جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ الف،لام، راء، دا د مضبوط او له حكمته ډك كتاب آيتونه دي . (۱) أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ الف،لام، راء، دا د مضبوط او له حكمته ډك كتاب آيتونه دي . (۱)
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُّبِينٌ ﴿۲﴾ ايا خلكو ته د هېښتيا لامل و،چې موږ له همدوی يو سړي ته وحې ولېږله،چې :(( خلك [د كفر او ګناه له پايلو] ووېروه او مؤمنانو ته زېرى وركړه،چې له خپل پالونكي سره يې ورته ښه مخينه او لوړې پوړۍ دي؟!)) كافرانو وويل : (( بېشکه دا خو ښكاره كوډګر دى)) (۲)
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ مَا مِن شَفِيعٍ إِلاَّ مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾ په رښتینه کې ستاسې پالونكى هغه خداى دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو[= شپږو پړاوونو] كې پېدا كړل بيا يې پرعرش مخه کړه[ د (قدرت) پر تخت كېناست] او (د نړۍ) چارې سنبالوي، بې اجازې يې هېڅوک سپارښتنه نشي کړاى؛ دا “الله” ستاسې “پالونكى” دى؛ نو ويې نمانځئ ايا (ناخبر يئ او) خبرې ته ځير نه ياست ؟! (۳)
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ ﴿۴﴾ تاسې ټول یې لوري ته ورستنېږئ، د خداى ژمنه حق ده؛ځکه هغه پنځون پيلوي بيا يې دویم ځل پيدا کوي،چې صالحو مومنانو ته په انصاف بدله وركړي او كافران به د خپل كفر په سزا كې د خوټېدلو اوبو څښاک او دردناك عذاب ولري . (۴)
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ (الله) هغه دى،چې لمر يې ځلولى او سپوږمۍ يې روښانه كړې او هغې (سپوږمۍ) ته يې (د نري كېدو غټېدو) پړاوونه ټاكلي،چې د كلونو په شمېر او (د چارو په) حساب پوه شئ،خداى دا ټول په حق (او تدبېر) پيدا كړي دي؛(او) پوهانو ته د خپل (ځواک) نښې په څرګنده بيانوي . (۵)
إِنَّ فِي اخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ ﴿۶﴾ په   رښتيا چې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې او څه چې خداى په اسمانونو او ځمكې كې پېدا كړي، پرهېزګارانو ته (د عبرت) نښې دي . (۶)
إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ﴿۷﴾ په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامختيا (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او د دنيا په ژوند خوښ او ډاډه شوي دي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل) دي؛ (۷)
أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸﴾ (نو) هستوګنځى یې د خپلو كړنو له امله اور(دوزخ) دى! (۸)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۹﴾ په رښتيا پالونکی یې صالح مومنان د خپل ایمان په بدله کې له نعمتونو ډک جنتونو ته ورسیخوي، چې تر ونو او ماڼيو لاندې يې ويالې بهېږي ، (۹)
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾ هلته به یې نارې ((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ)) (= یا الله پاک یې)، هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته) ده . (۱۰)
وَلَوْ يُعَجِّلُ اللّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱﴾ او كه خداى؛لكه څنګه چې خلك د ښېګڼو په لاس ته راوړو كې بيړه كوي،د هغوى په مجازاتو كې بيړه كوله (ژر) یې عمر پاى ته رسېده (او ټول له منځه تلل)؛نو زموږ پر مخامختيا نهيلي، په خپلو سرغړونو كې لالهانده پرېږدو . (۱۱)
وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲﴾ او چې كله انسان ته زيان (او خپګان) ورسي؛نو موږ [په ټولو حالاتو کې :] په اړخ ويده يا په ناستې يا ولاړې بلي؛خو چې كړاو ترې لرې كړو؛نو داسې درومي،چې ته وا هېڅكله يې موږ بللي نه يو، په دې ډول بې ځایه لګښتګرو ته يې خپل كړه ښايسته شوي دي (چې ددې کړنې په بد رنګوالي نه پوهېږي) . (۱۲)
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُواْ وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۳﴾ او په رښتيا موږ له تاسې مخكېني امتونه هله هلاک کړل،چې ظلم يې خپل كړ او (سره له دې،چې) استازیو يې ورته څرګند دلايل راوړي ول؛ خو ايمان يې رانه وړو (؛نو) دغسې مجرمانو ته سزا وركوو! (۱۳)
ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلاَئِفَ فِي الأَرْضِ مِن بَعْدِهِم لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ بيا تر دوی روسته مو په دې هېواد کې ځايناستي كړئ،چې وګورو څرنګه چلن كوئ . (۱۴)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ او چې كله زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛نو زموږ پر ليدنه (او د قيامت پر ورځې) نهيلي وايي : (( بې له دې بل قرآن راوړه،يا يې بدل كړه (او د بوتانو د غندنې آيتونه ترې لرې كړه) )) ووايه :(( ما ته نه ښايي چې له خپله ځانه پكې بدلون راولم،ما ته چې څه وحې كېږي،زه يې يوازې لاروى يم؛(ځکه) كه زه د خپل پالونكي له حكمه غاړه غړوم؛نو د لويې ورځې (قيامت) له عذابه وېرېږم !)) (۱۵)
قُل لَّوْ شَاء اللّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَدْرَاكُم بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۶﴾ ووايه : ((كه خداى غوښتلاى؛نو دا آيتونه مې درته نه لوستل او پخپله (خداى) هم تاسې ترې نه خبرولاى، ما خو ددې تر(راوړو) له مخه،ستاسې په منځ كې يو عمر تېر كړى دى (او هېڅكله مې هم كوم يو آيت نه و راوړى) ولې عقل نه کاروئ ؟! )) (۱۶)
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۷﴾ نو تر هغه به غټ ظالم څوك وي،چې پر خداى څه دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟! په رښتيا چې مجرمان ژغورل كېداى نشي . (۱۷)
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۸﴾ او (مشرکان) بې له الله هغه څه نمانځي،چې نه څه زيان (ترې تمبولاى شي) او نه څه ګټه وررسولاى شي او وايي : (( دا مو خداى ته سپارښتګر دي .)) (ورته) ووايه : ((ايا الله له داسې څيزه خبروئ،چې په اسمانونو اوځمكې كې یې نه پېژني؟! [یعنې بیخي نشته] )) هغه له هغه څه پاك او لوړ دى،چې دوى يې (ورسره) شريكوي! (۱۸)
وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلاَّ أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُواْ وَلَوْلاَ كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۹﴾ او (په پيل كې) ټول خلك يو امت و بيا يې اختلاف پېدا كړ (بېلابېلې ګروهې او مسلکونه يې جوړ کړل) او كه ستا د پالونكي له لوري (د سزا په وركړه كې د تلوار نه كولو) پرېکړه له مخكې نه واى شوې (؛نو) ترمنځ يې په كومو څيزونو كې،چې اختلاف و، پرېكړه كېده (او بيا ټولو ته سزا وركول کېده ) . (۱۹)
وَيَقُولُونَ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ فَانْتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ﴿۲۰﴾ او وايي : (( ولې د خپل پالونكي له لوري پرې كومه معجزه نه راځي؟!)) (ورته) ووايه : ((پر پټو پوهېدل د خداى ځانګړنه ده (او همداراز معجزې هم) يوازې له خداى سره دي (او په حكم یې دي،ښه ده نو) څارو اوسئ او زه هم درسره څارو يم ! ( تاسې د هغې معجزې پر تمه اوسئ او زه به هم ستاسې د مجازاتو په انتظار كې يم!) )) (۲۰)
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ ﴿۲۱﴾ او چې كله موږ پر خلكو تر كړاو رسولو روسته كوم ډول رحمت وڅكو؛نو هغوى سمدلاسه زموږ د نښو په اړه په چلونو او دسيسو لاس پورې كوي (او دا رحمت ناروا او ناسم تفسيروي،ورته) ووايه :((خداى په خپل چل (= تدبير) كې تر تاسې ګړندى دى،ځکه زموږ استازي ( = پرښتې) ستاسې چلونه ليكي .)) (۲۱)
هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُواْ بِهَا جَاءتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءهُمُ الْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُاْ اللّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۲۲﴾ (الله) هغه دى،چې تاسې په وچه او سمندر كې ګرځوي (د تگ راتگ وس درکوي) چې كله په بېړيو كې سپاره شئ او له هم لوريو بادونو سره يې (د خپل مقصد خوا ته) خوشحاله او سوكاله سفر كوئ او بيا ناڅاپه مخالف توند باد راوالوځي او له هر لوري څپې څپانده كېږي او ګومان كوئ،چې هلاك به شئ؛ نو په دې وخت كې خداى ته د اخلاص له مخې دعا كوئ او وايئ :(( كه له دې سختۍ دې وژغورلو؛نو هرومرو به منندوى شو.)) (۲۲)
فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَينَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۳﴾ نو چې خداى يې وژغوري (؛نو بيا) په ناحقه پر ځمكه سرغړونه كوي . خلكو! دا سرغړونه مو پخپل زيان ده، د دنيا له ژونده خوندونه (اخلئ؛ خو) بيا ستنېدل مو يوازې زموږ لوري ته دي؛نو څه چې تاسې كول،د هغو له (حقيقت او پايلو) به مو خبركړو . (۲۳)
إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالأَنْعَامُ حَتَّىَ إِذَا أَخَذَتِ الأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾ په حقيقت كې د دنيا د ژوندانه بېلگه هغو اوبو ته ورته ده،چې له اسمانه مو ورولي دي، چې ورپسې له ځمكې پرې (ډول ډول) بوټي راټوكېږي،چې خلك او څاروي يې خوري،تر هغه چې ځمكې خپله ښكلا واخسته او ښه ښکلې شوه او خاوندانو يې وګڼله،چې اوس ترې ګټنه کړاى شو. (ناڅاپه) د شپې يا ورځې پرې زموږ حكم (ساړه يا تندر) راپرېوځي او (کښتونه) داسې رېبو، چې ته وا پرون هلته له سره څه (دغسې كښت) نه و! په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو،چې (په بېلګه كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي) (۲۴)
وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۲۵﴾ او خداى مو دارالسلام [= د سولې او سلامتيا كور، جنت] ته رابولي او څوك چې وغواړي (او وړ يې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيي . (۲۵)
لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلاَ يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلاَ ذِلَّةٌ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۶﴾ هغوى چې نېكي كړې وي، بدله يې نېكي او پرې لا زياته او نه به مختوري شي او نه خوار! دوى تلمېشتي جنتيان دي . (۲۶)
وَالَّذِينَ كَسَبُواْ السَّيِّئَاتِ جَزَاء سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَّا لَهُم مِّنَ اللّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷﴾ او هغوى چې بدي وكړي؛ نو د خپلې بدۍ هومره به بدله ومومي او پر مخونو به يې خواري خپره وي او هېڅوك به يې د خداى (له عذابه) و نه ژغوري . پر مخونو به يې داسې تروږمۍ خپره وي؛ لكه د شپې تورې پردې،چې پرې غوړېدلې وي ! هغوى تلمېشتي دوزخيان دي . (۲۷)
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُواْ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ ﴿۲۸﴾ او (درياد كړه) پر هغه ورځ،چې هغوى ټول راټولوو،بيا به مشركانو ته ووايو :(( تاسې او معبودان مو په خپلو ځايونو كې وسئ (چې حساب درسره وشي .) )) نو يو له بله یې بېلوو ( او له هر يوه بېل بېل پوښتو) او معبودان يې (ورته) وايي :(( تاسې (خو په رښتینه کې) موږ نه يو نمانځلي! (۲۸)
فَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَافِلِينَ ﴿۲۹﴾ نو همدا بس دی،چې خداى زموږ او ستاسې ترمنځ شاهد وي،په رښتيا چې موږ ستاسې له عبادته بېخي خبر نه وو . )) (۲۹)
هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَّا أَسْلَفَتْ وَرُدُّواْ إِلَى اللّهِ مَوْلاَهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۳۰﴾ هلته به هر څوك د خپلو تېرو کړنو بدله ومومي او د خپل حقيقي پالندوى لوري ته ستنول کېږي او هغه ټول دروغ به ترې ورک شي،چې له ځانه يې جوړ کړي ول (۳۰)
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ ﴿۳۱﴾ (ورته) ووايه : ((څوك له اسمان او ځمكې روزي دركوي ؟ يا د اورېدو او ليدو حسونه د چا په واک کې دي؟ او څوك ژوندى (بچى، مؤمن،عالم،كښت) له مړي (هګۍ،كافر،جاهل،دانې) او مړى (؛لكه نطفه) له ژوندي (؛لكه حيوان ) راباسي؟ او څوك (د نړۍ) چارې سنبالوي ؟))؛نو ژر به ووايي: (( الله (داسې کوي) ))؛ نو ووايه : (( ايا (پر بېلارۍ ټينګار کوئ او د حقيقت پر خلاف له تگه) ډډه نه کوئ؟! (۳۱)
فَذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلاَّ الضَّلاَلُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۳۲﴾ نو (په دغو ټولو صفتونو سره خو) همدا “الله” ستاسې حقيقي پالونكى دى!؛ نو تر حق روسته بې له بېلارۍ نور څه دي ؟! نو څرنګه (له حقه) اړول کېږ‌ئ ؟!)) (۳۲)
كَذَلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُواْ أَنَّهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ په دې توګه پر سرغړاندو ستا د پالونكي خبره رښتينې شوه،چې (تر دومره ځېل او ګناه روسته) ايمان نه راوړي . (۳۳)
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۳۴﴾ (ورته) ووايه :(( ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته،چې پنځون پيل كړي (او) بيا يې له سره ګرځوي)) (ورته) ووايه :((يوازې” الله “دى، چې لومړى پيدا کول هم کوي او دويم ځل هم؛نو څرنګه (له حقه) اړول كېږئ ؟)) (۳۴)
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّي إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۵﴾ (ورته) ووايه :(( ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته،چې د حق لوري ته لار وښيي؟!)) ووايه :(( (يوازې) ” الله ” د حق لوري ته لار ښيي ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لاروۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نه مومي؛خو داچې لار ور وښوول شي ؟!؛ نو پر تاسې څه شوي،څرنګه پرېكړې كوئ ؟ )) (۳۵)
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلاَّ ظَنًّا إَنَّ الظَّنَّ لاَ يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلَيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ او ډېرى یې يوازې په ګومان (او بې بنسټه انګېرنو) پسې روان دي (سره له دې،چې) ګومان په هېڅ ډول (انسان) له حقه بې اړې كولاى نشي؛(او حق ته يې نشي رسولاى) په رښتيا خداى یې پر کړنو ښه پوه دى . (۳۶)
وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَى مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۷﴾ او داسې نه ده،چې دا قرآن د غیر الله له لوري په دروغو جوړ شوی وي؛ بلکې له وړاندې راغليو کتابونو تصدیق، شرح او څرګندونه ده او بېشکه د نړۍ پال له لوري دى . (۳۷)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ ايا دوى وايي :(( دا یې له ځانه جوړ کړی))؟! ووايه :(( كه رښتوني ياست؛ نو په څېر يې يو سورت راوړئ او( ددې كار لپاره) بې له الله هرڅوك (خپلې مرستې ته) راوبلئ ! )) (۳۸)
بَلْ كَذَّبُواْ بِمَا لَمْ يُحِيطُواْ بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۳۹﴾ (خو د پوهې له مخې يې له قرآنه انکار و نه کړ؛) بلکې هغه څه يې دروغ وګڼل،چې پرې (قرآني پوهاویو) و نه پوهېدل او تر اوسه يې حقيقت،پايله او باطن ورڅرګند شوى نه دى؛همداراز تر دوى مخکېنيو هم (خپل پېغمبران) په دروغو ګڼلي ول؛نو وګوره،چې د ظالمانو د کار پاى څرنګه وه . (۳۹)
وَمِنهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُم مَّن لاَّ يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ ﴿۴۰﴾ او ځينې یې ايمان راوړي او ځينې يې ‎ نه راوړي او پالونكى دې سرغړاندي ښه پېژني . (۴۰)
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۴۱﴾ او كه تا دروغجن وګني؛نو ووايه :(( زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي،څه چې كوم تاسې يې له پازوالۍ خلاص ياست او څه چې تاسې كوئ،زه يې له پازوالۍ خلاص يم .)) (۴۱)
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُواْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۴۲﴾ او ځينې یې درته غوږ ږدي (؛خو ته به وا چې هېڅ نه اوري او كاڼه دي؛) خو ايا ته به کاڼه واوروې، كه په هېڅ هم نه پوهېږي ؟! (۴۲)
وَمِنهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُواْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿۴۳﴾ او ځينې درګوري (؛خو ته وا چې هېڅ نه ګوري) ايا که یې نه ويني؛ نو ته ړندو ته لارښوواى شې؟! (۴۳)
إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۴۴﴾ په رښتيا چې خداى خو پر خلكو هیڅ ظلم نه کوي؛خو خلك پخپله پر ځانونو ظلم كوي . (۴۴)
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُواْ إِلاَّ سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَاء اللّهِ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ ﴿۴۵﴾ او(درياد كړه) پر هغه ورځ،یې چې راټول كړي،داسې (ننګیري) چې ګوندې (په نړۍ يا قبر كې) د ورځې یوازې يو ساعت تم شوي ول،همدومره چې يو بل (وګوري او) وپېژني ! په رښتيا هغوى زيانمن شول، چې (د قيامت ورځ او) د خداى ليده يې دروغ ګڼلي وو او (حقيقت ته) يې لار ونه مونده. (۴۵)
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۶﴾ او كه موږ(ستا پر ژوند) د هغو مجازاتو يوه برخه دروښيو،چې ژمنه مو ورسره كړې او يا (تردې له مخه،چې پرعذاب ککړ شي) تا له نړۍ يوسو، په هرحال راتګ يې زموږ لوري ته دى؛بيا یې خداى پخپله پرکړنو شاهد دى (۴۶)
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ او هر امت ته يو استازى وي او چې استازى به يې ورغی ترمنځ يې په انصاف پرېکړه کېده او تېرى پرې نه کېده . (۴۷)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ او (مشرکان) وايي : ((كه رښتيني ياست (؛ نو) دا ژمنه (الهي عذاب) څه وخت ده؟)) (۴۸)
قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۴۹﴾ (ورته) ووايه : (( (ان) زما په واك كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته (تاسې خو لا څه كوئ )؛خو څه چې خداى وغواړي (دومره پوهېږم،چې) هر امت او قوم ته يوه نېټه ده،چې کله يې نېټه پوره شي (او د مجازاتو يا مرګ حكم يې وشي؛) نو نه يوه ګړۍ ځنډېږى او نه مخكې كېږي. ))  (۴۹)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۰﴾ (ورته) ووايه :(( غور وكړئ،كه پر تاسې د خداى عذاب د شپې يا د ورځې درشي (؛نو ځان ترې بچولاى شئ ؟! ) ))؛نو دا کوم داسې څيز دی چې ګناهګاران یې په بيړه غواړي؟! (۵۰)
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُم بِهِ آلآنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۵۱﴾ بيا ايا چې کله (پر تاسې عذاب) را پرېوځي؛ايمان پرې راوړئ؟! (درته ويل كېږي  :  ) همدا اوس؟ سره له دې،چې مخكې مو ورته بيړه وه ! (؛خو اوس څه ګټه لري ؟!) . (۵۱)
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذُوقُواْ عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلاَّ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۵۲﴾ بيا به ظالمانو ته وويل شي:((همېشنى عذاب وڅكئ ! ايا له خپلو كړنو پرته سزا دركول كېږي ؟!)) (۵۲)
وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنتُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۵۳﴾ او تا پوښتي : ((ايا هغه (د الهي مجازاتو ژمنه) حق ده ؟)) (ورته) ووايه : ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې بېخي رښتيا ده او تاسې يې مخه نشئ نيولاى .)) (۵۳)
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الأَرْضِ لاَفْتَدَتْ بِهِ وَأَسَرُّواْ النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُاْ الْعَذَابَ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۵۴﴾ او چا چې ظلم كړى وي او د ځمكې د مخ د ټولې شتمنۍ واك ورسره وي (؛نو دا ټوله به له عذابه) د ژغورل كېدو لپاره وركړي او چې كله عذاب وويني (؛نو پښېمانېږي؛خو) خپله پښېماني پټوي (چې هسې نه، ښه رسوا شي) او ترمنځ يې په انصاف پرېكړه كېږي او تېرى به پرې ونشي . (۵۴)
أَلا إِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَلاَ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ پوه شئ! په حقيقت کې په اسمانونو او ځمكه كې،چې څه دي، د خداى دي، يوازې پوه شئ،چې په رښتینه كې د خداى ژمنه رښتينې ده؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي . (۵۵)
هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۵۶﴾ هماغه ژوندي كول او مړه كول كوي او يوازې د هغه پر لوري ورګرځول كېږئ (۵۶)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ خلكو! په يقين د پالونكي له لوري مو نصيحت درغلى،چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى . (۵۷)
قُلْ بِفَضْلِ اللّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُواْ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۵۸﴾ ووايه : (( بايد (مؤمنان) د خداى په فضل او رحمت خوشحالي وکړي،چې دا تر هغو څيزونو ورته غوره   دي،چې راټولوي يې.)) (۵۸)
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ ﴿۵۹﴾ ووايه : ((غور وكړئ ،كومه روزي،چې خداى دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ ؟!)) ووايه : ((ايا خداى اجازه دركړې،که پر خداى دروغ ورتړئ؟! (او له ځانه حلال او حرام كوئ) .)) (۵۹)
وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۶۰﴾ پر خداى دروغجن د قيامت د ورځې (د جزا) په باب څه ګومان لري؟ په حقيقت كې خداى خو پر خلكو فضل (او بښنې) لوروي؛خو ډېرى يې شكر نه باسي. ‏ (۶۰)
وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِن قُرْآنٍ وَلاَ تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلاَّ كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۶۱﴾ (نبي!) او ته چې په هر حالت (او فکر) کې يې او چې د هغه [= خداى] له لوري د قرآن هره برخه لولې (او خلکو!) څه چې کوئ (؛نو) موږ درباندې شاهدان يو ان په هغه بهير کې (هم) چې تاسې په خپلو کړنو کې ښه ډوب ياست،د يو بڅري هومره څيز ستا له پالونکي،په ځمکه او اسمان کې پټېداى نشي او تر دې لا ډېر کوچنی او یا ډېر لوی هم (دا ټول) په څرګند کتاب ( لوح محفوظ) کې (ثبت) دي . (۶۱)
أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ پوه شئ! د خداى پر دوستانو نه وېره شته او نه به غمجنېږي . (۶۲)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ﴿۶۳﴾ هماغوى چې ايمان يې راوړى او (د خداى د فرمان له مخالفته) ډډه كوي . (۶۳)
لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۴﴾ د دنيا په ژوند او اخرت كې ښاد (او خوشحاله) دي،د خداى ژمنې نه بدلېږي،دا يوازې ستره بريا ده . (۶۴)
وَلاَ يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۵﴾ او   د هغوى خبرې دې خپه نه کړي! (ځكه) چې ټول عزت (او واک) يوازې له خداى سره دى او هغه ډېر پوه اورېدونكى دى . (۶۵)
أَلا إِنَّ لِلّهِ مَن فِي السَّمَاوَات وَمَن فِي الأَرْضِ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ شُرَكَاء إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ ﴿۶۶﴾ خبر وسئ ! په حقيقت کې د اسمانونو او ځمكې اوسېدونكي، ټول د خداى دي او هغوى چې بې له خدايه (ورسره) شريكان بلي،(په سول، منطق او دليل) پسې نه ځي)،هغوى يوازې د بې بنسټه انګېرنو لارويان دي؛ او يوازې تش اټکلونه کوي . (۶۶)
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُواْ فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۷﴾ (الله) هغه (ذات) دى،چې شپه يې د ارامتيا لپاره درپېدا كړه او ورځ يې روښانه كړې ده (چې د ژوند پر چارو بوخت اوسئ) بېشكه په دې كې هغو خلكو ته نښې دي،چې اورېدونکي غوږونه لري (۶۷)
قَالُواْ اتَّخَذَ اللّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ هُوَ الْغَنِيُّ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَانٍ بِهَذَا أَتقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ (مشرکانو) وويل :((خداى څوک زوى نيولى دى)) هغه (له هر ډول نيمګړتيا او اړتيا) پاك دى!هغه موړ (او غني) دى! په اسمانونو او ځمكه كې،چې څه دي،ټول د هغه دي، تاسې ددې [ادعا] لپاره هېڅ دليل نه لرئ ايا په څه چې نه پوهېږئ،پر خداى يې په دروغو ورتړئ ؟ (۶۸)
قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ ووايه : ((څوك چې پر خداى دروغ تړي (هېڅكله) بريالي كېداى نشي؛ (۶۹)
مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُواْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۰﴾ په دنيا كې (ناڅيزه) ګټه (لري) بيا یې راګرځېدل زموږ لوري ته دي بيا به يې د كفر په سزا كې د سخت عذاب (خوند) وروڅكوو!)) (۷۰)
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللّهِ فَعَلَى اللّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُواْ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءكُمْ ثُمَّ لاَ يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُواْ إِلَيَّ وَلاَ تُنظِرُونِ ﴿۷۱﴾ دوى ته د نوح   قيصه ولوله،چې كله يې خپل قوم ته وويل : (( زما قومه ! كه په تاسې كې زما اوسېدل او د خداى په آيتونو نصيحت كول درته سخت (او د زغملو وړ نه) وي (څه چې مو له لاسه كېږي، ويې كړئ) ما پر خداى توكل كړى دى؛نو خپل فكر او د خپلو معبودانو قدرت مو راټول كړئ (داسې چې) هېڅ شي درځنې پټ پاتي نشي (د خپلو چارو ټول اړخونه وسنجوئ !) بيا زما په باب پرېکړه وکړئ (او ژوند مې پاى ته ورسوئ) او(يوه شېبه) مهلت مه راكوئ ! (؛خو ددې چارې وس نه لرئ .) (۷۱)
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۷۲﴾ نو كه تاسې (زما د بلنې له منلو) مخ واړاوه(؛نو ناسم كار به مو كړى وي؛ځكه) زه له تاسې اجر نه غواړم، زما اجر يوازې پر خداى دى او راته امر شوى،چې له مسلمانانو [= د خداى حکم ته له غاړه ايښوونيکو] ځنې وسم .)) (۷۲)
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلاَئِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ ﴿۷۳﴾ نو هغه یې دروغجن وګاڼه او موږ هغه او په بېړۍ كې ورسره خلك وژغورل او هغوى مو (د كافرانو پاتوړي او) ځايناستي كړل او چاچې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي ول،هغوى مو ډوب كړل؛نو وګوره څوك چې وېرول شوي وو(او الهي انذار ته يې ارزښت ورنه کړ) پايله يې څرنگه وه! (۷۳)
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَآؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ بِمَا كَذَّبُواْ بِهِ مِن قَبْلُ كَذَلِكَ نَطْبَعُ عَلَى قُلوبِ الْمُعْتَدِينَ ﴿۷۴﴾ بيا تر نوح روسته یې موږ قوم ته (نور) استازي ورولېږل او معجزې یې ورته راوړې؛ خو څه یې چې مخكې دروغ ګڼلي وو بيا يې ايمان پرې را نه ووړ،دغسې موږ د تېري ګرو پر زړونو ټاپه وهو (چې پر څه پوه نشي) (۷۴)
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَى وَهَارُونَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُواْ وَكَانُواْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ ﴿۷۵﴾ بيا تر دوی روسته موږ موسى او هارون (دواړه وروڼه) له خپلو نښو سره فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته ورولېږل؛خو هغوى لويي وكړه (او حق ته يې غاړه كېنښووه؛ ځكه) ګناهګاره ډله وه . (۷۵)
فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُواْ إِنَّ هَذَا لَسِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷۶﴾ نو چې كله زموږ له لوري حق ورغى ويې ويل : ((چې دا خو ښكاره كوډې دي .)) (۷۶)
قَالَ مُوسَى أَتقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءكُمْ أَسِحْرٌ هَذَا وَلاَ يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ ﴿۷۷﴾ موسى وويل : (( ايا کله چې حق درغی(؛نو) دا خبره کوئ؟! ايا دا كوډې دي؟ حال دا چې كوډګر(هېڅكله) بريا نه مومي؟!)) (۷۷)
قَالُواْ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاء فِي الأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ ﴿۷۸﴾ (فرعونيانو موسى ته) وويل :((ايا ددې لپاره راغلي یاست،چې موږ د خپلو پلرونه له لارې واړوې او په دې هېواد کې ستريا (او رياست) ستاسې د دواړو وي؟ او موږ مو [خبره] نه منو .)) (۷۸)
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ ﴿۷۹﴾ او فرعون وويل : (( (ولاړ شئ) او ټول پوه او ماهر ګوډګران راولئ .)) (۷۹)
فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُواْ مَا أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿۸۰﴾ نو چې كله كوډګران (د سيالۍ ډګر ته) راغلل (؛نو) موسى ورته وويل :((څه (د كوډو وزلې) چې غورځولاى شئ؛ نو و يې غورځوئ !)) (۸۰)
فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۱﴾ نو چې كله يې (خپل منترونه) واچول،موسى ورته وويل : (( دا څه چې مو واچول، كوډې دي،چې ژر به يې خداى باطل كړي؛ځكه خداى (هېڅكله) د بدچارو چارې نه سموي . (۸۱)
وَيُحِقُّ اللّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ ﴿۸۲﴾ او خداى حق په خپلې ژمنې عملي كوي ،كه څه هم د مجرمانو بد ايسي . )) (۸۲)
فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلاَّ ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۸۳﴾ (په پېل كې) پر موسى بې له څو تنو زلميانو بل چا ايمان را نه ووړ او دوى هم له فرعون او خپلو مشرانو وېرېدل،چې هسې نه،چې و يې ځوروي! ځكه فرعون د ځمکې لوى ځواک و او په رښتيا له هغو خلکو ځنې وو، چې پر هېڅ پوله نه تمېږي . (۸۳)
وَقَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ ﴿۸۴﴾ او موسى وويل :(( زما قومه! كه پر خداى مو ايمان راوړى وي او فرمان ته يې تسليم ياست؛نو بروسه پرې وكړئ)) (۸۴)
فَقَالُواْ عَلَى اللّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۸۵﴾ [ځواب] یې وركړ:(( يوازې پر خداى بروسه لرو. پالونكيه! ظالمانو ته مو د ربړونې او ازمېښت (وزله) مه گرځوه؛ (۸۵)
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۸۶﴾ او موږ په خپل رحمت د خدای ناپېژاندو له (شره) وژغوره)) (۸۶)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُواْ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۷﴾ او موږ موسى او ورور ته يې وحې وكړه :(( په مصر كې خپل قوم ته كورونه جوړ كړئ،چې [د امنیت په پار] يو بل ته مخامخ (او راغونډ) وي او نمونځونه وكړئ او مؤمنانو ته (د بري) زېرى وركړئ.)) (۸۷)
وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلأهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُواْ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ ﴿۸۸﴾ او موسى وويل :(( پالونكيه ! تا فرعون او د قوم مشرانو ته يې د دنيا په ژوند كې ښكلا او (زښته ډېره) شتمني وركړې ده . پالونكيه ! په پايله كې دوى (ستا بندګان) ستا له لارې اړوي . پالونكيه ! شتمني يې تالا والا كړه او (پر حقايقو له پوهېدنې) یې سخت زړي کړه،چې دردوونكى عذاب یې لیدلی نه وي؛ نو ايمان نه راوړي.)) (۸۸)
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلاَ تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾ خداى وويل :(( ستاسې د دواړو دعا قبوله شوه؛ نو ټینګ ودرېږئ او د ناپوهانو پر لار مه ځئ .)) (۸۹)
وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لا إِلِهَ إِلاَّ الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَاْ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۰﴾ او (په پايله كې) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې اېستل؛نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له امله ورپسې شول،ان تردې چې كله هغه پر ډوبېدو شو؛ نو ويې ويل : ((ايمان مې راووړ(په دې)،چې بې له هغه د عبادت وړ نشته،چې بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) پرې ايمان راوړى دى او زه له تسليم شويو ځنې يم .)) (۹۰)
آلآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۹۱﴾ (خو ورته ځواب وركړ شو:) اوس (ايمان راوړې)؟! حال داچې لږ وړاندې دې سرغړونه کوله او له سرغړاندو ځنې وې ! (۹۱)
فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ ﴿۹۲﴾ خو نن دې جوسه (له اوبو) ژغورو (او پر لوړه دې غورځوو)چې راتلونكيو ته عبرت شې! او بېشكه ډېرى خلك زموږ له نښو بې پروايي کوي . (۹۲)
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُواْ حَتَّى جَاءهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۹۳﴾ او (بيا) په رښتيا مو بني اسراييل په ښو او سمو ځايونو كې هستوګن كړل او پاک خواړه مو ور پر برخه کړل،نو په اختلاف یې هله لاس پورې کړ،چې د وحی خبر ورغی په حقيقت کې پالونکى به دې د قيامت پر ورځ د هغو څيزونو په اړه پرېکړه وکړي،چې اختلاف يې پکې کاوه . (۹۳)
فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَؤُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۹۴﴾ نو که په هغه څه کې شکمن يې،چې موږ درنازل كړي؛نو له هغوى يې (حقوالي) وپوښته،چې له تا مخکې یې (اسماني) كتاب لوستی دی .په یقین حق ستا د پالونكي له لوري درغلى دى؛نو ځکه هېڅكله له شكمنو ځنې مه اوسه ! (۹۴)
وَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِ اللّهِ فَتَكُونَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۹۵﴾ او له هغوى (هم) مه كېږه،چې د خداى آيتونه يې دروغ ګڼلي دي،چې له زيانكارانو به شې . (۹۵)
إِنَّ الَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۹۶﴾ (او پوه شه) په رښتینه کې هغوى،چې ستا د پالونكي خبره [د عذاب ژمنه] ورباندې رښتیا شوې ده (او د كړنو په سزا کې يې پر سمه لار د تلو توفيق ترې اخستل شوى دى؛ نو هېڅكله) ايمان نه راوړي . (۹۶)
وَلَوْ جَاءتْهُمْ كُلُّ آيَةٍ حَتَّى يَرَوُاْ الْعَذَابَ الأَلِيمَ ﴿۹۷﴾ او كه څه هره معجزه ورشي (ايمان نه راوړي) خو هله چې مخامخ دردناك عذاب وویني!(؛ځكه زړونه يې د ګناهونو تورتمونو نيولي او رڼا ته د تلو لار نه لري .) (۹۷)
فَلَوْلاَ كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلاَّ قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ آمَنُواْ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الخِزْيِ فِي الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۹۸﴾ او ولې يوې سيمې هم (په داسې وخت كې) ايمان را نه ووړ،چې ايمان يې ورته ګټور واى؟؛خو د يونس قوم چې كله يې ايمان راووړ (؛نو) موږ ترې په دنيوي ژوند کې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او (د مرګ) تر وخته مو برخمن كړل .   (۹۸)
وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ ﴿۹۹﴾ او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو) د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛نو ايا ته خلك اړ باسې،چې ايمان راوړي؟! (؛نو اجباري ايمان څه ګټه لري ؟!) (۹۹)
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۱۰۰﴾ او (خو) هېڅوك بې د خداى له (توفيق،مرستې لارښوونې او) اجازې ايمان راوړاى نشي او( خداى د كفر او ګناه) چټلي پر ناپوهانو اچوي . (۱۰۰)
قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۱﴾ ووايه :(( په اسمانونو او ځمكې كې،چې څه (د خداى آيتونه او د توحيد نښې) دي،( په غړېدلو سترګو) يې وګورئ ؟))؛خو دا نښې او ننګونې هغوى ته ګټورېداى نشي،چې (د ځېل له امله) ايمان نه راوړي . (۱۰۱)
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلاَّ مِثْلَ أَيَّامِ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِهِمْ قُلْ فَانتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ نو ايا هغوى بې له دې څه ته څارو دي،چې هغه ورځې پرې راشي،چې مخکېني ورسره مخ شوي وو؟! ووايه : ((انتظار وباسئ؛ زه هم درسره له انتظار كوونكيو ځنې يم !)) (۱۰۲)
ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُواْ كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ بيا (چې كله عذاب راورسي؛نو) موږ خپل استازي او مومنان ژغورو، ځکه موږ د مومنانو ژغورنې ته ژمن یو . (۱۰۳)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلاَ أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۴﴾ ووايه :(( خلكو! كه زما په دين (او ګروهه) كې شك لرئ ؛نو تاسې چې د الله پر ځای نور معبودان نمانځئ؛ نو زه يې نه نمانځم ( بلكې) يوازې هغه خداى نمانځم،چې تاسې مړه كوي او حكم راته شوى،چې له مؤمنانو ځنې وسم . (۱۰۴)
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۵﴾ او (حكم راته شوى چې) ځان دې یو مخیز پر دغه دین برابره کړه (چې له هر ډول شركه خالي دى) او له مشركانو ځنې مه وسه ! (۱۰۵)
وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۶﴾ او د الله پرځای هغه څه مه نمانځئ،چې ګټه او زيان در رسولاى نشي او كه داسې وكړې؛نو په رښتینه کې له [مشرکو] ظالمانو ځنې به يې . (۱۰۶)
وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۷﴾ او كه خداى (د ازمېينې يا د ګناهونو په سزا كې) څه کړاو درورسوي؛نو بې له هغه يې څوک ایسته کوونکی نشته او كه كومه ښېګڼه درته وغواړي؛نو هېڅوك يې د فضل مخه نيولاى نشي،د هغه چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) پرې لوروي يې او هغه لورین بښوونكى دى .)) (۱۰۷)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ ﴿۱۰۸﴾ (ورته) ووايه :(( خلكو ! په رښتيا د پالونكي له لوري مو حق درغلى دى؛نو چا (یې) چې (په رڼا كې) سمه لار خپله کړه؛نو يوازې یې د ځان (پر ګټه) سمه لار ومونده او څوك چې بېلارې شو؛نو یوازې په خپل زيان بېلارې کېږي او زه پر تاسې څارن نه يم .)) (۱۰۸)
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ او په هماغه څه پسې ځه،چې وحې يې درته کېږي او زغمناک وسه،چې خداى (د بريا) پرېکړه وکړي او هغه ډېر غوره پرېکړه کوونکى دى . (۱۰۹)

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!