حاجيان بايد په دې ازمېښتځي کې څو شپې او ورځې پاتې شي .دلته پر ازمېښت څه رڼا اچوو؛ځکه حضرت ابراهيم په دې ځاى کې تر ازمېنې لاندې ونيول شو او د امامت مقام ته د رسېدو وړتيا يې پيدا کړه . الهي ازمېښتونه : ازمېنه ټولو انسانانو ته له الهي غوڅو سنتونو ځنې بلل […]
حاجيان بايد په دې ازمېښتځي کې څو شپې او ورځې پاتې شي .دلته پر ازمېښت څه رڼا اچوو؛ځکه حضرت ابراهيم په دې ځاى کې تر ازمېنې لاندې ونيول شو او د امامت مقام ته د رسېدو وړتيا يې پيدا کړه .
الهي ازمېښتونه :
ازمېنه ټولو انسانانو ته له الهي غوڅو سنتونو ځنې بلل کېږي. له ازمېنې د خداى موخه دا نه ده چې ځان پوه کړي ؛بلکې غواړي زموږ دننني استعدادونه راوغوړوي خداى له ټولو خبردى ؛خو که ازمېنه نه وي او موږ کوم عمل و نه کړو؛نو د ثواب او سزا ورکړه به سمه نه وي .
ټولې خوږې او ترخې پېښې د ازمېښت وسېلې دي.(( كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ( انبياء\٣٥) = هر ساکښ د مرګ (دخوند) څكونکى دى او تاسې په شر(بدۍ )او خير( نېكۍ) ازمېيو، په پاى كې يواځې زموږ لوري ته راګرځول کېږئ .))
وېره ،لوږه ،مړينه او د محصولاتو کموالى هم کله ناکله د ازمېنې وسېلې وي.
((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ(بقره/۱۵۵)=او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سرومال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته))
د الهي ازمېنو پر وړاندې خلک په څو ډلو وېشل کېږي چې دا دي .
١- يوه ډله بې صبري کوي اوچغې وهي .
٢- يوه ډله صبراو زغم کو ي.
((الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ(بقره/۱۵۶)=(او) هغو (صابرانو) ته زېرى ورکړه چې د مصيبت په ورسېدو يې وويل:(( موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو! ))
٣- يوه ډله په الهي نړۍ ليد کې ټولې ترخې پېښې د خداى پټه پېرزوينه ګڼي او پر ورين تندي يې هرکلى کوي .
ټول حاجيان بايد د صبر او شکر پر دې ځمکه د شپې پاتې شي او د حضرت اسماعيل او حضرت هاجر په شان د صبرکوونکيو او د حضرت ابراهيم په شان د شکرايستونکيو په ياد کې لږه ساه واخلي او د ځان په هکله لږ فکر وکړي. ازمېښت کېدونکې بايد د منل شويو او برياليو پر ځمکه تم شي او دا څومره ستره زده کړه ده!
د جګړې،وينې،تسليم،صبر او قربانۍ پرځمکه انسان تمېږي او انسان بايد دلته خپل سرپه ګرېوان کې ښکته کړي . دا به د خواشېنۍ ځاى وي،چې دا تمېدنه د انسان د خوځښت په راز وانه وړي او زموږ ودې ته لارهواره نه کړي .
هو! د زغم،وينې او قربانۍ پر ځمکه تمېدل زموږ په روزنه او خوځښت کې د پام وړ ونډه لري .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com