بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق (رح) لنډې ویناوې، چې د پند، حکمت، زهد، اخلاقو او… په باب ترې روایت شوي دي. ۱ – څوک چې د خلکو په اړه د انصاف چلن غوره کړي؛ نور یې قضاوت ته غاړه ږدي. ۲ – د ظلم په […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امام صادق (رح) لنډې ویناوې، چې د پند، حکمت، زهد، اخلاقو او… په باب ترې روایت شوي دي.

۱ – څوک چې د خلکو په اړه د انصاف چلن غوره کړي؛ نور یې قضاوت ته غاړه ږدي.

۲ – د ظلم په پېر کې چې خلک یې خاین او بې وفا وي؛ نو پر هر چا ډاډمنېدل بېوسي ده.

۳ – په کړاو پسې چې کړاو راشي؛ نو د ژغورنې (او عافیت) پېر رارسي.

۴ – که غواړې چې د خپل دوست د پاکۍ او وروستي کچه درمعلوم شي؛ نو غوسه یې کړه؛ که پر دوستۍ دې پایښتی پاتې شو، دوست دې دی که نه، ورور دې نه دی.

۵ – د چا په دوستۍ مه ډاډمنېږه، خو دا چې درې ځل دې غوسه کړي وي.

۶ – سلو په سلو کې دې پر ورور مه ډاډمنېږه (او ټول رازونه دې ورته مه وایه) چې د پوره ډاډ له لامله راپرځېدل نه جبرانېږي.

۷ – اسلام ټیټه درجه ده، ایمان اوچته درجه ده او یقین تر ایمان یوه درجه اوچت دی او څه چې خلکو ته ورکول شوي تر یقینه لږ دي.

۸ – د غرونو خوځول د زړونو تر خوځولو خورا اسان دي.

۹ – ایمان په زړه کې دی او یقین الهامونه دي.

۱۰ – په دنیا پورې زړه تړنه د غم او خپګان لاملېږي او په ورشا کولو یې روحي او جسمي راحت رادبرېږي.

۱۱ – د ښه ژوند برخه : د کرایي کور درلودل او ډوډۍ پېرنه ده.

۱۲ – دوو تنو د امام په مخ کې شخړه وکړه، ورته یې وویل: هن! څوک چې په زور بریالی شي؛ نو بریا یې ښه نه ده او څوک چې له خلکو سره بد وکړي؛ نو نه ښایي چې د خلکو له بدۍ خپه شي.

۱۳ –له دوستانو سره اړیکه؛ په وطن کې د یو بل لیدو کتو ته ورتلل او د سفر پر مهال لیک استول دي.

۱۴ – مومن په درېیو ځانګړنو سمېږي: د دین زده کړه، په ژوند کې سمه کچه خپلول او پر ستونزو زغم کول.

۱۵ – پر مومن دې خپل شهوت لاسبری نشي او ګېډه یې پت له منځه یونسي.

۱۶ – شل کلن ملګرتوب [یو ډول] خپلوي ده.

۱۷ – نیکي له عیالوالو او دینوالو سره وړ ده او هغوی ډېر لږ دي چې د ښو شکر وباسي.

۱۸ – په رښتیا، مومن ته چې پر نېکیو امر او له بدیو منع وشي؛ نو پند اخلي یا ناپوه یې زده کوي؛ خو جلاد چې کوړه او توره ورسره ده [ پند یا ښوونه] نه مني [ او مخنیوي ته یې امر و نهې بسیا نه ده].

۱۹ – یوازې هغه پر نېکیو امر او له بدیو منع کړای شي، چې درې ځانګړنې ولري: پر څه چې امر او له څه چې نهې کوي ورباندې پوه وي ( ښه او بد وپېژني) ، په امرو نهې کې عادل وي ( له پولي وانه وړي) په مهربانۍ امرو نهې وکړي.

۲۰ – څوک چې [د زمینې په نشتون کې] پر ظالم واکمن نیوکه وکړي؛ نو د واکمن له لورې چې څه کړاو وویني؛ نو د دې کړاو ثواب به یو نسي او ورباندې زغم به یې روزي نشي.

۲۱ – خدای یوې ډلې ته نعمتونه ورکړل؛ خو شکر یې ونه کړ؛ نو نعمتونه یې د عذاب لامل شول او ځینې یې پر سختیو اخته کړل؛ خو  صبر یې وکړ نو سختۍ پرې نعمت شوې.

۲۲ – د ژوند مصلحت او له خلکو سره معاشرت د ډکې پیمانې [په څېر] دی، چې دوه برخې یې ځیرکي او یوه یې [ د نورو پر عیبو او نیمګړتیاوو] تغافل او سترګې پټول دي.

۲۳ – د ځواکمنو غچ اخستنه څومره ناوړه (چار) دی.

۲۴ – وپوښتل شو: ناریتتوب څه دی؟ امام وویل: خدای چې له کوم ځایه منع کړی یې ودې نه ویني او د کوم ځای یې چې امر درته کړی، ناسوب دې ونه ویني.

۲۵ – چا چې نعمت درکړی مننه یې وکړه او هغه ته نعمت ورکړه چې یې مننه درنه کړې ده؛ ځکه په مننې نعمت له منځ نه ځي او په ناشکرۍ ځي او مننه، د نعمت د ډېروالي او له فقر د بچېدو لاملېږي.

۲۶ – د اړتیا نه پوره کېدل تردې غوره دي، چې له نا اهله یې د پوره کولو هیله وکړې او تر مصیبت خورا سخته خو داده، چې بدخلقي [او بې صبري] پرې وکړې.

۲۷ – وپوښتل شو: بلاغت څه دی؟ ویې ویل: څوک چې پر یو څه پوه شي (او مطلب ورته څرګندوي؛ نو) خبره یې لندېږي (اوږده وینا پر مطلب د تسلط نشتون راښيي) او ((بلیغ)) ته ځکه ((بلیغ)) وایي چې په ډېر لږ زحمت خپل مطلب (نورو ته) رسوي.

۲۹ – پور، د شپې غم او د ورځې ذلت دی.

۳۰ – که د خپلې دنیا چار دې سمسمکې (او د خپل مراد له مخې) شو؛ نو پر دین دې بدګومانه شه (ځکه چې دین دې خراب نشي؛ نو دنیا دې نه ابادېږي)

۳۱ –  له پلرونو سره ښه چلن وکړئ، چې اولادونه مو همدغسې درسره وکړي، د خلکو له ښځو سره خیانت مه کوئ، چې ښځې مو خاینې نشي.

۳۲ – څوک چې خاین ته امانت وروسپاري؛ نو خدای به یې د ساتلو ضامن نه وي.

۳۳ – امام صادق ((حمران بن اعین)) ته وویل: د ځواکمنی پر وخت دې تر لاس لاندې ته ووینه نه له لاسه پاسه ته؛ ځکه دا دود دې د خدای پر درکړې برخې له قناعت سره وړ او د نعمت د زیاتوالي استحقاق دې ښه کوي. پوه شه چې خدای ته تل په یقین لږ کړه وړه تر بې یقینه ډېرو کړو وړو غوره دي. پوه شه ډېره ګټوره پرهیزګاري داده چې له حرامو ډډه وکړې او د مومنانو له ځورونې او غیبته ځان وساتې، خوش اخلاقي خوندور ژوند دی. په کافي لږو قناعت کول، خورا ګټور دي او تر ځان ستر ګڼلو زیانمنه ناپوهي نشته.

۳۴ – حیا دوه ډوله ده: یوه د کمزوري او بله د قوت ، اسلام او ایمان له مخې ده.

۳۵ – (د وروڼو) د حقوقو نه ورکول د خوارۍ لاملېږي او سړی (د معذرت غوښتنې لپاره) دروغو ته اړېږي.

۳۶ – که له ډلې یو تن سلام واچوي یا یې ځواب کړي (؛ نو ) کفایت کوي.

۳۷ – سلام اچول مستحب او ځوابول یې فرض دي.

۳۸ – څوک چې له سلام اچولو مخکې خبره وکړي، ځواب یې مه ورکوئ.

۳۹ – په رښتیا په وطن کې د سلام اوچت برید لاس ورکول او چې له مسافرته راستون شي، روغبړ ورسره کول دي.

۴۰ – یو بل ته لاسونه ورکړئ چې کینه له منځه وړي.

۴۱ – الهي تقوا خپله کړئ که څه ډېره لږه وي، او د ځان او خدای تر منځ پرده واچوئ که څه نرئ هم وي ( پرده سره مه څېروئ)

۴۲ – څوک چې د غوسې، تمې، ډار او شهوت پر مهال ځان وساتي ، خدای یې پر اور بدن حراموي.

۴۳ – سلامتي او عافیت یو پټ نعمت دی، چې وي هېرېږي او چې ولاړ شي رایادېږي.

۴۴ – په خوښیو کې د خدای نعمت د فضل او لورنې له مخې او په سختیو کې د ګناهونو لرې کولو ته دی.

۴۵ – څه نعمتونه خدای خپل بنده ته ورکوي، بې له دې چې بنده یې هیله کړې وي او ډېر هیلمن دي چې خیر یې په بل څه کې وي (نه په هیلو کې) او ډېر وګړي شته چې د خپل مرګ پر لور ور درومي؛ خو د خپلې برخې تر لاسه کولو لپاره سستي کوي.

۴۶ – څوک چې هر کړاو ته زغم، هر نعمت ته شکر او هرې ستونزې ته حل لار زېرمه نه کړي؛ نو پاتې راځي، په هر کړاو او د اولاد او شتمنۍ په ورکړه کې زغم خپل کړه؛ ځکه خدای خپل امانت او ورکړه بېرته اخلي، چې ستاسي شکر ایستنه او زغم وازمېیي.

۴۷ – هر څه یوه اندازه لري ، وپوښتل شو: د یقین اندازه څه ده؟ ویې ویل: دا چې بې له الله له چا و نه ډارېږې.

۴۸ – له مومن سره وړ ده چې اته ځانګړنې ولري: په کړکېچونو کې ثابت او په کړاوونو کې زغمناک، په پراخی کې منندوی او پر خدای ورکړې روزۍ قانع وي ، پر دښمنانو (هم) تېری ونه کړي، ځان پر دوستانو ونه تپي، بدن یې ورنه په رنځ او خلک یې له شتو نه په راحت کې وي.

۴۹ – په حقیقت کې علم د مومن دوست، حلم یې مرستندوی (وزیر) صبر یې لښکر مشر، ګوذراه یې ورور او نرمي یې پلار دی.

۵۰ – ((ابوعبیده)) امام صادق ته وویل: دعا راته وکړه، چې الله مې روزي بندګانو ته ونه سپاري. امام وویل: خدای خو د ځینو بندګانو روزي ځینو ته ورسپارلې؛ خو دعا وکړه: چې روزي دې نېکانو ته وسپاري، چې دا یوه نېکمرغي ده او بدانو ته یې ورنه سپاري ، چې په واقع کې یوه بدمرغي ده.

۵۱ – څوک چې په پټو سترګو او بې لیده څه کوي، د لارورکي لاروي په څېر دی چې څومره ګړندی روان وي؛ نو هومره لرې کېږي.

۵۲ – د دې آیت : (( له الله ووېرېږئ لکه څنګه چې د وېرې حق یې دی)) [ آل عمران/۱۵۳)] په تفسیر کې یې وویل: لازمه تقوا داده چې اطاعت وکړي او ګناه ونه کړي ، یاد شي او له یاده ونه وځي، مننه ترې وشي او ناشکري یې ونشي.

۵۳ – څوک چې خدای وپېژني ، ترې دې وډار شي ، څوک چې له الله وډار شو نفس دې یې له دنیا لاس واخلي.

۵۴ – ډارن هغه دی چې (له خدایه) ډار یې خوله وره ژبه ورټپه کړي (او تل چوپ وي).

۵۵ – یو شمېر کسانو ګناهونو ته ملا تړلې او وایي: د خدای رحمت ته هیلمن یو او تر مرګه یې همدا کار وي. امام وویل: ښه یې ایسي چې په هیلو کې وڅري، دروغ وايي، هیلمن نه دي، څوک چې څه ته هیلمن وي په لټه کې یې وي او څوک چې له څه ډارېږي، ترې تښتي.

۵۶ – هغه مو ښه ایسي  چې : عقلمن، عالم، فهیم (پوهېدونکی)، دینپوه، زغمناک، ګوذاره کوونکی، صابر ، رښتین او باوفا وي، خدای پېغمبران په ښو اخلاقو ځانګړي کړل، څوک چې ښه خوی په ځان کې وویني د خدای شکر دې وباسي او څوک یې چې نه لري په عاجزۍ او زارۍ دې یې له خدایه وغواړي، وپوښتل شو: ښه خویونه کوم دي؟ ویې ویل: پرهیزګاري، قناعت، صبر، شکر، زغم، حیا، سخاوت ، زړورتوب، غیرت، رښتیا ویل، احسان، امانت، یقین ښه خوی او میړانه.

۵۷ – د ایمان ټینګې کړۍ : د خدای په لار کې دوستي او دښمني کول او د خدای لپاره ورکړه او نا ورکړه.

۵۸ – تر مرګ وروسته په انسان پسې یې یوازې درې کړنې ورځي: پر ژوند یې چې د خدای لپاره کومه صدقه ورکړي وي او تر مړینې وروسته یې هم جاري وي (لکه وقف شوي مالونه، که پر خپل حال یې پرېږدي) ښه دود یې چې پرېښی وي او وروسته عمل پرې وشي او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي.

۵۹ – څوک چې نمانځه ته اودس وکړي او دروغ ووایي، اودس یې ماتېږي، لکه چې په دروغو روژه ماتېږي، یو وویل: دروغ وایو؛ نو روژه مو ماتېږي؟ ویې ویل: نه چټي دروغ، پر خدای، پېغمبر او امامانو پسې دروغ ویل، روژه یوازې خوراک څښاک نه دی. حضرت مریم علیها السلام وویل: (( لوراند خدای ته مې روژه نذر نیولې)) [ مریم/۲۶] یعنې د چوپتیا روژه؛ نو ژبې وساتئ، سترګې ټیټې کړئ ( نامحرمو ته مه ویني) کینه مه کوئ او لانجې مه کوئ چې  کینه ایمان خوري لکه اور چې خس خوري.

۶۰ – څوک چې خدای ته څه ورزده کوي، نه پوهېږی چې عرش یې لړزېږي (ښایي مطلب ، پر خدای دروغ ویل او تور تړل وي)

۶۱ – خدای پوهېږي چې مومن ته ګناه تر ځانخوښونې غوره ده ، که نه بیخي یې یو مومن هم پر ګناه نه اخته کاوه.

۶۲ – څوک چې په خپله بد وي، له خپله لاسه به پر عذاب وي.

۶۳ – نیکي د خپلې نامې په څېر نېکه ده او یو څيز هم تر نېکۍ غوره نه دی؛ خو بدله یې. نیکي یوه ډالۍ ده چې خدای یې خپله بنده ته ورکوي او داسې نه ده چې څوک وغواړي له خلکو سره نېکي وکړي ویې کړای شي او نه څوک چې نیکۍ ته څوبمن وي له لاسه یې پوره شي او نه د چا له وسې چې پوره شي او نه د چا له وسې چې پوره وي، توفیق او اجازه یې ولري چې کله خدای پر خپل بنده منت ږدي؛ نو څوبتیا ، وس او توفیق ور پربرخه کوي؛ نو دادی چې د نیکۍ غوښتونکي او نیکچاري ته نیکمرغي او عزت پوره کېږي.

۶۴ – درته ګران او منلی نعمت یوازې په مننې او شکر زیاتېږي او سختي یوازې په صبر کمېږي.

۶۵ – ښځه او غوسه د شیطان پیاوړی لښکر دی.

۶۶ – مومن ته دنیا زندان، صبر ډال او جنت هستوګنځی دی او کافر ته دنیا جنت ، قبر زندان او دوزخ هستوګنځی دی.

۶۷ – خدای د مرګ په څېر بې شکه یقین پیدا کړی نه دی، چې بې یقینه شک ته ورته وي (مرګ چې څومره پرېکونی دی؛ خو بیا هم هر شکمن ترې غافل دی)

۶۸ –که کوم بنده مو ولید چې د خلکو د ګناهونو په لټه کې دی او خپله ګناه یې هېره کړې؛ نو پوه شئ چې [شیطان] غولولی دی.

۶۹ – خوړونکی چې شکر کاږي اجر یې د روژتي اجر په څېر دی او د روغ منندوی بدله د صابر کړمن په څېر ده.

۷۰ – څوک چې پوه نلري، نه ښایي چې نېکمرغه وګڼل شي، چې مینناک نه وي، نه ښایي چې وستاېل شي، چې صابر نه وي، نه ښایي پوره وګنل شي او هغه چې د عالمانو له ټپسورۍ ډډه نه کوي، نه ښایي دنیوي او اخروي ښېګڼو ته یې هیله ولرو، عقلمن ته ښایي چې رښتیا وایي، چې خبره یې ومنل شي او منندوی وسي، چې (نعمتنونه) ورزیات کړای شي.

۷۱ – خاین دې چې ازمېیلی، روا درته نه ده چې امین یې وګڼې او هغه دې چې امین ګڼلی، روا نه ده تورن یې کړې.

۷۲ – وپوښتل شو : څوک خدای ته ډېر ګران دی؟ ویې ویل: هغه چې خدای ډېر یاد او ډېر یې طاعت وکړي. ( راوي وایي) ومې ویل: څوک د خدای ډېر بد ایسي؟ ویې ویل: هغه چې خدای تورن کړي؟ امام وویل: هو ‎!هغه چې له خدایه یې خیر غوښتی او چې ورکړای شوی؛ نو خوښ شوی یې نه دی او غوسه شوی؛ نو (په حقیقت کې) خدای یې تورن کړی دی. ومې ویل: بل څوک؟ ویې ویل: هغه چې له خدایه شکایت وکړي، وویل شول: څوک به وي چې له خدایه شکایت کوي؟ ویې ویل: هو! هغه چې پر کړاو اخته شي؛ خو هومره کړېدلی نه وي، چې څومره شکایت ترې کوي. ومې ویل: بل څوک؟ امام وویل: هغه چې د ورکړې پر مهال شکر ونه کاږي او د کړاو پر وخت صبر ونه کړي . وپوښتل شو؛ نو څوک خدای ته ډېر ګران دی؟ ویې ویل: هغه چې د ورکړې پر مهال منندوی او د کړاو پر وخت صابر وي.

۷۳ – ژر خپه کېدونکی انسان ملګري نه لري، کینه کښ نه مړېږي او په حکمت کې ډېره پاملرنه کول عقل پیاوړي کوي.

۷۴ – له خدایه ډار کافي پوهه ده او پر خدای غره کېدل کافي ناپوهي ده.

۷۵ – غوره عبادت: د خدای پېژندل او ورته عاجزي ده.

۷۶ – یو عالم تر زرو عابدانو، زرو زاهدانو او زرو [ په عبادت کې له ناپوهو] هڅاندو غوره دی.

۷۷ – هر څه زکات لري او د علم زکات، وړ ته یې ورښوونه ده.

۷۸ – قاضیان څلور ډوله دي: درې یې دوزخیان او یو یې جنتي دی:

۱ – هغه چې پوهېږي په ظلم قضاوت کوي دوزخ ته ځي.

۲ – هغه چې نه پوهېږي په ظلم قضاوت کوي [هم] په دوزخ کې دی.

۳ – هغه چې نه پوهېږي او په حق قضاوت کوي، دا هم دوزخي دی (چې صلاحیت یې نلري او قضاوت کوي)

۴ – هغه چې پوهېږي او پر حق پرېکړه کوي؛ نو دا جنتي دی.

۷۹ – وپوښتل شو: څوک عادل دی؟ ویې ویل: هغه چې له نا محرمو سترګې پتې کړي، ژبه له ناروا وساتي او له ظلم کولو ډډه وکړي.

۸۰ – خدای چې له خلکو هر مکلفیت پټ کړی [ او ابلاغ کړی یې ورته نه وي] نو پر وړاندې یې تر هغه مسوولیت نلري، چې ورته اعلان شي.

۸۱ – (( داود رقي)) ته یې وویل: که لاس دې تر څنګلې د ښامار په خوله کې ورننباسې تردې درته غوره ده، چې نوي راټوکېدلو شتمنو ته یې وروغځوې.

۸۲ – د اړتیاوو پوره کېدل د خدای په لاس کې دي او تر خدای وروسته یې اسباب بندګان دي چې اړتیاوې پوره کوي؛ نو کومه اړتیا مو چې خدای درپوره کړه په مننې یې ومنئ او څه چې په لاس درنغلل په خوښۍ، تسلیم او صبر غاړه ورته کېدئ؛ ځکه ډېر ځل دا بې برخېتوب درته غوره  دی؛ ځکه خدای مو پر صلاح ښه خبر دی او تاسې نه پوهېږئ.

۸۳ – له بنیادمه د بنیادم غوښتنه پخپله یوه فتنه ده، که یې ورکړي له هغه به مننه وکړي چې ورکړه یې په لاس کې نه وه او که ور یې نه کړي، هغه به یې غندلی وي، چې دریغ کړې یې ترې نه ده [ځکه ورکوونکی او نه ورکوونکی یوازې خدای دی او بنده تش وزله ده.]

۸۴ – خدای هر خیر په اسانۍ کې ایښی دی.

۸۵ – له پريوتو خلکو سره ناسته پاسته مه کوه، چې خیر پکې نشته.

۸۶ – کله انسان له کوچني ذلته چنږیږی او ځان په ستر ذلت کې اچوي.

۸۷ – انسان ته خورا ګټور څیز دادی مخکې تردې چې نور یې نیمګړتیاوې ورپه ګوته کړي، خپله یې ومومي . د لاس اړۍ پټول تر هر څه ستونزمن دي. خورا بې ارزښته څیز، پند نه منونکي ته نصیحت کول او حریص ګاونډی دی. غوره هوساېنه له خلکو نهیلي ده. بې زغمه او بدخویه مه وسه او هغه چې درباندې لوړتیا او امتیاز لري، ځان دې ورسره جوړجاړي ته چمتو کړه؛ ځکه د هغه په غوراوي دې اعتراف کړې چې مخالفت به ورسره نه کوې او هغه چې څوک تر ځان لوړ نه بولي ځانخوښی او مستبد دی او پوه شه څوک چې د خدای پر وړاندې عاجزي ونه کړی عزت نه لري او هغه چې د خدای لپاره عاجزي ونه کړي سرلوړي به ترلاسه نه کړي.

۸۸ – ګوته پر لاسول سنت دي.

۸۹ – ګران ملګری مې هغه دی، چې عیبونه مې راډالۍ کړي.

۹۰ – ملګرتوب او دوستي خپل شرایط غواړي او څوک چې دا پولې او شرایط ولري؛ نو رښتونی دوست دی که نه دوست یې مه بوله: ړومبی ‎: دننه او دباندې یې درسره یو وی، دویم: ښکلا دې ښکلا او بدرنګي دې بدرنګي وبولي، درېیم: که د مقام او پانګې خاوند شو حالات او چلن یې درسره وانه وړي. څلورم: څه چې ورسره وي درنه یې ونه سپموي. او پینځم شرط چې ګردې ځانګړنې رانغاړي، دادی چې په سختیو کې دې ځانته پرېنږدي.

۹۱ – له خلکو سره ښه چلن درېیمه برخه عقل دی.

۹۲ – موسکا د مومن خندا ده.

۹۳ – توپیر راته نه لري،چې امانت مې خاین ته وسپارم یا ضایع کوونکي ته (چې ورته په ټیټ کتو یې ورک کړي)

۹۴ – ((مفضل)) ته يې وویل: د شپږو ځانګړنو سپارښتنه درته کوم چې باید لاریانو ته مې یې ووایې: مفضل وویل: ښاغلیه! کومې دي؟ ویې ویل:  ۱ – امانت یې خپل خاوند ته وروسپاره.

۲ – څه چې ځان ته غواړې، خپل ورورته دې هم وغواړه.

۳ – پوه ښه چې هر  کار پایلې لري؛ نو له پایلو یې ډډه وکړه.

۴ – چارې، نا اټکل شوې پېښې لري، پام دې ورته وسه

۵ – پر داسې غره مه ورخېژه چې ورختل پرې اسان او راستېدل ترې ستونزمن وي ( پر هغه لار مه ځه چې تګ پرې اسان؛ خو راتګ پرې ستونزمن وي.)

۶ – کومه وعده دې چې له لاسه پوره نه وي، له خپل ورور سره یې ژمنه مه کوه.

۹۵ – درې څېزونه دي، چې خدای یو هم ترې معاف کړی نه دی:

۱ ـ له مورو پلار سره نیکي که ښه وي که بد.

۲ ـ له نېکچاری او بدچاري سره د وعدې پوره کول.

۳ ـ نېکانو او بدانو ته یې د امانت ورکول.

۹۶ ـ پر درېیو تنو لورېږم، چې د لورنې وړ دي: کوم ستر چې ذلیل شوی وي، شتمن چې اړمن شوی وي او هغه عالم چې خپلې کورنۍ او ناپوهانو ورته ټیټ کتلي وي.

۹۷ ـ څوک چې په دنیا پورې زړه وتړي درې ځانګړنې به یې راونغاړي:

۱ ـ ناپایه غم و خپګان.

۲ـ ارزو به یې ترلاسه نشي.

۳ ـ خپلې هیلې ته به ونه رسي.

۹۸ – د مومن په خټه کې دروغ او خیانت نشته او په منافق کې دوه ځانګړنې نه راټولېږي: برسېرنه ښکلا او پر سنتو نه پوهېدل.

۹۹ – خلک د ږومنځې د غاښونو په څېر (یو له بل سره برابر) دي او سړی په خپل ورور زیاتیږی او د هغه په دوستۍ کې به څه خیر نه وي، چې څه ځان ته غواړي، درته یې ونه غواړي.

۱۰۰ – ((فقه)) [ پر دیني احکامو پوهېدنه] د ایمان ګاڼه ده ، زغم د فقهې ګاڼه ده، ګوذاره د زغم ګاڼه ده، نرم چلن د ګوذارې ګاڼه ده او اساني کول د نرم چلن ګاڼه ده.

۱۰۱ – هغه دوست دې ځان ته زېرمه کړه، چې درې ځل درباندې غوسه شو؛ خو ناسزا یې درته ونه ویله.

۱۰۲ – پر خلکو به داسې وخت راشي چې تر هر څه به خوږ ملګری او د حلالو عایداتو تر لاسه کول ډېر لږ موندل کېږي.

۱۰۳ – څوک چې د تورنېدو په ځای کې وي، نه ښایي چې پر ځان بد ګومانه پړ وبولي، څوک چې خپل راز ساتي، تل خپل واک ورسره وي، د هرې خبرې [خبرېدنه] چې له دوو تنو تېره شوه ؛ نو خپرېږي، د خپل ورور کړه وړه دې ښه وبوله چې خبرې ته یې ښه مخونه ومومې او په بدۍ یې مه مانا کوه، رښتین وروڼه له لاسه مه ورکوه، چې په هوساېنه کې زېرمه او د سختی پر مهال د بلا ډالونه دي، په خبره کې دې له خدایه ډارېدونکیو سره سلا مشوره کوه. دوستان د پرهیزګارۍ هومره یې دوست وبوله، له بدو ښځو ځان وساته او له نېکو یې هم ډډه کوه او که پر نېک چار یې امر درته وکړ مه یې منه، چې په بدکار کې یې تمه درته پیدا نشي.

۱۰۴ ـ منافق چې له خدای او استازي یې کومه خبره روایت کړي، دروغ وایي، چې وعده ورسره وکړي، سرغړونه کوي که واکمن شي، د خدای په مال کې له خدای او پېغمبر سره خیانت کوي، لکه چې خدای ویلي: (( له خدای سره یې کړې ژمنه پوره نه کړه او دا چې دروغ یې ویل خدای یې – له هغه سره د ملاقات تر ورځې – په زړونو کې د نفاق پایلې پرېښووې))[توبه/۷۷] او ویلي یې دي: (( او که وغواړي خیانت درسره وکړي ، تردې وړاندې یې (هم) له خدای سره خیانت کړی او خدای ورباندې لاسبرې کړې او خدای پوه حکیم دی)) [ انفال/۷۱].

۱۰۵ ـ نارینه ته همدا خواري او سوایي بس ده ، چې د شهوت جامې واغوندې یا پر مشهور څاروي سپور شي، وپوښتل شو: مشهور څاروی یعنې څه؟ ویې ویل: ابلق (دوه رنګی)

۱۰۶ ـ هله، د ایمان حقیقت ته وررسئ، چې ډېر پردی مو د خدای لپاره ښه وایسي او ډېر نژدې مو د خدای لپاره بد وایسي.

۱۰۷ ـ څوک چې له زړه نه د خدای ورکړی نعمت وپېژني او پوه شي چې نعمت ورکوونکی خدای دی؛ نو شکر یې ایستلی که څه په خوله شکر ونه کاږي او څوک چې پوه شي چې خدای د ګناهونو سزا ورکوي؛ نو بښنه یې غوښتې، که څه په خوله یې ونه وایي، ورپسې امام دا آیت ولوست: ((او څه چې په زړونو کې لرئ  که ښکاره یا یې پټ کړئ، خدای به د همدې له مخې حساب درنه واخلي؛ نو چا ته یې چې خوښه شي بښي او چاته یې چې خوښه شي سزا ورکوي او الله پر هر څه قادر دی)) [بقره/۲۸۴]

۱۰۸ ـ له دوو هلاکوونکیو ځانګړنو ډډه وکړئ: په خپله رایه فتوا ورکول او په ناپوهۍ یو څه په دین پورې ورتړل.

۱۰۹ ـ ابوبصیر ته یې وویل: ابومحمده! (دا یې بله نامه ده) د خلکو په ګروهو کې پلټنه مه کوه، چې بې دوسته پاتېږي.

۱۱۰ ـ (د قرآن د سپارښتنې له مخې) ښه تېرېدنه داده، چې پر ګناه یې ونه نیسې او ښه صبر هغه دی چې شکایت پکې نه وي.

۱۱ ـ که په چا کې څلور ځانګړنې وي مومن دی، که څه سر تر پښو ګناه وي: رښتیا ویل، حیا، ښه چلن او مننه.

۱۱۲ ـ چې ډارن او هیلمن نه وسې، مومن نه یې او د څه لپاره چې ډارېږې او هیلمن یې عمل ورته ونکړې؛ نو ډارن او هیلمن نه یې.

۱۱۳ – ایمان په برسېرن سازۍ او هیلو نه دی؛ بلکې ایمان هغه دی چې سوچه په زړه کې وي او عمل یې هم تصدیق کړي.

۱۱۴ ـ سړی چې له دېرشو کلونو واوړي ((پوره)) دی او چې له څلویښتو تېر شو زوړ دی.

۱۱۵ ـ خلک د توحید په اړه درې ډوله دي: “معترف” (چې  د خدای په ایکي یو توب ګروهن دي)، “منکر” ( چې له خدایه منکر دي)، “مشبه” ( چې خدای له بندګانو سره ورته کوي)، “منکر” پر باطلو دي، “معترف” پر حق دي او “مشبه” مشرکان دي

۱۱۶ ـ ایمان، (په خوله) اقرار، ( په غړیو) کړه وړه او (په زړه) نیت دی او اسلام یوازې اقرار او کړه وړه دي.

۱۱۷ ـ د ځان او خپل ورور ترمنځ دې حرمت له منځه مه وړه لږ یې پرېږده ؛ ځکه د حرمت منځه تګ پرده څيروي او پاتېدل یې دوستي غځوي.

۱۱۸ ـ څوک چې خپل ورور وځوروي او خجالت ورکړي؛ نو له نښلونه ورسره بې برخېږي او څوک یې چې خپه کړي حرمت یې له منځه وړي.

۱۱۹ ـ یو تن امام صادق ته وویل: په عقیق [د یوه ځای نامه ده] کې ګوښی ناست یې او یوازېتوب دې ښه اېسېدلی، ولې؟ ویې ویل: ته هم که د یوازېتوب خوند وڅکې، له ځانه به دې هم وتښتې، بیا یې وویل: په یوازېتوب کې چې د انسان ډېره لږه ګټه هم برخه کېږي له خلکو سره له چلنه هوساینه ده.

۱۲۰ ـ خدای چې چاته د دنیا ورپرانځي؛ نو د حرص دوه ورونه هم ورپرانځي.

۱۲۱ ـ مومن په دنیا کې مسافر دی، د دنیا له ذلت دې بېتابي نه کوي او له دنیا والو سره دې د دنیا د عزت پر سر سیالي نه کوي.

۱۲۲ ـ وپوښتل شو، د هوساېنې لار راوښیه؟ ویې ویل: له ځاني غوښتنو سره مخالفت . وپوښتل شو: ( څوک چې په دې لار کې ګام کېدي) کله موخې ته وررسي؟ ویې ویل: په ړومبی ورځ چې جنت ته ورننوځي.

۱۲۳ ـ خدای دې کله هم په منافق او فاسق کې برسېرنه ښکلا، پر دین پوهېدنه او ښه خوی راټول نه کړي.

۱۲۴ ـ د اوبو خوند، ژوند دی، د خوړو خوند، قوت دی او د بدن کمزوري او قوت د پښتورګو د وازدو له کمښته ( او ډېرښته) دی او ماغزه د عقل مرکز دی، سخت زړي او زړه سواندي په زړه کې دي.

۱۲۵ ـ کینه دوه ډوله ده: د بېلارۍ له مخې کینه او د ناخبرۍ له مخې.

د ناخبری له مخې کینه داده چې پرښتو خدای ته وویل: (( یعنې ځایناستی له موږ وټاکه او دا خبره یې د بېلارۍ او انکار له وجهې ونه کړه)) او دویم ډول کینه، بنده کفر او شرک ته ورکاږي، چې د ابلیس کینه وه، چې د خدای امر یې ونه مانه او آدم ته یې له سجدې سرغړونه وکړه.

۱۲۶ ـ خلک د ((قدرت)) په مساله کې درې ډوله دي: ځینې انګیري چې چارې ورسپارل شوي ( او ځان خدای ته نا اړه او پر هر کار وسمن بولي) دوی د خدای قدرت کمزوری ګڼلی او هلاکېدونکي دي او یو شمېر ګومان کوي چې خدای بندګان ګناه ته اړ کړي او (بشر څه واک نلري او په عین اړمنتوب کې د ګناه پر پریښوولو مکلف دي او خدای) له وسې ورهخواه پېټی وربندې ایښی، په دې قضاوت کې یې خدای ظالم ګنلی او هلاکېددونکي دي او یوه ډله ګروهن دي چې خدای د وسې له  مخې مکلفیت ږدي او تر وسې هخوا یې پېټي ایښی نه دی، که نیکي وکړي باید شکر یې وکاږي او که بد وکړي بښنه وغواړي، دوی پوره مسلمانان دي.

۱۲۷ – پر لار په بیړه تلل، د مومن وقار او هیبت له منځه وړي او رڼا یې تتوي.

۱۲۸ – ظالم موړ د خدای بدې ایسي.

۱۲۹ – غوسه، د حکیم  زړه له منځه وړي څوک چې خپله غوسه کابو کولای نشي، پر خپل عقل به هم لاسبری نه وي.

۱۳۰ – ((فضیل بن عیاض)) وایی: امام صادق (رح) راته وویل: شحیح پېژنې؟ ومې ویل: شحیح بخیل دی، ویې ویل: نه، شح تر بخله اوچت دی، بخیل په خپل مال کې بخل کوي؛ خو شحیح پر خپل مال سربېره د  خلکو په مال کې هم بخل کوي، تر دې څه چې خلکو په حلالو یا حرامو راټول کړي وي، د ده دې وي، بیخي نه مړېږي او د خدای له روزۍ ګټه نه پورته کوي.

۱۳۱ – په واقع کې بخیل هغه دی چې په حرامو یې شتمني راټوله کړې وي او بې ځایه یې لګوي.

۱۳۲ – خپل یو لاروي ته یې وویل: ولې دې ورور درنه شکایت لري؟

ویې ویل: ځکه خپل ټول حق مې ترې واخست، امام غوسناک کېناست او ویې ویل: لکه چې ټول حق دې ترې واخلې؛ نو بد به دې کړې نه وي؟ ووایه، پوه شم، چې خدای د یو شمېر کسانو په اړه وایي: د حساب له ((بدۍ)) ډارېږي، ډارېږي چې خدای ظلم ورباندې کوي؟ نه، ډارېږي چې خدای خپل ټول حق واخلي او خدای دا ((سو الحساب – ناوړه حساب)) ونوماوه ؛ نو څوک چې خپل ټول حق وغواړي (او په لازمو ځایونو کې تېرېدنه ونه لري) ؛ نو بد یې کړي دي.

۱۳۳ – ډېره حرام خوري، روزي له منځه وړي.

۱۳۴ – بد اخلاقي، تنګلاسي راولي.

۱۳۵ – ایمان تر اسلام یوه درجه اوچت دی، تقوا تر ایمانه یوه درجه اوچته ده او د ایمان ځینې مرتبې تر ځینو لوړې دي. شونې ده چې مومن یوه صغیره ګناه وکړي، چې خدای یې د دوزخ وعده کړې نه وي او وایي: (( که له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، چې ترې منع کېږي؛ نو له وړو ګناهونو به مو تېر شو او ډېر ښه ځای ته به مو ورننباسو)) [نسا/۳۱] او شونې ده بل مومن خوله ور وي او ډېر پر ګناه اخته شي او په عین حال کې دواړه مومنان دي (خو مرتبې یې سره توپیر لري) او یقین تر تقوا یوه درجه اوچت دی او په خلکو کې تر یقینه ډیر سخت (او ډېر لږ او کم موندونکی) څيز ویشل شوی نه دی، د ځینو خلکو یقین تر نورو ډېر پوخ دی، سره له دې چې ګرد مومنان دي او ځینې پر مصایبو، بېوزلۍ، ناروغۍ او نا امنۍ ډېر صبر کوي (زغمناک او صابرین دي) او  دا د یقین  له اثارو ځنې دي.

۱۳۶ – په حقیقت کې پانګوالي او عزت په چورلېدو کې دی، چې د بروسې مرکز ته ورسي تمېرېږي (شتمني او عزت د بروسې په رڼا کې دی)

۱۳۷ – ښه خوي له دینه ده او روزي زیاتوي.

۱۳۸ – خوی دوه ډوله دی: یو اختیاري او په خپلې ارادې دی او بل طبیعي دی. وپوښتل شو: کوم یوغوره  دی؟ ویې ویل: اختیاري؛ ځکه د طبیعي اخلاقو خاوند پردې خوی روږدی شوی او بې له دې یې څه له وسې پوره نه دي او هغه بل په کړاو ځان طاعت ته اړ باسي؛ نو دا غوره دی.

۱۳۹ – د لیده کاتو پر مهال د نېکانو مینه – که څه په خوله مینه ښکاره نه کړي – دومره په بیړه یو له بل سره یوځای کېږي لکه له سیند سره د باران اوبه.

او د لیده کاتو پر مال د بدچارو زړونه د څارویو په څېر له مینې لرې وي – که په خوله مینه هم څرګنده کوي – که څه هم په مودو مودو یې په یوې اخورې واښه خوړلې وي.

۱۴۰ – غزتمن سخي هغه دی، چې خپل مال په هغه ځای کې ولګوي چې خدای ویلي وي.

۱۴۱ – ایمانوالو او خواله ساتو! د بې خبرو د غفلت پر مهال، په اندنه او یادونه لګیا شئ.

۱۴۲ – مفضل بن عمر، وایي: امام صادق مې وپوښت: حسب (او کورنۍ ویاړنه) په څه ده؟ ویې ویل: په شتمنۍ . ومې ویل: کرم په څه دی؟ ویې ویل: په تقوا. ومې ویل: ښاغلیتوب په څه دی؟ ویې ویل: په سخاوت . ودې نه لیدل چې څرنګه حاتم طایي د خپل قوم مشر او ښاغلی شو، سره له دې چې ښه ټبریز موقعیت یې نه درلود.

۱۴۳ – ځوانمردي دوه ډوله ده: په وطن کې ځوانمردي او په سفر کې ځوانمردي. په هستوګنځي کې ځوانمردي؛ د قرآن لوست، جومات ته تلل، له نېکانو سره ناسته پاسته او ژوره کتنه ده او په سفر کې ځوانمردي: [همسفرو ته] د توښې ورکړه، ټوکې کول؛ خو نه چې خدای غوسه کړي، له همسفرو سره ډېر لږ مخالفت کول او له دوی تر بېلتون وروسته کیسې ورپورې نه جوړول.

۱۴۴ – پوه شه هغه چې په توره یې پر علي [ک] ګوذار وکړ او ویې واژه که امانت راکړي یا نصیحت رانه وغوړي یا مشوره راسره وکړي او ویې منم؛ نو امانت یې ورسپارم.

۱۴۵ – ((سفیان)) وایي: حضرت صادق ته مې وویل: روا ده چې څوک ځان وستایي؟ ویې ویل: هو، که اړ شي، اورېدلي دې نه دي چې یوسف (د مصر عزیز) ته وویل: (( د هېواد د زېرموال مې کړه چې پوه ساتونکی یم)) [یوسف/۵۵] او صالح بنده (حضرت هود علیه السلام) وویل: (( زه درته ناصح امین یم)) (اعراف/ ۶۸]

۱۴۶ – خدای تعالی حضرت داوود علیه السلام ته وحې وکړه: داوده! ته هم غوښتنه لرې او زه هم، که په غوښتنه مې بسیا وکړې؛ نو مراد دې درپوره کوم او که یوازې خپله غوښتنه غواړې؛ نو په خپله غوښتنه کې دې کړوم او په پای کې هماغه کېږي چې یې غواړم.

۱۴۷ – محمد بن قیس وایي: امام صادق مې وپوښت: که دوه باطل پالي لښکرې سره په جګړه شوې، وسله ورباندې وپلورم؟ ویې ویل: دفاعي وسله لکه زرې، خفتان [د زرې په څېر یو څیز دی] خولۍ دې او په څېر یې ورباندې وپلوره.

۱۴۸ – په څلورو ځایونو کې څلور څېزونه روا نه دي: په حج ، عمره، جهاد او صدقه کې خیانت، ( د جګړې په ولجو کې) اختلاس، غلا او ربا روا نه ده.

۱۴۹ – په رښتیا خدای، دنیا، دوست او دښمن دواړو ته ورکوي؛ خو ایمان یوازې د خپلو مخلوقاتو ځانګړو کسانو ته ورکوي.

۱۵۰ – څوک چې خلک ځان ته رابولي او  په خلکو کې تردې پوه وي؛ نو دا بدعتي (نوښتګر) او لار ورکی دي.

۱۵۱ – وپوښتل شو ( زوی ته) د لقمان په وصیت کې څه و؟ ویې ویل: هېښنده مطالب ول او تر ټولو هېښنده دا چې زوی ته یې ویلي و: له خدایه داسې ډارېږه که درشل ته یې د پېریانو او انسانانو نیکي یوسې بیا هم (چې کله دې کوم ګناهونه کړي؛ نو احتمال لري چې) عذاب دې کړي او لورنې ته یې داسې هیلمن وسه چې که درګاه ته یې د پېریانو او انسانانو ګناهونه یوسې درتېر شي. وروسته امام وویل: د هر مومن په زړه کې دوه رڼاګانې دي: د ډار رڼا او د هیلې رڼا او که هره یوه وتلې؛ نو تر بلې درنه نه وي.

۱۵۲ – ابوبصیر وایي: امام مې پوښت: ایمان څه دی؟ ویې ویل: پر خدای ایمان دا دی چې سرغړونه یې ونه شي. ومې ویل: نو اسلام به څه وي؟ ویې ویل: چې زموږ (مسلمانانو) په څېر عبادت وکړي او زموږ په څېر (د اسلام په قانون او قبلې ته د څاروي) سر غوڅ کړي.

۱۵۳ – چا چې د هدایت خبره وکړه او لاروي ترې وشوه؛ نو د لاروي هومره ثواب یې ور پربرخه کېږي او چا چې د بېلارېتوب خبره وکړه او لاروي ترې وشوه؛ نو د لاروي هومره ګناه یې ورترغاړې شوه.

۱۵۴ – امام ته وویل شول: مسیحیان وایي چې د [حضرت مسیح علیه السلام] زوکړه د ((کانون)) [دسمبر] میاشتې بر (۲۴) مه شپه وه ، امام وویل: دروغ وایي: د ((حزیران)) [جنوري] په نیمايي کې وه او شپه و ورځ د ((آذار)) [مارچ] په نیمایې کې برابرېږي.

۱۵۵ – حضرت اسماعیل علیه السلام تر حضرت اسحاق علیه السلام پینځه کاله مشر و او ((ذبیح)) [ چې د قربانۍ امر یې وشو] اسماعیل و، نه وینې چې  خدای د حضرت ابراهیم علیه السلام له خولې وایي: (( پالونکیه! (داسې اولاد) راکړه، چې له صالحانو وي))! (صافات/۱۰۰]

 له خدایه یې وغوښتل چې یو صالح زوی ورکړي او په ((صافات)) سورت کې وایي: (( نو د زغمناک هلک زیری مو ورکړ)) (۱۰۱ ) آيت.

یعنې اسماعیل (د قربانې د جریان تر نقل وروسته) وایي: (( او د اسحاق زیری مو ورکړ، چې د صالحانو ( په شمېر کې) یو پېغمبر و)) [۱۱۲ آیت]

؛ نو څوک چې انګېري اسحاق تر اسماعیل مشر دی؛ نو بېشکه څه چې خدای په قرآن کې نازل کړي، دروغ به یې ګڼلي وي.

۱۵۶ – څلور څېزونه د پېغمبرانو له خویونو دي؛ نیکي، سخاوت، پر کړاوونو صبر او د مومن د حق لپاره پاڅېدل.

۱۵۷ – هغه مصیبت، مصیبت مه ګنه چې صبر پرې وکړې او خدای یې اجر درکړي ، مصیبت هغه دی چې درباندې راکېوځي او صبر ونه کړي او له اجر او ثوابه یې بې برخې شي.

۱۵۸ – خدای د ځمکې پر مخ او په خلکو کې داسې بندګان لري چې (خلک) د دنیا او آخرت اړتیاوو لپاره پناه وروړي، دوی په حقه مومنان او په قیامت کې خوندي دي، هن! خدای ته هغه بنده خورا ګران دی چې د اړ لاسي مومن دنیوي اړتیاوې ورپوره کړي، د مومنینو لاسنیوی وکړي،ګټه ورورسوي او خپګان ترې لرې کړي.

۱۵۹ – له خپلوانو سره اړیکه او نیکي (د جزا ورځې) حساب اسانوي او [انسان] له ګناهونو لرې کوي؛ نو له خپلوانو سره اړیکه ولرئ او له ورور سره نیکي وکړئ، که څه په ښه سلام اچولو او ښه ځوابولو وي.

۱۶۰ – سفیان ثوري وایي، حضرت صادق ته ورغلم ومې ویل: نصیحت راته وکړه چې تر تا وروسته یې وساتم، ویې ویل: سفیانه، ساتې یې؟ ومې ويل : هو د پېغمبر(ص) د لور زویه. ویې ویل: دروغجن ځوانمردي نه لري، کینه کښ هوساېنه نه لري، پاچاهان وروري (او  دوستي) نه لري، کبرجن ملګرتوب نه لري، بدخویه به ښاغلی نه وي؛ بیا چوب شو. ومې ویل: د رسول الله (ص) د لور زویه، نور هم وایه! ویې ویل: سفیانه! پر الله ډاډمن وسه چې عارف شې، پر خپله برخه راضي وسه، چې شتمن وسې لکه څنګه چې خلک درسره چلېږي، ته هم ورسره چلېږه چې ایمان دې زیات شي له بدچاري سره دوستي مه کوه، چې خپله بدي به درزده کړي، په چارو کې له خدای ډارنو سره سلا مشوره کوه، بیا امام چوپ شو. ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زویه! نور هم ! ویې ویل: څوک چې بې ځواکه عزت، بې ملاتړه ډېرښت او بې شتمنۍ دبدبه غواړي ؛ نو د ګناه له ذلته دې د طاعت عزت ته ورواوړي.

بیا امام چوپ شو او ومې ویل: نو رهم! ویې ویل: پلار مې په درېیو څېزونو ادبونه راکړه او له درېیو یې منع کړم، په ادبونه کې یې راته وویل: څوک چې له بد ملګري سره کېني، سالم او روغ نه پاتېږي؛ څوک چې خپلې خبرې کابو نه کړې پښېمانېږي ، څوک چې بد نام ځای ته ورشي تورنېږي. ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زویه ! درې منع څېزونه کوم دي؟  ویې ویل: له هغه سره ملګرتوب چې (د نورو) پر نعمت ورسره کینه پیدا کېږي ، یا د نورو پر مصیبت خوشحالېږي او چغلي کوي  (خبرې وړي راوړي).

۱۶۱ – په مومن کې شپږ خویونه نشته: سختګیري، بې خیري، کینه، ځېل، دروغ او سرغړونه.

۱۶۲ – مومن تل د دوو ډارو ترمنځ دی یو تېر ګناهونه دي، چې نه پوهېږی خدای څه ورسره کوي او بل نه پوهېږي چې په پاتې عمر کې به په څه کړاوونو کې راګېر شي؛ نو مومن شپه و ورځ په ډار کې دی او بې له ډاره یې بل څه سمولای نشي (که ډار ولاړ، بې غمه ګناهونه کوي).

۱۶۳ – څوک چې په لږې روزۍ خوښ وي؛ خدای یې لږ کړه وړه قبلوي؛ او څوک چې په لږو حلالو عایداتو خوښ وي؛ نو عایدات به یې پاک او برکتي وي او د کمزورۍ له بریده به وتلی وي.

۱۶۴ – سفیان ثوري وایي ابی عبدالله ته ورغلم ، ومې ویل: یا ابن رسول الله څنګه یې؟ ویې ویل: خپه او په سوچ کې یم . ومې ويل: ولې؟ ویې ویل: ثوري! د چا په زړه کې چې د خدای نږه دین ځای ونیسی، له نورو څېزونو یې منع کوي، ثوري، دنیا څه ده؟ او څه کېدای شي؟ دنیا خو تشه یوه مړۍ ده، چې یې وخورې یا جامه ده چې یې واغوندې یا یوه سپرلۍ ده چې ورباندې سپور شي. مومنان په دنیا پورې زړه نه تړي او د آخرت په سوچ کې دي، دنیا د زوال ځای دی او  آخرت همېشنی هستوګنځی دی. دنیاوال غافل دي، پرهیزګاران تر ټولو نړیوالو کم لګښته او ډېر ګټه رسوونکي دي، چې یې هېر کړې رایادوي دې او که یاد دې کړي خبروي دې . دنیا لنډ مهاله تمځی وبوله چې ترې لېږدېږې، یا هغه شتمني ده چې په خوب کې دې ترلاسه کړې او چې راویښ شي څه دې په ورغوي کې نه وي، ډېر کسان پر یو څه عاشقان ول او چې ترلاسه یې کړل د بدمرغۍ لامل یې شو او ډېر کسان چې په یو څه پسې ورنغلل او چې ترلاسه یې شو، د نېکمرغۍ لامل یې شو.

۱۶۵ – وپوښتل شو: د خدای د ایکي یو والي دلیل څه دی؟ امام ویل: د مخلوقاتو اړتیا.

۱۶۶ – هله مومنېدای شئ، چې کړاو نعمت او سوکالي کړاو وبولئ.

۱۶۷ – شتمني څلور زره درهمه ده، زېرمه دولس زره درهمه ده [او کنز] دی [ چې په اسلام کې غندل شوی]. په حلالو شل زره درهمه تر لاسه کېږي نه، د دېرشو زرو درهمو خاوند هلاکېږي او د یو لک درهمو خاوند زموږ له لارویانو ځنې نه دی.

۱۶۸ – د مسلمان د یقین د سموالي  نښه داده چې خلک له ځانه د خدای په خپګان خوشحاله نه کړي او پر هغه څه یې ونه ستایي چې په واقع کې خدای ور روزي کړي او پر هغه څه یې ونه غندي چې په واقع کې خدای ورکړي نه وي، ځکه د حریص حرص روزي یې نه ورمخې ته کوي او د ناراضي ناڅوبتیا یې روزي نه راستنوي که څوک د مرګ په څېر له خپلې روزۍ وتښتي، رزق یې تر مرګ وړاندې وررسي لکه چې مرګ یې ور رسي.

۱۶۹ – ځینې لارویان مو (هومره ارام او درانه دي چې) غږ یې تر خپلو غوږونو نه وررسي او دښمني یې تر خپلې تنې نه ور اوړي [یعنې یوازې پر ځان سختګیر وي]، ښکاره مو نه ستاېی، له غلیمانو سره مو دوستي نه کوي، له دوستانو سره مو دښمني نه کوي، او له هغوی سره نه کېني، چې ټکې راباندې کوي ((مهزم)) امام صادق ته وویل: ستاسې له نمایشي پلویانو سره څه وکړو؟ ویې ویل: په دوی کې ازمېښت  او (تر ازمېښت وروسته یې د ښو او بدو) پېژندل او ورباندې کړاوونه راتلل دي : پر دوی به د سوکړې ځپنده سیلۍ راوالوځي، وژنده طاغون به پرې راشي او پر داسې اختلافاتو به اخته شي چې خپاره واره یې کړي. زموږ لاروی د سپي په څېر نه غپي او د کارغه په څېر تمه مار نه وي او که  څه له لوږې ومري؛ خو ګدایي نه کوي، ومې ویل: دا ډول پلویان به چېرې ومومم؟  ویې ویل: د ځمکې په څنډو کې ، دوی هغه کسان دي چې ساده ژوند لري، کډه پر سر دي، که سوب وي، نه یې پېژني، که ناسوب شي څوک یې حال نه پوښتي، که ناروغ شي، پوښتنې ته یې نه ورځي، که مارکه وکړي ښځه نه ورکوي، که بدي وویني نیوکه کوي، او که ناپوه ورسره مخ شي، سلام ورته کوي که اړمن پناه وروړي، پرې لورېږي، د مړینې پرمهال نه خپه کېږي، که څه ښار او کلي یې یو له بله جلا دي؛ خو زړونه یې یو دي.

۱۷۰ – څوک چې له خدایه اوږد عمر غواړي؛ نو خپل چار دې معتدل او ټنیګ کړي ، څوک چې غواړي د خپلې ګناه پېټی کم کړي؛ نو د خپلې حیا پرده دې راځوړنده کړي او څوک چې د خپلې نامې هسکول غواړي؛ نو باید خپل چار پټ کړي.

۱۷۱ – درې ځانګړنې د بنده تر ټولو کړنو سختې دي: له خپل لوري (نورو ته) انصاف ورکول په مال کې د ورور شریکول او په هر حال د خدای یادول. وپوښتل شو: ((په هر حال کې د خدای یادلو)) مانا څه ده؟ ویې ویل: خدای د ګناه کولو پر مهال یاد کړي، چې د ګناه یې مانع شي.

۱۷۲ – همزه په قرآن کې زیاته ده.

۱۷۳ – له ټوکو کولو ډډه وکړئ، چې دښمنی ترې پیدا کېږي، کینه ترې راولاړېږي او په رښتیا چې ټوکې واړه کنځل دي.

۱۷۴ – حسن بن راشد وایي: حضرت صادق وویل: که پر کوم کړاو اخته شوې؛ نو خپل مخالف ته یې شکایت مه کوه؛ خو له یو ورور سره دې خبره شریکه کړه، چې له دې څلورو پایلو به یوه ولري: یا دا چې اړتیا دې پوره کوي، یا (که له لاسه یې  ونشي) د خپل مقام له مخې مرسته درسره کوي (او له نورو مرسته درته غواړي) یا دعا درته کوي او قبوله شي یا سلا مشوره درسره کوي ( او له فکره یې ګټنه کوې.)

۱۷۵ – خوشې به بازارونو کې مه ګرځئ او په خپله واړه څيزونه مه پېره؛ ځکه له عیالوال او دنیوال سره ښه نه ښکاري چې په خپله واړه څېزونه واخلي؛ خو نه درې څېزونه: د ځمکې، مریي او اوښ پېرل.

۱۷۶ – چټي خبرې مه کوئ او ګټورې خبرې هم پر خپل ځای کوئ، ډېر ځل چې ویاند بې ځایه، سمه او ګتوره خبره وکړي؛ نو پر رنځ اخته کېږي ، له عقلمن او بې عقله سره لانجه مه کوه، چې عقلمن درباندې لاسبرېږي او بې عقله دې هلاکوي، د خپل ورور په غیاب کې دې غوره خبره وکړه، چې ښه دې ایسي په غیاب کې دې یې وکړي؛ ځکه واقعي کار همدا دی او په چارو کې داسې وسه چې پوهېږي پر نېکیو بدله ویني او په ګناه کې مسوولیت لري.

۱۷۷ – یونس، امام صادق ته وویل: ستاسې د حکم منل او دا چې خدای ستاسې حق راباندې پېژندلی، تر ګردې نړۍ راته ګران دی. یونس وایي امام (د دې خبرې په اورېدو) غوسه شو او ویې ویل: یونسه! ناسم دې پرتله کړو، دنیا او څه چې پکې دي؟ یوازې د سړو او تودوخې مخنیوی او د عورت پټول دي؟ حال دا چې زموږ په مینه دې همېشنی ژوند موندلی دی.

۱۷۸ – د آل محمد لارویه! څوک چې ځان د غوسې پر مهال کابو نه کړي او ملګري سره ښه چلن ونه کړي او له خپل دوست سره ګوذاره ونه کړي له سازش غواړي سره سازښت ونه کړي او له خپل مخالف سره په نېکۍ مخالفت ونه کړي؛ نو له موږ ځنې نه دی. د آل محمد لارویانو! تر وسې وسې له خدایه وډار شئ، و لا حول و لا قوة الا بالله.

۱۷۹ – عبد الاعلی وایي: په مدینه کې په یوه غونډه کې وم، د بخشش په باب خبره وشوه او ډېرې خبرې وشوې، د غونډې یو برخوال ((ابودکین)) وویل: جعفر (یعنې امام صادق) داسې او هاغسې دی (ځینې ځانګړنې لري) خو که لاس یې تړلی نه وای. عبدالاعلی وایي: تردې غونډې وروسته حضرت صادق راته وویل: له مدینوالو سره ناسته پاسته لرې؟ ومې ویل : هو،  ویې ویل: ترمنځ مو شوې خبرې راته وکړه، ورته مې وکړې ویې ویل: پر ((ابودکین))  افسوس، چې د بڼکې په څېر یې باد هرې خوا ته الوزوي، پېغمبر اکرم (ص) ویلي: هر خیر چار، خیرات او صدقه ده او غوره صدقه هغه ده، چې له مړښت سره مل وي (یعنې د خپل عیال له لګښته یې راکمه نه کړي)  او له خپل عیال یې پیل کړه او ورکوونکی لاس له اخیستونکي لاس غوره دی او خدای هغه نه غندي چې د اړتیا هومره شتمني ساتي. انګیرئ چې خدای بخیل دی ایا تر خدای مو بخششوونکی لیدلی دی؟ سخي ښاغلی هغه دی چې د خدای حق پر خپل ځای کېدي او هغه بخششوونکی نه دی چې شتمني په ناروا تر لاسه کړي او بې ځایه یې ولګوي. هن! هیلمن یم چې له خدای سره د لیده کاتو تر وخته مې په ناروا لاس پورې کړی نه وي، د خدای هر راباندې حق مې ورپوره کړی، داسې شپه به راباندې تېره شوي نه وي چې په مال کې مې د خدای حق وي او ورکړی مې نه وي.

۱۸۰ – د تي خورۍ مودې تر تېرېدو وروسته ((رضاع)) نشته (که ماشوم له تي غوڅ کړي او بې له خپلې مور تی وروي د رضا احکام پري نه عملي کېږي او مثلا تي ورکوونکي ښځه یې مور نه ګنل کېږي)، په روژه کې ((نښلون)) (چې څه ونه خوري) نشته، تر احتلام (بلوغ) وروسته یتیمي نشته  (پر بالغ د یتیم حکم نه کېږي) ، تر شپې چوپتیا (چې له خبرو روژه یې) نشته، تر هجرت ( او د کفر سیمې تر پرېښوو) وروسته ((تعرب)) (بېدیا مېشتي او د کفر په سیمه کې وسېدل) جایز نه دی، د مکې تر سوبې وروسته هجرت اررښت نه لري، تر واده مخکې طلاق (سم) نه دی، تر خاوندېدو وړاندې یې د مریی ازادېدل (سم) نه دي، چې پلار یې وي زوی د قسم (حق) نلري ، همدا راز د ارباب په شتون کې مریی او د مېړه په شتون کې مېرمن قسم خوړای نشي (که دا ډلې د هغوی په اجازه یا منع قسم وخوري  لازم نه دی چې عمل ورباندې وکړي)، پر ګناه نذر کړای نشو، د کورني اړیکو په پرېکون قسم خوړل سم نه دي.

۱۸۱ – د ژوند بریا د سختیو په ترڅ کې ترلاسه کېږي، که څه اوضاع ورته مناسبه وي او که څوک د غوره فرصت په انتظار، شته فرصت له لاسه ورکړي، روزګار یې فرصت تښتوي، چې د روزګار کار همدا تښتونه ده او د زمانې دود، د فرصتونو له لاسه وتل دي.

۱۸۲ – احسان، د نعمتونو زکات دی، منځګړتوب، د پت زکات دی، ناروغي د بدن زکات دی، عفوه د بریا زکات دی، او د څه چې زکات ورکړای شي له لاسه وتو به بچ وي.

۱۸۳ – امام صادق (رح) د مصیبت پر مهال ویل: د خدای شکر چې مصیبت یې زما په دین کې وانه چاوه او د خدای شکر که غوښتل یې نو مصیبت تردې هم دروند و او د خدای شکر چې څه یې غوښتل وشي وشو.

۱۸۴ – خدای وايي: څوک چې کړمن له کړښته راوباسي؛ نو ((ستاېلی)) یې نوموم او جنتي کوم یې.

۱۸۵ – دنیا چې یو شمېر خلکو ته ورمخه کړي، د نورو نیکي هم دوی ته وراغوندي او چې د دنیا مخ ترې واوړي؛ نو خپلې نېکۍ هم ترې تښتي.

۱۸۶ – لوڼې ((حسنات)) دي او زامن نعمتونه دي؛ حسنات ثواب لري او د نعمتونو پوښتنه کېږي.

سرچینه :  تحف العقول د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!