تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري لیکوال : محمد جواد مغنیه ژباړن : ارواښاد محمد انور ولید   موضوع : ناولتياوې  سپى ناولى دى؛خو د مالكيانو په نزد، وايي: پر كوم لوښي كې چې سپی ژبه ووهي، اوه ځله يې وينځل پكار دي د ناولتيا له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

لیکوال : محمد جواد مغنیه

ژباړن : ارواښاد محمد انور ولید

 

موضوع : ناولتياوې 

سپى ناولى دى؛خو د مالكيانو په نزد، وايي: پر كوم لوښي كې چې سپی ژبه ووهي، اوه ځله يې وينځل پكار دي د ناولتيا له امله نۀ، د عبادت له پلوه. شافعيان او حنبليان وايي: پر كوم لوښي چې سپي ژبه وهلي وي بايد اوه ځله ووينځل شي،چې يو ځل پكې په خاورو وي، اماميان وايى: داسې لوښى دې لومړى په خاورو او بيا دوه ځلې په اوبو ووينځل شي.

ټول مذهبونه يې له اماميه وو پرته د سپي په څېر ګڼي،اماميان واجب ګڼي،چې خوك څټلې لوښى دې اوه ځله په اوبو ووينځي. همداسې هم د هغې مړې مږې حكم دى، چې تر سارانۍ مږې نه تر سمندري هغې غټه وي.

مرداره، مړځلى، مړى :

د انسان چې ګرځنده وينه لري له مړي پرته د سارايي ځناور د مړي پر ناولتيا ټول مذهبونه يوه خوله دي؛خو مالكيان،شافعيان او حنبليان د انسان د مړي پاكوالى مني او حنفيان يې ناپاكه ګڼي؛خو وايي چې: په وينځلو پاكېږي. اماميان هم همدا وايى؛خو په دومره توپير،چې د مسلمان د مړي په قيد. د هوسۍ د نامه غوټى (1) هم ټول مذهبونه پاكه ګڼي.

وينه :

د وينې پر ناولتيا څلور واړه مذهبونه يوه خوله دي. خو بې د شهيد او حلال شوي څاروي له ويني پرته او همداراز د كب، سپږې، ورږې وينه. اماميان د هر هغه ځناور يا ژوي وينه چې ګرځنده يا بهنده وي ناپاكه بولي، كه د انسان، نا انسان او شهيد او ناشهيد هم وي او د هغه ژوي وينه چې ګرځنده نۀ وي، سارايى وي،كه سمندري، پاكه ګڼي او همدارنګه يې په حلال شوي څاروي كې د پاتى وينې د پاكۍ حكم كړېدى.

مني :

اماميان،مالكيان او حنفيان د انسان او يا نورو د مني پر ناپاكۍ سره يوه خوله دي؛خو اماميانو د هغه ژوي وينه چې ګرځنده وينه نلرى بېله كړې او د مني او دغې وينې پر پاكۍ يې حكم كړى دى. شافعيان بيا وايى،د انسان او له سپي او سركوزي پرته د هر ځناور مني پاكه ده او د حنبليانو په نزد د انسان او حلال څاروي مني پاكه ده؛خو د د حرام مال بيا ناپاكه بولي.

زوې :

څلورواړه مذهبه يې ناپاكې بولي؛خو د اماميانو په نزد پاكې دي.

د انسان تشې او ډكې متيازې :

د ټولو مذهبونو په نزد ناولې دي.

د ژويو او ځناورو متيازې (فضله) :

ژوي او څاروي الوتونكي او هر هغه ځېل (نوع) چى حلال غوښی وي، كه حرام غوښی.

حلال مرغان لكه كوتره او مرغۍ او حرام لكه باز او ګوربت (عقاب) (امام مالك يې غوښه مباحه ګڼي). نور حلال غوښي لكه:غوا،غوايي او پسه او حرام غوښي لكه: لېوه، او پيشو (مالك يې غوښه مباح ګڼي). مذهبونه د حيواناتو د متيازو او فضلوو په باب څه رايې لري؟

شافعيان د ټولو حيواناتو او مرغانو لكه كوترې، مرغۍ متيازې (ډكې يا تشې)، د اوښ او پسه پچې د كچرې خرشنه او د غواوو غوښي يې غوشايي ناولي ګڼي.

اماميانو د مرغانو حلال وي، كه حرام فضله پاكه ګڼلې ده؛خو د هغو څارويو چې وينه يې ګرځنده او غوښه يې حلاله وي، لكه اوښ او پسه  پاكې دي؛خو كه د يږ (خرس، او نورو څيروونكيو په څېر حرام غوښي وي،فضله يې ناولې ګڼلې ده او د كومو چې د غوښې حلال او حرام شكمن وي، پاكه ده.

حنفيانود نا الوتونكيو ژويو لكه اوښ او پسه فضله ناولې ګڼلې ده؛خو د كوترې او مرغۍ چې فضله په هوا كې غورځوي پاكه بولي او د هغو چې د بطې او هيلۍ په څير فضله پر ځمكه غورځوي، ناولې ګڼي.

حنبليان او شافعيان وايى: د حلال غوښي څاروي فضله پاكه او د هر حرام غوښي الوتونكي يا نا الوتونكي فضله ناولې ده. د حلال (حلال مرغه چې د انسان فضله خوري) د فضلې پر ناپاكۍ ټول مذهبونه يوه خوله دي.

اوبلن نشه ييز (مايع سكر) :

ټول مذهبونه يې ناولې ګڼي؛خو اماميانو پرې له اصل سرچينې،سره د پيوستون قيد ورزيات كړى دى. له وچ شويو نشه ييزو پدې ځان ژغورنه،چې ناولتيا يې پرځاى ده. ښه اتفاق دادى چې د ځينو اماميه فقهاوو مولفينو دا وينا را واخلو، چى شيعه او سني علماوو د شرابو پر ناولتيا اجماع كړېده؛خو د دواړو ډلو يو لږ شمېر يې په مخالفت كې بې پروا دي.

كانګې/ قى :

د څلور ګونو مذهبونو په نزد ناولې؛خو د اماميانو په نزد پاكې دي.

سپېروبى (2)  او هوسوبى / ودى، مذى :

د حنفيانو، شافعيانو او مالكيانو په نزد ناولې او د اماميانو په نزد پاك دي. حنبليانو يې تر منځ د حلال غوښي او حرام غوښي كرښه راكښلې ده او وايى، چې مذى پاكه او ودى ناپاكه ده. مذى هغه نرۍ اوبه دي چې د شوق پر وخت له مخكې لارې وځي او ودي هغه ټينګې اوبه دي، چې تر تشو متيازو وروسته راوځي.

لكه د كانګو (قي) ودى او مذى پر ناپاكۍ چې څلورګوني مذهبونه يوه خوله دي، اماميانو بيا له حرامو ځنې د جنب د خولو په ناولتيا كې له نورو مذهبونو لاره بيله كړيده او حكم يې كړى دى،چې څوك په زنا، لواطت او يا د څارويو په وطي كولو يا موټك (استمنا) جنب شو او ترغسل مخكې خوله شو، خوله يې ناولې ده. (3)

پريښوونې، جوټه :

حنفيانو، شافعيانو او حنبليانو د سپي او سركوزي جوټه ناولې بللې او منلې يې ده، چى د كچر او خره پريښوونې پاكه ده؛خو پاكوونكې نده حنبليانو ويلي دې،چې له مږې او نولي پرته دې د نورو حرام غوښو په جوټه اودس ونشي،حنفيانو د سپي او سركوزي تر جوټې وروسته د تازه شرابخور، هغې پېشو چى تازه يې مږه يا موږك خوړلې وي او د څيروونكيو لكه زمري، لېوه، پړانګ، سولى (تر پړانګ وړوكى ښكاري ځناور)، ګيدړ او كوږ (كفتار) جوټه هم ورسره مله كړېده. (4)

اماميان وايي: د سپي او سركوزي په څير ناوليو ځناورو جوټه ناولې ده او د پاك حيوان حلال وي،كه مردار، جوټه پاكه ده، يعنې د هر حيوان د جوټې پاكوالى او ناپاكوالى د هغه حيوان د بدن تابع دى.

مالكيان وايى: د سپي او سركوزي جوټه پاكه ده، اودس پرې هم كېداى شي او څښل كېداى هم شي. (5)

د اودس ماتولو احكام :

شافعيان، مالكيان او حنبليان مخ پر قبله او شا پر قبله په ودانۍ كې دننه وي، يا بهر په ازاده فضا كې څلور سره د اودس د ماتولو په نۀ حراموالي كې يوه خوله دي. خو په بې څادره يا بې پردې اودس ماتولو كې سره اختلاف لري. شافعيان او حنبليان وايى: حرام ندى،مالكيان يې حرام ګڼي، حنفيان وايي: دننه او بهر مكروه، بلكى حرام دى. (6)

اماميان وايى : مخ پر قبله يا شا پر قبله، په ودانۍ كې وى او كه بهر، له څادر سره وي، كه بې څادره وي، مطلق حرام دي.

ټول مذهبونه اوبه ناولتيا لري كولو ته د مخكې او شا ته شرمځايونو پاكوونكي ګڼي، څلورګوني مذهبونه وايى: تيږه يا كاڼې د دواړو شرمځايونو پاكولو ته بسه ده. اماميان وايى: د مخكينی شرمځاى پاكولو ته بى له اوبو بل څه بسنده ندي؛خو د ډكو متيازو ځاى په اوبو،درې ځله تيږې راكښلو،يا په پاك ټوكر؛خو چې اودس ماتې له خپل ځايه خپور شوى نۀ وي، پاكول يې غوره دي، ګنى په اوبو دې پاك شي.

د اماميانو په نزد ډېرې تيږې يا بل څه راكښل لازمي دي؛خو د شافعيانو او حنبليانو په نزد په يو ځل راكښلو پاكوالى كېږى.مالكيان او حنفيان وايي د راكښلو شمېر شرط ندى، بلكى د ځاى پاكوالى په كار دى.حنفيانو بې له اوبو، په بله هره مايع له دواړو شرمځايونو د ناولتيا لرې كول روا ګڼلي دي.

========================================

يادداښتونه:

(1) _ د ختن د هوسيو د نامه غوټۍ چى ښكاريان يې مښكو ته ترې پريكوي، ژ

 ( 2) _ ودى ته سپېرى اوبه او مذې ته هوسوبى د پير روښان د خيرالبيان په 62-الف مخ كى راغلى دى، ځدراڼ يې پينوبى بولى افغان قاموس/ 3ټ 325

(3) _ دا حكم د ټولو اماميه فقهاوو په نزد يو شان نه دى. ژ

(4) _ ابن عابدين، 1ټ ، 156 م

(5) _ المغى-د ابن قدامه تاليف، 1ټ، 47م، درېيم چاپ

(6) _ الفقه على المذاهب الاربعه- 1ټ، د قضا الحاجه بحث

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست