تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته لیکي :   وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دعا

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته لیکي :

 

وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ وَ لَمْ يُعَيِّرْكَ بِالْإِنَابَةِ وَ لَمْ يَفْضَحْكَ حَيْثُ الْفَضِيحَةُ بِكَ أَوْلَى وَ لَمْ يُشَدِّدْ عَلَيْكَ فِي قَبُولِ الْإِنَابَةِ وَ لَمْ يُنَاقِشْكَ بِالْجَرِيمَةِ وَ لَمْ يُؤْيِسْكَ مِنَ الرَّحْمَةِ بَلْ جَعَلَ نُزُوعَكَ عَنِ الذَّنْبِ حَسَنَةً وَ حَسَبَ سَيِّئَتَكَ وَاحِدَةً وَ حَسَبَ حَسَنَتَكَ عَشْراً

« پوه شه!هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه او په توبه ايستو او له ګناه په راستنېدو کې يې ټپسورى نه کړې. په هغه ځاى کې چې د اشوا – رسوا کېدو وړ وې،اشوا يې نه کړې او توبې قبلېدو ته يې درباندې سخت شرايط کېنښوول او د خپلې کړې ګناه له امله يې محاکمه نه کړې او په تنګه يې ونه نيولې او له خپل رحمته يې نهيلى نه کړې؛ بلکې له ګناه مخ اړول دې نېکي شمېري.»

دعا ته د خدای اجازه اعتباري نه ده:

د دعا په چار کې د باري تعالی اجازه اعتباري نه ده؛ يعنې د هغو اجازو په څېر نه ده چې مديران يې خپلو مامورينو ته ورکوي؛ بلکې له آره د خدای او مخلوق ترمنځ تړاو، د خالق «اذن» او اجازه د مخلوق جوړښت ته ورګرځي. يعنې کله چې ويل کېږي، خدای اجازه راکړې چې ويې بلو، په دې مانا ده چې داسې يې پنځولي يو چې کړای شو او بلکې څوبمن او لېوال يو، چې ويې بلو. يعنې خدای انسانان داسې پيدا کړي چې هم يې بلنې ته اړمن دي او هم ورته لېوال دي:

این طلب در ما هم از ایجاد تُست

رستن از بیداد یا رب داد توست

 این دعا از تو، اجابت هم ز تو

ایمنی از تو، مهلت هم ز تو

دعا مازې د انبياوو ښوونه ده:

انسانانو «دعا» ابداع او رامنځته کړې نه ده؛ بلکې دا چار د خدای له ښوونو او ابداعاتو ځنې دی، که پېغمبرانو خلکو ته ورزده کړي نه وای، چې خدای بللی شو، انسانانو دا طريقه موندای نشوه. «دعا هم ستا ډالۍ، ورکړه او ښوونه ده.» (مثنوي، دويم دفتر، ۲۴۴۹).

 نو ځکه خدای نه یوازې انسانانو ته اجازه ورکړې چې ويې بلي؛ بلکې دې چار ته يې هڅولي هم دي. کله چې عارفان او له دې ځنې مولوي وايي چې دعا او اجابت يې دواړه د خدای له لوري دي، په دې مانا دي چې هم اجازه او د دعا فرمان د خدای له لوري دی او هم انسانان چې له خدای سره د خبرو کولو کوم شوق لري، دواړه د خدای ابداعات او غوښتنه ده او البته اجابت او قبلول هم د خدای په رئوفو لاسونو کې دي.

دعا په مينې پورې اړه لري:

له چا سره ناسته پاسته او خبرې کول او ترې خوند اخستل، په دې پورې اړه لري چې زړه يې درنه تښتولی وي. لومړی بايد زړه وتښتول شي چې ورپسې په انسان کې د خبرو اترو شوق پيدا شي. په همدې وخت کې انسان د محبت له بلونکي او سائق سره د خبرو کولو ډېره څوبتيا مومي:

همه جمال تو بینم چو چشم باز کنم

همه شراب تو نوشم چو لب فراز کنم

حرام دارم با دیګران سخن ګفتن

و چون حدیث تو آید سخن دراز کنم

هزار ګونه بلنګم به هر رهم که برند

رهی که آن به سوی تواست ترکتاز کنم

( د شمس کلیات، ۱۷۳۴ غزل)

 د انسان له ځينو کسانو سره خبرې کول ښه نه ايسي او له ځينو سره يې يوازې خبرې کول ښه ايسي. د خبرو کولو شوق د روحي موانست او مجانست په پار دی:

 بلبل از فیض ګل آموخت سخن ورنه نبود

این همه قول و غزل تعبیه در منقارش

 ټول عشقونه او هنرونه چې له خدای  ځار شوي، د ړومبۍ زړه تښتونې زوکړه ده او که زړه تښتونه او دلربايي نه وه او که خدای د پيدايښت له پيله انسانانو ته د جمال څنډه ښوولې نه وای؛ نو په نړۍ کې دا ګردې ويناوې، غزليات او زړه راولاړوونکې خبرې نه رامنځ ته کېدې:

 ګر عشق نبودی و غم عشق نبودی

چندین سخن نغز که ګفتی که شنودی؟

ور باد نبودی که سه زلف ربودی

رخساره معشوق به عاشق که نمودی؟[1]

 خدای چې خلکو ته د دعا اجازه ورکړې، دا اجازه په دې مانا ده چې له یوې لوري يې انسانانو ته خپله څېره پرانستې او بلخو انسانانو ته يې د هندارې په څېر زړه ورکړی چې د جمال قصې يې وکړای شي. د خدای حکم د مشتاقانو او څوبنو پر زړونو خوږ او خوندور دی؛ نو ځکه يې دروند مکلفيت نه ننګېري؛ بلکې يو ډول ترغيب او هڅونه يې مومي.

خو داسې کسان هم ډير دي چې له دې درګاه دفع کېږي، جاهلان، ناپوهان او بدنامي د يا رب ويلو د ستور نه مومي، نه يې اجازه لري او او نه ورته څوبتيا:

جان جاهل زین دعا جز دور نیست

ز آنکه یا رب ګفتنش دستور نیست

هغوی چې د دعا ذوق نه مومي د خدای له درشله شړل شوي

دا ډول وګړي ان که خدای په تکلف هم وبولي، په ځان کې د مناجاتو او دعا ذوق نه مومي او دا يې د شړولو او دفع غوره نښه ده. که څوک وغواړي او راوبلي، نښه يې دا ده چې لار ورنژدې کوي او ګام اخستل يې ور اسانوي او کله چې څوک شړي، ورونه يې پر مخ ورتړي او له حق سره په خبرو کولو کې لږ کوټی ذوق هم ورته نه پرېږدي.

 په دې حالاتو کې انسان بايد خپل روح ته رجوع وکړي او د خپل دننني احوال پوښتنه ګروېګنه وکړي. دا ذوقونه يا ناذوقونه، دا خوندونه يا بې خوندۍ، دا روښنايي يا تيارې بې سببه نه دي. بايد خپل حالات لار پېژاندو ته ور وړاندې کړي او البته نبايد استدراج او د باري تعالی مکر له يادوه وباسو.

 دعا د بندګۍ ښودل دي نه د ژوند وزله

د اصولو له مخې، دعا کول د بندګۍ ښودل دي نه د ژوند وزله. نه يې دې ويلي چې دعا وکړئ چې له لامله يې خپل ژوند خوندي او تامين کړئ دا شته؛ خو تردې خورا ډېر هم شته.

هر که کارد قصد ګندم باشدش

کاه خود اندر تبع مي آیدش

قصد در معراج دید دوست بود

در تبع عرش و ملایک هم نمود

په معراج کې اصلي موخه له خدای سره ديدار و، که څه په ترڅ کې يې پرښتو هم ځانونه پېغمبر (ص) ته وروښودې.

دعا د اصولو له مخې له خدای سره د انسان مؤانست، ورسره له ملګرتوبه خوند اخستل او په دې ناسته پاسته کې د ځان موندل دي. دعا له خدای سره د رښتوني او عابدانه مينې يو ډول تجربه ده؛ خو البته په دې مينې کونې، ناستې پاستې او مجالستونو کې، يو لړ اغېزې او نور ثمرات هم رادبره کېږي. ظاهر ويني يې يوازې جنبي ګټو ته ورماتېږي؛ خو واقع ويني له دې مجالستونو او مؤانستونو اوچت خوند او نعمت نه مومي:

خلاف طریقت بود کاولیا

تمنا کنند از خدا جز خدا

ګر از دوست چشمت بر احسان اوست

تو دربند خویشی نه در بند دوست

له ټولو ځنې د دعا اوچته مرتبه غوښتل شوې نه ده:

 البته له ټولو يې غوښتي نه دي چې د خدای په تړاو دومره استغراق او مجذوبيت ولري تر دې چې له احسانه يې غافل شي؛ خو انسانانو ته يې ور زده کړي چې ټول انسانان په يوه مرتبه کې نه دي؛ بلکې ځينې د خدای ځانګړي بندګان له ړومبيو مراتبو اوچتېږي او پورته مرتبې يې پر برخه کېږي.

 د دعا اوچته مرتبه:

 عارفانو له يوې مرتبې خبر کړي يو چې تر دعا اوچته مرتبه ده او يوازې د يو شمېر نوادرو بندګانو پر برخه کېږي. په دې مرتبه کې اجازه، اذن او فرمان پر خپل ځای دی؛ خو د انسان احوال دا دی چې خپله په دعا خوله نه پرانځي،

يعنې په دې مقام کې وګړی له هستۍ وتلی يا د هستۍ پر وړاندې نه دی؛ بلکې د هستۍ د غونډال (نظام) يوه برخه ده. لږ تر لږه وګړی په يو نادر حالت کې، ځان د هستۍ يوه برخه بولي؛ نو ځکه پکې د يو چار د بدلون شوق او غوښتنه نه رامنځته کېږي. په دې مرتبه کې څه چې په هستۍ يا پر ده تېرېږي، داسې په عين اړتيا او مصلحت (او په حقيقت کې، د خدای له سترګو) ويني چې ته وا هر څه پر خپل ځای دي؛ نو ځکه د يوه بې ځايه چار د لاس ته راوړو لپاره پکې د دعا حالت نه رادبره کېږي. دعاګانې د تغيير او بدلون لپاره دي. که څوک د هستۍ ضروري نظام څنګه چې دی وويني، نو تغيير يا د تغيير غوښتل به ورته مانا ونلري. دا هم يو حالت دی، که څه تجربه يې موږ ناقصانو او نيمګړو ته ستونزمنه ده؛ خو کاملانو رازده کړي چې د عملي کېدو وړ ده او حقيقت لري.

ز اولیا اهل دعا خود دیگرند

که همی‌دوزند و گاهی می‌درند

قوم دیگر می‌شناسم ز اولیا

که دهانشان بسته باشد از دعا

از رضا که هست رام آن کرام

جستن دفع قضاشان شد حرام

در قضا ذوقی همی‌بینند خاص

کفرشان آید طلب کردن خلاص

حسن ظنی بر دل ایشان گشود

که نپوشند از عمی جامهٔ کبود

يو وګړي ته دعا کول هله مانا لري چې له هستۍ سره يو ګونی توب نه ننګېري او ځان يې پر وړاندې او پکې متصرف مومي، که دا تقابل محوه او لرې شي او وګړي ته له ګرد نظام سره يو ډول يوګوني توب ترلاسه شي، نو دعا کول يې بېله مانا مومي، که څه په ظاهره يې دعا کول د نورو دعاګانو په څېر وي. په دې حالت کې نوموړی بې خوده دعا کوي چې په حقيقت کې د خدای دعا ده نه د ده:

آن دعا بیخودان خود دیګر است

آن دعا زو نیست ګفت داور است

آن دعا حق می کند چون او فناست

آن دعا و آن اجابت از خداست

چون خدا با خود دعا و کد کند

پس دعای خویش را چون ردّ کند؟

 

[1] – شهاب الدين سهروردی، فی حقيقة العشق.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!