تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پر امام حسين د اهلسنتو د ویر او ماتم مخينه د اهلسنتو د تاريخي سرچينو له مخې، رسول اکرم (ص) ړومبى تن و، چې د حسين بن علي د شهادت خبر يې ورکړ او د ده پر مظلوميت يې وژړل، چې د همدې کتاب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پر امام حسين د اهلسنتو د ویر او ماتم مخينه

د اهلسنتو د تاريخي سرچينو له مخې، رسول اکرم (ص) ړومبى تن و، چې د حسين بن علي د شهادت خبر يې ورکړ او د ده پر مظلوميت يې وژړل، چې د همدې کتاب په لسمه برخه کې يې روايات راغلي دي.

ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها او حضرت علي (ک) څو ځل، امام حسين ته ژړلي.

په روايت کې راغلي: (( چې جبرييل حضرت پېغمبر اکرم (ص) ته د کربلا د خاورې يو موټى راووړ او دده له شهادته يې خبر کړ، و يې ژړل او دا خاوره يې بوى کړه[1]))

تر عاشورا روسته ړومبۍ ویر او ماتم

طبري په خپل تاريخ کې راوړي، چې د کربلا تر پېښې روسته، د يزيد لښکر، د امام حسين کورنۍ له وژنتونه تېره کړه؛ نو دلته يې خور حضرت زينب، چې د حسين په وينو ککړه او بې سره تنه وليده، يو وير يې پرې کړى، چې دغسې يې ګزارش ورکوي:

(( د محرم پر يوولسمه، عمر سعد امر وکړ، چې د امام حسين تر وژنې روسته دې لښکر له کربلا ووځي. د غليم لښکر، د عمر سعد د حکم له مخې، د امام حسين ښځې، لوڼې؛ خويندې او کوشنيان هم له ځان سره بوتلل او د تُرک او روم د بنديانو په څېر يې حرکت ته اړ کړل. ښځو ترې وغوښتل چې د امام حسين د وژنتون له څنګه يې تېر کړي او همداسې وشول، دوى چې د وژل شويو (ټوټې ټوټې) تنې وليدې، چغې يې کړې او مخونه يې وهل. راوي وايي: پر الله تعالی قسم چې په دوى کې مې زينب (س) د علي (ک) لور نه هېرېږي؛ ځکه امام حسين ته يې ژړل او په غمجن غږ او خپه زړه يې ويل: اه اى محمده! د اسمان پرښتې درود درباندې وايي، دا ستا حسين دى، چې په خپلو وينو کې ککړ دى. ووينه چې تنه يې ټوټه ټوټه شوې ده. ووينه چې لوڼې دې بنديانې بوتلل کېږي. موږ ددې قوم له لاسه، الله تعالی، محمد مصطفى، علي مرتضى، فاطمة الزهرا او حمزه سيد الشهداء ته شکايت وروړو.

 آه اى محمده! دا دې حسين دى، چې پر ځمکه په يوې څنډه کې پروت دى او د سبا نسيم يې پر بې ساه تنې خاورې ورشيندي. دا ستا حسين دى، چې حرمونو وژلی دى. حسينه! هى هى، پر تا له دې راغلي خپګان او کړاوه. ته وا، نن مې نيکه رسول الله (ص) له نړۍ تللى دى. د محمد يارانو! دوى؛ خو د پېغمبر ځوځات دى، چې بنديان بوتلل کېږي.

آه اى محمده! ووينه چې لوڼې دې بنديانې بوتلل کېږي او ځوځات دې وژل شوى او د سبا باد پرې خاورې ورشيندي. دا حسين دى، چې سر يې له بيخه غوڅ شوى، ووينه چې پګړۍ او چپن يې ورلوټ کړې ده. پلار مې له حسينه ورځار چې دده د خيمې موګي يې ونړول، پلار مې تر هغه ورځار، چې زه ترې ور ځار يم. پلار مې تر هغه ورځار، چې د مرګ تر شېبې غوسه و. پلار مې تر هغه ځار چې تږى له نړۍ ولاړ، پلار مې تر هغه ځار، چې له ږيرې يې وينې څڅېدې، پلار مې تر هغه ځار، چې نيکه يې د اسمانونو د څښتن تعالی استازى و، پلار مې تر هغه ځار چې د هدایت پېغمبر نمسى و. له محمد مصطفى ورځار، له خديجه کبرا ورځارر، له علي مرتضى ورځار، له فاطمة الزهرا ورځار او تر هغه ورځار، چې لمر ورته راستون شو او لمونځ يې وکړ)).

په غځېدا يې وايي: (( د زينب په دې خبرو حاضرو دوستانو او دښمنانو وژړل[2]))

طبري په ٤٥٥ مخ کې، د امام حسين د مشهور غليم (( خولي بن زيد ازدي)) په کور کې د ماتم يادونه کوي. ده له عمر سعده، د حسين سر راواخست او انعام اخستو ته يې عبيدالله بن زياد ته کوفې ته راووست. و يې ليدل چې د امارت ماڼۍ ور بند دى، کور ته راغى او د حسين سر يې په تنور يا صندوقچه کې پټ کړ. مېرمن يې ((حضرميه)) چې خبره شوه، په چغو او ژړا شوه او د امام حسين مظلوميت او د عاشورا پېښې ته يې سخت وژړل او کور يې ورپرېښود.

د امام حسين کورنۍ يې چې شام ته بوتله؛ نو هلته هم د يزيد د خوشحالۍ محفل پر وير واوړېد. يزيد د امام حسين سر په يو طشت کې کېښود او د ده شونډې او غاښونه يې په لکړه وهل او له خوشحالۍ او مستۍ يې شعرونه ويل، چې د بدر او اُحد د وژل شويو د غچ ښودونکي وو.

دلته د پېغمبر اکرم (ص) يو تن صحابي ناست و، زغم يې ونشو او يزيد ته يې وويل: (( په دورمه، د حسين شونډې او غاښونه وهې؟! پر هغه ځاى يې وهې چې پېغمبر اکرم (ص) مې په خپله ليده، چې دا ځايونه يې ښکلول. يزيده! د قيامت پر ورځ به محشور شې او ابن زياد به دې شفيع وي؛ خو دا سر به راشي او محمد (ص) به يې شفاعت کوي[3]))

د يزيد د کورنۍ ویر او ماتم:

د امام زين العابدين او حضرت زينب، د تبليغاتي فعاليتونو او ورځ تر ورځې، د خلکو د کرکې له لامله، يزيد پښېماني وښوده او اجازه يې ورکړه، چې چاپېريال دې د مصايبو په څرګندولو کې ازاد وي او خپل احساسات او ننګېرنې دې په ډاګه کړي، چې له دې د يزيد په انګړ کې وير او ژړا وه: (( هغه وخت چې اهل بيت، يزيد کره ورننووتل، د يزيد ښځې او لوڼې اهل بيتو ته ورغلې او ورسره په وير شوې[4]))

په اسلامي ړومبيو پېړيو کې د ویراو ماتم دود

په ړومبيو پېړيو کې، په تېره عراق کې، ویرنه او ویربولي په دې دود وه، چې مسلمان ويرجن به د امام حسين قبر ته راټولېدل او په شعر به يې د حضرت امام حسين مصايب يادول؛ خو د نورو ځايونو، د امام حسين مينوال به د عباسي دولت له ډاره، په عاشورا کې په خپلو کورنو کې راټولېدل او يو بل ته يې تسليت وايه[5].

پېژاندو او نا پېژاندو شاعرانو، د حسين په وير کې اشعار ويل، چې يو يې هم په هماغو ړومبيو ورځو کې د اهلسنتو يو شاعر ويلي، چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • د حسين وژونکيو! د عذابونو او دردونو زېرى درباندې.
  • اسمانوال، پېغمبر او پرښتې ښېراوې درته کوي او تر دې وړاندې.
  • ابن داوود، موسى او د انجيل راوړوونکى (عيسى) ښېراوې درته کړي دي[6]

خالد بن معدان، چې د اهل سنتو په نزد يو مشهور تابعي دى، په شام کې يې د اهل بيتو په ویرنه او عزا کې يو شعر ويلى، چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • د پېغمبر د لور زويه! له سر سره دې راغلل او په وينو دې پوره ککړ و.
  • د پېغمبر د لور زويه! لکه چې ستا په وژنه يې په لويى لاس پېغمبر وواژه.
  • په وچو شونډو او تږى يې شهيد کړې او ستا په وژنه کې يې د قرآن او وحې هېڅ ډول تاويل په پام کې و نه نيو.
  • ستا پر وژنه يې تکبير ووايه او په حقيقت کې، تکبير او تحليل يې ووژل[7]

د يزيد تر ظاهري پښېمانۍ او مدينې ته د اهلبيتو تر ستنولو روسته، په شام، کربلا او مدينې ته د ورتګ پر لار او مدينه کې، ډېرې د وير غونډې جوړې شوې، چې خلکو به د امام حسين په وير کې ژړاګانې کولې.

حسيني ویر او ویربولي پراخېږي

د يزيد د کورنۍ ویر او ویربولي ددې لامل شوه، چې خلک د امام حسين پر شهادت خورا خپه او پام يې د اهلبيتو مظلوميت ته ور واړوي.

د اهلسنتو يو عالم شرف الدين موصلي کاږي: (( والصلت هذه المصيبة بالبلاد فکثر فيها النوح… و بکى الحسن البصري حتى الختلج جنبه و قال و اذلاه لامه قتل ابن دعيها ابن بنيها)): دا مصيبت، ټولو ښارونو او سيمو ته ورخپور شو او په هکله يې ډېره ویرنه او ویربولي وشوه او… حسن بصري دومره وژړل، چې بدن يې ولړزېد او ويل يې: د پېغمبر اکرم (ص) امت ته څومره ننګ دى، چې يو حرمونى، د خپل پېغمبر زوى ووژني[8]))

بيا په خپله، د اهلبيتو پر غمونو لګيا کېږي، يو خوا د اموي کورنۍ ويرنه او عزا او بلخوا د کربلا د شهيدانو پر تنو د اسونو ځغلول رايادوي او وايي: (( فلا بکين على الحسين بعبرة و على الحسین؛ يعنې بايد په عبرت اخستنه، پر حسن و حسين وژاړو[9]))

امام حسين ته د امام محمد بن ادريس شافعي (رح) ویرنه او ویربولي

په دويمه هجري پېړۍ کې، عباسيانو امام حسين يادول، خپلې واکمنۍ ته ګواښ او امنيتي خظر باله او يوه حسيني ضد فضا يې رامنځ ته کړې وه؛ خو په اهلسنتو کې، ځينو مشرانو، په ډول ډول چارو، په تېره شعر ويلو، امام حسين ته وير کاوه، چې له دې، يو هم امام شافعي (رح) دى، يوه قصيده يې ويلې چې پښتو مفهوم يې دا دى:

  • غم راباندې راغى چې زما زړه يې خپه کړ، زما خوب يې وتښتاوه او سباوون هم لرې دى
  • له هغو چارو چې زما لاروي يې رادبره کړه؛ خوب يې رانه يووړ، هغوى ته د روزګار بدلون پيکه دى
  • څوک به مې حسين ته ليک ورسوي، که څه دا ليک زړونه او ځانونه خپه کوي.
  • بې ګناه شهيد چې ته وا کميس يې په وينو سور شوى دى.
  • نو تورې دې وژاړي، نيزې دې د خپګان چغې ووهي، او آسونه دې له ستمونو، په چغو چغو وژاړي.
  • نړۍ د آل محمد لپاره ولړزېده؛ لکه چې نژدې ده، غم ته يې اوبه اوبه شي.
  • ستوري ګډوډ او له منځه ولاړل، جامې او ګرېوانونه څېرې شول.
  • د هاشم له ځوځاته پر مهدي درود چې خپله اولاده په مينه پالي.
  • که له آل محمد سره مينه مې ګناه وي؛ نو بيخي له دې ګناه توبه نه کاږم.
  • د پېغمبر کورنۍ، د قيامت پر ورځ شفاعتګره ده او پر هغه ورځ مې مرستندويه ده چې ګناه مې ډېره ده[10]

امام شافعي يوه بله قصيده هم لري، چې يوازې لاندې بيت يې پاتې دى:

ابکــى الـحسين وارثـى حــجـجاها

من اهل بيت رسول الله مصباها[11]

اهلسنت د عاشورا تاريخ ليکي

په درېيمه پېړۍ کې عباسيانو، د اهلبيتو پر شعايرو او نښو، په تېره د امام حسين پر ياد، نامې او پر عاشورا ویرنې او ویربولۍ سخته پابندي ولګوله او متوکل پر ٢٣٦ س، د امام حسين مبارک قبر ړنګ او له خاورو سره خاورې کړ، پر انګړ يې اوبه ورخوشې کړې او شودياره يې کړه او زايران او ویرکوونکي يې وربړول.

د اهلسنتو ليکوالو او تاريخپوهانو، د امام حسين او يارانو يې کړاوونه او مصايب، د تاريخ په چوکاټ کې څرګند کړل او په واقع کې، د کربلا پېښه، له سينو ځنې کتابونو ته راولېږدول او تلپاتې شوه.

محمد بن جرير طبري رحمة الله عليه (٢٢٤-٣١٠) مهمترين اسلامي عالم او تاريخپوه دى، چې د کربلا انقلاب ګڼ روايات يې له يوه مشهور ګزارشګر لوط بن يحيى (١٥٧ س مړ) په ابومخنف مشهور، په پوره امانت او صداقت روايت کړ. طبري نه يوازې د ابومخنف له خولې د کربلا پر پېښې بسيا کړې؛ بلکې د اهلبيتو بنديانول، د کوفې پېښې، د عبيدالله بن زيد په مجلس کې د خلکو ويرنه او ویربولي، شام ته د اهلبيتو ورتګ او دلته شوې پېښې را اخلي، چې د طبري دا کار ((کښل شوې ویربولي)) نومولاى شو، چې په اصطلاح (( مقتل کښنه)) ورته وايي[12].

په طبري پسې، د اهلسنتو نورو تاريخ کښونکيو، دا لار خپله کړه، کله کيسه ويوونکي، د امام حسين قبر ته راتلل او دده مصايب يې په کيسه ويل[13].

د آل بويه په پېر کې ویربولي(٣٣٤ – ٤٤٧)

پر ٣٣٤ س چې بغداد (( احمد بن بويه)) [ په ((معزالدوله)) مشهور] سوبه کړ؛ نو تر ده وړاندې چې د امام حسين پر ویربولۍ لګېدې پابندي لرې شوه او بغداد چې د سنيانو او شیعه وو مرکز و، په ګډه يې د عاشوررا د ورځې په مراسمو کې برخه درلوده[14].

په مصر کې هم خلک د حضرت ام کلثوم او حضرت نفيسې پر قبرونو راټولېدل؛ وير يې کاوه او خوړو او شربت ته يې لګښتونه ورکول. د (( مقريزي)) په وينا، دې مراسمو، په اهلسنتو کې دومره جرړې غځولې وې، چې د (( فاطميانو)) تر پرځېدو روسته يې هم دوام وموند او ((ايوبيانو)) يې، که څه له (( فاطميانو)) سره ضديت درلود، مخه ونشوه نيواى[15].

د ((آل بويه)) په پېر کې پرانستی فرهنګي تشيال رامنځ ته شو، فارسي ژبې شاعرانو هم د عاشورا او اهل بيتو په باب خپلې اندنې او ګروهيزې پيرزوينې، په شعر راوړي چې يو شمېر يې دا دي:

ابو الحسن کسايي مروزي(٤٩٣ مړ) په لومړي ځل د اهلبيتو په ستاينه کې اشعار وويل[16].

حکيم ناصر خسرو قبادياني بلخي (٤٨١ مړ) د افغانستان يو مشهور شاعر او حکيم دى، چې په بدخشان کې خاورو ته سپارل شوى، په خپلو اشعارو کې يې ځاى پر ځاى اهلبيت ياد کړي دي[17].

د (( آل بويه)) تر راپرځېدو روسته، د سلجوقيانو په زمانه کې، اهلسنت او شيعه دواړه، د امام حسين زيارت ته نجف او کربلا ته ورتلل او له حسيني خوځښت سره يې خپله وفاداري ښووله.

عبدالجليل رازي قزويني کاږي: (( په اصفهان او بغداد کې خلکو د عاشورا پر ياد غونډې جوړولې او عباسي خليفه يوازې په دې بسياينه کوله، چې ځينې افراطي شيعه دې د اصحابو بد نه وايي[18]))

د غزنويانو (٣٥١ – ٥٩٨) په پېر کې چې له (( آل بويه)) سره يې همزمانه د اسلامي نړۍ په ختيځ کې واکمني درلوده او غزني يې مرکز و، د (( سلطان محمود غزنوي)) پر مهال، پردې مراسمو پابندي وه؛ خو تر مړينې (٤٢١) روسته يې خلکو دا مراسم تر سره کول.

ابوالمجد مجدود سنايي غزنوي (٥٤٣ – ٦١٢) د امام حسين او د اهلبيتو د نورو شهيدانو په غم کې زړه ژړوونکي اشعار ويلي دي[19].

د بغداد په نظاميه مدرسه کې ویراو ماتم

سلجوقيانو (٤٢٧ – ٥٥٨) له خپل سخت دريځۍ سره سره، په نظاميه مدرسه کې د اهلبيتو پر مصايبو ماتم کاوه. محمد بن عبدالله بلخي(٥٩٦ مړ) د اهلسنتو يو مشهور عالم به پر منبر په نظاميه مدرسه کې پر اهلبيتو شوي کړاوونه يادول او ان له جرړې به يې مسايل راسپړل[20].

دغسې علي بن الحسين غزنوي په ((واعظ)) مشهور، د اهلسنتو يو مشهور عالم و، چې ان سلجوقي سلطان او اميران به يې وعظ ته کېناستل[21] او پر (( مليح الايراد ولطيف الحرکات)) يادېده، پر منبر يې د اهلبيتو فضايل او ورباندې تېر شوي مصايب يادول[22].

شمس طبسي (٦٢٤ مړ)، چې د اهلسنتو د اوومې پړۍ يو نامي شاعر دى، د کربلا د پېښو په اړه اشعار ويلي دي[23].

مصلح الدين سعدي شيرازي( ٦٥٩ مړ) چې شافعي مذهبي و، د شهيدانو د سالار په وير کې په شعر خپل ماڼيجن حالت انځور کړى، چې يو بيت يې دا دى:

يا رب به نسل طاهـر اولاد فـاطمه يا رب به خون پاک شهيدان کربلا

جلال الدين محمد مولوي بلخي(٦٧٢ مړ)، د کربلا په هکله خپل وير څرګند کړى دى[24].

سيف الدين فرغاني(٧٠٥ مړ)، د خراسان او منځنۍ آسيا د اهلسنتو يو مشهور شاعر دى، چې په ځانګړې هنروالۍ يې د کربلا پېښه انځور کړې ده[25].

اوحدي مراغه ای اصفهاني(٧٣٨ مړ) چې يو شافعي مذهبه عالم او شاعر دى، د اهلبيتو او د امام حسين پر مصايبو يې اشعار ويلي دي[26].

کمال الدين محمد په خواجوي کرماني مشهور(٧٥٣ مړ) يو درباري مشهور سني شاعر دى، چې د رسالت کورنۍ يې ستايلې ده[27].

سلمان ساوجي(٧٧٨ مړ)، د اهلسنتو يو ستر عالم او شاعر، د امام حسين په باب اشعار ويلي[28].

محمد بن حسام خوسفي(٨٧٥ مړ) د نهمې پېړۍ يو سني شاعر، د عاشورا په اړه خپل ماڼيجنتوب په اشعارو کې څرګند کړى دى[29].

په خراسان او ماوراء النهر کې ویراو ماتم

د خوارزمشاهيانو(٥٢١ – ٦٨٢) په راتلو، د حسیني ویربولۍ وضيعيت ښه شو، په دې تشيال کې مشهور شاعران؛ لکه قوامي رازي(د شپږمې پېړۍ لومړۍ نيمايي) او عطار نيشاپوري (٥٣٧ – ٦٢٧)، د امام حسين د سرښندنو يادونه کړې ده[30].

سلطان ولد(٧١٢ س مړ)، د خپل پلار جلال الدين محمد بلخي په څېر په نظم و نثر کې وسمن و او د عاشورا په اړه وايي:

نخوت کم کن چون حسين و حسن
کبرو منى را مفزا چون يزيد
کبر و فزونى علف دوزخ اند
هرکه زد او کم به بهشتى خزيد

او په بل غزل کې وايي:

چــون نيست هيچ شخي تو وارى بايزيدي

تو عزيز چون حسينى نه ذليل چون يزيدي

د اهلسنتو ښارونو ته ویراو ماتم ورغځېږي

پردې سربېره، چې په شيعه مېشتو سيمو کې، د امام حسين ویربولي کېده، په سني مېشتو سيمو، په تېره خراسان کې، د امام د سرښندنو يادونه کېده:

((خواجه امام نجم بوالمعالى بن ابى القاسم بزاري، چې حنفي مذهبى و، په نيشابور کې او شيخ ابوالفتوح نصر آبادي او خواجه محمود مدادي حنفي، د کوشک په کاروان سرايونو او سترو جوماتونو کې ويرغونډې جوړولې او پر ظالمانو يې لعنت وايه[31]))

شام، د مغولو د بريد په درشل کې، پر امام حسين وژړل

ابن کثير روايتوي، پر ٦٥٧ س چې بغداد چنګيزيانو ونيو او تر ٥٥٤ کالو روسته، د عباسيانو د خلافت ټغر راټول شو؛ نو ((ابو شامه))؛ شامي مشهور شاعر، د فارقين د امير (( الکامل بن شهاب)) په دار ځړولو خورا خپه شو او الکامل يې له امام حسين سره ورته کړ او د امام حسين حالات يې په عاطفي ډول او څار کړل[32].

پر دمشق سربېره، په حلب کې هم، د کربلا د شهيدانو يادونه کېده؛ لکه چې مولانا بلخي يې په مثنوي معنوي (٤/٩٩٨) کې را اخلي:

روز عاشورا همه اهل حلب
باب انطاکيه اندر تابه شب
ګرد آيد مردو زن جمعى عظيم
ماتم آن خاندان دارد مقيم
تابه شب نوحه کنند و بُکا
شيعه عاشورا براى کربلا
بشمرند آن ظلم ها و امتحان
ګز يزيد و شمرديد آن خاندان

تيموريان او د ویراو ماتم پراختيا (٧٨٢ – ٩١١)

(( تيموريان)) اهلسنت ول، تر رادبره کېدو روسته، په تېره د تيمور تر مړينې روسته يې اسلامي نړۍ په تېره خراسان ته پرېمانه فرهنګي، ادبي او تمدني چوپړتياوې ترسره کړې. دا کورنۍ د اهلبيتو مينواله وه او عالمانو، عارفانو او ساداتو ته يې درناوى درلود، چې دې چار هم د اهلبيتو د فرهنګ په پراختيا کې اغېز درلود؛ نو د همدې دليل له مخې، ویربولي د څرنګوالي او څو مروالي – کمیت او کیفیت له اړخ، خورا اوچته شوه او د تيموريانو دربار ته يې لار ومونده[33].

د اهلبيتو چورليځ – محور، د امويانو او عباسيانو ضد تشيال لامل شو، چې ټولنه د اهلبيتو مصايبو ته ورماته شي؛ لکه چې کاږي:

(( د تيموريانو د زمانې په هرات کې، د صوفیانو د ذکرغونډو پر ځاى، د امام حسين ژړا _چې نقشبنديانو له منځه وړې وه_ دود شوې وه[34]))

کمال الدين ملا حسين واعظ کاشفي (٩١٠ مړ):

کاشفي د خپلې زمانې د واعظانو په سرليکه کې و، سني او شيعه دواړو ورته درناوى درلود، په شيعه مېشتي بيهق (سبزوار) کې، پر سني او سني مېشتي هرات کې، په شيعه تورن و؛ البته د ځينو څېړونکيو له نظره، کاشفي د شيخ بهايي په څېر کم نظيره څېره وه چې مذهبي تعصب يې نه درلود[35]. کاشفي په هرات کې په مدارسو، جوماتونو او غونډو کې، د اهلسنتو آريزو باورونو په پامنيوي، په ښکلي ادبياتو او ژبه، د کربلا پېښه ويله او داچې ددې (( روضة الشهداء))، د خلکو په خولو کې لوېدلى و، د فارسي د ړومبي مقتل په توګه ياد شو[36]. زوى يې فخر الدين على صفى کاشفي (٩٣٩ مړ)، هم د خپل پلار پر پله پل کېښود او د اهلبيتو په پېژندنې کې يې مهم کتاب ((لطائف الطوايف)) دى.

(( ملا کمال الدين حسين کاشفي))، ډېر زدکړيالان روزلي، چې خورا مشهور يې ((محمود واصفي)) دى[37]، چې روضې يې پر خلکو خورا اغېزمنې وې. پر دوى سربېره، د تيموريانو په زمانې کې نور ويرنبولي – عزادارن هم وو؛ لکه سيد ابوالحسن کربلايي، حيدر علي مداح او سيد علي واخد العين. دوى به په جوماتونو، مدارسو، څلور لارويو، عمومي غونډو او تر پلونو لاندې، د اهلبيتو فضايل او ورباندې تېر شوي کړاوونه څرګندول[38].

نورالدين عبدالرحمن جامي (٨١٧ – ٨٨٩)

د سلطان حسين بايقرا(٨٧٣ – ٩١١) په زمانه کې، ويرنبولو – عزادارانو هڅه وکړه، چې خطبه، د دولس ګونو امامانو په نامې شي؛ خو ((عبدالرحمن جامي)) يې مخه ونيوه؛ خو همدا جامي، د امام حسين زيارت ته کربلا ته ورغى او خپله کيسه يې په نظم راوړې ده[39]. د جامي قبر په هرات کې دی، چې خلک یې زیارت ته ورځي.

امير تيمور او د ویراو ماتم په دودوتیا کې يې ونډه

تر ميرزا شاهرخ وړاندې، ((امير تيمور)) د خپل تاج ايښوونې په مراسمو کې سادات، د ((اهل بيتو)) په توګه راوبلل او د کامل ((مصطفى الثيبي))، په وينا په بلخ کې، پر ٧٧١ س څلورو تنو علويانو پر تخت کېناوه[40] او چې کله يې پر عراق بريد کاوه؛ نو ړومبى، د امام حسين قبر ته ورغى، چې د (( روضة الصفا)) د ګزارش له مخې، د (( ذوى القربى)) او د (( ثقلينو د حديث)) لاروي يې کړې وي[41]. تيموريانو، په کړنو او ويناوو کې ټينګار کاوه، چې د اهلبيتو عزت کول او پر نورو د اهلبيتو تفضيل، د ديندارۍ او مسلمانۍ بيت الغزل دى او په سني توب او شيعه توب پورې څه اړه نه لري.

تر تيموريانو روسته، په منځنۍ اسيا کې چې شيبک خان ازبک، د شيبانيانو د لړۍ بنسټګر و، د اهلبيتو ویربولي منع کړه؛ خو بيا هم د کاشفي (( روضة الشهداء)) چې پر ٩٠٨ س رادبره شوې وه، د ((سعادت نامې)) او (( حديقة السعداء)) په نامو، په ازبکي ژبه وژباړل شوه.

 همدغسې ((صابر)) نامي شاعر، ((روضة الشهداء)) په ترکي نظم واړوله او ((شهدا نامه)) يې پرې کېښوده، چې په تاشکند کې يې پرېمانه نسخې شته[42].

روسته ((صيقلي حصاري))، د ((صيقلي مثنوي))، په نامې يوه ټولګه رادبره کړه، چې د منځنۍ اسيا په ازبکانو او تاجيکانو کې يې د (( روضة الشهداء)) ځاى ونيو.

په افغانستان، پاکستان، هند، اندونيزيا، ماليزيا او فليپين کې ویر او ماتم

ددې هېوادونو په اهلسنتو کې، د امام حسين ویربولي، په بېلابېلو بڼو تر سره کېږي. د ملا واعظ کاشفي ((روضة الشهداء))، پر ١١٣٠ س په دکني ژبه او بيا د ((ګنج شهیدان)) په نامې په اردو ژباړ شوې ده.

او پر ١١٦١ س يو حنفي عالم، د ((سيدا الشهداء مقتل)) کښلى او دا ټکى يې جوت کړى، چې پر امام حسين ویربولي، يوازې په شيعه وو پورې ځانګړې نه؛ بلکې اهلسنت هم ورباندې وير کوي.

محمد اقبال لاهوري (١٢٨٩ – ١٣٥٣ س)، په خپلو اشعارو کې، امام حسين ته د خپلې ګروهې پيرزوينې وړاندې کوي او په يو بيت کې، د قرآن رمز، له حسينه زده کوي:

رمــز قـرآن از حــسين آمـــوختيم

وز آتش او شعله ها اندوختيم[43]

امام سيد ابولاعلي مودودي، په خلافت او ملوکيت کتاب کې، د اسلامي نړۍ بدمرغي، له دې ځايه بولي، چې خلافت پر ملوکيت او پاچاهۍ واوړېد او بيا د عاشورا پېښه هم را اخلي او يادوي، چې د امام حسين تر شهادت روسته، امام ابوحنيفه ړومبى عالم و، چې د (( محمد اسلام)) ليکه يې له (( دولتي اسلامه)) جلا کړه.

ددې هيوادونو په اهلسنتو کې د عاشورا په درناوي کې لاندې کړنې کوي:

  1. د عاشورا پر ورځ روژه کېږي.
  2. هديرو او قبرونو ته ورځي او خپلو مړيو ته دعا کوي.
  3. ځينې خيراتونه او نذرونه کوي او عزادارانو ته شربتونه چمتو کوي.
  4. عاشورا ته په ورنژدې جمعه، خطيبان ددې ورځې يادونه کوي او د کربلا پر پېښې رڼا اچوي.
  5. ځينې د وسې له مخې نشتمنو ته خواړه ورکوي.
  6. د محرم مياشت، د حسنينو مياشت بولي، ودونه او خوشحالۍ پکې نه کوي، سترګې نه توروي.
  7. په خپلو سيمه ييزو ژبو، د کربلا د شهيدانو په درناوي کې نعتونه وايي.

په هندوستان کې، د هند د ازادۍمشر (( مهاتما ګاندي))، د امام حسين په اړه وايي:

(( د هند خلکو ته مې څه نوى څيز راوړى نه دى، يوازې د هغې څېړنې پايله ورډالۍ کوم، چې د کربلا د اتل په باب مې کړې ده[44]))

د هندوانو يو مشر ((يورشو تاملاس))، چې يو وخت د هندوستان د ملي کنګرې رئيس هم و، د امام حسين په هکله وايي:

(( زه ددې سترې تاريخي یادیزې د ياد غونډې پر اهميت پوهېږم، دې لوړې سرښندنې؛ لکه د امام حسين شهادت، د بشري اند کچه اوچته بوتله او وړ ده، یادیزه دې يې تل پاتې وي او يادونه دې يې وشي[45])) .

اندونيزيا چې په نړۍ کې لومړى مسلمان مېشت هيواد دى او ماليزيا چې په اسلامي هيوادونو کې د پرمختګ په سر کې دى، د مسلمانانو د مهاجرت او د عارفانو د فرهنګي او تبليغاتي فعاليتونو له وجهې يې اسلام منلى او شافعي مذهبي هم دي؛ دوى په محرم مياشت کې خپه وي، د تاسوعا او عاشورا په ورځو کې ویربولي کوي او دا چار له اسلامي آدابو او اسلامي شعايرو ځنې بولي نه مذهبي. دوى د عاشورا پر ورځ د (( بوبرسورا)) په نامې خواړه چمتو کوي او خلکو، په تېره نشتمنو ته يې خيراتوي.

د سني کُردانو ویراو ماتم

کُردان يو ستر قوم دى، چې په ايران، عراق، ترکيې او سوريې کې مېشت دي، ډېرى يې اهلسنت دي. د محرم په مياشت کې ودونه نه کوي او ښځې يې رانجه نه کوي، شاعرانو يې امام حسين او د کربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وروړاندې کړي، چې ځينې يې دا دي:

رضاطالباني کرکوکي، عبدالله سنندجي، جوهري سنندجي، ملک الکلام مجدى سقزي او مولوي تايجوزي[46].

په عثماني واکمنۍ کې ویراو ماتم

په يوولسمې هجري پېړۍ کې، عثماني خلافت ټينګ شو، چې ټول عربي هيوادونه؛ له بالکان څخه تر اتريش او د افريقا شمال يې په خپلې واکمنۍ کې رانغاړلى و. په دې واکمنۍ کې، په ډېر تت ډول، د عاشورا مراسم ترسره کېدل؛ خو دلته د بکتاشيه او خکويه تصوفي طريقو لارويانو، د اهلبيتو په ياد د ذکر غونډې جوړولې[47].

[1]محمد بن عبدالواحد الموصلي، النعيم المقيم لعترة النباء العظيم، (مناقب آل محمد) د سيد علي عاشور څېړنه، ١٠٣ مخ.

[2]ابوجعفر محمد بن جرير طبري، تاريخ الامم والملوک، د ابراهيم ابو الفضل څېړنه، ٥/٤٥٦ مخ. الکامل فى التاريخ: ٤/٣٢ مخ. مروج الذهب: ٢/٩١ مخ. تقى الدين احمد مقريزي، الوعظ والاعتبار فى ذکر الخطط والاثار: ٢/٢٨٨ مخ. ابن کثير، البداية والنهايه: ٨/١٨٩. ابن شهر آشوب: ٢/٢٢٤ مخ. مثير الاحزان: ٢/٤٠ مخ.

[3]طبري، تاريخ ٥/٤٦٤_ ٤٦٥. العقد العزيد: ٤/٣٥٨ مخ.

[4] طبري تاريخ: ٥/٤٥٦ مخ.

[5] ابن قولويه، کامل الزيارات: ٩٣ او ٣٤٠ مخونه.

[6] طبري تاريخ: ٥/٤٦٧ مخ.

[7]ابن شهر آشوب، مناقب آل ابى طالب: ٣/١١٧ مخ.

[8]شرف الدين الموصلي، مناقب آل محمد: ١٠٤ – ١٠٥ مخونه.

[9] تېره سرچينه.

[10]موفق بن احمد اخطب خوارزمي، مستقل الحسين، ١٢٦ مخ، د شيخ محمود سماوي څېړنه. شيخ سليمان القندوزي البلخي، نيابيع الموده: ٣٥٦ مخ.

[11]عبدالجليل رازي قزويني، النقض: ٣/٣٧٠ مخ، دد مير جلال الدين حسيني ارموي سمونه.

[12] طبري تاريخ: ٥/٤٦٥ مخ.

[13]جاحظ، البيان والتبيين: ١/١٧٩ او ١٩٦ مخونه.

[14] اسماعيل بن کثير، البدايه و النهايه: ١١/٢٧٦، ٢٨٦، ٢٩٦، ٣٠٢، ٣٥٩ او ٣٨١ مخونه.

[15]تقى الدين مقريزي، الوعظ والاعتبار فى ذکر الخطاط والآثار: ٣١٤-٣١٨ مخونه.

[16]د يوان کسايي مروزي، ٧٦ مخ، د مهدي درخشان سمونه

[17]ديوان ناصر خسرو قبادياني، ٤٩٧ مخ، د مجتبى مينوي سمونه

[18]النقض: ١١٤ او ٣١٧ مخونه.

[19]سنايي، ديوان اشعار: ٤٧٠ او ٤٥٠ مخونه.

[20]سيد عبدالعزيز الطباطبايي، معجم اعلام الشيعه: ٢٩٦ مخ.

[21]ابن حجر عسقلاني، لسان الميزان: ٥/٢١٧ مخ. ذهبي، ميزان الاعتدال: ٦/٢١٥ مخ.

[22]عبدالجليل قزويني، النقض: ٣٧٠ – ٣٧٣ مخونه.

[23]قاضي شمس الدين طبسي، ديوان اشعار: ١٣٤ مخ، د تقي بينش سمونه

[24]کليات ديوان شمس، ١٠١٧ مخ، د محمد عباسي سمونه.

[25]سيف الدين محمد فرغاني، ديوان اشعار: ١٧٦ – ١٧٧ مخونه، د ذبيح الله صفا سمونه.

[26]قاضي نور الله شوشتري، مجالس المؤمنين: ٢/٧٠ مخ.

[27]ديوان خواجوي کرماني، ٥٧١ – ٥٧٢ مخونه، د احمد سهيلي خوانساري په اهتمام.

[28] مجله حوزه: نولسم کال: ١١٣ – ١١٤ مخونه، ٣٦٧ او ٣٦٨ مخونه.

[29]محمد خوسفي، ديوان، ٤٦ مخ، د احمد احمدي بيرجندي او محمد تقي سالک سمونه.

[30] اشک خوز: ٢٧ – ٢٨ مخونه.

[31]عبدالجليل قزويني، النقض: ٣٧٠ مخ.

[32] ابن کثير، البدايه والنهايه: ١٣/٢٤٩ مخ.

[33] عبدالرزاق سمرقندي، مطلع السعدين و مجمع البحرين: ٢/١٤٨ مخ. خواند مير، حبيب السير: ٣/٦١٨ او ٦٢٤ مخونه.

[34] دوکتور کامل مصطفى شيبى، تيشع و تصوف: ٢٦٢ مخ )د على رضا ذکاوتي قراګزلو ژباړه

[35] تشيع و تصوف: ٣٢٥ – ٣٢٧ مخونه.

[36] شيخ آقا بزرګ تهراني، الذريعة الى تصانيف الشيعه: ١١/٢٩٥ مخ

[37]محمود واصفي، بدايع الوقايع: ٣/٢٦٧ مخ، د الکساندر بلدرف سمونه.

[38] اسفزاري، روضات الجنات فى اوصاف مدينة هرات: ٢/٣٢٨ – ٣٣٠ مخونه د محمد کاظم امام په هڅه.. عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٩٠ مخ، د نجيب مايل هروي سمونه.

[39] عبدالواسع نظامي باخرزي، مقامات جامي: ١٧٤ مخ.

[40] تشيع و تصوف: تر ٣٢٥ مخ روسته

[41] ميرخواند بلخي، روضة الصفا: ٦/٧٩ مخ

[42] الذريعه: ١١/٢٩٥

[43] محمد اقبال لاهوري. کليات اشعار، ٧٤- ٧٥ مخونه (د احمد سروش له سريزې سره)

[44] محمد اکبرزاده، حسين پيشواى انسانها: ١٠ مخ.

[45] رجبعلي مظلومي، حسين رهبر ازادګان ٦٠ مخ.

[46] صديق صفى زاده، پارسي ګويان کُرد: ٦٩ – ٧٣ مخونه.. سيد عبددالحميد حيرت سجادي، ګلزار شاعران کردستان: ٦٤ – ٦٥ مخونه.. ملک الکلام مجدى سقزي، سفر نامه حج: ٨٧ مخ.

[47] تاريخ النياحة: ٢/٤٧ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست