تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ) «همزه» ۱-دین (انسان له ښویېدنې) ساتي. ۲-دنیا (انسان) پر کړاوونو اخته کوي. ۳-دین (انسان) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه 

غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ

لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ)

«همزه»

۱-دین (انسان له ښویېدنې) ساتي.

۲-دنیا (انسان) پر کړاوونو اخته کوي.

۳-دین (انسان) ستر بولي.

۴-دنیا (انسان) ذلیلوي.

۵-دنیا دوام نه لري.

۶-اخرت، تلپاتې دی.

۷-پوهه، (غوره) ملاتړې ده.

۸-حکمت، لارښوونه کوي.

۹-عدل، زړه راښکونی دی.

۱۰-ظلم، زړه تورونی دی.

۱۱-رښتیا، (غوره) وزله ده.

۱۲-عفوه، غوراوی دی.

۱۳-سخا، غوره خوی دی.

۱۴-شرافت، امتیاز او ځانګړنه ده.

۱۵-لراندنه، پانګه ده.

۱۶-ناغېړي، د فرصت له لاسه ورکول دي.

۱۷-پتمني، ستریا ده.

۱۸-دوستي، خپلوي ده.

۱۹-عاجزي، ستریا راوړي.

۲۰-کبر او ځانمني، سرټيټی راوړي.

۲۱-عقل، پاسوال دی.

۲۲-پاکلمني، کمال دی.

۲۳-ورکړه، فضیلت دی.

۲۴-پتمني، سپېڅلتوب او نجابت دی.

۲۵-عقل، ښکلا ده.

۲۶-حماقت، بدرنګي او ننګ دی.

۲۷-رښتیا، امانت دی.

۲۸-دروغ ویل، خیانت دی.

۲۹-انصاف، هوساینه او راحت دی.

۳۰-شر او ناوړچاري، بې شرمي ده.

۳۱-ورکړه، پتمني ده.

۳۲-واکمني، مدیریت دی.

۳۳-امانتوالي، ایمان دی.

۳۴-ورین تندیتوب، نېکي ده.

۳۵-سخي انسان د ورین تندي خاوند دی.

۳۶-لئیم او پرېوتی، تېروتی دی.

۳۷-اند، انسان ته سمه لار ورښیي.

۳۸-رښتیا، ژغورندوی ده.

۳۹-دروغ، انسان هلاکوي.

۴۰-قناعت، مړه خواتوب دی.

۴۱-مړښت، سرغړاندي راوړي.

۴۲-نشتمني، هېرتیا راوړي.

۴۳-دنیاپالي، بې لارېتوب راوړي.

۴۴-هوس، فتنې زېږوي.

۴۵-چړچې کول، انسان تېر باسي.

۴۶-هیلې، انسان هلاکت ته ورټېل وهي.

۴۷-کینه، انسان رنځوروي.

۴۸-کینه، ټولنه شیندي.

۴۹-(پر الله تعالی) ډاډ عبادت دی.

۵۰-نېکي، مړانه ده.

۵۱-شکر، د پرېمانۍ لامل دی.

۵۲-اندنه، عبادت دی.

۵۳-پاکلمني، تقوا ده.

۵۴-چارې په ازمېښت دي.

۵۵-چارې په پوهې سمېږي.

۵۶-پوهه، په پوهېدنې او موندنې ده.

۵۷-موندنه او پوهېدنه، په ځېرکۍ ده.

۵۸-ځيرکي، په لیدانې او بصیرت ده.

۵۹-تدبیر، په لراندنې دی.

۶۰-اند، په اندنې ترلاسه کېږي.

۶۱-بریا په لراندنې کې ده.

۶۲-لراندنه، په ازمېښتونو کې ده.

۶۳-عزتمنېدل، د ستونزو په زغملو ده.

۶۴-ثواب (بدله)، په کړاو ده.

۶۵-ځانویني، تباهي ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست