مانيزو چارو کې] لنډون وکړﺉ، چې د حسرت لاملېږي، چې بیا افسوس څه ګټه نه لري.
ðد جګړې په ډګر کې لږې خبرې کوئ. خدای ډېر یاد کړئ، غلیم ته شا نه کړئ، چې خدای غوسه کېږي او د غضب وړ یې ګرځئ. که په جګړه کې کوم رور مو ټپي شو یا یې څه زیان وموند یاغلیم ورته سترګې نیولي؛ نو ځان ورته ډال کړئ، ځواک او روحیه ورکړئ.
ðچې څومره کړای شئ، ښې چارې وکړئ، چې د ناوړه مرګ مخه نیسي.
ðڅوک چې د خدای په نزد ځان له خپل مقامه خبروي؛ نو و دې ویني، چې د ګناه پر وخت، پر وړاندې یې د خدای مقام څنګه و.
ðپه کور کې د ساتنې لپاره غوره څاروی؛ مېږه ( او پسه) دی، څوک چې په کور کې یوه مېږه لري، پرښته یې د ورځې یو ځل ستایي، چې دوه مېږې لري، دوه ځل او چې درې لري، دري ځل یې ستاېي او خدای وایي: درته دې مبارک وي.
ðکه یو مسلمان کمزوری شو؛ نو غوښه دې له شیدو [ښایي مطلب، شملې یا ماسته وي] سره وخوري، چې خدای پکې قوت ایښی دی.
ðچې د حج نیت مو وکړ؛ نو ژر د سفر یو لړ وزلې وپېرئ، چې خدای وایی: که یې د وتو هوډ درلودای؛ نو هرومرویې څه چمتووالی ورته نیوه[6].
ðلمر ته مخ پر شا کېنئ، چې وړانګې یې پټ دردونه رابرسېروي.
ðچې حج ته ولاړ شئ؛ نو بیت الله ته ډېر ګورئ، خدای په دې ځای کې یو سل او شل (ډوله) رحمتو نه لري، شپېته یې طواف کوونکیو ته ځانګړي دي، څلوېښت یې لمونځ کوونکیو او شل یې لیدونکیو ته.
ðد خدای د کور ترڅنګ کوم ګناهونه مو چې دریاد دي، منښته پرې وکړئ او څه مو چې هېر کړي، وواست ((پالونکیه! هغه ګناهونه راوبښه، چې ستا پر یاد دي او له موږه هېر شوې دي))؛ ځکه څوک چې په دې ځای کې پر خپلو ګناهونو منښته وکړي، و یې شمېري او رایاد یې کړي او له خدایه بښنه وغواړي؛ نو خدای پر ځان لازم بولي چې یې وبښي.
دð کړاو او بلا تر راکېووتو وړاندې، دعا ته ورمخه کړئ. په شپږو وختونو کې د اسمان ورونه پرانستل کېږي:
ðد باران ورېدو پر وخت، د جنګیالیو د برید پرمهال، د اذان پر وخت، د قرآن د لوست پرمهال، چې کله ماسپښینی وي او د سپېده داغ پر وخت.
ðڅوک چې تر سړښت روسته مړی لمس کړي، غسل پرې واجبېږي؛ څوک چې مؤمن ته غسل ورکړي، پخپله دې هم تر کفن ورکولو روسته غسل وکړي او تر دې روسته دې یې نه لمسوي، چې غسل ورباندې واجبېږي. کفنونه بې له کافورو په بل څه خوشبوی کوئ مه، پر مړیو عطر مه وهئ، چې مړی د ((محرم ))په څېر دی (او محرم ته ښه بوی کارول حرام دي).
خپلوانو ته مو وواست، چې د مړي پر سر دې ښې خبرې کوي؛ ځکه پېغمبر اکرم، چې له نړۍ ولاړ؛ نو د بني هاشمو نجونو ویر بولنه ورته وویله؛ خو حضرت فاطمې ورته وویل: د جاهلي دود ماتم پرېږدئ ( او پرځای یې) دعا وکړئ.
ðمسلمان د مسلمان هنداره ده، که کوم رور مو وښویېد، ټول ورباندې مه ور پاڅئ، لارښوونه او نصیحت ورته وکړئ، په نرمۍ ورسره وچلېږۍ او ګوزاره ورسره وکړئ، هسې نه اړپېچ وکړئ، چې له دینه د وتلو لامل دی. منځلاري خپله کړئ، یو پر بل لورین وسئ.
ðڅوک چې په خپل څاروي سفر کوي، لازم دي، چې ړومبی اوبه او واښه ورکړي، هسې نه څاروی پر مخ ووهئ، چې دوی د خپل پالونکي ستاینه کوي. څوک چې په سفر کې خپله لار ورکه کړي یا پر ځان وډار شي؛ نو په لوړ غږ دې ووایي: «یا صالح اغثنی» یا صالحه! داد ته مې راورسه؛ ځکه ستاسې په پېریاني روڼو کې د صالح په نامه یو تن شته، چې ستاسې فریاد واوري؛ نو بلنه مو مني او ستاسې ورک شوي ته لار ورښیي او څاروی یې ساتي.
ðڅوک چې ډارېږي، چې ګنې زمری به پر ده، سپرلۍ او رمې یې برید وکړي؛ نو یو خط دې ترې راتاو کړي او و دې وایي: یا الله: ای د دانیال او ځان پالونکیه او د هر غښتلي زمري پالونکیه، ما او رمه مې وساتې او څوک چې له ډوبېدو ډارېږي، باید ووایي: ((روانېدل او درېدل مې د خدای په نامې دي، بېشکه پالونکی مې بښونکی او لورین دی[7]. ))
ð ((هغوی خدای لکه چی وړ دی پېژندلی نه دی او د قیامت پر ورځ ټوله ځمکه یې ( د قدرت) په ګورت کې ده او اسمانونه به یې ( د قدرت) په ښي لاس کې نغښتي وي، هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې هغوی یې ورسره شریکوي[8]. ))
ðڅوک چې له لړمه ډارېږي دا آیتونه دې ولولی:
((په نړیوالو کې دې پر نوح سلام وي! نېکانو ته دغسې سزا ورکوو؛ په رښتیا هغه مو له مؤمنو بندګانو و. [9]))
ðد نوزېږي پر اوومه ورځ پسه قرباني کړئ او چې سر یې مو وخرایه د وېښتانو د وزن هومره یې سپین خیرات کړئ، دا چار پر هر مسلمان لازم دی او پېغمبراکرم د حسن او حسین په اړه دغسې کړي دي.
ðچې سوالګر ته مو څه ورکړل؛ نو دعا ترې وغواړئ؛ چې دعا یې ستاسې په اړه قبلېږي، که څه د ځان په هکله یې نه قبلېږي؛ ځکه ( غالبا) دروغ وایي: او چې په کوم لاس مو خیرات ورکړی، ښکل یې کړئ؛ ځکه صدقه مخکې تردې چې د سوالګر لاس ته ورسي، خدای یې اخلي؛ لکه چې خدای په قرآن کې ویلی:
((ایا نه پوهېدل، چې یوازې خدای د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي او خدای توبه قبلوونکی او لورین دی. [10]))
ðد شپې صدقه ورکړئ، چې د پالونکي غوسه سړوي.
ðویناوې مو خپلې کړنې وشمېرئ ( چې سبا یې په اړه پوښتلېږئ) او په خیریه چارو کې لږې خبرې وکړئ.
ðد خدای له درکړې روزۍ نفقه ورکړئ، نفقه ورکوونکی د خدای د لارې د مجاهد په څېر دی، څوک چې یقین پیدا کړي، چې څه نفقه کوي، عوض او بدله لري؛ نو د نفقې لار دې خپله کړي او له نفقې ورکولو یې زړه خوشحالېږي.
ðچاچې ( په یوه څیز) یقین درلود؛ خو بیا پرې شکي شو؛ نو پر خپل پخواني یقین دې عمل وکړي؛ ځکه شک یقین نه ماتوي.
ðپر ناحقه ګواهي مه ورکوئ.
ðپر هغه دسترخوان مه کېنئ، چې شراب پکې څښل کېږي، بنده ناخبره دی، چې کله به مري ( ښایي په همدې محفل کې ومری یا پر عذاب اخته شي)
ðپر دسترخوان په ادب کېنئ، پر ځمکه خواړه وخورئ، پښه پر پښه مه اړوئ او پلتۍ مه وهئ، چې د خدای ښه نه ایسي او خدای د پلتۍ والا دښمن دی.
ðپېغمبرانو علیهم السلام به د ماښام تر لمانځه روسته ماښامنۍ خوړه، ماښامنۍ مه پرېږدئ، چې بدن ویجاړوي.
ðتبه د مرګ استازې ده او پر ځمکه د خدای زندان دی او له خپلو بندګانو چې څوک وغواړي، پکې یې بندي کوي، تبه ګناهونه داسې رژوي؛ لکه د بد اوښ له کوهانه چې وړی تویېږي.
ðبې له ټپ او تبې د هرې رنځورۍ جرړه له دباندې ده؛ ځکه دا دواړه له دباندې د انسان بدن ته ورننوځي. د تبې تودوخه د بنفشې په ګل او سړو اوبو کېنوئ، چې ( ته وا) د تبې تودوخه د جهنم تپ دی. تر هغې چې رنځوري پر روغتیا لاسبرې شوې نه وي؛ نو مسلمان دې [ په بېړه) درملنه نه پیلوي.
ðدعا حتمي الهي قضا اړوي؛ نو چمتو یې کړئ او و یې کاروئ. په اوداسه پسې اودس کول، لس نېکۍ (حسنې) لري؛ اودس وکړئ، هسې نه ناغېړي وکړئ او لټ د خدای حق نه پوره کوي. بدبوی په اوبو لرې کړئ او (تل) مو ځان ته پام وي؛ ځکه د خدای خیرن بنده ښه نه ایسي، چې خپل ملګری ترې په تنګ وي.
ðپه لمانځه کې په ږیره کې ګوتې مه وهئ او همدغسې له هغه څه ډده وکړئ، چې د زړه له حضوره مو اړوی.
ðپه ښه چار کې بیړه وکړئ، مخکې تردې چې پر بل چار بوخت شئ.
ðمؤمن له خپل لاسه ځورېږي؛ خو خلک یې له لاسه هوسا او په راحت کې دي.
ðباید ډېرې خبرې مو د خدای ذکر وي. له ګناه ډډه وکړئ، چې د روزۍ مخه نیسي.
ðرنځوران مو د خیرات په ورکړې درمل کړئ او شتمني مو د زکات په ورکړې خوندي کړئ.
ðلمونځ د خدای درشل ته د ځان ساتیو ( پرهېزګارانو) د ورنژدېدو لامل دی.
ðحج د بېوسیو جهاد دی.
ðله مېړه سره ښه چلن، د ښځو جهاد دی.
ðنشتمني، ستره مړینه ده.
ðلږ اولاد پخپله یوه شتمني ده.
ðمنځلاري نیم ژوند دی.
ðغوسه (یا خپګان) نیم زړښت دی.
ðمنځلاری، بیخي نشتمنېږي نه.
ðڅوک چې سلامشوره کوي نه هلاکېږي.
ðاحسان باید له دینوالو، شریفو او عیالوارو سره وشي.
ðهر څیز، یوه پایله او مېوه لري او د ښه چار مېوه ژر له بنده خوشې کېدل دي یا د ښه کار پایله، په قیامت کې ژر آرامي ده.
ðڅوک چې په بدلې یقین لري؛ نو ښه ورکړه کوي.
ðڅوک چې د مصیبت پرمهال خپل ورنونه وهي؛ نو بدله یې له منځه ځي.
ðد مؤمن غوره چار پراخۍ ته سترګې پر لارېدل دي.
ðڅوک چې خپل مورو پلار خپه کړي؛ نو یې عاق کړی دی.
ðپه خیرات ورکولو خپله روزي وغواړئ.
ðپه دعا ځان له ډول ډول کړاوونو بچ کړئ، د کړاوونو تر راکېووتو وړاندې په دعا لاس پورې کړئ؛ نو پر هغه قسم چې دانه یې وچوله او ساکښ یې وپنځول، پر مؤمن د کړاوونو یرغل له هسک ځایه د نېز له بهېدو او د ګړندي اسونو تر ځغاستې ګړندی دی.
ðله خدایه وغواړئ د بلا له سختیو مو روغ رمټ وباسې، چې د کړاوونو سختي، د دین له منځ تلو لاملېږي، نېکمرغه هغه دی چې له نورو پند واخلي او و یې مني.
ðځان په ښو خویونو وپسولئ، چې مؤمن د ښو اخلاقو په سیوري کې د روژتي لمونځکوونکي درجې ته رسي.
ðڅوک چې پوه شي شراب څښل حرام دي؛ خو بیا یې هم وخوري؛ نو خدای به د دوزخیانو وینې زوې ورباندې وڅښي که څه بښل شوی هم وي.
ðد ګناه کولو لپاره نذر ایښوول سم نه دي.
ðله خپلوانو سره د اړیکو د پرېکون لپاره قسم خوړل روا نه دي.
ðبې عمله دعا کوونکی؛ لکه بې مزي غشی ایشتونکی.
ðښځه باید ځان خپل مېړه ته خوشبویه کړي.
ðڅوک چې له خپلې شتمنۍ د دفاع او ساتلو په لار کې ووژل شي؛ نو شهید دی.
ðغولېدلی نه د ستاینې وړ دی او نه د بدلې.
ðبې د پلار له اجازې د اولاد قسم خوړل او بې د مېړه له اجازې د ښځې قسم خوړل سم نه دي.
ðتر شپې له خبرو روژه کېدل سم نه دي؛ خو داچې د خدای د ذکر او یاد لپاره وي.
ðاسلامي ښار ته تر مهاجرت روسته، د کفر سیمې ته ورستنېدل جایز نه دي، یا تر هجرت روسته، بېدیا میشتي روا نه ده او (د مکې) تر سوبې روسته، هجرت (لازم) نه دی.
ðڅه چې له خدای سره دي، خپل پام ورواړوئ، چې په دې حال کې څه چې له خلکو سره دي، ترې مړه خوا به شئ.
ðد خدای امین کاسب خوښېږي.
ðتر نورو کړنو د خدای لمونځ ډېر خوښېږي؛ نو د دنیا یو کار هم مو د لمانځه خنډ نشي، خدای هغوی پړه ګڼلي چې له لمانځه غافل دي:نو پر هغو لمونځ کوونکیو افسوس، چې له خپل لمانځه غافل دی؛ یعنې د لمانځه له وخته غافل دي[11].
ðپوه شئ ستاسې د دښمنانو نېکچاري ریاکاران دي؛ نو په همدې پار خدای ( د نږه عمل) توفیق نه ورکوي او خدای یوازې نږه عمل قبلوي. نېکي پاتېدونې ده او ګناه نه هېرېږي؛ په حقیقت کې خدای له ځان ساتیو او نېکچارو سره دی[12]
ðمؤمن دې خپل رور نه ټپسوروي، خیانت دې ورسره نه کوي، نه دې یې تورنوي، له لاسه دې یې نه ورکوي او کرکه دې ترې نه کوي. د خپل رور عذر دې ومنه، که څه عذر یې نه درلود؛ نو ته یو عذر ور وتوږه.
ðغرونه له خپل ځایه کنل، د څو ورځېني ریاسته تر زړه صبرولو ډېر اسان دي، له خدایه مرسته وغواړئ او صبر کوئ، بېشکه ځمکه د الله ده او له خپلو بندګانو یې چې چا ته خوښه شي، ورکوي یې او د ځان ساتیو پای ښه ده[13])
ðوار له مخکې یو کار ته هم لاس مه وروړئ، چې پښېمانېږئ؛ په نظر مو د کار او ژوند پای اوږده نشي، چې سخت زړي کېږئ.
ðپر خپلو کمزوریو ولورېږئ او له عزوجل خدایه رحمت وغواړئ.
ð غیبت مه کوئ؛ ځکه مسلمان د مسلمان رور غیبت نه کوي او خدای دغسې ترې نهې کوي: (( ایا په تاسې که به څوک د مړه رور غوښې خوړل خوښ کړي؟! البته بد یې ګڼئ[14]))
مؤمن ته نه ښایي په لمانځه کې لاسونه وتړي او ځان له کافرانو سره ورته کړي [ مجوسیان دغسې کوي] په ولاړه اوبه مه څښئ، چې په بې درده رنځوری به اخته شئ خو داچې خدای شفا درکړي.
ðکه په لمانځه کې مو کومه خځنده (مطلب هغه حشرې دي چې په بدن او جامو کې پیدا کېږي) ونیوه؛ نو له لمانځه تر فارغېدو یې تر خاورو لاندې کړئ یا د خولې لاړې پرې واچوئ یا یې په خپله جامه کې راونغاړئ، له قبلې بې اندازې مخ اړول لمونځ باطلوي او څوک چې دغسې وکړي، لازم دي لمونځ له سره وکړي او اذان، اقامه او تکبیر ووایي.
ðڅوک چې له لمر راختو مخکې لس ځل قل هوالله احد، لس ځل انا انزلناه او لس ځل آیة الکرسي ووایی شتمني یې له خطره بچېږي.
ðڅوک چې تر لمر راختو وړاندې ((قل هوالله احد)) او ((انا انزلناه)) ووایي؛ نو پر دې ورځ پر ګناه نه اخته کېږي، که څه ابلیس یې ګناه ورکاږلو ته هڅه وکړي.
ðچې پوروړي شوئ؛ نو خدای عزوجل ته پناه یوسئ.
ðد پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم اهلبیت د نوح د بېړۍ په څېر دي، چاچې سرغړونه ترې وکړه؛ نو هلاک شو.
ðد پینڅو پورته کول د لمانځه حال دی (ځکه جامې نه چټلېږي او طبعا د جامو پاکوالی، چې د لمانځه یو شرط دی، پرځای کېږي) خدای ویلي: (( او جامې دې پاکې کړه؛ یعنې پینڅې دې پورته کړه، چې پاکې پاتې شي[15]))
ðیوه ګوته شات څټل شفا ده؛ لکه چې خدای وایي: (( له ګېډو یې په بېلابېلو رنګونو کې شات راوځي، چې خلکو ته شفا ده، په رښتیا په دې کې اندیالو ته څرګنده نښه ده[16]))
ðخواړه مو په مالګه پیل او پای ته ورسوئ، که خلک د مالګې په ځانګړنو پوهېدای؛ نوپر پاد زهرو (د زهرو پر ضد ماده) یې غوره ګڼله. څوک چې خپل خواړه په مالګه پیل کړي، خدای هغه رنځوري، چې یوازې خدای ورنه خبر دی، ترې لرې کوي.
ðهره میاشت درې ورځې روژه شئ، چې له یوه عمر روژې سره برابره ده، موږ د میاشت د پیل او پای پنجشنبه او د منځو مال چهارشنبه روژه نیسو؛ ځکه خدای جهنم پر چارشنبې پیدا کړی؛ نو له اوره یې خدای ته پناه یوسئ.
ðڅوک چې څه اړتیا لري، د پنجشنبې ګهیځ وخته دې ورپسې ووځي، چې رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: (( الهي! د پنجشنپې ګهیځ مې امت ته مبارک کړې)) او چې له کوره ووت؛ نو د آله عمران سورت روستي آیتونه [۱۹۰-۱۹۴]، ایة الکرسي، د قدر او د حمد سورتونه دې ووایي، چې دنیوي او اخروي اړتیاوې به یې پوره شي.
ðپېړې جامې واغوندئ؛ ځکه څوک چې نرۍ او نازکې جامې اغوندي؛ دین به یې هم نازک ( او کمزوری) وي.
ðلمانځه ته داسې جامې مه اغوندئ، چې بدن پکې ښکاري، د خدای درشل ته توبه وکاږئ او د مینې په ځولۍ کې یې ورولوېږئ، چې د خدای توبه ګار او پاکان ښه ایسي او مؤمن خدای ته ډېره توبه کاږي.
ðچې کله مؤمن خپل رورته اف [ هغه کلمه چې د کرکې پر وخت کارېږي] ووایي؛ نو د رورۍ اړیکه یې شلېږي او چې کافر ورته وایي؛ نو یویې کافر شوی [؛ ځکه که رښتیا یې ویلي وي؛ نو اورېدونکی کافر دی او که تور یې ورپورې تړلی وي؛ نو په خپله کافر دی] نه ښایي مؤمن خپل رور تورن کړي، که تور ولګوي؛ نو لکه څنګه چې مالګه په اوبو کې ویلې کېږي؛ نو ایمان به یې هم ترمنځ ویلې شي. څوک چې د توبې هوډ لري، ور یې ورته پرانستی؛ نو خدای ته نږه توبه وکاږئ، هیله ده خدای مو له بدیو تېر شي.
ðژمنو ته وفاردار وسئ. د ګناهونو له لامله له خلکو نعمتونه اخستل کېږي؛ ځکه خدای پر بندګانو ظلم نه کوي او که ژر په دعا لاس پورې کړي؛ نو نعمتونه ترې نه اخستل کېږي او که د کړاوونو تر نازلېدیا د نعمت له زوال روسته په اخلاص خدای ته پناه یوسي او ناغېړي او اسراف و نه کړي، خدای به یې ټولې بدچارۍ ورسمې کړي او اخستی هر نعمت یې ورستنوي.
که مسلمان په تنګسه کې شي؛ نو له خپل پالونکي ګیله نه کوي؛ بلکې خدای ته ( له تنګسې) شکایت کوي؛ ځکه په اسمانونو او ځمکو اوڅه یې چې ترمنځ دي، د ګردوچاروکونجي، چاره او تدبیر د خدای په لاس کې دی، چې د ستر عرش خاوند دی او ټوله ستاینه نړۍپال ته ده.
بنده چې له خوبه راپاڅېد او کېناست؛ نو تر ولاړېدو وړاندې دې ووایی: له بندګانو مې پالونکی راته بسیا دی او هغه غوره وکیل دی.
ðچې څوک د شپې له خوبه پاڅي او اسمان ته وګوري؛ نو دا آیتونه دې ولولي: (( په رښتیا د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت او د شپې او ورځی په تلو راتلو کې عقلمنو ته (څرګندې) نښانې دي. هغوی چې خدای په ناسته ولاړه او ملاسته یادوي او د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوي او ( وایي) پالونکیه! دا دې عبث ( او بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته له دې پاک یې چې ( عبث کار وکړې)؛ نو د اور له عذابه مو وساته. [17]
ðپالونکیه! تا چې څوک (د کړنو له لامله یې) په اور کې وغورځاوه؛ نو خوار او سپک دې کړ او ظالمانو ته هېڅ مرستندوی نشته.
ðپالونکیه! وا مو ورېدل، چې بلونکي (خلک) ایمان ته رابلل، چې: (( پر خپل پالونکی ایمان راوړئ))؛ نو ایمان مو راووړ، پالونکیه! ګناهونه مو راوبښه او بدي رانه لرې کړه او موږ له نېکانو سره ( او د دوی په بهیر کې) مړه کړه.
ðپالونکیه! تا چې د خپلو استازیو له لارې د څه ژمنه راسره کړې؛ نو ترسره یې کړه او د قیامت پر ورځ مو مه رسوا کوه؛ ځکه ته بیخي له خپلو ژمنو نه اوړې.
ðد زمزم د اوبو څښل درد رغوي؛ نو د حجرالاسود په لوري کې یې اوبه وڅښئ چې [ تر حجرالاسود لاندې] څلور جنتي نهرونه دي: فرات، نیل، سیحون او جیحون.
ðنباید مسلمان له هغه بولندوی سره جهاد ته ولاړ شي، چې پر امر یې ډاډمن نه وي او د جګړېزو ولجو په اړه الهي حکم نه پلی کوي، که ورسره ولاړ او په دې لار کې ومړ؛ نو زموږ له دښمنانو سره به یې زموږ د حقوقو په غصب او د وینو په لتاړلو کې لاسنیوی کړی وي او د جاهلیت پر دود به مړ شوی وي.
ðزموږ د اهلبیتو یادول له چټلیو، رنځوریو او د ګناه له وسوسې شفا ده، له موږ سره په مینې پالونکی خوښېږي او هغه چې زموږ حکم ته غوږ نیسي او پر لار مو روان وي؛ نو سبا به په جنت کې راسره وي. څوک چې زموږ د واکمنۍ په انتظا کې وي؛ نو د خدای په لار کې په خپلو وینو کې د لوغړن په څېر دی.
ðڅوک چې زموږ د جګړې پرمهال حاضر وي او د داد چغه مو اوري؛ خو ملاتړ مو مه نه کوي، خدای به یې پړ مخ دوزخ ته ورټېل وهي.
ðچې کله خلک له خاورو راپورته کېږي او په تنګسه کې ونیول شي؛ نو موږ د جنت ور یو، موږ باب حطه [ د ګناه تویولو ور] یو، چې د سلامتۍ ور دی، څوک چې پکې ورننوځي ژغورل کېږي او چاچې سرغړونه ترې وکړه؛ نو هلاک شو.
ðخدای، دین په موږ پیل کړی او پای یې هم په موږ ده، چې څه غواړي، په موږ یې محو او له منځه وړي، په موږ د روزګار سختي له منځه وړي او په پار مو باران وروي، هسې نه چلي شیطان مو تېرباسي. که ((قایم) مو راپاڅي، اسمان به خپل بارانونه ووروي، ځمکه به شنیلي راوټوکوي، د بندګانو له زړونو به کینې لرې شي، داړن او څاروي به په ګډه ورسي؛ لکه چې یوه ښځه به په یوازې ځان ټوکړۍ پر سر د عراق او شام ترمنځ ځي راځي او لار به یې تکه شنه وي او کوم داړن به زیان نه ورسوي او پخپله به هم ترې نه ډارېږي.
ðکه پوه شئ چې په دښمنانو کې وسېدل او د ناوړو خبرو په اورېدو یې صبر څومره اجر او ثواب لري؛ نو سترګې به مو روښانه شي.
ðکه له لاسه مو ورکړم؛ نو تر ما روسته به له بې خونده او پیکه څيزنو سره مخ شئ، هومره تېری او الهي حقوقو ته بې اعتنایي به ووینئ، چې پر ځان به وډار شئ او د مرګ هیلمن به وسئ؛ نو په دغسې روزګار کې د خدای په رسۍ (قرآن، چې د خالق او مخلوق ترمنځ پړی دی) منګولې ولګوئ او خواره واره کېږئ مه او صبر، لمونځ او تقیه [ یو ډول تشکیلاتی حواله ده] خپله کړئ او پوه شئ، خدای تعالی په هر رنګ اوښتونکي خلک ښه نه بولي؛ نو له حق او حقوالو یې لاس مه اخلئ، څوک چې نور زموږ پرځای غوره کړي هلاکېږي، دنیا به له لاسه ورکړي او له نړۍ به ګناهکار ولاړ شي، چې خپل کور ته ورننووتئ؛ نو پکې پر مېشتو سلام واچوئ، که څوک پکې نه ول؛ نو وواست (( السلام علینا من ربنا؛ زموږ د پالونکي له لوري دې پر موږ سلام وي)). کور ته د ورننووتو پرمهال (( قل هوالله احد)) سورت ووایئ، چې نشتمني له منځه وړي. خپلو کوشنیانو ته لمونځ ورزده کړئ او چې اته کلن شو، لمانځه ته یې اړ کړئ.
سپیو ته له ورنژدېدو ډډه وکړئ؛ د چاچې له لوند سپي سره جامي ولګېدې، نو خپلې جامې دې ووینځي او که سپی وچ و؛ نو پر جامو دې اوبه پښ وهي.
که زموږ له خولې مو کوم حدیث واورېد، چې پر تفسیر یې پوه نشوئ؛ نو راستون یې کړئ او تم شئ او چې کله حق درښکاره شو؛ نو غاړه ورته کېدئ. اشاواګراو بېړندویه مه وسئ، هغوی چې [ په ګروهیزو مسایلو کې] افراط کوي، باید موږ ته راستانه شي او هغوی چې تر موږ روسته پاتې دي [ او د اهلبیتو شان؛ لکه څنګه چې ښایي نه یې پیژني] باید راسره یوځای شي، څوک چې راسره یوځای شي؛ نو مطلب ته رسي او چې سرغړونه رانه وکړي، ورکېږي. څوک چې زموږ لاروی شو، بریمن شو او هغه چې له لارې مو جلا شو، تر پښو لاندې شو. دوستان مو د خدای د لورنې پوځیان لري او دښمنان مو د خدای د غوسې، لار مو منځلاري ده او مسلک مو وده او ښیون دی.
ðسهوه په پینځو لمونځونو کې روا نه ده: د وتر لمونځ، د هر فرض لمانځه لومړی دوه رکعته، چې حمد او سورت پکې وایي، د ګهیځ لمونځ، د ماښام لمونځ، او هر دوه رکعتي فرض لمونځ، که څه په سفر کې وي.
ðعقلمن دې بې اودسه قرآن نه لولي. په لمانځه کې د هر سورت تر ویلو روسته رکوع او سجدې وکړئ، چې دا د سورت حق پوره کول دي.
ðنه ښایي بنده پر انځور یا انځوریز فرش لمونځ وکړي؛ خو که انځور تر پښو لاندې وي یا یې په څه پټ کړي؛ نو روا دی.
ðنه ښایي بنده په لمانځه کې انځوریزه سکه په خپله جامه کې غوټه کړي( او لمونځ ورسره وکړي)؛ خو که په کڅوړه یا جیب کې وی زیان نه لري.
ðنه ښایي بنده د غنمو، وربشو او د هر خوراکي څیز پر درمند او ډوډۍ سجده وکړي.
ðاودسماتي ته چې ځئ، ووايئ: ((د خدای په نامه، خدایه، دا ازار رانه لرې کړه او د شیطان له شره پناه راکړه)) او چې کېناست ودې وایي: (( خدایه! لکه چې څنګه دې پاک خواړه راپر برخه او را خوندور کړي؛ نو بسیاینه یې راته وکړه)) او تر اودسماتي روسته چې خپلو غولو او مدفوع ته ګوري، ودې وایي: (( خدایه! له حلالې روزۍ مې برخمن کړه او له حرامو مې وساتې))؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلی: (( خدای پر هر بنده یوه پرښته ګومارلې، چې اودسماتی وکړي، پرښته یې غاړه ورټیټوي، چې يې وویني او په دې وخت کې مناسبه ده، له خدایه حلاله روزي وغواړي؛ نو پرښته وایي: (( بنیادمه! دا هغه څیز دی، چې ورته حرصناک وې، وګوره چې له کومه ځایه دې راووت او پر څه حال شوي دي. ))
ðبنده دې د خدای په نامه اودس پیل کړي او اوبو ته د لاسونو تر وړاندې کولو مخکې دې ووایي: (( د خدای په نامه، لویه خدایه، له توبه ګارانو او پاکانو مې وګڼه)) چې اودس یې پای ته ورساوه، و دې وایی: (( ګواهي لم، چې یوازې الله لمانځوړ دی، ایکي یو او سیال نه لري او بېشکه محمد د خدای بنده او استازی دی)) که دغسې یې وکړل، د بښنې وړ دی، چاچې د لمانځه د حق په پېژندنې لمونځ وکړ؛ نو خدای یې بښي.
ðبنده دې د فرض لمانځه پرمهال، نفل لمونځ نه کوي او نه دې یې بې عذره پرېږدي او که قضا شو؛ نو که شونې وه؛ قضایي دې یې وکړي. خدای ( د لمونځ کوونکیو په ځانګړنه کې) وایي: (( هغوی چې تل خپل لمونځونه کوي[18]))
ðدوی هغه کسان دي، که د شپې لمونځونه ترې قضا شي؛ نو د ورځې یې کوي او چې د ورځې ترې قضا شي نو د شپې یې کوي.
ðچې د فرض لمانځه وخت راورسېد، د نوافلو قضا مه کوئ، لومړی فرض لمونځ وکړئ، بیا نفل. په حرمینو کې لمونځ له زرو رکعتونو سره برابر دی او د حج په لار کې یو درهم لګول له زرو درهمو سره برابر دي.
ðبنده دې په خپل لمانځه کې خشوع [ او د زړه حضور] ولري؛ او خاشع په لمانځه له څه سره لوبې نه کوي. قنوت په دوه رکعتي لمانځه کې، په دویم رکعت کې تر رکوع مخکې دی؛ خو د جمعې د ورځې لمونځ دوه قنوته لري، یو د لومړي رکعت تر رکوع وړاندې او بل یې د دویم رکعت تر رکوع روسته او د جمعې ورځې په لمانځه کې دې په لومړي رکعت کې تر حمد روسته د جمعې سورت او په دویم رکعت کې دې د منافقون سورت ووایي: تر دوو سجدو روسته دې کېني، چې بدن آرام شي، بیا دې پاڅي، چې موږ دغسې کوو.
ðد تکبیرة الاحرام پر وخت لاسونه د سینې برابر پورته کړئ، په لمانځه کې په لازمه اندازه نېغ ودرېږي او تر لمانځه روسته دواړه لاسونه سم اسمان ته ونیسئ او دعا وکړئ.
ابن سبا وویل: امیرالمؤمنینه! ایا خدای په هر ځای کې نه دی؟ و یې ویل: هو! په هر ځای کې دی. و یې ویل: نو ولې د خدای بنده خپل لاسونه [یوازې] د اسمان لوري ته پورته کوي؟
و یې ویل: هۍ هۍ، په قرآن کې دې لوستي نه دي:(( او ستاسې روزي او څه چې ژمنه یې درسره کېږي، په اسمان کې دي[19])) خدای خو د روزۍ ځای په اسمان کې ټاکلې؛ نو بې له دې یې له کومه غواړې؟
ðد بنده لمونځ هله قبلېږي، چې له خدایه جنت وغواړي، د دوزخ له اوره پناه ورته یوسي او وغواړي، چې حورالعین یې مېرمن کړي.
ðچې لمونځ کوئ؛ نو خپل روستی لمونځ یې وګنئ، چې تل وداع ورسره کوئ. موسکا، لمونځ نه باطلوی؛ خو غږیزه خندا [قهقهه] یې باطلوي.
ðچې خوب پرزړه مسلط شي؛ نو اودس کول فرضېږي. که په لمانځه کې خوب درباندې راغی؛ نو لمونځ پرېږده او ویده شه؛ ځکه په خوبولي حال کې نه پوهېږې، چې څه وایې، ښایي ( د دعاپرځای) ځان ته ښېرا وکړې.
ðڅوک چې له زړه نه راسره مینه لري او په خوله مو مرسته کوي او په جهاد کې برخه راسره اخلي؛ نو په جنت کې به په یوه درجه کې راسره وي. څوک چې له زړه نه راسره مینه لري او په خوله مو مرسته کوي او په جګړه کې مو له دښمنانو سره مبارزه و نه کړي یوه درجه راټیټ دی.
ðڅوک چې له زړه نه راسره مینه لري؛ خو په لاس او خوله مو مرستندوی نه وي دوه درجې راټیټ دی.
ðڅوک چې په زړه کې راسره دښمن وي او په لاس او خوله راسره مخالفت کوي، د دوزخ په خورا ټیټو درجو کې به وي.
ðڅوک چې په زړه کې دښمني راسره لري او یوازې په خوله مخالفت راسره کوي، نه په لاس؛ نو یوه پوړې ترې لوړ دی.
ðڅوک چې په زړه کې راسره مخالف وي؛ خو په خوله او لاس مخالفت راسره نه کوي؛ نو په دوزخ کې دی. جنتیان چې په جنت کې زموږ د لارویانو کورونه ویني؛ لکه انسان چې په اسمان کې ستوري ویني.
ðد مسبحاتو سورتونو [حدید، حشر، صف، جمعه، تغابن او د یوې وینا له مخې اعلی] د لوستو پر وخت ووائي: ((سبحان ربی الاعلی؛ پاک دی لوړ پوړی پالونکی] او چې د (( ان الله و ملائکته یصلون علی النبي)) آیت مو ولوست؛ پر پېغمبر ډېر درود وایئ، که په لمانځه کې وئ یا بې لمانځه.
ðپه بدن کې سترګې ډېر لږ شکر کاږي، هره غوښتنه یې مه منئ، چې د خدای له یاده مو غافلوي.
ðچې د والتین سورت مو ولوست، په پای کې یې وواست: (( و نحن علی ذلک من الشاهدین؛ موږ پرې ګواهان یو)) او چې د قولوا امنا بالله آیت مو ولوست، ورپسې ووایئ: امنا بالله چې د خدای دې و ((نحن له مسلمون)) وینا ته ورسئ[20].
ðخدای ته ډېر سخت عبادت دادی[21]، چې پلی یې کور (کعبې) یا جومات ته د لمانځه لپاره ورشې.
ðپه تلو راتلو، د اوښانو په غاړو او سومونو کې خیر ولټوئ.
ð ((نبیذ)) ته یې ځکه څښاک ووایه، چې چا له طایفه پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته څه کشمش راوړل او حضرت صلی الله علیه وآله وسلم وویل: خیشت یې کړئ او د زمزم په تروو اوبو کې یې واچوئ، چې تر یو والی یې لږ شي؛ نو که د کشمشو اوبه زړې شوې، مه یې څښئ [چې مسکر او نېشه کوونکي دي].
ðچې انسان بربنډ شي. شیطان ورته ویني او ورته پر تمه شي؛ نو ځان پټ کړئ؛ نو نه ښایي څوک په بربنډ ورون په خلکو کې کېني.
ðچاچې [ د هوږې په څېر] کوم بدیویه څیز وخوړ؛ نو جومات ته دې نه ورځي.
ðپه سجده کې مو کوناټي پورته نیسئ.
ðتر غسل مخکې لاسونه مو ترڅنګولو پورې ووینځئ.
ðچې ځان ته لمونځ کوې؛ نو قرائت، تکبیر او تسبیح یې داسې وواست چې پخپله یې واورې، چې له لمانځه فارغ شوې ښي لوري ته وګورئ او سلام ووایه.
ðله نړۍ د تقوا توښه واخلئ، چې د نړۍ ښه توښه ده.
ðڅوک چې له خلکو خپل درد درې ورځې پټ کړي او یوازې خدای ته یې ووایي؛ نو خدای پر ځان لازم بولي، چې له درده یې وژغوري.
ðله خدایه هغه ډېر لرې بنده دی، چې ټوله هڅه یې نس او ترنس لاندې لپاره وي.
ðهغه سفر ته مه ځئ، چې ددین پر زیان مو وي.
ðپه دعا کې څلور څیزونه غوږونو ته ورسوه: پر محمد او آل محمد صلوات ویل، له پالونکي د جنت غوښتل، خدای ته د دوزخ له اوره پناه وړل او له خدایه د حورالعین غوښتل؛ نو بنده چې له لمانځه فارغ شو؛ نو باید پر محمد صلی الله علیه وآله وسلم صلوات ووایي او له خدایه جنت وغواړي او د دوزخ له اوره پناه ورته یوسي او له خدایه حورالعین وغواړي؛ ځکه څوک چې پر پېغمبر صلوات ونه وایي، دعا یې راستنېږي او څوک چې له خدایه جنت وغواړي، جنت یې دا غوښتنه اوري او وايي: بنده دې چې څه غوښتي ور یې کړه، او څوک چې خدای ته د جهنم له اوره پناه یوسي، جهنم وایي: پالونکیه! د خپل بنده پناتوب دې قبول کړه او څوک چې حورالعین غواړي، حورې یې اوري او وایي: د بنده غوښتنه دې ورپوره کړه.
ðغنا [سندرې ویل] د جنت په بېلتون کې د ابلیس ویر بولنه ده. چې څوک ویدېږي، نو ښی لاس دې تر خپلې ښۍ زنې لاندې کړي ودې وایي: (( د خدای په نامه د خدای لپاره سملاستم، د ابراهیم علیه السلام پر ملت او د محمد صلی الله علیه وآله وسلم پر دین او د هغه پر ولایت، چې طاعت یې خدای راباندې فرض کړی، څه چې خدای غواړي هماغه کېږي))
ðڅوک چې د ویدېدو پر وخت دا دعا وایي، له لولټمار غله او ویجاړۍ خوندي کېږي او پرښته تر وېښېدو ورته بښنه غواړي.
ðچې څوک د ویدېدو پرمهال قل هوالله ووایي، خدای یې ساتنې ته پنځوس زره پرښتې ګوماري، تر سملاستو مخکې دا دعا وواست: (( ځان، کورنۍ، ښځه، دین، شتمني، چارې مې، څه چې خدای راکړي او روزي مې درسپارم؛ نو پناه وروړم؛ د خدای عزت، د خدای عظمت، د خدای جبروت، د خدای سلطنت، د خدای رحمت، د خدای ورکړې، د خدای ځواک، لا اله الا الله، د خدای ارکان، د خدای صنع، د خدای جمع، رسول الله او د خدای زور ته چې پر څه یې غواړي، د زهري او وژونکیو نیش وهونکیو له شره او د پېریانو او انسانانو له شره او د هغه له شره، چې په ځمکه کې ایښوول شوي او ترې راوځي او د هغه له شره، چې له اسمانه راکوزېږي او څه چې اسمان ته ورخېژي او د هر خوځنده له شره، چې واګې یې ستا په لاس کې دي. په حقیقت کې پالونکی مې پر نېغه لار او پر هر څه وسمن دی، بې د الله له زوره بل زور او ځواک نشته. ))
ðپېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم دا دعا حسن او حسین ته کاروله: موږ ته یې هم د دې سپارښتنه کړې ده. موږ د خدای د دین زېرموال او د پوهې بلې ډیوې یو. که یوه ډیوه مړه شې، خدای بله بلوې. څوک چې راپسې راشي؛ نو نه بې لارې کېږي او څوک چې نټه رانه وکړي، ښیون نه مومي او څوک چې په خپله خوله زموږ د دښمنانو ملاتړی شي، بریمنېږي نه او څوک چې دښمن ته مو وسپاري، مرسته ورسره نه کېږي او څوک چې موږ پرېږدي ( او مرسته راسره و نه کړي)؛ نو څوک به یې په سختیو کې مرستې ته ورونه دانګي.
ðد ناپایښتې نړۍ پر تمه لاسونه رانه مه اخلئ او څوک چې دنیا راباندې غوره کړي؛ نو سبا به یې حسرت زیات شي لکه چې خدای وایي: (( هسې نه څوک د قیامت پر ورځ ووایي: افسوس مې پر ناغېړۍ، چې د خدای ( د لارښوونو) په اړه مې کړې وه او په واقع کې له ملنډو وهوونکیو وم[22]))
ðکوشنیان مو له خیرو او د بدن له بدبویه ووینځئ؛ ځکه شیطان یې بویوی او کوشنی په خوب کې ډارېږي او د [کړنو] لیکوالې پرښتې هم ترې ځورېږي.
ð (نامحرمو) ښځو ته په لومړي ځل کتل توپیر نه لري، دویم ځل ورته مه ګورئ او له فتنې وډار شئ.
ðخدای ( د مړینې پر وخت) پر شرابو روږدي سره د بوتپالي په څېر لیده کاته کوي.
حجر بن عدی وپوښتل:امیرالمؤمنینه! روږدی څوک دی؟
و یې ویل: هغه چې هر وخت یې پیدا کړي ویې څښي. څوک چې نشه کوونکی څښاک وڅښي تر څلوېښت شپو یې لمونځ نه قبلېږي.
ðڅوک چې مسلمان ته د بې پتۍ خبره وکړي؛ نو خدای یې د دوزخیانو د بدن په خیرو کې بندي کوي، چې د خپلې خبرې لپاره دلیل راوړي.
ðدوه نارینه یا دوه ښځې دې په یوې بسترې کې نه ویدېږي او څوک چې داسې وکړي؛ نو باید ( د شرعي واکمن له خوا) تادیب شي او تادیب یې تعزیر دی.
ðکدو وخورئ چې ماغزه مو غښتلي کوي او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم هم ښه راتله. تر خوړو وړاندې روسته ترنج وخورئ، چې آل محمد دغسې کول. ناک زړه روښانوي او د خدای په حکم د زړه دردونه آراموي.
ðبنده چې لمانځه ته ودرېږي؛ نو شیطان ګوري، چې له سره تر پښو د خدای په رحمت کې رانغاړل شوی؛ نو په ترخه وروینی.
ðخورا ناوړه چارې، نوي بدعتونه او نوښتونه دي او ډېرې ښې چارې هغه دي چې د خدای تعالی د رضا لاملېږي.
ðڅوک چې دنیاپال شي او دنیا پر آخرت ړومبی وبولی، ناوړه برخلیک به ولري.
ðکه لمونځ کوونکی پوهېده، چې څومره د خدای په رحمت کې رانغاړل شوی؛ نو لاس یې ترې نه اخسته او ښه یې نه ایسېدل، چې سر له سجدې راپورته کړي.
ðهسې نه د نېکو چارو په کولو کې نن و سبا وکړئ، چې له وسه موکېږي، په کولو کې یې بېړه وکړئ.
ðڅه مو چې روزي وي، ستاسې له کمزورۍ سره سره به در ورسي او څه زیان چې درته لیکل شوی، په هېڅ ډول یې له ځانه لرې کولای نشئ.
ðپر نېکیو امر او له بدیو منع وکړئ.
ðچې بنده پر سپرلۍ کېني، نو دا آیت دې ووایي:(( پاک دی هغه چې دا یې راایل کړې، که نه موږ یې د ایلولو وس نه درلود او په رښتیا د پالونکي لوري ته ورستنېدونکي یو. [23]))
ðچې د سفر په نیت له کوره ووتئ؛ نو وواست: (( خدایه! یوازې ته مې د سفر ملګری او مرستندوی یې، پر سپرلۍ ځای راکوې او په کورنۍ، شتمنۍ او اولاد کې مې ځایناستی یې. ))
د پلي کېدو پرمهال ووایئ: (( خدایه! په مبارک ځای کې مې راکوز کړه، چې ته غوره ځای ورکوونکی یې)).
ðد څه کار لپاره بازار ته د وتو پر وخت وواست: (( ګواهی لم، چې یوازې الله لمانځوړ دی، ایکی یو او بې سیال دی او محمد یې بنده او استازی دی. خدایه! له زیانمنې راکړې ورکړې، د دروغو له سوګند، لټۍ او بې پېرېدونکي پناه وړم)).
ðڅوک چې د مازیګر تر لمانځه روسته په جومات کې د ماښام لمانځه ته سترګې پر لار کېني؛ نو د خدای زوار دی او پر خدای لازم دي، چې د خپل زیارت کوونکي عزت وکړي او اړتیا یې ورپوره کړي.
ðڅوک چې حج او عمرې ته ولاړ شي؛ نو د خدای مېلمه دی او پر خدای حق دی، چې د خپل مېلمه عزت وکړي او خپلې بښنې ورپېرزو کړي.
ðڅوک چې پر بې عقله کوشني شراپ وڅښي، خدای به یې د دوزخییانو د بدن په خیرو کې بندي کړي، چې د دې خیانت ځواب ووایي.
ðصدقه او خیرات ورکول یو ستر ډال او پرده ده، چې مؤمن د دوزخ له اوره ساتي او د کافر خیرات ورکول یې د شتمنۍ د تلفېدو مخه نیسي او ژر یې بدله ورکول کېږي او بدن یې له رنځورۍ بچوي.
ðژبه ده چې دوزخیان دوزخ ته ورننباسي او قبر مېشتي نوراني کوي؛ نو د خپلو ژبو خیال وساتئ او د خدای پر ذکر او یاد یې بوختې کړئ.
ðمجسمه ساز په قیامت کې پازوال دی.
ðکه چا درنه کوم ډکی او خس لرې کړ، ورته وواست: الله دې هره بدي درنه لرې کړي.
ðچې څوک له حمامه راووځي او رور یې ورته ووایي: حمام دې درته ښه شي! په ځواب کې دې یې ووایي: خدای دې خوشحال لره. که ورته ووایی: خدای دې ژوندی لره، په ځواب کې باید ورته ووایي: خدای دې تا هم ژوندی لري او جنتي شې.
ðړومبی ستاینه او ورپسې غوښتنه ده، لومړی خدای وستایئ، بیا خپلې اړتیاوې ترې وغواړئ، ای دعا کوونکیه! نه کېدونکی مطلب او حرام څیز مه غواړه.
ðد نوزېږي هلک مبارکې داده: ((خدای دې دا لورنه درمبارک کړي، خدای دې یې درته ستر او له خیره دې یې درته برخمن کړي)).
ðڅوک چې له مکې راستون شي؛ نو سترګې او خوله یې ښکل کړئ، چې د پېغمبر اکرم ښکل کړی حجرالاسود یې ښکل کړی او تندۍ یې هم ورښکل کړئ او دغسې مبارکي ورکړئ: (( خدای دې حج قبول او د هڅو دې منندوی شي او د لګښت دې بدله درکړي او دا دې بیت الحرام ته روستې تګ مه شه))
ðله پرېوتو او ناکسو وډار شئ؛ ځکه له خدایه نه ډارېږي، خدای (ځمکې ته) وکتل او موږ یې غوره کړو او موږ ته یې زموږ لارویان غوره کړل، دوی زموږ یاران دي، زموږ په غم او ښادۍ کې شریک دي، زموږ په لار کې شتمنۍ او ځانونه ښندي، دوی زموږ او موږ ته راستنیږي.
ðزموږ یو لاروی هم زموږ له حکمه سرغړونه نه کوي؛ خو داچې تر مرګ وړاندې د مال، اولاد یا ځان پر ازمېښت اخته شوی وي، چې په زغملو یې له ګناهونو پاک شي او له خدای سره بې ګناه لیده کاته وکړي او کله یې تر مړیني یو څه ګناه پاتې وي؛ نو ځلکدن یې سختېږي، چې بېخي سوتره او پاک شي. زموږ لاروی که پر خدایي مرګ هم ومري صدیق (رښتین) او شهید دی؛ ځکه زموږ ولایت یې منلی اوموږ یې له نورو سره د دوستۍ او دښمنۍ چورلیځ وو او له دې دریځه یې موخه د خدای رضا وه او پر خدای او استازي یې ګروهه درلوده. څوک چې زموږ خوالې رابرسېره کړي، خدای به د اوسپنې سختي ( اوعذاب) [ یا د تېرې توري سختي] وروڅکي.
ðنوزېږی موپر اوومه ورځ سنت کړئ او له تودوخې او سړښته مه ډارېږئ، چې د بدن د پاکی لامل دی اوپه واقع کې ځمکه د ناسنت شوي سړي له متیازو د خدای درشل ته ژاړي.
ðمستي څلور ډوله ده: د ځوانۍ مستي، د شتمنۍ مستي، د خوب مستي او د واکمنۍ مستي.
ðښه مې ایسي، چې مؤمن په هرو پینځلسو ورځو کې یو ځل نوره یا واجبي[24] وکاروي.
ðکب لږ وخورئ، چې د بدن غوښه اوبه کوي، بلغم زیاتوي، او ساتنګي راوړي ( یا وینه ټینګوي)
ðشیدې بې له مرګه د بلې هرې رنځورۍ درمل دي.
ðانار یې له دنننۍ پردو سره وخورئ، چې معده پاکوي، زړه ژوندی کوي او شیطاني وسوسې شړي.
ðکاسني وخورئ، چې هر ګهیځ یې پر پاڼو د جنتي اوبو یو څاڅکی کېني.
ðد باران اوبه وڅښئ، چې بدن پاکوي او رنځورۍ لرې کوي، خدای وایی: (( او له اسمانه یې اوبه درباندې وورولي، چې پاک مو کړي او د شیطان چټلي درنه لرې کړي او زړونه مو غښتلي کړي[25]))
ðسیاه دانه بې له مرګه د هرې رنځورۍ درمل دی.
ðد غوا غوښه رنځوري ده؛ خو شیدې او غوړي یې درمل دي.
ðتازه کجورې دوه ځانې ښځې ته ښه خواړه او درمل دي. خدای حضرت مریم بي بي ته وحې وکړه: (( او د کجورې د ونې ډډ وخوځوه، چې تازه پخې کجورې درباندې راتویې شي[26]. ))
ðد نوزېږي کومي په کجوره برانځئ، پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له حسن او حسین سره دغسې وکړل.
له خپلې مېرمنې سره د کوروالي پرمهال بیړه مه کوئ، درنگ وکړئ، چې هغه هم په شهوت او شوق راشي.
ðد چا سترګې چې پر پردۍ ښځې ولګېدې او ښه یې راغله؛ نو له خپلې مېرمنې سره دې کوروالی وکړي؛ ځکه څه یې چې لیدلي په مېرمن کې یې شته او په هېڅ ډول اجازه مه ورکوئ، چې شیطان مو زړه ته لار ومومي او باید سترګې له هغې نامحرمې واړوئ او که ښځه نه لرئ؛ نو دوه رکعته لمونځ وکړئ او خدای ډېر وستایئ.
ðله خپلې مېرمنې سره د کوروالی پرمهال خبرې مه کوئ، چې په دې حال کې خبرې کول د اولاد د ګونګۍ لاملېږي.
ðد خپلې مېرمنې دننني عورت ته مه ګورئ، چې د پیس رنځورۍ لاملېږي.
ðله خپلې مېرمنې سره دکوروالي پرمهال وواست: خدایه! دا ښځه مې ستا په امر ځان ته حلاله کړه او ستا امانت مې قبول کړی؛ نو که اولاد دې راته ټاکلی وي؛ نو ښکلی اندامه هلک یې کړه او شیطان ترې بې برخې کړه.
ð ((اماله)) یو له څلورګونو څیزونو ده، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم یې سپارښتنه کړې ده. غوره درملنه اماله ده، چې ګېډه پراخوي، دنننی درد لرې کوي او بدن غښتلی کوي.
ðله بنفشي انفیه جوړه کړه: پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي: که خلک د بنفشي پر ځانګړنو پوهېدای؛ نو په ګوټ ګوټ یې څښله.
ðله مېرمنو سره مو د میاشتې په لومړیو او منځنیو شپو کې له کوروالي ډډه وکړئ، چې شیطان په دې دوو وختونو کې په څاڅکي کې برخوالېږي.
سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني روایتي ټولګه
[1] بقره – ۱۸۷
[2] نسا – ۱
[3] بقره ۱۸۵
[4] ( په دې ډول روایاتو کې سیمه او پکې د مېشتو خلکو ځانګړنې په پام کې نیول شوي او ټولیزه بڼه نلري)
[5] ( شوری ۳۰-(۴۲) آيت)
[6] (توبه(۹): ۴۶)
[7] هود (۱۱) ۱۴ آیت
[8] زمر (۳۹) – ۶۷ آیت:
[9] صافات (۳۷): ۷۹-۸۱ آیتونه:
[10] توبه (۹) – ۱۰۴ آیت
[11] ماعون (۱۰۷) – ۴ او ۵ آیتونه:
[12] [ نحل (۱۶) – ۲۸ آیت:]
[13] ( اعراف (۷) – ۱۲۸ آیت)
[14] [حجرات (۴۹) – ۱۲ آیت]
[15] [مدثر (۷۴) – ۴ آیت]
[16] [نحل (۱۶) -۶۹ آیت]
[17] آل عمران ۱۹۰-۱۹۴:
[18] [ معارج(۷۰) – ۲۳ آیت)
[19] ذاریات ( ۵۱) – ۲۲ آیت:
[20] [بقره (۲) – ۱۳۶ آیت]
[21] ( د خصال او مواعظ د کتاب له مخې:)
[22] زمر (39) – ۵۶ آیت
[23] زخرف (۴۳) – ۱۳-۱۴ آیتونه
[24] [ د بدن د وېښتانو له منځه وړو یوه ماده ده]
[25] انفال (۸) – ۱۱
[26] مریم (۱۹) – ۲۵ آیت