تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انسان واقعي وضع علي (ک) سياستوالو، مديرانو او واليانو ته يو پيغام لري او هغه داسې چې کله مالک اشتر مصر ته لېږي، د اړيکو د ښه تنظيمولو لپاره سپارښتنې ورته کوي او د انسانانو په اړه نور معلومات هم ورکوي. وَ أَشْعِرْ قَلْبَكَ الرَّحْمَةَ لِلرَّعِيَّةِ وَ الْمَحَبَّةَ لَهُمْ وَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انسان واقعي وضع

علي (ک) سياستوالو، مديرانو او واليانو ته يو پيغام لري او هغه داسې چې کله مالک اشتر مصر ته لېږي، د اړيکو د ښه تنظيمولو لپاره سپارښتنې ورته کوي او د انسانانو په اړه نور معلومات هم ورکوي.

وَ أَشْعِرْ قَلْبَكَ الرَّحْمَةَ لِلرَّعِيَّةِ وَ الْمَحَبَّةَ لَهُمْ وَ اللُّطْفَ بِهِمْ وَ لَا تَكُونَنَّ عَلَيْهِمْ سَبُعاً ضَارِياً تَغْتَنِمُ أَكْلَهُمْ فَإِنَّهُمْ صِنْفَانِ إِمَّا أَخٌ لَكَ فِي الدِّينِ وَ إِمَّا نَظِيرٌ لَكَ فِي الْخَلْقِ يَفْرُطُ مِنْهُمُ الزَّلَلُ وَ تَعْرِضُ لَهُمُ الْعِلَلُ وَ يُؤْتَى عَلَى أَيْدِيهِمْ فِي الْعَمْدِ وَ الْخَطَإِ فَأَعْطِهِمْ مِنْ عَفْوِكَ وَ صَفْحِكَ مِثْلِ الَّذِي تُحِبُّ وَ تَرْضَى أَنْ يُعْطِيَكَ اللَّهُ مِنْ عَفْوِهِ وَ صَفْحِهِ

زړه دې له خلکو سره په لورنې راونغاړه او له ټولو سره دوست او مهربان اوسه؛ هسې نه چې داړن ځناور وسې، چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ ځکه خلک په دوه ډوله دي: يو شمېر ستا ديني وروڼه دي او نور په پنځون کې ستا په څېر دي. که کومه ګناه کوي يا څه نا څه پړه کېږي، يا په لوى لاس يا تېر کې څه ګناه کوي؛ نو ويې بښه او اساني ورسره کوه؛ لکه څنګه چې دې ښه اېسي، خداى دې وبښي او اساني درسره وکړي. (۵۳ ليک، نهج البلاغه)

له انسانه د دې ډول انځورنې غوښتنه، تېرېدنه، سترګې پټول او سانګيري ده

 دلته دا تېرېدنه، مازې اخلاقي تېرېدنه نه ده؛ يعنې، دا نه ده چې ووينې او ښه دې رانشي او ګوته پر خوله کېدې. «ګذشت او تېرېدنه» يعنې پوه شې شونې نه وه چې دغسې ونشي. که پوه شې له داسې موجوداتو سره مخامخ يې چې د انسانيت غوښتنه يې خطا کاري ده؛ نو هله به تېرېدونکی شې.

خدای موږ ته تېرېدونکی دی؛ ځکه موږ پېژني او پوهېږي چې څرنګه مخلوق يو. له خپلو مخلوقاتو خوشې تمې نه لري. څوک چې پوه شي انسان څرنګه يو موجود دی، له دې الهي صفته به لاروي وکړي.

فَإِنَّكَ فَوْقَهُمْ وَ وَالِي الْأَمْرِ عَلَيْكَ فَوْقَكَ وَ اللَّهُ فَوْقَ مَنْ وَلَّاكَ

په رښتینه کې ته پر ولس لوړ يې او مشر دې پر تا لوړ دى او خداى پر هغه لوړ دى، چې ته يې والي ټاکلى يې.

او په څو جملو پسې داسې ټکي راوړي چې له مطلب سره مو اړخ لګوي:

وَ لَا تَنْدَمَنَّ عَلَى عَفْوٍ

«بيخي له خپلې کړې عفوې مه پښېمانېږه.»

يعنې مه وايه، کاشکې دغسې مې کړي نه وای. ان که ووينې چې عفوه دې بې ځايه وه پښېماني مه کوه؛ ځکه له انسانانو سره په ناسته پاسته او معاشرت کې، بنسټ، تېرېدنه او ګذشت دی او عقوبت او سزا استثنا ده او دا د انسان پېژندنې غوښتنه ده.

وَ لَا تَبْجَحَنَّ بِعُقُوبَةٍ وَ لَا تُسْرِعَنَّ إِلَى بَادِرَةٍ وَجَدْتَ مِنْهَا مَنْدُوحَةً

«هيڅکله سزا ته مه خوشحالېږه او هغې غوسې ته مه ورځغله چې ترې تشتېدای شې.»

يعنې، که يو ګناهګار ته کوم عذر پيدا شو؛ نو ړومبی يې وګڼه او که د چا سزا ته د تېښتې لار وي، ډيل ورته مه وکوه.

دا د حضرت علي (ک) د حکومت مبنا وه او خپله يې هم خلکو ته د خطا کارو، معذورو، عفلت والاوو (هغه هم نامذموم غفلت) او د عفوې د مستحقينو په توګه کتل. بل هر څوک چې له خلکو دغسې انځورنه لري، دغسې چلن به ورسره ولري. انساني چلن يعنې د انسان له واقعي وضع سره مناسب چلن او ټوله خبره د انسان د واقعي وضع پر سر ده:

ايا پرښته ده؛ ځناور دی؟ عقلمن دی؟ غافل دی؟ …

له انسانه د علي (ک) انځورنه دا ده:

غافل څاروی خو معذور او محترم.

مهم ټکی دا دی که انسانان علي العموم عاقل وګڼو، د عقل شرط ورسره سختګيري کول دي؛ خو که جاهل، ناپوه، مفتون او معذور يې وبولو، د عقل و انصاف شرط پرې لورنه ده.

له همدې مخې علي (ک) مالک اشتر ته دغسې فرمان ورکوي که په بله ټولنه کې بله وضع واکمنه شوه، بل حکم به ورپسې وضع شي.  په هر حال له خلکو د خپلې انځورنې او تمې درلودنې سمونه يو فوق العاده مهم چار دی.

کامل انسان ټولو ته يوه واحده بېلګه او لازم الاتباع نه دی، هر څوک له خپل شان سره وړ کمال لري:

عارفانو چې د «کامل انسان» ويينه مطرح کړې، ويلي يې دي چې انسان هغه ځای ته ور رسېدای شي چې د ټولو الهي اسماوو ښکارندوی شي. دا نظريه د دې انګېرنې لامل شوې چې ته وا ټول  «کامل انسان» کېدای شي يا پېغمبران راغلي چې ګرد انسانان پوره او کامل کړي. دې ډول باورونو له انسانانو ځنې د خوشې تمو او ترې د کږو وږو انځورونو رامنځته کونې ته لمن وهلې ده.

پردې سربېره، انګېرل شوی چې کامل انسان ثابتې او مشخصې ځانګړنې لري او انسانان پر تنوع، ډولا ډولۍ او توپیرونه سربېره هڅه وکړي چې په هماغو مشخصو ځانګړو پر دغسې کامل انسان واوړي.

 دا ټولې انګېرنې خطا دي، نه پېغمبران راغلي چې ټول انسانان په کامل انسان واړوي او نه ټول انسانان کامل انسان کېدای شي او نه کامل انسان واحده او ځانګړې بڼه او بېلګه لري. داسې انګېرنې، د انسانانو د ځانګړنو په پامنيوي، له بيخه ناسمې او هغه هم خطرناکې ناسمې دي.

واقع دا ده، که له عرفاني او فلسفي ليد لوري ووينو، وبه وينو چې هر انسان له خپل شان سره وړ کمال لري، ته وا هر موجود يو ټاکلی ظرف، لوښی او ګنجايش لري او تر ګنجايش ورزيات تمه ترې نشو کړای. د هر موجود ګنجايش او وسع يې د حکيمانو په تعبير خپل «وړ کمال» دی که يو موجود د بل موجود کمال، خپل کمال وبولي، په واقع کې «بل» يې «خود= ځان» پېژندلی؛ نو ځکه پر پرديتوب اخته شوې دی.

که دا مطلب سم وپوهول شي؛ نو مومو چې هيڅ انسان د بل هيڅ انسان پوره بېلګه نه ده. البته انسانان يو له بل سره مشترکات لري؛ خو د امکاناتو شونتياوو، قواوو، ځواکونو، استعدادونو او وړتياوو له اړخ يو له بل سره توپير لري. نو ځکه هر انسان ځان ته يو ځانګړی ډول دی او دا ډول هم خپل مناسب کمال لري.

کله چې هر انسان ته پر خپل لايق کمال ور قايلېږو؛ نو د انسانانو ترمنځ توپیر مو په رسميت پېژندلی دی. په دې حال کې په ښوونه او روزنه يا مديريت کې بايد دوه کارونه ترسره کړو: يو دا چې د انسانانو ترمنځ عامې ګډې وجهې په پام کې ونيسو او ټول خلک لږ تر لږه له انساني کماله برخمن کړو او دويم دا، هر انسان خپل ځانګړي مقام ته ور ورسوو.

همدا غفلت دی چې انسانان يې د پېغمبرانو محتاج کړل. څوک چې په شخړه کې راګېر دی، په خپله د شخړې منځګړی کېدای نشي او دباندنی داور، قاضي او منځګړی لازم دی.

مازې اختلاف برکتي نه دی

فی نفسه شخړه او اختلاف برکت او تکامل نه راوړي؛ خو دا چې دوه ځانګړنې يا دوه عاملونه پکې وردننه کړو: روش (او دود) او بل داور، قاضي او منځګړی. که د خلکو ترمنځ شخړه راپېښه شي او څوک د اختلاف په علت پوه نشي او نه يې هوارولای شي؛ نو دا شخړه يو عذاب دی، لکه د يو ناليدلي څيز پر سر د ړندو اختلاف:

حلقه به چه کار اندرید

دیده بان را در میانه آورید

دغسې اختلاف نه يوازې ګټه نلري؛ بلکې د عمر او انرژۍ د ضايع کېدو لاملېږي. يوه څارو او داوره سترګه لازمه ده چې ترمنځ يې قضاوت او ورمندون وکړي. او دا د الهي رسولانو سترګه ده.

په نوې نړۍ کې هڅه کوي چې له بهرني داوره د بشر استغنا او عفوه سره راټوله کړي:

اوس څه مو چې په پېر کې پېښ شوي، که ورته ووينو، مومو چې نوې انسان پېژندنه هڅه کوي چې دا دواړه وضعيته سره راټول کړي. يعنې يو خوا انسان ته په حقوقو، د قضاوت پر قدرت او طراحۍ قايل دي او له وحې يې موړ او مستغني بولي او بلخوا د ډېرې ګوذارې او شفقت غوښتونکی دی. حال دا چې ګوذاره له هغه سره روا ده، چې د ورمندون یا قضاوت وس او قدرت نلري؛ نو يا بايد ومنو چې انسان لږ تېروځي؛ نو ځکه د بل ورمندون – قضاوت ته اړتيا نلري نو بايد سختګيري ورسره وکړو، يا بايد منو چې انسانان د غفلتونو په دوړو، داړن صفاتو او شخړو کې راګېر د عفوې، نرمۍ او ګوذارې مستحقين دي او د پېغمبرانو قضاوت او ورمندون ته اړمن دي:

إِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ (نساء/۵۹)

په هر حال ديني حکومت انسانانو ته د دغسې ځانګړنو په فرض بايد په لورنې، شفقت، تېرېدنې، پراخې سينې او سعه صدر ولاړ وي. انسانان د خدای بندګان ګڼل او ټولو ته پر حق او مکلفيت قايلېدل، د هغه حکومتي نظام غوښتنه ده، چې پکې هيڅوک ځان له حق، مکلفيت او اخلاقي قضاوت څخه ورهاخوا نه بولي. نو ځکه دين چې د کومو انساني کمالاتو لرليد راښيي، فوق العاده روښانه او زړه ښادمنوونکی دی او د انسان روح د دې څنډو لوريو ته د ورالوتنې لپاره څوبمن او لېوالوي، په عين حال کې خپله دين را زده کوي چې له ټولو انسانانو تمه کېدای نشي، چې په هغه اوچته ارتفاع کې وزرونه وټپوي.

اوس څرګندېږي چې د يوې سياسي نظريې رامنځ ته کول چې هم د انسانانو له طبيعي وضع نټه ونکړي او هم يې قاضي او داور ته اړتيا ومني او هم د نخبګۍ مدعيانو ته د ناوړې ګټنې مجال ورنکړي او هم له انسانانو سره په چلن کې لورنه اصل وګڼي او هم يې حسابګري وشمېري ـ به څومره ستونزمنه وي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست