تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر فجر سورت تفسیر فجر سورت 30 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د سپېده چاود په مانا دی. د نورو مکي سورتونو په څېر یې آیتونه لنډ، ځپنده او ګواښګرندي دي. دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

فجر سورت تفسیر

فجر سورت 30 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د سپېده چاود په مانا دی. د نورو مکي سورتونو په څېر یې آیتونه لنډ، ځپنده او ګواښګرندي دي.

دا سورت بېلابېلې برخې لري، پر شپې، سهار او سپېده چاود په سوګند پېلېږي او د سرغړاندو قومونو په سرګذشت دوام مومي.

د الله له لوري د ازمېینې سنت او قانون او پر وړاندې یې د انسان بېلابېل غبرګونونه، همداراز په قیامت محکمه کې د انسان سوبتیا او د ناپاکانو د خواشینۍ او حسرت څرګندول او د پاکانو خوښي ددې آیتونو دوام دی.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الْفَجْرِ«1» وَ لَیالٍ عَشْرٍ«2» وَ الشَّفْعِ وَ الْوَتْرِ«3» وَ اللَّیْلِ إِذا یَسْرِ«4» هَلْ فِی ذلِکَ قَسَمٌ لِذِی حِجْرٍ«5»= پر سباوون قسم! او پر لسګونو شپو قسم! او پر جوفت او طاق قسم! او قسم پر شپه، چې (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې پالونكى دې ظالمانو ته په څارنځي كې دى)! آيا دا قسمونه يو عقلمن ته بس نه دي؟

 

ټکي:

* «فجر» د څیرې کولو په مانا دی او مراد ترې په سپېده چاود د تورتم څیرې کول دي، چې یو سپېڅلی او ارزښتمن وخت دی او هغه مهال خوځېدونکي په خوځېدو شي او نوې ورځ او سهار پیلېږي.

یو حدیث له فجر نه مراد د مهدي علیه السلام راښکار کېدل ګڼلي دي «الفجر هو القائم علیه السلام» چې د ظلم او فساد د تورتم به د حضرت مهدي د سهار په پاڅون راټول شي. [1]

* «حِجْرٍ»د منع په مانا دی او مراد ترې عقل دی، چې انسان له سرغړونې منع کوي؛ لکه څنګه چې «محجور» د ممنوع التصرف په مانا دی.

* په روایتونو کې، «شفع» ته جوړه (زوج) او«وتر» ته د تاق (فرد) په مانا ډېر مصداقونه ویل شوي؛ لکه: له وتر نه مراد د ذي الحجې میاشتې نهمه نېټه (عرفه ورځ) او له شفع نه مراد، د ذي الحجې میاشتې لسمه نېټه (قربان/غټ اختر) دی یا له شفع نه مراد د صفا او مروه دوه غونډۍ دي او له وتر نه مراد کعبه ده، چې یوه ده او یا له وتر نه مراد، ایکي یو الله او له شفع نه مراد، مخلوقات دي، چې ټول جوړه دي‎، یا مراد شفع مستحبي لمونځ او وتر هغه دی، چې په سهار کې کېږي یا له شفع مراد د ذي الحجې میاشتې نهمه او لسمه نېټه او وتر د مشعر شپه ده [2]

* وخت خورا ارزښتمن؛ بلکې سپېڅلی دی، چټي دې تېر نشي او له لاسه دې ورنکړ شي. الله پر ټولو وختونو سوګند یاد کړی دی ؛«وَ الصُّبْحِ[3]پر سهار سوګند، «وَ الضُّحی[4] پر غرمه سوګند، «وَ النَّهارِ» [5]پر ورځ سوگند، «وَ الْعَصْرِ»[6] پر مازیګر سوګند.

په زړه پورې داچې پر سهار یې درې ځل سوګند یاد کړی دی؛ «وَ اللَّیْلِ إِذا یَسْرِ»[7]، «وَ اللَّیْلِ إِذا عَسْعَسَ[8]، «وَ اللَّیْلِ إِذْ أَدْبَرَ»[9] (او پر شپه قسم، چې (لمن راټوله او) شا كړي!)

* له«لَیالٍ عَشْرٍ» یا د رمضان میاشتې لس روستۍ شپې دي، چې د قدر شپې پکې دي او یا د ذي الحجه میاشتې لس لومړۍ شپې دي، چې د عرفې ورځ او د قربانۍ اختر پکې دی.

 

پېغامونه:

1-وخت سپېڅلی او د سوګند خوړو وړ دی. «وَ الْفَجْرِ»

2-ځینې ورځې ځانګړې سپېڅلتیا لري. «وَ لَیالٍ عَشْرٍ»

3-د شپې روستۍ ګړۍ، چې سالکان پکې مانیزې چکرې وهي، ځانګړې سپېڅلتیا لري. «وَ اللَّیْلِ إِذا یَسْرِ»

4- د عقل خاوندان، د قرآن مخاطبان دي. «لِذِی حِجْرٍ»

 

أَ لَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِعادٍ«6» إِرَمَ ذاتِ الْعِمادِ«7» اَلَّتِی لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُها فِی الْبِلادِ«8» وَ ثَمُودَ الَّذِینَ جابُوا الصَّخْرَ بِالْوادِ«9» وَ فِرْعَوْنَ ذِی الْأَوْتادِ«10» اَلَّذِینَ طَغَوْا فِی الْبِلادِ«11» فَأَکْثَرُوا فِیهَا الْفَسادَ«12» فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّکَ سَوْطَ عَذابٍ«13» إِنَّ رَبَّکَ لَبِالْمِرْصادِ«14»= آيا و دې نه ليدل، چې ستا پالونكي د ((عاد)) له قوم سره څه وكړل؟! (هماغه) د ستنو والا د ((ارم)) (ښار خلك)، چې سارى يې په ښارونو كې پيدا شوى نه و! او د ثمود (قوم) چې په (خپلې) سيمې كې يې ډبرې توږلې (او سمڅې يې ترې جوړولې). او له مېخونو والا فرعون سره (يې څه وکړل)، هماغوى چې په ښارونو كې يې په تېري لاس پورې کړى و، او هلته يې ډېر فساد خپور كړى و؛ نو (ځکه) پالونكي دې د عذاب کوړه پرې وركوزه كړه! بېشكه پالونكى دې (ظالمانو ته) په څارنځي كې دى.

 

ټکي:

*د «عاد الاولی» آیت له مخې، عاد قوم دوې ډلې وې؛ پخوانی عاد او نوی عاد، چې تر حضرت نوح روسته یې په احقاف سیمه کې ژوند درلود، چې پیاوړې جثې، ستر ځواک او اباد ښارونه یې درلودل.

* «إِرَمَ» د عاد ټبر بله نامه ده یا د عاد ټبر یوه څانګه او یا هغه سیمه ده، چې د عاد ټبر پکې ژوند کاوه، چې ودانۍ یې دنګې او سترې ستنې یې درلودې.

ځینې وايي: «إِرَمَ» شداد جوړ کړی او ځینې وايي: اسکندر په اسکندریه کې جوړ کړی دی.

* «صخر» د صخره جمع او د سترو ډبرو په مانا ده او «واد» د دوو غرونو او غونډیو ترمنځ واټن ته وايي.

* «عماد» ستنې یا دنګې ودانۍ ته وايي او «ثَمُودَ» تر تاریخ مخکې اعرابو ته ویل کېږي، چې د عربستان په شمال کې مېشت وو، هغه قوم چې پېغمبر یې حضرت صالح علیه السلام و.

* «جابُوا» د ډبرې، پرې کولو/ توږولو ته وايي او د «جواب» کلیمه له دې جرړې ده؛ یعنې په سم ځواب د پوښتنې پرې کول.

 * ظاهراً د ثمود قوم تر عاد قوم روسته و، چې نامه یې تر هغوی روسته راغلې ده.

* پر عاد او ثمود د الله قهر، ظالمانو ته د الله د کمین یوه بېلګه ده.

الله په کمین کې دی؛یعنې سرغړاندي تښتېدای نشي او ناڅاپه راګېرېږي.

کلکې ودانې له الهي ځپنې مخنیوونکې نه دي او ځان له الهي قهره د ودانۍ د کلکوالي په پار په امان کې مه ګڼئ.

* له «ذُو الْأَوْتادِ» مراد یا دادی، چې د فرعون واکمنۍ پښې ټینګې وې یا داچې خپل مخالفان یې په مېخ ټک وهل یا داچې پرېمانه لښکر یې درلود.

* د «صب» کلیمه د اچولو/تویولو په مانا ده، شونې ده د عذاب ورېدو تعبیر، د پرله پسې او مداوم عذاب لپاره وي.[10]

* څنګه به الله په کمین کې نه وي، حال داچې د ورمېږ تر ښهرګه رانږدې دی ؟ «وَ نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ[11]

 

پېغامونه:

1-د ظالمانو د ځپلو تاریخ مه هېروئ. «أَ لَمْ تَرَ»

2-د سرغړاندو هلاکول، د الهي ربوبیت یو څرک دی. «فَعَلَ رَبُّکَ بِعادٍ» د شیخ سعدي (رح) د وینا له مخې:

ترحّم بر پلنگ تیز دندان ستمکاری بود بر گوسفندان ( پر داړن پړانګ لورېدل، پر رمې تیری دی)

3-له تاریخه عبرت اخستل، د عقل نښه ده. «لِذِی حِجْرٍ أَ لَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ»

4- پېغمبر اکرم (ص) په وحې د عاد او ثمود قومونو له تاریخه خبر و.«أَ لَمْ تَرَ»

5-په ودانیو کې له ډبرینو ستنو ګټنه، د عاد قوم ته ورسي. «لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُها فِی الْبِلادِ»

6-اندیز اړپېچ او ټکر دې، د نورو د هنر او نوونو د ویلو مخنیوونکی نه وي. «لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُها فِی الْبِلادِ»

7-بې معنویته ځواک، د امنیت له منځه وړونکی دی. ( جابُوا الصَّخْرَ … ذِی الْأَوْتادِ … .طَغَوْا فِی الْبِلادِ)

8-سرغړاند او سرغړونه، پوله نه پېژني. «طَغَوْا فِی الْبِلادِ» (له بلاد مراد ټولې هغه سیمې وې، چې لاسرسی یې ورته درلود)

9-د فساد او ورکاوۍ سرچینې طاغوت دی. «طَغَوْا فِی الْبِلادِ فَأَکْثَرُوا فِیهَا الْفَسادَ»

10- که تمدن او پرمختګ له تقوا او سمونپالۍ سره نه وي، د پرېوتو او ورکاوي لامل دي. «فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّکَ سَوْطَ عَذابٍ»

11- ښووند کله ناکله، د سزا ورکولو لپاره کوړې ته اړ شي. «رَبُّکَ سَوْطَ»

12-سرغړاندي او فساد یوازې په غوسه له منځه ځي.( طَغَوْا … سَوْطَ عَذابٍ)

13- مهلتونه مو غره نه کړي، الله په کمین کې دی. «إِنَّ رَبَّکَ لَبِالْمِرْصادِ»

14-د اخروي عذاب په پرتله، دنیوي عذاب؛ لکه د کوړې لنډمهالی درد او پر پوټکي پاتې سرسري اغېز. «سَوْطَ عَذابٍ»

 

 

فَأَمَّا الْإِنْسانُ إِذا مَا ابْتَلاهُ رَبُّهُ فَأَکْرَمَهُ وَ نَعَّمَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَکْرَمَنِ«15» وَ أَمّا إِذا مَا ابْتَلاهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَهانَنِ«16» کَلاّ بَلْ لا تُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ«17» وَ لا تَحَاضُّونَ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ«18» وَ تَأْکُلُونَ التُّراثَ أَکْلاً لَمًّا«19» وَ تُحِبُّونَ الْمالَ حُبًّا جَمًّا«20»=خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!))  هېڅكله داسې نه ده (کړه وړه مو سم نه دي)! بلكې پلارمړي نه پالئ، او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، او (له مشروعو او نامشروعو لارو) ميراث راټولوئ او خورئ يې، او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له لامله يې ډېر ګناهونه كوئ).

 

ټکي:

* «اکرم» که د الله پاک لورنې ته ورمنسوب شو، ښه دی؛ خو که خپلې اړتیا او لیاقت ته یې ورمنسوب وبولو بد دی. په دې آیت کې دوه ځل «اکرم» راغلی : ړومبی اکرام، دا چې الله پاک ته ورمنسوب دی، د کمال په مقام کې دی «اکرمه». دویم اکرام، دا چې انسان ته ورمنسوب دی، رټل شوی دی « أَکْرَمَنِ». زړه پورې دا چې قرآن، اکرام الله تعالی ورمنسوب کړی «اکرمه»: خو سپکاوی او اهانت یې الله ته ورمنسوب کړی نه دی؛ بلکې دا انسان دی چې وايي : « أَهانَنِ»

* «أَکْلاً لَمًّا»؛ یعنې یوځای خوړل، بې له دې چې حلالوالي او حرامولي ته یې پام وي یا داچې د نورو برخه هم پکې شته که نه. «لَمًّا» د«لممت» مصدر د راټولولو او ورسره یوځای کولو/ ضمیمه کولو په مانا دی.

* «جَمًّا»د ډېر او ډېري په مانا دی.

* رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: زه او هغه به په جنت کې یو د بل ترڅنګ یو، چې د پلارمړي پالندوینه وکړي.[12]

*یو همېشنی الهي دود او پرېکنده کړلار، د خلکو ازمېیل دي؛ البته پېژندو ته یې نه؛ بلکې د وړتیاوو او ځانګړنو راڅرګندېدا ته، چې له مخې یې ثواب ورکړي.

الهي ازمېینې بېلابېلې دي، کله په شتمنۍ او هوساینه انسان ازمېیي او کله په تنګلاسۍ او ستونزو؛ خو بيړندوی انسان، چې له الهي ازمېینو او موخو غافل دی، پر ناسمو قضاوتونو، شننو او تفسیرونو لاس پورې کوي او له الله ګیلې کوي.

 

پېغامونه:

1-الهي ازمېینې راښيي، چې الله په کمین کې دی.(إِنَّ رَبَّکَ لَبِالْمِرْصادِ فَأَمَّا الْإِنْسانُ إِذا مَا ابْتَلاهُ…)

2- ازمېینه د انسان د روزنې او ودې لامل دی. «الْإِنْسانُ إِذا مَا ابْتَلاهُ رَبُّهُ»

3-د انسان لاس ته راوړنې د هغه د پېرزو له مخې دي، نه زموږ د وړتیا له مخې؛ نو غره کېږئ مه او له ازمېینو مه غافلېږئ. «فَأَکْرَمَهُ وَ نَعَّمَهُ»

4- نه بېوزلي د سپکاوي نښه ده او نه شتمني د کرامت نښه ده؛ بلکې دواړه ازمېینوزلې دي.( اِبْتَلاهُ … فَأَکْرَمَهُ ، اِبْتَلاهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهُ)

5-د پلارمړي تر جسم یې روح مهم دی، چې باید درناوی یې وشي. «تُکْرِمُونَ»

6-روحي نیمګړتیاوې په درناوي او مینه جبیره کړئ.(د پلارمړیو لومړۍ تمه یې د وګړې درناوی دی) «تُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ»

7-د الهي چارو په اړه بېځایه قضاوتونه مه کوئ، په رزق کې تنګلاسي، د الله بې اعتنايي مه بولئ؛ بلکې هر څه چې دي، له خپله لاسه مو دي. «کَلاّ بَلْ لا تُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ»

8-له نورو سره احسان، د انسان په رزق او روزۍ کې مهمه ونډه لري. «لا تُکْرِمُونَ – فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهُ»

9-بېوزله دې وږي پاتې نشي، یا په خپل انفاق یا دې چار ته د نورو په هڅولو یې لاسنیوی وکړئ. «تَحَاضُّونَ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ»

10- خپلو عایداتو ته مو پام وسه، چې هره مړۍ د خوړو نه وي. «أَکْلاً لَمًّا»

11- مال ته لېوالتیا فطري ده؛ خو سخته مینه ورسره رټل شوې ده.«حُبًّا جَمًّا»

12-الله مو درناوی کړی؛ نو د پلارمړیو درناوئ وکړئ. (فَأَکْرَمَهُ … لا تُکْرِمُونَ)

 

کَلاّ إِذا دُکَّتِ الْأَرْضُ دَکًّا دَکًّا«21» وَ جاءَ رَبُّکَ وَ الْمَلَکُ صَفًّا صَفًّا«22» وَ جِیءَ یَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ یَوْمَئِذٍ یَتَذَکَّرُ الْإِنْسانُ وَ أَنّی لَهُ الذِّکْری«23» یَقُولُ یا لَیْتَنِی قَدَّمْتُ لِحَیاتِی«24» فَیَوْمَئِذٍ لا یُعَذِّبُ عَذابَهُ أَحَدٌ«25» وَ لا یُوثِقُ وَثاقَهُ أَحَدٌ«26»= هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري!) هغه مهال چې ځمكه سخته وټکول (او هواره) شي، او ستا (د) پالونكي [فرمان] راشي او پرښتې ليكه په ليكه، او پر هغه ورځ چې دوزخ راوستل شي (هو!) پر هغه ورځ انسان راویښېږي؛ خو دا ویښوالی څه ګټه ورته لري؟!  وايي: ((كاشكې ما خپل [دغه] ژوندون ته له مخكې (څه) رالېږلي واى!)) نو پر هغه ورځ څوک یې په څېر عذابول نه کوي. او نه یې څوک په څېر تړل کوي.

 

ټکي:

* «دک» ټکولو او هوارولو ته وايي او ((دکّه او دکّان)) هغه ځای دی، چې توکیو وړاندې کولو ته هوار شي.

* امام رضا (رح) وویل: له «جاءَ رَبُّکَ» نه مراد د پالونکي حکم راتلل دي ( نه پخپله د پالونکي راتلل) [13]؛ لکه څنګه چې په نحل سورت 33 آیت کې وايي: «یَأْتِیَ أَمْرُ رَبِّکَ» د پالونکي حکم دې راځي.

* له «وَ جِیءَ یَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ» مراد له څېرې یې پردې لرې کولو ته وايي [14]؛ لکه څنګه چې په یو بل ځای کې وايي: «بُرِّزَتِ الْجَحِیمُ لِمَنْ یَری» [15]

* هغه مهال چې «وَ جِیءَ یَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ» آیت نازل شو، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله، په چرت کې شو، داسې چې چا هم ورسره د خبرې کولو جرات نه کاوه.[16]

 

پېغامونه:

1- الله مو له مال سره له ډېرې لېوالتیا او د نورو پر برخه له خېټې اچونې منع کوي.(تُحِبُّونَ الْمالَ – کَلاّ……)

2-د حرص او مالخوښۍ درملنه د قیامت یاد دی.( تَأْکُلُونَ التُّراثَ … تُحِبُّونَ الْمالَ … کَلاّ إِذا دُکَّتِ الْأَرْضُ)

3- قیامت د الهي حکم د مطلقې واکمنۍ ورځ ده. «جاءَ رَبُّکَ»

4-په قیامت کې د پرښتو پېیون – نظم او د مراتب لړۍ یې ځواک راڅرګندوي. «الْمَلَکُ صَفًّا صَفًّا»

5-په قیامت کې تذکر او پښېماني ګټه نه لري. «وَ أَنّی لَهُ الذِّکْری»

6- قیامت انسان هوښیاروي او کړنې یې وریادوي. «یَوْمَئِذٍ یَتَذَکَّرُ الْإِنْسانُ»

7-دوزخ په قیامت کې راڅرګندېږي.( جِیءَ … بِجَهَنَّمَ)

8-قیامت د حسرت ورځ ده. «یا لَیْتَنِی»

9-هیلې چارسازې نه دي، هڅه پکار ده. «یا لَیْتَنِی قَدَّمْتُ»

10-واقعي او ابدي ژوند په قیامت کې دی. «لِحَیاتِی»

11- الله رحیم او لورین دی؛ خو په خپل ځای کې شدید او سخت هم دی. «لا یُعَذِّبُ عَذابَهُ أَحَدٌ»

12-شونې ده، الهي دنیوي عذابونو ته څه ورته وي؛ خو په آخرت کې، اخروي الهي عذابونه ورته نه لري. «فَیَوْمَئِذٍ لا یُعَذِّبُ عَذابَهُ أَحَدٌ»

13- په قیامت کې له عذابه تېښته نشته. لا یُعَذِّبُ … لا یُوثِقُ

 

یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّهُ«27» اِرْجِعِی إِلی رَبِّکِ راضِیَهً مَرْضِیَّهً«28» فَادْخُلِی فِی عِبادِی«29» وَ ادْخُلِی جَنَّتِی«30»=ډاډمن نفسه (ځانه)! د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى،

 29 نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه. 30  او جنت ته مې راننوځه! (30)

 

ټکي:

* آرام زړه او مطمئنه نفس، د الله په ذکر لاس ته راځي. «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» [17]او د الله غوره ذکر لمونځ دی. «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی[18]

* خوښېدل او خوښه ښودل د مطمئنه نفس ځانګړنه ده، چې هغه له الله تعالی راضي دی او الله پاک له هغه راضي دی.

امام صادق (رح) وپوښتل شو: آیا مؤمن په خپله ساه ورکونه خوښ دی؟ آنحضرت وویل: په لومړۍ شېبه کې خوښ نه دی؛ خو ساه اخستونکې پرښته یې ډاډمنوي، چې زه دې تر پلاره درلورانده یم، سترګې دې پرانځه. سترګې پرانځي او پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم، علي، فاطمه، حسن، حسین او نور امامان علیهم السلام ویني. پرښته ورته وايي: دوی دې دوستان دي. مؤمن هم ددې نندارو په لیدو ډاډمن شي او په دې وخت کې د «یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّهُ» خطاب اوري. [19]

 

پېغامونه:

1-د انسان اصالت په روح دی، بدن یې سپرلۍ ده. «یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ» (نفس ته د الله خطاب دی)

2- بې یار او ملګري، جنت جنت نه دی. «فَادْخُلِی فِی عِبادِی»

3- جنت بېلابېلې درجې لري. «جَنَّتِی»؛ لکه څنګه چې په قرآن کې په ډېری ځایونو کې راغلي دي: «جَنّاتِ عَدْنٍ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه نور تفسیر

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی

 برهان تفسر

[2] – تفسیر نور الثقلین

[3] – مدثر،34.

[4] – ضحی،1.

[5] – شمس،3.

[6] – عصر،1.

[7] – .فجر،4.

[8] – تکویر،17.

[9] – مدثر،33.

[10] – راهنما تفسیر.

[11] – ق،16.

[12] – تفسیر نور الثقلین.

[13] – نورالثقلین تفسیر.

[14] – . المیزان تفسیر.

[15] – نازعات،36.

[16] – بحار،ج105،ص103.

[17] – .رعد،28.

[18] – طه،14.

[19] – تفسیر نمونه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!