تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  حمزه بابا د آل محمد په ویر کې د شهادت سجده يو يرغل د اسوېلو شو پۀ مېدان د كربلا اوږد تار د بړبوكو كړو بيابان د كربلا پۀ لېمو د خپلو ستورو ، رڼا ګرد د كهكشان شوه چې راغلی ستړی ستړی ، وه كاروان د كربلا چې ځوانۍ ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

حمزه بابا د آل محمد په ویر کې

د شهادت سجده

يو يرغل د اسوېلو شو پۀ مېدان د كربلا
اوږد تار د بړبوكو كړو بيابان د كربلا
پۀ لېمو د خپلو ستورو ، رڼا ګرد د كهكشان شوه
چې راغلی ستړی ستړی ، وه كاروان د كربلا
چې ځوانۍ ته د مراد يې رسيد نۀ شو ارمانونه
ژړوي مې پۀ سرو سترګو ماشومان د كربلا
ګرد ؤه د هېبت غوندې چې جمع ؤه د نمر پۀ مخ
څۀ يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر پۀ مخ
راغی زيړ زبېخلی سحر رنګ د مازيګر په مخ
شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر پۀ مخ
غونډې پۀ دې وخت کې  د تيرې د بلا څڼې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلی تماشو ته ابته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې پۀ غم
تتې لـۀ غباره وې صفا د زړۀ ښيښې پۀ غم
لړزندی ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې پۀ غم
راغلې زيړې زيړې رپېدونكې لړزېدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزېدونكې وې
نمر لـۀ نيمايه اسمانه ښكته ځي تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته پۀ ښكته پۀ هېبت كا تۀ اجل كوي
ډيرې پرښتې د مرګ په وړاندې ځنې زغل كوي
ورځ لـه ډېره غمه مړغېژنه غرېو نېولې ده
يا پرۍ د امن پۀ پنجه کې  دېو نيولې ده
ښكاري څه خېمې لـۀ تندې شته سوې سينې پکې  
پاكې پاكې جونې نارينه او ارتينې پکې  
اور اخلي بې واره د ګرمۍ نه پشمېنې پکې  
زياته ده د بټ نه كربلا شګې نينې پکې  
سيند هم له ګرمۍ دی پيچ و تاب راوړلی تاب نه شي
ځان د سيند په مخ ښودلی سترګه د حباب نه شي
نن د ګرمۍ چې لـه وحشته ساه ډوبېږي ولې
يخې خولې د پشه كال پۀ مخ بهيږي ولې
د كربلا خشكه فضا ګلستانېږى ولې
سبا پۀ چغو د يثرب پۀ لور چلېږى ولې
وړي پۀ ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسین
شفق پۀ وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
هور ته مخامخ د ګرد پۀ مېنځ کې  رااوچت شو ګرد
زغل كوي اسمان وته د چا نه پۀ هېبت شو ګرد
پورته اسوېلی د زړۀ د مزكې په حسرت شو ګرد
حېف چې خپل د خپل نه درومي نخه د هجرت شو ګرد
راغی په جولان وۀ د ګردونونه يو سوگر اوت
زړونه چې بې واكه شو د خلقو لـۀ خولې شو راوت
ګوره ورته مخکې  دبدبه د امامت لري
شاو ته صولت دغه زلمی د ولايت لري
شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري
ځكه خو دستار پۀ سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه
اس يې مطيْن پۀ لاره ځي پۀ جست و خېزنۀ دی
پوهه د خپل سور پۀ زړۀ چې نېت يې د جنګرېز نۀ دی

امن پۀ دنيا کې  مدعا لري چې تيز نۀ دی
زوی د محمد اخر زمان دی څۀ چنګېز نۀ دی
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دښمن پۀ حيرانۍ ورته نظر اوكۀ
زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكۀ
راغی مخامخ مېدان ته غږ زوی د حيدر اوكۀ
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكۀ
ساه د يزيديانو په فضا کې  پس پسۍ شولې
شور او پۀ چپيا کې  پټې پټې ګنګوسۍ شولې
ولې به نۀ وي په هېبت عرش و كرسي او قلم
چې دي نهر د درېيو ورځو ماشومان د حسین
سخته ګرمي محاصره لوږه او تنده اله
زين العبا، اكبر، اصغر او قاسم جان د حسین
وې چې زۀ مومن يمه باغونه د ارمان لرم
ډك دی د جنت د ګلو زۀ هغه دامان لرم
توره مې پۀ تيكي کې  ده لاس کې  چې قراّن لرم
اوګورىْ چې شان د محمد اخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
ای بې لارې تګيو د بقا د اوبو جام يمه
زۀ يمه حسین مور مې زهرا نيكه سرور زما
پلار ابوتراب و دلاور علي حيدرزما
ورور مئين پۀ صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
ای عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووی ورته دويْ مونږه خبر يو هر چې تۀ وايې
ښۀ وائې كۀ بد وايې خو ووايه چې څه وايې
تۀ چې د يزيد پۀ خوښه نۀ وايې ښۀ نۀ وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دويْ به نرم په حجت نه شي
 توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
 كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
 جوړ به په دې وخت کې  بې له جنګه څه صورت نه شي
 لاخو وه په فكر کې  امام په لر او بر د جنګ
 راوړو د لښكر نه د دښمن په غشو خبر د جنګ
 وې امام په جوش کې  چې زه غشی زه دماح يمه
 زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
 ځوان يم د جنت د جنتي ګلو نو راح يمه
 بچ مې لـه ګوزاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
 زه نبي نيكۀ په اوږه باندې ګرزولی يم
 زه يم چې حورانو په سندرو کې  ستايلي يم
چې غوره شوی د كوثگر د اوبو وېش لره وه
په مصيبت د صگبر جام نه شو نسكور د علي
 راشه جوهر د قربانۍ كړه را په زړه د حسین
 د سړي توب په ائينه باندې دی پور د علي
 داسې پرې ورګډ شو تابه وې ولاړ بهر نه وه
 اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه وه
 تورې دنګولې خلقو ياد ورته سپر نه وه
 چا به چې د سر فكر كولو بيا به سرنه وه
 سترګو د عمر شمر چې برق ذوالفقار اوليد
 ګگويا چې حسین يې په جامه کې  د كرار اوليد
 خود به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سگر دوه نيم
 زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
 دلته به پياده وه هلته سور به وه اكثر دوه نيم
 هر شی به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
 چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ کې  وه
 توره د امام به يې رسا په كپرۍ کې  وه
 راغله دا ندا چې اوس د فرض د استكمال اوشو
 ستا نه نمايش هم د جمال هم د جلال اوشو
 راشه لـۀ اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
 حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
 راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار کې  دي
 جوړ دی ارايْش درته حورانې په سنګار کې  دي

ـــ

چغې په اصغر د سكېنې د اورېدو نه دي
اوښكې ئې روانې په هېڅ شان د اوچېدو نه دي
باغ چې د نبي تالا كوې ظالمه څه كوې
دا ښكلې وړې وړې كلۍ د شوكېدو نه دي
اووې زينب ، عون او محمد دې رانه هېر كړلو
اى اصغره زويه ستا زخمونه د كتو نه دى
اوښكې د بانو لا د اكبر لـه مرګه ختمې وې
اوس ئې بې د زړه لـه وينو هم د بهېدو نه دي
وې چې اى فاتحه د خېبر كه راشې اوګورې
لاس مې د رنځور زين العباد د هتكړو نه دي
اى نبي سروره امتيان دي شرمخان شولو
ستا د ال په وينو ظالمان په مړېدو نه دى
      ●●●

 

مرثيه

راشۍ كه ئې ګورئ اوس امام دى په مېدان
دا اته پنځوس كلن بوډا دى لكه ځوان
وې چې اى كوفيانو فكر اوكړئ چې دا څه كړئ
سر خو په ګريوان كړئ چې د ابد كوئ كه ښه كړئ
هم مو اوبللم چې زر راشه يو طوفان دى
تللى د يزيد ځنې هم دين دى هم ايمان دى
اوس نو راته وائي ولې داسې جفا كار شوئ؟
ولې د خپل لوظ او د اقرار نه په انكار شوئ؟
تاسو چې پراته په ګمراهۍ کې  سراسر وئ
مونږْ كړئ بهر د ځناور نه چې بتر وئ
څنګه زما خون درته مباح شو ناپوهانو
نن په بلو بلو ولې سر شوئ ګمراهانو
غږ كړو عمر سعد بېعت اوكړه چې ازاد شې
اوګڼي برباد شوې لابه نور پسې برباد شې
اووئيل امام چې دا به هيچرې او نه شي
اوس نو دا رضا د پاك الله به وي چې څه شي
غشى عمر سعد د امام په لور ګوزار كړو
وې چې ګواه اوسنئ اول ما د جنګ اختيار كړو
شك نشته امام چې سر تر پايه يو جمال وه
بيا هم ضرورت په داسې وخت کې  د جلال وه
هله د انسان انسانيت لره كمال وي
جمع په هغه کې  جلال او هم جمال وي
كار د قربانۍ کې  د دې دواړو ضرورت وي
داسې د ايثار او قربانۍ اكمليت وي
تندر شو په سترګو او كه پړك د ذوالفقار
تا به داسې وې چې اژدها وه شرر بار
يو خوا بل خوا هر طرف سرو نه پرېوتلي
ډېر د مرګ لـه ويرې لـه مېدانه تښتېدلي
غږ او كړو عمر چې ترې چاپېر شئ چې لاړ نه شي
اولئ ئې تر هغې چې څو تن ئې لتاړ نه شي
جوړ د هر طرف نه پرې د غشو يو باران شو
ترمې ترمې ګل د پاك نبي د ګلستان شو
پرېوتو د لاندې ذوالجناح په هنړېدو شو
اوښكې ئې راماتې وې په لوري د خېمو شو
بس نو په حرم کې  په هر طرف ته شور شو
راغلو ذوالجناح خو په مېدان ئې پاتې سور شو
جوړ د ذوالجناح نه ګېر چاپېره لوی ماتم شو
ګويا كور د غم، د پاك نبي ښكلى حرم شو
●●●       

حمزه بابا د امام حسین په ویر کې

مرثيه

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دی حسین
كله لائق د تورو غشو دنېزو دی حسین
سر يې خپل وركړ لاس يې ورنۀ كړو پۀ لاس د يزيد
خدايګو بنا د لا اله الا هو دی حسین
ای د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې تۀ هم
ستا اننګو کې  چې تل تل پۀ ځلېدو دی حسین
چې عقلمند د جهان ټول ګوته پۀ خولۀ دي ورته
هغه سالار خو د اسلام د لېونو دی حسین
چې يې سپرلی كړلو پۀ ټكندو غرمو د ضمير
پروت بې كفنه كربلا کې  پۀ غرمو دی حسین
انسانيت بۀ ورته سر د نياز خم لري تل
روح پۀ قالب کې  د راتلونكو زمانو دگ حسین
●●●       

نوحه

ظالمه مه يې زوروه د مرتضى بچى دي
دا د خاتونې د جنت بي بي زهره بچي دي
په انبيا وو کې  لـه فخره يې اوچت كړو نبي
وې چې د دين نه قربانيږي دا زما بچي دي
د نبوت او امامت د ګلستان ګلونه
ناترسه لږ فكر خو اوكړه دا د چا بچي دي
د اصغر څاڅكي څاڅكي وينې دا صدا كو لـه
چې شو قربان د دين په ننګ د مصطفى بچي دي
حمزه هم د دوي ته مونږْ د مرستې او ولا كړونو
چې په مېدان د كربلا کې  بې نوا بچې دي
امام ولاړ دى شهېدانو ته حېران ګوري
چرته زاړه چرته ځوانان او ماشومان ګوري
څه پرده دارېي سترګې هم د جنګ مېدان ګوري
يوه په سور سالو کې  ناوې په ارمان ګوري
وائي زېنب په ژړا ښه ده خو لېمه چرته دي
ما به باران په تګيو اوكړو خو اوبه چرته دي
زړونه به وائي د بيبيانو چې بهر ورشو
چې په قاسم او په عباس او په اكبر ورشو
چې مو سايه لـه سره درومي چې په نمر ورشو
دي مو د سر پړوني تلونكي چې تور سر ورشو
يوه ماشومه د خېمې په پرده لاس لګوي
ترور ئې چې كوز كړي ترېنه خلاص هغه ئې پاس لګوي
رنګ ئې په وينو د اصغر ښكلى تندى ښكارى
په اداره کې  ئې د صبر غړوندى ښكاري
نه ځي خېمې ته كه نظر ئې ګړندى ښكاري
چې له په شونډو ئې لـه غرېوه رپندى ښكاري
واګې د زړ ه د استقلال په لاس امام وركوي
حكم قدم ته به په لوري د خيام وركوي
زړه ئې په ځاى كړو امام راوړ زير زبېخلی بچى
بانو وئيل امامه راكړه زما ښكلى بچى
اوبه يې وركړې كه دى څنګه داسې غلى بچى
اوښكى ئې وڅښلې وې واخله جل وهلى بچى
حرمل د غشى د توبرې ورته اوبه وركړي
زويه دې مخ د شهادت ته واخله سره وركړي
د نبوي نمر رڼا امامه
تياره دې لرې كړه لـه اسلامه
صدۍ شوې تېرې لابه تېريږي
قصه د غم دې نه شوه تمامه
بانو لاسونه ور اوږده كړه خو نظر ئې نه و
كسي ئې روغ دو، د څه كار وو، چې اصغر ئې نه و
زړه ئې پخوا و لا ناتوانه چې اكبر ئې نه و
دومړه ئې اووې هۍ ارمان دى چې حېدر ئې نه و
نن په دنيا کې  چې صاحب د ذوالفقار نشته
د معاويه د زوى په زړه کې  ځكه ډار نشته
حېران حېران به سكېنې ورته نظر اوكړو
بيا د اصغر نه به ئې پورته په مادر اوكړو
خبره نه وه څه تقرير ئې چې پدر اوكړه
خو د ترور اوښكو ئې په زړه د غم خبر اوكړه
په كوكو سر شوه وې زما په برادر څه اوشو
شوه ورتر غاړه وې چې مورې په اصغر څه اوشو
دلته دا حال وه د لښكر نه بهر زوګ راته
د پېغور غشى د امام صاحب په غوږ راته
د خېمو خواته وار په وار به شمر سګ راته
ورته په جوش به د امام هاشمي رګ راته
غږ به ئې وكړو چې كه زوى ئې د حېدر راشه
كله بْه خلاص رانه دننه شې بهر راشه
امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى
 ګويا په سر د كفرستان د تېرو نمر راغى
سترګې حېرانې وې، حسین وه كه سرور راغى
اوبْه شو تريخې د كوفيانو چې حېدر راغى
حسین وئيل ورته زه څوك يم پېژندلى مو يم؟
كه مو ليدلى پخوا نه يم اورېدلى مو يم؟
هغو وئيل ورته چې مونږه همه تا پېژنو
حسینه مونږْ دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد وكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دې بل مفر نشته
كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى
د خداى په در کې  قربانۍ لره خبر راغى
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى
هاتف اواز كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى
امامه لا خو د يزيد حد د ستم پاتى دى
پس د اتمام نه د حجت ئې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګوزار اونيو
اخر لـه لرې ئې د غشو ورته وار اونيو
سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
ميړني پيغمبئري زلمي اتلس
ننګيالي او هاشمي زلمي اتلس
كربلا کې  كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر کې  به اتلس زره قامه
وايه څوك به ئې شي سيـال لـه خاص و عامه
دخوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اووئيل
هغه ملګرو ته لـه جوشه مرحبا اووئيل
برېت ئې كړه تاو او بيا ئې داسې په خندا اووئيل
زخمي زخمي ناتوان امام وته ئې دا اووئيل
ته راته ګگوره چې خېمې دې په رڼا لوټ كړم
زه چې نمسۍ او لوڼه نګينه ئې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل وو چې لـه سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه ئې په سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس ئې كړو غشي ته را وائې خېست كمان پاسېد
وى چې شمره بې غېرته خبردار اوسه
زه لا ژوندى يم د خېمو نه مې كنار اوسه
شمر ترې ټوپ كړه بل طرف ته چې هېبت واخست
چې ستر جلال د امامت ترېنه همت واخست
بيا په ورو ورو زخمي امام هم نقاهت واخست
نمر د مخسوف پرده کې  پټ شو چې دهشت واخست
د ماسپښين د نمانځه وخت وه په قبله شو حسین
د رب په در کې  په نياز او په سجده شو حسین
دغه ستم وه په ژوندينې چې امام اوليدو
خېر ئې تالا ته د نبي د كور غلام اوليدو
دلته امام د قربانۍ بلند مقام اوليده
دلته خپل ځان ته ثقلېن ئې په سلام اوليدو
په ننداره کې  ترې د ځان و تن خبر لاړو
بيا خبر نه شو چې كوم وخت ورځنې سر لاړو
چې شوه معيار د مسلمان د عبديت سجده
د امامت او ولديت او د عصمت سجده
 پکې  راجمع شوې سجدې د جن و انس و ملك
چې كړه ادا زمونږْ امام د شهادت سجده

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!