تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه لومړی عامل: غفلت دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول پنځم علت: د انسان پنځګري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه

لومړی عامل: غفلت

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

پنځم علت: د انسان پنځګري او خلاقیت ]

په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

 په نړۍ کې زموږ مسافروالی د غفلت او غرور یوه وزله هم ده؛ ځکه غالباً دا ځانګړنه هېروو چې له امله یې د غرور او غفلت یوه بله پرده راغوړېږي. البته خدای انسانانو ته د یو شمېر غفلتونو د څنډنې لپاره وزلې وړکړي دي. څوک مري، په واقع کې غږ پورته کوي، چې د سفر وار به راورسي؛ خو یوازې دا غږ بسیا نه؛ بلکې اورېدونکی غوږ هم لازم دی، کوم غوږ چې دا غږ نه اوري، د غولول شویو غوږ دی.

علي(ک) وایي چې دنیا غرور راپیدا کوونکې ده، چې موږ د مسافروالي او ددې شان د هېرولو په پار، غرورمن یو. علي(ک) خپل زوی ته وایي:

يا بنى انى قد انباتك عن الدنيا و حالها و زوالها و انتقالها و انباتك عن الاخره و ما اعد لاهلها فيها

«زویه، د دنیا له حال او زواله مې خبر کړې، د آخرت په هکله مې هم خبرې درته وکړې او ومې ویل، چې هلته یې آخرتیانو ته څه څېزونه چمتو کړي دي»

و ضربت لك فيهما الامثال لتعتبر بها

« ددې دواړو نړیو او ددې دواړو ژوندونو په باب مې ډېرې بېلګې درته راوړې، چې د عبرت لامل دې شي.»

بیا د دنیا او آخرت په اړه خپله بېلګه بیانوي:

انما مثل من خبر الدنيا كمثل قوم سفر نبابهم منزل جديب فاموا منزلا خصيبا و جنابا مريعا

« چاچې دنیا ښه پېژندلې او له باطنه یې باخبره دی، د هغه په څېر دی، چې په سفر کې دی، او له وچې، بې خوړو او بې روزۍ ځمکې د ښه او شنه منزل په لټه کې روان دی.»

فاحتملوا و عثاء الطريق و فراق الصديق و خشونه السفر و جشوبه المطعم

«د لارې کړاو، د یارانو لرېوالی، د سفر سختي او د خوراک بې مزېتوب زغمي»

لياتوا سعه دارهم و منزل قرارهم

«دا ځکه چې خپل پراخ کور ته ورسي او ارامي پکې ومومي»

فليس يجدون لشى‏ء من ذلك الما و لا يرون نفقه فيه مغرما

«پوهېږي، څه چې لګوي، زیان به ونکړي، پوهېږي چې کړاو به یې بې پایلې نشي؛ نو ځکه کړاو ورته څه نه ښکاري او لګښت ورباندې دروند نه پرېوځي»

و لا شى‏ء احب اليهم مما قربهم من منزلهم و ادناهم من محلهم

«یوازې مقصد ته وررسوونکی څیز یې ښه راځي؛ بلکې تردې ګران څیزو ورته نشته. یوازې یوه برخه لري او دا واقعي منزل ته رسېدل دي؛ نو ځکه په ټولو هغو وزلیو یې زړه تړلی، چې دې منزل ته یې ورنژدې کوي»

و مثل من اغتربها كمثل قوم كانوا بمنزل خصيب

«خو پر دنیا عاشق، لکه په نعمتونو ډک ټاټوبي کې اوسېدونکی»

فنبابهم الى منزل جديب

« او بیا وچ، بې خوړو او بې روزۍ ټاټوبې ته ورځي»

فليس شى‏ء اكره اءليهم و لا افظع عندهم من مفارقه ما كانوا فيه الى ما يهجمون عليه

« او هیڅ کرکجن څیز به تر دې نه وي، چې دوی راواخلي او له دې ښه ځایه یې هغه بد ځای ته بوځي.»

ددې نړۍ غرور همدا دی. د مولوي په تعبیر: څوک چې خوږ ژوند کوي، تریخ مري.

او د امام صادق په تعبیر: الدنيا سجن المومن و القبر حصنه و الجنه ماواه و الدنيا جنه الكافر و القبر سجنه والنار ماواه (بحار الانوار:۳ټ،۹۱مخ)

« دنیا د مؤمن زندان، قبر یې پناه ځی او جنت یې هستوګنځی دی او دنیا د کافر جنت، قبر یې زندان او جهنم یې هستوګنځی دی»

خوږ ژوند کول، د ترخې مړینې لاملېږي؛ یعنې هغه کسان چې څومره یې دا دنیا جدي نیولې، چې خپل مسافروالی یې له یاده ایستلی، نو دوی تریخ مري او څومره چې دا غفلت او غرور پکې ټینګ وي، دا سفر او هجرت به ورته خورا تریخ وي.

دا د غرور یوه له مهمو پردو څخه ده، چې په نړۍ کې د انسانانو پر سترګو او غوږونو غوړول شوې ده او ډېری یې مفتون کړي دي؛ یعنې په دنیا کې ډېر روسته پوهېږي، چې انسانان دا حقیقت ومومي او تصدیق کړي، چې مسافر دي، موږ انسانان ځانونه هستوګن یا مقیم بولو او که په رښتیا خپل مسافروالی ومومو، ټوله وګړه به مو واوړي.

ډېر لږ کسان د زړه له کومي باور لري، چې مري او تلونکي دي او دې حقیقت یې ژوند اړولی دی.

علي(ک) د دنیا فاني والي په ملاحظه کې، له آره انسانان دوه ډوله بولي. یوه ډله دا فاني والی نه درک کوي؛ نو ځکه د خپل همېشوالي په ګومان ځان ورباندې پلوري او بله ډله چې د دې فنا ژوروالی درک کوي؛ نو ځکه هڅه کوي، چې ځان له دنیا بېرته وپېري.

الدنيا دار ممر الى دار مقر و الناس فيها رجلان: رجل باع فيها نفسه فاوبقها و رجل ابتاع نفسه فاعتقها (نهج البلاغه،۱۳۳حکمت)

« دنيا د تېرېدو ځاى دى، نه تمځاى او خلک یې دوه ډلې دي: هغې ډلې، چې ځان وپلوره او ورکه شوه او بلې چې ځان وپېره او ازاده شوه. »

جوته ده چې د دواړو ډلو چلن او کړه وړه یو له بل سره له ځمکې تر آسمانه توپیر کوي.

د ځان ناپېژندنې یوه مانا

د ځان ناپېژندنې ساده مانا داده چې انسان خپل واقعي اوصاف او ځانګړنې ونه پېژني. سکه د انسان یوه له جدي ځانګړنو مسافروالی یې دی. یو مسافر که پوه نشي چې مسافر دی او ځان هستوګن وګڼي، پر ځان ناپېژندنې اخته کېږي او ورپسې به غلط هوډونه، باطل هوډونه، باطل قضاوتونه او ناسمې کړنې ترې وشي. د دنیا مهمترینه ځانګړنه او په دنیا کې د انسانانو مهترینه ځانګړنه؛ فاني والی دی. موږ باید خپلې نورې ځانګړنې ددې ځانګړنې په سیوري کې وپېژنو. موږ ړومبی او بالذات د منطقیینو په تعبیر «فاني» یو.  ټوله دنیا هم باید په دوو برخو ووېشو: فاني او باقي. علي(ک) د متقینو په خطبه کې وایي، متقي هغه دی:

قره عينه فيما لا يزول. و زهادته فيما لا يبقى

«ګرده دنیا او څه یې چې پر وړاندې ښکاره کېږي، په دوو برخو ویشي: پاتېدوني او تلوني. بیا یې پاتېدوني ښه ایسي او د خپلو سترګو رڼا یې بولي او تلوني کښته غورځوي او زهد پکې خپلوي» دا په دنیا کې مهمترینه وېشنه ده.

له دنیا سره د انسان د سم تړاو اپوټه کېدنه

حضرت علي(ک) موږ انسانانو ته «ابناء دنیا» ویلي دي.

الناس ابناء الدنيا و لا يلام الرجل على حب امه (نهج البلاغه، ۳۰۳ حکمت)

« خلک د دنیا اولاده ده او اولاد د مور په مینه نه ټپسوروي»

یعنې دنیا یې مور ده او له خپلې مور سره د اولاد مینه طبیعي ده او تردې بریده پړه ورباندې نشته؛ خو کله، دنیا مو اولادېږي او موږ یې مورېږو او دا هغه تړاو دی چې د انسانانو او مصنوعاتو ترمنځ یې رادبره کېږي. په دې حال کې، له مصنوعاتو سره مو تړاو، له اولاد سره د مور د مینې په څېر کېږي.

د انسانانو ددنیا پالني راز او د خدای او شریعت پر وړاندې یې د سرغاړی راز

 مولوی په مثنوي کې د سبا قوم او پېغمبرانو ترمنځ یوه مناظره تنظیم کړې چې ډېر عبرتناک ټکي پکې دي. د مناظرې په یوې برخې کې د سبا قوم له انبیاوو سره د جبر او اختیار پر سرپوښتنې ګروېګنې کولې، ویل یې چې تاسې ولې زموږ ایمان راوړو ته ټینګار کوئ، که الهي تقدیر وغواړي، ایمان راوړو او که ونه غواړي، ایمان نه راوړو.

لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا (انعام/۱۴۸)

ولې هڅه کوئ چې عیوب او نیمګړتیاوې را نه لرې کړئ؟ که دا عیوب پاکېدونې وي او خدای وغواړي، پاکېږي او که خدای ونه غواړي پاک به نشي. دې پوښتنیو او ځوابونو دوام وموند، تردې چې خپله انبیاء هم نهیلي شول او ویې ویل چې ترڅو به دې قوم ته نصیحت کوو؟ ددې لپاره چې خبرې مو اغېزمنې شي؛ نو لومړی باید په دوی کې یوه زمینه وي؛ خو په دې قوم کې بیخي زمینه نه لیدل کېږي.

جنبش خلق از غذا و وعده است        تيزى دندان ز سوز معده است‏

ړومبی باید یو باطن وي، چې ورپسې یو ظاهر رادبره شي. لومړی باید یوه معده وي، چې لوږه وننګېري او په خوړو پسې ولاړه شي. دا قوم بیخي اړتیا راته نلري او غوږونه یې کاڼه دي.

 بیا مولوي د پېغمبرانو له خولې پوښتي، چې ولې مو خدای ښه نه ایسي؟ هغه خدای چې ستاسې پنځوونکی دی. ولې خپل پنځول شوي درته ګران دي؟ یو بوت توږئ، نمانځئ یې او مینه ورسره کوئ؛ خو له خدای سره مینه نه لرئ، ان نامه اخستل یې هم ستاسې بد ایسي. بیا انبیا خپله دا پوښتني ځوابوي:

نفس اول راند بر نفس دوم        ماهى از سر گنده گردد نى زدم‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 3080 -3079 بیتونه)

ویې ویل د مطلب راز دادی؛ چې انسان د خپلو مصنوعاتو عاشق دی. دا بوتان تاسې خپله جوړ کړي او په همدې پار یې ښه ګڼئ؛ خو الله پاک تاسې جوړ کړی نه دی. هغه داسې یو موجود دی، چې محال ده ان په انځورنه کې هم تصرف پکې وکړای شئ. په همدې پار ترې تښتئ؛ خو خپل مصنوعات تر خدایي حالته پورته وړئ؛ ځکه جوړ کړي مو دي.

د انسانانو دا اپوټه لیدنه او کوږ ووږ قضاوت – ورمندون له یوه چار سره د مینې درلودو له لامله دی. ددې اپوټه لیدنې په پایله کې، مصنوع د صانع پر ځای کېني او داسې تمې ترې کېږي، چې له وسې یې پوره نه دي.

له ځان او خپلو مصنوعاتو سره مینه د الحادي هومانېزم پیلامه ده

 په نوي پېر کې الحادي «هومانېزم» یا خدای ته ورشا کړې انسان پالي، دقیقاً دغسې یوه مبنا او بنسټ لري او له دې جرړې تغذیه کېږي. دا ډول انسانان خپله قانون جوړوي او شریعت، مقدساتو، د انبیاوو وحې، کلیسا او څه چې د دیانت نامه لري، ورته بې اعتنا دي. او پر ځای یې د خپلو جوړ کړای شویو لاروي کوي.

 دا لاروي یوازې په دې شرط ده چې قوانین دوی خپله جوړ کړي. که څوک راغی او ویې ویل چې زه د خدای له لوري منصوب شوی یم او تاسې ټاکلی نه یم، او د خدای له لوري مې قانون درته راوړی، په هیڅ توګه یې نه مني؛ ځکه دوی یې یو هم مصنوع  نه دي.

موږ انسانان راغلي یو، چې د هغه چا فرمان ومنو او د بل پر وړاندې تعظیم وکړو، په دې شرط چې ړومبی خپله مو ویلي وي، چې دا وګړی واجب التعظیم او درناوی یې لازم دی. چمتو یو چې د قانون رعایت ته سر ورکړو، په دې شرط چې قانون مو، خپل قانون وي.

که وویل شي چې خدای دا قانون رالېږلی؛ نو نه یې منو. ددې چار یو اروایي دلیل دادی، چې انسان ته د بل مصنوع خوږ او ګران نه وي.

انسان چمتو دی، چې له خپل مصنوع سره مینه وکړي، ان تر څه چې دی ډېر یې وګڼي، یوازې په دې دلیل چې خپله یې جوړ کړی او بلکې یوه برخه یې ده او همدې چار ډېر ستر بېلارېتوبونه را کې رادبره کړي؛ ځکه له خودخواهۍ او ځانمنی راولاړېږي.

د یوې ساده بېلګې په توګه، غالباً لیدل کېږي چا چې یوه ناسمه خبره کړې وي، نه غواړي بېرته یې واخلي؛ ځکه خپله یې کړې ده، او که دا خبره بل ویلې وای، چمتو و، چې بطلان ته یې سل دلایل ویلي وای؛ خو دا چې خپله یې ویلې؛ نو بېرته یې اخستونکی نه دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!