تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۷مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)   انقلابي شام ته خبر راورسېد،چې ايراني “ابولوءلوء”(چې مريى و او له كوفې يې مدينې ته راووستى و) حضرت عمر(رض) د لمانځه پر مهال په توره وهلى او حضرت عمر(رض)هم “شپږ کسيزې  شورا”  ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۷مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 

انقلابي

شام ته خبر راورسېد،چې ايراني “ابولوءلوء”(چې مريى و او له كوفې يې مدينې ته راووستى و) حضرت عمر(رض) د لمانځه پر مهال په توره وهلى او حضرت عمر(رض)هم “شپږ کسيزې  شورا”  ته دنده وركړې،چې خليفه وټاكي .

د شورا غړي دادي :

حضرت علي(ک)،حضرت عبدالرحمن عوف،حضرت سعد بن ابي وقاص،حضرت زبير،حضرت طلحه او حضرت عثمان (رضى الله عنهم).

حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : پر خداى قسم له حضرت على(ک) بل څوك د خلافت وړ نه دى . و يې وغوښتل،چې مدينې ته ولاړ شي او خپل نور ژوند له حضرت علي(ک) سره تېر كړي؛ لكه څنګه چې له پېغمبراکرم (ص) سره و، د خپلې ښځې او لور په ملګرتيا له هغه كاروان سره يوځاى شو،چې مدينې ته روان و؛ په لار كې يې د حضرت علي(ک) په باب سوچونه كول او فكر يې كاوه ،چې حضرت علي(ک) به خليفه شي او په اسلامي نړۍ كې به عدالت، مساوات او ورورولي راولي؛ډېر خوشحاله و،چې ګنې حضرت علي(ک) به خليفه شي او مسلمانان به يې په خليفه كېدو د روښانه راتلونكې خاوندان شي . په لار كې له هغه كاروان سره مخامخ شو، چې له مدينې څخه شام ته راته . د حضرت ابوذر(رض) ټول خيالونه،هيلې او خوبونه خاورې ايرې شول؛ پر زړه يې وېره او وحشت كېناست؛ځكه وا يې ورېدل،چې د خلافت چارې يې حضرت عثمان بن عفان(رض) ته سپارلي دي . له ځان سره يې وويل : له دې  څوك منكر نه دي،چې حضرت عثمان(رض) سپېڅلى سړى دى؛خو په دې سړي كې هغه اراده،ښېګڼې او دور انديشي نشته،چې د حضرت عمر (رض) ځايناستى شي . نه پر خداى چې هغه به و نه کړاى شي،چې د خلافت چارې سمبال كړي .

كاروان مدينې ته راورسېد او حضرت ابوذر(رض) بې له ځنډه حضرت علي(ک) ته ورغى،سلام يې واچاوه او كېناست او له حضرت علي(ک) سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته پوه شو،چې حضرت عثمان(رض) ولې خليفه شوى دى او حضرت علي(ک) په ټينګه د خپل حق دفاع نه ده كړې .

 حضرت ابوذر(رض) حضرت علي(ک) ته وويل:د خداى رضا به داسې وه، موږ يې په رضا راضي يو.

حضرت ابوذر(رض) په مدينه كې پاتې شو او ليدل يې،چې پر حضرت عثمان(رض)خپل ټبر امويان،ډېر ګران دي او په اسلامي دولت كې د امويانو نفوذ ورځ پر ورځ ډېرېږي او حضرت عثمان (رض)ټول مهم منصبونه امويانو ته سپارلي . ليدل يې،چې اسلامي خلافت پر “سلطنتي رژيم” اړول شوى؛هرې خواته  ځل بل او تشريفات دي او د تقوا او زهد پر ځاى نومپالنه او دنيا پالنه دود شوې ده . ليدل يې،چې د پېغمبراکرم (ص) ياران اوس هغه پخواني ياران نه دي؛د ډېرو عقېدې او زړونه بدل شوي دي . حضرت زبير، حضرت طلحه او حضرت عبدالرحمن بن عوف  (رضی الله عنهم) (هغوى،چې په شپږ کسيزه شورا كې يې حضرت عثمان(رض) ته راى وركړې وه) د حضرت عثمان(رض) په نوي حكومت كې د ډېرو مالونو او شتمنيو خاوندان شوي دي . حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) په “عقيق” كې داسې كور جوړ كړى،چې سترګې ورته برېښي . حضرت ابوذر(رض) چې دا ټولې نادودې ليدې؛نو له مبارزې پرته يې هېڅ چاره نه  ليده،راپاڅېد؛خو بې له دې،چې د وخت له چارواكي د يو خس هومره ووېرېږي؛ځكه يقين يې درلود كه چوپ پاتې شي؛نو د پېغمبراکرم (ص) ټوله خواري په اوبو لاهو كېږي .

خلك يې زهد او تقوا ته رابلل او د چارواكي پر كړو وړو او سياستونو يې نيوكې پيل كړې . بله ورځ خبر شو،چې حضرت عثمان(رض) د خيبر كلا او د افريقا د مالياتو پينځمه برخه خپل تره “مروان حكم” (هغه چې پېغمبراکرم هغه او پلار يې له مدينې شړلي ول) ته وربښلې ده . 300000 (درى لكه ) درهمه يې هم “حرث بن ابي العاص” ته او 100000 ( يو لك) درهم يې “زيد بن ثابت” ته وركړي دي .

حضرت ابوذر(رض) په جومات كې ناست و او د قرآن شريف دا آيت يې لوسته :

((وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه – 34 آيت) او هغوى،چې سره او سپين زر زېرموي او د خداى په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! ))

 مروان ته خبر راورسېد،چې حضرت ابوذر(رض) پر هغه او د حضرت عثمان(رض) پرخلافت سختې نيوكې كوي . دا خبره يې حضرت عثمان(رض) ته ورسوله . حضرت عثمان(رض)هم خپل مريى (نائل) په حضرت ابوذر(رض)پسې ولېږه. حضرت ابوذر(رض) راغى او ساه يې لا نه وه سمه كړې،چې حضرت عثمان(رض) ورته وويل : ابوذره!له كومو چارو دې، چې خبر شوى يم، لاس واخله!

حضرت ابوذر(رض) : زما له كومو چارو خبر شوى يې؟

حضرت عثمان(رض) : اورېدلي مې دي،چې خلك زما پر خلاف پاڅون ته راپاروې .

حضرت ابوذر(رض) : څنګه؟

حضرت عثمان(رض) : اورېدلي مې دي،چې تل د والذين يكنزون الذهب…. آيت په جومات كې لولې.

حضرت ابوذر(رض) ايا ته د رسول الله خليفه،ما د قرآن له لوستو او له هغو سره له مبارزې منع كوې،چې د خداى پر حكم عمل نه كوي؟ پر خداى قسم،چې ستا پر خپګان به له ځانه خداى خوشحاله كړم؛خو هېڅكله به ستا پر خوشحالۍ له ځانه خداى خپه نه کړم.

حضرت عثمان(رض) چوپ شو،چې اوس څه ورته ووايي . غلى شو او بل غږ يې هم و نه کړ؛همداسې غلى پاتې و،چې حضرت ابوذر(رض) ترې په قوي ايمان راووت .

حضرت ابوذر(رض) او حضرت علي(ک) به سره زيات كتل،پر حضرت عثمان(رض) شپه او ورځ د حضرت ابوذر(رض) بې باكه او بې پروا نيوكې زياتېدې . حضرت عثمان(رض)هم پلمه لټوله،چې حضرت ابوذر (رض) وشړي او تل ځان له دې غمه خلاص كړي . يوه ورځ حضرت ابوذر(رض) حضرت عثمان(رض)ته ورغى،چې “كعب الاحبار” (يهودى ملا ،چې د حضرت عمر(رض) تر خلافت پورې نه و مسلمان شوى او اوس د حضرت عثمان(رض)  سلاکار وزير دى) يې په څنګ كې ناست و، ورته يې مشورې وركولې،حضرت عثمان(رض)،كعب ته وويل : ستا په نظر خليفه ته جايز دي،چې له بيت الماله څومره مال،چې وغواړي واخلي او چاته يې،چې خوښه وي، وركړي؟

حضرت ابوذر(رض) : نه! جايز نه دي .

كعب : زما پر خيال،چې جايز دي .

حضرت ابوذر(رض) كعب ته وويل : د يهودي زويه!ته  موږ ته  زموږ دين راښيي .

كعب له حضرت ابوذر(رض)،حضرت عثمان(رض)ته ګيله وكړه، حضرت عثمان(رض) ورته وويل : ابوذره! په دې ورځو كې دې زه او زما ياران پوزې ته راوستي يو.

د حضرت عثمان(رض)او حضرت ابوذر(رض) ترمنځ حالات ترينګلي او كړكېچن شول؛حضرت عثمان(رض) غوسه او لوړ غږ حضرت ابوذر (رض) ته وويل : ځه نور شام ته ولاړ شه،چې دلته دې ونه ګورم .

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!