تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او په خپل بهير کې پر سمه روانه  وي؛نو انسان هم  چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول خطا پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي . په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او په خپل بهير کې پر سمه روانه  وي؛نو انسان هم  چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول خطا پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي .

په توکيز نړۍ ليد کې،چې د نړۍ لپاره موخه نشته او انسان هم بې له پخوانۍ ونډهې او طرح جوړ شوى او تر څه مودې وروسته به له منځه ولاړ شي؛نو په دې  نړۍ ليد کې د نبوت خبره نوموتې نه ده  .

انبياوو ته د اړتيا دليلونه

١_د هستۍ موخه درلودل

په الهي نړۍ ليد کې،هستي موخه لري او انسان هم د هستۍ يوه برخه ده او هستي انسان ته جوړه شوې ده او په واک کې يې ده ؛نو داسې خو نشي کېداى ،چې انسان په هستۍ کې ايله او سرخوشې وي .

فرض کړئ د يو ښوونځي پرانستلو ته ټول امکانات وي؛لکه لابراتوار، کتابتون،علمي امکانات او …… او زده کوونکي هم په ټولګي کې ناست وي؛خو ښوونکى نه  وي؛نو دا ټول کارونه به بې ځايه او بې ګټې وي .

٢_د هستۍ حرکت

ارواښاد علامه طباطبايي وايي : بېشکه ټوله هستي يو حرکت لري. پر دې مانا،چې ټول موجودات پخپله وده کې شکمن نه دي او په پاى کې ودې او کمال ته رسي؛نو په دې بڼه کې ‏آيا سمه ده،چې انسان حيران وي؟ اړنګ نشته،چې انسان هم بايد بې له خطا او څپڅپاندۍ – تزلزل لار ولري،چې ورباندې پر تلو يې کمال ته ورسي او دا لار حکيم او عادل خداى هماغسې،چې نورو موجوداتو ته ښوولې ده، انسان ته يې هم ښوولې ده؛خو کوم توپير،چې انسان له نورو موجوداتو سره لري،دا دى چې انسان کړاى شي پر دې لار ولاړ شي او يا يې پرېږدي .

٣_ د خداى پېرزوينه

خداى د خپلې پېرزوينې له مخې (٣) خپلو بندګانو ته لار ښيي او د الهي پېغمبرانو او اسماني کتابونو رالېږل هم ستره الهي پېرزوينه ده؛لکه څنګه چې په قرآن شريف  کې وايو : ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى = په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده،)) (٤)

خداى خبر دى،چې د انسان د تګ پر بهير ډول ډول کږې لارې شته، شيطانان ورته پټ دى او ځاني غوښتنې يې هرې خوا ته راکاږي؛ نو تاسې ووياست،چې آيا مهربان خداى به انسان بې له کوم لارښوده پرېږدي؟

٤_د انسان ناپوهي

په دې خو ټول خبر دي،چې انسان د ځان او هستۍ په هکله خورا لږ معلومات لري؛خو مجهولات يې ډېر دي؛نو بشر ښوونکي ته اړتيا لري،چې خپل مجهولات کم او معلومات ډېر کړي .

کېداى شي،ذهن ته دا خبره هم راشي،چې د وخت په تېرېدو د انسان معلومات ډېرېږي؛نو پېغمبرانو ته اړتيا نه لري،په ځواب کې بايد وويل شي :که څه هم د وخت په تېرېدو انسان پر يو لړ خبرو پوهېداى شي؛خو دا معلومات ورته بسيا نه دي‏،چې لاندې آيت له دې حقيقته پرده اوچته کړې: ((وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ)) (٥)؛يعنې پر څه چې نه پوهېداى،خداى درته وښوول.

دا آيت وايي، داسې څيز نشته،چې تاسې پرې نه پوهېږئ !تاسې په خپله ووياست،چې بشر به څنګه وکړای شي پخپلو محدودو ماغزو د برزخ او قيامت پر پېښو پوه شي؛نو پوه شئ، چې دا کار يوازې د انبياوو کار دى.

مرحوم علامه طباطبايي وايي :ما د قُم ملايانو ته دوه دورې د فلسفې درس ووايه او په دواړو دورو کې،چې د معاد ويينې ‏ته ورسېدم؛نو تم شوم؛ځکه د معاد آر پر فلسفه جوتولاى شو؛خو بې له وحې او الهي پېغمبرانو به څنګه د معاد د پېښو په هکله خبرې وکړو.

د انبياوو لار د انسانانو پخوانۍ غوښته وه

عدالت غوښتنه د انسان له طبيعي هيلو ده او د تاريخي لاسوندونو- شواهدو له مخې ددې ډول حکومتونو څرګنده بېلګه،يوازې په انبياوو او په عادلانه نظام کې يې او په هغوى کې ليدل شوي،چې د دين له پلوه انبياوو ته نږدې ول او دې طبيعي غوښتنې ته يوازې د انبياوو ليکه مثبت ځواب ورکولاى شي.

پر نبوت نه ګروهه ‏د خداى د نه پېژندنې نښه ده

خداى ټوله نړۍ د انسان ګټنې ته پيدا کړې او موږ ټول يې تلپاتې نېکمرغۍ ته خپل عبادت ته رابللي يو او ددې خبرې په پامنيوي‏،چې موږ لار نه پېژنو او د لارې په ټاکنه ‏کې تېروځوو او پر لار د تګ پر مهال پر خطاګانو،شيطاني وسوسو او کږلاريو ککړېږو؛نو دلته زموږ کوربه لوراند ‏خداى دى؛نو که د پېغمبر په څېر ‏مشر د معجزې په څېر له څراغ  سره او د قرآن په څېر له بشپړې ونډهې سره را و نه لېږي؛نو خداى چې کومې بلنې راکړې،بې ځايه به وي.

د پېغمبرانو له رالېږلو نهايي موخه د واقعي تکامل پر لور د انسان حرکت دى او هر حرکت مبدا،مقصد او د لارې مشر او وسيلې ته اړتيا لري او په دې  ټولو اړتياوو کې مشر ته اړتيا تر ټولو ضروروي چار دى؛ ځکه که مشر نه وي؛نو هم به لار ورکه کړو او هم موخه او هم به له وسيلو په خپل ځاى کې ګټه وانخلو .

د قرآن شريف د وينا له مخې : ((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ  (مائده/۱۵۰)= ايا( له تا) د جاهليت حكم او پرېکړه غواړي ؟! حال دا چې منونکې ډلې ته به د خداى له پرېکړې د چا پرېکړه غوره وي؟ ))(٦)

خداى ترټولو پوه دى،هغه پيدا کړي يو او د هر څه جوړونکى د خپل جوړ شوي په هکله بشپړ معلومات لري .

قرآن شريف  وايي : ((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ(ملک/۱۴)=   آيا چا چې (موجودات) پيداكړي دي، د هغوى له حاله خبر نه دى؟ حال دا چې هغه (له دقيقو رازونو) خبر دى.)) (٧)

تاسې پخپله ووياست،چې څنګه به داسې وشي،چې حکيم خداى ټول موجودات انسان ته پيدا کړي؛خو انسان بې له کومې کړلارې خوشې او ايله پر خپل حال پرېږدي؟ آيا دا چار د حکمت پر خلاف نه دى؟که څوک داسې فکر کوي؛نو سمه خبره خو دا ده،چې خداى يې سم نه دى پېژندلى.

آيا د علم  او عقل لارښوونې  بسيا ‏دي ؟

اسلام عقل او پوهې ته ډېر ارزښت ورکړى تردې،چې عقل د انسان دنننى پېغمبر ګڼي او د انسانانو سزا او ثواب يې د هغوى د عقل پر بنسټ ټاکلې ده . قرآن شريف، ټول اندنې ‏،تعقل او تدبر ته رابللي او په ډېرو آيتونو کې خو يې يوازې د عقل او فکر خاوندان مخاطب دي.

څه چې اسلام د پوهې ‏د ارزښت په هکله د جاهليت پر مهال ويلي ول،تر اوسه يوعالم هم په يو ځاى کې،هغه ته ورته نه دي ويلي.

تاسې د يو مکتب خاوند پيدا کړئ، چې د پوهې ‏د زده کړې موده يې له زانګو تر مړينې ټاکلې وي او ان خپل مخالف هم  ښوونکي ټاکي او زده کړې ته لرې لرې مسافرتونو ان تر اسمان پورې پراخوي؛خو له دې ټولو سره،علم او عقل ‏کله هم نشي کړاى د انبياوو ځاى ونيسي او له پېغمبرانو مو مړه خوا کړي .

د علم د نيمګړتيا دليلونه

الف: د انسان د علم محدوديت

هره ورځ وينو،چې په دنيا کې پوهنځي زياتېږي او انسان ډول ډول اختراعات او اکتشافات کوي؛خو انسان خپل عقل او علم ته پرېښوول په حقيقت کې هغه په کنده کې ګوزارول او ګنګسول يې دي؛ځکه د خلکو پوهه او علم سره توپير لري . ډېر خلک يو څه د ځان په ګټه ګڼي؛ خو نور يې په خپل تاوان . هو ! د انسان پوهه لږه ده . نه له تېرو سم خبر دى او نه له راتلونکي او نه د خپلو کړنو له چټک او ورو ورو غبرګونونو خبر دى. څومره ښه يې ويلي دي،چې د انسان پوهه د هغه د ناپوهۍ په پرتله لکه څاڅکي چې سمندر ته وي .

ب: د معرفت په لار کې د  خنډونو ډېروالى

انسان هله پر حق پوهېدای شي،چې د معرفت په لار کې ورته خنډونه نه وي. انسان د عقل، فکر او پوهې په درلودو کله داسې د غريزو په توپانو کې راګېر شي،چې د واقعيت په پېژندو کې سرګردان شي او لار ترې ورکه شي . ډېر داسې باطل دي،چې حق راته ښکاري او ډېر داسې حق،چې باطل راته ښکاري.

داچې انسان د غريزو په ځاله کې راښکېل دى او واقعيتونه نه ويني او کله هم د سمې پوهېدنې پر خلاف عمل کوي؛نو انسان د قانون جوړونې حق نه لري .

قرآن شريف  وايي : ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ)) (٨).

ج: په پوهېدو کې ځنډ

کله د وخت په پيدا کېدو او د علم په پرمختګ يو لړ واقعيتونو ته رسي؛ خو دا د کلونو د ځنډ ګناه به د چا پر غاړه وي ؟ د ساري په توګه: تقريباً نيمه پېړۍ کېږي،چې انسان پوه شوى،چې د سرکوزي د غوښې خوړل د کدو دانې او د ((تريشين)) د چنجي لامل ګرځي؛خو هغوى،چې د وحې له لارې د سرکوزي ‏د غوښې له حراموالي خبر ول؛پېړۍ پېړۍ دي،چې له دې ګواښه ژغورل شوي دي.د اسلام  د سپېڅلي دين ډېر داسې احکام او اسرار دي،چې له اسرارو يې د وخت په تېرېدو علم پرده اوچته کړې ده؛خو د انبياو لارويان له هماغه پيله په داسې پړاو کې واقع شول،چې د علم او تجربې پر بنسټ عالمان ورته تر پېړيو وروسته ورورسېدل .

‏پر معنوياتو پوهېدنه

انسان په خپل عقل،علم،مشورې او څېړونو يوازې کړاى شي د محسوسو توکيزو چارو په هکله ګام اوچت کړي او ځان ته لار وټاکي؛خو له تلپاتې نېکمرغۍ،مانيزې ‏ودې او اروايزې ‏روزنې ته انسان لاس رسي نه لري ،چې بې له وحې او انبياو بله لار نه لري .

د قانون جوړوونکي ځانګړنې

١_د انسان پر ټولو ظاهري او باطني اړتياوو پوه وي .

٢_پر انسان ولورېږي .

٣_بشپړ عدالت ولري او پر حقيقت او سازښت-مصلحت خپلې غوښتنې غوره وګڼي.

نو ښکاره خبره ده،چې داسې يو قانونګذار بې له څښتنه بل څوک نشي کېداى،چې لارښوونې او پيغامونه د انبياوو له لارې انسانانو ته رالېږي.

د انبياوو په هکله د قرآن شريف  وينا:

د عقل له پلوه،چې مو انبياوو ته پر اړتيا رڼا واچوله؛نو اوس به هم د قرآن شريف  څو آيتونو ته اشاره وکړو :

((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ( يونس/۴۷)= او هر امت ته يو استازى وي او چې کله يې استازى راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف سره پرېکړې کېږي او هېڅ  ډول تېرى به  پرې ونشي.)).

– ((وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خلَا فِيهَا نَذِيرٌ (فاطر/۲۴)= او هېڅ داسې امت نه و؛ خو داچې خبروونكى پکې تېر شوى دى.)) (١١)

((لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ (انفال/۴۲) = هغوى چې هلاك (اوبې لارې)كېږي په ښكاره دليل سره هلاك شي او هغوى چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي) له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي)) (١٢). هو ! بايد لار روښانه وي،چې انسان يې له پوهې او پوره ازادۍ سره وټاکي .

(( رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ (نساء/۱۶۵) =( دا ټول) پېغمبران زېري وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي ول،چې د پېغمبرانو (تر لېږلو) وروسته خلكو ته د خداى په مقابل كې  پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي) (١٣).

د انبياو د پېژندو لار

د انبياو د پېژندو لپاره درې لارې دي:

١_معجزه .٢_د انبياوو د تېرو کارونو،حالاتو او کارنامو څېړنه .٣_د تېرو پېغمبرانو يادونې .

معجزه : څوک چې وايي خداى راته ستاسې د لارښوونې دنده راکړې او د هستۍ له خاوند او بې نهايته ځواک ‏سره په اړيکه کې يم؛نو بايد داسې کار وکړي،چې نور ترې بېوسى وي او له دې لارې خپله خبره جوته کړي،چې په رښتيا له بلې نړۍ سره په اړيکه کې دى،چې دې عمل ته معجزه وايي .

[ژباړن : پردې مطلب لا پوهېدو ته د سترعالم ابوالقاسم خويي د ” قرآن پوهنه کتاب” ولولئ،چې په پښتو هم چاپ شوى دى.]

هر الهي پېغمبر د خپل حقانيت جوتولو ته معجزه او معجزې درلودې؛لکه :

١_حضرت داود(ع) ته د اوسپنې نرمېدل: ((وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ))(١٤).

٢_حضرت سليمان ته د باد  تابعېدل:((فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ)) (١٥).

٣_حضرت صالح (ع) ته له غره د اوښې راوتل. ((إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ))(١٦)

٤_پر ښامار د حضرت موسى د همسا بدلېدل.((فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ))(١٧).

٥_د حضرت عيسى په لاس د مرغۍ جوړېدل. ((أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ))(١٨).

د انبياوو کار له مخترعانو،مرتاضانو،کوډګرو،جادوګرانو او پهلوانانو سره څه توپير لري؟ هغوى هم يو لړ داسې کارونه کوي،چې نور يې نشي کړاى؛نو ولې ورته پېغمبران نه ويل کېږي؟!

١_ دا خلک په دې باب روزل شوي؛ خو انبياء ښوونکي نه لري  .

٢_ د دوى کارونه د تمرين پايله ده ؛خو انبياء داسې نه ول.هغه پهلوان که درانه درانه وزنونه پورته کوي؛نو دې ځاى ته تر کلونو کلونو تمرين وروسته رسېدلي دي. هغه خلک،چې له حضرت صالح څخه راتاو شوي وو؛نو ورته يې وويل،چې که ته له الهي قدرت سره په اړيکه کې يې؛نو همدا اوس له دغو ځانګړونو سره اوښه له غره را اوباسه؛نو حضرت صالح ورته  ونه ويل: لږ صبر وکړئ،چې تمرين يې وکړم او زده يې کړم ؛ نو بيا به دا کار وکړم او پردې سربېره، اصولا دا کار په تمرين هم ترسره کېداى نشي.

٣_ ددې خلکو د کار موخه مادي ده. که پهلوان درانه وزنونه پورته کوي،جادوګر جادو کوي؛نو د خلکو د پام راګرځولو او مادياتو ته وي؛ خو د انبياوو موخه د غښتلي انسان او ټولنې جوړول دي.

٤_داخلک تېروتوونکي او ګناهکاران دي؛خو الهي انبيا سپين لمني دي او په خپل ژوند کې هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري .

٥_جادوګر،پهلوان او …. هېڅکله نه وايي،کوم کار چې کوم،بل يې نشي کړاى او د سيال رابللو مړانه هم نه لري ؛خو الهي انبياء ښه په پوره ډاډ وايي :کوم کار،چې کوو،بل يې نشي کړاى.

ځکه د الهي پېغمبرانو او د نورو سترګو غولونکيو په چارو کې هم د موخې او هم د عمل له پلوه خورا توپيرونه دي .

نندارتون نه ؛بلکې معجزه

آيا هره معجزه به چې خلکو غوښته؛نو انبياوو به ترسره کوله؟

کله به يې ويل : که ته پېغمبر يې؛نو خداى موږ ته راوړه ! ((تَأْتِيَ بِاللّهِ)) (١٩)؛نو ددې خبرې په پامنيوي،چې خداى جسم نه دى؛نو دا کار شونى نه و.

کله يې ويل : که ته  پېغمبر يې؛نو اسمان ټوټې ټوټې کړه او  پر موږ يې راګوزاره کړه : ((أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا)) (٢٠) او کله يې ويل: که ته پېغمبر يې ؛نو کور دې بايد له سرو زرو جوړ شوى وي.(( أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ)) (٢١) او يا داچې  د ډول ډول ونو، انګورو او کجورو بڼ  ولرې : ((أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ)) (٢٢). آيا د بڼ او ماڼۍ درلودل له خداى سره په اړيکه توب دلالت کوي؟مګر فرعونانو،قارونانو او نمرودانو دا هرڅه نه درلودل؛نو آيا هغوى له خداى سره په اړيکه کې وو ؟

نو پردې بنسټ معجزه يوازې هغه ده،چې له ستر خداى سره د پېغمبر اړيکه څرګنده کړي او داسې نه ده،چې هر چا ته په هر وخت کې د هر چا په خوښه،هره شېبه پېغمبران معجزه وکړي.

په معجزه کې سنخيت

داچې حضرت موسى عليه السلام په يو داسې وخت کې پېغمبر وګمارل شو،چې د جادو او کوډو بازار ګرم و؛معجزه يې د ښامار همسا کېدل و.

داچې د حضرت عيسى په وخت کې د ناروغيو درمل او طبابت پر مخ تللى و؛نو هغه به د خداى په امر مړي را ژوندي کول او زموږ د خپل ګران پېغمبر (ص) په وخت کې شعر پر مخ تللى و؛نو معجزه يې کلام وه . دا له يوه پلوه او له بله پلوه داچې تلپاتې نړيوال دين تلپاتې نړيوالې معجزې ته اړتيا لري او قرآن شريف زموږ د پېغمبر (ص) تلپاتې معجزه ده،چې د پېغمبر(ص) په مړه کېدو معجزه يې له منځه  ولانړه او پر خپل حال پاتې ده .

دويمه لار: د لاسوندونو او د انبياوو د کارونو او حالاتو څېړنه

د خداى استازى څوک و؟ هم ُامي، هم نالوستى او هم امين و .ولې يې د کفر،شرک،بوت پالنې،تفرقې او خرافاتو په پلازمېنه کې راپاڅېد او د فساد او تباهۍ پر خلاف يې پرېکنده مبارزه وکړه؟ څوک يې لارويان شول ؟د خديجې بي بي  په څېر مېرمن او د علي ابن ابي طالب په څېر سړى،چې د کمال،عظمت،اخلاص او پاکۍ دوه غوره بېلګې دي.

د پېغمبر (ص) مخالفين ستر ځواکونه،ځان مني،مستکبرين، زبېښونکي او زور مټي ول. د خداى استازى يوازې د حق پر لار روان و. له چا سره يې د مادياتو ژمنه و نه کړه.په ريا،دوکه او غلطو لارو يې خپل دين ته پراختيا ورنه کړه . وينا يې د قرآن شريف  سپېڅلي احکام ول او روزل شوي يې د سلمان ،ابوذر او مقداد په څېر اصحاب کرام وو. رښتيا که زموږ پېغمبر چېرته معجزه هم نه درلوده؛نو د هغه د ژوند حالات او موخه د هغه پر صداقت ستر ګواه دي .

درېمه لار: د تېرو پېغمبرانو يادونې

پېغمبر (ص) راغى،ويې ويل :زه هماغه  پېغمبر يم ،چې نوم او نښې مې په تورات او انجيل کې راغلي دي .

په قرآن شريف  کې راغلي: ((يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ)) (٢٣) هغوى پخپلو کتابونو کې د خداى د وروستي استازي نوم موندلى و. د اسلام د پېغمبر راتګ د نورو اديانو لارويانو ته دومره څرګنده و،چې په دې  هکله قرآن شريف  وايي : ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ ))(٢٤) هغوى هماغسې،چې خپل اولاد پېژانده،د خداى استازى يې هم پېژانده؛خو سره له دې ټولو،يهودانو په جګړو لاسونه پورې کړل او مسيحيانو خورا جزيې ومنلې .داچې که دا خبره يې په کتابونو کې نه وه؛نو په ډېره اسانه به د خداى په استازي (ص) پسې راپاڅېدلي ول او نه يوازې پر هغه به يې ايمان نه راوړ؛بلکې ورته به يې دروغجن وايه؛نو هغه جګړې،جزيي او تاونونه،چې هغه مهال د اسلام دښمنانو وزغمل ددې خبرې پخلى کوي،چې زموږ د پېغمبر (ص) نوم او نښې د هغوى په اسماني کتابونو کې راغلې وې؛ خو نن يې پکې بدلون راوړى دى .

 

سرچینه : اصول عقاید، مولف، شیخ محسن قرآیتی

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست