تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دیني اندنې په بیاژوا کې؛  علامه محمد اقبال لاهوري ته د ډاکترعلي شریعتي درناوی سریزه د دیني اندنې د بیا ژواکۍ – د دیني تفکر احیاء تاریخ له هجري پینځمې پېړۍ پیلېږي، او ددې چار پیلوونکی امام غزالي (رح) دی، چې د اسلام د هیرو شویو اړخونو بیاژواکۍ ته یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دیني اندنې په بیاژوا کې؛

 علامه محمد اقبال لاهوري ته د ډاکترعلي شریعتي درناوی

سریزه

د دیني اندنې د بیا ژواکۍ – د دیني تفکر احیاء تاریخ له هجري پینځمې پېړۍ پیلېږي، او ددې چار پیلوونکی امام غزالي (رح) دی، چې د اسلام د هیرو شویو اړخونو بیاژواکۍ ته یې را ودانګل. ورپسې په هجري یوولسمې پېړۍ کې ملا فیض کاشانې دا لار خپله کړه. په دیارلسمې پېړۍ کې سلفیت هم دې چار ته مټې را بډ وهلې او په شلمه پېړۍ کې په سیمه کې علامه محمد اقبال لاهوري د دینې اندنې د بیا ژواکۍ آریز مهندس دی، چې په دې اړه یې په انګلیسي کتاب لیکلی او د کتاب اغېز دومره و، چې ډاکتر علي شریعتي یې لار ونیوه او په خپلو لیکنو او فعالیتونو یې وځلاوه. دا چې د بیا ژواکۍ مفهوم څه دی او موږ څنګه د تېرو اسلافو له اندیزو یېبرو – پیداواره باخبر شو، او دا چې په دې بهیر کې علامه محمد اقبال لاهوري ته ډاکترعلي شریعتي څومره درناوی درلود، د سیمي د یو اندیال د شننې نچوړ په خپله ژبه دروړاندې کوو.

“د یو دیني اندیال آریز چار د ښوونځي بیاژواکي ده. اقبال لاهوري له هغو کسانو دی چې پر علي شریعتي یې ډېر زیات اغېز درلود او شریعتي ته هم اقبال لاهوري خورا ګران و. اقبال “په اسلام کې د دیني اندنې بیا ژواکي ” په نامې کتاب لري چې په پښتو او پارسۍ هم ژباړل شوی، پښتو یې د پېښور پښتو اکاډمۍ د انګلیسي ادبیاتو یو استاد ژباړلې او پارسي ژباړه یې احمد آرام په ایران کې کړې ده. دا د لوستو خورا وړ کتاب دی او دیني روښانفکر چې په خپله ټولنه کې فرهنګي فعالیتونه کوي لوستل یې ورته اړین دي.

اقبال چې د دیني اندنې د بیا ژواکۍ خبره کوله، مطلب یې څه و؟ پر دیني اندنې څه شوي چې بیا ژواکۍ ته اړمنه ده؟ چې له سره یې ژواکي غواړو څه باید وکړو؟ که په بشري اندنو کې د بیا ژواکۍ او نوسازۍ مفهوم روا یا بامانا وي؛ نو په الهي اندنو او دیني ښونځیو کې څرنګه دی؟

د دیني اند په تاریخ کې د بیاژواکۍ مخینه

په مسلمانانو کې د دیني اند بیاژواکي مخینه لري او له اقبال لاهوري څخه نه پیلېږي. دا چار امام ابو حامد محمد غزالي (رح) پیل کړی او په دې باب یې خورا نامې کتاب “احیاء علوم الدین” دی، چې د پینځمې لیږدیزې پېړۍ کې شیعه اندیال، فقیه او حدیثپوه ملا محسن فیض کاشاني له سره لیکلی او نامه یې ده : “المحجه البیضاء فی احیاء الاحیاء”. د المحجه البیضاء اویا سلنه د ارواښاد غزالي احیاء علوم الدین دی او دېرش سلنه توپېر یې د ځینو روایاتو، اقوالو او ابوابو کمونه او زیاتونه ده. د احیاء علوم الدین د کتاب له لیکنې چې څه له پاسه نهه پېړۍ تېرېږي، د اسلامي فرهنګ په ډګر کې یو له اغېرمنو کتابونو ځنې دی او ډېر لوستونی کتاب دی، په تېره المحجه البیضاء چې شیعي روایات او اقوال هم پرې ورزیات شوي او ګټه یې څو ګرایه شوې ده.

امام غزالي (رح) د خپل کتاب په سریزه کې درته وایي چې دا کتاب یې د څه لپاره لیکلی دی. غزالي (رح) د اسلامي فرهنګ د پرتم او دبدبې په پېر کې اوسېده او موږ چې څه له پاسه نهه سوه کاله ترې واټن لرو او خپل تېر فرهنګ ته نظر کوو، دا دی تر غزالي یې پېر ښه پېژنو؛ ځکه هغه په خپل پېر کې و، او تر ځان را روسته پېرونه یې نه لیدل او ترمنځ یې پرتلنه ورته میسره نه وه؛ خو موږ فی الجمله پوهېږو، چې پر اسلامي فرهنګ او تمدن څه تېر شوي، اوس ښه قضاوت کړای شو، چې په ټول کې هغه څنګه پېر و، چې غزالي (رح) پکې اوسېده. دا د اسلامي تمدن یو له غوره پېرونو ځنې و.

تاریخپوهان یوه خوله دي چې څلورمه او پینځمه پېړۍ دغسې پېړۍ وې؛ خو تردې را روسته په تجربي علومو او دیني علومو کې مو په دومره پراخۍ او څومره والي دومره پوهان نه درلودل. سره له دې غزالي ګروهن و، چې په دې زمانه کې دیني علوم مخ پر ځوړ او بلکې د ځنکندن په حال کې دي او باید څوک یې بیاژواکي کړي. امام غزالي لیدل چې د شریعت ظواهر ژوندي دي، جوماتونه د جماعت نمانځه لپاره ډکېږي، د رمضان میاشتې د تراویح نمونځونه کېږي، محتسب شته، شرابخواره نیسي، عباسي خلیفه د پېغمبر(ص) د خلیفه په توګه خلافت چلوي د جمعې ورځې په خطبه کې د خلیفه نامه اخستلېږي. فقیه، متکلم، حدیثپوه، فقهي مدرسې، کتابونه او دیني ویینې یې لیدې؛ خو ویل یې چې په دې ظواهرو کې، بواطن لتاړ او له منځه تللي او د شریعت حقیقت، چې ده د آخرت فقه ورته ویله، په ټولیز ډول هېره او شا ته غورځول شوې ده.

امام د احیاء علوم الدین په سریزه کې وايي: انسانانو ته یې ویل دیانت راغلی، چې یو شمېر قاضیان شي، یو شمېر واعظان شي؛ یو شمېر مفتیان شي، چې فتوا ورکړي، حلال و حرام څرګند کړي، یا دښمنۍ هوارې کړي، یا خلک پر منبر په طنز او زړه راکښونو خبرو بوخت کړي، همدا او بس.

باید په دې جغرافیا کې دیانت له سره تعریف شي او څه چې په حقیقت، دیني علوم دي باید بیاژواکي او بیا وښوول شي. په تېره د احیاء علوم الدین په لومړي کتاب کې څو اصطلاحات دي چې غزالي یې د سمې مانا په څرګندنې ډېر ټینګار کړی دی چې له دې ځنې: «توحید» ، «فقه» او «ذکر» دي. وايي د دوی مانا اوړېدلې. د صدر اسلام مسلمانان ترې بل څه پوهېدل. په دین کې تفقه؛ یعنې د دین ټول اړخونه، کونجونه او اضلاع پېژندل، نه یوازې فرعي احکام او نه یوازې د حلال و حرام احکام. تفقه یعنې په پراخ مانا اسلامپوهنه، چې پر احکامو پوهېدنه یې کوچنۍ برخه ده نه ټوله، همدغسې یې درواخله. فیض کاشاني وايي، غزالي(رح) چې پر پینځمه هجري پېړۍ کې د مسلمینو ټولنه پر کومې ناروغۍ اخته لیده، زه یې د یوولسمې هجرې پېړۍ د شیعي فرهنګ په حوزه کې وینم؛ نو ځکه لازم بولم چې بیاځلي د دین علوم بیاژواکي کړم.

غزالي او فیض کاشاني ددین د هېرو شویو اړخونو په بیاژواکۍ لګیا وو، لیدل یې چې د ښوونځي یوې برخې ته ټینګه او افراطي پاملرنه کېږي او یوه برخه یې پوره هېره شوې ده او دې چار له ګرد ښوونځي یو کنډوکپر انځور راوړاندې کړی؛ کټ مټ د یو کاریکاتور په څېر، چې د یو تن پوزه د پښو هومره یې غټه کړي، او پښې یې د پوزې هومره کړي، دغسې یو موجود ناانډوله او پیکه معلومېږي.

د امام غزالي او فیض کاشاني رحمة الله علیهما غم او درد د ښوونځي کاریکاتوري کېدنه وه؛ یعنې ننګېرله یې چې یو اړخ یې ناانډوله سرطاني وده کړې او بل اړخ یې خوارځواکی او د ځنکندن په حال کې دی. دوی هڅه کوله چې د ښوونځي هېره برخه ورپوره او حق یې ور ادا کړي، چې تنه، خپل ړومبی انډولتوب تر لاسه کړي.

سلفیت هم یو بیاژواکی خوځښت و

د دیارلسمې لیږدیز پېړې په شاوخوا کې د اهلسنتو په فرهنګي حوزه کې هم مو د بیاژواکۍ خوځښتونه درلودل. ارواښاد محمد عبده مصري، د سیدجمال الدین الافغاني الحسیني زده کړیال، یو له دې بیاژواکیو ځنې و، دا چې د اسلام ښوونځي ته پردۍ او چټي اندنې  ورننوتې وې محمد عبده یې ډېر خپه کړی و؛ نو څوک چې اسلام ته ورمخه کوي ؛نو له نازغمه او نه منل کېدونکیو نظریاتو سره مخېږي.

سلفیه خوځښت همدا و، ړومبي اسلام ته ورستنېدا او له ګډو وډو نخچو د شریعت د پاڼې ساده کونه. سلفیانو ویل، پېغمبر اکرم(ص) چې یو ساده شریعت راوړی، له ننني اسلام سره هیڅ ورتوالی نه لري. دا باید وتوږو. د عبده بیاژواکي، توږنیزه بیاژواکي وه، په مقابل کې د امام غزالی او ملافیض کاشاني بیاژواکي، سینګاریزه بیاژواکي وه؛ یعنې د دین څیره یې سینګاروله په تېره په اخلاقي مسایلو، د باطن په پاکونې، د راکړې ورکړې په پوهېدو، مکاشفې او د عباداتو په رازونو کې… خو چې علامه اقبال لاهوري ته ور رسوو (چې البته امام غزالي او مولوی جلال الدین بلخي ته یې ښه پاملرنه درلوده)؛ نو وینو چې دا بل مفهوم غږوي، او دا د «بیارغاونې» مفهوم دی. وايي: موږ باید دیني اندنه ورغوو، چې دا د بهرینو ښوونځیو له آګاهۍ نیغ په نیغ یېبره ده.

په دین کې دننه کتل له دینه دباندې کتو سره توپیر لري

له آره، له دباندې کتنه داسې اغېزې لري چې دنننۍ کتنه یې نه لري. فرض کړئ چې تاسې له لومړي وخته د عمر تر پایه په یوه ودانۍ کې اوسئ او هډو دباندې ترې ولاړ نشئ، البته د ودانۍ له دننه ډېر معلومات ترلاسه کوئ، ټولې کوټې او دهلیزونه یې پېژنئ، ان شونې ده هره دانه خښته یې، چراغونه، چهتونه، غولي، دیوالونه او اړخونه یې وشمېرئ او اندازه کړئ؛ خو له دې ټولو سره سره، یو څیز ښه نه پېژنئ او دا د دې ساختمان هندسه او په نورو ساختمانونو کې ددې ساختمان بڼه او موقعیت دی. ټول معلومات مو له دننه دی، که یو ځل د بام سرته ورختلي وای؛ نو هم به خپل میشت کور مو لیدلی وای او هم د شاوخوا کورونه او سړکونه،او که له دې ښاره دباندې وتلئ، نور ښارونه او کلي مو لیدل؛ نو د خپل میشت کور په پرتله مو نوي معلومات ترلاسه کول. دا نوی معلومات له دباندې دي نه له دننه او البته په هیڅ توګه له لومړینو معلوماتو سره په ټکر کې نه دي؛ بلکې مکمل یې هم دي.

د ښوونځي بیاژواکي له دباندې ورکتو راولاړه شوې ده

له دباندې کتنه انسان ته یوه نوې اندنه ور وړاندې کوي او دا د بیاژواکۍ اندنه ده؛ یعنې دا فکر درسره پیدا کېږي چې ښه، په همدې مصالحو او توکیو بله ودانۍ جوړولای شو، دا هله دي چې ووینئ په همدې مصالحو یې نور لس ډوله ودانۍ جوړې کړي. کله چې تاسې یوازې له یو شعر، یا د یو شاعر له اشعارو سره آشنا یاست، څومره دا اشعار پېژنئ؟ ولاړ شئ او د نورو اشعار ولولئ، چې ووینئ تېر شعرونه هم بل ډول برېښي. دلیل یې دادی چې وینئ نورو شاعرانو په همدې مصالحو نور اشعار ویلي دي. په پارسي کې حافظ، سعدي، فردوسي او……. او په پښتو کې خوشحال بابا، رحمان بابا، امیرحمزه خان او….. په دري او پښتو اشعار ویلي. دوی یو هم نوی لغت اختراع کړی نه دی، سیلابونه هماغه دي، کلمات هماغه دي؛ خو اشعار یې له ځمکې تر اسمانه توپیر کوي، دې ته د «بنا هندسه» او د معرفت په نړۍ کې یې د «معرفت هندسه» نوموو. دا په واقع کې ددې ټولیز حکم یو له مصادیقو ځنې دی چې:

«تعریف الاشیا بااضدادها (وباغیارها و اشباهها)».

د یوې ټولګې هندسه یې له دننه لیدای نشو

حق همدا دی، انسان چې د یوې ټولګې په دننه کې وي، هندسه یې نه ویني. هغوی چې پر بام ولاړ دي، هندسه یې له نورو ودانیو سره په پرتله کې مومي، دوی ویني هغه چې راځي دښمن دی که دوست، خبر ورکوي، د دښمن چاره وکړئ یا دوست ته لار پرانځئ.  څوک چې هډو بام ته ورختلی نه دی له دباندې څه خبر دی؟ دننني د ړوند په څېر دي چې څارګرو ته پرېکنده اړتیا لري.

څارګر لازم بولو؛ له شریعته څارنه او پاسوالنه، یوه یې همدا مانا ده. له شریعته پاسوالي، یوازې له دننه پاسوالي نه، له دباندې پاسوالي هم ده.

* د امام غزالي او ملافیض کاشاني مساله د ښوونځي بیارغاونه نه؛ بلکې هېرو شویو عناصرو ته ورپاملرنه وه

د امام غزالي او ملافیض کاشاني مسئاله د «معرفت هندسه» نه وه، دوی له دننه ددې بنا او ودانۍ په جوړولو لګیا کېدل او البته دا هم یوه سپېڅلې جوړونه ده. دوی لیدل په دې کور کې ځینې کوټې قولف کړای شوې پاتې دي، هیڅوک یې د پرانستو په لټه کې نه دي، ویل یې دا کوټې ددې کور یوه برخه ده، دې ته هم رسېدګي وکړئ، له دې تشیاله هم ګټنه وکړئ. ولې مو دا ځای پرېښی دی؟ قولفونه یې ماټ کړل او نور یې ددې بندو کوټو وردننه کېدو ته وروبلل.

خو موږ په اوسني پېر کې، شاوخوا له یوې نیمې پېړی راهیسې، اصلاً له یوې نوې مسئالې سره مخ شوي یو: دا ټول کور په خطر کې دی. هغوی چې د بام پر سر ولاړ دي، خبروي مو چې دښمنان ددې کور هندسه ګواښي، یا ځای دوستانو ته تنګ دی، له دښمنانو سره مقابلې ته یا له میلمنو سره پېژندګلوۍ ته چمتو شئ؛ یعنې د موافقو او نویو مخالفو افکارو لپاره یو فکر وکړئ، دې ته «بیارغاونه» وایو، چې ډېر مهم او حساس کار دی او په اوسني وخت کې د هر دیني اندیال د کار د ټینګښت شرط دادی چې په رښتیا یې ددې مسالې منځپانګه درک کړې وي. ډاکتر شریعتي په همدې پار علامه اقبال ته نهايي درناوی درلود او شکمن نه یم چې درناوی یې یو عاطفي درناوی نه و، د ده له فکره یې خوند اخسته او د نویو مسایلو په اړه یې دده هوښیاري، ویښتیا او پرانستې سترګې او د علامه د دیني اندنې د بیارغاونې اندېښنه یې خوښوله.

اندیالان، له لرې او نژدې لارو، په یو بل کې ځلېږي

شریعتي د دیني اندنې بیا ژواکي له اقباله واخسته. او ووینئ چې د اندنو په نړې کې پېښې څنګه دي. د افکارو نړۍ یوه هېښنده نړۍ ده. یو په بل کې د ارواحو د افکارو انعکاس کله ډېر نامریي پاتېږي؛ خو ډاډمن اوسئ چې فکر خپل اغېز پرېږدي. انتظار مه لرئ څه مو چې وویل فی المجلس یا د خپل عمر په اوږدو کې یې اغېز او مېوه ووینئ، اصلاً دغسې فکر مه کوئ. ژوره او سنجول شوې خبره به خپل کار وکړي، یو تخم دی چې خپله ځمکه به پیدا او پکې به راوټوکېږي، که څه هم ویې نه وینئ چې تخم چېرې لوېږي او چېرې میوه نیسي، مولوي په اومه پېړۍ کې خپلې خبرې کولې او له کومه پوهېده چې شپږ پېړۍ روسته د اقبال په نامې یو تن راځي او دده هېنداره کېږي او د ده اندنې دیارلسمې او څوارلسمې پېړیو ته ورڅرګندوي او له سره لیکي؟

د خپله مولوي په وینا:

هین بګو که ناطقه جو می کند – تا به قرنې بعد ما آبی رسد

ګرچه هر قرنی سخن آری بود – لیک ګفت سالفان یاری بود  (مثنوي)

خبره لښتی اوباسي، چې زموږ راروسته پېړۍ ته اوبه راورسي، لښتی اوباسئ، نه پوهېږئ کومې اوبه چې پکې بهوئ، راروسته به څه ځمکې زرغونې او ګلستانونه به راوټوکوي، څه غوغاګانې به راپورته کړي او تاسې د تاریخ پازوال – مسوول نه یاست چې د لسو راتلونکیو پېړیو اټکل وکړئ. اوسنی کار مو د لښتي ایستل، د اوبو بهول او د چینې له مخې د تېږو لرې کول دي او پاتې مو دنده نه ده. اقبال راغی او د مولوی هېنداره شوه، هماغه مولوي چې خپله یې ویل زه د حضرت علي(ک) هېنداره یم:

از تو برمن تافت پنهان چون کنی – بی زبان چون ماه پرتو می زنی

یا تو واګو آنچه عقلت یافته است – یا بګویم آنچه برمن تافته است

ماه بی ګفتن چو باشد رهنما – چون بګوید شد ضیا اندر ضیا     (مثنوي)

حضرت علي(ک) ته وايي، زه دې هېنداره یم یا خپله ووایه یا زه هېندار ډولی، کوم انعکاسات چې مې درنه موندلي، وبه یې وایم.

د حضرت علي(ک) لمر د مولوی پر هېنداره ولګېد، مولوي په اقبال کې وځلېد، اقبال په شریعتي او شریعتي د اقبال لاهوري له حسناتو یوه حسنه شوه.

د اقبال پیغام لکه څنګه چې ښايي په خپل ټاټوبي کې ونه موندل شو او نه یې ځای ونیو اقبال په خپل ټاټوبي کې ښکلی او مجلل مزار لري، خلک یې زیارت ته ورځي؛ خو د خبرې تخم یې په بل ځای کې راوټوکېد او د ده د پيغام ښه قدرونه یې وکړه او خبره یې ښه واورېدل شوه، او دا یې مرستندوی زده کړیال دوکتورعلي شریعتي و، چې نیغ په نیغ یې زده کړیال نه؛ خو رښتونی مخاطب یې و. پر ارواښاد علامه اقبال لاهوري دې سلام وي، چې د اسلامي نوې اندنې له مهندسانو ځنې و، او شریعتي، چې دده له زده کړیالانو او روزل شویو ځنې و.

بیاژواکي یو بې پایه چار دی

ایا بیاژواکي یو پای ته ته رسېدونکی چار دی؟ نه. کله چې بیاژواکي پیل شوه یو بې پایه کار پیل شوی؛ ځکه کله هم موافقې او نوې مخالفې اندنې پای نه مومي.

بیاژواکي؛ د احکامو تر استنباط ورډېره، د ښوونځي د هندسې د معرفت یېبره، د ښوونځي د دنننیو اجزاوو اړیکې، د ښوونځي تاریخي ادلون بدلون او له نورو ښوونځیو او معارفو سره یې تړاو، د نورو ښوونځیو په جغرافیا کې له ښوونځي نوې تعریف او د نورو پوهېدنو په مخامخېدو کې یې ورپوهونه ده. انسان د نویو معلوماتو، نویو پوښتنو او نویو انتظاراتو په درلودو، پر زړو چارو باندې په نوې بڼه پوهېږي او همدا نوې پوهېدنه د بیاژواکۍ بنسټ دی. نوي معلومات، نوې پوښتنې او نوي انتظارات هم له شریعت څخه دباندې راځي نه یې له دننه.

دا هر یو، له شریعته نوې هېرې شوې برخې راوباسي، بڼه ورکوي، او البته د ډېری نویو برخو تر راسپړېدو روسته به – چې د شریعت هندسه په نویو برخو بنا کېږي – توپیر ومومي او له «پیل دمان شریعت» – د مولوی په تمثیل کې – ځنې به د انسان انځورنه واوړي؛ ځکه تردې ډېر پوهېږي او دا ډېره پوهېدنه، ښه پوهېدنه راولاړوي. مسلماً د نهج البلاغې په هکله پر متعالیه حکمت پوه فیلسوف پوهېدنه، د یو عامي تر پوهېدنې توپیر لري. لومړی په داسې سترګو (معلوماتو) سنبال دی چې دویمي نه دی؛ نو ځکه وایو انسان د شریعت ټولګه په نویو سترګو کتای شي او نوې پوهېدنې ترې ومومي او دا پوهېدنې څه نهایت نه لري. څومره چې د نورو ښوونځیو او پوهاویو په باب ډېره اشنايی وي، له نویو پوهېدنو به د انسان برخمني ډېره وي تردې چې درک او پوهېدنه یې له ساده او دودېز درک او پوهېدنې دومره لرې کېږي چې کله له عوامو او نارسېدلو سره همژبي ورته ستونزمنېږي.

بیاژواکي یعنې بیا پوهېدنه او دا هم له نویو پوښتنو راولاړېږي

ومو ویل چې بیاژواکي بې له بیا پوهېدنې بل څه نه ده او بیاپوهېدنه له نویو اوڅار شویو پوښتنو راولاړېږي. اوس د یوه اندیال د قدر او عظمت پېژندو لپاره بله کچه او معیار اوڅاروو.

بله کچه یې هغه پوښتنې دي چې په ټولنه کې یې خپروي او ورالقأ کوي. ناوړه عادت مو دادی، چې باید بدل یې کړو، موږ اندیال اوڅار شویو پوښتنو ته د ځواب له مخې سنجوو؛ خو اپوټه، اندیال باید د اوڅار شویو پوښتنو له مخې وسنجوو.

د اند په نړۍ کې، پوښتنې تر ځوابونې مهمترې دي

ځوابونه هم مهم دي؛ خو تر ځوابه خورا مهم، د پوښتنې طرح ده. نن چې په اسلامي ټولنو کې پر ځینو اندیالانو نیوکه کېږي، پر هغو ځوابونو نیوکه ده چې پوښتنې یې ځواب کړي او سوچ نه کوي که پوښتنه نه وای، څه ځواب به هم نه و. مهمه دا ده چې چا مو پاملرنه د زور لګولو سم ځای ته وراړولې ده. که یوم (بېل) وهې؟ نو ولې یې په سړک کې وهې!  دلته باغچه ده، باغچه یوم وهلو ته اړمنه ده، دلته یې ووهه. ولې په دې باب غور او سوچ نه کوو؟

که فکري قوت په خوشې او بې ګټې پوښتنو ولګي؛ نو که سم ځوابونه هم ورکړو، څه ګټه نه لري. پوښتنه که ښه پوښتنه وه؛ نو کار مو ګټور دی، که څه باطل یې ځواب کړو. ولې؟ دا ځکه چې د معرفت کاروان روان شوی؛ دا ځکه خوځښت رادبره شوی او د پلټنې او ځیرنې اور بل شوی، لازمه نه ده چې ټول اړخونه یې سم کړو. لکه شریعتي چې د سیمي په فرهنګي حوزه کې د تاریخ فلسفه اوڅار کړه، او دا یو چار و، چې یو مخې دیني عالمانو هیر کړی و. پوښتنه دا وه: له بشري تاریخه څه شننه لرو (او البته خپل یې هم ځواب ورته چمتو کړ، چې څه ناڅه نیمګړتیا هم لري).

شریعتي د دیني اندنې د بیاژواکۍ پوښتنه اوڅار کړه، ښايې په ډاګه یې په کتابونو کې دا پوښتنه نه وي راغلي؛ خو د کار او هنر نچوړ یې همدا دی. یو ځای یې د مذهبي پروتستانتېزم خبره کړې؛ یو ځای یې د دیني روښانفکر له ونډې ویینه کړې، په دین کې د اجتهاد، د دیني اندنې هندسه او د هابیل او قابیل ویینه کړی، تاریخ ته یې دیني فلسفه ورکړې ده، دا ټول په بیاژواکۍ کې رانغاړلېږي. تېرو حکیمانو مو یو مخې ټولنیزه دینپوهنه نه کوله. له آره دینپوهنې ته ډېره لږه پاملرنه وه او باید شریعتي له دې اړخ په خپله فرهنګي حوزه کې تحسین کړو، چې دې ټکي ته یې پاملرنې راواړولې».

سید جمال الدین افغاني، محمد عبده مصري، اقبال لاهوري او علي شریعتي یوه لاره وه، نه تمځی، ډیوې وې نه بوتان، د کڼو راویښونکي ول، پر چوپو وجدانونو د سوغولو چوکې وې، او د تکامل په صراط کې د درد او خوځښت انځورونه وو، خپلو پوهېدو ته وفادار او پرې ملتزم وو او خپلو دیني هیلو او ارمانونو ته یې څه ډار او ملاحظه نه پېژنده. له نوي کهوله مو تمه ده، چې د اسلام د بیاژواکۍ دا مبارزاتي لیکه په غور وڅېړي، پند ترې واخلي او کوم اندیال چې سر ترې را اوچت کړ، په هېواد کې به یې د سید جمال الدین افغاني ارمان پوره کړې وي. او دا د تاریخ یو پور راباندې دی چې باید هېواد مو یو ځل بیا د سیمې  فرهنګي دسترخوان شي. ددې ورځې د رارسېدو پر تمه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست