بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د تاريخ د فلسفې له ليد لوري د امام مهدي پاڅون لیکوال : استاد مرتضى مطهري د ژباړن خبرې خداى دې ژر راښکاره کړه د سمو رواياتو له مخې،په ټولو اسلامي مذاهبو کې “امام مهدي” دولسم امام دى،چې په نړۍ کې د قسط او عدل له مخې، د ورورۍ او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د تاريخ د فلسفې له ليد لوري
د امام مهدي پاڅون
لیکوال : استاد مرتضى مطهري
د ژباړن خبرې
خداى دې ژر راښکاره کړه
د سمو رواياتو له مخې،په ټولو اسلامي مذاهبو کې “امام مهدي” دولسم امام دى،چې په نړۍ کې د قسط او عدل له مخې، د ورورۍ او برابرۍ نظام پر پښو دروي. په روايتونو کې دي،چې د امام ياران به “د بدر د غزا” د مجاهدينو په شمېر (٣١٣) وي او داسې ترې پوهېداى شو، چې د نړى په (٣١٣) ځايو کې به د راښکاره کېدو لپاره يې لار هوارېږي؛ نو موږ د دې لپاره،چې د تاريخ له تکاملي بهيره څټ ته نۀ يو پاتې شوي،همدا اوس ورسره د ملتيا لپاره ځان په فکري وسله سمبالوو،چې د “مشرۍ” په نظام کې يې ګرد کړه وړه مو د د عبادت بڼه ونيسي؛نو ځکه په دې ژباړه کې د امام راښکاره کېدل د تاريخ د فلسفې له ليده توضيح شوي او لوستونکي ته ډاډ ورکوي،چې وروستۍ بريا يې په برخه ده.
تمه د رهبر يې شوه پيدا،پاتې په لار کې شو
اوس متوکل شو د مهدى په انتظار کې شو
محمد آصف صميم؛د حمزه شينواري کليات:درېم ټوک ١٩٢٥ مخ،
د امام مهدي پاڅون
پر باطل او تېري د حق،سولې او عدالت د وروستۍ بریا فکر،د اسلامي ایمان نړيواله پراختیا، د انساني ارزښتونو پوره او هراړخیزه رامنځ ته کېدنه، د “مدینه فاضله” او ایديالې ټولنې رامنځ ته کېدل، او په پاى کې په سپېڅلي او ستر شخصیت ددې عمومي او انساني فکر پلي کول،په متواترو اسلامي روایاتو کې پر “مهدي ” تعبیر شوی دی. په دې فکر لږ تر لږه، ټول اسلامي مذاهب له اختلافاتو او توپيرونو سره ګروهمن دي؛ځکه اصل او جرړه يې قرآني ده؛دا قرآن کریم دی،چې غوڅ یې د اسلامي ایمان وروستۍ بریا، د صالحانو او متقیانو واکمني،د تل لپاره د جبارانو او ظالمانو د لاس پرې کېدنه، او د بشریت د راتلونکې نېکمرغې زیری یې ورکړی دی.
دا فکر له هر څه مخکې د طبیعت پر ټوليز نظام او د تاریخ د تکاملي بهیر پر خوشبینۍ او له راتلونکې ډاډمنتیا او د ځينو افکارو پر خلاف د بشر له وروستي برخليکه د بدبینۍ د لرې کولو پر بنسټ ولاړ دى.
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
ژباړه: ( الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او كه څه هم مشركان پرې خوښ نۀ وي. ( صف/۹)
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
ژباړه: او په حقيقت كې مو په” زبور” كې له تورات وروسته ليكلي دي چې :((زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.)) ( انبیاء/۱۰۵)
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ
ژباړه: او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو.( قصص/۵)
وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ
ژباړه:او هغوى ته پرځمكه[=مصراو شام] واكمني وركړو او(بلخوا) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وښيو، چې ترې[=بنې اسراييل] وېرېدل. .( قصص/۶)
قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
ژباړه: موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل . ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بېشكه چې ځمكه د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، وارث يې ګرځوي او د پرهېزګارانو پاى ښه ده .)) (اعراف/۱۲۸)
د امام مهدي راښکاره کېدو ته تمه درلودل
دې انساني او نړيوال زیري ترسره کېدنې ته په اسلامي روایاتو کې ((د مهدي ته په تمه کېدل)) ویل شوي او دا چار عبادت؛بلکې غوره عبادت ګڼل شوی دی. ((د مهدي راتګ ته په تمه کېدل)) له یو بل ټوليز اسلامي او قرآني اصل ((له روح الله څخه د نهیلۍ حرمت)) څخه اخېستل شوی دی.
د الهي پېرزوينو په رڼا کې،مؤمن بيخي نۀ نهیلی کېږي.
“د مهدي راښکاره کېدو ته په تمه کېدل” او”له روح الله څخه د نهیلۍ حرمت” د شخص او یا ډلې په اړه نۀ؛بلکې عمومي او بشري پېرزوينه ده او پردې سربېره،له ځانګړو او ټاکلیو زېرو دی،چې پرېکنده توب يې بيخي جوت دى.
دوه ډوله په تمه کېدنه
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته په تمه کېدل” او په راتلونکې پورې زړۀ تړل او ورته هیلمنېدل، دوه ډوله دي:
هغه په تمه کېدنه،چې رغنده او ژغورونکې،ژمنه رامنځ ته کوونکې، ځواک زيږې او حرکت بښونکې ده،داسې چې یو ډول عبادت او حق پالي ګڼل کېږي؛ او بل هغه په تمه کېدنه ده،چې ګناه ده؛ ورانوونکې او اسارت راوړونکې ده،چې دا بايد یو ډول د هر څه روا والى وګڼل شي.
“د مهدي راښکاره کېدو ته دا دوه ډول په تمه کېدل” له دې راولاړ شوي، چې د مهدي له راښکاره کېدو دوه ډوله پوهېدنې دي؛ او دا دواړه پوهېدنې،د تاریخي انقلابو په اړه له دوه بېلابېلو ليدونو راولاړ شوي دي؛نو اړینه ده،چې د تاریخ پر بدلونو څه رڼا واچوو.
د ټولنې شخصیت او طبیعت
ایا تاریخي بدلونونه،تصادفي او اتفاقي چارې دي،که طبیعي؟ که څه هم په طبیعت کې، واقعي تصادف او پېښه (؛یعنې بې له علت او بې له کوم ضرورته د پېښې رامنځ ته کېدل) نۀ شته؛خو په نسبي ډول شته.
که یوه ورځ له کوره راووځو او د ورۀ په مخ کې له داسې ملګري سره ووینو،چې ډېر وخت مو نۀ وي ليدلی؛ نو دا چار تصادفي پېښه ګڼو. ولې؟؛ځکه دغسې لیدنه له کوره د بهر وتنې د ټولیز طبیعت غوښتنه نۀ ده او که نۀ،هره ورځ به مو دغسې لیدنې درلوداى .
ممکن څوک تاریخي بدلونونه تصادفي چارې وګڼي؛یعنې هغه چارې،چې په ټولیزه قاعده او ضابطه کې نۀ راځي،داسې چې مدعي شي،ټولنه د وګړيو او شخصي او وګړیزو طبیعتونو له ټولګې پرته، بل څه نۀ ده او د پېښو ټولګه ده،چې په شخصي او وګړیزو انګېزو رامنځ ته کېږي او د تصادفي پېښو لامل ګرځي او دا تصادفي پیښې د تاریخي بدلونو لامل ګرځي.
بله نظریه داده،چې ټولنه په خپل وار، له وګړيو او طبیعته خپلواک طبیعت او شخصیت لري او د خپل طبیعت او شخصیت له مخې عمل کوي. د ټولنې شخصیت د وګړيو د شخصیت په څېر نۀ دى؛بلکې د وګړيو د فرهنګي فعل، انفعال او ترکیبه،واقعي او حقیقي شخصیت رامنځ ته کېږي؛لکه هر ساکښ او بې سا مرکب؛ نو همدا شان ټولنه ځانته طبیعت،ځانګړنې،سنت، قاعدې او ضابطې لري؛یعنې د خپل طبیعت له مخې عمل کوي او عمل او عکس العملونه یې د یو لړ ټوليز او عمومي قوانینو له مخې، د توضیح وړ دي.
نو تاریخ هله فلسفه لري او تر ټولېزې قاعدې او ضابطې لاندې راتلای شي او هله د تفکر موضوع او د عبرت هنداره کېدای شي،چې ټولنه ځان ته طبیعت او شخصیت ولري او که نۀ،بې د وګړيو له ژونده،بل څه نۀ شته او که درس او عبرت هم وي، د قومونو او ملتونو له ژونده ټولیز او جمعي درسونه نۀ؛بلکې د وګړيو له ژونده وګړیز درسونه دي؛ نو له تاریخ او بدلونو یې پوهېدل، چې ورته اشاره وشوه،د ټولنې د طبیعت او شخصیت درلودو په فرع کې راځي.
قرآن حکيم او تاریخ
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته په تمه کېدل” ددې په څنګ کې، چې فلسفي او ټولنیز بحث دی،اسلامي او دیني بحث هم دی او لکه چې ومو وویل: (( قرآني ریښه لري))؛ نو مخکې له دې،چې “د مهدي راښکاره کېدو ته په تمه کېدو” څرنګوالی يې وڅېړو،د قرآن په رڼا کې د ټولنې متغيیر او بدلېدونکې تېر (تاریخ) روښانه کړو.
شک نۀ شته،چې قرآن کریم،تاریخ د درس،معرفت او پېژندنې سرچینه او د تفکر،تذکر او عبرت هينداره یادوي؛خو ایا قرآن حکيم تاریخ ته په وګړیزه سترګه ګوري او که په ټولنیزه ؟ ایا د قرآن نظر یوازې دادی،چې د خلکو ژوند نورو ته عبرت وګرځوي یا یې نظر پر جمعي او ټولنيز ژوند دی؟ لږ تر لږه جمعي ژوند هم د قرآن موخه ده؟ او دویم فرض: ایا له قرآنه استنباط کړای شو،چې ټولنه له وګړيو خپلواکه، د ژوند،شخصیت، مودې، اجل ان شعور،ادراک، وجدان، ذوق، احساس او ځواک لرونکې ده او که نۀ؟ ؛نو ایا کړای شو، له قرآنه دا فرض استنباط کړو،چې پر ټولنو، قومونواو امتونو يو رنګ سنتونه،طریقې او ټاکل شوي قوانین واکمن دي او که نۀ؟
البته ددې نظریي څېړل بلې څېړنې ته اړتیا لري؛خو په لنډو وایم، چې د درې واڼو پوښتنو ځواب مثبت دی.
( وګورﺉ: د الميزان تفسیر عربي متن۴/ ۱۰۲، ۷ / ۳۳۳، ۸/ ۸۵، ۱۰/ ۷۱-۷۳ مخونه، ۱۸/۱۹۱)
قرآن کریم د عبرت ښوونې په برخه کې د قومونو او امتونو ژوند نورو ته د تنبيه لپاره مطرح کوي:
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْئَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
ژباړه: هغوى يو امت و چې تېر شو، كړنې يې يوازې خپلې وې او کړنې مو يوازې ستاسې دي او تل يې، چې څه کول، په باب به يې و نۀ پوښتل شئ .(بقره/۱۳۴ او ١٤١)
قرآن کريم څو ځل په خپلو تعبیرونو کې د امتونو د ژوند،مودې او د قومونو د پورې یا اجل موضوع یاده کړېده او وايي:
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لاَيَستَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ
ژباړه: او هرامت ته يوه (ټاكلې) نېټه ده او چې وخت يې پوره شي؛ نو يوساعت وروسته او مخكې كېداى نۀ شي .(اعراف/۳۴)
دا چې بې قاعدې او بې حسابه ارادې،د تاریخ برخلیکونه بدلوي؛نو قرآن کریم دا ګومانونه په کلکه ردوي او څرګندوي،چې د قومونو پر برخلیک ثابت او نۀ بدلېدونکې قاعده واکمنه ده او وایي:
فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلاً وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلاً
ژباړه: نو آيا هغوى بې د مخکېنيو له سنت (او له دردناک عذابو يې) بل څه ته سترګې پر لار دي (؛نو چې داسې ده) د خداى په سنت (او را روانه کړنه) کې به هېڅکله بدلون ونۀ مومې او نۀ به دا ومومې، چې د خداى د سنت (او کړنې) مخه دې پر بل لور واړول شي.( فاطر/۴۳)
قرآن کریم د تاریخ د سنتونو په هکله له زده کړې ډک ټکى بیانوي او هغه دا،چې خلک کړای شي په تاریخ کې د جاري الهي سنتونو په ګټنې،خپل برخلیک نېک یا بد کړي؛ځان، کړه وړه او چلن نېک یا بد کړي؛یعنې پر برخلیکونو واکمن سنتونه، په حقیقت کې د عملونو پر وړاندې یو لړ غبرګونونه دي. معلوم ټولنیز عملونه،معلوم عکس العملونه لري؛نو تاریخ حال دا چې د یو لړ غوڅ او نۀ بدلېدونکیو قوانینو له مخې اداره کېږي،د انسان ازادي او اختیار په کې په هیڅ ډول له منځه نۀ ځي.
قرآن کریم په دې هکله خورا آیتونه لري،چې بېلګه یې دا ده:
إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ
ژباړه: په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نۀ اړوي،څو هغوى خپل حال په خپله نۀ وي اړولى.( رعد/۱۱)
د تاریخ د تکامل مخونه او تفسیر
که یو ښوونځی،ټولنه د شخصیت او طبیعت خاونده وګڼي او بلخوا که دا باشخصیت موجود ژوندی، بدلېدونکی او بشپړېدونکى ژوی وګڼو، باید ولیدل شي، چې د ټولنې تکامل څرنګه توجیه او تفسیروي؟؛یعنې باید ولیدل شي دا ښوونځى کوم ډول ټولنه د کمال پر لوري ویني. په بله وینا: تکامل څرنګه تفسیروي؟
قرآن کریم هم د ټولنې پر شخصیت او واقعیت او هم یې پر صعودي او کمالي تګ ټينګار کوي، بلخوا پوهېږو، نور ښوونځي د تاریخ جبر او ضرروت نزولي ګڼي؛نو اړینه ده،چې پوه شو،قرآن حکيم او نور ښونځي د تاریخ تکامل څرنګه تفسیر وي؟ په تېره بیا انسانان څه دندې لري او باید څه ونډه ولري؟ په تېره بیا “ستره تمه” باید څه ډول وي؟
دوه بېلا بېلې طریقې
د تاریخ د تکامل مخونه په دوو بېلابېلو ډولو ترسره کېږي. موږ یو ډول ته يې”اوزاري” او یا هم “دیالکتیکي” او بل ته یې “انساني” یا “فطري” وايو. په بله وینا: د تاریخ د تکامل په هکله دوه ډوله نظرونه او فکرونه شته ،چې پر بنسټ يې”ستره تمه” يو انځور مومي؛بلکې ځانګړی ماهیت پیدا کوي.
اوس دا دواړه فکرونه تر هغه بریده څېړو،چې د “تمې”مسئاله او راتلونکی ته هیلمنېدل او راتلونکې ته په لار هوارېدو پورې اړوند وي.
دیالکتیکي یا اوزاري ليد
ځینې د تاریخ بشپړیز بدلونو ته ” له یو بل سره د اضداد و د انقلاب” له ګوټه مخونه ورکوي،چې دا يوازې په تاریخ پورې هم تړاو نۀ لري، تاریخ هم د طبیعت جز دی. په ټوليز ډول،د طبیعت بشپړیز بدلونونه له دې لارې توجیه کوي.
مخکې له دې،چې د تاریخ اوزاري مخونه روښانه کړو،د طبیعت دیالکتیکي مخونه روښانه کوو،چې د اوزاري تاریخ د مخونې بنسټ دی.
د طبیعت دیالکتیکي ليد پردې بنسټ دی چې:
لومړی داچې طبعیت تل په حرکت کې دی،ثبات، درېدنه او یوشان ته والى په کې نۀ شته؛نو د طبیعت په هکله سم نظر دا دی،چې ټول څیزونه تل د حرکت او بدلون په حالت کې وڅېړو او ان پوه شو،چې زموږ فکر هم ،چې د طبیعت يوه برخه ده،هر شېبه په بدلون کې دی،دوه شېبې يې ورته نۀ دي،د هرې ګړۍ فکر د پخوانۍ شېبې له فکر سره توپیر لري.
دویم دا چې د طبیعت د اجزاوو هر جز، د طبیعت د نورو اجزاوو تر اغېز لاندې دی او په خپل وار په هغه ټولو کې اغېزمن دی،چې د ټولو اجزاوو ترمنځ بشپړ همغږي ده؛ نو د طبیعت په هکله زموږ نظر هله سم دی ،چې ټول څیزونه په هر حال کې له یو بله بېل نۀ؛بلکې په تړاو کې یې مطالعه کړو؛یعنې لکه څرنګه چې هر څیز د حرکت د قانون له مخې،په هر ه شېبه کې د پخوا په شان نۀ دی او که څو شېبې وروسته بیا هم د پخوا په شان يې وګڼو؛ نو له دې څیزه شناخت او پوهېدنه مو ناسمه ده. همداراز هر څیز په ځانګړو شرایطو کې او له نورو څیزونو سره په تړاو کې،په نورو شرایطو کې له نورو څیزونو سره توپیر لري او که و مو ګڼله،چې په ځانګړو شرایطو کې یو څیز په نورو شرایطو کې هم کټ مټ هماغسې څیز دی؛نو په هکله پوهېدنه مو ناسمه ده.
درېم دا چې حرکت له تضاده راپیدا کېږي، تضادونه او شخړې د حرکتونو بنسټ دی؛لکه څرنګه چې یوناني” هراکلیت” دوه زره او پینځه سوه کاله مخکې ویلي و:(( شخړه د پرمختګونو مور ده.))
تضادونه دغسې راټوکېږي او هر څیز طبعاً خپل ضد او نفې کوونکی ته ميلان لري او په خپل بطن کې يې روزي. هر څېز،حال دا چې ځان “اثباتوي” خپل “انکار یا نمښته” هم له ځان سره لري.
هر څیز حال داچې شته، نۀ شته؛ځکه د فنا او نیستۍ لامل هم له ځانه سره لري. د څیز په دننه کې د نفې کوونکيو لاملو له پرمختګ سره ، دوه ډوله لاملونه راپیدا کېږي: ((اثباتي او اصلي عوامل))،چې غواړي څیز؛ لکه څرنګه،چې دی، هماغسې وساتي او ((نفې کوونکي عوامل))،چې غواړي د ځان پر نفې یې واړوي.
څلورم دا چې د څیزونو دنننۍ شخړه مخ په زیاتېدو ده او زور اخلي،څو اوج؛یعنې د شخړې او اختلاف وروستۍ څوکي ته ورسي او داسې ټکي ته رسي،چې په یو انقلابي حالت کې “کمّي بدلونونه” په “کیفي بدلون” اوړي او دا شخړه د نویو قوتونو په ګټه او د زړو قوتونو په ماتې پای ته رسي او څیز یوځل خپل ضد کېږي.
وروسته له دې،چې څیز د خپل ځان ضد شو،بیا وروسته هماغسې بهیر ترسره کېږي؛یعنې دا پړاو هم په خپل وار خپل ضد روزي او له یو لړ شخړو وروسته،د خپل نفې لاملېږي،چې د لومړي پړاو د نفې، نفې ده (او په یوه توګه له اثبات سره مساوي ده)؛خو د نفې، نفې چې له اثبات سره مساوي ده ،لومړي حالت ته د “رجعت” په مانا نۀ دی؛بلکې پاى ته رسي او د لومړي او دویم حالت په منځ کې د ترکيب يو ډول بڼه ده؛ نو درېم حالت،چې د ضد، ضد دی او ورته “سنتز” ویل کېږي او د لومړي حالت، (تز) او دویم حالت ، (“انتي تز”) ترکیب دی. طبیعت په دې توګه حرکت کوي او له یوه پړاوه بل پړاو ته ځي او د «بشپړتیا» لار وهي.
طبیعت هدفدار او مخيز نۀ دی او په خپل کمال پسې نۀ ګرځي؛بلکې خپل انهدام او منځه تللو ته ميلان لري؛خو هغه انهدام هم په خپل وار،خپل انهدام ته ميلان لري او هر نفې کوونکی د خپل نفې کوونکي پر لوري ميلان لري، د نفې، نفې ترسره کېږي ،چې له ځانه مخکې د دوو پخواني پړاوونو ترمنځ یو ډول ترکیب دی او قهراً او جبراً بشپړتیا رامنځ ته کېږي.دا د طبیعت دیالکتیک دی.
تاریخ هم د طبیعت یو جز دی، که څه هم انسانان یې ستونزمن عناصر دي؛نو د ناچارۍ له مخې، دا شان خټه او برخلیک لري؛یعنې تاریخ تلپاتې بهیر دی او د انسان او طبیعت ترمنځ او د ټولنې او انسان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه او د انسانانو د مخ پر ودې ډلیو او د انسانانو د مخ پر زوالیو ډلیو ترمنځ هميشنۍ شخړه ده،چې په پای کې په یو تیز او انقلابي بهير کې ، د مخ پر ودې قوتونو په ګټې پاې ته رسېږي او بالاخره د اضدادو یوه ټولګه ده،چې تل هره پېښه پر خپل ضد او هغه د خپل ضد پر ضد اوړي او بشپړتیا رامنځ ته کېږي.
تولیدي کار د بشر د ژوند بنسټ او د انسان تاریخ په حرکت راولي. ټولنیز تولیدي کار،چې د ودې په هر پړاو کې وي، د وګړیو ترمنځ ځانګړي اقتصادي مناسبات ایجابوي او دا اقتصادي مناسبات هم له یو لړ نورو مناسباتو؛ لکه اخلاقي،سیاسي، قضايي او کورنیو راولاړېږي،چې توجیه او مخ ورکړي؛ خو تولیدي کار د ودې په ځانګړې پړاو کې ثابت نۀ پاتې کېږي؛ځکه انسان اوزار جوړونکی دی او تولیدي اوزار په تدریجي شکل بشپړتیا مومي او د تولید کچه لوړوي. د تولید د اوزارو په بشپړتیا،نوي انسانان له نوي ليد او بشپړ شوي وجدان سره ډګر ته راووتل؛ځکه لکه څرنګه، چې انسان اوزارجوړونکی دی،اوزار هم په خپل وار انسان جوړونکی دی او همدا شان د تولید وده او د کچې لوړوالى یې نور اقتصادي مناسبات ایجابوي او دا اقتصادي مناسبات په خپل وار،یو لړ نور ټولنیز مناسبات غواړي ،چې توجیه او مخ ور کړي.
دا دی،چې ويل کيږي: اقتصاد د ټولنې “بیخ بنا” ده او نورې چارې یې “مخ بنا” دي؛یعنې ټولې ټولنیزې چارې د ټولنې د اقتصادي وضع د تفسیر او مخونې لپاره دي اوچې کله د ټولنې “بیخ بنا” د تولید د اوزار د بشپړتیا له کبله او د تولید د کچې د لوړوالي له کبله بدله شي؛نو جبراً “مخ بنا” هم بدلېږي؛خو دا ډول بدلون، په پخواني اقتصاد پورې تړلى قشر، په خپل زیان بولي او زیار کاږي،وضع؛ لکه څرنګه چې ده،همدا څېر وساتي؛خو نوی قشر؛یعنې په نوي تولیدي اوزار پورې تړلی قشر،چې خپلې ګټې د اوضاع په بدلون او د نوي نظام په ټینګښت کې ګڼي،هڅې کوي ټولنې ته بدلون ورکړي او مخکې یې یوسي او د ټولنې نورې چارې له بشپړ شوي اوزار او د تولید له نوې کچې سره همغږى کړي.
ددې دوو ډلو ترمنځ شخړه ،چې یوه یې “جامد الفکر” او په تېر پورې تړلې او بله یې “روڼ اندې” او په راتلونکې پورې تړلې ده،یو ډله اوسنۍ فضا ساه اخېستنې ته اړینه ګڼي او غواړي ویې ساتي او بل د ساه اخستنې په نوې فضا پسې ګرځي،یوه د زوال په حال کې او بله د ودې په حال کې ده،چې سخت سره نښلي،زور اخلي او لوړې څوکې ته خېژي،چې د انفجار او چاودنې پړاو دی او ټولنه په یو انقلابي قدم کې زوړ نظام بدلوي او پر ځای یې نوی نظام راځي،نوي ځواکونه بریالي او زاړه ماته خوري او پر خپل ضد اوړي او د تاریخ نوی پړاو پیلېږي.
د تاریخ دا پړاو هم په خپل وار د پخواني پړاو غوندې برخلیک لري؛یعنې د تولید د اوزارو په بشپړتیا،نوي انسانان ډګر ته راځي او د تولید د لوړوالي د کچې له امله،شته ټولنیز نظامونه، د ټولنیزو ستونزو هوارى له لاسه ورکوي. یو ځل بیا ټولنه له تضاد سره مخامخېږي او د ټولنیز او اقتصادي نظامونو بدلون ته اړتیا پیدا کېږي. دا پړاو هم خپل نفې کوونکی او ضد ته ځای ورکوي او نوی پړاو پیلېږي او همدا شان…..
تاریخ؛لکه د طبیعت په څېر تل له اضدادو تېرېږي؛یعنې د تاریخ تړلي زنځیرونه دا دي: ((د هغو اضدادو تولګه ده، چې مخکېني پړاو، په خپل بطن کې را وروسته پړاو روزلی او له یو لړ شخړو وروسته خپل ځای یې ورته پرېښى دى.))
د طبیعت او تاریخ په اړه دې تفکر ته “دیالکتیکي تفکر” وايي او د تاریخ په هکله،چې د تاریخ په اوږدو کې،ټول ټولنیز ارزښتونه د تولید په اوزار پورې تړلي ګڼي؛نو د تاریخ په هکله دې تفکر ته موږ “اوزاري تفکر” وایو.
که له دې وروسته ووایو:”د تاریخ اوزاري تفکر”؛ نو موخه مو ترې د تاریخي بدلونو په هکله دا ځانګړی تفکر دی،چې په تاریخي مادیت (“تاریخي ماتریالیسم”) تعبیرېږي. لنډه دا چې تاریخ مادي طبیعت،منځپانګه او دیالکتیکي وجود لري.
اصلي زړى
د دیالکتیکي تفکر اصلي زړى څه دى،که د طبیعت په هکله وي او یا تاریخ ؟ له دې اصولو او فروعو کوم یو یې اصلي زړى دى او دا تفکر له نورو تفکراتو څرنګه پورته وګڼو؟ په تېره بیا ددې تفکر امتیاز له هغه تفکر سره څه دی،چې د دیالکتیک منطق پلویان یې “متافزیکي تفکر”(=ماورالطبیعي؛ يعنې له طبيعت اخوا) بولي؟
ایا اصلي هسته داده،چې ددې منطق پلویان ،طبیعت او څیزونه په همیشني حرکت او جریان کې بولي او د “متافزیکي” تفکر پلویان، څیزونه ساکن،جامد او بې حرکته بولي؟
دا شان ویناوې د “دیالکتیک منطق” د پلویانو په لیکونو کې ډېر تر سترګو کېږي؛خو حقیقت داسې نۀ دى.
د “متافزیکي تفکر” خاوندان،کله هم نړۍ او څیزونه ساکن او جامد نۀ ګڼي؛ خو د متافزیک د فلسفې د پلویانو له خوا په دې هکله تر ټولو دقیق نظریات ويل شوي،چې طبیعت عين ((کېدل)) او ((صيرورت له يوه حالته بل حالت ته اوړېدل)) دی او په طبیعت کې سکون نسبي مفهموم دی او ثبات د “ماوراالطبیعه = له طبيعت اخوا” له ځانګړنو دی.
خو په خواشینۍ سره د دیالکتیک منطق پلویان ((هدف، وسیله روا بولي)) له دې اصله پلوي کوي او په خپلو ويناوو او نورو ته په ګوته نيولو کې یوازې خپلو موخو ته پاملرنه کوي او د خپلو ويناوو سموالي او ناسموالي ته نۀ ګوري. په هر حال،د حرکت اصل د “دیالکتیکي تفکر” له ځانګړنو نۀ دی او اصلي زړى یې نۀ شمېرل کېږي.
ایا اصلي زړى،د څیزونو د تړاو اصل او پر یو بل یې دوه اړخیز اغېز دی؟؛یعنې یوازې ددې منطق پلویان دي چې څیزونه په یو بل پسې تړلي او پر یو بل اغېزمن بولي؛خو په اصطلاح د “متافزیکي تفکر” پلویان،څيزونه له یو بل سره په تړاو او پر یو بل یې اغېزمن نۀ بولي؟
ددې ډلې په لیکنو او ویناګانو کې دا نسبت هم ډېر تر سترګو کېږي؛خو دلته حقیقت دغسې نۀ دی،څوک چې دوی ته د “متافزیکي” او تفکر خاوندان وايي،کله هم دغسې فکر نۀ کوي.
دا چې نړۍ په ټول کې یو((واحد)) دی،یو غړى دی، د نړۍ د اجزاوو اړیکه له یو بل سره ارګانیکه اړیکه ده او نړۍ په ټول کې د انسان غوندې ده، نړۍ ستر انسان او انسان کوچنۍ نړۍ ده؛نو دا په لومړي ځل “الهیونو” ویلي که څه هم له دې اصله د تعبیر او پایلې په طریقه کې د “مادیونو” او “الهیونو” ترمنځ په ځینو لوریو کې د نظر اختلاف شته.
ایا اصلي زړى، د تضاد اصل دی؟ ایا هغوی،چې “متافزیکي تفکر” لري، په طبیعت کې د تضاد له اصله منکر دي؟
دلته ددې منطق پلویانو ستر جنجال راپورته کړ او په ” جمع امتناع او د نقیضینو رفع” اصل پورې يې ځان ټينګ کړ [،چې دا په فلسفه او منطق کې مشهور دى، چې له تضاد؛یعنې د طبیعت د عناصرو له راغونډېدو یا د تاریخ او ټولنې د عناصرو له جګړې سره هیڅ تړاو نۀ لري] او مدعي شول، چې د متافزیک د تفکر پلویان، د طبیعت ټول اجزا له یو بل سره د جوړجاړي یا سازش په حال کې ويني، ان اور او اوبه؛نو له دې مخې زبېښاک شوي قوتونه هم سولې،جوړجاړي او تسلمېدو ته رابلي.
بیا یې وایم: دا ټولې خبرې بې له اړونې بل څه نۀ دي. د متافزیکي تفکر د پلویانو له نظره،تضاد په دې مانا دی،چې د طبیعت د عناصرو راغونډېدل، د خدای تعالی له خوا د همېشني فیض لازم شرط دی. (وګورئ: د همدې ليکوال “اصل تضاد در فلسفه اسلامي”)
ایا اصلي زړى، په تاریخ، طبیعت او انقلاب کې د جهش او ټوپ اصل دی؟
“هګل” چې د نوي دیالکتیک پلار دی،دا اصل یې د دیالکتیک له اصولو یاد نۀ کړ او همداراز د “ماتریالیسم” اتل “مارکس”هم.
دا اصل په نوولسمه پېړۍ کې په بیولوژۍ کې د تکامل له اصولو وګڼل شو او “فردریک انګلس” د “مارکس” شاګرد د دیالکتیک په اصولو کې کېښود. نن په بیولوژۍ کې دا غوڅ اصل دی ؛خو د هيڅ ښوونځي له ځانګړنو نۀ ګڼل کېږي؛نو اصلي زړى څه دى؟
څه چې ددې ښوونځي له ځانګړنو دي او پر نورو تفکراتو امتیاز لري او په حقیقت کې ددې تفکر اصلي زړى ګڼل کېږي، دوه څیزونه دي: یو دا لکه څرنګه، چې بهرنی واقعیت (چې د فکر او اند موضوع ده)، دیالکتیکي وضع لري،خپله اند هم دیالکتیکي وضع لري؛یعنې اند هم د عیني طبیعت په څېر د پورته څلورګونو اصولو تر دباو لاندې دى؛نو په دې لوري کې هیڅ ښوونځى له “مارکسېزم” سره یوځای نۀ دى. (په دې باب وګورئ: اصول فلسفه و روش ريالېزم لومړى ټوک)
بله دا چې دا ښوونځى، تضاد په دې بڼه تعبیروي،چې هره هستي په خپل ذات کې د نېستۍ متضمنه ده او له دې مخې له “کېدو”؛یعنې حرکت سره مساوي ده.
هر څیز په خپل دننه کې خپل نفې روزي او بیا پرې بدلېږي،چې دا هم په خپل وار دا شان بهیر وهي او په دې توګه طبیعت او تاریخ تل له اضدادو تېرېږي. ددې ښوونځي له نظره، تکامل د دوو ضدونو ترمنځ جمع ده،چې یو پر بل اوختى دی.
د تضاد اصل، د طبیعت د اجزاوو له یو بل سره د جګړې په مانا او احیاناً له یو بل سره ترکیب يې،یو زوړ اصل دی،څه چې د دیالکتیک په اصل کې نوي دي او ددې تفکر له ځانګړنو دي، دا دي چې نۀ یوازې د طبیعت د اجزاوو ترمنځ جګړه او تضاد دی؛بلکې په هر جز کې تضاد دی او دا تضاد له زړو او د مخ پر زوال عواملو سره د نوي او ودې موندونکيو عواملو د جګړې په بڼه دی او د مخ پر ودې قوتونو د بریا لامل به شي.
دا دوه څیزونه د “دیالکتیک تفکر” اصلي زړى او له “غیر دیالکتیکي” تفکره یې امتیاز ګڼل کېږي.
هر ښوونځى،چې د حرکت پر اصل او یا هم د طبیعت د اجزاوو ترمنځ پر تضاد قایل وي؛نو دا به تېروتنه وي،چې ورته د دیالکتیکي تفکر خاوند ووایو.ځینې د اسلامي تفکر په هکله دغسې تېروتي دي. دوی په اسلامي ښوونو کې د حرکت، بدلون او صیرورت له اصل سره مخ شوي.( أَلاَ إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ= چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي!( شوری/۵۳) همداشان په دې ښوونو کې یې د تضاد اصل پیدا کړ؛لکه څرنګه چې د انسان په هکله راغلي،چې د ((عقل)) او ((نفس)) یا د ((روح)) او ((تورې خټې)) ترکیب دی؛نو ادعا یې وکړه ،چې اسلامي تفکر،دیالکتیکي تفکر دی،حال دا چې د دیالکتیکي تفکر لازمه دا ده،چې ان حقایق( هغه اصول،چې ذهن یې د نړۍ د حقایقو تر عنوان لاندې تشخیصوي) هم لنډ مهالي او نسبي وګڼو او دا د اسلام د ضرورت پر خلاف ده،چې پر یو لړ تلپاتو اصولو او حقایقو قایل دی.
پردې سربېره،ددې تفکر لازمه دا ده،چې د تاریخ او طبیعت حرکت لزوماَ د مثلث په شکل[« تز،انتي تز او سنتز»؛یعنې له اضدادو د تېرېدو په حال کې] وګڼو،چې اسلامي ښوونې له دې سره هم اړخ نۀ لګوي.
حقیقت دا دی،چې دا تېروتنه د “دیالکتیک ماتریالیسم” پلویانو رامنځ ته کړې، دوی په خپلو ویناوو کې، غیر دیالکتیکي تفکر ته متافزیکي تفکر وايي او مدعي کېږي،چې متافزیکي تفکر د طبیعت اجزا ثابت،ساکن ،مجزا او له یو بل سره بې اړیکې او له هر راز تضاده تشې ګڼي او په غوڅه ژبه دا مطلب بیانوي،چې ناخبره پرې سمدستي شکمنوي. دوی د “ارسطو” “صوري منطق” تورنوي،چې د پورته درې ګونو اصولو له مخې دى.
هغوی،چې د داشان خلکو تر اغېز لاندې راځي،که له اسلامه ناخبره وي؛نو له ځان سره فکر کوي، دا چې د اسلام دین دی؛نو متافزیکي اړخ لري او تفکر یې متافزیکي دی او متافزیکي تفکر د “ثبات” ، “شیندنې” او “امتناع = ډډه کولو” پر اصل دی؛نو ځکه اسلامي تفکر هم پر درې اصلو ولاړ دی.
بله ډله،چې له اسلامي ښوونو سره بلد ده او په دې ښوونو کې له درې ګونو اصلو یو اغېز هم نۀ ګوري؛بلکې خلاف یې ګوري؛خو باور لري،چې متافزیکي اصل پر درې تېرو اصلو ولاړ دی؛ نو مدعي کېږي،چې اسلامي تفکر متافزیکي نۀ دی او بلخوا فکر کوي، چې بې له دوو تفکرونو نور څه نۀ شته : “متافزیکي” او “دیالکتیکي”؛ نو پایله اخلي،چې اسلامي تفکر؛ دیالکتیکي تفکر دی.
دا ټولې تېروتنې د بحثونو له ګډوډېدو او د دیالکتیک ماتریالیسم د پلویانو پر ويناوو د بې ځايه اعتماد له وجهې راغلي دي؛خو لکه چې وویل شو، حقیقت دا شان نۀ دی.
پایله
له تېر بحثه څو پایلې اخلو:
د “نوي” او “زوړ“ مفهوم
په دې منطق کې “نوى” او “زوړ” نسلي مفهوم نۀ لري. دلته د يو بل پر وړاندې د نوي او زوړ درېدل، د مخکېني نسل پر وړاندې د نوي درېدل نۀ دي،چې نوی نسل په انقلابي جبهه کې او زوړ به په محافظه کاره (زړه پاله) جبهه کې وي او فرهنګي مفهوم هم نۀ لري؛یعنې موخه ترې د نالوستو پر وړاندې لوستې طبقه نۀ ده؛بلکې یوازې اقتصادي او طبقاتي مفهموم لري.
په زړې طبقه کې؛یعنې په اوسنۍ وضع پورې تړلې طبقه ،چې له اوسني وضع څخه ګټنه کوي او نوې طبقه؛ یعنې له اوسنۍ وضع څخه ناراضي او له نوي تولیدي اوزاره په الهام اخېستنې،چې اوسنۍ وضع پر خپل زيان بولي او د ټولنې د “مخ بنا” د بدلون پلويان دي.
په بله وینا: “نوی” او “زوړ”؛ یعنې “روڼ اندي” او “تت اندي”.
“روڼ اندي” او “تت اندي” له پوهې او بې پوهۍ بېل دي. “روڼ اندي” هغه دي،چې د ټولنیزې بشپړتیا په لار کې ځانګړې پوهه او اګاهي لري. ټولنیزه ځان خبري،د بیوزلیو او ناراضي طبقې له ځانګړنو ده او د اوسنۍ وضع د بدلون پلوي ده؛ یعنې “روڼ اندي” او “تت اندي” طبقاتي ریښه لري؛ شتمنه طبقه هرومرو “تت انده”، “تېر پالى” او “دودپاله” ده او محافظه کار تفکر لري او زیارکښه طبقه جبراَ “روڼ اندې” او د انقلابي تفکر خاوند ده؛ نو ځانګړې طبقاتي هډه ده،چې د روڼ اندۍ راټوکوونکې ده،نۀ لوست او ټولګی ، ښوونکی،کتاب او لابراتوار.
انسان خپل ليد او ټولنیز وجدان د خپل ټولنیز چاپېریال له شرایطو او طبقاتي موقعیته الهام اخلي. شتمنه طبقه جبراَ “جامد الفکره” کېږي او زبېښاک شوې طبقه جبراَ فکري خوځښت پیدا کوي او دا له لوست او نالوستۍ بېل چار دی.
د ټولنې بشپړیز حرکتونه غالباً له هغو ډلو او طبقو وي،چې له کافي لوست او معلوماتو خبر نۀ وي؛خو د طبقاتي وضع له مخې روڼ اندي وي.
منطقي تاریخي لړۍ
داچې د تاریخ بشپړیز پړاوونه یوې طبیعي او منطقي اړیکې له یو بل سره تړلي، د بې ځایه کېدو امکان نۀ لري، د تاریخ هره کړۍ ځانګړی ځای لري او وروسته او مخکې کېدای نۀ شي. د ساري په ډول : “کاپیټالیسم” یا پانګوالي، د “فیوډالیسم”(ځمکوالي) او “سوسیالیسم”(ټولنپالۍ) ترمنځ منځنۍ کړۍ ده. له فیوډالېسمه سوسیالیسم ته تېرېدنه، بې له کاپیټالېسمه له تېرېدنې ناشونې ده؛ لکه چې تېرو فلاسفه وو «طفر او له سره تېرول» نومولي وو؛یعنې له یو ټکي بل ټکي ته داسې تېرېدل،بې له هغو لارو،چې دواړه له یو بل سره نښلوي او يا دا،چې د انسان څاڅکی له “جنیني” پړاوه مخکې د زیږون پړاو ته ورسېږي یا ماشوم بې له دې،چې د ماشومتوب پړاو تېر کړي، د ځوانۍ منګ ته ورسېږي،یا “بریالی” چې د “احمد” زوی دی ، مخکې له دې، چې “احمد” وزېږېږي، “بریالی” له موره وزېږېږي.
ددې منطق پلویانو په همدې دلیل هغو سوسیالستانو ته،” ایديالیست سوسیالیستان” او د هغوى سوسیالیسم ته یې “تخیلي سوسیالیسم” ووایه،چې په پیل کې یوازې پر یوې ایدیولوژۍ يې ډډه وهلې او د تاریخ جبر او د تاریخ د منطقي کړیو د تسلسل په پام کې نۀ نیوو سره غوښتل یې د “سوسیالیسم” بنسټ کېږدي. “مارکسیسم” د “سوسیالیسم” پر خلاف، د تاریخ د منطقي کړیو پر لړۍ او تسلسل ولاړ دی.
د هر پړاو لوړه څوکه
د څو پړاوونو یو کول ناشوني دي،هر پړاو په خپل وار باید د کمال لوړې څوکې ته ورسي،چې خپل ضد ته ورسي او په وروستي چار کې بشپړتیا ترسره شي. د ساري په ډول: “فیوډالیسم” یا “کاپیټالیسم” پړاو لري،چې باید په تدریجي بڼه مخې ته ولاړ شي،چې په یوه ځانګړې تاریخي شېبه کې واوړي.
دا چې یو پړاو لوړې څوکې ته نۀ وي رسېدلی او له دې مخکې پړاو لوړې څوکې ته ورسي؛نو داسې دی؛ لکه مخکې له دې،چې “جنیني” پړاوونه تېر کړي،ماشوم وزېږېږي. البته د داسې کار پایله د “جنین” زیان دی، نۀ د روغ ماشوم زوکړه.
د مبارزې سپېڅلتیا
دا چې د نوې او زړې مبارزې اساسي شرط،له یو پړاوه بل پړاو ته د تاریخ لېږد دی،چې د بشري ټولنې د بشپړتیا رکن دی او د انسان د مبارزې عامل دی؛نو جهاد؛یعنې (( له زوړ سره د نوي مبارزه)) په هر حال کې سپېڅلې ده؛یعنې زوړ له دې مخې،چې زوړ دی او له منځه تګ یې ټولنه د بشپړتیا په لوري بیايي، د پو پناه کېدو استحقاق لري،نۀ دا،چې يرغلګر دی او د يرغل دفع کول مشروع او سپېڅلي دي؛ نو ددې منطق له مخې،اړینه نۀ ده، چې د یرغل پر وړاندې د دفاع او مخنیوي خبره وي،چې مبارزه مشروع وګڼل شي.
د نا دودو رامنځته کول
له زوړ سره د نوي مبارزه نۀ یوازې مشروع او سپېڅلې ده؛بلکې هر بهير،چې د انقلاب سرېزې برابرې کړي او بشپړتیا يې ځغلنده کړي،مشروع او سپېڅلى دى؛لکه د ناخوښۍ رامنځ ته کولو ته نادودو ته لمن وهل او د درزنو لاپسې پراخول او د مبارزو څپ څپاندول؛ځکه ومو ویل:بشپړتیا په دې کې ده،چې د انقلاب په بڼه یو ضد پر خپل ضد واوړي او ددې اوختنې یوازېنۍ لار د اضدادو دنننۍ شخړه ده او څو درز وروستۍ پولې ته و نۀ رسي او شخړه وروستي پړاو ته ونۀ رسي،بدلون نۀ ترسره کېږي؛نو څه چې درز پراخه کړي او له یوه پړاوه بل “لوړ” پړاو ته د ټولنې د بدلون د ګړندیتوب لامل ګرځي،روا دي او دا چې نادودو ته لمن وهل، دغسې ونډه درلوداى شي؛نو ځکه مشروع او سپېڅلي دي.
سمونې
په مقابل کې جزيي اصلاحات،رغوونکي قدمونه او د ټولنې د کړاوونو ارامول،خیانت،تخدیر او ناروا چارې دي. د بشپړتیا په لار کې خنډونه او د بشپړتيا د دښمنانو لیکو ته ننوتل دي؛ځکه اصلاحي او رغوونکي قدمونه،که څه هم د لنډ مهال لپاره درز کموي،ناخوالې راټیټوي او د درزونو کموالی او د ناخوالو راټېټېدنه د مبارزې شرنګ پسوي او د مبارزې د شرنګ پسوالى د انقلاب پېښېدل ځنډوي او د انقلاب ځنډېدل د ټولنې درېدل دي او په تېر پړاو کې پاتې کېږي او له بشپړتیا وروسته پاتې کېږي.
دا هغه پایلې وې،چې د تاریخ له اوزاري فکره اخېستل کېږي.
انساني یا فطري ليد
د تاریخ انساني ليد، د اوزاري ليد په مقابل اړخ کې دی. دا ليد انسان او انساني ارزښتونو ته اصالت ورکوي.که په وګړي کې وي یا ټولنه کې. اوزاري تفکر پردې بنسټ دی،چې انسان په پیل کې خامه ماده ده او کار او د کار اوزار دې خامې مادې ته د کار د ډول له مخې بڼه او د تولیدي اوزار شکل ورکوي. یو تش لوښی دی،چې له بهره د ټولنیزو عواملو تر اغېز لاندې ډکېږي او په بله وينا: انسان ددې نظریي له مخې د پنزونې په پیل کې شخصیت نۀ لري، نۀ ((بالفعل شخصیت)) لري او نۀ ((بالقوه شخصیت)) او د شخصیت ستنه او بنسټ یې ټولنیز عوامل، په تېره بیا اقتصادي دي. دا چې انسان خامه ماده او تش لوښی دی؛نو دا ورته بې توپیره ده،چې هر ډول شکل او شخصیت ورکړ شي؛ نو ځکه انسان تشه پيته ده،چې هر څه پرې ثبتېداى شي.
خو د انساني او فطري ليد له مخې، که څه هم انسان د پنزونې په پیل کې “بالفعل” انساني شخصیت نۀ لري؛خو په خټه کې یې یو لړ ليدونه او لیوالتیاوې اخږل شوي دي.
د انسان ځانګړنه نۀ د خامو موادو په څېر ده او نۀ هم د تش لوښي او پيتې په شان،چې یوازې هر څه به يې له بهره منل وي؛بلکې د نیالګي په څېر دی،چې په کې د دنګې ونې ټول استعدادونه پراته دي.
بهرنیو عواملو ته د انسان اړتیا،د خامو موادو غوندې د شکل ورکوونکیو عواملو په څېر نۀ دی؛بلکې یو نیالګي ته د اوبو،رڼا او تودوخې د اړتيا په څېر ده،چې په مرسته یې په کې پرتې موخې او بالقوه مېوې فعلیت ته ورسوي.
د “انساني کمال” پر لوري د انسان حرکت “مکانیکي” نۀ؛بلکې “دینامیکي” دی؛ نو ځکه انسان دې “وروزل” شي، نۀ دا چې د صنعتي مادې په شان “جوړ” شي او یوازې د همدې فکر له لاری “خود = ځان ” په انسان کې د مفهوم پیدا کوي؛”ځان موندنه” او په مقابل کې “مسخ” او “له ځانه پردي کېدنه” مفهوم او مانا پیدا کوي.
دا ليد د “ارواپوهنې” له مخې، انساني وګړي، د یو لړ حیواني او عالي غرایزو (دیني،اخلاقي، حقیقت پلټنې او د ښکلا غرېزې،چې د انسان د انساني شخصیت لومړني ارکان او پر نورو حېواناتو یې غوره والی دی) مرکب ګڼي او همدا راز دا “ليد” له فلسفې نظره، ټولنه له اجزاوو او وګړو سره د اړیکو له پلوه واقعي مرکب او د ترکیبي ځانګړنو له مخې، د وګړو د عالي او ټيتو ځانګړنو ټولګه بولي او پردې سربېره، یو لړ نورې ځانګړنې هم پېژني،چې د ټولنې په همېشني شتون کې؛ “انسان الکل” استمرار لري، دا حقيقت چې وايي:
رگ رگ است اين آب شيرين و آب شور – در خلاق مى رود تا نفخ صور
دا رګونه د ټولنې تنه ده،چې په ځینو کې خوږې او په ځینو کې ترخې اوبه روانې دي او څو انسان پر دې ځمکه وي،دا بهیر به دوام مومي او د وګړیو فنا پرې اغېز نۀ لري. هو! د انسان او د انساني ټولنې بشپړتیا به يې ښه تنظيم کړي.
ددې ليد له مخې ،تاریخ د طبیعت په حکم،په خپله خټه کې بدلېدونکى او بشپړېدونکی دی. د کمال پر لوري حرکت، د طبیعت او تاریخ د اجزاوو د ذات لازمه ده او د تاریخ طبیعت یوازې یو مادي طبیعت نۀ؛بلکې د انسان د طبیعت غوندې د مادې او مانا جوړه دی.
تاریخ یوازې یو اقتصادي حیوان نۀ دی. د تاریخ بدلون او بشپړتیا یوازې فني،تکنیکي او اوزاري اړخ نۀ لري،چې ورباندې د تمدن نوم ږدي؛بلکې پراخ او هر اړخیز دی او د انسان ټولې مادي او معنوي چارې رانغاړي او د ټولنیز او چاپېریال له تړاونو د انسان د ازادۍ پر لوري دی.
انسان د خپل هر اړخیز تکامل له امله، تړاو يې په ورو وروله طبیعي او ټولنیز چاپېرياله راکمېږي او پر عقيدې،ایمان او ایدیولوژي يې ورزياتېږي او په راتلونکې کې به بشپړې معنوي ازادۍ ته ورسېږي؛یعنې پوره به په عقيدې،ایمان او ایدیولوژۍ پورې تړلى وي.
انسان په تېر کې د طبیعت له ګټو لږ برخمن و؛خو د طبیعت اسیر او بندیوان و او راتلونکی انسان، په عین حال کې،چې له طبیعته ډېره ګټنه کوي، د طبیعت له اسارته ازاد او پر طبیعت به خپله واکمني لاپسې زیاته کړي.
تکامل ته د تولید په اوزار سره مخونه نۀ شو ورکولای او نۀ ښيي”معلول” د “علت” پرځای ونیسو. د تولید د اوزارو تکامل په خپل ځای کې د انسان د فطري ، کمال پلټنې، تنوع غوښتنې او پراختیا غوښتنې د حس او د نوښت د قوې زېږنده ده. دا حس او قوه د انساني ژوند په ټولو اړخونو کې له يو بل سره جوخت د پراختیا په حال کې وي او دي.
د دې ليد له مخې، وګړنۍ دنننی تضاد، د انسان له ځانګړنو دی، يعنې: د خاورين اړخونو او د اسماني اړخونو تر منځ تضاد؛یعنې هغه غرایز،چې مخ پر لاندې ځي او بې له وګړنۍ،محدودې او لنډې موخې بل څه نۀ لري او هغه غرایز،چې مخ پورته ځي او غواړي،د فردیت له پولو ووځي او ټول بشریت راونغاړي او اخلاقي،مذهبي،علمي او عقلاني شرافتونه یې موخه شي.
د انسان دنننۍ جګړه، چې پخوانیو ورته د عقل او نفس جګړه ویله، هرومرو انساني پرګنيو ته راغځېږي؛یعنی کمال او معنوي ازادۍ ته د رسیدلي انسان او د پرېوتي اوحیوان صفتي انسان ترمنځ جګړه.
قرآن کریم ،ایمان او ازادۍ ته د رسېدلي انسان او د پرېوتي ماده پال انسان د جګړې پیل د “حضرت بابا ادم عليه السلام” د ځامنو “هابیل” او “قابیل” په قيصه کې راوړى دى.
دا ليد په ټولنه کې د جګړې او تنازع اصل او د تاریخ په بشپړتیا او بدلون کې ونډه يې مني؛خو یوازې طبقاتي جګړه یې نۀ بولي،چې د زوړ ټولنیزنظام او تولیدي اوزار د ډلې او د نوي تولیدي اوزار د ډلې ترمنځ روانه ده او مدعي دی،چې ګروهنې او ایمان ته رسېدلی او له طبیعت او حیواني غرایزو ازاد شوي انسان او د پرېوتي او حیوان صفتي انسان ترمنځ تل جګړه روانه ده او د تاریخ پر مخ بیولو کې یې اصلي ونډه درلودلې ده.
د ټولنېزې ځان خبرۍ په مانا”روڼ اندي” فطري ریښه لري ، نۀ طبقاتي او د ایمان په رڼا کې په انسان کې وده کوي،روزل کېږي او ټیکاو ته رسي.
په طبقاتي مفهموم، د تاریخ ټولې جګړې، د نوې او زړې جګړې ترمنځ تفسیرول، د زمانې په پېر کې د انساني ژوند له ټولو ښکلیو او ځلانده اړخونو د سترګو پټونې پر مانا دي.
په تاریخ کې بشر د مادي اړتیاوو؛ لکه کور،کالي،ډوډۍ،جنسي مسایلو او واکمنۍ له کبله جګړې کړې دي؛خو ددې ترڅنګ نورې جګړې هم وې،چې ورته د “حق او باطل” او د “شر او خیر” جګړه ویلای شو؛یعنې دا جګړې ،چې یو لورى یې د ګروهې، انساني انګېزې، ارماني منځپانګې او د ټولو د خیر و صلاح لورى دى او د خلقت له تکاملي نظام سره په همغږۍ او فطرت ته د ځواب ويلو ټلواله وه اوبل لوری یې حیواني او شهواني انګېزې، وګړیزې،شخصي او لنډمهاله دریځونه ول. په بله وینا: د سپیڅلي انسان،چې انساني ارزښتونو په کې وده کړې او د پرېوتي او حیوان صفتي انسان ترمنځ جګړه ده،چې انساني ارزښتونه په کې مړه شوي او د فطرت ډیوه یې مړه شوې؛د قرآن کریم په تعبیر: له “جندالشیطان” او”حزب الشیطان” سره د “جندالله” او “حزب الله” جګړه ده.
د دې نظریې پلویان، د اوزاري نظریې ټول زیارونه په کلکه ردوي،چې د تاریخ ټول مذهبي،اخلاقي او انساني خوځښتونو ته طبقاتي مخونه ورکوي او د تاریخ معنوي اړونه او د انسانیت مقام ته سپکاوی يې بولي.
تاریخي واقعیتونه ښيي، ان ډېری خوځښتونه،چې یوازې د ټولنې د مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ول، د هغو له خوا یې مشري شوې او یا لږ تر لږه ملاتړ یې شوى،چې په یو ډول ازاد ول.
دا نظریه د اوزاري نظریې پر خلاف، له تاریخي پېښو شاهد راوړي او وايي،چې: خوځښتونه یوازې د بېوزلیو او مستضعفینو په ولکه کې نۀ ول؛بلکې له شتمنې طبقې هم داسې کسان راپاڅېدلي او د واکمن نظام پر زړۀ یې توره ورننه اېستې ده؛لکه څرنګه چې د “حضرت ابراهیم” ،”حضرت موسی”،حضرت پېغمبر اکرم عليهم السلام او د “امام حسین” په پاڅون کې ترسترګو کېږي او موخه یې یوازې مادي نۀ وه؛ لکه څرنګه چې د صدر اسلام مسلمانان پر دې خبرې رښتیني ګواه دي.
حضرت علي کرم الله وجهه(نهج البلاغه ١٤٨ خطبه) وايي: (( خپل فکرونه يې پر تورو وړل.)) او د تولیدي اوزار له تکامل سره تل غبرګ هم نۀ ول؛لکه په تېرو دوو پېړیو کې د خیتځ او لویدیځ ازادي غواړي پاڅونونه،چې د ولسواکۍ راوړو لپاره ول،چې بېلګه یې د “ایران د مشروطیت خوځښت” دی. ایا په “ایران” کې د تولید اوزارو تکامل موندلى و او کړکیچ یې رامنځ ته کړ او د “مشروطیت د خوځښت” لامل شو؟ او نۀ هم تل د ټولنې نادودې د شته مقرراتو او ایدلوژۍ د نيمګړتيا زېږنده وه،څو دا مقررات پوپناه شي او پر ځای یې نور کېښوول شي؛بلکې کله هم د منل شویو مقرراتو د نۀ پلي کېدو زېږنده ده او د خوځښت موخه هم د هماغه مقرراتو پلي کول او ورته عملي بڼه ورکول دي.
د خلفاوو په پېر کې د “شعوبیه” او “علویینو” پاڅونونه ددې پاڅونو بېلګی دي او د انسان وجدان هم دومره ټيټ نۀ دى،چې تل د مادي اړتياوو د پوره کولو پر لور کوږ وي.
پایله
له تېر بحثه دا پایلې لاس ته راځي:
تکاملي جګړې
الف : د تاریخ جګړو بېلابېل شکلونه او منځپانګې درلودې او د بېلابېلو علتونو معلول وې؛ خو تکاملي جګړې،چې انسانیت او تاریخ یې مخې ته وړى او تکامل یې ورکړى د مؤمن، ګروهمن او له ځانمنۍ او ګټې پالنې پاک انسان او د پرېوتي،څاروي صفتي او د عقلاني ژوند نۀ درلودونکي انسان ترمنځ جګړه وه.
تکاملي جګړو،پاټکېزې یا طبقاتي منځپانګه نۀ درلوده او د نويو او زړو ترمنځ د جګړې پر مفهموم نۀ وه؛ لکه چې په اوزاري نظریه کې وویل شول.
په تېر او راتلونکي کې د انسان جګړې په ورو ورو عقيدتي اړخ پیدا کړی او کوي یې او انسان په ورو ورو د انساني ارزښتونو له مخې،د خپل کمال پړاوونو “ایديال انسان” او “ایديالې ټولنې” ته ورنږدې کېږي،چې په وروستي چار کې د عدالت حکومت؛یعنې د انساني ارزښتونو بشپړ حکومت به رامنځ ته شي، چې په اسلامي تعبير ورته “مهدي حکومت” وايي او د باطلو پالو او د ځانمنو حکومتونو اغیزې به نۀ وي.
د تاریخ کړۍ
ب- د تاریخ د کړیو منطقي لړۍ او تسلسل؛لکه چې “اوزارپالو” ويلې،بې بنسټه دی. تاریخي واقعیتونو په تېره بیا څه،چې په تېره پېړۍ کې وشول،ددې نظریي پوچوالی او باطلوالى ښيي.
په تېره پېړۍ کې هغه هېوادونه “سوسیالیسم” ته ورواوختل،چې د “کاپیټالیسم” پړاو یې نۀ و تېر کړی. “شوروي”،”چین” او د ختیزې “اروپا” هېوادونه له دې ډلې دي او پر عکس هغو هېوادونه، چې “کاپیټالیسم” یې لوړې څوکې ته ورساوه؛لکه “انګلستان” او “امریکا” په هماغه پړاو کې پاتې شول.
یوه پېړۍ مخکې په صنعتي هېوادو؛ لکه “فرانسه” او “انګلستان” کې د “کارګري انقلاب” په هکله د اوزارپالو د مشرانو وړاندوینې ناسمې وختې.
معلومه شوه،چې هېڅ جبر نۀ شته او ممکن په پانګوالو ټولنو کې په اصطلاح د “پرولتاریا” طبقه سوکالۍ ته ورسي،چې هر راز انقلابي فکر یې له مغزو وباسي. همداراز شونې ده،چې د روښانه ایمان او ایديولوژۍ پر وړاندې کولو او د ټولنيز او ديني شعور په لوړوالي، ټولنه په یوه ټوپ له بدویته د انساني تمدن لوړ پړاو ته ورسي. د صدر اسلام خوځښت د دې مدعا له ټولو ښه ګواه دی.
د مبارزې سپېڅلتیا
ج- د مبارزې مشروعیت او سپېڅلیتا په دې کې نۀ ده ،چې وګړیز یا ملي حقوق تر یرغل لاندې راغلي وي، په ټولو اړخونو کې،چې د بشر یوې سپېڅلتیا ته هم خطر وي، مبارزه مشروع او سپېڅلې ده.
کوم يو حق ته،چې خطر پېښ شوی وي، مبارزه مشروعوي،په تېره بیا که دا حق په بشري ټولنې پورې اړه ولري. ازادي هم داسې ده. د مستضعفینو لپاره مبارزه همدا ده ،چې په قرآن حکيم کې راغلې. دا چې”توحید” د بشر د نېکمرغۍ له ټولو غټه پانګه ده؛ هر ډول خطر ورته مبارزه مشروعوي.
سمونې
د- جزيي او تدریجي سمونو ته کله هم ګوته نۀ نيول کېږي؛ځکه نۀ تضادونه د حرکت اصلي لاملونه دي او نۀ هم تاریخ جبراَ خپله لار په اضدادو کې وهي،چې جزيي او تدریجي سمونې يې د لارې خنډ شي او د تاریخ د بشپړیز حرکت مخه ونیسي.
د تاریخ د حرکت اصلي لامل، د انسان قناعت نۀ منونکی او تکامل موندونکى فطرت دی،چې هر پړاو ته ورسي،د لوړ پړاو هیله او پلټنه کوي. تضادونه (خو نۀ په دیالکتیکي بڼه) يوازې حرکت ګړندی کولاى شي.جزيي او په ورو ورو سمونې، له پرېوتي انسان سره د حق غواړي انسان په مبارزه کې مرسته کوي او د تاریخ حرکت د حقوالو په ګټه ګړندی کوي او پر عکس فسادونه، پوپناه کېدنې، فسق او فجور له مقابل لوري سره مرسته ده او د تاریخ حرکت د حقوالو پر تاوان وي؛ نو دا ليد (د اوزاري ليد پر خلاف) څه چې باید وشي ، د دیګ بخار په څېر چاودنه نۀ؛بلکې په ونه کې د مېوې د رسېدنې په څېر دي. که ونه ښه خړوبه شي او سمه پاملرنه یې وشي او د افتونو پر وړاندې خوندي وي؛نو ښه، روغه رمټه او کېدای شي ژر هم مېوه ونيسي.
نادودې
ه- په هماغه دلیل،چې جزيي او په ورو ورو سمونې مشروع دي؛نو د کړکیچ لپاره د نادودو او خرابیو رامنځ ته کول نامشروع دي؛لکه چې اوزاري نظريي وړاندیز وي.
د تاریخ ښکته او پورته کېدنه یا نوسانات
و- که څه هم په ټوله کې، د تاریخ حرکت تکاملي دی؛خو د اوزاري نظریې پر خلاف، د تاریخ تکاملي لار جبري او لایتخلف نۀ ده؛یعنې داسې نۀ ده،چې هره ټولنه د تاریخ په هر پړاو کې ،هرومرو تر پخواني پړاوه بشپړه وه. دې ته په پام کې،چې ددې حرکت اصلي عامل انسان دی او انسان ازاد، د ارادې خاوند او ټاکونکی موجود دی او تاریخ په خپل حرکت کې ښکته او پورته کېدنه لري او کله مخکې ځي او کله شاته راګرځي،کله ښي خوا ته کوږ شي او کله هم کیڼ ته،کله ګړندی شي او کله هم ارام او د څه مودې لپاره ولاړ او بې حرکته هم وي.یوه ټولنه،چې څومره سپېڅلې کېږي،هومره کږېږي هم.
د بشري تمدنو تاریخ بې له یو لړ لوړتیاوو او بيا ځوړتياوو بل څه نۀ دی او لکه څرنګه چې معاصر تاريخپوه او عالم “توین بي” وايي: (( د تمدنو ځوړوالى هرومرو دی؛خو په ټوله کې د بشریت تاریخ د تکامل لار وهلې ده.))
د ټولنې او طبیعت له جبره د ازادۍ پر لور
ز- د مادي طبیعت له زندانه، اقتصادي شرایطو او له وګړیز او ډلیزو ګټو څخه ازادي د بشریت د تکامل لار ده او د موخې پر لوري او د ایمان او عقيدې د حکومت پر لوري تګ و او دی.
د لومړني بشر اراده ډېره د طبیعي،ټولنیز چاپېریال او د خپل حیواني طبیعت تر اغېز لاندې وه؛ خو د پرمخ تللي بشر اراده د فرهنګ د تکامل او د ليد د پراخوالي او پرمخ تللیو ایدیولوژیو ته د لیوالتیا له امله، په تدریجي ډول د ټولنیز او طبیعي چاپېریال او د حیواني غرایزو له اسارته ازاده شوې او دا ټول یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي.
د جهاد ماهیت
ح- جهاد او پر نېکیو امر،طبقاتي نۀ ؛بلکې انساني منځپانګه لري.
د فکري او اخلاقي ځواک اصالت
ط- د فکري اقناع قوه؛یعنې د استدلال او برهان قوه اصالت لري. په بله وینا: له فکري او یا هم د سپېڅليو انساني لېوالتیاوو له نظره، د بشري وجدان قوه اصیله ده او احيانا پر مادي غوښتنو واکمنه هم ده.
هګلي مثلث
ی- د “تز،انتی تز او سنتز” مثلث په “هګلي” او مارکسیستي بڼه کې نۀ په طبیعت او نۀ په تاريخ کې صدق کوي او پايله دا،چې تاریخ له اضدادو نۀ تېرېږي او د تاریخ کړۍ د اضدادو ځنځیرونه نۀ دي،چې له یوه بله بیلې شوي وي او پر یو بل اوختي وي.
دا مثلث پر دوو تبدیل او یو ترکیب ولاړ دی؛یعنی پر ضد يې د اشیاوو بدلېدل او د ضد بدلیدل، د ضد په ضد یې او ترکیب په درېم پړاو کې.
طبیعت داسې عمل نۀ کوي،څه چې په طبیعت کې دي یا د اضدادو ترکیب دی او تبدیل نۀ دی او یا د اضدادو تبدیل دی او ترکیب نۀ دی او یا تکامل دى، نۀ د اضدادو ترکیب دی او نۀ یې تبدیل.
په هغو عناصرو کې،چې تضاد واکمن دی او د “اخشیج” لغت ورته کارول کېږي،بې له دې چې پر یو بل بدل شي، ترکیبېږي؛ لکه څرنګه چې د “هایدروجن” او “اکسیجن” له ترکیبه “اوبه” لاس ته راځي او په داسې ځايو کې ترکیب وي نۀ تبدیل.
خو طبیعت په خپلو نوساناتو کې په دوو “افراطي” او “تفريطي” حالتونو کې په راټېټېدونکې بڼه له یو ضده بل ضد ته لېوالتیا پیدا کوي او په پاى کې تعادل ته رسي. په داسې ځايو کې تبدیل شته؛ خو ترکیب او بشپړتیا نۀ شته.
له انسانه دوه ډوله پوهېدنې
د تاریخ د بشپړیز حرکت په اړه دا دوه ډوله ليد، د انسان له واقعي هویت او په کې د شته استعدادونو په هکله دوه ډوله پوهېدنې دي، چې د يوې له مخې انسان په خپل ذات کې انساني شخصیت نۀ لري او تش څاروى دى او د ادراکاتو،فکرونو ،احساساتو او لیوالتیاوو په برخه کې هیڅ اصالت نۀ لري. د دې پوهېدنې له مخې که وپوښتل شي،چې ایديال انسان کوم دی؟ بشپړ انسان،بېلګه انسان او هغه انسان،چې باید وي او اوس نۀ دی څوک دى؟
ځواب دا دی،چې: هر څيز؛څه چې چاپېریال ورته ورکړي، هماغه دی،چې باید وي. د انسان “خپل ماهيت” څه دى؟ او که ترې واخېستل شي؛نو له ځانه به پردی شوی وي؟ بیا هم ځواب دا دی: هر څيز،یوه خامه ماده ده،که په هر ه بڼه راوستل شي،خپله يې ده.
نو د دې پوهېدنې له مخې،څه چې په انسان کې اصالت لري او د غریزې په بڼه په کې موجود دی،حیواني اړخ یې دی؛ نو انسان د مادي ګټو بنديوان موجود دى او د اوزارو د تولید د جبر تر اغېز لاندې دی او د اقتصادي او مادي شرایطو په بند کې دی. لېوالتیا،قضاوت، فکر او ټاکنه یې د ټولنیز او طبیعي چاپېریال انعکاس دى. یوه هنداره ده،چې يوازې خپل چاپېریال منعکسولای شي.یو طوطي دی،چې د چاپېریال د شرایطو د هېندارې شاته وي او بې له ټولنیز او طبیعي چاپېریال له اجازې کوچنی حرکت هم نۀ شي کړای؛خامه ماده ده،چې د ځانګړې موخې پر لوري په کې حرکت نۀ شته.
خو د فطري پوهېدنې له مخې، انسان،الهي خټه لري، د حق پالنې او حق غوښتنې پر فطرت سنبال دی، پر ځان واکمن دی. د برخلیک ، خټې ،طبیعت او د چاپېریال له جبره ازاد دی؛ نو د دې پوهېدنې له مخې، په انسان کې انساني ارزښتونه اصالت لري؛یعنې د یو لړ غوښتنو په بڼه،په خټه کې یې اخږل شوي دي.
انسان د انساني خټې په درلودو، د سپېڅلیو انساني ارزښتونو غوښتونکی دی او په بله وينا: د حق ، انصاف، حقیقت او اخلاقي ځانګړنو غوښتونکی دی او د عقل په قوه کړای شي، د خپلې ټولنې طراح اوسي او چاپېریال ته په پټو سترګو تسلیم نۀ شي او د ټاکنیزې ارادې او قوت له مخې،خپلو فکري طرحو ته عملي بڼه ورکړي او وحې د انساني ارزښتونو د لارښود او ملاتړ په توګه، ورسره مرسته او لارښوونه کوي.
بېشکه انسان له خپل چاپېریال او شرایطو اغېزمنېږي؛خو دا تاثر او اغیز یو اړخیز نۀ دی. انسان هم پر خپل چاپېریال اغیز کوي؛خو اصلي ټکى دادی،چې پر چاپېریال د انسان اغیز د جبري غبرګون په بڼه نۀ دی. دا چې انسان باخبره، ازاد ټاکونکی دی او د ارادې خاوند دی،احیاناَ غبرګونونه هم ښيي، د څاروي پر خلاف،چې ناخبره او يوازې د چاپېریال تر جبر لاندې وي.
د انسان اساسي او ځانګړې ځانګړنه پر خپل نفس واکمني ده او په خپل لاس د ويجاړيو پر ضد راپاڅېدل دي او دا يې د انسانیت کچه ده. د تاریخ په اوږدو کې د انساني ژوند رڼاګانې له همدې ځانګړنې راولاړې شوي او دا عالي ځانګړنه په اوزاري نظریه کې له پامه غورځول شوې ده.
قرآن او تاريخ
بېشکه له تاریخه د قرآن تعبیر او تفسیر په دویم شکل دی. د قرآن کریم له مخې، د نړۍ له پیله د حقپالو او باطلپالو ترمنځ دوامداره جګړه روانه وه. له “نمردو”،”فرعون”، د یهودو له جبارانو او ابوجهل سره د حضرت “ابراهیم”،حضرت “موسی” ،حضرت “عیسی”( علیهم السلام)، او حضرت “محمد” (ص) او د هغوى د مؤمنو لارویانو جګړه تل روانه وه. هر “فرعون” ته یو “موسی” و .( لکل فرعون موسی).
د “مولانا جلال الدين بلخي” په تعبير، په نړۍ کې تل سپين او تور بېرغونه رپېږي.
دو علم افراخت اسپيد وسياه آن يکى آدم دگر ابليس راه
درميان آن دو لشکرگاه زفت چالش و پيکار آنچه رفت رفت
همچنين دور دوم هابيل شد ضد نور پاک او قابيل شد
همچنين اين دو علم از عدل و جور تا به نمرود آمد اندر دور دور
ضد ابراهيم گشت و خصم او وان دو لشکر کين گزار و جنگجو
چون درازى جنگ آمد ناخوشش فيصل آن هر دو آمد آتشش
دور دور و قرن قرن اين دو فريق ته به موسى و به فرعون غريق
همچنين تا دور عهد مصطفى با ابوجهل آن سپهدار جفا
په دې جګړه کې، کله حق او کله هم باطل بریالی و؛خو په دې ماتو او بریاوو کې یو لړ ټولنیز،اقتصادي او اخلاقي لاملونه هم شامل ول.
د تاریخ ښوونه
د اخلاقي لاملونو پر ټاکونکیو اغېزو د قرآن ډډه،ددې لامل شوې،چې تاریخ د یو ګټورې ښوونیزې سرچینې په توګه واړوي.
که تاریخي پېښې یو لړ تصادفي او اتفاقي پېښې وي او هیڅ هم د هیڅ څیز شرط نۀ وي؛نو تاریخ به له افسانې سره توپیر و نۀ لري او یوه ساتیري او د خیال خواړه به وي او ښوونېز اړخ به و نۀ لري.
که تاریخ ضابطه او قاعده ولري؛خو انساني اراده په کې څه ونډه و نۀ لري؛ نو تاریخ به له نظري اړخه ښوونکی وي؛ نۀ له عملي.
ددې فرض له مخې، د تاریخ ښوونه د لرې پرتو کهکشانو د پېښو د ښوونې په څېر ده،چې انسان ترې د بشپړې خبرونې په څنګ کې، د هغوی د لوري په ټاکنه ،لارښوونه او بدلون کې کوچنۍ ونډه نۀ شي درلوداى.
که ضابطه او قاعده وي او انسان هم اغېزمنه ونډه ولري او ټاکونکی عامل زور یا زر وګڼو؛نو تاریخ ښوونکی دی؛خو بد ښوونکی او همداسې هم ده،که علم هم د زور او واک یوه وسیله او ټاکونکی عامل وګڼو.
خو که وګڼو، چې تاریخ قاعده او ضابطه لري او د تاریخ په بدلونو کې د انسان اراده اغېزمنه ده او انساني او اخلاقي ارزښتونه د ټولنې د نېکمرغۍ او کمال لپاره اساسي ونډه وګڼو؛نو تاریخ به هم ګټور وي او هم ښوونکی. قرآن کریم په داسې لید تاریخ ته ګوري.
په قرآن کریم کې د “ملا” ، “مترفینو” او “مستکبرینو” مرتجعانه ونډه او د “مستضعفینو” حق غواړې ونډه بیان شوې. همداراز د قرآن کریم له نظره جهاد معنوي او انساني ماهیت لري، چې د تاریخ له ګهیځه و او شته او مادي یا طبقاتي منځپانګه نۀ لري.
ارماني ټولنه
د “امام مهدي” د پاڅون ارمان، د اسلام ستره ټولنېزه فلسفه ده. دا ستر ارمان ،ددې په څنګ کې،چې راتلونکې ته لار پرانیځي، د اسلام د ارمانو د پېژندنې لپاره مناسبه هېنداره هم ده.
دا زېری، بېلابېل ارکان او عناصر لري،چې ځینې یې فلسفي او نړيوال دي او ځینې یې د اسلامي نړۍ لید برخه ده. ځینې فرهنګي او روزنیز ،ځینې سیاسي، ځینې اقتصادي ،ځینې ټولنیز ،ځینې انساني او ځينې يې “انساني – طبیعي” دي.
دلته دومره وخت نۀ شته، چې له قرآن او سنتو سند راوړل شي،یوازې دا چې د “د سترې تمې” ماهیت روښانه شي؛نو په تفصیل د دې ستر زېري ځانګړنې څېړو.
د ستر انتظار ځانګړنې
۱- د بشریت راتلونکې ته خوشبیني: د بشریت د راتلونکي په هکله بېلابېلې څرګندونې شوي. ځینې ګروهمن دي،چې شر،فساد او بد مرغي د “بشري ژوند” نۀ بېلېدونکې لازمه ده او له دې مخې، ژوند بې ارزښته دی او له ټولو عاقلانه کار ژوند ته د پای ټکى اېښوول دي.
ځینې نور، د بشر ژوند له بېخه بې سټې یا ابتر ګڼي او ګروهمن دي،چې بشر د تخنیک د حیرت ناکو پرمختګونو او د وحشتناکو تخریبي وسایلو په زېرمولو کولو ځان ته په خپل لاس قبر کنلی دى.
“راسل” په نوي هيلو کې وايي: (( ځينو؛لکه د “انشتاین” په وینا: انسان چې د خپل ژوند پړاو تېر کړی وي او د عمر په لنډو وختونو کې بریالى شي؛نو په علمي مهارت ځان پو پناه کړي.))
نو ددې نظریي له مخې ،بشر به د عمر په نیمه لار کې؛بلکې فرهنګي بلوغ ته د رسېدو په پیل کې ، په ډېر احتمال پوپنا شي؛ البته که یوازې په ظاهري قراینو او شواهدو قناعت وکړو؛نو دا احتمال نۀ شو نفې کولای.
درېمه نظریه دا ده،چې شر او فساد د بشر د طبیعت نۀ بېلېدونکې غوښتنه نۀ ده. شر،فساد او تباهي، د وګړیز مالکیت معلول دی،چې دا ام الفساد وي او شر او فساد هم شته.
وګړیز مالکیت د تولید د اوزار د بشپړتیا د درجې معلول دی او د انسانانو په غوښتنه، دا ام الفساد له منځه نۀ ځي؛خو یوه ورځ به د تولید د اوزارو بشپړتیا او د ماشین جبر جرړه يې راوباسي؛نو څه چې د نېکمرغۍ بنسټ دی، د ماشین بشپړتیا ده.
څلورمه نظریه داده،چې د فساودنو او تباهیو جرړه د انسان معنوي او روحي نیمګړتیا ده. انسان لا تر اوسه د ځوانۍ او خامۍ پړاو تېروي او پر عقل يې غوسه او شهوت واکمن دي. انسان په فطري ډول د معنوي،فکري او اخلاقي بشپړتيا پر لار روان دی او نۀ شر و فساد د بشر د طبیعت نۀ بېلېدونکې لازمه ده او نۀ به د تمدن جبر ډلیزې ځان وژنې رامنځ ته کړي. نېکمرغي او انساني راتلونکې بشریت ته په تمه ده او شر او فساد به له بیخه ونړول شي.
دا نظریه هغه څه دي،چې دین یې زېری یا الهام ورکوي.په اسلام کې “د امام مهدي د سپیڅلي پاڅون او انقلاب” زیری له همدې الهامه دی.
۲- پر زور،استکبار،استعباد،تېري، او دجل ( دجالي او چل ول) د صلاح،تقوا،سولې،عدالت،ازادۍ او صداقت وروستۍ بریا.
۳- نړيوال حکومت
۴- د ټولې ځمکې ابادېدنه،تر دې بریده، چې خرابه او نا اباده برخه به په کې پاتې نۀ شي.
۵- بشر پوره عقلي بلوغ ته رسېږي او د عقيدې لاروى به وي او د حیواني غرایزو او د ټولنیزو او طبیعي شرايطو له اسارته ازادي.
۶- د ځکمې له نعمتونو ډېره ګټنه.
۷- د شتمنۍ په برخه کې د انسانانو ترمنځ مساوات راوستل.
۸- د اخلاقي مفاسدو بشپړ له منځه تګ؛لکه زنا، ربا، د شرابو څښل،خیانت، غلا، انسان وژنه او له کینو د ارواوو خالي کېدنه.
۹- د جګړې له منځه تګ او د سولې ،ورورۍ ،مينې او لاس نیوي رامنځ ته کېدل.
۱۰- د انسان او طبيعت جوړجاړی.
دا هر یو شننې او استدلال ته اړتیا لري. هیلمن یم په راتلونکې کې دا مهم کار وکړم. دلته مو موخه یوازې ددې اسلامي ارمان او زېري د منځپانګې پېژندنه ده.
دوه ډوله انتظار
“د امام مهدي راښکاره کېدو ته انتظار” په دوه ډوله دي: هغه انتظار،چې رغنده او ژمنه راوړونکی دى. ان له ټولو بافضیلته عبادت دی او بل انتظار ورانوونکى، مخه نیوونکى او فلجوونکى دى.
دا دوه ډوله انتظار له دوه ډوله پوهېدنو راولاړ شوى،چې بيا په خپل وار د تاریخي بدلونو په اړه له دوو ليدنو راولاړېږي او اوس دا دوه ډوله انتظار څېړو:
ورانوونکى انتظار
د “امام مهدي” له پاڅون او انقلابه عامیانه پوهېدنه یوازې چاودنیزه منځپانګه لري،چې یوازې د تېریو،تبعیضونو، اختناقونو(زنديو)، حق تر پښو لاندې کونو او ورانیو په خپرولو رامنځ ته کېږي او له پرېشانۍ وروسته یو ډول سنبالنه ده،چې سمونه صفر ته ورسي او حق اوحقیقت پلویان و نۀ لري. یوازې باطل په ډګر کې ځغلي، بې له باطله بل ځواک حکومت نۀ کوي، په نړۍ کې به صالح او نېک پاتې نۀ شي؛نو د حقیقت د ژغورنې لپاره دا چاودنه رامنځ ته کېږي؛ خو نۀ د حقیقتوالو د ژغورنې لپاره؛ ځکه چې پلویان نۀ لري ؛ نو هره سمونه د غندنې ده؛ځکه هره سمونه یو روڼ ټکى دی او، چې په ټولنه کې دا ټکى وي، له غیبو لاس نۀ راوځي. پر عکس هره ګناه، فساد،تېری، تبعیض او حق تر پښو لاندې کول او هره چټلي، چې د ټولیزې سمونې سرېزه ده او چاودنه رانږدې کوي؛نو روا دي؛ځکه ( الغایات تبررالمبادی= موخې نامشروعې وسیلې مشروعوي)؛ نو د “امام مهدي” د راښکاره کېدو په ګړنديتوب کې له ټولو ښه لاسنیوی او د انتظار بڼه، د فساد خپرول دي.
نو دلته ګناه هم پال دی،هم ننداره، هم خوند دی او هم له وروستي سپېڅلي انقلاب سره مرسته ده.
دا ډله به طبعاَ له مصلحینو، مجاهدینو، پر نېکیو امر کوونکیو او له بدیو منع کوونکیو سره دښمني او کینه کوي؛ځکه د امام مهدي د پاڅون ځنډوونکي یې ګڼي. پر عکس، که خپله هم ګناهکاران نۀ وي؛نو د وجدان په تل او فکر کې ګناهکارانو او د فساد عاملینو ته په ښه سترګه ګوري؛ځکه دوي د راښکاره کېدو سرېزې برابروي.
دیالکتیکي شبه
دا ډول پوهېدنه له دې امله،چې له سمونو سره مخالفه ده او فساد سپېڅلې چاودنې ته په سرېزه کې موجه او مطلوب بولي؛ نو بايد “دیالکتیکي شبه” دې ورته وویل شي، په دې توپیر، چې دیالکتیکي تفکر له سمونو سره ځکه مخالفت کوي او د نادودو زیاتېدو ته ځکه اجازه ورکوي،چې درز پراخه شي او مبارزه توده شي؛خو دا عامیانه تفکر دا مزه او خوند نۀ لري؛یوازې فساد او تباهۍ ته فتوا ورکوي،چې پخپله به د مطلوبې پایلې لامل شي.
د “امام مهدي” له راښکاره کېدو داسې پوهېدنې او دا ډول انتظار له قرآني او اسلامي کچو سره اړخ نۀ لګوي ،چې د اسلامي پولو د نه خوندېينې لامل ګرځي.
رغنده انتظار
د قرآن کریم آیتونه د پورته پوهېدنې پر عکس دي. له آیتو ګټنه کېږي،چې د “امام مهدي” راښکاره کېدل، د حقپالو او باطل پالو ترمنځ د مبارزې کړۍ ده،چې د حقپالو د وروستي بریا لاملېږي.
په دې نېکمرغۍ کې د وګړي برخه اخېستنه دا ده، چې وګړي عملاَ د حقپالو په ډله کې وي. هغه آیتونه،چې په روایاتو کې پرې استناد شوی،ښيي چې “امام مهدي” د هغه زېري ښکارندوی دی،چې ایمانوالو او نېک عملو ته ورکړل شوی او د ایمانوالو د وروستي بریا ښکارندوی هم دی.
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
ژباړه: خداى له تاسې له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې، چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې له هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته،چې خداى غوره كړى، د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما لمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نۀ كړي او څوك،چې له دې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي.(نور/۵۵)
د “امام مهدي” راښکاره کېدل پر بېوزلیو احسان دی، مشر کېدو ته وسیله يې ده او پر ځمکه د “الهي خلافت” وراثت ته یې سرېزه ده.
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ
ژباړه: او موږ غوښتل،چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو.(قصص/۵)
د “امام مهدي” راښکاره کېدل، د هغې ژمنې ترسره کېدنه ده،چې خدای له ډېر پخوا په اسماني کتاب کې له صالحانو او متقیانو سره کړې وه،چې ځمکه د همدوی ده او پای یوازې په متقیانو پورې اړه لري.
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
ژباړه: او په حقيقت كې مو په” زبور” كې له “تورات” وروسته ليكلي، چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.)) (انبیاء/۱۰۵)
إِنَّ الْأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
ژباړه: بېشكه چې ځمكه د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې، چې چاته خوښه شي، وارث يې ګرځوي او د پرهېزګارانو پاى ښه ده . (اعراف/۱۲۸)
مشهور حدیث دی : ( یملا الله به الارض قسطاَ و عدلا بعد ما ملت ظلما و جوراَ) ، نو دا حديث راښيي،چې د “امام مهدي” پاڅون د هغو مظلومانو د ملاتړ لپاره دی،چې د ملاتړ وړ دي. څرګنده ده که ویل شوي ول: ( یملا الله به الارض ایمانا و توحیدا و صلاحا بعد ما ملت کفرا و شرکا و فساد)؛ نو اړینه نۀ وه،چې هرومرو دې د حمایت وړ ډله موجوده وي؛نو هلته به استنباطېدل ،چې د “امام مهدي” پاڅون، له لاسه وتلي حق ژغورنه ده، نۀ حقپالو ته، که څه هم لږکي وي.
“شیخ صدوق” له “امام صادق” څخه نقلوي،چې : دا چار سر ته نۀ رسي؛خو دا چې هر یو “شقي” او “سعید” خپل کار پای ته ورسوي.
نو خبره دا ده چې د “سعداء ډله” او د “اشقیاء ډله” هر یو په پاى کې خپل کار ته رسي؛خبره دا نۀ ده،چې سعیدي دې نۀ وي او یوازې اشقیاء، د شقاوت وروستۍ درجې ته ورسي.
په اسلامي روایتو کې د تکړه ډلې خبره راغلې،چې د “امام مهدي” د ظهور پر مهال به ورسره یوځای شي. ښکاره ده، چې دا ډله وار دمخه نۀ پیدا کېږي؛ نو معلومېږي،چې د تېري او فساد د خپرېدو په حال کې،داسې سترې لارې شته،چې داسې تکړه ډله وروزي. دا ښيي نۀ یوازې حق او حقیقت صفر ته نۀ دی رسېدلی او حقوال که څه هم د کمیت(څومره والي) له پلوه د پام وړ نۀ وي؛خو د کیفیت(څرنګوالي) له نظره د ایمانوالو له غوره کسانو دي او د “سید الشهداء” د یارانو په ډله کې راځي.
د اسلامي روایتونو له مخې، د “امام مهدي” د راښکاره کېدو او پاڅون په سرېزه کې د حقوالو لخوا یو لړ پاڅونونه ترسره کېږي. له ظهور مخکې د “یماني” پاڅون، ددې پاڅونو د لړۍ بېلګه ده او دا جریانونه هم بې د مخکېنۍ لارې له هوارېدو نۀ ترسره کېږي.
په ځینو اسلامي روایتو کې د حقوالو د دولت خبره راغلې،چې د “امام مهدي” تر پاڅونه به دوام مومي .
د آیتونو او روایتو له ټولګې استنباطېږي ،چې د “امام مهدي” پاڅون د نړۍ له پیله د حق او باطل د مبارزو د کړیو وروستۍ کړۍ ده.
“امام مهدي” د ټولو انبیاوو،اولیاوو او حقوالو مبارزینو د ارمان پوره کوونکی دی.