تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا د هر دين لاينفک برخه ده حضرت علي (ک) خپل زوي امام حسن ته په یوه لیک کې کاږي : وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دعا د هر دين لاينفک برخه ده

حضرت علي (ک) خپل زوي امام حسن ته په یوه لیک کې کاږي :

وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ كُرُوبَكَ وَ اسْتَعَنْتَهُ عَلَى أُمُورِكَ وَ سَأَلْتَهُ مِنْ خَزَائِنِ رَحْمَتِهِ مَا لَا يَقْدِرُ عَلَى إِعْطَائِهِ غَيْرُهُ مِنْ زِيَادَةِ الْأَعْمَارِ وَ صِحَّةِ الْأَبْدَانِ وَ سَعَةِ الْأَرْزَاقِ ثُمَّ جَعَلَ فِي يَدَيْكَ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِهِ بِمَا أَذِنَ لَكَ فِيهِ مِنْ مَسْأَلَتِهِ فَمَتَى شِئْتَ اسْتَفْتَحْتَ بِالدُّعَاءِ أَبْوَابَ نِعْمَتِهِ وَ اسْتَمْطَرْتَ شَآبِيبَ رَحْمَتِهِ فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ.

او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي.

او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي.

بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په دعا د خداى د نعمت ورونه پرانستاى شې، چې د الهي رحمت باران درباندې را وورېږي؛ کله هم د دعا د قبلېدو له ځنډه مه نهيلېږه؛ ځکه الهي ورکړه په نيت ده. کله د دعا قبلېدل ځنډېږي، چې د غوښتونکي بدله ډېره او د هيلمن ورکړه ډېره شي. کله څه غواړې؛خو نه درکول کېږي؛ خو په دې يا هغې دنيا کې به ترې غوره درکړي او په دې کې دې خير وه، چې څه يې در نه کړل؛ ځکه ډېرى داسې غوښتنې دي، چې که ومنل شي؛نو د دين د پوپناه کېدو لامل به يې شي؛ نو غوښتنې دې داسې وي،چې ښکلا او نیکي يې درته پاتې شي او رنځ او سختي درځنې لرې کړي؛ نو نه د دنيا شتمني درته پايښت مومي او نه به ته د دنيا شتمنۍ ته پاتې شې.

 خدای خپلو بندګانو ته د سوال او دعا ور پرانستی او انسانانو ته یې د دعا کولو اجازه ورکړې ده . د حسناتو بدله لس برابره او د سيئاتو يو برابر ده نه ډېره. د خدای جود پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي، نه دا چې لاسوند ولټوي او دوزخ ته يې ور واستوي او دا چې د هستۍ جوړښت نېکۍ روزي او څربوي يې؛ خو بدې دفع کوي او د  ودې او وزرو نيوو اجازه نه ورکوي او هم د دې راز چې د نېکۍ او بدۍ سزا يو رنګ نه ده، همدا ده.

 په وروستي عبارت کې علي (ک) خپل زوی ته د دعا د قبلېدو او نه قبلېدو په اړه ځينې ټکي ور زده کړي، چې موږ ته هم د زده کړې وړ دي.

 دعا د هر دين له اساسي ارکانو ځنې ده. که کوم دين دعا او عبادت ونلري او د معبود بللو ته طريقه او دود ونه ښيي، دين نه دی. په ټولو اديانو کې چې انسانانوله ډېرو پخوانيو وختونو راهېسې سروکار ورسره درلود (که اوړېدلي او شرکي اديان ول)، عبادت او د معبود بلل د يو رکن په بڼه وجود درلود. قرباني کول، فدیه ورکول، د معبود درشل ته حاجت وروړل، تر ځان اوچت ګڼل يې، خبرې ورسره کول او خپل ارزښتناک څېزونه ترې ځارول، د ګردو اديانو د آدابو برخه وه؛ نو ځکه د دعا اصل، مفروغ عنه دی. دين، انسان د ډېر لويی موجود په محضر کې حضور ته رابلي او له انسانانو غواړي چې د ځان په حقارت او ناڅيزتوب منښته (اعتراف) وکړي او خپله اړتيا له دې ستر موجود سره مطرح کړي.

خو دعا کول لوازم، آداب او ځينې اصول دي چې بايد ياد مو وي او پرې پابند اوسو.

ومو ويل چې له آره دعا د بنده ګۍ ښکاره کول دي نه د ژوند وزله. اديان د دې له پاره نه دي راغلي چې انسانانو ته دعا ور زده کړي، چې ژوند يې ښه کړي او يا د مادي معيشت يوه وزله ورکړي او ټولنيز او وګړيز ژوند يې اسان کړي. البته شونې ده له دعا دغسې ګټې راولاړې شي؛ خو څه چې د دعا په بيخ او باطن کې نغښتي، دا نه دي.

د دعا او عبادت اصلي حقيقت او موخه د بنده ګۍ ښکاره کول دي او هر څيز چې انسان له دې موخې غافل کړي؛ نو د دعا له حقيقته يې لرې کړی دی.

او بلکې د دعا حقيقت د حق پر لور اګاهانه ورتګ نه، چې مجذوبانه ورتلل دي؛ عين د هغه ښکار کېدل او په لاس کې يې راګېرېدل دي، نه دا چې لمن يې ونيسو، بلکې هغه مو له چنغړکه ونيسي.

د مولانا په وينا:

بیخود شده‌ام لیکن بیخودتر از این خواهم

با چشم تو می گویم من مست چنین خواهم

من تاج نمی‌خواهم من تخت نمی‌خواهم

در خدمتت افتاده بر روی زمین خواهم

آن یار نکوی من بگرفت گلوی من

گفتا که چه می خواهی گفتم که همین خواهم

په دعا کې اصل له خدای سره مينه ده:

په دعا کې له خدای سره مينه، انس او ناسته پاسته ان تر اړتيا غوښتو ور  ړومبۍ ده؛ يعنې د علي (ک) په تعبير په دعا کې بايد له خدای سره رازونه، د زړه خپګان او د روح خړپړتياوې مطرح کړې، بايد خواله ورسره وکړې او ځان د هغه د کتو په سمندر کې ومينځې. هيڅوک نشته چې په ژوند کې به په تنګسه کې راګېر شوی نه وي او کله به يې زړه خپګان نيولی نه وي. د غمونو او خپګانونو د لرې کولو يوه اغېزمنه لار، له دوست سره يې مطرحول او د ده خپګان مينځونکيو سترګو ته ورکتل دي.

 له بل سره خبرې کول روحي خپګان له منځه وړي:

د دوستانه، انساني او ښو آدابو د تنظيم لپاره د مولوي يوه سپارښتنه دا ده چې انسان د نورو د دردونو اورېدو لپاره اورېدونې غوږونه ولري. مولوی مثال ورکوي چې کله کوټه له لوګي ډکېږي، دا چې دا لوګي له کوټې ووځي او د کوټې فضا بېرته روښانه شي؛ نو بايد د کوټې دريڅه پرانستل شي. مولوی وايي د نورو د خپګان خبرو ته غوږ نيول د درېڅې پرانستل دي:

خانه پر دود دارد پُر فَنی

مر ورا بګشا ز اِصغا روزنی

 د علي (ک) په باب يې هم راوړي او مولوی هم اشاره ورته کړې چې له ډېره غمه يا د اسرارو د غلبې له لامله يې کله سر څاه ته ښکته کاوه او خپل خپګان يې ورسره اوڅاراوه:

 چون بخواهم کز سرت آهی کنم

چون علی سر را فرو چاهی کنم

چونک اخوان را دل کینه‌ورست

یوسفم را قعر چه اولیترست

مست گشتم خویش بر غوغا زنم

چه چه باشد خیمه بر صحرا زنم

خو په حقيقت کې د پوښتنې ځای دی چې ايا علي (ک) دغسې کول؟ څوک چې د خدای په څېر ملګری او انيس لري او په محضر کې يې سترې خوشحالۍ او پراختياوې مومي، ولې سر څاه ته ورښکته کوي؟ هو، علي (ک) په زړه کې رازونه درلودل چې له نورو سره يې اوڅارولای نشو. پخپله يې له دې مانا خبر کړي يو؛ خو هيڅ وخت يې ويلي نه دي چې له ناچارۍ يې دا رازونه د څاه او دېوال په څېر کڼو او ړندو ته ويلي دي.

حضرت علي (ک) وايي:

إِنَّ هُنَا لَعِلْماً جَمّاً لَوْ أَصَبْتُ لَهُ حَمَلَةً

« په سينه کې مې علمونه پراته دي، کاشکې حاملان مې ورته موندلي وای.»

بَلی أَصَبْتُ لَقِناً غَیْرَ مَأْمُونٍ عَلَیْهِ، مُسْتَعْمِلاً آلَهَ الّدِینِ لِلدُّنْیَا

« البته دين پلوري انسانان پېژنم، که دا رازونه ورسره مطرح کړم؛ نو په پلور به يې مادي ګټې ترلاسه کړي؛ نو ځکه دا ډول وګړي مې نه پکارېږي.»

 خو  روسته يې وويل:

 اللَّهُمَّ بَلَى لَا تَخْلُو الْأَرْضُ مِنْ قَائِمٍ لِلَّهِ بِحُجَّةٍ إِمَّا ظَاهِراً مَشْهُوراً وَ إِمَّا خَائِفاً مَغْمُوراً لِئَلَّا تَبْطُلَ حُجَجُ اللَّهِ وَ بَيِّنَاتُهُ

«نه! پر ځمکه الهي حجتونه شته چې د دې رازونو رښتوني حاملان دي.» ( نهج البلاغه، کلمات قصار، ۱۴۷)

دا رازونه او دا حاملان بله قصه لري. دلته مو بحث د هغو غمونو، خپګانونو او تنګسيو په اړه دی چې د انسان په ضمير کې رادبره کېږي او انسان يې د ځان خلاصونې لپاره يوه دريڅه لټوي. دې خلاصون ته غوره لار اورېدونکي غوږونه او حاضر دوست دی او خدای تعالی حاضرترين حاضر دی او د مولانا په وينا: «احضرهم بالکفاية للمتوکلين عليک…».

علي (ک) خپل زوی ته دا ښوونه کړې چې خبره دې له خدای سره اوڅار (مطرح) کړه او د خپګان لرې کونه دې ترې وغواړه.

په دې ليک کې علي (ک) د دعا نه قبلېدو ته اشاره کړې لکه چې وويل شو، ښايي د دعا منل د دعا کوونکي خورا ټيټه تمه وي. څومره پيکه او بې خونده ده چې خدای څوک وشړي او نامهرباني ورسره وکړي او د خبرو کولو اجازه ورنکړي. او اوس چې خدای انسان ته د سوال، خبرو کولو او خواله کولو اجازه ورکړې؛ نو اُنس، ملتيا او مينه ورسره څومره زړه راښکونې ده.  دا مينه، د هغو کسانو بدله ده چې له خدای سره مينه کوي؛ خو ورته د خدای ځواب:

 دعا ته د خدای د ځوابونو ډولونه:

د خدای ځواب بېلابېل ډولونه لري؛ د دعا په ترڅ کې د وګړي تودېدل او په دې کار کې مينوالېدل او له ډېرې مينې خوټېدل عين ځواب اورېدل دي؛ خو هغو کسانو ته چې له دې ذوقه بې خبره دي، ښه ملموس ځوابونه ورته لازم دي. په همدې دليل علي (ک) په دې عباراتو کې زوی ته د دعاګانو د قبلېدو او نه قبلېدو راز څرګند کړی دی:

فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!