تبلیغات

د پينځم هجري كال پېښې  د فساد وروستۍ ځاله پر هماغه لومړي كال،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو د کورنيو اختلافاتو او تربګنيو هواري ته يې مدينې او چاپيريال ته يو منشور او تړون چمتو كړ. اوسيانو، خزرجيانو او يهودانو ژمنه وكړه،چې د مدينې دفاع به كوي. بل خوا پېغمبر اکرم د مدينې له يهودو […]

د پينځم هجري كال پېښې

 د فساد وروستۍ ځاله

پر هماغه لومړي كال،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو د کورنيو اختلافاتو او تربګنيو هواري ته يې مدينې او چاپيريال ته يو منشور او تړون چمتو كړ. اوسيانو، خزرجيانو او يهودانو ژمنه وكړه،چې د مدينې دفاع به كوي. بل خوا پېغمبر اکرم د مدينې له يهودو سره بل تړون لاسليك كړ او هغه دا،چې يهودو ژمنه وكړه،چې رسول اکرم او يارانو ته به يې زيان نه رسوي او خپلې وسلې او څاروي به د “محمد” دښمنانو ته نه وركوي او كه ددې تړون پر خلاف يې عمل وكړي؛نو پېغمبر اکرم به د مالونو په ضبطولو او د زامنو او ښځو په اسيرانولو كې خپلواک وي؛ خو د يهودو درې واړو ټبرونو دا تړون مات كړ او تر پښو لاندې يې كړ.

 “بني قينقاع” يو مسلمان ووژاه او “بني النضير” د پېغمبر اکرم  وژلو ته نقشه ايستلې وه،چې پېغمبر اکرم له وطنه وشړي.”بني قريظه”وو هم د اسلام ځپلو ته له احزابو سره مرسته وكړه.

 اوس بايد ووينو،چې د اسلام مشر به له “بني قريظه”وو سره څه چلن كوي؟

 لمر لا نه و راختلى،چې د احزاب د لښكر وروستۍ ډلې هم سيمه په وېره پرېښووه. سره له دې،چې مسلمانان خورا ستړي وو؛خو پېغمبر اکرم  حكم وكړ،چې د “بني قريظه”وو کيسه هم پاى ته ورسوي.

 موذن اذان وكړ او پېغمبر اکرم مسلمانانو ته د ماسپښين لمونځ وركړ. بيا يې خپل وياند ته وويل:((مسلمانان بايد د مازيګر لمونځ د “بني قريظه”وو په استوګنځي كې وكړي.))

 بيا يې د لښكر بيرغ حضرت “علي” (ک) ته وركړ او سرتېري ورپسې شول او “بني قريظه” يې كلابندكړل. د كلا ساتندويانو خپلو مشرانو ته د مسلمانانو د راتګ خبر وكړ.هغوى هم د وروڼو د تړلو حكم وكړ. د “بني قريظه” وو مشرانو د كلا له سوريو پېغمبر اکرم ته په كنځلو شول. دا چې پېغمبر اکرم يې كنځلې وانه وري؛نو حضرت “علي”(ک) رامخې ته شو، چې د پېغمبر اکرم  د رانږدې كېدو مخه ونيسې؛خو پېغمبر اکرم، حضرت “علي” (ک) ته وويل:(( كه و مې وېني؛نو کېداى شي له كنځلو لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم راغى او د كلا مخ ته ودرېد او ورته يې وويل:(( آيا خداى خوار او ذليل نه کړئ؟))

يهودانو لا تر اوسه د پېغمبر اکرم دومره غوسه نه وه ليدلې او دا،چې پر غوسه يې يخې اوبه واوړي،و يې ويل:(( ابوالقاسمه! ته خو دومره توند خويه نه وې.))

 دې خبرې د پېغمبر اکرم غوسه سړه کړه او بې واکه شا ته راغى او څادر يې هم له اوږې را وغورځېد.(271)

 په كلا كې د يهودو غونډه

په دې شورا كې د جګړې اور بلوونكى “حيى بن اخطب نضيري” هم و. هغه د احزابو تر خپرېدو وروسته “خيبر” ته لانړ؛ بلکې راغى او د “بني قريظه”وو كلا ته ننووت.

د ټبر مشر درې وړانديزه وكړل،چې پر يوه يې عمل وكړئ:

1 _ ټول اسلام ومنو؛ځكه د “محمد” نبوت غوڅ امر دى او “تورات” يې هم نبوت تصديق كړى دى.

2 _ خپلې ښځې او بچي ووژنو او له كلا ووځو او په مېړانه له “محمد” سره وجنګيږو.كه مړه هم شول؛نو زړه به مو ارام وي او كه و مو ګټله؛نو بيا به ښځې وكړو او بچي به مو وشي.

3 _  نن د شنبې شپه ده او “محمد” او ياران يې فكر كوي يهودان پردې ورځ هېڅ كار ته ګوتې نه ور وړي؛نو له شپې به ګټه واخلو او بريد به وكړو.

شورا يو وړانديز هم و نه مانه او و يې ويل:(( موږ به هېڅكله له “تورات”  او خپل دينه لاس وا نه خلو او بې له ښځو او ماشومانو ژوند خوند نه لري او درېم وړانديز زموږ  له مذهبي عقايدو سره اړخ نه لګوي. (272)

د يهودو خبرې د هغوى د روحيي ښوونكې ده:

د خپل مشر لومړى وړانديز يې؛ځكه ونه مانه،چې له اسلام سره يې ضديت درلوده او ځېلي او كينه كښه ډله وه؛ځکه (هماغسې،چې مشر يې وويل) هغوى د “محمد” (ص) پر نبوت پوه وو.

 دويم وړانديز يې راښيي،چې سخت زړې ډله وه؛ځکه د ماشومانو او ښځو وژل تر تيږې كلك زړه غواړي او د پام وړ خبره خو دا ده،چې په غونډه كې يې هيچا هم ونه ويل،چې ماشومانو او ښځو څه ګناه كړې،چې ووژل شي؟

 دريېم وړانديز يې راښيي،چې د پېغمبر اکرم له معنوي قدرت او پر پوځي فنونو او دفاعي قوانينو له پوهې خبر نه وو او خيال يې كاوه د اسلام د مشر به شنبې ته پام نه وي.خبر نه وو،چې پېغمبر اکرم د دښمن هر حركت تر څاره ،په تېره بيا د يهودو په څېر د مكار او ټګمار دښمن حركتونه.

د عربو د لښكر تر تلو وروسته،پېغمبر اکرم “بني قريظه” همداسې نه شو پريښوداى؛ځكه امكان يې درلود،چې د عربو لښكر په يوه وخت كې له ډېرې وسلې او سرتېرو سره د مدينې نيوو ته راشي او “بني قريظه” هم ورسره  يو لاس شي؛ځکه “بني قريظه” د مدينې نيولو ته حساسه سيمه وه؛ نو پېغمبر اکرم د راتلونكي خطر مخنيوي ته د هغوى كار پاى ته ورساوه.

 د ابولبابه خيانت

پېغمبر اکرم،چې “بني قريظه” كلابند كړل؛نو پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((“ابولبابه” اوسي” راولېږه،چې ورسره سلا مشوره وكړو.))

 “ابولبابه” پخوا له “بني قريظه” و سره د دوستۍ تړون درلود. د يهودو كلا ته،چې ورننووت؛ نو ښځې او سړي ترې راتاو شول او ورته په ژړا او زارۍ شول او ورته  يې وويل:(( ايا ښه به نه وي، چې موږ بې قيد و شرطه تسليم شو؟!))

 “ابولبابه”:(( هو!))؛خو “ابولبابه” لاس پر ورمېږ تېر کړ؛ يعنې كه تسليم شوئ؛ نو و به وژل شئ.

 “ابولبابه” پوهېده،چې پېغمبر اکرم به په مدينه كې ددې ډلې له شتون سره موافقه و نه کړي؛ځکه هغوى اسلام ته تر ټولو خطرناك وو؛خو “ابولبابه” د اسلام له مصالحو سره يې د خيانت او د پېغمبر اکرم د راز برسيروني له امله خورا پښېمانه شو. ژېړ او رپېدلى له كلا راووت او نېغ جومات ته ولاړ او ځان يې د جومات په ستنې پورې وتاړه او خداى ته يې وويل:(( څو دې بښلى نه يم؛نو د عمر تر پايه به په همدې ستنې پورې تړلى يم.))

مفسران وايي: د انفال د سورت 27 آيت په دې هکله نازل شوى دى:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ= مؤمنانو! له خداى او پېغمبر سره يې خيانت مه كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مه كوئ، حال دا چې پوهېږئ ( دا كارستره ګناه ده).

پېغمبر اکرم ته د “ابولبابه” خبر ورسېد. پېغمبر وويل:(( كه له دې كاره مخكې راته راغلى واى؛ نو ما به ورته له خدايه بښنه غوښتې واى او خداى به بښلى هم واى؛ خو اوس يې،چې دا كار كړى؛پرېږدئ هماغلته وي، چې خداى يې وبښي.))

 له لمانځه مخکې يې ښځه راتله او له ستنې يې راخلاصاوه او تر لمانځه وروسته يې بيا تاړه. شپږ ورځې تېرې شوې. سهار وختي،چې پر هغه شپه چې پېغمبر اکرم د “ام سلمه” كره و، حضرت جبرائيل راغى او د توبې سورت 102 آيت يې راووړ، چې مطلب يې د”ابولبابه” بښل كېدل وو.

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او ځينو نورو په خپلو ګناهونو اعتراف كړى او ښې او ناوړه چارې يې سره ګډې كړې دي، هيله ده خداى يې توبه قبوله كړي؛ځكه خداى توبه قبلوونكى (او) لورين دى .

پېغمبر اکرم ام سلمې ته وويل:((خداى “ابولبابه” وباښه. ورشه او زېرى پر وكړه.))

 د “ابولبابه” د بښل كېدو زېرى چې وشو؛نو خلكو جومات ته ورمنډې كړې، چې له ستنې يې راخلاص كړي.

 “ابولبابه”  وويل:(( بايد پېغمبر اکرم مې خلاص كړي.))

 پېغمبر اکرم چې د سهار لمانځه ته راغى؛نو په خپلو لاسونو يې خلاص كړ.(273)

“”ابولبابه”” خپلو بېځاېه احساساتو تېر اېستى و. د ښځو او سړو ژړا ترې د ځان ژغورنې قدرت واخيست او راز يې را برسېره كړ؛ خو ايمان او له خدايه وېره يې ددې لامل شوه،چې توبه وباسي او خپل خيانت داسې جبران كړي،چې بيا ان د خيانت په باب فكر هم ونه کړي.

د بني قريظه وو كار كوم ځاى ته ورسېد

يوه ورځ “شاس بن قس” يهودي،د يهودو له لوري استازى شو او  پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( اجازه راكړئ موږ هم د نورو يهودو په څېر خپل منقول مالونه له ځان سره واخلو او له مدينې ووځو.))

 پېغمبر اکرم يې وړانديز و نه مانه او ورته يې وويل:((بايد بې قېد و شرطه تسليم شئ.))

  شاس بل وړانديز وكړ:((خير موږ به خپل مالونه هم تاسې ته پرېږدو؛خو  اجازه راكړئ له مدينې ووځو.))

 پېغمبر يې دا وړانديز هم و نه مانه.(274)

دلته پوښتنه راولاړېږي، چې ولې پېغمبر اکرم د “بني قريظه”وو د استازي وړانديزونه و نه منل؟

 دا خو ډېره روښانه ده؛ځکه امكان يې درلود دوى هم د “بني نضيرو” په څېر،چې د مسلمانانو د تورې له ګوزاره لرې شول او له نورو عربو سره يو ځاى شول؛ځكه يې پېغمبر اکرم له وړانديزونو سره مخالفت وښود.

 شاس ولاړ او خبره يې خپلو لوړ پوړيو مقاماتو ته ورسوله.

“بني قريظه”وو نهايي هوډ داسې وکړ، چې بې قيده و شرطه مسلمانانو ته تسليم شي او ځينې تاريخپوهان وايي:((هغوى داسې پرېكړه وكړه: ” د هغوى هم ژمني،”سعد بن معاذ” يې، چې په باب هره فېصله وكړه، قبوله به يې وي.”))

 د كلا ورونه خلاص شول،حضرت “علي” (ک) له خپلې ځانګړې ډلې سره ورننووت او بې وسلې يې كړل او ټول يې وستل او د “بني النجار” په كورونو كې يې بنديان كړل، چې برخليك  يې معلوم شي.

 پخوا،چې د اسلام سرتېرو د “بني قينقاع” يهود نيولي وو؛نو “خزرجيان” پېغمبر اکرم ته جرګه شول او پېغمبر اکرم يې له وژلو يې ډډه وكړه؛نو دا ځل له اوسيانو او خزرجيانو سره د سيالۍ له امله،پر پېغمبر اکرم فشار راووړ، چې هغوى وبښي؛خو پېغمبر اکرم يې وړانديز و نه مانه او و يې ويل:(( د دوى په باب فيصله به ستاسې د ټبر مشر “سعد بن معاذ” كوي او هغه يې،چې په اړه هره فېصله وكړه؛منم يې.))

 ټولو د پېغمبر اکرم دا پرېکړه د زړه له كومې ومنله. د پام وړ خبره خو دا ده،چې د حضرت “سعد معاذ” قضاوت “بني قريظه” هم ومانه  او پېغمبر اکرم ته يې وويل:

 ((تسليمېږو؛خو چې “سعد” مو په اړه قضاوت وكړي.)) (275)

حضرت “سعد بن معاذ” پر لاس غشي خوړلى و او د “زبيده” په نوم ښځې په خيمه كې و،چې په جراحۍ كې يې مهارت درلود او پېغمبر اکرم به هم پوښتنې ته ورتله.

 د اوس ځوانان ولاړل او خپل مشر يې له ځانګړو تشريفاتو سره رسول اکرم ته راووست.حضرت “سعد”،چې مجلس ته راننووت؛ نو پېغمبر اکرم وويل:(( ټول  د خپل ټبر مشر درناوى وكړئ.))

 ټول د حضرت “سعد” احترام ته له خپل ځايه پاڅېدل. په لار كې ساتندويانو حضرت “سعد” ته ويلې وو،چې پر “بني قريظه”و ورحمېږه او له مرګه يې وساته؛خو د خپل ټبر فشارونو ته يې غاړه كېنښووه او په مجلس كې يې حكم وكړ،چې:(( د “بني قريظه”وو جنګيالى دې ووژل شي،مالونه دې يې وويشل شي او ښځې او ماشومان دې يېاسيران شي.)) (276)     د

د  حضرت سعد معاذ(رض) د اسنادو څېړنه

څوك له دې خبرې منكر نه دي،چې كه عواطف او احساسات د قاضي پر عقل غلبه وكړي؛نو په قضاوت كې به يې ګډوډي راشي، چې پايله يې د ټولنيز عدالت له منځه تلل وي. عواطف د كاذبې اشتها په څېر دي،چې ناوړه او مضر شيان ګټور ښيي.حال دا چې د وګړي او ټولنې مصلحتونه تر پښو لاندې كوي.

د حضرت “سعد” عواطف او احساسات،د “بني قريظه”وو د ماشومانو او ښځو زړه دردوونكي منظر،په بند كې د “بني قريظه” د سړيو د زړه دردوونكي بندي توب او د عمومي افكارو پامنيوى، چې ټول اوسيان “سعد” ته يوه خوله وو،چې و يې بښي،بايد ددې لامل واى، چې “سعد” ترې تېر شوى واى او يا يې سزا كمه كړي؛خو داسې يې و نه کړل او د ټولنې مصالح يې د ډېر لږ اقليت پر مصالحو غوره وګڼل او د منطق،عقل او فكري استقلال له مخې يې پرېکړه وكړه،چې:

 (( جنګيالي دې ووژل شي. مالونه دې يې ضبط شي، ماشومان او ښځې يې اسيران كړئ.))

 د لاندې دلايلو په رڼا کې يې پرېكړه وكړه:

1_د “بني قريظه”وو يهودو له پېغمبر اکرم سره تړون لاسليك كړى و،چې كه د اسلام او مسلمانانو پر خلاف راپاڅېدل او فتنه يې راولاړه ته كړه؛ نو مسلمانان به يې په وژلو كې ازاد وي؛نو له ځان سره يې فكر وكړ،چې كه ددې تړون له مخې مې پرېكړه وكړه؛نو له عدالته لرې کار به مې نه وي كړى.

2_تړون ماتې ډلې د خپلو نېزو او تورو په زور د مدينې ښار ناامنه کړى و،د مسلمانانو كورونه يې لوټلى وو او په مدينه كې يې وېره خپره كړې وه او كه د پېغمبر اکرم دې خبرې ته پام نه وى شوى او يوه ډله يې د مدينې د ښار ساتلو ته نه واى رالېږلې او كه د “بني قريظه” نقشه عملي شوى واى؛نو هغوى به د مسلمانانو ماشومان او ښځې اسيرې كړې واى، جنګيالي به يې وژلي وو او مالونه به يې ضبط كړي وو؛نو قاضي له ځان سره وويل: كه خپله پرېكړه وكړم؛نو ظلم به مې نه وي كړى.

3 _حضرت “سعد بن معاذ” (د اوس د ټبر مشر) له “بني قريظه”وو سره هم ژمنى و او نږدې اړيكې يې ورسره هم درلودې؛ احتمال  لري د يهودو په جزايي قانون هم پوه و. د يهودو توارت وايي:((پر يو ښار دې،چې بريد وكړ؛لومړى يې سولې ته راوبوله او كه جګړه يې پېل كړه؛نو سړي يې ووژنه، ښځې ، ماشومان او مالونه يې غنيمت كړه.)) (277)

ښايي حضرت “سعد بن معاذ” له ځان سره انګېرلې وه: دا چې زه دوه اړخيزه قاضي يم؛نو كه هغوى د خپل مذهب د جزايي قانون له مخې محكوم كړم؛نو بيا به مې هم ظلم نه وي كړى.

4_زه  انګېرم،چې د حضرت “سعد بن معاذ” د دې پرېكړې علت دا و، چې په خپلو سترګو يې وليدل،چې پېغمبر اکرم د خزرجيانو په خاطر د “بني قينقاع” ټبر وباښه او يوازې له مدينې يې وايستل او لا ټول د مدينې له خاورې وتلي نه وو، چې “كعب اشرف” مکې ته ولاړ او د “بدر” مړيو ته يې د مكر وير وكړ او “قريش” يې د احد جګړې ته راوهڅول، چې پکې د اسلام 70 سرتېري شهيدان شول او همداسې “بني النضير” وبښل شو، ولاړل او د اسلام پر خلاف يې د احزاب جګړه رامنځ ته كړه او كه مسلمانانو خندق نه واى ايستلى؛نو پر هماغه وړومبۍ ورځ به يې د اسلام كډه پر چرګه بار كړې وه.

 حضرت “سعد بن معاذ” دا هر څه له خپل ذهنه تېر كړل او ويې ويل : كه دوى هم د اسلام د تورې له ګوزاره لرې شول؛نو دا ځل به د اسلام پر خلاف بله لويه پوځي اتحاديه جوړه كړي؛نو ځكه يې په سلو كى سل اسلام ته مضر وګڼل.

 د حضرت “سعد” د پرېکړې  د سمون بل شاهد دادى،چې: يهود يې چې اعدامولو ته بېول؛نو هغوى د خپلو زړنو خبرې راوسپړلې. د جګړې  اور بلوونكي “حيى بن اخطب”رسول اکرم ته وويل:((زه درسره له دښمنۍ پښېمانه نه يم؛خو چا چې له خداى سره مرسته و نه کړه؛نو خوار به وي. (278) د خداى پر حکم مه خپه كيږئ،د خداى له لوري د بني اسرائيلو ذلت او خواري قطعي خبره ده.))

په ښځو كې هم يوه اعدام شوه، چې هغې په لاره يو مسلمان ويشتلى او وژلى و او په محكومانو كې “زبير باطا” يهودى هم د مسلمان “ثابت بن قيس” په سپارښتنه خلاص شو. ښځې او زامن يې هم وبښل شول او مال يې بېرته وركړ شو. څلور تنه مسلمانان شول.

 له غنيمته،چې پينځمه وايستل شوه؛نو د اسلامې حكومت خزانې ته وسپارل شوه او پاتې نوره پر مسلمانانو ووېشل شوه. سپرو ته درې برخې، پليوه ته يوه برخه او پېغمبر اکرم د غنيمت پينځمه حضرت “زيد” ته وركړ، چې “نجد” ته ولاړ شي او اسونه او وسله پرې واخلي.

د “بني قريظه”وو غوغا د “ذي الحجه” پر 19 د هجرت پر پينځم كال غلې شوه او د احزاب سورت 26 او 27 آيتونه هم د “بني قريظه”وو په باب نازل شوى.

وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا= او خداى د كتابيانو[= يهودو] يوه ډله، چې د هغوى[=مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوز كړه او په زړونو كې يې ورته وېره واچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد چې) تاسې يې يوه ډله وژنئ او بله يې بندي كوئ.

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَؤُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا= او د هغوى ځمكې اوكورونه او شتمني يې تاسې ته ميراث كړې او هغه سيمه يې هم دركړه،چې کله مو پکې ګام نه و ايښى او خداى پر هر څه قادر دى.

 حضرت “سعد بن معاذ”(رض)،چې د خندق په جګړه كې ټپي شوى و، د  “بني قريظه”وو تر پېښې وروسته، د هماغه ټپ له امله شهيد شو. (279)

د بني المصطلق غزا

“بني المصطلق” له قريشو سره په ګاونډ کې د “خزاعه” د ټبر يوه څانګه وه.پېغمبر اکرم خبر شو،چې د ټبر مشر “حارث بن ابي ضرار” خپل سرتېري په وسله سمبالوي اوغواړي مدينه کلابنده كړي.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ دا برنامه يې شنډه كړي؛ ځكه يې حضرت “بريده” دې سيمې ته ولېږه. هغه ولاړ او په غېر مستقيمه توګه يې د ټبر له مشر سره اړيکه ونيوه. بيا مدينې ته راغى او خبر يي تاييد كړ. پردې مهال پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د “بني المصطلق” د ټبر پر لور روان شو او د “مريسيع” د څا پر غاړه ورسره مخ شو. جګړه ونښتنه او تر څو شېبو اخ و ډب وروسته يې لس تنه او د مسلمانانو يو تن په تېر کې شهيد شو.

 د كفر لښكر وتښتېد او مسلمانانو ته خورا ډېر مال لاس ته ورغى او د هغوى ښځې يې اسيرانې كړې.(280)

تر دې جګړې وروسته،د عبرت ټکى هغه سياست دى،چې پېغمبر اکرم په جګړې پسې د يوې پېښې په اړه عملي کړ.

په لومړي ځل په هغه سيمه كې د مهاجرو او انصارو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو او نږدې وو مسلمانان هلته يو بل وډبوي. کيسه داسې وه، چې “جهجاه مسعود” له مهاجرو او “سنان جهني” له انصارو پر اوبو وران شول. هر يو خپل ټبر مرستې ته راوغوښت او نږدې وو مسلمانان له مركزه لرې په هغه سيمه كې سره ونښلي.

 پېغمبر اکرم له پېښې خبر شو او ويې ويل:(( دا دوه تنه په خپل حال پريږدئ.دا مرسته غوښتنه ډېره بدبويه او كركجنه ده او د جاهليت د وختونو په څېر مرستې ته رابلل دي او تر اوسه د دوى په زړونو كې د جاهليت رېښې شته دى. دوى دواړه له اسلامه بې خبره دي او خبر نه دي، چې اسلام ټول له يو بل سره ورونه کړي دي او هره مرسته او غږ، چې د تفرقې لامل ګرځي، د توحيد له نظره بې ارزښته ده.)) (281)

 

271_ سيره ابن هشام 2/ 234 ، تاريخ طبرى 2/ 245-246

272_ سيره ابن هشام 2 235

273_  سيره ابن هشام، 2 237

274_  مغازى واقدى 2/ 501

275_  ارشاد 50

276_  سيره ابن هشام 2 240 ،  مغازى واقدى 2 510

277_  تورات، سفر تثنيه، 20 فصل

278_  تاريخ طبرى 2 250

279_  سيره ابن هشام 2 /250 – 254

280_  تاريخ طبرى 2/ 260

281_  تعاليق سيره ابن هشام.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست