تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د التکاثر سورت تفسیر بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ«1» حَتّی زُرْتُمُ الْمَقابِرَ«2» کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ«3» ثُمَّ کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ«4» کَلاّ لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقِینِ«5» لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ«6» ثُمَّ لَتَرَوُنَّها عَیْنَ الْیَقِینِ«7» ثُمَّ لَتُسْئَلُنَّ یَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِیمِ«8»= […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر د التکاثر سورت تفسیر

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ«1» حَتّی زُرْتُمُ الْمَقابِرَ«2» کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ«3» ثُمَّ کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ«4» کَلاّ لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقِینِ«5» لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ«6» ثُمَّ لَتَرَوُنَّها عَیْنَ الْیَقِینِ«7» ثُمَّ لَتُسْئَلُنَّ یَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِیمِ«8»= (د شتمنيو، اولاد او ټبر) پر ډېروالي خپلمنځي وياړنې، بوخت (او د خداى له ياده غافل) كړي ياست. تردې چې د قبرونو ليدو ته ولاړئ (او د خپلو مړيو قبرونه مو وشمېرل او پرې ووياړېدئ). هېڅكله داسې نه ده (چې يې انګېرئ. هو!) ژر به پوه شئ! بيا هېڅكله داسې نه ده (چې يې انګېرئ) ژر به پوه شئ! هېڅكله داسې نه ده (چې ګومان یې كوئ)؛ كه (پر آخرت) مو علم اليقين او باوري پوهه درلوداى (؛ نو د خپل چلن پر پايلې به پوهېدئ او داسې به مو نه كول). 6 هرومرو به دوزخ ووينئ. بيا (چې ورننووتئ؛ نو) په باوري سترګو (= عين اليقين) به يې وګورئ. بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.

ټکي:

*د «تکاثر» کلیمه له «کثرت» څخه اخستل شوې او د شتمنيو، اولاد او ټبر پر ډېروالي وياړنې ته وايي.

د تکاثر څرکونه

په شرک او څوڅښتنۍ کې تکاثر

«أَ أَرْبابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَیْرٌ أَمِ اللّهُ الْواحِدُ الْقَهّارُ[1]» (یوسف علیه السلام په بند کې ورسره بندیانو ته چې مشرک وو، وویل: آیا خپاره واره خدایان غوره دي که ایکي یو قهار الله؟)

په خوړو کې تکاثر

بني اسرائیلو به ویل: موږ په یوه ډول خوړو صبر نه کوو «لَنْ نَصْبِرَ عَلی طَعامٍ واحِدٍ» موږ پیاز، عدس، هوږې او  د بادرنګو په څېر خواړه غواړو. «قِثّائِها وَ فُومِها وَ عَدَسِها وَ بَصَلِها[2]»

په عمر کې تکاثر

لکه څنګه چې ځینې خوښ دي زر کاله عمر وکړي. «یَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَهٍ[3]»

په مال کې تکاثر

قرآن وايي: ځینې وګړي په مال ډېرونې اوشمېرنې پسې یې دي. «الَّذِی جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ[4]))

په هستوګنځیو کې تکاثر

قرآن د ځینو رټنې ته وايي: د هر غره په لمنه کې سترې سترې ماڼۍ جوړوئ. «أَ تَبْنُونَ بِکُلِّ رِیعٍ آیَهً تَعْبَثُونَ[5]))

په شهوت کې تکاثر

 اسلام جنسي مسلې ته واده وړاندیزوي او له کورودانې ګټنه یې روا ګڼلې: «إِلاّ عَلی أَزْواجِهِمْ أَوْ ما مَلَکَتْ أَیْمانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُومِینَ[6]» بې واده شهوت مړول یې تجاوز ګڼلی دی. «فَمَنِ ابْتَغی وَراءَ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ العادُونَ[7]» 

* «أَلْهاکُمُ» له «لهو» اخستل شوی او په جزیي او ناڅيزه چارو بوختېدو ته وايي، چې انسان له خپلې موخې وګرځوي.

* «زُرْتُمُ» له زیارت څخه اخستل شوی دی او«مقابر» د مقبرې جمع ده.

*د دوو ټبرونو ترمنځ د وګړیو پر شمېر اړپېچ شو، هوډ یې وکړ، چې سرشمېرنه وکړي، تر ژوندیو روسته هدیرې ته ولاړل، چې مړي هم وشمېري.

* حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغې په 221 خطبه کې، ددې سورت تر تلاوت ځینې مطالب لري چې ابن ابي الحدید یې په شرح کې وايي: په پنځوس کلونو کې مې تر زرو ځلو ډېره دا خطبه ولوسته او ددې خطبې ستریا دومره ده، چې وړ ده، غوره عرب ویناوال راغونډ او دا خطبه ورته تلاوت شي او ټول په سجده شي؛ لکه څنګه چې د قرآن د ځینو آیتونو په تلاوت سجده ورته کېږي[8]. او موږ د دې خطبې دوه غونډلې – جملې راوړو:

«آبائهم یفخرون»آیا د خپلو پلرونو پر قبرونو ویاړي؟

«ام بعدید الهلکی یتکاثرون» یا د معدومینو (ورکو) په شمېر، ډېرغواړي کوي؟

«اجساد خرت و حرکات سکنت»هغوی هغه جسدونه وو، چې وشیندل شول او هغه خوځنده ول، چې تم شول.

«و لئن یکونوا عبرا احق من ان یکونا مفتخرا» هغه جسدونه ددې وړ دي، چې عبرت شي، نه چې ویاړ پرې وشي.

* له حضرت علي کرم الله وجهه یو روایت رانقل شوی چې ویلي یې دي: لومړی «سَوْفَ تَعْلَمُونَ» د قبر په عذاب پورې اړوند دی او دویم یې د آخرت په عذاب پورې[9].

* یقین، زړګني منل دي، چې تر پوهېدنې ژور دي، د بېلګې په توګه: ټول پوهېږي، چې مړی چا ته څه نه وايي؛ خو یو هم چمتو نه دی، چې د مړي ترڅنګ ويده شي؛ خو مړی وینځونکی ښه ډاډه د مړي ترڅنګ سملي؛ ځکه خلک یوازې په دې خبره پوهېږي او مړی وینځونکی پرې یقین لري. د یقین لاس ته راوړو لار، پر الهي احکامو عمل دی؛ لکه څنګه چې مړی وینځونکی، د کړنې په تکرار دې یقین ته رسېدلی دی.

*د روایتونو له مخې،د یقین نښه، پر الله توکل، ورتسلیمېدل، پر مقدراتو یې خوښي او خپلې چارې ورسپارل دي[10].

* یقین یو لړ درجې لري، چې دوه پړاوه یې په دې سورت کې راغلي او بل پړاو یې په واقعه سورت ۹۵ آیت کې راغلی دی.

د یقین پړاوونه دادي: علم الیقین،حق الیقین او عین الیقین.

 انسان، کله د لوګي په لیدو، د اور په لګېدو پوه شي، دا علم الیقین دی، کله په خپله اور ګوري، چې عین الیقین دی او کله په اور کې لاس ږدي او تودوخه یې ننګېري،چې دا حق الیقین دی.

*په «لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ» غونډله – جمله کې له اور لیدو مراد، یا یې په قیامت کې لیدل دي او یا یې په برزخي سترګه لیدل او په همدې دنیا کې یې کاشفه ده، چې دا مانا یې له یقین سره همغږې ده.

* د حدیثونو له مخې، د هغو نعمتونو چې په قیامت کې یې پوښتنه کېږي، مراد ترې اوبه او ډوډۍ نه ده، چې الله (ج) ته قبیح ده، چې دا چارې وپوښتي؛ بلکې مراد ترې د معصوم د ولایت او مشرۍ نعمت دی[11]. امام رضا (رح) وويل: له خلکو د اوبو، خوړو او… پوښتل قبیح دي، خدای خو لا څه کړې؛ نو پردې بنسټ، له نعمته د پوښتنې مراد، هماغه د معصوم د مشرۍ پوښتنه ده[12].

* تکاثر یوازې په احصاېیو او د وګړیو په شمېر کې نه دی؛ بلکې کله په شتمنۍ او اولاد کې دی. «وَ تَکاثُرٌ فِی الْأَمْوالِ وَ الْأَوْلادِ[13]»؛نو ځکه په قرآن کې سپارښتنه شوې: پام چې مال او اولاد مو بوخت نه کړي.«لا تُلْهِکُمْ أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ[14]» 

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ددې آیت تر تلاوت روسته وويل:«تکاثر الاموال جمعها من غیر حقها و منعها من حقها و سدها فی الاوعیه[15]» په نامشروع لارو د اموالو راټولول او د واجبو حقوقو یې نه ورکول او په پېټیو کې یې ساتل، تکاثر دی.

 * حضرت علي کرم الله وجهه ته په یوه منسوب شعر کې راغلي دي:

یا من بدنیاه اشتغل

قد غرّه طول الامل

الموت یأتی بغته

والقبر صندوق العمل

 

پېغامونه:

1-ډېرغواړي او ویاړپلوري، انسان چټي چارو ته ورکاږي. «أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ»

2- ډېرغواړي، د قیامت له حسابه د غفلت لامل دی. «أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ – لَتُسْئَلُنَّ یَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِیمِ»

3-د ډېرغواړۍ لمنه د مړیو تر شمېرنو ورغځېږي. «حَتّی زُرْتُمُ الْمَقابِرَ»

4-د قیامت له حالاتو بې خبري، انسان کږلاروي. (أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ … کَلاّ لَوْ تَعْلَمُونَ)

5-د کږلاریو او کږنو انګېرنو پر وړاندې مو ګواښګرندي تکرار کړئ. «کَلاّ – ثُمَّ کَلاّ – کَلاّ»

6- په ایمان او یقین، انسان ګانده لیدای شي. «لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقِینِ لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ»

7-په جاهلي فرهنګ کې څومره والی دومره ارزښتمن دی، چې مړي هم شمېري. «حَتّی زُرْتُمُ الْمَقابِرَ»

8-تکاثر او تفاخر سخته سزا لري. أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ … لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ

9- پای ویني د ویاړنې مخنیوی کوي. کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ …

10-یقین رسېدو او حقایقو پېژندو ته دې هڅې وشي، چې د قیامت له خطرو په امان کې شوو. «لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقِینِ لَتَرَوُنَّ الْجَحِیمَ»

11-پر دنیا بوخت وګړي، د یقین درجې ته نه رسي. «لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقِینِ» (د ((لو)) کلیمه، نه کېدونیو ته کارېږي.)

12- ایمان او یقین درجې لري.(عِلْمَ الْیَقِینِ … عَیْنَ الْیَقِینِ)

13-د قیامت حساب د هغو شونتیاوو له مخې دی، چې الله درکړي؛ نو د هر چا حساب له بل سره توپیر لري. «لَتُسْئَلُنَّ یَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِیمِ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – یوسف،29.

[2] – .بقره،61.

 

[3] – بقره،96

[4] – همزه،2.

[5] شعراء،128.

[6] مؤمنون،6.

[7] .مؤمنون،7.

[8] شرح ابن ابی الحدید،ج11،ص153.

[9] د فخررازي کبیر تفسیر.

[10] بحارالانوار،ج70،ص138.

[11] نور الثقلین تفسیر.

[12] عیون الاخبار،ج2،ص129.

[13] حدید،20.

[14] منافقون،9.

[15]  نور الثقلین تفسیر.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!