بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه پايلې د ګناه اغېزې او پاپلې د علم، دين او تجربې له مخې د انسان کړه وړه،که ښه وي او که بد، په دنيا او آخرت دواړو کې پايلې لري. دا دنيا د پټي په شان ده،څه کرې، په آخرت کې به يې رېبې.که ګْل وکرې؛نو ګل به رېبې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د ګناه پايلې
د ګناه اغېزې او پاپلې
د علم، دين او تجربې له مخې د انسان کړه وړه،که ښه وي او که بد، په دنيا او آخرت دواړو کې پايلې لري. دا دنيا د پټي په شان ده،څه کرې، په آخرت کې به يې رېبې.که ګْل وکرې؛نو ګل به رېبې او که اغزي وکرې؛ نو اغزي به رېبې. هر کړه خپل غبرګون لري. پام مو وي چې د کړنو مکافات په دنيا او آخرت دواړو کې شته؛ خو توپېر يې دادى چې د دنيا مکافات د اخرت په پرتله ډېر لږ دي او همداراز پام مو وي چې انسان ته د يو عمل ثواب او سزا په ډول ډول بڼو کې راځي. انسان په دنيا کې پر ډول ډول کړاوونو اخته کېږي،چې دا کړاوونه کله د کړنو مکافات وي او کله ازمېښت ته يوه وسيله وي او ځينو نورو ته ښايي بشپړتيا، پرمختګ او اجر وي. قرآن وايي:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ [1]= او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې او لوږې او د سرومال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته.
د ګناه دنيوي سزاګانې
په دې اړه په قرآن کې ډېر آيتونه راغلي :
فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ [2]= خو كومه خبره چې ويل شوې وه، هغه ظالمانو اړولې وه (او پر ځاى يې د ملنډو خبره وكړه)؛ نو ځكه ددې سرغړونو له امله موږ پر ظالمانو له اسمانه عذاب راکېيست.
((يريد اللّه اَن يُصيبَهم بِبَعض ذُنُوبهم [3] = خداى غواړي هغوى ته د کړو ګناهونو له کبله لږه سزاورکړي .))
فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ [4]
فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ [5] = موږ هم هغوى د خپلو كړنو په سزا كې مجا زا ت كړل.
فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ[6] = نو دا يې كورونه دي (ورته وګورئ) چې د ظلم له امله يې ويجاړ تش پراته دي او بېشكه چې په دې (سزا) كې هغوخلكو ته يو عبرت دى،چې پوهېږي.
مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا = [7] (هو، په پاى كې ټول) د خپلو ګناهونو له امله غرق كړاى شول.
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا[8] = نو هغوى هغه ( = صالح ) دروغجن وګاڼه ؛ نو هغه (اوښه) يې ټپي کړه (او و يې وژله)؛نو پالونكي يې د دې ګناه له امله هغوى وځپل او له خاورو سره يې برابر کړل.
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ[9] = او تاسې ته چې هر (ډول) مصيبت رسېږي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (خداى ستاسې) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي. ))
وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[10] = او څوک چې له بدۍ سره راشي؛ نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د خداى له لوري به ورته وويل شي چې:) ايا بې له كړنو مو سزا دركول كېږي؟!
إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا[11] = [زما دنده]يواځې د خداى له لوري د پېغام رسونه ده او څوك،چې د خداى او دهغه د استازي حكم ته غاړه كېنږدي؛ نو په واقع كې هغه ته د دوزخ اور دى،چې تل به پكې اوسېږي!))
يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ. وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْويهِ. وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ. كَلَّا إِنَّهَا لَظَى.[12] = هغه دوستان هغوى ته ورښوول كېږي(خو هر څوك پخپلو خولو كې ډوب وي) ګناهګار هيله كوي،چې كاشكې د هغې ورځې له عذابه د(ژغورل كېدولپاره) خپل ځامن په فديه كې وركړي – او (همداراز) خپله مېرمن او خپل ورور- او (همداراز) خپل ټبر يې،چې تل يې ترې ملاتړ كاوه- او (همداراز) د ځمكې ټول خلك يې (په بدل كې وركول)،چې ځان وژغوري- هڅېكله داسې نده (چې پدې ځان وژغورې، هو) په واقع كې هغه (دوزخ) د اور لمبې دي! – چې د اندامونو پوټكي وباسي. ))
تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ[13] = اور دهغوى مخونه وريتوي او هلته به هغوى چينګ داړي (بدرنګه او بدمخي) وي.
د نېکو عملونو پوچېدل او احتباط :
دګناه يوه پايله داده چې نيک کارونه پوچ او بې خاصيته کوي؛يعنې که ګناه کوونکى د خيرکار تر سره کړي؛ نو بې پايلې به وي او ثواب به ونلري .
په قرآن کې ((١٦)) ځل د عملونو د پوچېدلو يا د ((حبط عمل )) په هکله خبره راغلې ده او له دې آيتونو دا جوتېږي،چې ستر ګناهونه؛لکه کفر، شرک، د الهي آيتونوتکذيب ،له معاده نمښته – منکرېدل،ارتداد او له پېغمبرانو سره مخالفت د “حبط” او”پوچېدلو” لامل ګرځي .
که څوک د واټ له منځه يوه تيږه په دې نيت غاړې ته کړي چې خلکو ته اسانتيا وي؛نو دا يو نېک کار دى او که څو قدمه مخکې په واټ کې “کوړندى” وباسي او د تګ راتګ لار بنده کړي؛ نو دا ګناه ده او د مخکني عمل ثواب يې هم له منځه وړي؛نو ځکه ستر ګناهونه د نيکو عملونو د پوچوالي لامل ګرځي او بې اغېزې کوي يې.
حضرت علي وايي: ابليس د خداى په حکم انسان ته سجده ونه کړه او کبر يې وکړ او له کبله يې شپږ زره کاله عبادت اوبو يووړ.[14]
بايد پام مو وي چې ګناکوونکى انسان نشي کولاى پرخپلو نېکوکارونو زړه وتړي؛ ځکه کېداى شي،ګناهونه يې ټول ثوابونه له منځه يوسي .
د ګناه بيا بيا ترسره کول د انسان زړه توروي او د انسانيت له پولو يې اړوي او د داړونکي ځناور خوى پکې راپيدا کېږي او نور ستر ګناهونه هم کوي . د مثال په توګه: ښائي په لومړي ځل د مسلمان لپاره د شرابو څو ګوټه څښل، خورا ګران وي خو د دويم ځل لپاره ورته لږ څه اسانېږي او کله يې، چې بيا بيا وڅښي ؛ نو د شرابو د څو ګلاسونو څښل به ورته ډېراسان ښکاري .
هو! د ګناهونو تکرار ان انسان ته ستر ګناهونه هم اسانوي . په دې هکله په قرآن کې آيتونه راغلي دي:
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا السُّوأَى أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُون [15]= بيا د بد چاريو پايله، (ډېره) بده شوه (؛ځكه) چې د خداى له آيتونو منکر او ورپورې يې ملنډې وهلې.
په تاريخ کې ډېر لېدل کېږي، چې ځينو وګړيو ګناهونو ته دوام ورکړ او سر يې کفر او سرکښۍ ته ووت او دا د ګناه ناوړه اغېزې دي،چې ګناهګار پرې اخته کېږي؛لکه پر نېکو کارونو او عبادت ټينګار چې زړه او روح ته ځلوي.
امام صادق: ((ما من شىء اَفسَد لِلقَلب من خَطيئَةٍ اِنّ القَلب لَيُواقِع الخَطيئَةَ فما تَزالُ به حتّى تَغلبَ عليه فَيصيرُ اَعلاهُ اَسفَله [16]– بې له ګناه بل هېڅ څيز هم زړه نه فاسدوي، زړه ګناه کوي او پرې ټينګار هم او په پاى کې يو مخې تورېږي،خبرې او نصيحت پرې اغېز نه کوي. ))
روايت دى :(( اذا اَذنَب الرّجُل خَرجَ فى قَلبه نُكتَةٌ سَوداء فاِن تابَ اِنمَحتْ و ان زاد زادتْ حتّى تَغلِب على قَلبه فَلا يُفلِح بَعدها ابداً [17]– انسان چې يوه ګناه کوي؛ په زړه کې يې يو تور ټکى پېدا کېږي، که توبه يې وکړه، ټکى پاکېږي او که ګناه ته يې دوام ورکړ؛ټکى خپرېږي او ټول زړه يې نيسي او تر دې وروسته هېڅکله هم بريالى کېداى نشي.))
په ټوليزه توګه هر ډول روحي او جسمي بلاګانې له ګناه سرچينه اخلي.
امام باقر وايي : ((و ما مِن نِكبَةٍ تُصيبُ العَبد الاّ بِذَنب [18]– بنده ته يوازې د ګناه له کبله بلا وررسي.))
د ګناه ډول ډول اغېزې
له روايتونو جوتېږي چې بېلابېل ګناهونه ډول ډول اغېزې لري چې دادي :
١-د زړه سختوالى :
د حضرت علي وينا ده:(( ما جَفَّت الدّموعُ الاّ لِقَسوة القُلوب و ما قَست القُلوب الاّ لِكَثرة الذّنوب [19]– د زړه سختي د سترګو اوښکې وچوي او زړه هم په ډېرو ګناهونو سختېږي .))
٢ – د نعمت بېرته اخېستنه :
امام صادق وايي: ((اِنّ اللّه قَضى قَضاء حَتماً الاّ يُنعِمُ على العبد بِنِعمةٍ فَيَسلُبها ايّاه حتّى يُحدِث العبد ذَنباً يَستَحقّ بذلك النّقمة [20]– پلار مې تل ويل : د خداى پرېکنده حکم دى، چې بنده ته ورکړل شوى نعمت به ترې بېرته وانخلي؛ خو دا چې بنده ګناه وکړي او د سزا وړ وګرځي . ))
٣- د دعا نه قبلېدل :
امام باقر وايي: (( بنده له خدايه د اړتيا پوره کول غواړي، چې ژر يا ناوخته دې پوره شي، وروسته همدا بنده ګناه کوي، خداى به پرېښتو ته ووايي: اړتيا يې مه پوره کوئ او بې برخى يې کړئ؛ ځکه ورته په غوسه شوم او د بې برخۍ وړ شو. [21]))
٤ – انکار او الحاد :
پېغمبر اکرم وايي:(( فاِنّ المَعاصى تَستَولى الضَّلال على صاحِبها حتّى تُوقِعُه رَدّ ولايَة وصىِّ رسول اللّه و دفع نبوة نبى اللّه و لا تزال بذلك حتّى توقعه فى ردّ توحيد اللّه و الالحاد فى دين اللّه [22]– ګناهونه پرګناهګار بې لارېتوب واکمنوي، تردې چې د پېغمبر له نبوت او ځايناستي منکرېږي او همدا شان د خداى له وحدانيته هم منکرېږي او پر کفر اخته کېږي.))
٥ –د روزۍ بندېدل :
امام باقروايي:(( إنّ الرّجُل لَيَذنب الذَّنْب فَيَدرء عنه الرّزق [23]– څوک چې ګناه کوي؛نو روزي ترې لرې کېږي.))
٦-د شپې له لمانځه بې برخې کېدل :
امام صادق وايي:(( إنّ الرّجل يَذنب الذَّنْب فَيحرم صَلاة الليل [24]– انسان دګناه له کبله د شپې له لمانځه بې برخې کېږي.))
٧- له پېښو نه خونديتوب :
حضرت علي (ک) وايي :(( ګناهګار بايد ځان د شپې له بلاګانو او له ناڅاپي پېښو خوندې و نه ګڼي.[25] ))
د ګناه نورې ناوړه اغېزې دادي
(٨) د باران بندېدل (٩) دکـــــور ورانېدل . (١٠) الهي لعنت اوغوسه . (١١) بې مخینې بلاګاني .(١٢) پښــېماني .(١٣) رسوا او بې پردې کېدل .(١٥) د عمر لنډوالى .(١٦) زلزله . (١٧)عمومي نشتمني. (١٨)غم او پرېشاني (١٩) ناروغي . (٢٠) د اشرارو واکمني او (٢١) د قيامت سل کلن حبس.
په دې هکله خورا روايتونه راغلي؛ خو دلته يوازې پينځه روايتونه راوړو :
پېغمبر اکرم وايي:(( څوک چې په لمانځه کې ناغیړي وکړي او ورته سپک ګوري؛نو خداى به يې په پينځلسو ګناهونو اخته کړي، چې دا دي: دعمرلنډوالى.د روزۍ کمېدل. له څېرې يې د صالحانو د رڼا لرې کېدل. د کړنو لپاره يې د اجر نشتوالى. د دعا نه قبلېدل يې.د صالحانو له دعا ګټه نشي اخيستى.په ذلت به مري . په تنده او لوږه کې به مري.د خداى له لوري به ورته پرېښته وټاکل شي،چې په قبرکې يې په عذاب کړي . قبر به يې تنګ وي . په قبرکې به يې تپه تياره وي.د خداى له لوري به ورته پرېښته وټاکل شي، چې د خلکو په مخ کې يې له مخه راکاږي. په قيامت کې به ورسره سخت حساب وشي .خداى به ورته پام نه کوي او پرسخت عذاب به ککړشي.[26]))
همداراز پېغمبر اکرم وايي : (( زنا شپږ اغېزې لري،چې درې يې په دنياکې او پاتې يې په آخرت کې دي،چې دنيوي اغېزې يې دادي :رسوا کېدل،د عمر لنډوالى، د روزۍ بندېدل. او اخروى اغېزې يې دادي : په سختۍ به ورسره حساب وشي.د خداى قهر. په دوزخ کې تلپاتې کېدل.نېک عملونه يې اجر نه لري.دعا يې نه قبلېږي او د صالحانو له دعاګانو بې برخې وي.[27]))
حضرت معاذ بن جبل (رض) وايي : له پېغمبراکرم سره د “ابو ايوب انصاري” په کور کې ناست وم، ومې پوښتل: [ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا (النبا\١٨ )؛پر هغه ورځ چې [د قيامت] په “شپيلۍ” كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ.] له دې آيته موخه څه ده ؟ پېغمبر اکرم وويل : (( زما په امت کې به لس ډلې وي چې د نورو په پرتله به ځانګړي مخونه لري او راروان به وي.( او دا دي:) بيزو.خنځير.(څېرې يې) اړول شوي. ړوند. ګونګ او کوڼ. خپلې ژبې به ژوي او له خولې به يې مردار بوى راروان وي او ټول به ترې کرکه کوي . تر مرداراو سخا شوي څيز به بد بوى کوي. د اور تنګې جامې به يې اغوستې وي .لاسونه او پښې به يې غوڅې وي او د اور په دارونو به راځوړند وي .لومړۍ ډله چغلګر دي، دويمه ډله حرامه خواره دي،درېمه ډله سود خواره دي، څلورمه ډله په قضاوت کې تيري کوونکي دي،پينځمه ډله له ځانه راضي او ځانمني دي، شپږمه ډله بې عمله قاضيان اوعلماء دي او ومه ډله د ګاونډيانو ځوروونکي دي، اتمه ډله ظالم ته جاسوسي کوونکي دي،نهمه ډله شهوتپالي او هغوى دي چې پخپلو مالونو کې يې د خداى حق نه ورکاوه او لسمه ډله کبرجن دي .[28]
پېغمبر اکرم وايي : ((مَن وَلِىَ عَشرةً فلم يَعدِل فيهم جاءَ يومَ القِيامة وَ يَداه و رِجلاه و راسُه فى ثقْب فأس [29]– څوک چې دلسوکسانو څارنه پرغاړه واخلي او ورسره عادلانه چلن ونه کړي ،د قيامت پر ورځ به داسې راروان وي ،چې لاس،پښې او سر به يې ((د تبرى)) په سوري کې وي. ))
امام صادق وايي: ((مَن سوّد إسمه فى ديوان ولد فُلان حَشَره اللّه يَوم القِيامة خِنزيراً– څوک چې خپل نوم په هر ډول طاغوتي حکومت کې ثبت کړي نو خداى به يې د قيامت پرورځ د خنځير په بڼه محشور کړي.[30]))
پېغمبر اکرم وايي: (( زنا چې ښکاره شي؛نو ناڅاپي مړينې زياتېږي؛ په تله کې چې څيزونه له اصلي وزنه کم تول او وپلورل شي؛نو خداى پرخلکو سوکړه راولي؛خلک چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي؛نو خداى له ځمکې برکتونه اخلي او کرنې،مېوې او کانونه نه رابرسېروي؛د خپلوۍ اړيکې چې پرې شي او دا خوى دود شي؛ نو شتمني د اشرارو لاس ته ورځي او پر نېکيو امر او له بديو منع ته، چې شا شي؛نو خداى به پر داسې قوم اشرار واکمن کړي او نېکان يې چې څومره دعاګانى کوي؛ نو نه به قبلېږي.[31]
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
[1] بقره/ ۱۵۵
[2] بقره/ ۵۹
[3] مایده / ۴۹
[4] انعام/۶
[5] انعام/۹۶
[6] نمل/۵۲
[7] نوح/۳۵
[8] شمس /۱۴
[9] شوری/ ۳۰
[10] نمل/۹۰
[11] جن / ۲۳
[12] معارج/۱۱- ۱۶
[13] مومنون/۱۰۴
[14] نهج البلاغه، ۱۹۲ خطبه
[15] روم/ ۱۰
[16] كافى، 2 /268
[17] بحار 73 /327، ميزان الحكمة، 3 /464.
[18] كافى، ۲/ ۲۶۹
[19] كافى، 2 /271.
[20] كافى، 2 /273.
[21] كافى، 2 /271. بحار، 73 /329
[22] بحار، 73 /360
[23] كافى، 2 /271
[24] كافى، 2 /271
[25] كافى، ۲ /۲۶۹
[26] سفينة البحار، 2 /44
[27] عقاب الاعمال (صدوق)، 598 مخ،سفينة البحار، 2 /44
[28] مجمع البيان، 1 /423
[29] عقاب الاعمال صدوق، 592 مخ
[30] عقاب الاعمال صدوق، ۵۹۴ مخ
[31] وسائل ، 11 /513
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- الهي لعنت او غوسه
- انکار او الحاد
- بې مخینې بلاګاني
- پر اروا د ګناه اغېزې
- پښــېماني
- د اشرارو واکمني
- د دعا نه قبلېدل
- د روزۍ بندېدل
- د زړه سختوالى
- د شپې له لمانځه بې برخې کېدل
- د عمر لنډوالى
- د قيامت سل کلن حبس
- د کـــــور ورانېدل
- د ګناه اخروي سزاګانې
- د ګناه اغېزې او پاپلې
- د ګناه پايلې
- د ګناه دنيوي سزاګانې
- د ګناه ډول ډول اغېزې
- د ګناه نورې ناوړه اغېزې دادي : د باران بندېدل
- د نعمت بېرته اخېستنه
- د نېکو عملونو پوچېدل او احتباط
- رسوا او بې پردې کېدل
- زلزله
- عمومي نشتمني
- غم او پرېشاني
- له پېښو نه خونديتوب
- ناروغي