تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د نبوي کورنۍ لارویانو ته د «مفضل بن عمر» سپارښتنې سپارښتنه درته کوم چې: له ایکي یو بې سیاله الله پروا وکړئ او شهادت ورکړئ، چې بې له الله معبود نشته او محمد (ص) یې بنده او پېغمبر دی. له الله پروا وکړئ، ښه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د نبوي کورنۍ لارویانو ته د «مفضل بن عمر» سپارښتنې

سپارښتنه درته کوم چې: له ایکي یو بې سیاله الله پروا وکړئ او شهادت ورکړئ، چې بې له الله معبود نشته او محمد (ص) یې بنده او پېغمبر دی. له الله پروا وکړئ، ښه خبره وکړئ، د الله د رضا په لټه کې وسئ او له غوسې یې وډار شئ، پر الهي قوانینو ټینګ ودرېږئ، له پولو یې مه اوړئ، په ټولو چارو کې الله تعالی په پام کې ونیسئ او پر قضا یې – که پر ګټه مو وي یا زیان- خوښ وسئ.

هن! پر نېکیو امر او له بدیو منع له لاسه مه ورکوئ.

هن! چا چې نیکي درسره وکړه، ډېره نیکي ورسره وکړئ او چا چې بد درسره وکړل، ترې تېر شئ، له خلکو سره هغه چلن وکړئ چې ښه مو ایسي درسره یې وکړي.

هن! له خلکو سره له وسې وسې ښه چلن وکړئ او درته ښایي داسې چلن خپل کړئ چې نور نیوکه درباندې ونه کړي، درباندې لازم دي چې د الله په دین کې په ژوره پوهه بوخت شئ، ځان له حرامو وساتئ، له خپل ملګري سره که ښه وي یا بد باید ښه وچلېږئ.

هن! سخته تقوا خپله کړئ، چې تقوا د دین کچه ده، نمونځونه پر خپل وخت وکړئ او فرایض یې له خپلو شرایطو سره وکړئ.

هن! د هغو چارو په کولو کې لنډون مه کوئ چې الله درباندې فرض کړي او په دې درنه خوشحالېږي، له امام صادق (رح) مې واورېدل چې ویې ویل: «د الله په دین کې ژوره اندنه وکړئ او د بېدیا میشتو په څېر [سرسري اندي] مه وسئ؛ ځکه څوک چې د الله په دین کې ژوره اندنه ونه کړي، الله د قیامت پر ورځ ورته نه ویني» او ورباندې لازم ده چې په شتمنۍ او تنګلاسۍ کې منځلاري خپله کړئ، د دنیا یوه برخه د آخرت وزله کړئ، له امام صادق(رح)  مې واورېدل چې ویې ویل: « ددې (دنیا) له یوې برخې د هغې بلې [دنیا] لپاره مرسته واخلئ او د خلکو د اوږو پیټی مه وسئ» او درباندې لازمه ده چې له چا سره ناسته پاسته لرئ؛ نو نیکي او ښه چلن ورسره وکړئ.

هن! له تیري ډډه وکړئ، چې له امام صادق(رح) مې واورېدل چې ویې ویل:« د تیري سزا د ټولو بدیو تر سزا ژر ده».

درباندې لازمه ده چې الهي فرایض لکه نمونځ او روژه او نور فرایض ترسره کړئ، زکات یې خپلو خاوندانو ته ورکړئ. حضرت صادق(رح)  وویل: «مفضله! یارانو ته دې ووایه: زکات دې یې خاوندانو ته ورکړي او د ورکړیو یې ضامن یم» [زکات د مال ساتنې لاملېږي].

درباندې لازم ده چې د آل محمد له «ولایته» لاس وانخلئ. خپلمنځي سوله او جوړجاړی وکړئ، د یو بل غیبت مه کوئ، د یو بل لیدو کتو ته ورشئ، یو له بل سره مینه او نیکي وکړئ، یو له بل سره خبرې اترې وکړئ، څه یو له بله مه پټوئ، د اړیکو له شلولو ډډه وکړئ، او یو له بله مه لرې کېږئ، وامې ورېدل چې امام صادق(رح) وویل: «پر الله قسم! دوه تنه لارویان مې دې په خپګان یو له بله جلا نشي؛ خو دا چې له یوه یې کرکجن شم او ښېرا ورته وکړم او ډېر ځل له دواړو سره همدغسې کوم» معتب وویل: درځار! له ظالم سره خو دا چلن ښايي! خو مظلوم ولې؟ امام صادق(رح) وویل: ځکه دې خپل ورور پخلاېنې ته رابللی نه دی؛ وامې ورېدل چې پلار مې وویل: «که دوه تنه لارویان مې شخړه وکړي او یو یې لاسبری شي؛ نو باید مظلوم هغه بل ته ورشي او ورته ووايي: وروره! ظالم یم، چې ترمنځ یې بېلتون ایسته شي؛ په حقیقت کې الله تعالی عادل منځګړی دی او له ظالمه د مظلوم حق اخلي.»

د آل محمد لارويانو، بېوزلي مه سپکوئ، جفا ورسره مه کوئ، پېرزوینه پرې وکړئ او الله چې په شتمنی کې مو کومه برخه ټاکلې ور یې کړئ، نیکي ورسره وکړئ، «آل محمد» د روزۍ وزله کوئ مه، له حضرت صادق(رح) مې وارېدل چې ویې ویل: «خلک مو په اړه درې ډلې دي: یوه ډله مو په دې هیله مینوال دي، چې قائم مو راښکاره کېږي او (په دولت  کې یې) له دنیا برخمنېږي، زموږ خبرې کوي او یادوي یې؛ خو له عملي کړلارو مو لنډون کوي، الله دوی دوزخ ته ورګوذاروي. یوه ډله مو مینوال دي، خبرې مو اوري او په عمل کې هم لنډون نه کوي؛ خو موخه یې یوازې دنیا او ګېډه ده او الله به یې ګېډې له اوره ډکې کړي او لوږه او تنده به ورباندې راولي؛ او بله ډله مو مینوال دي، خبرې مو یادوې، اوامر مو مني او په عمل کې مخالفت راسره نه کوي، دوی له موږ ځنې دي او موږ له دوی یو. په مالونو مو له آل محمد سره نیکي  ‍وکړئ، پانګوال د پانګې هومره او نېستمن د نېستۍ هومره، څوک چې غواړي الله یې خورا مهمې اړتیاوې ورپوره کړي؛ نوهغه مالونه دې آل محمد او لارویانو ته یې ورکړي چې  تر ټولو ډېر ورته اړمن وي. که د حق خبره درته وشوه؛ نو غوسه نشئ؛ که حقوال نیغ د حق خبره درته وکړه، دښمني ورسره ونه کړئ، چې نه ښایي مؤمن د حق په اورېدو غوسه شي.

یوه ورځ له امام صادق(رح) سره وم، ویې ویل: مفضله! ملګري دې [یعنې د کوفې لارویان] څومره دي؟ ومې ویل: ډېر لږ دي، چې کوفې ته ستون شوم، لارویان راباندې راتاو شول، جامې  یې رانه وایستې زما غوښې یې وخوړې (یعنې غیبت یې را پسې کاوه) بې پته یې کړم، تردې چې یو یې برید راباندې وکړ او بله په کوڅه کې کمین را ته ونیو چې ګوذار راباندې وکړي او د هر ډول تورونو باران یې راباندې جوړ کړ.

 امام صادق(رح) له پېښې خبر شو، بل کال چې ورغلم، تر سلام روسته؛ ړومبی خبره یې را ته دا وه: مفضله! دا څه خبرې دي چې په اړه دې ویل شوی او خبر شوی یم؟ ومې ویل: زیان یې راته نه درلود. ویې ویل: هو، پر خپل زیان یې و، ایا غوسه کېږي؟ پر حال دې یې بدي وي! تا خو یوازې ویلي چې یاران دې لږ دي، نه پر خدای، دوی مې لارویان نه دي، که لارویان وه ستا په خبرې خپه او غوسه کېدل نه، الله مو لارویان بې له دې ځانګړنو ستایلي، د جعفر لاروي نه دي؛ خو دا چې : خپله خوله کابو کړي، خپل خالق ته کار وکړي او خپل مولا ته هیلمن وي او لکه څنګه چې باید له خدایه ډار دی، وډار شي؛ افسوس ورباندې! په دوی کې څوک شته چې د ډېر نمانځه په پار کړوپ شوی وي او یا له خدایه د ډېر ډار له لامله لېونی شوی وي او یا د ډېرې خشوع [او ژړا] له لامله ړوند شوی وي یا د روژې نیونې له کبله ډنګر شوی وي یا له اوږدې چوپتیا ګونګ معلومېږي؟ ایا په دې ټولي کې داسې څوک شته چې د شپې پر تهجدو د ورځې په روژې نیوو روږدی وي؟ یا د خدای له ډاره او زموږ اهل بیتو سره له مینې یې ځان له دنیوي خوندونو او نعمتونو بې برخې کړی وي؟ دوی څنګه زموږ لارویان دي، سره له دې چې زموږ په باب له دښمنانو سره مو شخړه کوي، ان چې دښمني یې رازیاتوي او د سپیو په څېر کوړنجېږي او د کارغاه په څېر تمه ناک دي، که پر ضد دې د پارونې نه لاملېدای،درته مې ویل چې د کور ور دې بند کړه او تر مرګه مه ورګوره؛ خو که درغلل، ویې منه، ځکه الله پر ځانونو حجت کړي او په دوی یې په نورو غاړه پرانستې او حجت یې پرې ورتمام کړی دی. دنیا، نعمتونه، خوشحالۍ، ځلبلي او شتمنۍ یې چې وینئ، ومو نه غولوي؛ ځکه دا څیزونه درسره نه ښايي او پر الله قسم چې [ددې څېزونو غولونې] دنیا پالو ته هم وړ او په مصلحت یې نه دي.        

والحمد لله رب العالمین و صلی الله علی سیدنا محمد النبی و آله الطاهرین.

سرچینه : تحف العقول

لیکوال : د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست