تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا ﴿۱﴾ قسم پر هغو پرښتو،چې (د کافرانو) ساه په ډېرې سختۍ باسي! (۱)   وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا ﴿۲﴾ او پر هغو پرښتو،چې (د مؤمنانو ساه) په اسانۍ باسي! (۲)   وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا ﴿۳﴾ او قسم پر هغو پرښتو،چې (د الهي فرمان […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا ﴿۱﴾ قسم پر هغو پرښتو،چې (د کافرانو) ساه په ډېرې سختۍ باسي! (۱)

 

وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا ﴿۲﴾ او پر هغو پرښتو،چې (د مؤمنانو ساه) په اسانۍ باسي! (۲)

 

وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا ﴿۳﴾ او قسم پر هغو پرښتو،چې (د الهي فرمان په پلي کولو كې) ګړندۍ خوځي! (۳)

 

فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا ﴿۴﴾ نو يو له بله مخكې كېږي،(۴)

 

فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا ﴿۵﴾ او هغوى چې چارې سنبالوي،(۵)

 

يَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ﴿۶﴾ هغه ورځ،چې وحشتناكې زلزلې هر څه لړزوي،(۶)

 

تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ﴿۷﴾ او ورپسې دويمه پېښه [= د محشر ستره چغه] وشي . (۷)

 

قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ ﴿۸﴾ پر دې ورځ به [له قيامته د منكرانو] زړونه رپېدونکي وي، (۸)

 

أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ﴿۹﴾ او سترګې به يې (له سختې وېرې) ښكته وي! (۹)

 

يَقُولُونَ أَئِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِي الْحَافِرَةِ ﴿۱۰﴾ (خو نن) وايي: ((ايا په رښتيا موږ (د ژوند) لومړي حالت ته ورګرځېدونکي یو؟! (۱۰)

 

أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً ﴿۱۱﴾ آيا چې موږ وراسته هډوكي شو (؛نو شونې ده،چې بيا راژوندي شو)؟!)) (۱۱)

 

قَالُوا تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ﴿۱۲﴾ (او له خپلو ځانو سره) وايي: ((كه داسې شي (نو) دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي!)) (۱۲)

 

فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿۱۳﴾ خو په حقيقت كې دا [ستنېدنه] ایله یوه سخته كړيكه وي! (۱۳)

 

فَإِذَا هُم بِالسَّاهِرَةِ ﴿۱۴﴾ نو ناڅاپه به ټول [د قيامت] په ډګر كې وي! (۱۴)

 

هَلْ أتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى ﴿۱۵﴾ ايا د موسى له قيصې خبر يې؟! (۱۵)

 

إِذْ نَادَاهُ رَبُّهُ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿۱۶﴾ چې كله يې خپل پالونكي د”طوى” په سپېڅلې سيمه كې غږ ورته وكړ: (۱۶)

 

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۱۷﴾ ( چې) فرعون ته ورشه،چې هغه سر اخستى دى .   (۱۷)

 

فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى أَن تَزَكَّى ﴿۱۸﴾ نو ورته ووايه : (( آيا غواړې چې د پاک زړۍ لار خپله کړې؟! (۱۸)

 

وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى ﴿۱۹﴾ او د پالونكي پر لوري دې لارښوونه درته وکړم،چې ووېرېږې (او له سرغړونې لاس پر سر شې)؟! )) (۱۹)

 

فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَى ﴿۲۰﴾ نو (موسى) لويه معجزه وروښووه. (۲۰)

 

فَكَذَّبَ وَعَصَى ﴿۲۱﴾ خو (فرعون) دروغ وګڼله او مخالفت يې وکړ. (۲۱)

 

ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَى ﴿۲۲﴾ بيا يې شا كړه او (د حق دين د منځه وړو) هڅې یې كولې . (۲۲)

 

فَحَشَرَ فَنَادَى ﴿۲۳﴾ او (خلك يې) راغونډ كړل؛ نو غږ يې وكړ. (۲۳)

 

فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى ﴿۲۴﴾ او ويې ويل :(( زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) (۲۴)

 

فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَى ﴿۲۵﴾ نو (له همدې لامله) الله د آخرت او دنيا پر عذاب اخته كړ . (۲۵)

 

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَى ﴿۲۶﴾ په حقيقت كې په دې (قيصه) كې هغه ته یو پند دى،چې (له الله) وېرېږي . (۲۶)

 

أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاء بَنَاهَا ﴿۲۷﴾ آيا (ترمرګ روسته) ستاسې پيدا كول ډېرسخت دي،که د اسمان،چې (الله) جوړ كړى دى؟! (۲۷)

 

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿۲۸﴾ چت يې ورهسك کړ؛  خو سم یې برابر كړی، (۲۸)

 

وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿۲۹﴾ او شپه يې تياره او ورځ يې رڼا کړه . (۲۹)

 

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا ﴿۳۰﴾ او تر دې روسته يې ځمكه وغوړوله،، (۳۰)

 

أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءهَا وَمَرْعَاهَا ﴿۳۱﴾ اوبه یې ترې راوخوټولې او څړځايونه یې پکې راوټوکول ، (۳۱)

 

وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿۳۲﴾ او غرونه يې پکې ښخ ودرول . (۳۲)

 

مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿۳۳﴾ [دا ټول] ستاسې او ستاسې د څارويو د ګټنې لپاره دي . (۳۳)

 

فَإِذَا جَاءتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَى ﴿۳۴﴾ نو چې هغه ستره پېښه [منځ ته] راشي،(۳۴)

 

يَوْمَ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ مَا سَعَى ﴿۳۵﴾ پر هغه ورځ، چې انسان ته خپلې هڅې وريادې شي، (۳۵)

 

وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَن يَرَى ﴿۳۶﴾ دوزخ هر لیدونکي ته ښکاره كېږي؛ (۳۶)

 

فَأَمَّا مَن طَغَى ﴿۳۷﴾ نو چا چې سرغړونه کړې وي، (۳۷)

 

وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۳۸﴾ او [پر آخرت يې] د دنيا ژوند غوره ګڼلى وي، (۳۸)

 

فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى ﴿۳۹﴾ نو په رښتینه كې همدا جهنم یې هستوګنځى دى .  

 (۳۹)

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى ﴿۴۰﴾ او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ډار شوی او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى وي؛ (۴۰)

 

فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ﴿۴۱﴾ نو په حقيقت كې هستوګنځى يې همدا جنت دى .   (۴۱)

 

يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا ﴿۴۲﴾ او تا د ساعت (قيامت) په باب پوښتي، چې كله پېښېږي؟ (۴۲)

 

فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَاهَا ﴿۴۳﴾ ددې خبرې په یادولو کې ستا څه کار؟!  (۴۳)

 

إِلَى رَبِّكَ مُنتَهَاهَا ﴿۴۴﴾ دهغه پای يوازې ستا د پالونكي پر لور ده (او بې له الله، هېڅوك یې د پېښېدو پر وخت نه پوهېږي.)  (۴۴)

 

إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَاهَا ﴿۴۵﴾ بېشكه ته ایله هغه ته  ګواښګرندی يې، چې ترې وېرېږي.  (۴۵)

 

كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا ﴿۴۶﴾ دوی چې پر کومه ورځ هغه (د قیامت پېښېدل) ویني (انګېري)؛  چې (په دنيا او برزخ كې) يوازې يو ماښام يا څاښت تم شوي وو.    (۴۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!